- مطابق
خلافت پر مهال د نورو مذهبونو د علماوو تر څنګ، د حنفي مذهب علماوو هم د خلافت په رول او اهمیت ټینګار کړی. حنفي علماوو د خلافت په مختلفو مرحلو کې د نورو مذهبونو د علماوو په پرتله د حکومتوالۍ د قوانینو په برخه کې زیات څه ویلي دي. په ځانګړې توګه په عباسي او عثماني خلافتونو چې د خپلې حکومتوالۍ لپاره حنفي مذهب تبني کړی و او له هغه څخه یې قوانین او مشورې اخستې. د بيلګې په توګه: عباسي خلیفه هارون الرشید ابو یوسف رحمة الله ته چې د امام ابو حنیفة رحمه الله شاګرد او پیرو و، لیک واستاوه او د حکومت د مالي ادارې لپاره یې ترې وپوښتل. ابو یوسف رحمه الله په خپلې علمي رسالې (الخراج) کې ورته په تفصیل سره د مالي قوانینو په اړوند ولیکل.
له دغه رسالې څخه موږ ځینو ټکو ته چې حنفي علماوو د خلافت په برخه کې ویلي اشاره کوو چې دا به په ځانګړې توګه د شرعي علم د شاګردانو او علماوو لپاره چې د حنفي مذهب پيروان دي، ډیر ګټور وي.
امام النسفي په (۵۳۷ ه.ق) کې په خپله مشهوره رساله )العقيدة النسفیه) کې د عقایدو په برخه کې په (۳۵۴) مخ کې، د خلافت په اهمیت رڼا اچولې: والمسلمون لا بد لهم من إمام يقوم بتنفيذ أحكامهم وإقامة حدودهم وسد ثغورهم وتجهيز جيوشهم وأخذ صدقاتهم وقهر المتغلبة والمتلصصة وقطاع الطريق وإقامة الجمع والأعياد وقطع المنازعات الواقعة بين العباد وقبول الشهادات القائمة على الحقوق وتزويج الصغار والصغائر الذين لا أولياء لهم وقسمة الغنائم.)
(مسلمانان باید یو امام (خلیفه) ولري چې احکام او حدود پلي کړي، په وسلو او پوځونو له دوی ساتنه وکړي، زکات راټول کړي، باغیان او قطاع الطريق (د لویو لارو غله) له منځه یوسي، د جمعې او دوو اخترونو لمنځونه ادا کړي، د خلکو ترمنځ شخړې حل کړي او په حقونو کې شاهدان ومني، د هغه نارینه او ښځینه ځوانانو لپاره د واده کولو اسانتیاوې برابروې کړي چې بې کسه وي او د غنیمت وویشي)
په دې ځای کې نوموړی په دې ټینګار کوي چې د اسلام لپاره خلافت څومره مهم دی او دا په ګوته کوي چې ډیر شمېر هغه بنسټیز اسلامي حکمونه چې په خلافت پورې اړه لري، د خلافت د نه شتون په حالت کې په منظمه توګه نه شي تطبیق کیدای.
د امام النسفي رحمة الله پر بیان شافعي عالم امام سعد الدین تفتازاني رحمة الله چې د العقيدة النسفیه په نامه مشهور تفسیر یې هم لیکلی او یو هڅاند لیکوال و چې د نوموړي ارزښت من اثار د پاکستان په مدرسو کې په پراخه کچه مطالعه کیږي. لکه د نوموړي مختصر المعانی په البلاغه کې وايي: ثم الإجماع على أن نصب الإمام واجب وإنما الخلاف في أنه هل يجب على الله تعالى أو على الخلق بدليل سمعي أو عقلي. والمذهب أنه يجب على الخلق سمعاً، لقوله عليه السلام: ((من مات ولم يعرف إمام زمانه مات ميتة جاهلية)) ولأن الأمة قد جعلوا أهم المهمات بعد وفاة النبي عليه السلام نصب الإمام حتى قدموه على الدفن، وكذا بعد موت كل إمام، ولأن كثيراً من الواجبات الشرعية يتوقف عليه. له امام سره بیعت کول فرض دی، په دې ځای کې یوازې د نظرونو اختلاف شتون لري چې ایا دغه بیعت کول له الله سبحانه وتعالی سره فرض دی، که له بشر سره؟ ایا دغه بیعت په لیکل شوي متن سره وي او یا هم په عقلي شواهدو سره؟ صحیح قول دا دی چې باید بیعت له بشر سره په لیکل شوي متن وشي. د ده په وینا هغه څوک چې په داسې حالت کې مړ شي چې د خپل وخت امام ونه پېژني، هغه د جهالت په مرګ مړ دی. ځکه چې امت (اصحابانو) رضی الله عنهم هم د امام د ټاکلو اهمیت په پام کې نیولی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته، دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دفن کولو پر ځای، د امام (خلیفه) ټاکلو ته لومړیتوب ورکړ. همدا راز د هر خلیفه له وفات څخه وروسته یې لومړیتوب د امام ټاکلو ته ورکړی. ځکه چې ډیر شمېر نور شرعي احکام د امام شتون ته اړتیا لري. (شرح العقيدة النسفیه، ۳۵۳-۳۵۴ مخونه)
امام سعد الدین تفتازاني رحمة الله په دې ځای کې د څو مهمو ټکو یادونه کوي:
اول: د ده په وینا چې دا د امت اجماع ده چې خلافت په امت باندې یو فرض دی. نوموړی د یو لړ توپېرونه په نظر کې نیولو سره، د شیعه ګانو مخالفت ته اشاره کوي. شیعه وایي چې د امام ټاکل فرض دی، مګر په الله سبحانه وتعالی باندې. (هغوی په دې عقیده دي چې امامان الله سبحانه وتعالی ټاکي نه بشر). معتزله بیا په دې عقیده دي چې دا د عقل پر اساس یو تعهد دی. (د هغه اصولو پر اساس چې عقل کولای شي بعضې قطعي تعهدات رامنځته کړي.) په هر حال نوموړی وایي چې صحیح قول د څلورو واړو مذهبونو د علماوو په رایه دا دی چې دا تعهد له بشر سره د لیکل شوي متن پر اساس تر سره کیږي.
دویم: نوموړی د صحیح المسلم څخه د امامت (حکومت) په برخه کې د یوه حدیث شریف یادونه کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
مَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً
څوک چې په داسې حال کې مړ شي چې د بیعت کړۍ یې په غاړه کې نه وي، هغه د جهالت په مرګ مړ دی.
ابن حجر په فتح الباري کې ذکر کوي چې دلته د جهالت په مرګ مړه کیدل په نهیې دلالت کوي.
درېیم: دی د هغه روښانه حقیقت یادونه کوي چې اصحابانو رضی الله عنهم خلافت ته دومره اهمیت ورکړی و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دفن کولو پر ځای یې، خلافت ته لومړیتوب ورکړ.
څلورم: نوموړي د دغه تعهد اهمیت له نورو تعهداتو څخه لوړ بللی. د ده په وینا چې دا نه یوازې یو تعهد دی، بلکې د النسفي رحمة الله په قول دا هغه تعهد دی چې نور تعهدات په دغه پورې اړه لري.
همدارنګه دلته دا یادونه اړینه ده چې د خلافت په اړه دغه ټول بحث د عقیدې په کتاب کې راغلی، په داسې حال کې چې د خلافت موضوع یوه فقهي موضوع ده، نه عقیدوي. له همدې امله بعضې اسلامي مذهبونو د دوی د غلطو عقایدو پر اساس خلافت په غلطو ځایونو کې راخیستی. دا چې د خلافت موضوع په اسلام کې ډیر اهمیت لري، په همدې سبب پر دغه موضوع د عقایدو په برخه کې بحث شوی او علماوو هم د عقیدې په کتابونو کې را خيستې.
همدا راز دا چې ولې علماوو دغه موضوع ته د امامت په توګه اشاره کړې؟ ځکه چې دا یوه زرینه دوره وه چې د بعضو مذهبونو سره پرې بحث کیده. لکه له شیعه مذهب سره. دا یادونه هم باید وشي چې امامت او خلافت دوې مترادفې (ورته) کلیمې دي چې د ټولو مسلمانانو هغه سیاسي رهبرۍ ته اشاره کوي چې د اسلام د پلي کولو دنده په غاړه لري. امام او خلیفه هم دوې مترادفې کلیمې دي او هغه کس ته اشاره کوي چې په هغه کې دغه رهبري راڅرګندیږي. یا په اوسنۍ اصطلاح د خلافت د دولت مشر. رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دغه موضوع اړوند بحثونو کې، دواړه کلیمې کارولې دي. د بېلګې په توګه د مسلم په یوه حدیث کې چې د خلافت د یووالي په اهمیت خبرې کوي داسې فرمایي:
إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الآخَرَ مِنْهُمَا
کچېرې له دوو خلیفه ګانو سره بیعت وشو، نو دویم یې ووژنئ
په داسې حال کې چې د خلیفه په حدیث کې خلیفه سپر بلل شوی، همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسلم کې فرمایي:
إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ
له شک پرته چې امام داسې ډال دی چې تر شا یې جګړه کېږي او د دوی ساتنه کوي
شاولي الله دهلوي په(۱۱۵۲ه.ق) د هند په نیمه وچه کې یو نامتو عالم و چې د خلافت په فرد ټینګار کوي او داسې وايي: (اعلم أنه يجب أن يكون في جماعة المسلمين خليفة لمصالح لا تتم إلا بوجوده) په دې پوه شه چې د یو ځای کولو لپاره د خلیفه شتون فرض دی، څو د مسلمانانو ګټې خوندي کړي او د مسلمانانو ګټې پرته له خیلفه نه شي تامین کېدی.)
همدارنګه دغه موضوع په زیاتو حنفي فقهي کتابونو کې ذکر شوې. یو له هغه څخه په دمشق کې د ۱۲ مې پېړۍ د ستر شامي عالم محمد امین ابن عابدین (۱۲۵۲ه ق) چې له حنفي فقهاوو څخه دویم کس شمېرل کیږي مهمترین اثر دی چې د حنفي مذهب د (خاتیمت المحقیقن) وروستی تایید کونکی دی. د ده اثر (سرګردانۍ ته ځواب) چې د هاشیت ابن عابدین په نامه هم یادیږي چې په حنفي مذهب کې د وروستي قول په توګه اخستل کیږي. دا د یولسمې هجري پېړۍ د حنفي فقهي په پوهنیزو رسالو کې یوه مفصله تبصره ده. همدارنګه د علاوالدین الهسکی (۱۰۸۸ ه ق) الدر المختار چې دا خپله په غزه کې په (۱۰۰۴ ه ق) کې د التور تومیشي له اثارو څخه یوه تبصره ده.
امام الهسکفی په الدر المختار کې لیکي:
(فالكبرى استحقاق تصرف عام على الأنام، وتحقيقه في علم الكلام، ونصبه أهم الواجبات (أي من أهمها لتوقف كثير من الواجبات الشرعية عليه)، فلذا قدموه على دفن صاحب المعجزات (فإنه – صلى الله عليه وسلم – توفي يوم الاثنين ودفن يوم الثلاثاء أو ليلة الأربعاء أو يوم الأربعاء ح عن المواهب، وهذه السنة باقية إلى الآن لم يدفن خليفة حتى يولى غيره). یعنې: امامت (خلافت) په عامه توګه د خلکو حق او اختیار دی. په علم الکلام کې را غلي چې د خلافت تاسیسول له مهمو فرضونو څخه دی. (دا له هغه مهمو فرضونو څخه دی چې نور احکام په دې پورې اړه لري) له دې امله اصحابو رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته د هغه د دفن کولو پر ځای، د خلیفه ټاکلو ته لومړيتوب ورکړ. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوشنبه وفات شو او د سه شنبې د ورځې په ورستي برخه یعنې د چهارشنبې په شپه یې خاورو ته وسپاره، همدارنګه د ځېنو نورو روایتونو پر اساس د چهار شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شو او دا سنت تر اوسه ژوندی پاتې دی چې خلیفه تر هغه پورې چې بل یې پرځای نه وي ټاکل شوی، خاورو ته نه سپارل کیږي.( رد المختار، علی الدر المختار (۱:۵۴۸).
امام الهسکفی خلافت داسې تعریفوي: دا په خلکو باندې یو عام حق دی. دا په دې معنا چې خلافت د خلکو د چارو سرپرستي کوي چې دا په بشپړه توګه یو عام حق دی. دا د خلافت تر سیوري لاندې د خلکو ټولې عامه چارې رانغاړي. دا حق له هغه ځانګړي حق څخه توپير لري، لکه د والیانو او قاضیانو چې د یو شمېر ځانګړو خلکو چارې په یوه ځانګړې برخه کې په مخ بیایي.
په دغه برخه کې د نظر ورکولو په توګه ابن عابدین رحمة الله له شرح المقاصد څخه د تفتازانی تعریف را اخلي چې هغه په کې خلافت داسې تعریف کړی دی. (رياسة عامة في الدين والدنيا خلافة عن النبي) (په دین او دنیاوي چارو کې عامه رهبري او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای ناستي ته خلافت وايي.) د تعریف دویمه برخه په دې دلالت کوي چې خلافت د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای ناستي ده. په دې معنا چې خلافت د رسول الله صلی علیه وسلم څخه وروسته د شریعت په پلي کولو کې رول لري. نو ځکه هغه ته خلیفه وایي چې په ژبپوهنه کې د ځای ناستي معنا ورکوي.
الهسکفي له دغه موضوعګانو څخه وروسته د خلیفه په ځانګړتیاوو باندې خبرې کوي؛ خلیفه باید مسلمان، آزاد، نارینه، عاقل، بالغ او سالم وي. یو شمېر نور توپېرونه یې هم یاد کړي د بېلګې په توګه چې باید قریشي، مجتهد او زړور وي. همدا راز هغه یو شمېر نوې ځانګړتیاوې رد کړې چې د یو شمېر ډلو او مذهبونو له خوا یې ادعا کیږي لکه: خلیفه باید هاشمي، علوي یا معصوم وي.
په عمومي توګه د فقهې له مخې د قوانینو او حکومتولۍ په اړه ډېر شمېر هغه آثار لیکل شوي چې دغه موضوع ته له هرې زاویې څخه کتل شوي. چې په (۱۶۲ه.ق) دابو یوسف په کتاب الخراج سره شروع کیږی، په (۱۸۹ ه.ق) کې د امام محمد بن الحسن الشیبانی اثر السیر الصغیر او السیر الکبیر چې دواړه د امام ابو حنیفه رحمه الله شاګردان وو. وروسته په (۴۸۳ ه.ق) کې امام السرخسي د السیر الکبیر تفسیر یې ولیکو. چې له هغه څخه وروسته نور تفسیرونه یې هم لیکل شوي.
دا ټول په بشپړه توګه د حنفي مذهب د علماوو هغه اهمیت ښکاره کوي چې خلافت ته یې ورکړی دی او دا د شرعي علماوو او شاګردانو لپاره نن ورځ باید یوه انګېزه پیدا کړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلارې سره د خلافت په بیا تاسیسولو کې مخکښ و اوسي.
لیکنه: عثمان بدر