شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
رمضان؛ دندې او لومړیتوبونه
بسم الله الرحمن الرحيم
رمضان؛ دندې او لومړیتوبونه

(ژباړه)

د مبدأ په توګه د اسلام یوه مهمه ځانګړتیا له فرد‌پالنې او ځان‌غوښتنې سره مبارزه ده، په داسې حال کې چې اسلام پر وګړي لازموي چې خپلو ځانګړو چارو، د خپل نفس د اصلاح او د خپل چلند د کنټرول لپاره اقدام وکړي. همدارنګه فرد د نورو ساتنې لور ته سوق کوي او هغه ته سپارښتنه کوي چې په ټولنه کې د خپلو شاوخوا کسانو ګټې په پام کې ونیسي او رسېدنه ورته وکړي. دغه پاملرنه باید تر هغه دوام وکړي چې ټول خلک د نړیوال پیغام په توګه د اسلام په توصیف کې، چې موخه یې د ناپوهۍ او ګمراهۍ له منګولو څخه د انسان ژغورل دي، شامل شي.

په رمضان مبارکه میاشت کې ډېرې صحنې مشهورې دي چې پر مسلمانانو لازمه ده چې په هغو کې تدبر وکړي او په اړه یې فکر وکړي، ترڅو له هغوی سره مرسته وکړي چې واقعیت تغیر کړي؛ په داسې بڼه چې د خپل رول په ادا کولو او د یو امت په توګه د ورسپارل شوو مسوولیتونو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړي. د بیدارۍ او درک لومړنۍ نښه دا ده چې مسلمان د فرد‌پالنې له تنګې کړۍ څخه راووځي او پراخ اسمان ته سر پورته کړي، ترڅو پوه شي چې د عزت او وقار درلودنکي امت برخه دی. رسول الله صلی اللهه علیه وسلم فرمایي:

«کُلُّکُم رَاعٍ وَ کُلُّکُم مَسئُولٌ عَن رَعِیَّتِهِ»

ژباړه: تاسو هر يو شپون (مسول) ياست او هر یو تر خپل لاس لاندې کسانو مسوول یاست.

د ټولو چارو بنسټ هغه مسوولیتونه او واکونه دي چې مسلمانانو ته سپارل شوي. د دولت د جوړښت په زینه کې د هرم له لوړو څخه، چې حاکم یا خلیفه یې استازیتوب کوي، پیل شوي او وروسته یې نورو برخو ته لېږدول کېږي، ترڅو ټول مسلمانان پکې شامل شي. ځکه مسوولیت په مرتبو او جهتونو کې ډېر دی، طبیعي ده چې د مسوولیتونو په ترسره کولو او لومړیتوبونو کې لاسوهنه کېږي، پر همدغه اساس، باید د لومړیتوبونو د ترتیب لپاره معیار او تعادل موجود وي او هوس ته پرې نه ښودل شي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿أَجَعَلْتُمْ سِقَایةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْیوْمِ الآخِرِ وَجَاهَدَ فِی سَبِیلِ اللّهِ لاَ یسْتَوُونَ عِندَ اللّهِ وَاللّهُ لاَ یهْدِی الْقَوْمَ الظَّالِمِینَ [توبه: ۱۹]‏

ژباړه: ایا تاسو حاجیانو ته اوبه ورکول او د مسجد الحرام ساتنې (مقام) د هغه کس له مقام سره چې پر الله سبحانه وتعالی او د قیامت پر ورځ ایمان او باور لري او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړي، یو ډول ګڼئ؟ دغه دوه اسانه او سخت کارونه هېڅکله الله سبحانه وتعالی ته یو ډول نه دي. الله سبحانه وتعالی ظالمانو ته هدایت نه کوي.

دا د دې لپاره دي چې یو مومن او مسلمان ته د لومړیتوبونو زینه ترتیب کړي، نو له همدې امله یې ایمان او جهاد، زیارت کوونکو ته د اوبو رسولو او د بیت الله الحرام د جوړولو تر عمل غوره بللي. په بیان کې یې د لومړیتوبونو د ترتیب څرنګوالی واضح کړی، نو د فرضونو د ثواب درجې تر نفلونو لوړې دي او اصول تر فروعو مقدم دي.

د مسلمانانو ننني واقعیت ته په کتو وېشل شوي مسایل او حل لارې یې له یو بل سره غوټه شوې دي. پر همدغه اساس، باید لومړیتوبونه له هغو ستونزو څخه د وتلو لپاره چې دوی ځوروي، ترتیب شي او د لومړیتوبونو په سر کې د اسلام د اجرا کېدو او عملي کېدو بحث او د مسلمانانو د مشر ټاکل ځای ولري. هغه واحد دولت چې دوی متحد کړي او په ملتونو کې د هغوی ځای او هویت معلوم کړي. پر همدغه اساس، د دې کړنې د ترسره کېدو شونتیا له رمضان میاشتې پرته په نورو میاشتو کې کمه ده. نو د ثواب تر لاسه کېدو لپاره په اهتمام سره د قرانکریم لوستل او تلاوت په داسې حال کې چې د احکامو پلي کېدل یې ځنډول شوي او له حدودو څخه یې تېری کېږي، د منلو نه دي. همدارنګه الله سبحانه وتعالی د لمانځه د اقامې او پر أنزل الله حکم وجوب تر منځ، د روژې او د امام ټاکلو د واجبوالي تر منځ او د فرض حج او فرض کړل شوي جهاد تر منځ توپیر وکړ؛ ځکه د الله سبحانه وتعالی احکام یو په بل پورې تړلي دي. دغه احکام د دې لپاره راغلي چې د وګړي د ژوند، ټولنې او دولت ستونزې حل کړي.

د اعتقاداتو، معیارونو او هغو احکامو د مجموعې لپاره چې اسلام ورسره راغلی دی، د یو اجرایي بنسټ په توکه په اسلام کې د دولت د شتون اهمیت او د هغه تطبیق د انسان په فردي اړخ پورې اړوندو احکامو او حللارو لکه عباداتو او اخلاقو پورې محدودول د اسلام اکثره احکام ځنډوي. له دغه دولت پرته څنګه شونې ده چې اقتصادي او ټولنیز معاملات، د الله سبحانه وتعالی په لاره کې په جهاد پورې اړوند احکام، په بهرني سیاست پورې تړلي احکام، د عقوباتو احکام، ښوونیز نظام، د برنامو او رسنیو تدوین او ډېر نور احکام چې د اسلام له پنځه برخو احکامو څخه تر څلورو ډېر پکې شاملېږي، پلي شي او دغه احکام د دولت په غیاب کې نه پلي کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِیلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِیاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِی خَلَفَهُ نَبِی وَإِنَّهُ لَا نَبِی بَعْدِی وَسَیكُونُ خُلَفَاءُ فَیكْثُرُونَ، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا قَالَ: فُوا بِبَیعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

ژباړه: بني اسراییل خپلو پیغمبرانو رهبري کول او هر کله به چې پیغمبر وفات کېده، تر هغه وروسته بل پیغمبر راتله، تر ما وروسته پیغمبر نشته، خو خلفاء به ډېر وي. وویل شول: موږ ته څه دستور راکوې! ویې فرمایل: له لومړي خلیفه سره پر بیعت وفا وکړئ او د خلفاوو حق ادا کړئ. الله سبحانه وتعالی به له هغوی څخه د خپل رعیت د حال په اړه پوښتنه وکړي.

څه چې مهم دي، هغه دا دي چې د دولت د شتون ساتنه د اسلام اساسي او لوړه موخه ده، څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِذَا بُویِعَ لِخَلِیفَتَینِ، فَاقتُلُوا الآخرَ مِنهُمَا»

ژباړه: هر کله چې له دوو خلفاوو سره بیعت وشو، دویم یې ووژنئ!

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث شریف:

«مَن أَتَاکُم وَ اَمرُکُم جَمِیعٌ عَلی وَاحِدٍ، یُرِیدُ أَن یَشُقَّ عَصَاکُم، أَو یُفَرِّقَ جَمَاعَتَکُم، فَاقتُلُوهُ»

ژباړه: هر کله چې تاسو ته یو څوک راغی، په داسې حال کې چې ستاسو چارې د یو فرد پر محور ورټولې شوې وې او هغه نافرماني کوله، یا ستاسو جماعت یې سره بېلاوه، په دغه صورت کې هغه ووژنئ!

هغه امر چې پر مسلمانانو، ډلو، افرادو او نننیو علماوو لازم دي، خپل واقعیت ته بیا کتنه او په یو بنسټ کې راټولېدنې ته سخته اړتیا لازموي. پر دې سربېره چې دغه امر او کار یوه شرعي دنده ده چې مسلمانان یې په نه ترسره کولو کې ګنهګارېږي.

د مسلمانانو په مسایلو کې نن تر ټولو مهمه مسله د فلسطین موضوع ده. د ستونزې لومړیتوب مطرح کېږي، ځکه اوسني حاکمان د امت د ګمراه کولو او هغوی ته د دوکې ورکولو اقدامات کوي او همدارنګه د فلسطین د ازادۍ له لارې څخه هغوی راګرځوي. دغه حاکمان د امت انرژي د شومو هڅو په پایله کې له منځه وړي چې نه موخې ته پرې رسېږي او نه هم کومه مثبته پایله ورکوي.

د اردن واکمن نظام د مسجد الاقصی رغوونې او د فرشونو او جای‌نمازونو نوي کولو ته ډېره پاملرنه کوي او د ایران نظام د قدس په نوم د پوځ په تاسیس سره د مسجد الاقصی پر حال د تمساح غوندې اوښکې تویوي او هر کال د رمضان د مبارکې میاشتې په وروستۍ جمعه کې د قدس ورځ لمانځي. د مراکش نظام د قدس د کمېټې د ریاست دعوه کوي او د ترکیې نظام هم پر شته واقعیت له کوم اغېز او مانا پرته سرې کرښې رسموي. هغوی د دې پر ځای چې د مسجد الاقصی او له پلیدو یهودیانو څخه د ټول فلسطین د ازادۍ لپاره نوې هڅې وکړي، کوښښ کوي چې امت ګمراه او له خپل مسیر څخه لېرې کړي.

دغه نظامونه د دې پر ځای چې د چین په ایغور، په میانمار یا برما کې د روهینګیایانو، په هند او فریقا کې د مسلمانانو د وینې تویدنې مخه ونیسي، غږ یې واوري، ملاتړ یې وکړي، د ابرو او عزت ساتنه یې وکړي او د دغو دولتونو د ظالمو نظامونو له ظلم او ځورېدو څخه یې وژغوري، قطب نما بل لور ته څرخوي او د هغوی انرژي په خیریه کارونو او بشري مرستو لګوي. که څه هم دغه اقدامات ښه دي، خو زموږ د مسلمانو وروڼو د ځورېدنې مخنیوي او پای ته رسېدو لپاره سمه لاره نه ده. مسلمانان نن ورځ باید خپل لومړیتوبونه څنګه چې الله سبحانه وتعالی غواړي او پرې راضي وي، ترتیب کړي او اجازه ورنه کړي چې چارواکي او د هغوی د لاس آلې قطب نما بل لور ته وڅرخوي او هغوی کږو او بې ګټو لارو ته یوسي.

د رمضان روژه د امت د وحدت نښه او د رمضان د شپو قیام د تازه حرکت او قیام لوري ته دعوت دی. نو دغه رمضان وروستی رمضان کړئ چې له دولت پرته ژوند کوو چې ستاسو د رب کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت پلي کړي او ستاسو پر مټ د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری حقیقت ومومي! نو خپل لومړی ژوند بیرته راوګرځوئ او ټولو نړیوالو ته خیر او رڼا ورسوئ!

لیکوال: :  استاد خالد «سعید»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی ـ د فلسطین مبارکه خاوره

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې