شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ترکیې په ټاکنو کې د امریکا رول
بسم الله الرحمن الرحيم
د ترکیې په ټاکنو کې د امریکا رول

(ژباړه)

په دې مقاله کې د ترکیې د ټاکنو په اړه د امریکا د نفوذ مستقیمې او غیر مستقیمې سیاسي کړنې او پېښې لولو او هڅه کېږي چې د ترکیې اړوند ځینې سیاسي اړخونو ته هم ژوره کتنه وشي. نو له ښاغلي لوستونکي څخه هیله کېږي چې دا مقاله په هر اړخیز لیدلوري سره ولولي او په اړه یې عاقلانه قضاوت وکړي، نه احساساتي.

څو روځې مخکې د ترکیې د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې د ترکیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې اردوغان په دې دلیل ولسمشر شو چې د ۵۲.۴ سلنه رایو په درلودلو سره له ملي حزب سره یوځای شو. په داسې حال کې چې پاتې نورې رایې د پنځو نورو کاندیدانو په منځ کې وېشل شوې وې او  ۳۰.۷ سلنه رایه چې تر ټولو ډېره رایه وه، د خلکو د حزب کاندید (محرم اینجه) ګټلې وه. د یادو ټاکنو پایله په دې معنا ده چې د ترکیې ولسمشر وکولی شوی په قاطع سیالۍ سره په لومړي پړاو ټاکنو کې بریالی شي او دغه بریالیتوب یې داسې څه ښيي چې په عمل کې ترې برخمن دی، هغه لاملونه او دلیلونه چې د ولسمشر د بریالیتوب سبب شول د امریکا مستقیم او غیر مستقیم ملاتړ و.

لومړی، د امریکا مستقیم ملاتړ چې دوه قضیې پکې شاملېږي:

۱ـ ترکیې ته د امریکا د F35 الوتکو ورکولو مرسته، څرنګه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترکیې له ټاکنو څو ورځې مخکې په یو مهم وخت او نظامي معامله کې پریکړه وکړه چې F35 ډوله امریکایي جنګي الوتکې به ترکیې ته ورکوي، دغه الوتکې د ډېر لوړ سیستم لرونکې دي چې د سیمې په دولتونو کې یې یوازې یهودي دولت لري. یاده معامله د دې لامل شوه چې د امریکا سیاستوال په ځانګړې توګه کنګره کې ډېر شور جوړ کړي، سره له دې چې دغه شور او غوغا د امریکا په سیاست کې سیاسي وزن درلود خو بیا هم ټرمپ ورته ډېر پام ونه کړ او دا معامله یې وکړه. دغه معامله له مطبوعاتي شور سره سره ګویا چې د امریکا او اردوغان اړیکې خرابې شوې، په دې کار سره له اردوغان سره د خلکو مینه لا هم زیاته شوه او اردغان په دې بریالی شو چې په ټاکنو کې د خپل هېواد لپاره د لویو هېوادونو مرسته خپله کړي، هغه هم داسې مرسته چې امریکایي نوې جنګي الوتکې دې ورکړل شي. د ۲۰۱۸م د جون په ۲۰مه د ترکیې دولت ویاند "بکر بوزداگ" له "تی جی آر تی" سره په مرکه کې اعلان وکړه چې ترکیې ته به سبا یعنې د  پنجشنبې ورځ لومړی پړاو  F35 جنګي امریکایي الوتکې وسپارل شي.

۲ـ د سوریې د پېښو په اړه تبصرې، په ځانګړې توګه د «منبج» سیمې په اړه چې  په امریکا پورې د تړلو کردانو په واک کې ده، دا تبصرې هغه وخت پیل شوې چې کله د ترکیې د پارلماني او ولسمشریزو  ټاکنو وخت راورسېد، داسې تبصرې کېدلې چې ترکي پوځونه به څنګه منبج ته ننوځي، کله چې د ترکي پوځونو د ننوتنې ورځ راورسېده، دوه یا درې ورځي ټاکنو ته پاتې وې. ترکي پوځ له واشنګټن سره په بشپړه همغږۍ او له امریکایي پوځونو سره یوځای، له هېڅ ډول جګړې پرته د منبج ښار ونیو او د دغې سیمې ټول مهم ځایونه یې په خپل واک کې کړل. دا په دې معنا دی چې امریکا کردانو ته امر وکړ چې منبج پرېږي او ترکي پوځ ته اجازه ورکړي چې ښار ته ننوځي او د دوي پر ځای واک تر لاسه کړي، چې همداسې هم وشول. دغه پلان په ترکیه کې ډېر سیاسي اړخونه درلودل، اردوغان یې اتل وښود، هغه کردان چې د ترکیې پر وړاندې یو شوي وو ماتې ورکړه او له ترکیې سره موازي یې د کردانو د واک جوړېدلو مخنیوی وکړ او دغه کار یې په ترکیه کې پر کردانو باندې د ترکانو د سرلوړی لامل شو. همدارنګه د دې لامل شو چې کردان د اردوغان په وړاندې د سیاسي سیالۍ توان له لاسه ورکړ او په ترکي ملت کې له اردوغان سره د خلکو مینه نوره هم زیاته شوه. په ۲۰۱۸م د جون په ۵مه ځینو خبري اژانسونو داسې خبر ورکړ: «انقره تېره ورځ بریالۍ شوه د واشنګټن هوکړه یې د هغې نقشې پر بنسټ لاس ته راوړه چې مخکې یې رسمه کړې وه چې پر اساس یې ترکیه کولی شي د سوریې په شمال کې د منبج ښار ته ننوځي. له یاد ښار څخه د کردانو په وتلو سره همهاله د ترکيي نظامیان ننوتل او د تل رفعت له ښار څخه د سوري او روسي نظام د پوځونو وتل و.»

یاد سیاسي بدلونونه داسې ښيي چې امریکا د اردوغان د بریالیتوب غوښتونکې وه او هغه سره یې هر ډول مرسته وکړه. دا د امریکا د مستقیمو ملاتړي په اړه خبرې وې.

خو له اردوغان سره د واشنګټن د غیر مستقیم ملاتړي په اړه باید ووایو چې امریکا د ترکيې پارلماني نظام په ریاستي نظام بدل کړ، موږ په دې اړه ناچاره یو چې د واشنګټن د ملاتړ ځینې جزیات بیان کړو.

لکه څنګه چې اروپا، په ځانګړې توګه فرانسه، بریتانیا او المان په ترکیه کې د پارلماني نظام غوښتونکي دي، هغه نظام چې د انګلیس د مزدور مصطفی کمال اتاترک او د عثماني خلافت له سقوط وروسته په ترکیه کې حاکم دی. په دغه نظام، د اردو او قضاء په برخه کې د حکومت رئیس له ډېرو لږو صلاحیتونو څخه برخمن دی او دا هغه څه دي چې اردوغان د خپل حکومت په اږدو کې ترې ځورېده او څو ځله یې هڅه وکړه چې پر وړاندې یې انقلاب وکړي چې وروستی ځل یې په ۲۰۱۶م کې د دې قانون پر ضد کړنه ترسره کړه . نو اردوغان د امریکا توصیو ته هڅه کوله تر څو د ترکیې پارلماني نظام په امریکایي ریاستي نظام بدل کړي، ترڅو په اروپا کې لومړنی ریاستي نظام وي، هغه نظام چې امریکا یې ملاتړ کوي او اروپا یې مخالفه ده. د یاد نظام ګټې دا دي چې ولسمشر پکې د مطلق قدرت په څېر صلاحیتونه لري، د قضاء، اردو او همدارنګه د لومړي وزیر په نشت کې ټول واک ولسمشر انحصارولی شي. نو د ترکیې ولسمشر کولی شي د امریکایي ریاستي نظام د تطبیق او د اروپایي پارلماني نظام د لرې کولو په پایله کې په اسانۍ سره خپل هغه سیاسي مخالفین چې د دولت حساس ټکي په واک کې لري، لرې کړي او دا په اصل کې د امریکا په کښتۍ کې سورېدل او په سیمه کې د هغې د پروژو پلي کول دي.

دا چې اردوغان د امریکا خبرو ته غوږ نیولی او د هغوی امرونه پرځای کوي، هغه له زیانکارانو څخه یو ستر زیانکار دی چې د الله سبحانه وتعالی په نزد غیر بما انزالله دی، ځکه د قیامت ورځ د واقعي حساب او د الله د غذاب ورځ ده. سره له دې د اردوغان خیانت چې الله سبحانه وتعالی ته به یې حساب ورکوي، هغه دا چې له افسرانو سره یې اړیکه پرې کړه او په سوریه کې یې د سوري پوځونو مخه ونیوله، د انقلابیانو په منځ کې یې فتنه خپره کړه او هغوی یې په بې ګټې سنګرونو کې بوخت کړل، د دې لپاره چې د سوریې له نظام څخه ساتنه او ملاتړ ترې وکړي، له روسیې او ایران سره یې مرسته او له یهودي دولت سره یې خپله سوداګري پراخه کړه، پر دې سربېره ۱۶ کاله کېږي چې کفري سیکولریستي نظام تطبیقوي او دفاع ترې کوي او هڅه کوي چې هغه نور هم ترویج کړي. په ۲۰۱۶م کې مصر ته لاړ او خپله دا نامشروع وینا یې تکرار کړه: «د مصر او سیمې لپاره تر ټولو غوره نظام سیکولریستي نظام دی.» ان تر دې چې ادعا یې وکړه ما اخوانیانو ته په سیکولریستی قناعت ورکړ.

کله چې په ۲۰۱۶م د جولای په ۱۵مه د انګلیس مزدورانو هڅه وکړه چې د اردوغان پر ضد کودتا وکړي، خلک د تکبیر په ویلو سره د هغوی پر ضد راووتل او د توحید کلمې په ویلو سره یې په مسجدونو کې اسلامي دریځ ونیو او په لمونځونو یې پیل وکړ، خو اردوغان د خلکو دغه دریځ رد او هغوی یې ډیموکراسۍ ته راوبلل، له سیکولریستي نظام څخه یې ملاتړ او د هغوی د اسلامي کړنلارې مخه یې ونیوله او له خپلو ملاتړو څخه یې وغوښتل چې له جمهوري غوښتونکي (کمالیست) حزب سره یوځای شي او د ډېموکراسۍ لاره غوره کړي، ترڅو دغه کار داسې پیغام وړاندې کړي چې د مصطفی کمال له حزب سره چې د اسلام پر ضد جنګېده یوځای کېدل اسلام ته له راګرځېدلو څخه غوره دی.

نو اردغان د سیکولریستي کفري نظام غوښتونکی دی او د هغو مخلصینو پر ضد جګړه کوي چې د یاد نظام د تغییر او د اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره چې له لوړ تمدن څخه برخمن دی، هڅه کوي، اردوغان د غرب په ځانګړې توګه د امریکا پروژې پلې کوي او یوه ذره هم د هغوی په امر کې تخطي نه کوي. نو د اردغان ظاهر یوې ژورې او دقیقي څېړنې او سیاسي روښانفکر‎ۍ ته اړتیا لري، ترڅو د امت بچیان په سیاسي خنډونو کې ګیر نه شي، د اردوغان موخه سیکولریستي څېرې ته ښکلا ورکول دي او غواړي چې ترکیه اسلامي نړۍ ته تر ټول غوره سیکولریستي بېلګه وي. داسې سیاستونه هغه تمدن ته خطر دی چې د مسلمانانو په عقل او زړه کې ځای لري. په اصل کې باید مسلمانان د داسي کفري سیکولر نظام چې  له ژوند څخه د دین د بېلوالي له عقیدې څخه سرچینه اخلي، پر ضد فعالیت وکړي، په خپل ژوند کې اسلام تطبیق او د نبوت پر منهج  راشده خلافت رامنځته کړي ، هغه څه چې ریښتینې حللاره ده او امت له ډوبېدلو څخه ژغوري.

له الرایه جریدې څخه اخیستل شوې

لیکوال: استاد محمود ابوالفاتح

ژباړن: فیاض

Last modified onیکشنبه, 19 آګست 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې