شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت په نشتون کې؛ د شام پر عزتمنو مېرمنو حتا د هغو کسانو لخوا تېری کېږي، چې ادعا کوي د دوی مرستندویان دي!!!
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت په نشتون کې؛ د شام پر عزتمنو مېرمنو حتا د هغو کسانو لخوا تېری کېږي، چې ادعا کوي د دوی مرستندویان دي!!!

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا(UNFPA)  یو نوی خپور شوی رپوټ ښیي چې د سوریې په کمپونو کې د هغو کسانو له خوا چې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو خیریه موسسو  مرستې وېشي، له کډوالو مېرمنو څخه جنسي ناوړه استفاده شوې.  دغه رپوټ ((د سوریې غږ 2018))  په تفصیل وایي چې څه ډول د سوریې کډوالې مېرمنې دې ته اړ باسل کېږې چې د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو په بدل کې جنسي غوښتنې ومني او دا چې دغه ناوړه استفاده د سوریې په ټولو سهیلي سیمو کې خپره شوې. مرسته کوونکو کارمندانو وښووده چې څه ډول دوی ډېری وخت له دغو مجبورو مېرمنو څخه  بشر دوستانه مرستې دروي تر څو خپلې جنسي غوښتني پرې ومني او دا ستونزه ډېره سخته وه چې ځینې سوریایي مېرمنې د وېش مرکزونو ته  له دې وېرې نه تلې چې خلک به داسې و انګېري چې دوی د مرستو په بدل کې تر خپل عزت تېرې شوې. دا جنسي ناوړه استفادې له هغه خبرداري سره سره دوام کوي چې درې کاله وړاندې ملګرو ملتونو او خیریه موسسو ته ورکړل شوی و. د  ۲۰۱۵م کال په جون کې د نړیوالې ژغورنې مرکز  په دارا او قنیترا کې له ۱۹۰ مېرمنو او نجونو څخه سروې کړې چې د دوی په منځ کې ۴۰ سلنو یې کله چې غوښتل مرستې تر لاسه کړی، جنسي ځورونه تجربه کړې.

د دغه رپوټ موندنې په هماغه کال په اردن کې د ملګرو ملتونو د موسسو یوې غونډې ته وړاندې شوې، تر اوسه هم د سوریایي کډوالو مېرمنو ځورونه او پرې تېری دوام لري. ډنیېل سپینسر، یوې خیریه کارمندې او بشردوستانه سلاکارې، بي بي سي ته وویل چې نوموړې په دې اند ده چې د یو شمېر بشردوستانه موسسو په ناوړه استفادې باندې سترګې پټېږي. دې وویل: ((د مېرمنو او نجونو په جنسي سؤاستفادې سترګې پټېږي، له اوو کالو راهیسي خبره ښکاره ده خو پام نه ورته کېږي.... ملګري ملتونه او حاکم نظام د دې لپاره غوره شوی چې د مېرمنو بدن قرباني شي.... په ځینو ځایونو کې داسې پرېکړه شوې چې دا د مېرمنو د بدن لپاره هېڅ خبره نه ده چې هغې د هغې مرستې لپاره چې باید د خلکو یوې لویې ډلې ته ورکړل شي؛ وکارول شي، ناوړه ګټه ترې پورته شي او تېری پرې وشي.))

له جګړې، بمباریو، لوږې او د اسد د ظالمو پوځیانو له ځورونې زموږ د شام د ګرانو او عزتمنو خویندو تېښته  بس نه وه چې د هغو کسانو له خوا هم ترې ناوړه ګټه پورته شي چې د دوی د مرستې او ملاتړ ادعا کوي. زموږ زیانمنېدونکې او مجبورې خویندې نه یوازې دا چې د کډوالۍ(مرګ) په کمپونو کې په ډېرو ډاروونکو او غیر انساني شرایطو کې ژوند کوي؛ بلکې له دغو رپوټونو ښکاري چې دوی حتا لومړنیو اړتیاوو لکه خوراکي توکو ته هم تر هغه چې عزت یې نه وي زیانمن شو، لاسرسی نه لري. دا یو بل ثبوت دی چې ملګري ملتونه، نورې مرستندویې موسسې او د اسلامي نړۍ رژیمونه د باور وړ نه دي چې زموږ د ګرانو خویندو غم وخوري او مرسته ورسره وکړي.د دې پر ځای یې  دا ثابته کړې چې د عزت ساتنه د دوی له نظره یو لومړیتوب نه دی.  

په حقیقت کې د نبوت پر منهج خلافت په نشتون کې د شام د عزتمنو مېرمنو لپاره هېڅ خوندي او داسې ځای نشته چې ورشي او په عزت او امن کې ژوند وکړي. په حقیقت کې، له خلافت پرته بل هېڅ دولت نشته چې د الله سبحانه و تعالی د هغه قانون مطابق حکم وکړي چې د مېرمنو عزت ته په څومره درانه نظر ګوري، د عزت ساتنې ته د نفس ساتنې سره په یوه اندازه ارزښت ورکوي او هغه کس سخت مجازات  کوي چې حتا په خوله د یوې خبرې راوړلو جرات وکړي چې دوی ته زیان ورسوي! پیغمبر صلي الله علیه وسلم پخپله  په مدینه کې د لومړني اسلامي دولت د حاکم په توګه یوې مسلمانې مېرمنې ته بې احترامۍ له امله د بنو قینقاع ټوله قبیله تبعید کړه. لوی عباسي خلیفه، متعصم بالله، یو ستر او ځواکمن پوځ د ترکیې اموریه سیمې ته -چې د رومیانو پیاوړې پوځي قلعه وه – د دې لپاره  وخوځاوه چې هغه مسلمانه مېرمن چې د یوه رومي سرتېري لخوا پرې تېری شوی و، وژغوري. په هغه وخت کې د خلافت پلازمېنه په بغداد کې وه. دا د هغه عزت او لوی مقام بې جوړې بېلګه ده چې د خلافت ریښتینې اسلامي رهبري یې د خپل دولت ښځو ته ورکوي او همدارنګه د هغه ژور احساس بېلګه چې د دغه دولت مشران دا خپله دنده بولي چې دوی له هر ډول زیان څخه وساتي. موږ پر مسلمانانو، په ځانګړې توګه په اسلامي پوځونو کې په هغو کسانو غږ کوو چې الله سبحانه و تعالی ورته پوځي ځواک ورکړی چې ژر تر ژره دغه غوره خلافت دولت تاسیس کړي ، هغه یوازینی د باور وړ دولت چې د خپلو ښځو عزت، ټېکاو، خوښي او سلامتي خوندي کوي.

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

[نور: ۵۵]

هغه کسان چې ایمان راوړي او صالح کارونه کوي، الله ور سره ژمنه کوي چې په ځمکه به یې واکمنوي، لکه څنګه یې چې تر تاسو مخکې داسې کسان د ځمکې واکمنان کړي وو، د دې لپاره چې خپل دین ته چې الله ورته خوښ کړی دی تمکین ورکړي او دوی ته یې وېره په امن او خوندیتوب بدله کړله، څو زما عبادت وکړي او زما سره هېڅ شریک ونه نیسي او که بیا داسې وکړل نو پرته له شکه دوی فاسقان دي.

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې