جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سیاسي ژمنپاڼه کې د نر او ښځې مساوات ټاکل؛ د هغې مېوې راټولول چې د ملي ژغورنې حکومت لخوا کرل او روزل شوې ده
بسم الله الرحمن الرحيم
په سیاسي ژمنپاڼه کې د نر او ښځې مساوات ټاکل؛ د هغې مېوې راټولول چې د ملي ژغورنې حکومت لخوا کرل او روزل شوې ده

بسم الله الرحمن الرحيم

ټولو ځایي او سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی چې د افریقا په منځګړیتوب به ځواکمنه ازادي خوا پوځي محکمه لاسلیک شي او د سیاسي ژمنپاڼې په وسیله به بدلون راشي. د قدرت د وېش له توافق څخه یې موخه په سوډان کې د ډیموکراسۍ واک ته رسول دي. په دې مقاله کې د ښځې په اړه د هغو مهمو ټکو یادونه کېږي چې په دغه سیاسي هوکړه لیک کې راغلي دي:

۲۷ مه ماده؛ د ښځې او ماشوم حقونه:

۱. پر دولت لازمه ده چې د سوډان د ښځو حقونه او ازادۍ خوندي کړي او د سوډان په ملي نهضت کې د هغوی پر رول ټینګار وکړي. همداراز سوډان پر هغو ټولو ملي، سیمه ییزو او نړیوالو ژمنپاڼو اعتراف کوي، چې په دې اړه راغلې دي. دولت د سوډاني ښځې او نر لپاره په ټولو برخو لکه؛ سیاست، اقتصاد، ټولنه او فرهنګ کې مساوي حقونه برابر کړي او د مساوي کار په بدل کې یې مساوي حقونه ورکړي دي.

که د دغه لاسلیک پلویان د سوډانۍ ښځې ستونزې لامل له نرانو سره د حقونو نه مساويتوب بولي، نو ورته وایو چې مخکیني نظام خو په خپلو قوانینو کې د نر او ښځې تر منځ مساوات ځای په ځای کړي دي. تاسو هغه قانون کتلی شئ، چې په ۲۰۰۵م کال کې ترتیب شو او د سوډان ژغورنې حکومت د هغه پر اساس حکم کاوه. دغه سیاست او قوانینو له ښځو سره د مرستې او د هغوی د ځواکمنېدو هڅه وکړه، څو سوډانۍ ښځه هم له عادلانه مساواتو سره سم د ګټې او کاري فرصتونو په ټولو برخو کې مساوي ونډه ولري، په داسې حال کې چې حکومت او قوانینو هېڅ داسې نړیواله ژمنپاڼه نه ده پرې ایښې، چې پلې شوې دې نه وي. که په سوډان کې د قدرت توازن نه وای خراب شوی، نو د سیداو ژمنپاڼې ګناه یې هم کوله. که انتقالي حکومت د البشیر د حکومت لار تعقیب کړي، نو د مخکیني نظام ترخې تجربې به تکرار کړي.

له کومه وخته چې د سوډان پر سیاست او اقتصاد پانګوال کافر نظام حاکم شوی، تر ننه په دغه خاوره کې د ناروغیو او مصیبتونو یو بنسټ و. دا حالت هغه مهال پیل شو، کله چې غرب دغه خاوره استعمار کړه. له دغه حقیقت څخه هېڅوک سترګې نه شي پټولی، پرته هغه چا چې د خپل چاپېریال له حالت څخه ناخبره وي. دا د بشر په لاس یو داسې جوړ شوی نظام دی، چې د پانګو تر منځ بې کچې توپیر رامنځته کوي؛ د پانګوال پانګه لا پکې زیاتیږي او فقیر لا هم د فقر په لور ور ټېل وهي. ښځه او نور کسان یې له شتمن کېدو څخه محروم کړي او پانګه یوازې د ۲٪ خلکو ته په واک کې ورکوي. هغه سودي او د مضاربت پر بنسټ ولاړو معاملو، چې د خلکو مالونو ته سودي ګټه رسوي، د خپل باطلوالي پر اساس یې نړیوال اقتصاد فلج کړی دی. هغه نظام چې ملکیت  او شتمنې یې د خلکو تر منځ د هغوی د هڅو پر کچه عادلانه وېشله، یوازې ځینې کسانو او دولت ته یې ځانګړی کړی دی. په دغه کار سره یې د ځینو کسانو ګېډې مړې کړې او شتمن شول، خو بل لوري ته یې پر بېوزلو خلکو حتا د ژوند د لومړنیو اړتیاوو فضا را تنګه کړه.

مادي جوړجاړی د پانګوال نظام بنسټ دی، چې د دغه نظام نړیوال کېدل په نړیوالو هوکړه لیکونو سره د پوره کېدو په حال کې دی. ښځه نن ورځ د پانګوال اقتصادي نظام تر سیوري لاندې له نرانو سره په بازارونو کې یو ځای د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره سرګردانه ګرځي.  ښځه له نرانو سره په هغو کارونو کې سیالي کوي، چې هېڅ د دوی له شان سره نه ښايي. د کورنۍ په اړه بې پروا دي، خپلو ماشومانو ته هم پام نه کوي او د غربي ښځو غولوونکي ارزښتونه تعقیبوي. کورنی نظم په دغو ټولنو کې هغه مهال له منځه ولاړ، چې پردي ناسم مفاهیم یې خپل کړل، لکه د مېړه له بند څخه چې ځانګړی هویت او ازادي مطرح شول. د پانګوال نظام د نړیوال کېدو څپې ځکه وچې دي، چې په سوډان کې یې ښځه یوازنۍ موخه وګرځوله. په سوډان کې د ښځو د خراب حالت لامل نامساوات نه دي، بلکې د پانګوال چټل نظام د لویو خصوصي کارخانو، پروژو او شرکتونو ځنډ دی. په دې سره کاریګر د خپلو اړتیا د پوره کولو لپاره هېڅ کار نه لري او اړ دي چې له اندازې زیات او سخت کارونه وکړي.  په داسې حال کې بیا سوډانۍ ښځه هم د کار لپاره ښار ته راوتلې ده.

سربېره پر دې هغه غربي سېکولار لېبرالیستي ارزښتونه چې فردي خوښیو خلک تشویقوي او د هغو ښځو د ازادولو هڅه کوي چې د خپل ولي یا مېړه په واسطه ساتل کېږي او ملاتړ یې کېږي؛ هغه ولي چې ولایت پر اساس د خپلې کورنۍ نفقه ور باندې لازمه ده. دوی په دې سره هڅه کوي، چې ښځې هغې وحشي ټولنې ته راوباسي چې له حیوان صفته انسانانو ډکه ده. دوی د ولایت په اصلي مانا نه پوهېږي، چې د سرپرستۍ او ساتنې په مانا ده. دغو ټولو مسایلو په ټولنه کې د ښځو حالت خراب کړی دی او له دغې ستونزې سره په نړیواله کچه ښځې مخ دي. د ښځو د دغې تنګ نظرۍ علت دا دی، چې دوی خپلو حقونو ته د مساواتو له عینکو ګوري. په حقیقت کې دا ډول لیدلوری د ښځې محاصره او د هغې د حیثیت لوټول دي؛ ځکه د ښځې د ازادۍ او برابرۍ ارزښتونه پخپله فساد ته لار هواروي. دغه فساد وړاندې تر دې چې نران ونیسي، ښځې پرې اخته کېږي او د نر پر جرم پرده غوړوي. همدا پانګوالي ده، چې د خپلې ادعا (برابري) خلاف د ښځې او نر تر منځ تبعیض او فاصله رامنځته کړې ده.

هغه مفاهیم چې په پیل کې ناکام شوي او هره ورځ یې رسنۍ د ناکامۍ خبرونه خپروي، څنګه به امکان ولري چې د سوډان او نورو مسلمانو ښځو لپاره دې حللار وي؟! د «روسي اسپوتنیک» خبرپاڼې په وینا، چې په ۱۴۴ هېوادونو کې یې د نرانو او ښځو حالت په لاندې برخو کې ارزولی: روغتیایي خدمتونو ته په لاسرسي، د ژوند په کچه، په زده کړو، سیاسي او اقتصادي چانسونو کې د پرتلنې پایله د ښځو تر ټولو ناوړه حالت ښیي. د ۲۰۱۷م په دوام کې د ښځو او نرانو تر منځ نابرابري تر ټولو په ناوړه حالت کې وه. «نړیواله اقتصادي ټولنه» وایي؛ د ښځې او نر تر منځ فاصلې زیاتې شوي دي. دغو څرګندونو وښوده چې د ښځې او نر تر منځ دغه فاصلې له ۲۰۰۶م کال را وروسته ډېرې شوې دي، وړاندې تر دې چې په ۲۰۱۷م کال کې ۶۸سلنې ته ورسېږي. دا په حقیقت کې د برابرۍ د مفکورې ناکامي ښيي؛ نو موږ بیا ولې دغه ناکامه مفکوره خپلو خاورو ته راوړو؟!

اسلام د ښځې او نر لپاره حقونه او وجایب ټاکلي او له هغوی یې غوښتي، چې پر دغو حقونو او واجباتو دې راضي شي، ځکه یوه داسې ذات ورته ټاکلي چې د دوی پر حالت تر بل هر چا ښه پوهېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيماً﴾

 [النساء: 32]

ژباړه: د داسې څه هېله مه کوئ، چې الله سبحانه وتعالی له هغه څخه بل څه ته ډېر ارزښت ورکوي. په ځينو شیانو کې نرانو ته پر ښځو او په ځینو کې هم ښځو ته پر نرانو ډېر ارزښت ورکړل شوی دی. ښځې او نران هر یو هغه څه تر لاسه کوي، چې په نصیب یې دي. له الله سبحانه وتعالی څخه فضل وغواړئ؛ له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی پر هر څه پوهیږي.

دغه واجبات او حقونه چې الله سبحانه وتعالی لازم کړي، د دواړو لورو توافق او مخالفت ته اړتیا نه لري. دا د غرب او پانګوالۍ له ارزښتونو څخه سرچینه نه اخلي، چې له ښځې څخه یې د خرڅلاو وسیله جوړه کړې؛ بلکې د ښځې په اړه سم لیدلوری لري. همدارنګه هغه ټولنه چې دغه ارزښتونه پکې لیدل کېږي، هلته ښځې ته په درنه سترګه کتل کېږي، عزت یې کېږي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی نه کېږي او همداراز هلته له الله سبحانه وتعالی څخه وېرېږي او  په ټولو مسایلو کې یې د ځان د ناظر په توګه ګڼي.

اسلام د ښځې پر حق تېری حرام کړی او کرامت یې ساتلی دی. د هغې شخصیت ته سپکاوی او له ښکلاوو یې د وسیلې په توګه ګټه اخیستل منعه کړي دي. همداراز پر ښځو یې هم پردیو نرانو ته د ځان ښودل او له هغوی سره اختلاط او خلوت کول حرام کړي دي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«فَاتَّقُوا اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ فِي النِّسَاءِ»

ژباړه: د ښځو په چارو کې له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ او تقوا غوره کړئ.

«فَاسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْراً»

ژباړه: ښځو ته نېکې توصیې وکړئ.

د سوډاني ښځو د ستونزو حللاره باید د هغوی له عقیدې څخه واخیستل شي. هغه عقیده چې د کایناتو او انسان پر هغه خالق باور لري، چې یوازې دی د حقونو او وجایبو د ټاکلو حق لري؛ ځکه هغه د ټولو خلکو پر ښېګڼو او بدیو پوهېږي. لاندې یو شمېر هغه ارزښتونه وړاندې کوو، چې له قران او سنتو څخه مو د دلیل په توګه راوړي دي:

۱. اسلام چې څومره حقونه نر ته ورکړي، په همغه اندازه یې ښځې ته هم ورکړي دي. هغه څه چې پر نرانو لازم دي، پر ښځو هم لازم شوي دي؛ پرته له هغه کړنو چې اسلام نرانو ته ځانګړې کړې دي یا هغه څه چې شرعا په نر پورې اړه لري. ښځه د سوداګرۍ، کرنې او صنعت حق لري. په معاملو او تړونونو کې هم واک لري. د ټول مال مالکه کېدای شي او دا واک لري چې پر خپله شتمنۍ، پانګه اچونه وکړي او پرمختګ وکړي. همدا راز کولی شي چې د ژوند هر څه پر خپله غاړه واخلي.  

۲. ښځه د حکومت کولو اجازه نه لري. ښځه د خلیفه، د خلیفه د مرستیالې او والي توګه او یا هم بل موقف کې دنده نشي کولی. ښځه قاضی القضات او یا هم د مجرمینو په محکمه کې قاضي کېدلی نشي او همدا راز د جهاد امیره نشي ټاکل کېدلی.

۳. ګډ ژوند ارام او ډاډمن دی؛ کوروالی هم د ملګرۍ عمل دی. د نر پر ښځه ټینګ درېدل، له هغې څخه د ملاتړ او ساتنې په مانا دي، نه د حاکمیت او قدرت په مانا. همداراز پر ښځه هم د خاوند امر منل لازم دي او پر خاند هم لازمه ده چې  د ښځې نفقه او لګښتونه پوره کړي. نو باید پوه شئ، چې هېڅکله به دغه حالت ته ونه رسېږئ، پرته له دې چې د نبوت پر تګلاره په دویم راشده خلافت کې د الله سبحانه وتعالی قانون پلی کړئ؛ هغه خلافت په رښتینې توګه موږ له دغه حالت څخه اېستلی شي.  

لیکوال: غاده عبدالجبار (أم أواب)

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې