دوشنبه, ۰۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
متقي علماء؛ د حکامو او امت د اصلاح یوه اساسي ستنه!
بسم الله الرحمن الرحيم
متقي علماء؛ د حکامو او امت د اصلاح یوه اساسي ستنه!

(ژباړه)

علماء د انبیاوو وارثین او د امت او حکامو د اصلاح یوه اساسي ستنه ده؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«صِنفَانِ مِنَ النَّاسِ إِذَا صَلَحَا صَلَحَ النَّاسُ وَ إِذَا فَسَدَا فَسَدَ النَّاسُ؛ العُلَمَاءُ وَ الأُمَرَاءُ» (رواه ابونعیم فی الحلیة)

ژباړه: که په خلکو کې دوې ډلې که اصلاح شي، خلک هم اصلاح کېږي او که فاسدې شي، خلک هم فاسد کېږي؛ علماء او حکام.

د حکامو او مسولینو فساد د علماوو په فساد پورې تړاو لري؛ ځکه د هغوی دنده پر حکامو نظارت، د دغه نظارت د اړتیا او څرنګوالي په اړه د امت پوهاوی او حق ته د دوی هدایت دی. پر همدغه اساس پر علماوو واجب دي، چې د دین د مبلغینو په توګه تر نورو وړاندې په ښه ډول خپل رول ادا کړي؛ ځکه دوی د خپل علم په سبب د الله سبحانه وتعالی پر حلالو او حرامو تر نورو ښه پوه دي. علم، عمل او خلکو ته یې لېږد، په حقیقت کې د دوی دعوت او میراث بلل کېږي؛ ځکه دوی لومړني کسان دي چې فتنه یې پېژندلې او د الله سبحانه وتعالی پر کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنتو د پوهېدو له امله د فتنې په پېژندلو کې تر نورو ښه خبر دي او د عامو خلکو غوندې نه دي چې د فتنې تر ښکاره کېدو او په هغې کې تر ښکېلېدو وروسته یې پېژني.

علماء باید د خپل دغه رول په ترسره کولو کې غفلت ونه کړي او نه یې هېر کړي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی له هغوی څخه کلکه ژمنه اخیستې ده. لکه څنګه چې په قران کریم کې راغلي دي:

﴿وَإِذْ أَخَذَ اللهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَـٰبَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ﴾ [آل عمران: 187]
ژباړه: او (په یاد ولرئ) هغه وخت چې الله له اهل کتابو څخه ژمنه واخیسته، چې باید کتاب یې خلکو ته ښکاره او توضیح کړي او هغه پټ نه کړئ. خو هغوی دغه کتاب شاه ته وغورځاوه او په کمه بیه یې وپلوره. څه یو ناوړه شی یې واخیست! (هغوی دایمي دنیا په لنډمهاله دنیا بدله کړه!)

علماء د اسلامي زده کړو په بیان او تبلیغ مکلف دي، په اړه یې الله سبحانه وتعالی ته مسول دي او په دې موضوع اصحاب او تابعین ښه پوه وو. پر علماوو د نبوت د وارثینو په توګه واجب ده، چې د مسایلو په اړه لیدلوری یې باید د اسلام د احکامو، اصولو او عقیدې پر اساس وي او لیدلوری او نظرونه یې په هېڅ صورت باید له کفري افکارو اغېزمن نه شي.

همدارنګه علماء باید د اسلامي افکارو د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د اسلام د حاکمیت پر اساس د اوسني واقعیت د بدلون اړتیا باید له نیمګړتیا او تدریج پرته په پوره معنا او جزیاتو بیان کړي.

علماء باید اسلامي مفاهیم خلکو ته په ساده او عملي بڼه ور وپېژني، ترڅو خلک د خپلو ستونزو په حل کې د هغو پر توانایۍ باور وکړي. همدارنګه بشپړ اسلامي نظام چې د ژوند ټولې برخې پکې شاملېږي، باید په سم ډول څرګند او په دې برخه کې له هر ډول کمزورۍ او تدریج څخه ډډه وکړي، ترڅو نیمګړی ماډل رامنځته نشي او په دې توګه له اسلام او د هغه له حاکمیت څخه د خلکو د کرکې لامل نشي. علماء باید هڅه وکړي، چې د اسلام د حاکمیت کیفیت او هغه ته د رسېدو لپاره لاره باید له نورو نظامونو سره له یو ځای کېدو او ګټې اخیستنې پرته بیان کړي او اوسني واقعیت، د رسمیت پېژندنې عرفونو او نړیوالو قوانینو ته له تسلیمېدو څخه ځان لرې وساتي.

الرایه جریده: ۵۰۳مه ګڼه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

اړوند مطلبونه:   « ملي ګټې؛ زهرجن خنجر!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې