- مطابق
په پوهنتونونو کې محصلين ليبرال آندونو منلو ته هڅول کيږي او ورته ویل کېږي چې دا د انصاف او لږکيو منلو يوازینۍ لاره ده. که چيرې ليبرال آندونه ونه منو، نو موږ به د لږکيو پر وړاندې تعصب او ظلم کړی وي. کله چې دنيا ته وګورو چې د لږکيو پر وړاندې بده رويه کيږي، ليبرال اندونه نور هم راته ښکلي ښکاري. هغوی وايې په غيرلوېديځ هېوادونو کې چې لږکي ځپل کيږي لامل يې دا دی، چې تاسو په کافي اندازه ليبرال شوي نه ياست او په لوېديځو هېوادونو کې چې ظلم کېږي لامل يې څو تنه فاسد چارواکي دي نه ټول سيسټم.
دا خبره يې سمه نه ده.
له دليلونو سره سره برعکس، بشري حقونه نيمګړي دي. په ټولنه کې دايمي کړکېچ شته او دا چې څوک به واکمن وي او واکمني هغه ته دا واک ورکوي، چې خپلې غوښتنې او کلتور په نورو پلی کړي؛ هغوی چې په واک کې نه دي، نو د هغوی اساسي بشري حقونه نه دي تضمين شوي.
په اسلام کې هرڅه بل ډول دي. د لږکيو په نوم هېڅ نشته. یوازې دا ده چې ایا د اسلامي دولت تبع یې او که نه او د اسلامي دولت تبع کېدل په دې مانا چې له تاسو څخه بدني او مادي ملاتړ کيږي.
«په اسلامي دولت کې له ټولو وګړو سره د مذهب، نژاد يا بلې هر ډول موضوع پرته يو ډول چلند کېږي. اسلامي دولت د خپلو اتباعو پر وړاندې د هر ډول تبعیض څخه منع شوی، که هغه حکمي، قضايي يا د خلکو چارو ته لاسرسی وي.» (د خلافت دستور 6 ماده)
همدارنګه «د دولت هر بالغ تبع حق لري چې د امت مجلس غړی شي، نر او ښځه مسلمان او غيرمسلمان دا حق لري. خو د غير مسلمانانو ګډون په دغه مجلس کې په دوو کارونو پورې محدود دی، چې د حکامو له ظلم او د اسلام له نه تطبيق څخه شکایت وکړي.» (د خلافت دستور 103 ماده)
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي:
«مَنْ ظَلَمَ مُعَاهِدًا أَوْ انْتَقَصَهُ أَوْ كَلَّفَهُ فَوْقَ طَاقَتِهِ أَوْ أَخَذَ مِنْهُ شَيْئًا بِغَيْرِ طِيبِ نَفْسٍ فَأَنَا حَجِيجُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» ( ابو داود)
ژباړه: چا چې په معاهد ظلم وکړ يا يې خوار کړ يا يې د هغه له توان څخه ډېر مسؤليت ورکړ يا يې يو شی د هغه له خوښې پرته ورڅخه واخيست، د قيامت په ورځ زه د هغه مخالف يم.
رسول الله صلی الله عليه وسلم همدارنګه فرمایلي دي:
«مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرِحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ وَإِنَّ رِيحَهَا تُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا»(بخاري شريف)
ژباړه: څوک چې معاهد(غير مسلمان معاهد) ووژني هغه به د جنت بوی و نه ويني او د جنت بوی له څلوېښتو پسرليو پيدا کيږي.
لکه څرنګه چې موږ وينو له اسنادو داسې ښکاري چې په اسلامي دولت کې توپير يوازې د مسلمان او غيرمسلمان اتباع ترمنځ شته. خو دا توپير په دې مانا نه دی چې د اتباعو چارو ته دې يو ډول لاسرسی نه وي. دولت ته دا جواز نه لري چې د رعيت تر منځ د ژبې، رنګ، نژاد، جنسيت او دين پر اساس توپير او تبعیض وکړي او مکلف دی چې له ټولو سره د چارو په رسيدګی کې يو ډول چلند وکړي.
ځينې خلک وايي چې د مسلمان او غير مسلمان اتباعو تر منځ توپير تبعیض دی، ځينې حقوق مسلمانانو ته ورکول او غير مسلمان ته نه ورکول لکه په سياسي ډګر کې د ګډون حق.
د دې لپاره چې پوه شو داسې نه ده، بايد د اسلامي شريعت په واقعيت پوه شو. اسلام د ژوند ټولو چارو ته پراخ سيسټم لري. که څه هم چې دا سيسټم له اسلامي عقيدې څخه سرچينه اخلي، خو په معنوي بُعد پورې تړلی نه دی. همدارنګه د داسې قوانينو وړاندې کوونکی دی، چې د دولت په دننه کې تطبيق کېږي. کله چې اسلام د دې نظام د تطبيق امر کوي، د قوانينو او شريعت د تطبيق امر، نه د معنوي او ديني کارونو. په همدې ډول، د شرعي احکامو عملي کول د دولت په ټولو اتباعو کېږي، په استثنا د ځينو ديني اعمالو، چې هلته د هغوی خپل دین غالب دی، په نورو ځایونو کې دین په پام کې نه نیول کېږي.
اسلام انسان ته د انساني صفت په سترګه ګوري او قوانين يې هم د انسان فطرت مطابق جوړ کړي. اسلامي قوانين د انسان ستونزې د انساني فطرت مطابق ځواب کړي، نه له کوم بله پلوه. ستونزې حل غواړي او ستونزې د فطرت مطابق حل شوي دي. مثلآ اسلامي احکامو کې تبعیض هېڅ ځای نه لري. دا په دې مانا نه ده چې اسلام د ټولو موضوعاتو په اړه ټولو خلکو ته يو واحد حکم وړاندې کوي، بلکې په خپل شريعت کې ځانګړې موضوع او د هغې مشخصاتو ته، چې موضوع ته مناسب او د مشکل سره سم حلاره وړاندې کړي، ډېر پام کوي. مثلآ کله چې اسلام د نر او ښځې اړيکه تنظيم کړه د هغوی ځانګړتياوو ته يې پام کړی. همداشان د مسلمان او غير مسلمان موضوع دواړه توپيرونه لري، نو څرنګه بيا د دواړو لپاره يو ډول احکام په پام کې ونيول شي د دواړو واقعيتونه توپیر لري؛ دا تبعیض نه دی، بلکې له واقعیت سره سم حکم کول دي.
د مثال په ډول، د حاکم کېدو لپاره اسلام مسلمانتوب شرط ایښی، چې غیر مسلمان دا حق نه لري چې حاکم شي او حکم وکړي. ځکه چې اسلامي دولت اسلام په داخل کې پلی کوي او نړۍ ته يې د دعوت او جهاد له لارې لېږدوي. په اسلامي دولت کې د حاکم دنده او رول په اسلامي احکامو راڅرخي او د خلکو روابط د اسلامي احکامو پر اساس تنظیموي او اسلام د دعوت له لارې نړیوالو ته رسوي. نو د پورتنیو کارونو لپاره دا اړینه ده، چې یو څوک باید په اسلام باور او عقیده ولري، هم يې پلی کړي او هم يې تر نورو ورسوي دا ممکنه نه ده چې یو څوک دې په اسلام باور ونه لري هغه دې پلی او تر نورو ته ورسوي.
په شرعیت کې ډېر داسې شرعي احکام شته، چې اهلذمه ته یې حقوق ورکړي، چې مسلمانانو ته یې هغسي حقوق نه دي ورکړي، بیا هم، دا د مسلمانانو او اهلذمه پر وړاندې تبعیض نه دی، د هغوی د باورونو او عقایدو پر اساس چې کفر او اسلام دی، په ځانګړو موضوعاتو کې یې احکام بیل دي. شارع پر مسلمانانو باندې زکات واجب کړی، چې په اهلذمه نه دی واجب دا ځکه چې زکات عبادت دی او پر اهلذمه باندې عبادت واجب نه دی. شریعت پر مسلمانانو د اړتیا په وخت کې مالیات واجب کړي په داسې حال کې چې په اهلذمه یې نه دي واجب کړي د دې لپاره چې له جزیې زیات نور څه ورڅخه وا نخیستل شي. همدارنګه شارع اهلذمه ته اجازه ورکړې، چې د خنزیر غوښه وخوري او شراب وڅښې او هم يې وپلوري. په داسې حال کې چې پر مسلمانانو دا کار حرام شوی او هغوی مجازات کېږي.
که چیرې په شرعي احکامو کې ژور فکر وکړو، دې پایلې ته رسېږو، چې په اسلام کې اهلذمه ته تر مسلمانانو ډېر حق ورکړل شوی دی. حقیقت دا دی، چې د خلکو تر منځ او د خلکو پر وړاندې هېڅ ډول لوړوالی او توپیر نشته، بلکې خلکو ته د هغوی د اوصافو مطابق حقوق ورکول کېږي.
موږ دا ډول کړنې په خلافت کې لرو. کله چې د بدر په غزا کې جنګي اسیران ونیول شول، هغوی د دې پر ځای چې خپلو خلکو ته ورشي لومړیتوب يې دې ته ورکړ، چې له خپلو خلکو سره پاتې شي (د مسلمانانو د ښه چلند له امله) او کله چې مسیحیان په صلیبي جګړو کې د مسلمانانو خواته پاتې شول. سره له دې چې په بل دین وو، خو هغوی ته حقوق ورکړل شول او له هغوی څخه ملاتړ وشو. ځکه چې بشري حقوق هغوی ته د الله تعالی له لوري ورکول شوي دي، هغوی د اسلامي دولت له لوري ملاتړ شول او دا کار به انشاءالله په نیږدې وخت کې بیا ترسره شي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته!
فاطمه مصعب؛ د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې
#خلافت تاسیس کړئ
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#أقيموا_الخلافة
#الخلافة_101