یکشنبه, ۲۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ملي ګټې؛ زهرجن خنجر!
بسم الله الرحمن الرحيم
ملي ګټې؛ زهرجن خنجر!

(ژباړه)

مسلمانان باید ملي ګټې د یوې سیاسي ګټې په توګه ونه پېژني. سیاسي ګټه یوه بشپړه اصطلاح ده، چې د اسلام په ثقافت کې ځای لري او له اسلام سره سمه ده. موږ په اسلامي فقه کې هېڅ داسې کتاب نه لرو چې کوم باب یا څپرکی یې دې د ملیت یا قومیت په اړه وي او یا یې دغه مفهوم تایید کړی وي. همدارنګه په هېڅ یوه شرعي نص او عربي لغت کې د ملیت مفهوم ته پام نه دی شوی؛ ځکه د «وطنیت» معنا چې په پښتو ژبه کې ورته ملیت وایو، د «مېشت کېدو» په معنا ده، یعنې استوګن او مېشت شوی وي. ویل کېږي «وطن فلان بالمکان» یعنې فلانی مېشت شو او فلانی ځای یې د ژوند لپاره وټاکه. که دغې معنی ته ځیر شو، ګورو چې د دغه مفهوم او هغو قوانینو او سیاسي ارزښتونو ترمنځ هیڅ اړیکه نشته چې دولت یې د خلکو د ګټو لپاره وضع کوي.

موږ په خپل طبیعي ژوند کې د انقلابونو د رامنځته کېدو او د ایډیولوژیو د نسکورېدو پر مهال د دغو قوانینو د بدلون شاهدان یو؛ د بېلګې په توګه د اروپا ملت د هغه حکومتي ظلم پر وړاندې نوی سیاسي نظام رامنځته کړ، چې له پادشاهانو سره د کلیسا د جوړجاړي په پایله کې پر خلکو روان و او دوی له ژوند څخه د دین د بېلېدو د عقیدې پر بنسټ دغه سیاسي نظام پیل کړ او داسې یو نظام ترې راووت چې دغه سیاسي نظام له وطن، خاورې او جغرافیې یعنې غرونو، دښتو او سیندونو سره هېڅ اړیکه نه درلوده؛ بلکې دغه سیاسي نظام د خلکو له عقل او فکر او له هغه څه چې دوی هوکړه پرې کړې وه او ګټې یې خوندي کولې، رامنځته شو.

دغه مورد د هغو خلکو په اړه دی چې د خپل تحریف شوي دین پر وړاندې یې انقلاب وکړ او پر وړاندې یې جګړې ته ور ودانګل؛ خو اسلامي امت باید په دې قضیه کې څه ډول دریځ ونیسي؟ همدارنګه د بلشویکیانو انقلاب د همغه وخت خلکو د افکارو په پام کې نیولو سره کمونیستي نظام رامنځته کړ او بیا د کمونیستي مفکورې د فساد او ناتوانۍ تر ښکاره کېدو وروسته له منځه ولاړ او بیا یې یو بل سیسټم رامنځته کړ، چې له تېر سیسټم سره په ټکر کې و او دغه سیسټم هم له ملي او جغرافیایي ارزښتونو څخه لرې و.

نو په ټینګار سره ویلی شو چې ملي ګټې یوه ناسمه اصطلاح ده، چې د واقعیت په ډګر کې نشته، بلکې دغه اصطلاح پر داسې مفهوم اطلاقېږي چې د هغو ملتونو په نزد له وطن او استوګنځي څخه ډېره لرې موخه لري، چې د دین او سیاسي نظام پر ضد یې انقلاب وکړ. دغه اصطلاح د دولت د جغرافیې او حدودو او د هغوی د ګټو د پایلو په اختلاف سره تغیر کوي او د ګټو پر اساس یې تصمیم نیول کېږي، چې ایا سره یوځای شي که ووېشل شي، په سوله پرېکړه وشي که په کورنۍ جګړه. لکه څنګه چې اوسمهال د روسیې او اوکراین او همدارنګه د چین او تایوان تر منځ په ځینو سیمو کې دغه اختلاف جریان لري؛ هغه تایوان چې په حقیقت کې یو وخت ټول یوه خاوره وه.

کله چې موږ د سیاستوالو، د واک د خاوندانو او قانون جوړوونکو لخوا د ملي ګټو د اصطلاح کارونې مفهوم ته ځیر شو، نو د دې اصطلاح پر وړاندې له تناقض او ګډوډۍ سره مخ کېږو او دغه ابهام او تناقض شته دی؛ مګر دا چې په معیارونو او د ملي ګټو له مفهوم سره په تعامل کې دوه ګونی چلند وکړو.

پر همدغه اساس ویلی شو چې د ملي ګټو مفهوم د دولت په موخو او غوښتنو پورې تړاو لري؛ هغه که دغه غوښتنې او موخې اقتصادي، یا نظامي او یا هم فرهنګي وي. د دغو موخو په مشخصولو سره د کورنيو سیاستونو موخې او نړیوالې اړیکې ترسیمېږي، یعنې خپل قوانین له واقعیت، امکاناتو او خپل لیدلوري څخه اخلي. لکه څنګه چې هر دولت هڅه کوي چې د خپلو ملي ګټو د خوندي کېدو لپاره چې له سیمې او د نړیوالو حدودو په چوکاټ کې له مشخصې جغرافیې سره تړاو لري او خپلو قوانینو سره چې د دولت له واقعیت، امکاناتو او خپل لیدلوري اخیستل شوي، ځان عیار کړي. نو ملي ګټې د سیاست په چوکاټ کې د واقعیت‌پالنې د یو مکتب تنظیم کېدو ته ویل کېږي.

کله چې موږ ملي اصطلاح ته له سیاسي اړخه وګورو، دې پایلې ته رسېږو چې دغه اصطلاح د پانګوالۍ اصطلاح ده، چې له مادي ګټې پرته بل هېڅ شي ته ارزښت نه ورکوي. له بده مرغه د دې اصطلاح تخم هغه وخت دلته وشیندل شو، کله چې اسلامي خاورې په کوچنیو او کمزورو دولتونو ووېشل شوې، چې اوس د نورو د لاس نانځکې دي.

کله چې دغه اصطلاح د شریعت په چوکاټ واچوو، نو وینو چې دغه اصطلاح د مسلمانانو دین او ژوند ته ډېر ستر خطر لري:

لومړی- د دې اصطلاح لومړی خطر عقیدوي دی؛ ځکه اسلامي عقیدې د وحې پر اساس د الله سبحانه وتعالی د اوامرو ترسره کولو له امله، هر هغه چا ته د حقونو ورکړه او د واجباتو مشخصول لازم کړي، چې د اسلامي دولت تابع وي. یوازې الله سبحانه وتعالی د خپلو بندګانو لپاره تکالیف، واجبات او حقونه ټاکلي دي او دغه ارزښتونه د خاورې او وطن پر اساس نه دي. نو حقونه د اسلامي خاورو په اختلاف سره توپیر نه کوي او د جغرافیې په اختلاف سره نه ساقطېږي. پر همدغه اساس هغه څه چې د یو مسلمان حق دی او هغه څه چې پر یو مسلمان واجب دي، په شرعي دلیل سر ثابت شوي، نه د جغرافیایي او سیاسي دلیل پر اساس.

دویم- د ملي ګټو دویم خطر د مسلمان د فکر په طریقه کې منهجي خطر دی؛ ځکه د مسلمان منهج د فکر په طریقه او تصمیم کې له شرعي دلیل څخه په شرعي حکم پورې مشروط او مقید دی. په افعالو کې اصل پر شرعي حکم مقیید کېدل دي. نو د ملیت لیدلوری له شرعي حکم سره په ټکر کې دی، چې د سیاسي او جغرافیایي واقعیتونو پر محور راڅرخي او دغه محور له حلالو، حرامو او د الله سبحانه وتعالی د اوامرو له تعظیم څخه لرې دی او په حقیقت کې د الله سبحانه وتعالی د حکم د له منځه وړلو لپاره یوه دروازه ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينً﴾ا [احزاب: 36[

ژباړه: مومن نر او ښځه دا حق نه لري، کله چې الله سبحانه وتعالی او پیغمبر یې یو امر لازم وګڼي، نو دوی دې په هغو کې اختیاري ولري؛ هر څوک چې د الله او د هغه د رسول نافرماني وکړي، ښکاره ګمراهي یې کړه ده.

همدارنګه په اسلامي فکر کې یوه اساسي قاعده دا ده، چې د الله سبحانه وتعالی دین د بندګانو د ګټو د خوندي کېدو لپاره راغلی دی، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاء وَالأَرْضِ وَلَـكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ﴾ [اعراف: 96[

ژباړه: که د هغو ښارونو خلکو ایمان راوړی او تقوا یې غوره کړې وی، حتما به مو پر دوی له اسمان او ځمکې څخه برکتونه نازل کړي وی؛ خو هغوی زموږ د هدایت پیغامونه دروغ وبلل؛ نو موږ هم هغوی ته د خپلو دغو عملونو له امله جزا ورکړه.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾ [طه: 124[

ژباړه: هر څوک چې زما له یاد څه مخ واړوي، په رښتیا چې هغوی به سخت ژوند ولري او د قیامت په ورځ به یې نابینا راپورته کړو.

نو د مسلمانانو ګټې په دې کې دي، چې یو امت دی او ملیت یې نه شي سره بېلولی.

همدارنګه یوه بله اساسي قاعده دا ده، چې د ګټو ټاکل د عقل پر اساس نه، بلکې د شریعت پر اساس دي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ﴾ [بقره: 216[

ژباړه: جهاد پر تاسو فرض کړل شوی؛ په داسې حال کې چې هغه به مو نه خوښېږي، کېدای شي ستاسو یوه څه نه خوښېږي او په هغو کې مو خیر وي او کېدای شي یو څه مو خوښېږي، خو هغه ستاسو په زیان وي او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.

نو هر ځای چې شریعت وي، مصلحت او ګټه هم هلته دي؛ نه برعکس. له همدې امله هېڅوک د الله سبحانه وتعالی دین د ګټو په ضایع کولو نشي تورنولی.

درېیم- د ملي ګټو بل خطر مبدئي دی؛ ځکه مبدأ هغه عقیده ده چې باید وساتل شي، د همدې مبدأ له مخې باید د الله سبحانه وتعالی عبادت وشي او دا هغه نظام دی چې باید پلی شي او هغه رسالت دی چې باید ولېږدول شي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا﴾ [فتح: 28[

ژباړه: هغه چې خپل رسول یې له هدایت او حق دین سره راولېږه، ترڅو خپل دین پر ټولو دینونو برلاسی او غالب کړي او پر دغه امر د الله شاهد کېدل بسنه کوي.

نو ملیت عقیده نقض کړې، شرع یې ځنډولې او رسالت یې ضایع کړی دی.

څلورم- ملي ګټې سیاسي خطرونه لري؛ د سیاسي رژیمونو ډېروالی د ګټو اختلاف او ټکر رامنځته کوي، دا هغه څه دي چې د مسلمانانو د تفرقې لامل کېږي او پخپله یو منکر عمل او ستره ګناه ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَـئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ﴾ [آل‌عمران: 105[

ژباړه: د هغو خلکو په څېر مه کېږئ چې هغوی ته ښکاره نښې راغلې، خو دوی تیت پرک شول او اختلاف یې وکړ؛ د دغو کسانو لپاره ستر عذاب دی.

له شک پرته چې ملیت یو بدبویه، ناوړه او متعصب عمل دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«دعوها فانها منتنة»

ژباړه: هغه پرېږدئ، ځکه بدبوی دی.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لیس منا من دعا الی عصبیة ولیس منا من قاتل علی عصبیة ولیس منا من مات علی عصبیة»

ژباړه: څوک چې عصبیت ته دعوت وکړي، له موږ څخه نه دي؛ څوک چې د عصبیت لپاره وجنګېږي، له موږ څخه نه دي او څوک چې د عصبیت لپاره مړ شي، له موږ څخه نه دي!

ملي عصبیت د ټولو فسادونو مور او د هر ډول شر یوځای کوونکی دی، چې حرمت یې ډېر شدید حرمت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

»يَا مَعْشَرَ الْمُسْلِمِينَ! اللهَ اللهَ، أَبِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ وَأَنَا بَيْنَ أَظْهُرِكُمْ بَعْدَ إِذْ هَدَاكُمُ اللهُ إِلَى الْإِسْلَامِ، وَأَكْرَمَكُمْ بِهِ، وَقَطَعَ بِهِ عَنْكُمْ أَمْرَ الْجَاهِلِيَّةِ، وَاسْتَنْقَذَكُمْ بِهِ مِنَ الْكُفْرِ، وَأَلَّفَ بِهِ بَيْنَكُمْ، تَرْجِعُونَ إِلَى مَا كُنْتُمْ عَلَيْهِ كُفَّاراً؟«

ژباړه: اې د مسلمانانو ډلې! له الله وډار شئ! ایا وروسته تر دې چې الله سبحانه وتعالی په اسلام سره تاسو هدایت کړئ، د اسلام په وسیله یې پر تاسو احسان وکړ، د اسلام په واسطه یې له تاسو څخه جاهلیت لرې کړ، له کفر څخه یې وژغورلئ او تاسو یې د اسلام په وسیله یو موټی کړئ، بیا هم جاهلیت ته وردانګئ. په داسې حال چې زه ستاسو په منځ کې یم. نو بیرته همغه خپل د کفر حالت ته ور ګرځئ؟!

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَيَنْتَهِيَنَّ أَقْوَامٌ يَفْتَخِرُونَ بِآبَائِهِمْ الَّذِينَ مَاتُوا، إِنَّمَا هُمْ فَحْمُ جَهَنَّمَ، أَوْ لَيَكُونُنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللهِ مِنَ الْجُعَلِ الَّذِي يُدَهْدِهُ الْخِرَاءَ بِأَنْفِهِ. إِنَّ اللهَ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ وَفَخْرَهَا بِالْآبَاء«

ژباړه: يا به خلک پر خپلو مړو پلرونو وياړ کول پرېږدي؛ ځکه هغوی د دوزخ سکاره دي. که نه نو کوم کسان چې پر خپلو پلرونو ویاړي، له هغې حشرې څخه به ډېر ذلیل شي چې د انسان مرداري په پوزه رغړوي. په یقین سره چې الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه د جاهلیت فخر او وياړ لرې کړی او له تاسو څخه یې پر پلرونو ویاړ کول هم لرې کړي دي.

په رښتیا چې منفورې او ناوړې ملیت‌پالنې زموږ په ژوند کې خپله زهرجنه مېوه پخه کړې ده او موږ هره شېبه د هغې تریخ خوند څکو او نن ورځ غوره امت د سیند د ځک په څېر دی، چې هېڅ سیادت، خپلواکي، عزت او شوکت نه لري. نن ورځ موږ د مسلمانانو د شتمنۍ لوټلو، فقر، لوږې او محرومېدو شاهدان یو. موږ د ناحقه وینې تویېدنې شاهدان یو. د مسلمانانو د مقدساتو سپکاوی مباح شوی، خو موږ لا هم بې حرکته یو. نن ورځ په غزه کې وحشیانه وژنې او ویجاړۍ یوازې د غزې په قضیه بدلې شوې او په ډېرې بې شرمۍ مو هغه یوازې په یوه قومي قضیه او قدس مو په یوه فلسطیني قضیه بدل کړي دي؛ په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلاَّ عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ﴾ [انفال: 72]

ژباړه: که یې له تاسو څخه په دین کې مرسته وغوښته، پر تاسو يې مرسته واجب ده؛ خو دا چې د هغه قوم پر وړاندې وي چې ستاسو او د هغوی تر منځ تړون وي. په رښتیا چې الله هر هغه څه ویني، چې تاسو یې ترسره کوئ.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿إِلاَّ تَنفِرُواْ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَيَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلاَ تَضُرُّوهُ شَيْئًا وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴾ [توبه: 39]

ژباړه: که د جهاد پر لور حرکت ونه کړئ، تاسو به له ډېر دردوونکي عذاب سره مخ شئ او ستاسو پر ځای به بل قوم ستاسو ځایناستی شي او هغه ته به هېڅ زیان ونه رسوئ او الله تعالی د هر څه وس لري.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«المسلم أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ، مَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللهُ فِي حَاجَتِهِ، وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً فَرَّجَ اللهُ عَنْهُ بِهَا كُرْبَةً مِنْ  كُرَبِ يَوْمِ القیامة»

ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی، پر هغه ظلم نه کوي او دښمن ته یې نه سپاري. هر څوک چې د خپل مسلمان ورور اړتیاوې پوره کړي، الله سبحانه وتعالی د هغه اړتیاوې پوره کوي. څوک چې له یو مسلمان څخه غم لرې کړي، الله سبحانه وتعالی به له هغه څخه د قیامت غمونه لرې کړي.

همدارنګه فرمایي:

«ما من امْرِئٍ يَخْذُلُ امْرَأً مُسْلِماً فِي مَوْضِعٍ تُنْتَهَكُ فِيهِ حُرْمَتُهُ وَيُنْتَقَصُ فِيهِ مِنْ عِرْضِهِ إِلَّا خَذَلَهُ اللهُ فِي مَوْطِنٍ يُحِبُّ فِيهِ نُصْرَتَهُ»

ژباړه: که چېرې د یو مسلمان په نه ملاتړ سره د بل مسلمان حرمت او عزت له منځه ځي، نو الله سبحانه وتعالی به نوموړی هم په داسې ځای کې له مرستې بې برخې کړي، چې دی ورته اړتیا لري.

ملي ګټې د دې وسیله ګرځېدلې چې غزې ته خلک شاه کړي، د اجیرانو عیبونه پټ شي او خاینان توجیه وکړي. زموږ د خلکو په حق کې ظلم شوی او موږ د ماشومانو، سپین‌ږیرو، ناروغانو او بندیانو د وژلو او ځورولو شاهدان او همدارنګه موږ د ونو، ډبرو او د ژوند د ټولو وسایلو د له منځه وړلو شاهدان یو؛ خو دغه ټولې تېروتنې او ظلمونه د ناوړه ملي ګټو تر چتر لاندې پټېږي!

په الله سبحانه وتعالی قسم چې دا ملي ګټې نه دي؛ بلکې د تاج او تخت ګټې دي. د هغو مزدورو نظامونو ګټه ده، چې د مسلمانانو وینه، ابرو او مقدسات یې په ډېره کمه بیه پلورلي دي؛ یعنې د مزدورو او لاسپوڅو استعمارګرو نظامونو د خیانت په قېمت سره.

۱۴۴۵هـ.ق د ذولقعدې ۱۴مه

۲۰۲۴م د مې ۲۲مه

لیکوال: استاد سعید رضوان ابوعماد

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې