دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیاییف ته زموږ پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیاییف ته زموږ پیغام

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله و علی آله وصحبه و بعد:

شوکت میرضیاییفه!

تا په ۲۰۲۱م کال کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا په شپږ څلوېښتمه غونډه کې وویل چې: «له شکنجې څخه د مخنیوي ملي میکانیزم رامنځته کولو په چوکاټ کې به هېڅکله داسې نا انساني شکنجې ته اجازه ور نه کړو چې انساني کرامت تر پښو لاندې کوي او زموږ دا خبره په یوه ټاکلي وخت پورې اړه نه لري. موږ به له شکنجې سره د مبارزې کنوانسیون اختیاري پروتوکول تصویب کړو». ته ښه پوهېږې چې ازبکستان له دغه توافق سره تړلی او ژمنه دې کړې چې د ازبکستان خلک به د شکنجې له جرمونو ساتې؛ همدا سږ کال دې «د شکنجې د مخنیوي سیستم ښه کولو» نوې پرېکړه لاسلیک کړه او د دې لپاره دې هغو سازمانونو ته د شکنجې او تعذیب د مخنیوي په اړه روزنیز کورسونه جوړ کړي چې د څېړنو په برخه کې کار کوي. دغه راز د ۲۰۲۳م کال د جولای په ۱۹مه په تاشکند کې «د شکنجې او نورو تاوتریخجنو، نا انساني یا سپکوونکو کړنو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د هوکړه‌لیکونو پلي کولو شپږمې غونډې ته د ازبکستان د راپور جوړولو په اړه د دولتي ادارو کارکوونکو د حرفه‌يي مهارتونو لوړول» تر سرلیک لاندې زده‌کړیز کورس جوړ شو. د ازبکستان د سترې محکمې خبري اژانس په خبره، ازبکستان اوس د بشر حقونو او ازادیو اړوند ۸۰ نړیوالو سندونو سره تعهد لري. د دې موخې لپاره د ازبکستان نظام ګڼې غونډې جوړې کړې او د هیواد دننه یې پرېکړې کړې دي.

سره له هغو تدابیرو او پریکړو چې د ازبکستان د خلکو د بشر حقونو او ازادیو د تامین لپاره شوې دي، د ۲۰۲۴م کال د جنوري په ۴مه د کورنیو چارو افسرانو د استخباراتو په مرسته په تاشکند کې د شپې په تیاره کې زموږ د ځینو وروڼو، د حزب التحریر د شبابو پر کورونو بریدونه کړي چې په ۱۹۹۹-۲۰۰۰ کلونو کې نیول شوي او له اوږدو کلونو وروسته ازاد شوي وو. ځینې یې په وحشتناکه او وېروونکې توګه د نقاب لرونکو پوځیانو لخوا ونیول شول... دغه نیول شوي ځوانان په کورنیو چارو وزارت کې سخت شکنجه شوي.

د حزب التحریر دغه ۲۳ غړي چې د ۲۰۲۴م کال د مې له ۹مې راهیسې ناقانونه نیول شوي او محکمه یې د تاشکند ښار په شیخان طهور سیمه کې پیل شوې، په خپله قضایي جلسه کې یې قاضي ته تشریح کړه چې څنګه له نیول کېدو ورسته سخت شکنجه شول؛ لکه:

۱. د کورنیو چارو دفتر ته د دغو شبابو له احضار وروسته، د دوی پرسر پلاستیکي خلطه اچول شوې او دوې ورځې سخت فشارونه پرې وارد شوي او د شپې له دوو د سهار تر شپږو بجو شکنجه کېدل.

۲. دغه شباب اړ شول چې پر وړاندې لیکل شوي اقرارخط باندې لاسلیک وکړي چې د تور د لایحې لپاره د اساسي سند په توګه وکارېږي او دا اقرار خط په لاندې توګه واخیستل شي:

الف) که د شبابو له ډلې څوک پر دغه اقرارخط لاسلیک ونه کړي، مېرمن یې دفتر ته راوړل کېږي او تېری پرې کېږي...

ب) د شبابو له ډلې یو یې د خپل زوی، چې له هیواده د باندې زده‌کړې کوي، په احضار وګواښل شو او لاسلیک پرې وشو.

ج) بل یې د کورنیو چارو دفتر ته احضار شو او داسې لاسلیک ته اړ شو چې که لاسلیک ونه کړي زوی به یې زنداني شي.

د) په یوه بل ځای کې، د څېړنو له پیل وړاندې، زموږ یوه ورور ته برق ورکړل شوی و.

دا ښکاره ده چې د ازبکستان قانون او مقرراتو خپلسري او ظالمانه نیول او حبس منع کړی؛ خو د دغه ریژیم چارواکي خپل ظالمانه چلند ته دوام ورکوي. د دغو نیول شوو کسانو د مجرم ګڼلو لپاره نه کوم دلیل او ثبوت شته او نه شواهد! نو بیا له کوم قانوني سند پرته ونیول شول! سره له دې چې ازبکستان د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کنوانسیون له متحدانو سره یو ځای شوی، خو بیا هم وینو چې سرغړونه کوي او زموږ شباب سخت شکنجه کوي. زموږ شباب اړ شول چې اجباري اقرار وکړي او د ازبکستان د قانون ۱۵۹ او ۲۴۴ مادې چې د کریموف په نظام کې د حزب التحریر د غړو پر وړاندې استفاده کېدې، اوس پر ټولو دغو شبابو تحمیلېږي.

دلته پوښتو چې: د ازبکستان نظام څنګه جرات کوي زموږ شباب د « ربنا الله » ویلو په «جرم» ونیسي او شکنجه یې کړي؛ په داسې حال کې چې دا ځوانان د ازبکستان او ازبکستان د خلکو د وضعیت ښه کېدو لپاره هڅې کوي؟ په ورته وخت کې، څنګه مجرمینو او بد اخلاقه خلکو ته اجازه ورکوي چې ازادانه او په اسانۍ فساد او غلا وکړي او دا خاوره ویجاړه کړي؟ څنګه؟ ایا دغه نظام د فکر او عقیدې د ازادۍ شعارونه هیر کړي دي؟

څه چې په ازبکستان کې تیر شوي او تېرېږي، د مفکوري له اړخه د سیکولر نظام د ماتې تایید او د ظالم کریموف د قدمونو تعقیب دی... کنه نو ولې دا نظام هغه شباب نیسي او شکنجه کوي یې چې د خپلې ځوانۍ تر شلو ډیر کلونه یې د ازبکستان په زندانونو کې تېر کړي؟ دا نظام ولې درواغ وايي او د افتراء له مخې داسې تورونه لګوي چې هیڅ اساس نه لري؟

د فکر او باور په سبب محکومیت د ازبکستان د خلکو لپاره نوې خبره نه ده؛ دوی د کریموف د نظام، چې هر بېګناه یې مجرم ګڼلی شو، له وخته له دې خبرې سره عادت دي. د تعجب خبره دا ده چې د اوسني رژیم رهبران د تېر رژیم پر پله روان دي خو ادعا کوي چې له تېر رژیم سره د «ځپلو او تحریف سیاست» کې توپیر لري!

موږ دلته د خپلو هغو وروڼو د نومونو لېست درته وړاندې کوو چې د تاشکند ښار په شیخان طهور سیمه کې محاکمه کېږي:

۱. یعقوبوف مورادجان نعمتاوفیتش؛

۲. أفضلوف محمود دادابویفیتش؛

۳. أعلموف عصام الدین جلالوفیتش؛

۴. حکمتوف فخرالدین شرفوفیتش؛

۵. فاضل بیکوف داورانبیک أولوغبیگفیتش؛

۶. أخونجانوف اومید عبدالرحیموفیتش؛

۷. مأموروف دیلموراد مختاروفیتش؛

۸. تولاجانوف میرذاهد میرفوشیدوفیتش؛

۹. میرضی أحمدوف مشرب شامیلیفیتش؛

۱۰. غافوروف بختیار طلعتوفیتش؛

۱۱. میرطالبوف عبدالرزاق عبدالفتاحوفیتش؛

۱۲. اشرفوف صدرالدین صلاح الدینوفیتش؛

۱۳. علی محمدوف عزیز أجزاموفیتش؛

۱۴. میرضب أحمدوف آتابیک عبدالخلیلوفیتش؛

۱۵. رختوف انور صمدوفیتش؛

۱۷. یولداشیف انورجان سابیتوفیتش؛

۱۹. مراد طاهروفیتش نظاموف؛

۲۰. کمالوف خیرالله عبد الاحدیفیتش؛

۲۱. محمودوف دیلموراد رحیموفیتش؛

۲۲. عبد الله ییف ذبیح الله خلیل الله یفیتش؛

۲۴. عبدالرحمنوف شوکت عبد الرشیدوفیتش؛

۲۵. رحیموف عباد الله رحمانوفیتش؛

۲۶. شمسیف عالم تولیاجانوفیتش.

دا هم زموږ د هغو وروڼو لېست دی چې په ظالمانه ډول په تاشکند، اندیجان، حوقان، کرشي او سمرقند کې تر نیول کېدو وروسته تاشکند ته انتقال شوي او تحقیقات یې روان دي:

۱. موسی ییف شکر الله سعدالله یفیتش؛

۲. سلیموف دلشاد؛

۳. توختاسینوف عبدالحمید؛

۴. محمودوف محمدجان؛

۵. ماسالیف رافشان؛

۶. امانتوردییف عبدالغفار؛

۷. تیمیروف توراقول؛

۸. ارجاشیف خورشید؛

۹. همتوف آتابیک؛

۱۰. عزیزوف بختیار؛

۱۱. حکیموف بختیار؛

۱۲. یولداشیف کمال؛

۱۳. رازقوف بابور؛

۱۴. عبدالرحمانوف انور؛

۱۵. تاغاییف شوکت؛

۱۷. عربوف اولوغبیک؛

موږ په حزب التحریر کې د دوی برخلیک ته سخت اندېښمن یو؛ ځکه چې خبر یو چې په محکمه کې محاکمه کېدونکي شباب تر شکنجې او سخت فشار لاندې دي.

حزب التحریر یو ترهګر سازمان نه دی او د تاسیس له وخته یې، چې تر اویاوو ډیر کلونه کېږي او تر پنځوسو زیاتو هیوادونو کې فعالیت لري، هیڅ کوم د تاوتریخوالي عمل نه دی کړی... تر پنځه ویشتو ډیر کلونه کېږي چې ازبکستان له حزب التحریر سره خپله جګړه اعلان کړې. سره له دې، له ټولو ویروونکو جنایتونو، وحشیانه وژنو، وژونکو شکنجو او د لسیزو زندانونو سره سره چې د ازبکستان جنایتکارو امنیتي ادارو د حزب التحریر د شبابو پر وړاندې کړي؛ یوه داسې پېښه هم نشته چې د حزب شبابو د دغه نظام او خپلو قاتلانو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی وي!

 د دې لپاره هیڅ اساس نشته او نه صحت لري چې حزب التحریر د ازبکستان د ترهګرو سازمانونو لېست ته زیات شي؛ بلکې دا یو ښکاره جرم او تېروتنه ده... نو موږ د ازبکستان د مسلمانانو د دیني څارنو له عقلاء،  دیني کمېټې، قانون پلي کوونکو چارواکو او نورو رسمي بنسټونو څخه په ټینګار غواړو چې د حزب التحریر نوم د ترهګرۍ له لېست څخه لرې کړي!

دا بېګناه او متقي خلک چې اوس ظالمانه محاکمه کېږي؛ ثابت شوي چې د اوسېدو په سیمو کې یې د جرم مخه نیولې او ان مجرمین یې دعوت کړي چې د الله سبحانه و تعالی په فضل نېک او صالح خلک شوي.

دا کسان چې اوس محاکمه کېږي، د ازبکستان ګټه، امنیت او سلامتي تر خپلو ګټو او مصالحو پورته ګڼي!

دا اهل ایمان دي او له ریاکارۍ پرته حق وايي او د الله سبحانه و تعالی په لار کې د هیڅ ملامتوونکي له ملامتۍ نه وېرېږي! دوی د فکر خلک او د ثابت منهج لرونکي دي:

‏ ‏﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ[فصلت: ۳۳]

ژباړه: «او د هغه چا تر خبرې به خورا ښه خبره د چا وي، چې (خلك) د الله لوري ته بولي او ښې (چارې) كوي او وایي: زه له مسلمانانو څخه يم؟»

 ولې دا متقي او بېګناه خلک د ظلم، زنداني کېدو او وژل کېدو په سبب تبعید کېږي، د خپلې خاورې پرېښودو او کډوالۍ ته اړ کېږي!؟

شوکت میرضیاییف ته وایو:

د حزب التحریر ټول شباب چې د ازبکستان په زندانونو کې دي او اوس محاکمه کېږي یا تحقیق ترې کېږي یا تبعید شوي دي؛ د ازبکستان خلک دي او الله سبحانه وتعالی هغوی ته د خپل نظر بیانولو او هغه څه ویلو بشپړ حق ورکړی چې د دغې خاورې په خیر دي...

ښاغلی شوکته! کله چې ولسمشر شوې، پر دغه اساسي قانون، چې د خبرو یا بیان او عبادت حق یې تایید کړی، دې قسم وکړ؛ خو دا نظام د الله سبحانه و تعالی فرمان او تصویب شوي اساسي قانون ته هیڅ درناوی نه لري! نو له تا غواړو چې:

۱. له حزب التحریر څخه د «ترهګر» صفت لرې او د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه یې حذف کړه!

۲. د ازبکستان له زندانونو د حزب التحریر ټول شباب، چې ناقانونه بندیان شوي، ازاد کړه؛ د ځینو د بند موده تر شلو کلونو تېره ده!

۳. په تاشکند کې محکمه کېدونکو شبابو څخه درانه جنایي تورونه، چې ناحق دي، لرې او هغوی ازاد کړه او هغه څوک محاکمه کړه چې په ناحقه یې زموږ شباب شکنجه کړي، وژلي یا سوزولي!

۴. زموږ له شبابو، چې په ظلم او دښمنانه توګه بندي شوي، تحقیق او ګروېږنې ودروه!

۵. د حزب التحریر د ټولو شبابو، که دننه دي او که بهر، جنایي تعقیب ختم کړه!

حزب التحریر-ولایه ازبکستان

د الرایې جریدې له ۵۰۴مې ګڼې

جمعه، د ۱۴۴۵هـ.ق کال د ذوالحجې ۲۹مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې