- مطابق
نن دوشنبه، د ۱۴۴۶هـ ق د ذو الحجې شپږمه، چې د ۲۰۲۵م کال د جون له دویمې نېټې سره سمون لري، د حزبالتحریر ولایه سوډان ځوانانو د ذو الحجې د مبارکې میاشتې د تکبیر شعیره راژوندۍ کړه. استاد محمد جامع (ابو ایمن)، چې د حزبالتحریر ولایه سوډان د رسمي ویاند مرستیال دی، د ماسپښین تر لمانځه وروسته د پورټسوډان د لوی بازار په ابن مسعود جومات کې لمونځ کوونکو ته وینا وکړه.
هغه په خپله وینا کې مسلمانانو ته د ذو الحجې د مبارکو ورځو د فضیلت یادونه وکړه او و یې ویل چې صحابه کرامو رضی الله عنهم به دغه ورځې د تکبیر، تهلیل او تحمید له لارې لمانځلې. ورپسې یې د تکبیر پر ویلو پیل وکړ، لمونځ کوونکو هم ورسره یوځای تکبیرونه وویل او بیا ټولو په ګډه یو زورور لاریون پیل کړ.
لاریون کوونکو د رسول الله ﷺ بیرغونه پورته کړي وو، او یو لوی شعار هم ورسره و چې پرې لیکلي وو: «د ذو الحجې په میاشت کې د تکبیر شعیره راژوندۍ کوو».
لاریون د بازار له مختلفو برخو تېر شو، او ګډونوالو پرلهپسې تکبیر او تهلیلونه ویل.
وروسته له دې، دوی جومات ته بېرته راغلل. هلته استاد ابو ایمن د ټولو مسلمانانو لپاره د حاجتونو د پوره کېدو، له فتنو د خلاصون او د الله ﷻ د دین د تمکین لپاره دعا وکړه، څو د نبوت پر منهج دویمه راشده خلافت دولت تاسیس شي، او مسلمانان پرې د الله شریعت نافذ کړي. ګډونوالو پر دعا "آمین" وویل.
ابراهیم عثمان (ابو خلیل)
د حزبالتحریر ولایه سوډان رسمي ویاند
۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجې ۶مه
۲۰۲۵م کال د جون ۲مه
د صدور شمېره: ۰۶۶/۱۴۴۶