- مطابق
پاکستاني واکمنان په سرحدي سیمو کې د وسلوالو ګواښونو ته په دې هیله د نړیوالو پام راګرځوي چې دا خبره د پیسو ترلاسه کولو لپاره په یوه جیوپولیټیکي سرچینه بدله کړي. پاکستان له همدې امله په سرحدي سیمو کې د وسلوالو ګواښ پیاوړی ښیي.
د پاکستاني چارواکو لخوا پر پولو کلکه څارنه د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ستونزو د رامنځته کېدلو لامل ګرځېدلی. پاکستاني چارواکي له افغانستان سره د پولو له پرانیستلو څخه ځکه ویره لري، چې فکر کوي دغه چاره د دواړو اقتصادونو د طبیعي ادغام لامل ګرځېدلی شي او د پاکستان تولیدي ظرفیت باید د پاکستان او افغان بازارونو تقاضا (هغه څه چې په حقیقت کې د ځایي صنعت لپاره ګټه ده) پوره کړي. افغانستان ته د ډالرو، سرې (کیمیاوي کوډ)، غنمو او نورو توکو قاچاق د پاکستان د بې کفایته حکامو یوه اندېښنه ده. پاکستاني چارواکي له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلوالو له تګ راتګ او له افغان طالبانو سره د اړیکو له لارې په پاکستان کې د شته مدرسو له افراطي کېدلو څخه هم وېره لري. د افغان طالبانو لپاره له پاکستان او د پاکستان له اقتصاد سره اړیکې حیاتي ارزښت لري، ځکه خو د پولې پرانستلو ته لېواله دي. دغه پوله د پښتنو قبایلو لپاره یوه حساسه مسله ده او هېڅکله یې نه ده منلې؛ دوی دغې پولې ته د داسې کرښې په توګه ګوري چې یو قوم په دوو هېوادونو وېشلی.
د پاکستان په سرحدي سیمو کې د هغو وسله والو او پاکستاني دولت ترمنځ نښتې روانې دي چې د افغان طالبانو لخوا یې نامستقیم ملاتړ کېږي. سرحدي قبايلو هيڅکله هم په خپلو سيمو کې د دولتي جوړښتونو ژور نفوذ نه دی منلی او دا ډول جوړښتونه یې د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ تر پښو لاندې کول ګڼلي دي. له همدې امله دوی له خیبر پښتونخوا سره د فاټا (FATA) سیمې یو ځای کېدلو ته د پاکستاني دولت لخوا د دوی پر خپلواکۍ د برید په سترګه ګوري او د دغې ادغام د بیرته ویشلو غوښتنه کوي. دا او د یو امریکایي پلوه سیکولر پاکستاني دولت په توګه پر اوسني نظام د دوی ایډیالوژیکي باور د پاکستان دولت پر وړاندې د دوی د وسلې د پورته کولو لاملونه دي.
افغان طالبان په فعاله او مستقیمه توګه د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) ملاتړ نه کوي، خو په افغانستان کې د دوی د پټنځایونو په نښه کول هم نه مني. افغان طالبان په لاندې دلایلو نه غواړي چې په خپله خوا کې د TTP پټنځایونه په نښه شي:
الف- د دوی په اند، پاکستان او امریکا چې په سرحدي سیمو کې وسلهوال ونه شو ځپلی، دوی یې هم نه شي کولی.
ب- افغان طالبان دا وړتیا نه لري چې په سرحدي سیمو کې د وسلهوالو پر وړاندې دومره پراخه عملیات وکړي.
ج- که افغان طالبان د خپلو جهادي ملګرو پر وړاندې ګام پورته کړي، نو په دې کار سره دوی خپل جهادي مشروعیت ته زیان رسوي. دوی وېرېږي چې که په افغانستان کې د TTP پر وړاندې عملیات وکړي، نو د خپلو کادرونو په منځ کې به مشروعیت له لاسه ورکړي.
د- د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت پخپله د داعش-خراسان ډلې لخوا تر پرلپسې بریدونو لاندې دی. دوی وېره لري چې د TTP پر وړاندې هر ډول عملیات به د TTP غړي دې ته وهڅوي چې داعش-خراسان له لیکو سره یوځای شي یا هم ممکن پخپله د افغان دولت پر وړاندې وسله پورته کړي. د دوی په اند که له هوښیارۍ کار وا نخیستل شي، د افغانستان په ختیځ کې د وسلوالو ګواښ د افغان طالبانو ضد جبهې باندې بدلیدلی شي.
هـ - افغان طالبان غواړي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې ستونزې حل کړي. په سرحدي سیمو کې د TTP ګواښ او د TTP پر وړاندې د پاکستان د پوځ پوځي عملیات به دغې موخې ته د افغان طالبانو د رسېدو لار سخته کړي. د دې لپاره افغان طالبان غواړي له پاکستان سره د TTP د ګواښ په لرې کولو کې داسې مرسته وکړي، چې پخپله زیانمن نه شي. دوی ته د دې لپاره تر ټولو غوره لار د پاکستاني چارواکو او TTP تر منځ د خبرو اترو تسهیلول ښکاري؛ دوی د دې کار د پیل هڅه هم وکړه، خو د پام وړ پایله یې نه لرله.
افغان طالبان په سرحدي سیمو کې د TTP شته ګواښ ته په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ د پر شا تمبولو د یوې لارې په سترګه ګوري. دوی ممکن دغې چارې ته د پاکستاني دولت پر وړاندې د یوې ګټورې وسیلې په سترګه وګوري. سره له دې هم دا ډول پالیسي له TTP څخه د فعال ملاتړ په معنی ده ده، بلکې، لکه وړاندې چې یادونه وشوه، دا د TTP او د پاکستان دولت ترمنځ د خبرو اترو په تسهیل کې په مرستې، یو ډول نامستقیم ملاتړ دی.
د پاکستان پر دولت د TTP د وسلهوالو جنګیالیو بریدونه د سرحدي قبایلو د خودمختارۍ او خپلواکۍ ساتلو لپاره د دوی د ټیټې کچې مبارزه منعکسوي او دا له پاکستاني چارواکو سره یوه داسې جوړجاړي ته رسیدل دي، چې وکولی شي په هغه کې د فاټا سیمې لپاره یو څه خپلواکي او خودمختاري رامنځته کړی شي. د پاکستان پوځ نه غواړي په سرحدي سیمو کې وسلوالو ته دومره مجال ورکړي؛ ځکه دوی له هغو جهادي اړیکو ويرېږي، چې له واڼې تر کابل پورې غزېږي. پاکستانی پوځ له افغان طالبانو غواړي چې پر TTP فشار راوړي، ځکه دوی نه غواړي چې په سرحدي سیمو کې پراخ عملیات وکړي؛ د دغه ډول عملیاتو لپاره پر پاکستان دولت لوی اقتصادي او پوځي لګښت راځي. دوی همداراز د دغه ډول عملیاتو له اقتصادي پایلو وېرېږي، ځکه دا عملیات بهرني پانګوال وېروي او پاکستان پرېږدي. د پاکستان رژیم غواړي د عامه لفاظۍ او خبرو له لارې پر افغان طالبانو فشار راوړي او له TTP سره په مبارزه کې د دوی مرسته غواړي.
امریکا د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د وسلوالو حرکتونو د شتون مسالې ته د سیمې په امنیتي چارو کې د لاسوهنې او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد بنسټونو د ساتلو لپاره د یوې پلمې په نظر ګوري. داسې ښکاري چې امریکا غواړي پر افغان طالبانو د پاکستان د پوځي تاسیساتو له فشار څخه په ګټه اخیستلو سره هغوی دې ته اړ کړي چې نړیوال لیبرال نظم ته تسلیم شي او د دې ترڅنګ خپله دا غوښتنه پرې ومني چې د افغانستان سیاسي نظام دروازه په پخواني دولت کې د امریکایي اجنټانو پر مخ پرانیزي او په افغان دولت کې اصلاحات راولي. د افغان طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د پولې پر سر نښته د دې سبب کېږي چې پر خپله لوېدیځه پوله تمرکز وکړي او د پاکستاني پوځ پام له ختیځې پولې راواوړي؛ له دې سره هند هم دا فرصت پیدا کوي چې د پاکستان له اړخه بې غمه شي او خپل پوځي چمتووالی د پاکستان پر ځای پر چین متمرکز کړي.
په پایله کې، د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ نښته په حقیقت کې د مسلمانانو تر منځ هغه جګړه ده چې سبب یې د انګریزي استعمار لخوا د دوو مسلمانو وروڼو ترمنځ د مصنوعي پولې جوړېدل دي. یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت کولی شي چې د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا مسلمانان د اسلام تر حاکمیت لاندې سره یو کړي، د وروڼو قومونو تر منځ دښمني له منځه یوسي او د مسلمانانو ځمکې، ځواک او سرچینې سره واحدې، امنیت یې خوندي، او اسلامي ټولنه سوکالۍ ته ورسوي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاي دفتر
انجنیر معز - ولایه پاکستان