شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اوکراین او د نړیوال موقف پر سر نوې لانجې
بسم الله الرحمن الرحيم
اوکراین او د نړیوال موقف پر سر نوې لانجې

(درېیمه برخه، پای)

(ژباړه)

په تېره برخه کې مو د چین او روسیې تر منځ پر تړونونو خبرې وکړې او په دې برخه کې به پر دې وغږیږو، چې د چین او روسیې تر منځ دا نیږدېوالی څه ډول پیل شو او تر شا یې څه موخې دي؟ دغه راز په دې به هم وغږیږو چې ایا دغه دوه هېوادونه د امریکا د قدرت غوښتنې په مقابل کې درېدلی شي او د دې توان لري، چې پر نړۍ د امریکا حاکمیت ته د پای ټکی کېږدي!؟

په عامه توګه ناټو او په ځانګړي ډول امریکا ته د یوه ګډ دښمن په سترګه کتلو، چین او روسیه سره یوځای کړي دي، خو له دغه یوځایوالي او د امریکا پر وړاندې ګډ لیدلوري درلودلو سره سره، یاد دوه هېوادونه له امریکا او اروپا سره سوداګریزې، سیاسي او ډیپلوماتيکې اړیکې هم لري او سره له دې چې یادې اړیکې ترینګلې شوې، په ۲۰۱۴م، کې پر روسیه او همدارنګه په ۲۰۱۸م، کې پر چین د امریکا له لوري په ځينو مواردو کې فشارونه هم راغلي دي.  

وروسته له هغې چې چین له روسیې څخه پرمختللې وسلې وپلورلې، امریکا د بایډن د واکمنۍ پر مهال شاوخوا ۵۰ چینایي شرکتونه، د چین له پوځ سره د اړیکو په تور، په تور لیست کې شامل کړل او اقتصادي بندیزونه یې پرې ولګول. همداراز امریکا د چین د کنټرول لپاره ځينې کارونه هم وکړل، یعنې له امریکا او یا هم له څو دولتونو سره، چې د امریکا د سیاسي او اقتصادي پالیسیو تابع دي، د ګډو تړونونو درلودل. لکه؛ د «کواد» پوځي چهار ضلعي تړون، چې په ۲۰۰۷م، کې وشو او د (مالابار) له پوځي تمریناتو وروسته چې امریکا، هند، اسټرالیا او جاپان پکې شامل و، یاد تړون قوي شو. همدارنګه د (اوکوس) دری ضلعي پوځي تړون، چې په ۲۰۲۱م، کې د امریکا، انګلیس  او اسټرالیا تر منځ وشو.

د ۲۰۱۴م، کال له فشارونو او له اوکراین سره د کریمیې یوځای کېدو وروسته، چین ته د روسیې اړتیا زیاته شوه. د بایډن د واکمنۍ  پر مهال امریکا پر روسیې لاره تنګه کړه او امریکايي رسنیو پوتین قاتل وباله. دغه راز په ۲۰۲۱م، کې د بایډن او پوتین له ناستې مخکې امریکا، روسیه له هغوی سره د نه همکارۍ په صورت کې له ناټو سره د اوکراین په یوځای کولو وګواښله. همدارنګه له دغې ناستې وروسته او دا چې روسیې له چین څخه د لیرې کېدو، د امریکا غوښتنه رد کړه؛ د چین او امریکا تر منځ اړیکې لا خرابې شوې. امریکا پر روسیې خپل فشارونه زیات کړل، هڅه یې وکړه چې ځينې اروپایي دولتونه لکه المان، قانع کړي چې له روسیې څخه د ګازو صادرات ودروي او له امریکا څخه یې وپلوري، چې دا غوښتنه له المان پرته نورو دولتونو رد کړه.

روسیه او چین د امریکا له تسلط او حاکمیت څخه د ځان ژغورلو لپاره په راتلونکي کې ډېرې کړنې په پام کې لري، چې ځينې مهمې یې په لاندې ډول دي:

  1. د ډالرو له حاکمیت څخه د نړۍ ژغورلو لپاره د چین او روسیې هڅې؛ ډالر د ټولې نړۍ د پیسو پشتوانه ده او همدارنګه د کالیو  او پټرولو د تبادلې اصلي او اساسي پیسې هم دي. مانا دا چې دغو دوو هېوادونو په یادو برخو کې ځينې ګامونه اخیستي دي. یوه ښه بېلګه یې دا ده، چې په دې ورستیو کې د ډالرو پر ځای د محلي پیسو په وسیله روسیې له چین سره د ځينو سوداګریزو تړونونو همکاري وکړه. همداراز چین د ایوان ډیجیټلي پیسې راووېستې او د چین په داخل کې د دغو پیسو پر مټ ترسره شوې معاملې ۴۲ تریلیونه ډالرو ته رسیږي. سربېره پر دې چین د ډالر پر طلا بدلولو په برخه کې هم ځينې کارونه کړي او د چین ملي بانک د ۱۰۰میلیارده ډالرو په ارزښت طلا پلورلې ده.
  2. ستراتیژیکو تړونونو او شراکتونو اوسمهال د چین او روسیې لپاره د دې زمینه برابره کړې، چې دا ډول هوکړې وکړي، په خپلو منځونو کې پر تړونونو سربېره ان له نیږدې دولتونو سره تړونونه کولی شي. د بېلګې په توګه د پخواني شوروي غړو دولتونو سره د روسیې تړونونه لکه؛ د ۲۰۰۲م، د ټولیز امنیت سازمان هوکړې او په ۱۹۹۱م، کال کې د خپلواکو دولتونو د اړیکو تړون. دغه راز چین هم له روسیې او شمالي کوریا سره تړونونه کړي. د بېلګې په ډول د ۲۰۰۱م، کال د راتلونکو ۲۰ کلونو د ستراتیژیک ګډون تړون او همدارنګه په ۲۰۲۲م، کې یې بیا نوي کول؛ چې دا ځل د المپیک د لوبو لپاره و. په حقیقت کې د نیږدېوالي تړونونو په برخه کې د روسیې موقف تر چین څو چنده لوړ دی او دا هغه څه دي، چې شوروي ته په میراث ورپاتې دي. نو چین ذهناً له یادو تړونونو سره ډېر ارامه نه وي، په ځانګړي ډول له دې امله چې امریکا له چین او شاخوا سیمو سره ډېر تړونونه کړي دي. لکه؛ د جنوبي چین د بحر د چاپېریال، ارام اقیانوس او له تایوان سره تړون.
  3. د امریکا د پوځي او اقتصادي پراختیا پر وړاندې درېدل؛ دغه موضوع د اوکراین په قضیه کې په واضح ډول ښکاري. ځکه یوازینۍ وسیله چې روسیه یې جګړې ته اړیسته، په اوکراین کې د امریکا د پوځي اډو له جوړولو مخنیوی او له نیږدې د روسیې ګواښل و. دغه راز لکه څرنګه یې چې په قزاقستان کې د نظام په تغیر قطعي پرېکړه وکړه په اوکراین کې یې هم پرېنښودل، چې امریکا خپل مزدوران حاکم او په راتلونکي کې هلته پوځي اډې جوړې کړي.
  4. د امریکا او اروپا تر منځ د نیږدېوالي او همکاریو اغېزې؛ یادې همکارۍ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په رامنځ ته شویو پېښو کې وې. تر دې کچې چې امریکا، اورپا له شرقي پوځونو ـپه راس کې یې روسیه ـ څخه وېروله او د ناټو تړون یې ورته د یوه پناه وړونکي ځای په توګه معرفي او وړاندې کړی دی؛ هغه څه چې د ملاتړ په خاطر اروپا په امریکا پورې تړي. په ځانګړي ډول کله چې اروپا د اروپایي دولتونو د پوځي ځواک په جوړولو کې ناکامه او د امریکا تر چتر لاندې د اروپا تړون ته اړیستل شوه. چین او روسیه هڅه کوي، چې اروپایي دولتونه د امریکا پر وړاندې نافرمانۍ او په خپل منځ کې اقتصادي همکاریو ته تشویق کړي، تر څو د ډالر له حاکمیت څخه وژغورل شي. یاد دوه هېوادونه هڅه کوي اروپا ته ډاډ ورکړي، چې امریکا یرغل ورباندې نه کوي او د امریکا پر وړاندې یې خپلې پراختیا ته تشویق کوي.
  5. د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو ځواکمنتیا؛ د امریکا له لوري ځورول شوي هېوادونه ځان ته نیږدې کول، اقتصادي تړونونه ورسره کول، چې د امریکا د مرستې یو ښه بدیل یې بللی شو. لکه څرنګه چې چین په دې وروستیو کلونو کې له څو فقیرو دولتونو سره مرستې کړي او د ۸۴۲میلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۶۵ دولتونو پورونه یې ورکړي دي.
  6. په نړیوالو پرېکړو کې د امریکا د ځانغوښتنې مخنیوی او په نړیوالو مسایلو کې د نړۍ ورګډول، تر څو امریکا د یوازیتوب احساس وکړي او ونشي کولی د خپل حاکمیت تر چتر لاندې نړیوال ګډون رامنځ ته کړي، چې دغه مسأله څو ځله په امنیت شورا کې د رایې اچونې پر مهال په ناستو کې رابرسېره شوې او وروستۍ هغه یې د اوکراین پر وړاندې وه.

دغه هڅې که څه هم چین او روسیه په چټکتیا خپلو موخو ته نشي رسولی، خو د امریکا د یوه قطبيتوب د منصب او پر نړۍ د حاکمیت په برخه کې به اغېزې ولري او په ورته وخت کې د امریکا د اقتصادي او سیاسي کمزورتیا لامل ګرځي. ان دې اروپایي ملګرو او همتړونانو پر وړاندې د امریکا د ناوړه او شرمونکو کړنو د رابرسېره کېدو لامل ګرځي او په راتلونکي کې دغه هېوادونه په اغېزناک ډول نړیوالو سازمانونو ته ورداخلوي او بالاخره امریکا دې ته اړباسي چې د نړیوالو سازمانونو پر وړاندې سرټيټ کړي. ځکه هغه مهال به هر واقعیت د امریکا لپاره په لوړو قیمت تمام شي، د ناټو غړي هېوادونه به ترې لیرې، امریکا به د نړۍ په کچه منزوي او له خپل موقف څخه به راولویږي. پوښتنه دا ده، چې دا چارې به څه ډول پر مخ ځي او په نړۍ کې رامنځته شوي تحولات به د یادې ګډې موخې د تحقق لامل شي؟ د پېښو جوړښت او په چټکتیا سره یې رامنځ ته کېدل، له امریکا سره په تړون کې د دولتونو پاتې کېدل او ترې وتل او همدارنګه په نړیواله کچه نورې رامنځ ته شوې اغېزناکې پېښې به دغې پوښتنې ته ځواب ووایي.

خو دا باید هېره نه کړو چې تر اوسه امریکا یو پوځي او اقتصادي زبرځواک ده. د نړیوال بانک د راپورونو پر بنسټ د امریکا اقتصاد د نړۍ د یوې ربعې له تولیداتو سره سمون خوري. د نړۍ د ۸۹تریلیونه ډالرو په ارزښت له تولیداتو څخه ۲۱تریلیونه ډالر د امریکا دي.

دا چې امریکا لا هم یو ځواک دی او له موقف څخه د دغې نړیوال ځواک د راټیټولو لپاره یوه نړیوال اغېزناک دولت ته اړتیا ده. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د یادو دولتونو تر منځ کینه او دښمني پراخه او دوامداره کړي، تر څو یې د له منځه تلو په حال کې افکار او شرمونکې کړنې خپلو ملتونو او نور ته په ډاګه شي. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې په چټکتیا سره یې شرارتونو ته د پای ټکی کېږدي او د نبوت پر منهج د راشده خلافت تر چتر لاندې عدالت او امنیت قایم کړي. پای

د الرایه جریدې له ۳۸۴ ګڼې څخه

لیکوال: استاد محمد طیب ـ بیت المقدس

ژباړن: حبیب الله حبیب

Last modified onشنبه, 28 می 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې