شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له برکتي خاورې په ځانګړې توګه خلیل الرحمان ښار له خلکو څخه د حزب التحریر غوښتنه
بسم الله الرحمن الرحيم
له برکتي خاورې په ځانګړې توګه خلیل الرحمان ښار له خلکو څخه د حزب التحریر غوښتنه

د الخلیل پېښو او پر مالونو او مقدساتو برید، ټوله سپېڅلې ځمکه خپه کړې، ځکله چې الخلیل ښار د باروتو په یوه داسې بېرل بدل شوی، چې چاودېدو ته نیږدې دی او بڅري به یې ټول فلسطین زیانمن کړي. دا به نو ولې پر ټول فلسطین اغېزه نه کوي، په داسې حال کې چې د خلیل الرحمان خلک د هغه چا اطاعت کوي، چې دوی ته نصیحت کوي او د هغه چا نافرماني کوي چې دوی غولوي، دوی حقیقتونه خپروي او د دښمنانو دسیسې شنډوي. د فلسطین خلک د الخلیل د خلکو رول او دریځ نه هېروي لکه: د ټولنیز امنیت د پروژې په مقابل کې، د CEDAW (د ښځو د حقونو) تړون او د کورنۍ د ساتنې د قانون پر وړاندې، د مذهبي تبلیغ (مسیحي) ښوونځيو د جوړولو مخه نیول او ډېرې نورې سترې کړنې دي، چې تر اوسه د خلکو په حافظه کې ثبت دي. ستاسو دغه قوي دریځ، یهودیان او د اسلام دوښمنان او د دوی مزدوران فلسطیني چارواکي دوښمنۍ ته اړ کړي او هڅه کوي تر څو دغه سپېڅلی ښار ویجاړ کړي.

اې د خلیل الرحمان خلکو! کوم اور چې نن د الخلیل د کورنیو ترمنځ بل شوی، لامل یې یهودي ادارې او فلسطيني چارواکي دي، چې غواړي هیواد مو ویجاړ او خلک یې بې ځایه کړي. هغه ډزې چې په جنوبي سیمه کې د یهودي ادارو تر سترګو لاندې رامنځ ته شوې، دوی پوهېږي چې دا ډزې یوازې تاسې سوځوي او یهودي اسېدونکو ته کوم زیان نه رسوي، که نه نو طرزالعمل به توپیر درلودای. د دې ترڅنګ کومې پېښې چې د امنیتي ادارو په سیمه کې د دوی تر څارنې لاندې ترسره کیږي لکه، د خلکو وژل، شتمۍ یې لوټول او په کورونو کې وېره خپرول، خو امنیتي ادارې اقدام نه کوي، ترڅو هغه کسان ونیسي چې دا ډول پېښې ترسره کوي. په حقیقت کې مجرمین دا جنایتونه کوي، د دوی فلمونه جوړېږي او په وېب پاڼو کې خپریږي، خو پوښتنه دا ده چې ولې دا کسان نه نیول کږي؟ او ولې د خلکو د مال ساتنه نه کېږي. په داسې حال کې چې امنیتي ادارې کولای شي د لاریونونو مخه ونیسي، هغه خلک بندي کړي چې یهودیانو ته زیان رسوي، خو خلک  له دغه فتنه ګرو څخه نشي ساتلی؟ هغه کسان چې خلک وژني، شتمنۍ لوټوي د فلسطیني چارواکو ملګري دي، چې د دوی په امر عمل کوي. د الخلیل د پېښې په اړه د فلسطین د ادارې دریځ او رول د یهودي نیواکګرو ځواکونو له دریځ سره توپیر نه لري، چې په نابلس سیمه کې یې دری تنه په ډېره بې رحمۍ سره د فلسطیني ادارې تر سترګو لاندې شهیدان کړل.

نن ورځ چې کومې پېښې رامنځ ته کیږي چارواکي په هغه کې ښکېل دي. په حقیقت کې په دواړو کورنیو کې د امنیتي ادارو غړي کار کوي، ترڅو د هغو کسانو هڅې شنډې کړي، چې د دغو دوو کورنیو ترمنځ د منځګړو په حیث د اصلاح او جوړجاړي لپاره کار کوي او په دې باندې ټول هغه کسان خبر دي او پوهیږي چې په الخلیل کې له نږدې دغه ګډوډۍ ګوري. همدا چارواکي د خلکو ترمنځ په جګړه کې ښکېل و، نه کورنۍ، بلکې کورنۍ د سونګ هغه توکي دي، چې چارواکي یې د الخلیل د سیمې د خلکو د سوځولو لپاره کاروي. جابري او ابو عایشې کورنۍ هغه باعزته او پېژندل شوې کورنۍ دي، چې په کې غوره کسان موجود دي او کولای شي د هر ډول فتنې مخه ونیسي او هره ستونزه حل کړي. خو د اشغالګرو مزدوران او ځینې عناصر، چې په امنیتي ادارو په ځانګړې توګه په استخباراتي ادارو کې کار کوي، د دواړو کورنیو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهي.

ایا د دولت له لوري د نظار بنات د وژلو په سبب د خلکو له پیاوړیو لاریونونو وروسته د ابو عایشه الجباري کورنیو تر منځ د وژنو وخت د شک وړ نه دی!؟ او ولې د دواړو کورنیو تر منځ خبرې هغه وخت لا ډېرې ترنګړې شوې چې خلکو د فلسطین دولت له لوري د لوړو بیو او مالیو په سبب لاریونونه پیل کړل!؟ یو هوښیار انسان ولې داسې فکر وکړي چې تصادف دی!؟

اې په سپېڅلې خاوره او په ځانګړي ډول په خلیل الرحمن ښار کې زموږ خلکو!

حزب التحریر ستاسو له منځه او ستاسو سره دی او ستاسې د مسایلو د حل لپاره هلې ځلې کوي. دغه ډله ستاسو په منځ کې د پېښو پر مهال موجوده وه او د اصلاح لپاره یې کار کاوه او هېڅ کله به تاسې یوازې پرېنږدي. موږ تاسې ته څرګنده کړه چې کوم کسان ستاسې پر وړاندې دسیسه جوړوي او یو ځل بیا درته خبردارۍ درکوو او به اخلاص سره مشوره درکوو، چې د نن ورځې چارواکي ستاسو له دوښمن سره یو ځای کار کوي، ترڅو د هغوی پلان تطبیق او تاسې وشړي. دا ستاسو د وینو، خاورې، عزت او ماشومانو پر وړاندې یوه دسیسه ده، نو مخه یې ونیسئ او ټول د الله سبحانه وتعالې په رسۍ منګولې ولګوئ او د خپل هېواد لپاره له ځانونو د سونګ توکي مه جوړوئ. موږ له تاسو دواړو معززو کورنیو الجبري او العووي څخه غوښتنه کوو؛ د هغو کسانو چې د منځکړي په توګه د روغې جوړې هڅې کوي ورته مثبت ځواب ووایئ، ترڅو ټول هغه کسان چې په دغه سپېڅلې ځمکه کې دسیسې جوړوي، مایوسه شي. هغه څه چې ستاسو دښمنان غوسه کوي ستاسې یووالی او د دسیسه جوړونکو پر وړاندې قوي دریځ دی، الله سبحانه وتعالې فرمایلي دی:

{...فَاتَّقُوا اللَّهَ ‌وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ}[الانفال:۱]

ژباړه: ... نو تاسو له الله تعالی څخه ووېرېږئ او خپلمنځي اړیکې مو سمې کړئ. د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ، که تاسو مؤمنان یاست.

حزب التحریر ـ د فلسطین مبارکه خاوره

ژباړن: محمد هارون رؤفي

 

   

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې