دوشنبه, ۲۷ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په ارمنستان کې سیاسي بدلونونه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د ارمنستان پارلمان د ۲۰۱۸م د مۍ په ۸مه دې هوکړې ته ورسېد چې نیکول باچینیان د لومړي وزیر په توګه وټاکي او په دې کار سره یې په روسیې پورې د تړلي دولت پر وړاندې په ارمنستان کې رامنځته شوي لاریونونه پای ته ورسول چې دریو اونیو څخه یې ډېر دوام درلود. له شک پرته د ارمنستان په سیاست کې د لومړي وزیر په توګه د دولت د مخکښ مخالف، باچینیان ټاکل لوی بدلون کڼل کېږي. پوښتنه دا ده چې د دغه سیاسي بدلون اندازه په کومه کچه ده او ایا دا په دې معنا ده چې په ارمنستان کې به د روسیې نفوذ پای ته ورسېږي؟ او ایا غرب (اروپا او مریکا) په دغه بدلون کې څه رول لري او که نه؟    

ځواب:

د موضوع د لا روښانتیا لپاره پر لاندې مسایلو رڼا اچوو:

۱ـ ارمنستان یو کوچنی هېواد دی چې ۴ میلیونه وګړي لري او په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد د ړنګېدو پر مهال خپلواک شو. جمهوري غوښتونکی حزب، چې وروستیو لاریونونو یې مشر له واکه ګوښه کړ، له ۱۹۹۹م څخه تر اوسه دغه هېواد رهبري کوي. د جمهوري غوښتونکي حزب رییس سیرج سیرکسیان له ۲۰۰۸م څخه راپه دې خوا د دغه دولت د پوره دوو دورو ریاست وکړ او د ده د واک ځینې ځانګړتیاوې دا دي چې په پارلمان کې یې د مخالفو حزبونو له شتون سره سره تر ډېره دیکتاتوري او په روسیې پورې تړلی حکومت وکړ. له هغه ځایه چې د دغه هېواد قانون یوه کس ته له دوو دورو څخه د زیات ریاست کولو اجازه نه ورکوي، ده د خپل واک د دوام لپاره په اساسي قانون کې بدلون راوست او د ولسمشرۍ مقام یې پر سمبولیک مقام بدل کړ او عملي واک یې لومړي وزیر ته ولېږداوه. د سیرکسیان د ریاست د دویمې دورې له پای ته رسېدو سره سم یې د لومړي وزیر پوسټ پر غاړه واخیست.

«د ارمنستان پارلمان، پخوانی ولسمشر سیرج سکیسیان د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکه. دغه اقدام به د دې لامل شي چې پر حکومت به د ده واک همداسې ټینګ پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د یریفان په ښار کې زرګونو کسانو د حکومت په راس کې د هغه د شاتون پر ضد پراخ لاریونونه وکړل. پالمان ۶۳ کلن سرکیسیان په ۷۷ موافقو او ۱۷ مخالفو رایو سره د هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکه. دا په داسې حال کې ده چې د لومړي وزیر په توګه د ده له ټاکلو څخه یوه اونۍ وړاندې د ده د ولسمشرۍ دویم پړاو پای ته ورسېد.» (سرچینه: النهار ورځپاڼه ۲۰۱۸م د اپریل ۱۷مه)

له ټکل کېدو سره سم یې پر وړاندې د خلکو لاریونونو زور واخیست، په ځانګړې توګه دې ته په پام سره چې د سرکیسیان د واک پر مهال ارمنیان له سختو اقتصادي فشارونو سره لاس او ګریوان وو او ډېر لږ کاري فرصتونه یې درلودل. د دغه حالت دلیل په لومړي قدم کې حکومتي فساد او په دویم قدم کې د خامو نفتو او ګازو د طبیعي سرچینو نشتون دی. دغه اپوزیسیون حزب «یلک» و، چې دغه چارې یې په ډاګه کړې او د ارمنستان د لاریونونو شغله یې تازه کړه، هغه لاریونونه چې په ډېرې چټکۍ سره یې د خلکو نوې مشري څرګنده کړه، چې د سیال نیکول باشینیان په شخصیت کې یې تمثیل کړه.

۲ـ په ارمنستان کې د لاریونونو تر ټولو مهم دلیل د سرکیسیان د حکومت پر مهال اقتصادي ناورین و. په ارمنستان کې اداري او مالي فساد د پخواني شوروي اتحاد د نورو غړو هېوادونو په څېر وینې زبېښي او په حکومتي کارځایونو کې تر دې کچې رشوت دی چې خلک ترې د نفس تنګۍ احساس کوي. خلک له واکمنۍ څخه د معیشتي دلایلو پر اساس ناخوښه وو او د سرکیسیان د واکمنۍ په دویم پړاو کې یې د دغه حالت پای ته رسېدو ورځې شمېرلې، ناڅاپه یې پام شو چې هغه د لومړي وزیر په توګه یو ځل بیا صحنې ته داخل شو او خپل واک ته یې دوام ورکړ. همدا و چې خلک یې د حکومت پر وړاندې راپورته شول او کار تردې کچې ورسېد چې دی استعفا کولو ته اړ شو او باشینیان چې له مخالف لوري څخه و د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. له هغه ځایه چې اقتصادي مسایل له زیات ارزښته برخمن دي او په ورته وخت کې په دیموکراسۍ پورې اړوند داخلي مسایل هم مطرح دي، نو نوي لومړي وزیر باشینیان د خپل حکومت له جوړېدو څخه لږ وروسته د اړتیا له مخې د پارلماني ټاکنو په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې پراخ اصلاحات رامنځته شي. هغه وړاندې ژمنه کړې وه چې ارمنستان به په اساسي ډول د دیموکراسۍ، د قانون د واک د زیاتوالي، له حکومتي ګټو څخه د شخصي ګټو د بېلوالي او د پانګوالۍ فضا د ښه والي په لور بیایي. (سرچینه: د ارمن شبکه ۲۰۱۸م د اپریل ۱۴مه) په دې اساس ښکاري چې په ارمنستان کې وروستيو سیاسي بدلونونو په لومړي قدم کې داخلي لاملونه او دلایل درلودل.

۳ـ غبرګونونه:

الف) امریکا د لاریونونو پر مهال اعلان وکړ چې وضیعت له نژدې څاري او ښکاري چې په دغه وخت کې یې په دغه هېواد کې د خپل نفوذ د پراخوالي لپاره د ممکنو فرصتونو په لټه کې وه. کله چې باشینیان د لومړي وزیر په توګه وپېژندل شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیذر نوایرت د سه شنبې ورځې په پای کې په بیانیه کې داسې وویل: «متحده ایالات نیکول باشینیان ته د ارمنستان د نوي لومړي وزیر په توګه د ده د ټاکل کېدو مبارکي وایي.» هغه زیاته کړه: «موږ د ارمنستان له نوي حکومت او خلکو سره د همکارۍ په توګه دګډ فعالیت هڅه کوو په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو لپاره په مهمو برخو یعنې د تجارتي زمینې د زیاتوالي، د دیموکراسۍ د واکمنېدو، د قانون د واکمنېدو او د سیمې او نړۍ د امنیت په راوستلو کې.» (سرچینه: د ارمنستان خبري سایټ ۲۰۱۸م د مۍ ۹مه)

ب) اروپا خپل موقف د ارمنستان له نوي لومړي وزیر سره د اروپایي اتحادیې د بهرنیو، سیاسي او امنیتي چارو د استازي فدریکا مادروني په ټلیفوني اړیکې سره پیل کړ. په هغې مطبوعاتي اعلامیه کې چې د اروپا له ادرس څخه خپره شوه مادروني له باشینیان څخه وغوښتل چې په یوه ممکنه لومړي فرصت کې له بروکسل څخه لیدنه وکړي. په دغې بیانیه کې ویل شوي دي: «د اروپایي اتحادیې لوی استازي فدریکا مادروني او د دغې اتحادیې د رییس مرستیال نن ورځ له غرمې وروسته له نیکول باشینیان سره د ټلیفوني اړیکې له مخې د ارمنستان د لومړي وزیر په توګه د هغه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه. دواړو لورو د اروپایي اتحادیې او ارمنستان تر منځ د ګډ فعالیت په ارزښت موافقه وکړه او مادروني له باشینیان سره د لیدنې غوښتنه وکړه او له هغه څخه یې په ممکن نژدې فرصت کې بروکسل ته د سفر کولو غوښتنه وکړه.» (سرچینه: ARMENPRESS ۲۰۱۸م د مې ۹مه)

ج) د روسیې غبرګون داسې و، چې د ۲۰۱۸م د مې په ۸مه د لومړي وزیر په توګه د باشینیان له ټاکلو څخه لږ وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باشینیان ته د مبارکۍ د پیغام په لېږد سره هیله څرګنده کړه، چې د ده اقدامات د روسیې او ارمنستان تر منځ د ګډو اړیکو د ځواکمنېدو لامل شي او د خپلواکو هېوادونو د اړیکو په اډانه کې د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزو همکاریو، د اوراسیا د اقتصادي اتحادیې او د ډله ییز امنیت د تړون سازمان ته پراخوالی ورکړي. باشینیان هم وړاندې ویلي وو، چې دی له روسیې سره د خپل هېواد د ستراتیژیکو او نظامي همکاریو په ګډون باوري و او دغه شراکت د ارمنستان د دولت د امنیت اساس ګڼي. هغه د ارمنستان د پارلمان په یوې ځانګړې ناسته کې وویل: «له روسیې سره ګډې ستراتیژیکې اړیکې به د ارمنستان له کاري لومړیتوبونو څخه وي.» هغه همداراز وویل: «ارمنستان به هېڅکله د اوراسیا د ډله ییز امنیت د تړون له سازمان او اقتصادي اتحادیې څخه، چې روسیه، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان او قرغیزستان پکې شامل دي، ونه وځي.» (سرچینه: د نن ورځې د روسیې راپور ۲۰۱۸م د مۍ ۸مه)

باشینیان په ارمنستان کې د روسیې د اندېښنې د کمولو لپاره وویل: «هغه سیاسي تګلاره چې په ارمنستان کې پیل شوې ده په هېڅ ډول شکلي او جوهري جیوپولیټیکي جوړښت نه لري. موږ په خپلو دغو حرکتونو کې په هېڅ ډول د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د ګټو د ساتلو هڅه نه کوو، بلکې د ارمنستان او د هغه د خلکو د ګټو د ساتلو هڅه کوو. هغه زیاته کړه: «زموږ لاریونونه هېڅکله د روسیې پر وړاندې نه و او د اوکراین د بدلونونو یوه ځانګړتیا هم نه لري.» (سرچینه: DARAJ د ۲۰۱۸م، د مې ۱)

۴ـ په دې اساس ښکاري چې روسیه تر اوسه په ارمنستان کې د خپل نفوذ د ساتلو فرصت لري او همدا دلیل دی چې د روسیې ولسمشر له باشینیان څخه د دعوت غوښتنه وکړه، چې له ده سره په سوچي کې لیدنه وکړي. په لومړۍ لیدنه کې چې د دواړو له لوري وشوه د ارمنستان نوي لومړي وزیر نیکول باشینیان په خپلو خبرو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته وویل: دی علاقه‌من دی چې له روسیې سره د خپل هېواد اړیکې په نظامي برخه کې پراخې کړي او هېڅ څوک د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو په ارزښت کې شک نه لري. (سرچینه: د رویټرز راپور ۲۰۱۸، د مې ۱۴مه) باشینیان وویل: «زه باور لرم چې په ارمنستان کې حتا یو کس هم له روسیې سره د ارمنستان د اړیکو په ارزښت کې شک نه کوي او هېڅکله به شک هم ونه کړي. موږ قصد لرو چې په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د دغو اړیکو نوی پړاو پیل کړو. د ارمنستان نوي مشر په هېواد کې د وروستیو بدلونونو پر وړاندې د روسیې موقف نیولو ته په اشارې سره، وویل: «زموږ خلک په ارمنستان کې د وروستي سیاسي ناورین په بهیر کې د روسیې متوازن موقف نیول په عالي ډول ستایي.» (سرچینه: د نن ورځې روسیې راپور ۲۰۱۸م د مې ۱۴مه) 

یو له هغو دلایلو څخه چې روسیې ته په ارمنستان کې د نفوذ د ساتلو فرصت ورکوي، هغه څه دي چې کولی شو «د ارمنستان غوټه » یې وبولو. دغه ټینګه غوټه ارمنستان ته اجازه نه ورکوي چې روسیې ته شا کړ، ځکه چې ارمنستان په داسې یوه جغرافیه کې پروت دی، چې مسلمانانو احاطه کړی او په دوامدار ډول له دغه اسلامي چاپېریال څخه د وېرې احساس لري، لکه څنګه چې له یوې خوا له آزربایجان سره ګډه پوله لري، هغه ځای چې هلته تل د ناغورني کاراباخ د اقلیم پر سر اخ و ډب دوام لري، له بلې خوا له ترکیې سره ګډه پوله لري؛ هغه ځای چې ارمنیان یې د شلمې پېړۍ پر لویو وژنو باندې تورنوي او وایي چې هغه د دوی کار و او له بل لوري له ایران سره ګډه پوله لري. ارمنستان که څه هم له جغرافیوي پلوه له روسیې سره مستقیمه اړیکه نه لري، خو د جورجیا په واسطه د روسیې له جنوبي لوري څخه سره بېلېږي او د جورجیا د اسلام غوښتونکو د بېلوالي په کړکېچ کې سخت ښکېل دی، لکه څنګه چې په چیچن کې پېښ شول، خو روسیه ارمنستان ته تر ټولو د نژدې نړیوال ځواک په صفت د سیمې د اسلام غوښتونکو د سېلاب پر وړاندې ارمنیانو ته د امنیت احساس ورکولی شي، لګه څنګه چې روسیې د ارمنستان له خپلواکۍ وروسته تل له نظامي اړخه ورسره مرسته کړې، په ځانګړې توګه د اذربایجان پر وړاندې یې د ناغورني کاراباخ په مسله کې او همداراز له ارمنستان سره یې د پورونو په ورکړه، له بدل پرته په مرستو او د سون او ګازو په انرژۍ کې یې ورسره مرسته کړې ده.

نو ځکه ارمنستان کمزوری اقتصاد لرونکی او پر بهرنیو مرستو ولاړ هېواد دی. ارمنستان له اسلامي خطرونو څخه د خپل ځان د ساتلو په موخه د روسیې په ځواک پورې سخت تړلی او باوري دی او همدا دلیل دی چې په ارمنستان کې د روسیې نظامي اډې او د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیک ګډون یې د ارمنستان د بهرني سیاست مهم اساس ګڼلی دی. ځینې شعارونه چې په دغو لاریونونو کې په ارمنستان کې د روسیې د نظامي شتون پر وړاندې ورکول کېدل او د روسیې د نظامي اډو د ایستلو غوښتونکي وو، د هغو کسانو لخوا وو چې د باشینیان اصلي څېره یې په ښه توګه نشوی پېژندلی او په احساساتي ډول یې شعار ورکول، ځکه هغوی له روسیې د هغه د تل پاتې نظامي دوستۍ له څرګندونو بې خبره وو.

لنډه دا چې د ارمنستان لاریونونو داخلي رنګ او بوی درلود، چې مخالف لوری واک ترلاسه کړي. مخکنی واک که هر څومره په روسیې پورې تړلی و، خو د لاریونونو لوی ځواک روسیه اړ کړه چې د نژدې او ډېر نژدې تر منځ نژدې وټاکي او همدا دلیل و چې د لاریونونو پر څپه سپره شوه او مخالف لوری یې ومانه او په ورته وخت کې باوري وه چې غرب په ارمنستان کې د روسیې نفوذ په اسانۍ سره نشي له منځه وړلی. په هغو دلایلو چې وړاندې ورته اشاره وشوه، خو له هغې سره سره تمه نه کېږي چې غرب په ځانګړې توګه امریکا د ارمنستان میدان  یوازې روسیې ته پرېږدي، لکه څنګه چې له نړیوالو استعماري شخړو څخه معلومه ده چې قربانۍ ته د رسېدلو لپاره له خبیثانه او ګڼ شمېر اسلوبو څخه ګټه اخلي.

د مطلب ادامه...

د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو لېدنه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۱۸م د جون پر ۱۲مه د امریکا ولسمشر ټرامپ او د شمالي کوریا رهبر کېم جون اون په سنګاپور کې سره ولېدل او د دغې لېدنې په پای کې دواړو لورو ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړ. دغه هوکړه ډېر ژر وشوه، په داسې حال کې چې یو کال وړاندې یې په دغو ورځو کې یو او بل ته د هستوي وسلو په کارونې سره  خبرداری ورکاوه؛ څه وشول چې داسې هوکړه دومره ژر وشوه؟ او محتوا او پایلې یې څه وې؟

ځواب:

ددې لپاره چې د مسلې په واقعت پوه شو، نو باید لاندې ټکي په پام کې ونیسو:

۱ـ  امریکا هڅه وکړه چې په پرله پسې خبرداریو سره شمالي کوریا اړ کړي چې له هستوي وسلو لاس واخلي، خو دغه خبردارۍ یې بې ګټې وې او شمالي کوریا ورته تسلیم نه شوه او له هستوي وسلو او برنامو یې لاس وانه خیست. نو له همدې امله امریکا نورو اسالیبو ته مخه کړه، چې هغه دیپلوماتیک او سیاسي او اقتصادي فشارونه دي. یو له دغو اسالیبو څخه دا و چې امریکا په ټول توان سره چین اړ کړ، چې پر شمالي کوریا فشار راوړي. ما د ۲۰۱۷م کال د اپریل په ۲۳مه د یوې پوښتنې د ځواب په ترڅ کې داسې ویلي و: « پورته دلایلو ته په کتو سره، امریکا په هېڅ ډول حاضره نه ده چې شمالي کوریا سره په جګړه کې ښکېل شي او په ورته وخت کې هېڅ مناسبه حللاره نه لري او په تمه ده چې چین پر کوریا فشار راوړي او هڅه کوي د دغو فشارونو لړۍ ګړندۍ کړي. همداراز امریکا چین ته خبرداری ورکوي چې امریکا ته غوږ ونیسي او پر پینګ یانګ فشار راوړي تر څو یې د هستوي وسلو له برنامو لاس په سر شي.»

امریکا په هغه وخت کې په ډاګه او د اسیا د ختیځ او ارام بحر د چارو لپاره یې د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال سوزان سورنتون په واسطه اعلان کړه: « هوډ لري چې له شمالي کوریا سره یې ستونزه د کوریا د شبه جزیرې د هستوي وسلو په له منځه وړلو سره په سوله‌ییزه بڼه حل او فصل کړي.» (سرچینه: روسیه امروز، د ۲۰۱۷م د اپریل ۱۷مه) له همدې امله و چې د دواړو لورو تر منځ دیپلوماتیکې اړیکې د چین او پرې د چین له لورې په فشار راوړلو سره پیل شوې. دغه فشارونه د اقتصادي بندیزونو او سیاسي محاصرې له لارې او په نړیواله کچه د شمالي کوریا د منزوي کولو لپاره د کار او همدا راز پر ضد یې تبلیغات کېدل؛ ترڅو شمالي کوریا اړ شي چې له هستوي وسلو لاس په سر شي. په ورته وخت کې امریکا ژمنه وکړه، چې که کوریا همکاري وکړه نو اقتصاد به یې په مستقیمه توګه او یا د جنوبي کوریا په واسطه ورغوي او جنوبي کوریا هم ورو ورو ځان شمالي کوریا ته نږدې کولو او له نړۍ سره یې ورته د اړیکې لاره خلاصوله.

۲ـ له شمالي کوریا سره یې پټې دیپلوماتیکې اړیکې د چین په مرسته پیل شوې، د امریکا پخواني وزیر ټیلرسون د ۲۰۱۷م کال په لړ کې له شمالي کوریا سره خبرې اترې وکړې. هغه د ټرامپ له هغه خبرداري سره مخالفت وکړ چې ویل یې شمالي کوریا د ځمکې له مخې ورکوي. په ورته وخت کې کله چې ټیلرسون په چین کې په پټه د شمالي کوریا له چارواکو سره په خبرو اترو بوخت و، ټرامپ یو ځل بیا شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ. کله چې کوریایانو دغه خبرداری واورېد، نو ډېر ژر یې له ټیلرسون سره د خبرو اترو لړۍ ودروله او خپل هېواد ته ستانه شول. ټیلرسون په قهر شو او د ۲۰۱۷م کال د جولای په ۲۰مه یې ټرامپ احمق وباله. دغه جریان د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر په ۴مه د ان بي سي ټلویزیونې شبکې په واسطه او د درې تنو امریکایي چارواکو په واسطه افشا شو. کله چې ټیلرسون اعلان کړه چې امریکا په مستقیمه توګه د ځينو مرجعو په مرسته له شمالي امریکا سره په اړیکه کې ده، ټرامپ په خپل ټوېټ کې داسې ولیکل: « ما د بهرنیو چارو خپل ښه وزیر ریکس ټېلرسون ته وویل، چې د خبرو اترو لپاره په خپلو هڅو، وړوکي توغندي ویشتونکي سره خپل وخت ضایع کوي.» د تهدید اسلوب هم د مذاکراتو په لړ کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس په واسطه وکارول شول: هغه هڅه وکړه چې په جنوبي کوریا کې د ژمني المپیک په پلمه د شمالي کوریا له چارواکو سره لېده کاته وکړي. نوموړي د جاپان په یوکوتای کې د خپل هېواد په هوایي اډه کې د شمالي کوریا له چارواکو سره د مذاکرو د زمینې د برابرولو په اړه په خپلو خبرو کې داسې وویل: « زموږ هېواد تل د سولې لپاره هڅه کړې او دا دی له بل هر وخت به اوس د ښې راتلونکې لپاره هڅه وکړو.» (سرچینه: رویترز، د ۲۰۱۸م، د فبروري ۷مه) هغه دغه خبرې په داسې حال کې وکړې چې د شمالي کوریا له چارواکو سره یې د مذاکراتو لپاره جنوبي کوریا ته د ژمني المپیک د لوبو په پلمه د سفر چمتووالی نیوو.  همدغه مایک پنس له خپلو دغو خبرو درې ورځې ورسته د ۲۰۱۸م د فبروري په ۱۰مه داسې وویل: « لازمه ده چې د شمالي کوریا د منزوي کولو لپاره له اقتصادي او سیاسي اړخه کار دوام ومومي، ترڅو له خپلو هستوي او بالستي برنامو لاس په سر شي.» (سرچینه: العربیه، د ۲۰۱۸م، د فبرورۍ ۱۰مه)

د پنس وروستۍ څرګندونې لامل شوې چې شمالي کوریا ورسره خپلې لېدنې لغوه کړي. ټول دغه موارد ښیي چې د ټرامپ په مشرۍ امریکا د شمالي کوریا پر وړاندې داسې اسلوب غوره کړي، یعنې له مذاکرو سره یو ځای ګواښ او خبرداری او دیپلوماتیکې اړیکې ترڅو دښمن اړ کړي چې د امریکا غوښتنو ته غاړه کېږدي. د امریکا د استخباراتو(سي ای اې)  د ریاست د اخیستلو پر مهال د مایک پامپیو څرګندونې هم دغه ډول اسلوب بیانوي: « د امریکا ولسمشر ټرامپ له شمالي کوریا سره د بحران په ديپلوماتیکو حللارو تمرکز کوي، خو (سي ای اې) هڅه کوي نورې کړنلارې هم ورمخته کړي.» (سرچینه: رویترز خبرګذاري، د ۲۰۱۸م، د جنوري ۲۳مه) په دغه ترتیب امریکا له نورو ګزینو او ګواښونو سره نغښتې دیپلوماتیکې اړبکې مخ ته یووړې. داسې ښکارې چې دغه اسلوب د ټېلرسون په طبعه جوړ نه وو، ځکه اسلویو هغه د خارجه وزیر په توګه ځورولو او په پای کې ټرامپ نوموړی له دندې ګوښه کړ.

۳ـ له ګواښ سره ښکیلو دیپلوماتیکو اسلوبو نتیجه ورنه ګړه، ځکه کوریایانو به چې کله ګواښ ولید نو مذاکرې به یې پرېښودې او که د چین مداخله نه وی هېڅکله به هم د ټرامپ او کیم تر منځ لېدنې نه وی شوې. له همدې امله و چې ټرامپ د کیم له لېدنې وروسته «په سنګاپور کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې دغې تاریخي ناستې ته د زمینې برابرولو په موخه د چین د ولسمشر له هلو ځلو مننه وکړه.» (سرچینه: فرانس پرس خبري ټولګه، ۲۰۱۸م، د جون ۱۲مه) چین لا له وړاندې پر شمالي کوریا فشار راوړی و چې امریکا ته امتیاز ورکړي، لکه څنګه چې د ۲۰۱۸م د مارچ په ۲۸مه د چین رسمي خبري اژانس په یوه خبر کې وویل: « کیم جون اون د ۲۰۱۸م د مارچ په ۲۵مه په یوه نااعلان شوي سفر چین ته راغی او د ۲۰۱۸م د مارچ تر ۲۸مې هملته پاتې شو. دواړو لورو په دغه سفر کې د نړۍ او د کوریا د شبه جزیزې اوضاع په هر اړخیزه توګه بررسي کړي. د چین ولسمشر شي جین پینګ خپل کوریایي سیال خبر کړ، چې چین د کوریا د شبه چزیرې د هستوي خلع سلاح او خبرو اترو له لارې د سولې د راوستلو او د ستونزو د حلولو په برخه کې هوډمن دی. په ورته وخت کې د شمالي کوریا خبري اژانس خبر ورکړ چې ددغه هېواد رهبر کیم جون اون چین ته سفر کړی ترڅو د چین د لسمشر په توګه د شي جېن پینګ بیا ټاکل شخصا او له نږدې هغه ته مبارک ووایي او دا د دوو هېوادونو تر منځ د دوستانه او ښې اړیکې بیانوي. همداراز یې له هغه څخه رانقل کړي چې هغه هېلې ښودلي چې چین ته یې سفر په شبه جزیره کې د سولې د ثبات په برخه کې مهم رول لوبوي او ویلي یې دي چې حاضر دی له امریکا او جنوبي کوریا سره مذاکرې وکړي؛ سره له دې چمتو دی ددغو هېوادونو له رهبرانو سره لېده کاته وکړي. هغه زیاته کړه: « د کوریا هستوي خلع سلاح هغه وخت شونې ده چې واشنګټن او سئول د سولې او ثبات د تحقق په برخه کې منظمو او دوامداره اقداماتو ته چمتو شي.»

له همدې امله ټرامپ د ۲۰۱۸م د مارچ په ۲۸مه له سفر څخه په خوښئ سره، په خپل ټوټر کې اعلان کړه: « تېره شپه مې د چین له ولسمشر څخه نامه تر لاسه کړه چې پکې یې له کیم سره د لېدو کاتو  بریاوې راغلې وې او پکې د کیم لخوا له ما سره د لېدلو غوښتنه شوې وه.» په دې سره لېدل کېږي چې چین شمالي کوریا د خپلو ګټو قرباني کړې، داسې چې پر شمالي کوریا یې فشار راوړی ترڅو رهبر یې چمتو شي چې امریکا ته امتیاز ورکړي او ټرامپ سره لېده کاته وکړي.

چین همداراز پر شمالي کوریا باندې د سیاسي فشارونو او د امنیت شورا د فیصلو په صدور او د اقتصادي بندیزونو په لګولو کې فعاله برخه لرله او یو له اغیزمنو عواملې څخه ګڼل کېږي چې شمالي کوریا یې اړ کړه چې د خپلو هستوي وسلو له برنامو لاس په سر شي. شمالي کوریا پوهېږي که د چین ملاتړ او تایید له لاسه ورکړي او چین یې محاصره کړي او فشار پرې راوړي، شمالي کوریا به له دواړو لورو په ستونزه کې ښکېل شي؛ نو ځکه حاضر شوه. د چین د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا په وروستي هوډ کې له خپل اغیز پرده پورته کړه او ویې ویل: « پیکېنګ د شمالي کوریا په شبه جزیره کې خورا مثبت رول ولوبولو.» (سرچینه: رویترز خبري ټولګه، د ۲۰۱۸م د مې ۲۳مه) په دې سره چین په ډاګه کړه چې له امریکا سره یې تجارتي ګټې له هغه هم پیمان نه چې ورته اقتصادي ګټې نه زیږوي، ډېر اهمیت لري. هغه هم پیمان چې کېدای شي له اقتصادي ضررونو سره هم مخ شي، ان که دغه هم پیمان اېډیولوژیک دوست هم وي.

نو د ستر کمونیستي دولت محاسبې اوس په تجارتي ګټو بدلې شوي او د نورو کمونیستي دولتونو او هم پیمانانو له ملاتړ نه ورته اقتصادي ګټې اړینې شوي. داسې ښکاري چې چین تر اوسه نه دی پوهېدلی چې امریکا غواړي د شمالي کوریا د هستوي وسلو په خلع کولو سره چین محاصره کړي او د چین په بحري سیمه کې پر ختیځ او سوېل تسلط ومومي.

۴ـ هغه څه چې دغه موضوع ډېره د تاکید وړ کوي، هغه د چین اعلان دی چې دغې ناستې ته یې د خپل هم پيمان له چمتووالي او د هستوي وسلو په برخه کې یې امریکا ته له امتیاز ورکولو هرکلی کړی. لکه څنګه چې د چین د دیپلوماتانو مسئول او د چین د دولت د ولسي جرګې غړي وانګ له ټرامپ سره د کیم له لېدنې وروسته وویل: « پیکینګ د امریکا د ولسمشر ټرامپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جون اون له لیدنو هرکلی کوي او هیله من دی چې دواړه هېوادونه د هستوي وسلو د خلعې په برخه کې اساسي هوکړو ته ورسېږي.» هغه زیاته کړه: « په ورته وخت کې د شمالي کوریا د منطقي ویر د له منځه وړلو لپاره د کوریا په وچه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره قوي کړنلارو ته اړتیا شته.» (سرچینه: رویترز خبري ټولګه، ۲۰۱۸م، د جون ۱۲مه)

که چین کافي سیاسي پوهاوی او قوي اراده درلودی، نو هېڅکله یې هم پر خپل هم پیمان شمالي کوریا فشار نه راوړ، خو دغه دریځ یې ثابتوي چې د نړیوالو سیاستونو په تړاو د چین سیاسي پوهاوی تر اوسه لنډ او محدود دی او سیاسي اراده یې لا تر اوسه کمزورې ده. له همدې امله یې له امریکا سره پر ښو تجارتي اړیکو بسنه وکړه او چمتو شو چې په بدل کې یې شمالي کوریا اړ کړي چې امریکا ته غاړه کېږدي. چین د خپلو دغو تصمیمونو راتلونکې ونه سنجوله او فکر نه کوي چې اوضاع به کوم لور ته لاړه شي، که څه هم جوته ده چې امریکا به په خپل ټول توان سره هڅه وکړې چې شمالي کوریا ځان ته نږدې کړي او د چین په پرتله به یې خپل لور ته راکش کړي او کوښښ به وکړې چې دواړه کوریاوې سره یوځای کړي او ترې نوې او خپلواکه قوي کوریا به جوړه کړي، داسې چې وکولی شي د چین له اغیز لرې تصمیم ونیسي. ددغه ډول سیاست بېلګه کولی شو په ویتنام کې ومومو کله چې په پاریس کې امریکا د ۱۹۷۵م هوکړه لیک په مرسته وکولی شول جنوبي او شمالي ویتنام سره متحد کړي، چې بیا ویتنام د چین پر ضد دښمني پیل کړه.

۵ـ چین د ټرامپ دیدار ته او د هستوي وسلو په تړاو خبرو اترو ته د شمالي کوریا په اړ کولو کې خورا مهم او اساسي رول درلود، له دې پرته چې د امریکا د هستوي وسلو د خلعې په اړه څه ووایي، په داسې حال کې چې امریکا یواځینی دولت دی چې هستوي وسلې یې کارولي او په مرسته یې په ځمکه کې فساد خور کړی. په دغه ترتیب سره د ټرامپ او کیم لیده کاته وشول او تمه کېده چې دوه ورځې به دوام وکړي، خو په یوې ورځې سره پای ته ورسېدل او په دغې یوه ورځ کې په داسې کامله اډانه هوکړه وشوه، چې د امریکا غوښتنو ته د شمالي کوریا د انعطاف پذیرۍ سرعت په ډاګه کوي. شمالي کوریا یې له هستوي برنامې څخه د لاس اخیستنې د چمتووالي د اثبات لپاره، د تجربو د ازمایښت خپله هستوي اډه له منځه یووړه او خپل درې امریکایي بندیان یې ازاد کړل. ټرامپ یې په غبرګون کې خوښي څرګنده کړه ویې ویل: «نړۍ به د پراخو تغیراتو شاهده وي.» (سرچینه: رویترز خبري ټولګه، ۲۰۱۸م د جون ۱۲مه)

دواړو رهبرو له څلورو بندو جوړه ګډه بیانیه لاسلیک کړه، لمړی: دواړه لوري به د دغو هېوادونو د خلکو د غوښتنو پر اساس سولې او اقتصادي رغونې او دوه اړخیزو ښو روابطو ته ژمن وي. دویم: دواړه لوري به په کوریا شبه جزیره کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره کار او هڅې کوي. دریم: شمالي کوریا ژمنه ده چې د کوریا شبه جزیرې کامله هستوي خلع سلاح به په پام کې نیسي. څلورم بند یې بشري مسایلو پورې اړوند و او هغه داسې چې کوریا ژمنه ده چې د امریکا او کوریا د ۱۹۵۰ ــ۱۹۵۳م کلونو په جګړو کې به د امریکا د ناپېژندو او نیول شوو سرتېرو هډوکي امریکا ته سپاري. ټرامپ دغه لېدنې «خورا باارزښته او کابو کوونکې» وبللې او کیم ژمنه وکړه چې کوریا شبه جزیره به په ټولیزه توګه له هستوي وسلو څخه پاکوي. (سرچینه: بي بي سي شبکه، ۲۰۱۸م د جون ۱۲مه) دا بیانیه ښيي چې دواړو لورو پر عمومي چهارچوب هوکړه کړې نه پر هغو مشخصو ټکو چې د هستوي خلع سلاح، د ابزارو د عملي کېدو څرنګوالی وښیي او وخت او داسې نورې چارې چې وکولی شي هوکړې ته فوري اجرایوي اړخ ورکړي. لکه څرنګه چې د ایران په هستوي هوکړه لیک کې په تفصیل سره ددغو ټولو مواردو د یادونې شاهدان وو.

۶ـ  نو ځکه تمه کېږي چې امریکا به له شمالي کوریا سره اوږد مهاله خبرې اترې پیل کړي، چې کېدی شي کلونه کلونه دوام ومومي. همداراز داسې برېښي چې ټرامپ له شمالي کوریا سره د هوکړې لمړنۍ غوښتنې تر لاسه کړي او غواړي کار پای ته ورسوي، خکه هغه په لمړیو کې شمالي کوریا ته داسې ګواښونه متوجه کړي و چې نه یې شوای کولی ترې تېر شي؛ خو دا چې لاسته راوړنه ولري او وښیي چې په کار کې یې بریالی دی او شمالي کوریا د ځان اطاعت ته اړ کړي. لکه څرنګه چې مخکې اشاره وشوه چې که د چین فشارونه نه وی د ټرامپ ګواښونه د دغې لېدنې او د شمالي کوریا د هستوي وسلو د خلعې د چمتووالي او له ټرامپ سره د هوکړې د لاسلیک لامل نه شوای کېدل، ترڅو ټرامپ داسې فرصت ومومي چې تاریخي بریاوې یې په خپل نامه کړي او د امریکا په را روانو ټاکنو کې د ځان لپاره د بیا بریا لار اواره کړي، چې کېدی شي دوه کاله او څو مودې وروسته به ترسره شي. په ورته وخت کې پر ټولو هغو بربنډیو بریالی شوی چې پر ضد یې جوړې شوي او همداراز په دغه کار سره یې پر وړاندې ټول تورنونه او د کم عقلۍ او حماقت له امله پرې شوي ټولې نیوکې پوښلي دي. په خپله د ټرامپ ویناوې دغه چاره په ډاګه کوي، لکه څنګه یې چې ویلي: « اون ماته وویل چې هېواد یې د ازمایښت د اډو او د توغندیو د ازمایښت د تخریب په درشل کې ده، همدا چې د هستوي وسلو پر وړاندې له مهمو ګامونو مطمئن شو، اقتصادي یندیزونه به ترې لرې کړو، موږ په مذاکرو کې له هېڅ څه هم نه یو په شا شوي، ډېر ژر به هغه نظامي مانورونه وردوو چې موخه یې شمالي کوریا وه. زه به اون په مناسب وخت کې سپینې ماڼۍ ته راوبلم.» ټرامپ زیاته کړه: « ما او اون د هستوي وسلو د خلع هوکړه لیک لاسلیک کړ، فکر کوم چې له هستوي وسلو څخه د شمالي کوریا د خلع د چمتووالي لازمه کاري اډانه لرو.» (سرچینه: د الجزیرې شبکه، ۲۰۱۸م، د جون ۱۲مه)  په دغه ډول، ټرامپ تصمیم ونیو چې له شمالي کوریا سره یې د کړکیچ دوسیه وتړي او داسې په ډاګه کړي چې په دغه کار سره یې ستره بریا تر لاسه کړې.

۷ـ له شک پرته له شمالي کوریا سره د کړکېج د دوسیې تړل به ټرامپ ته موکه ورکړي چې له خپلو هم پیمانانو او دښمنانو سره تجارتي جګړه پر مخ یوسي. پوهېږو چې د فولاد او المونیم پر صادراتو، زیات مالیات لګول یې له هم پیمانانو سره د کړکېچ لامل شول. هغه له هغوی سره خپلې مخکنۍ تجارتي هوکړې غیرعادلانه وبللې او د ۲۰۱۸م د جون په ۸مه کله چې د اوو صنعتي هېوادونو د ناستې لپاره دګډون په موخه کاناډا ته روان و، په خپله ټوېټر پاڼه کې یې داسې ولیکل: « هڅې به وکړو چې له ګروه هفت دولتونو سره غیرعادلانه هوکړه لیکونه اصلاح کړو. که داسې ونه شي نو د ځان لپاره به ښه وضیعت جوړ کړو». د کاناډا لمړي وزیر جاستن ترودو او د فرانسې ولسمشر ماکرون په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د ټرامپ دغه کړنې رد کې او ویې ویل: « موږ چمتو نه یو چې له امریکا سره د ګډې بیانیې د نشر لپاره هر څه ومنو.» (سرچینه: فرانس پرس، ۲۰۱۸م د جون ۶مه) ټرامپ په غبرګون کې کاناډا او فرانسه تورنه کړه چې پر امریکایي کالیو یې درانه مالیات ایښي او د کاناډا لمړی وزیر یې «ډېر کینه ګر» وبللو. د ۲۰۱۸م د جون په ۷مه ماښام یوه کاناډایي چارواکي خبریالانو ته وویل: « د زیاتو مسایلو اړوند به خورا ستر اختلافات رامنځته شي.» ( سرچینه: رویترز خبري ټولګه، ۲۰۱۸م د جون ۸مه) ان د فرانسې ولسمشر ماکرون هم، چې هڅه کوي د فرانسې او امریکا اړیکې سره نږدې کړي، ونه شو کولی خپل اعصاب کنټرول کړي او د سیال د کابو کولو د تګلارې په مرسته له امریکا سره خپله ملګري مراعت کړي، ځکه فرانسویان د انګلیسانو په څېر دغه وړتیا نه لري. ماکرون وویل: « د اړتیا په وخت کې به د دغې ټولګې نور شپږ غړي، پخپله ځانګړې ټولګه جوړه کړي.» هغه چې پر ټرامپ نیوکه کوله ویې ویل: « هېڅ رهبر به تر ابده پاتې نه شي.» (سرچینه، رویترز خبري ټولګه، ۲۰۱۸م د جون ۸مه)

د انګلیس خیانت او دوه مخي هم څرګنده وه، داسې چې ګواکې ښوولو یې د ټرامپ پر وړاندې له دغو عکس العملو سره موافق نه دی، ترڅو په دغه کار سره په امریکا کې ځانته ځای وساتي، خو له بله پلوه یې نور غړي د امریکا پر وړاندې وپارول، داسې چې تریزامې خبریالانو ته وویل: « له اروپایي اتحادیې غواړو چې د امریکا له لوري د مالیاتو د اېښودلو په غبرګون کې زغم ولري او غبرګونونه باید قانوني او مناسب وي.« (سرچینه: رویترز خبري ټولګه، ۲۰۱۸م د جون ۸مه) د ۲۰۱۸م د جون په ۱۰مه د المان لمړي وزیر د المان په ار ډي ټلویزیون کې د ټرامپ د تصمیم په اړه، چې خپل لاسلیک بیرته اخلي؛ وویل: « دغه کار سخت ګیرانه و، دغه کار ناهیلی کوونکی دی، خو باید وپوهېږو چې د خط پای نه دی.» د المان خارجه وزیر هایکوماس د ټرامپ د ټوېټ په غبرګون کې په خپل ټوېټر کې ولیکل: «د باورونو لوی حجم له منځه لاړ.» د اوو صنعتي هېوادونو د ناستې کړکېچ چې په کاناډا کې ترسره شوې وه، په ټرامپ باندې د نورو غړو هېواونو د رهبرانو په بریدونو سره اوج ته ورسېد. ټرامپ یې د دغې ناستې پر ګډې بیانیې لاسلیک واخیست او د کاناډا لمړی وزیر یې، چې ددغه دور ریاست یې په غاړه و، تورن کړ چې شفاف عمل یې ونه کړ او په کار کې یې کمزوری و. ( سرچینه، فرانس پرس، ۲۰۱۸م د جون ۱۰مه)  ټرامپ ناوخته دغې ناستې ته راغی او مخکې له دې چې ناسته رسما پای ته ورسېږي، هغه یې پرېښوده.

په دې سره ښکاري چې تجارتي جګړه عملا پیل شوې او ټرامپ د ۲۰۱۸م د مارچ په دویېمه په خپل ټوېټر کې په ټوېټ سره، ددغې جګړې پیل اعلان کړ: «که یو دولت له نورو دولتونو سره چې ورسره راکړه ورکړه لري په تجارت کې ملیاردونه ډالر زیان وکړي، په دغه حالت کې تجارتي جګړه ښه ده او په اسانۍ سره کولی شو هغه پیل کړو.» ټول دغه موارد په ډاګه بیانوي چې د امریکا په اند د تجارتي جګړې دوسیه خورا مهمه ده، ځکه لا تر اوسه د ۲۰۰۸م کال له مالي بحران څخه چې اوج ته رسېدلی و کړېږي او د زیانونو کچه یې تر ۲۰ ترلیون ډالرو زیاتو ته رسېږي. دا دی ټرامپ چې تجارتي مفکوره لري هڅه کوي د «لمړی امریکا» تر شعار لاندې د امریکا اقتصاد وژغوري، هغه شعار چې که امریکا وغواړي په مرسته یې پر نړۍ نفوذ ولري، نو ډېری نړیوال سازمانونه به ونړوي او په پای کې به شته نړیوال نظام له منځه لاړ شي او نوی نړیوال موقف به راڅرګند شي، ځکه امریکا د نړۍ د زبرځواکه پاتې کېدو لپاره له نورو دولتونو مرسته نه اخلي او د تجارتي چارو په تنظیم کې زغم نه ښیي، بلکې یوازې او یوازې د نړۍ رهبري کولو او خپلو تجارتي ګټو ته فکر کوي او د خپلو هم پیمانانو مرستو ته پام نه کوي او داسې فکر کوي چې کولی شي هغوی تر خپلې شعاع لاندې راولي او په ځان پسې یې کش کړي.

۸ـ  شک نشته چې امریکا هېڅ هوکړه لیک ته ژمنه نه ده او کله یې چې ګټه وي، هر ډول ژمنه او تعهد ماتوي او یا یې پرېږدي. لکه څنګه یې چې په ۲۰۰۳م کې چې د بوش پسر واکمني وه له شمالي کوریا سره هغه هوکړه لیک مات کړ، چې مخکې په ۱۹۹۴م کې د بیل کلینټن د واکمنۍ په مهال لاسلیک شوی و. اوسني ولسمشر ټرامپ هم ګډه بیانیه له خپلو هم پیمانانو سره د اوو صنعتي هېوادونو په ناسته کې لاسلیک کړه، خو یوه ورځ وروسته یې دغه هوکړه ماته کړه او خپل لاسلیک یې بیرته واخیست. څو مودې وړاندې یې له ایران سره هم په ۲۰۱۵م کې د اوباما د حکومت کړې هستوې هوکړه په ډېره اسانۍ سره ماته کړه. نو ځکه له شمالي کوریا سره یې د اوسنۍ کړې هوکړې د دوام لپاره هم هېڅ ضمانت نشته او ډېر ژر به یې په اړه،  امریکا د مذاکرو په پیلولو سره پر شمالي کوریا فشار راوړي، ترځو یې غوښتنې ومني.

ژمنه او عهد ماتول، نورو ته نه پاملرنه او د نورو د پارولو لپاره کار کول د امریکا په نه بیلېدونکو ځانګړنو بدل شوي، چې دغه ټولې ځانګړنې به یې ژر یا وروسته د پرځېدو زمینه برابره کړي. هغه وخت به راشده خلافت را څرګند شي او د الله سبحانه وتعالی په امر سره به د نړۍ د سیاسي رهبرۍ لمړی ځای ونیسي او عدالت به تامین، ژمنې او عهد ته به ارزښت، هدایت به خپور، حق به عملي او باطل به له منځه یوسي. په دغه ترتیب سره به د واقعي سعادت اسباب، بشر ته چمتو کړي او بشریت به یې د ژوند په ټولو برخو کې د امن او سوکالۍ تر سیوري لاندې ژوند وکړي. رسول الله صلی الله وعلیه وسلم یې د ظالمو حاکمیتونو له ماتې او پرځېدو وروسته د را رسېدو زیری ورکړی او فرمایي: «ثم تکون خلافة علی منهاج النبوة» دغه حدیث احمد له حذیفه رضی الله عنه ورایت کړی دی. له شک پرته ددغه ارمان تحقق مقتدر او ځواکمن رب ته سخت نه دی.

د مطلب ادامه...

له پاڅونونو مخکې او وروسته د خلافت تاسيس يوه فريضه ده

  • خپور شوی په سوریه

که څه هم الله سبحانه و تعالی پر موږ د خلافت تاسيس فرض کړی دی. هغه خلافت چې په نړۍ کې د ټولو مسلمانانو مشري کوي،چې اسلامي احکام پلي کړي او نړۍ ته اسلامي دعوت ورسوي. که څه هم شريعت موږ ته د خلافت د نشت وخت يوازې او يوازې درې ورځې ټاکلی دی، خو زموږ چارې نږدې له ۱۰۰ کلونو را په دې خوا د سيکولریزم تر چتر لاندې د انسان په لاس د جوړو شوو نظامونو په اډانه کې د فرانسوي او انګریزي قوانيونو او انساني عقل پر مټ سمبالېږي. په داسې حال کې چې د الله سبحانه و تعالی قوانين په عملي ژوند کې نه پلي کېږي.

اې مسلمانانو! د خلافت تاسيس د نړۍ په هر ګوټ کې پر ټولو مسلمانانو فرض دی. د هغه تاسيس يوه فريضه ده هيڅ بديل نه لري او پر سر يې هيڅ جوړجاړی هم نه شي کېدای. لکه څرنګه چې لمونځ، زکات او نور ارکان فرض دي، همدارنګه په دې تړاو لاس تر زنې کښېناستل ستره ګناه ده او د الله سبحانه و تعالی د سخت عذاب سبب ګرځي. د خلافت تاسيس فريضه د شام په پاڅون او د نورو اسلامي خاورو په پاڅونونو پورې تړاو نه لري، بلکې دا د پاڅونونو له پېښېدو مخکې او وروسته يوه فريضه ده چې بايد ترسره شي. دا ستره فریضه ده او د فرایضو تاج ګڼل کېږي. 

د خلافت تاسيس په قران، سنت او د صحابه وو په اجماع سره ثابت دی. الله سبحانه و تعالی په خپل کتاب کې رسول صلی الله عليه و سلم ته فرمايي:

﴿فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ﴾

[المائده: ۴۸]

ژباړه: ته ددوی تر منځ په هغه څه فیصله وکړه، چې الله سبحانه وتعالی درته لېږلي او د هغه حق په پرېښودلو سره چې تاته راغلی دی د دوى د غوښتنو پیروي مه كوه.

په يو بل ايت کې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ﴾

[المائده: ۴۹]

ژباړه: او ته د دوى په منځ كې په هغه څه سره چې الله درته نازل كړي دي فیصله كوه، ته د دوى د غوښتنو پیروي مه كوه او ته له دوى نه محتاط اوسه هسې نه چې دوى تا له ځینو (حكمونو) څخه واړوي، چې الله درته نازل كړي دي.

 

امام مسلم له نافي څخه روايت کوي، وايې عمر رضی الله عنه ما ته وويل چې د الله له رسول څخه مي واورېدل:

«مَنْ خَلَعَ يَدًا مِنْ طَاعَةٍ، لَقِيَ اللَّهَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا حُجَّةَ لَهُ، وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

   چا چې د امير له اطاعت څخه لاس واخيست، له الله سبحانه و تعالی سره به په داسې حال کې ليدنه وکړي چې د ځان لپاره به هيڅ دليل نه لري او هر هغه څوک چې د امير له بيعت پرته مړ شي، مرګ به يې د جاهليت وي.

رسول الله صلی عليه و سلم پر هر مسلمان ټينګار کوي، چې له امير سره بيعت وکړي او هغه صلی الله عليه و سلم د هغه چا مرګ چې د امير له بيعت پرته مړ شي، د جاهليت مرګ ګڼلی دی. د خلافت شتون پر هر مسلمان باندې بيعت واجبوي او بيعت يوازې له خليفه سره کېږي. امام مسلم له العرج او هغه له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي، چې رسول الله صلی الله عليه و سلم وفرمايل:

 «إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ»

په رښتیا سره امام ډال دی، تر شا يې جګړه کېږي او ځان پرې ساتل کېږي.

د اصحابو کرامو اجماع چې الله سبحانه و تعالی د ترې راضي شي د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر مړینې وروسته د خلافت تاسيس يوه جدي اړتيا وګڼله. یو په بل پسې یې د ابوبکر، عمر او د هغه ځای ناستي عثمان رضي الله عنهم سره بیعتونه وکړل. د الله د رسول د جنازې له ځنډولو څخه د صحابه کرامو اجماع له ورایه ښکاري، چې دوی د خليفه پر ټاکلو بوخت وو. له همدې څخه معلومېږي چې دوی د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک جسد دوې شپې په بستر کې پرېښود؛ ځکه هغه یې ستره فریضه ګڼله.

ټول اصحاب په ژوند کې د خلافت پر تاسيس موافق وو، که څه هم کله ناکله یې د خلیفه په ټاکنه کې اختلاف درلود. خو د خلافت په تاسيس کې یې هيڅکله هم اختلاف نه دی کړی، نه د رسول الله صلی الله عليه و سلم تر وفات وروسته او نه هم د نورو خليفه ګانو تر وفات وروسته. کله چې عمر رضي الله عنه د چاقو په مټ سخت ټپي شو، نو ده شپږ تنه لوی صحابه عثمان، علي، طلحه، زبېر، عبدالرحمن بن عوف او سعد بن ابي وقاص رضي الله عنهم ونومول او سپارښتنه يې وکړه که دوی د دریو ورځو په ترڅ کې د خليفه پر ټاکلو هوکړه ونه کړه، نو نیوکه کوونکی کس به وژل کېږي. له همدې امله ده رضي الله عنه ۵۰ مسلمانانو ته چې مشري يې ابو طلحه الانصاري کوله لارښوونه وکړه، چې نیوکه کوونکی کس به وژني.

اې د شام مسلمانانو! د خلافت تر ړنګېدو وروسته موږ مسلمانان په ناوړه حالت کې د کفري ښکېلاګرو تر مستقيم نيواک لاندې ژوند کوو، د دوی د لاسپوڅو ظلم او وحشت د خپلو بادارانو په پرتله پر مسلمانانو باندې لا ډېر زيات دی او همدا رنګه د حزبونو مشران هم د خپلو مخکنیو پر پلو قدم ږدي. حقيقت دا دی که موږ خلافت لرلی، نو کرغېړن پانګوال نظام به د مسلمانانو او بشريت ژوند له يوې پيړۍ راهيسې دومره نه وای ګواښلی.

اې د شام مسلمانانو! د شام انقلاب به هغه وخت بریالی او د شام وحشي واکمن او متنفر رژيم به هغه وخت نسکور شي، چې موږ الله سبحانه و تعالی ته را وګرځو. له هغه سبحانه و تعالی څخه بری وغواړو او يوازې له هغه څخه د ملاتړ او مرستې غوښتنه کړو، د هغه د امرونو پيروي او له نواهيو یې ډډه وکړو. له هغې وروسته چې ټولې نړۍ پر موږ بريد وکړ، نو موږ وايو هغه څوک چې الله لري، د هغه پر وړاندې څوک درېدلی شي؟ او هغه څوک چې الله نه لري د هغه ملاتړ به څوک کوي؟ موږ د حزب التحرير ځوانان امت ته رښتینې سلا او مشورې ورکوو، موږ رښتیا وایو او له الله سبحانه و تعالی څخه یوازې وېره لرو. له همدې امله موږ هر مهال له مبارزو، ګڼو سوالونو، تورونو او شکونو سره مخ يو، ان د سيکولرو رژيمونو له بريدونو سره. د ادليب تر لاریونونو وروسته چې په راتلونکې کې به هم دوام ولري، دغو لاریونونو زموږ ځواک او د الله سبحانه و تعالی مهرباني په ډاګه کړه. زموږ اخلاص او د الله سبحانه و تعالی ژمنه زموږ د ځواکمنتيا او بري نښه ده. اې د شام خلکو! سره يوځای شئ او په خپلو منځونو کې دا پرېکړه وکړئ چې دنبوت پر طريقه به خلافت تاسيسوئ او ژمنه وکړئ چې يوازې د خپل رب عبادت به کوی، له ده پرته به د بل چا عبادت نه کوئ، د هغه سبحانه و تعالی قانون به پلی کوئ او له هغه سبحانه و تعالی پرته به له هيچا وېره نه لرئ. الله سبحانه و تعالی د واکمنۍ سرچينه ده، هغه سبحانه و تعالی هغه چا ته واکمني ورکوي چې خوښه يې وي او له هغه چا څخه يې اخلي چې خوښه يې وي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ﴾

[الاعراف: ۱۲۹]

ژباړه: ښايي ستاسو رب ستاسو دښمن هلاك كړي او تاسو به په ځمكه كې خلیفه ګان (ځاى  ناستي) جوړ كړي، بیا به هغه ګوري چې تاسو څنګه عمل كوی؟ 

حزب التحرير- ولايه سوريه

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

فلسطین: له (۵۴-۵۳) ایتونو پورې د آل عمران مبارک سورت تفسیر

له (۵۴-۵۳) ایتونو پورې د آل عمران مبارک سورت تفسیر     

 "رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنزَلْتَ"           

   وړاندې کوونکی: ښاغلی شیخ یوسف مخازره (ابو الهمام) 

 ۱۴۳۹ه.ق، د شعبان ۲۲مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۸مه       

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: له مسجد څخه پیغام «خلافت، د تاسیسولو لپاره یې د کار کولو د فرضیت او د حرمت د تقصیر تر منځ!»

د ادلب په حومه، کللي ښارګوټي کې د استاد ابو عثمان الحمصی خبرې: «خلافت، د تاسیسولو لپاره یې د کار کولو د فرضیت او د حرمت د تقصیر تر منځ!»     

                                      ۱۴۳۹ه..ق، د شوال ۱۸مه، دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای دویمه

د مطلب ادامه...

د امت شئون خپرونه «د انګلیس او امریکا تر منځ شخړه ولې زموږ په خاوره کې دوام لري؟»

د خپرونې مېلمه: استاد اسماعیل عمیر (ابو البراء) 

                                                        د خپرونې وړاندې کوونکی: استاد هثیم الناصر (ابو عمر)

                                                       ۱۴۳۹ه.ق، د شوال ۱۶مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د جون ۳۰مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې