سه شنبه, ۲۰ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
دغه ایت ته کتنه: ﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلَا تَفَرَّقُوا﴾

 

(ژباړه)

دغه لوی اواز په آل‌عمران سورت کې نازل شوی، چې ټول امت یووالي ته رابولي؛ خو دغه یووالی باید د واحد بنسټ پر اساس وي، چې هغه د الله تعالی رسۍ ده؛ یعنې اسلام، قرآن او سنت او هغه څه چې دغه دواړه ورته د ژوند د نظام په توګه لارښوونه کوي.

د ﴿وَاعْتَصِمُوا؛ منګولې ټینګې کړئ﴾ امر یو پراخ حکم دی، چې د رښتینې ژمنتیا او وفادارۍ په شدت دلالت کوي، نه په سطحي اړیکو او ظاهري لیدنو. ﴿بِحَبْلِ اللهِ﴾ یعنې پر هغه څه منګولې ټینګول، چې الله تعالی نازل کړي دي، نه پر ډیموکراټیکو احزابو او نه پر قومي هویتونو. ﴿جَمِيعًا﴾ یعنې ټول امت، نه یوازې یوه ډله؛ بلکې ټول امت باید د یوه زړه او یوه اواز په څېر وي. همدارنګه ﴿وَلَا تَفَرَّقُوا﴾ دا چې تفرقه د کمزرۍ اساس دی او پر امت د تسلط لپاره د استعمار لومړنۍ وسیله ده.

مګر نن ورځ څه پېښ شوي دي؟

له بده مرغه د الله تعالی رسۍ له حاکمیت څخه لرې شوې او د الله د نازل کړي حکم ځای، بشري قوانینو نیولی دی. موږ د «سایکس-پیکو» د سیاست، ملي بیرغونو او دروغجنې «خپلواکۍ» په واسطه وېشل شوي یو. زموږ خاورې له پنځوسو څخه پر ډېرو برخو وېشل شوې دي او هره برخه یې د حاکمیت ادعا کوي، په داسې حال کې چې خپل واک او اراده نه لري!

دغه ایت مسلمانان مکلف کوي، چې خپل یووالی خوندي کړي او دغه ایت هغه مسیر ټاکي، چې امت باید پرې روان شي. خو «درباري علماوو» د دغه ایت په تفسیر کې داسې رول ادا کړی، ترڅو د خپلو حاکمانو له واقعیت سره برابر شي، چې نه یوازې مسلمانان سم مسیر ته را ونه ګرځي، بلکې له خپلې رښتینې دندې څخه هم بې خبره شي.  

په دې توګه د امت تجزیه او د کافر غرب د نظامونو پلي کول، ډېری هغو کسانو ته د منلو وړ معرفي شول، چې لوړ تحصیلي سندونه لري، تر دې چې ډیموکراسي د ځینو شیخانو د فتواوو او د یو شمېر ډلو د تبلیغاتو له امله د اسلام برخه معرفي شوه؛ په داسې حال کې چې ډیموکراسي هېڅ شرعي بنسټ نه لري! دا یوازې تحریف او دروغ دي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې ترسره کوي. ځینې کسان داسې فتواوې ورکوي، لکه ځمکه او اسمان چې لړزوي، خو دوی ان پخپله خبره هم نه پوهېږي! 

هو، د امت فکري او مادي بنسټونه په ټولو برخو کې له منځه تللي دي؛ له اقتصاد او ټولنې څخه نیولې، بیا تر زده کړې او نورو برخو پورې او ان تر نظامي برخې او شتمنیو پورې. په حقیقت کې رښتینی یووالی یوازې د الله تعالی د رسۍ په ټینګولو کې موندل کېږي؛ یعنې د دین په یووالي، د دولت په یووالي او د حاکم (خليفه) په یووالي کې، چې  په دې سره امت خپل قدرت ته رسېدلی شي، د پخوا په څېر ویښېدلی شي او ځمکه د الله په دین سره فتحه کولی شي.

راشئ لکه څنګه چې موږ ته د الله په رسۍ امر شوی، همداسې یې ټینګه ونیسو او پاتې ټولې بشري رسۍ پرې کړو؛ ځکه د بیدارۍ لاره یوازې یوه ده او هغه راشده خلافت دی، چې ټول امت تر «عقاب» بیرغ لاندې سره راټولوي. خلافت ستاسو د رب امر او ستاسو د پیغمبر ﷺ زېری دی، چې ستاسو د عزت سرچینه او ستاسو د دښمنانو ځپونکی دی او په خلافت سره به په ټوله نړۍ کې حق او عدالت خپور شي. نو د هغه د تاسیس لپاره له مخلصو دعوتګرانو سره یو ځای شئ.

ایا ستاسو زړونه لېوال دي، چې د الله په رسۍ منګولې ټینګې کړئ او د هغه په لاره کې جهاد وکړئ؟!

هغه کسان چېرې دي چې «وا معتصماه» چیغه پورته وکړي، په داسې حال کې چې ستاسو حکامو نه یوازې سستي کړې، بلکې له تاسو سره یې خیانت هم کړی دی؟!

د نبوت په منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره دعوت کول، چې حزب التحریر د هغه لپاره هڅې کوي، له هغو دروغجنو مرزونو اوښتی دی، چې استعمار د عثماني خلافت له نسکورېدو وروسته په اسلامي خاورو کې ترسیم کړي دي. دغه دعوت په ټوله نړۍ کې د ټولو مسلمانانو لپاره یوه نړیواله بلنه ده؛ تر څنګ یې د الله په قوي رسۍ منګولې ټینګول دي، ځکه خلافت د اسلامي امت عامه ریاست دی.

حزب د دې موخې لپاره د اساسي قانون یوه مسوده چمتو کړې ده، چې د الله تعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه جوړه شوې ده او د اقتصاد، بهرني سیاست، جګړې، ټولنیزو موضوعاتو، زده کړې، روغتیا، مالیې او ټولو هغو مواردو اړوند احکام او مواد پکې شته، چې د خلافت د تاسیس په لومړۍ ورځ یې عملي کولو ته اړتیا ده، انشاءالله. نن ورځ د هغه نښې څرګندې شوې او د مسلمانانو زړونه یې راتګ ته لېوال دي.

لیکوال: مؤيد الراجحي

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې