شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روژه یو ډال دی
بسم الله الرحمن الرحيم
روژه یو ډال دی

(ژباړه)

ابي هریره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الصیام جنة، فلا یرفث ولا یجهل، وإن امرؤ قاتله او شتمه فلیقل إنی صائم. مرتین، والذی نفسی بیده لخلوف فم الصائم أطیب عند الله من ریح المسک، یترک طعامه وشرابه وشهوته من اجلی، الصیام لی، وأنا اجزی به، والحسنة بعشر امثالها.» (سنن بن ماجه)

ژباړه: روژه ډال دی، کله چې په تاسو کې څوک بدې ردې ونه وایي، له چا سره شخړه ونه کړي او که څوک ښکنځلې ورته وکړي او یا جګړه ورسره وکړي، دوه ځله دې ورته ووایي: زما روژه ده. قسم مې دې پر هغه ذات وي، چې زما محمد روح د هغه په لاس کې دی، د روژه‌نیوونکي د خولې بوی د الله (سبحانه وتعالی) په نزد د مشکو تر بوی غوره دی. (الله فرمایي) روژه‌نیوونکی زما په خاطر خوراک، څښاک او شهوت پرېږدي. روژه زما لپاره ده او زه یې بشپړ ثواب ورکوم او د هر نېک عمل په بدل کې یې لس نېکۍ ورکول کېږي.

دغه حدیث موږ ته د هغو عملونو لارښوونه کوي، چې د رمضان پرمهال چې د الله سبحانه وتعالی په نزد ارزښتمنه او مبارکه میاشت ده، د هغو په اړه فکر وکړو او په ترسره کولو کې یې حریص وو. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته ویلي، چې روژه یو ډال دی او د قیامت په ورځ زموږ لپاره ساتونکی او حجت دی. موږ ته امر شوی چې په روژه کې باید بدې خبرې او جګړې ونه کړو؛ یعنې موږ باید داسې خبره او کار ترسره نه کړو چې په هغه کې ګناه او د الله سبحانه وتعالی چې پر موږ یې روژه فرض کړې، مخالفت وي؛ مګر دا چې په قصدي توګه د ګناه مرتکب شو. د الله سبحانه وتعالی له امر سره سم باید د روژې د نیولو هڅه وکړو او دې ته باید ونه ګورو چې زموږ له میل سره سمه ده او که نه. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته نورې لارښوونې هم کړې او پر موږ لازمه ده چې د رمضان په دې مبارکه میاشت کې له هغو څخه پیروي وکړو؛ هغه دا دي چې که چېرې یو چا غوښتل چې له موږ سره جګړه وکړي او یا په خپل ناوړه چلند سره موږ غوسه کړي، نو هغه ته باید داسې ځواب ورکړو چې موږ له ګناه څخه وژغوري، ترڅو زموږ روژه په بدو خبرو او جګړې سره زیانمنه نه شي. هغه ځواب دا دی چې ووایې "زما روژه ده" د دې معنا دا ده چې زه د هغه لوی عمل د ترسره کولو په حال کې یم، چې ما خپل رب ته نږدې کوي او زه په دې وخت کې خپل نفس خوراک، څښاک او ګناه ته نه پرېږدم. له موږ څخه غوښتل شوي چې دغه جمله دوه ځله تکرار کړو، ترڅو ټینګار څرګند کړي چې موږ دغه عمل یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره ترسره کوو او په دې توګه د ظالم کس لاس درڅخه لنډ شي.

دغه حدیث شریف هغه عمل ته اشاره کوي، چې روژه‌نیوونکي یې احساسوي او تل ورڅخه شکایت کوي؛ هغه د روژې پرمهال د خولې بوی دی. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته ویلي، چې دغه بوی که څه هم سړي ته ازار ورکوي، مګر د الله سبحانه وتعالی په نزد د مشکو تر بوی غوره دی. دغه حدیث موږ هڅوي، چې صبر وکړو او له شکایت څخه لاس واخلو؛ ځکه د یوه مسلمان لپاره اصل دا دی، چې هغه څه خوښ کړي چې الله سبحانه وتعالی یې خوښوي او هغه شی بد وګڼي، چې د الله سبحانه وتعالی نه خوښېږي. د الله سبحانه وتعالی د محبت لپاره باید له دغه بوی څخه شکایت ونه کړي، چې په دې کې هم لوی اجر او ثواب دی.

دغه حدیث موږ ته بیانوي چې انسان په غذا او اوبو سره ژوندی دی او دغه دواړه په دنیا کې د انسانانو لپاره فتنه دي. الله سبحانه وتعالی په هغې عاجزۍ او قربانۍ چې روژه‌نیوونکی یې کوي، پوهېږي او له نیتونو څخه خبر دی چې ایا روژه یې الله سبحانه وتعالی ته د نږدېوالي لپاره نیولې او که نه. ټول هغه عملونه چې مسلمانان یې ترسره کوي، باید یوازې د الله سبحانه وتعالی لپاره وي؛ مګر دا چې روژې له یو و بل سره توپیر لري، یعنې هر کس له خپلې هڅې سره سم ثواب اخلي او الله سبحانه وتعالی هر چا ته د هغه د زحمت او هڅې په اندازه بدله ورکوي. دا چې ستاسو نېک عملونه لس چنده ډېرېږي، دا نو پر خپلو نېکو بنده‌ګانو د الله سبحانه وتعالی مهرباني ده.   

اې ربه! موږ ستا د دغه رحمت وړ وګڼه او زموږ ټول عملونه پخپل دربار کې قبول کړه! زموږ روژه او قیام قبول کړه او د قیامت په ورځ موږ ته تر ټولو غوره ثواب راکړه! اللهم آمین!

لیکوال : ماهر صالح

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې