- مطابق
په ایران کې له یوې میاشتې راهیسې لاریونونه روان دي؛ دغو لاریونونو د مهسا امیني له مړینې وروسته زور واخیست؛ نوموړې د ایران اخلاقي پولیسو د اخلاقي اصولو تر پښو لاندې کولو په تور نیولې وه. د ایران آخوندي رژیم ډېر وخت له دومره پراخو لاریونونو سره نه و مخ شوی. دا رژیم د 1979 کال له انقلاب وروسته واک ته ورسېد؛ خو د څو لسیزو فساد، بېکفایتۍ او ناسم اقتصادي مدیریت په سبب له بل هر وخت څخه کمزوری شوی. د ایران د حاکم رژیم د رانسکورېدو احتمال نه لیدل کېږي؛ خو شرایطو ته په کتو د دې احتمال هم نشته چې په همدې حالت دې پاتې شي.
شاه په 1979 کې له واکه لرې کړای شو؛ د ایران آخوندي رژیم چې د امریکا ضد و د اسلامي انقلاب له لارې واک ته ورسېد. د آيت الله روح الله خميني لخوا ټول پر یوه فکر راټول شول او هیله یې دا وه چې ایران به په سیمهایز ځواک بدلوي. سره له دې چې انقلاب ته اسلامي ويل کیږي، خو د دغه انقلاب کوونکې ډېری ډلې نا اسلامي وې چې کمونېستان، اکاډمیک کسان، کيڼ اړخي، اتحادیې او نور ډېر داسې کسان پکې وو چې موخه یې یو اسلامي انقلاب نه و. کله چې خميني واک ته ورسید، ټوله هڅه یې دا وه چې څنګه نظام وپايي او د دې لپاره یې ټولو هغو کسانو ته شا کړه چې واک ته په رسېدو کې یې مرسته ورسره وکړه. خميني ډېر بدګومانه و، پر پوځ یې باور نه درلود، نو د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران انقلاب اسلامي) یې رامنځته کړ.
په واک کې پاتي کېدو لپاره آخوندي رژیم ډېر شمېر ارګانونه او دولتي بنسټونه رامنځته کړل. داسې سیاسي جوړښت يې رامنځته کړ چې وکولی شي ایران او سیاسي پرېکړې یې په خپل لاس کې ولري. د ایران رژیم په سر کې، تر ټولو ځواکمن کس، «معظم رهبر» دی، تر اوسه دوو کسانو دغه مقام خپل کړی. لومړی د اسلامي جمهوریت بنسټګر، آیت الله خمیني، له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پورې. وروسته د هغه وارث چې دوې دورې ولسمشر هم وو، آیت الله علی خامنهيی واک ته ورسېد، درې لیسزي کیږي چې دی د ایران رهبر دی. دا مقام د خلکو په رایو نه، بلکې د «مجلس خبرګان رهبری» لخوا ټاکل کېږي؛ دا د آخوندانو یوه ډله ده. رهبر پراخ واکونه لري او د دغه هېواد د مهمو بنسټونو؛ لکه صدا و سیما، ګډ ځواک، سپاه پاسداران او شورای نګهبان مشران ټاکي.
آخوندي رژیم له دوی څخه مخکې پهلوي رژیم په څېر متمرکز سيستم رامنځته کړی، ځکه چې د ایران ۵۰ - ۶۰ سلنه نفوس فارسيان دي. په ایران کې ډېر شمېر قومونه اوسېږي، نو آخوندي رژیم د تېر رژیم په څېر امنیت ته پام کوي؛ ځکه دوی د خپل رژيم د پایښت تر څنګ غواړي پر هغو لږکيو قومونو چې کېدای شي رژیم ته ګواښ وي، هم حکومت وکړي. د ایران په شمال لوېديځ کې کرد او آذري قومونه ژوند کوي چې ځانونه فارسيان نه بولي. آذریان په اردبيل ولایت کې بیلتون غوښتونکی خوځښت لري او غواړي چې له آذربايجان سره یوځای شي. د کردۍ مهسا امیني پر مرګ په دغه ولایت کې د نظام پر وړاندي ستر لاریونونه ترسره شول. کردان او آذریان پر رژیم باور نه لري، ځکه چې له ډېر وخت راهیسې له دوی سره بد چلند کوي. د ایران په سوېل لوېدیځ کې خوزستان پروت دی، په دغه سټراټېژیکه سیمه کې د دغه هېواد د انرژۍ سرچینې هم دي. په خوزستان کې له پخوا عرب اوسېږي او دغې سیمې ته اهواز وایي، خو رژيم د دې لپاره چې دا نوم فارسي وي، خوزستان یې کړ. آخوندي رژیم د خوزستان د انرژۍ زیرمې وړي، خو د سیمې خلک بې وزله او بې روزګاره دي. په ختیځ کې پر افغان پوله او سیستان-بلوچستان سیمه کې له پخوا ستونزې وې؛ د دغو سیمو ډیری وګړي سني مذهبه دي او د خلکو د بې وزلۍ په سبب تل بې ثباته سیمه وه. رژيم د دغې سیمې خلکو ته د شک په سترګه ګوري. ایران ستر هېواد دی، د اوسیدو وړ دښتي او غرونه لري چې ګردچاپېر يې د فارسیانو کلي او ښارونه دي. دا سیمې بیا لږکیو چاپېر کړې او په ګډه فارسي نفوس جوړوي.
آخوندي رژیم په خپل څلور لسیزې حکومت کې له دا ډول ډېرو خوځښتونو او لاریونونو سره مخ شوی. روان خوځښت یې یوازې اوسنۍ بڼه ده. د تهران پوهنتون؛ ایراني ټولنپوه محمد فاضلي وايي: دا لاریونونه د وروستیو پېښو په سبب نه، بلکې په ایران کې د تېرو څلورو لسیزو خرابې حکومتولۍ زیږنده دي. فاضلي زیاتوي چې له تېرو څلور لسیزو راهیسې په ایران کې ډیرې داسې ناحل شوې ستونزې شته چې تر اوسه يې حکومت د حل هڅه نه ده کړې. هغه وویل: «کله چې ولسمشر، رییسي وايي چې د مهسا امیني د مرګ په اړه به څېړنه وکړي، خلک باور نه شي پرې کولی؛ ځکه چې په تېر کې دې ته ورته پیښې نا حل شوې پرېښودل شوې.» د دې ترڅنګ، له څلورو لسیزو وروسته؛ لوړ انفلاسیون، صفر ته نیږدې اقتصادي ودې، د اداري سیستم ځوړ او نورو فکتورونو د ایراني رژیم پر وړاندې د خلکو غوسه راپارولې او ډېری ایرانیان اوس د ایران د ناکام آخوندي حکومت پر وړاندې له غږ پورته کولو او لاریون څخه نه وېرېږي.
څه چې ډېری ایرانیان يې د رژیم پر وړاندې راپورته کړي؛ دا دي چې له څلورو لسیزو وروسته یې اقتصاد ویجاړ کړی، خلک یې بېوزله کړي او د خلکو د ځپلو لړۍ روانه ده. د ایران GDP یا ناخالص داخلي تولیدات ۷۰ سلنه کم شوي؛ د ایران د GDP کچه په ۲۰۱۲م کال کې ۵۹۹ میلیارده ډالر وه خو اوس ۱۹۱ ملیارده ډالرو ته را ښکته شوې! نن ورځ په ایران کې د ژوند سټنډرډونه په تېره یوه پیړۍ کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلي. بیې دومره لوړې دي چې د ډېرو ایرانیانو لپاره اړین توکې؛ لکه خواړه او درمل د لاسرسي وړ نه دي.
له تاریخي لحاظه په ایران کې بدلون له دوو لارو راغلی. يا کوم بهرني ځواک په ایران کې پر یوه ډله یرغل یا یې ملاتړ کړی؛ لکه روسيې او بریتانیې چې د لومړۍ او دویمې نړیوالو جګړو په پیل کې پر ایران برید وکړ چې د جګړې لپاره د دغه هېواد د انرژۍ له زېرمو ګټه واخیستلی شي. په ١٩٧٩ کې فارسيان، لږکي او د ټولنې بېلابېل قشرونه د شاه د ګوښه کولو لپاره سره راټول شول. نن ورځ لږکي د رژیم پرځولو لپاره د فارسيانو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري. مخالف خوځښت اوس پراخ لاریون پر مخ بیايي خو خواره دي؛ ځکه یو رهبر نه لري او کلیوالې سیمې یې نه دي بسیج کړي چې هلته د اخوندانو د ملاتړ بنسټ دی.
ایران په تدریج سره له تئوکراتیک دولته چې آخوندان يې اداره کوي، په داسې دولت بدلیږي چې د سپاه پاسداران لخوا اداره کېږي؛ دا هغه پوځ دی چې ځان ته د ١٩٧٩ کال انقلاب ساتونکي وايي. آخوندانو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی، د خامنهيي له مرګ وروسته، لرې ده چې سپاه پاسداران دې په واک کې د پاتې کېدو لپاره «رهبر معظم» ته اړتیا ولري؛ ممکن یو سمبولیک رهبر وټاکي خو واکونه به يې محدود وي. د ایران راتلونکی ښايي یو زورواکی او مطلق دولت وي چې رهبري یې د پوځ یو رهبر کوي. لکه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې چې رضا خان په ١٩٢١ کال کې لومړی وزیر شو، په ١٩٢٥ کې یې احمدشاه له واکه لرې او پهلوي سلسله یې رامنځته کړه.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
عدنان خان