یکشنبه, ۲۹ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په ارمنستان کې سیاسي بدلونونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په ارمنستان کې سیاسي بدلونونه

(ژباړه)

پوښتنه:

د ارمنستان پارلمان د ۲۰۱۸م د مۍ په ۸مه دې هوکړې ته ورسېد چې نیکول باچینیان د لومړي وزیر په توګه وټاکي او په دې کار سره یې په روسیې پورې د تړلي دولت پر وړاندې په ارمنستان کې رامنځته شوي لاریونونه پای ته ورسول چې دریو اونیو څخه یې ډېر دوام درلود. له شک پرته د ارمنستان په سیاست کې د لومړي وزیر په توګه د دولت د مخکښ مخالف، باچینیان ټاکل لوی بدلون کڼل کېږي. پوښتنه دا ده چې د دغه سیاسي بدلون اندازه په کومه کچه ده او ایا دا په دې معنا ده چې په ارمنستان کې به د روسیې نفوذ پای ته ورسېږي؟ او ایا غرب (اروپا او مریکا) په دغه بدلون کې څه رول لري او که نه؟    

ځواب:

د موضوع د لا روښانتیا لپاره پر لاندې مسایلو رڼا اچوو:

۱ـ ارمنستان یو کوچنی هېواد دی چې ۴ میلیونه وګړي لري او په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد د ړنګېدو پر مهال خپلواک شو. جمهوري غوښتونکی حزب، چې وروستیو لاریونونو یې مشر له واکه ګوښه کړ، له ۱۹۹۹م څخه تر اوسه دغه هېواد رهبري کوي. د جمهوري غوښتونکي حزب رییس سیرج سیرکسیان له ۲۰۰۸م څخه راپه دې خوا د دغه دولت د پوره دوو دورو ریاست وکړ او د ده د واک ځینې ځانګړتیاوې دا دي چې په پارلمان کې یې د مخالفو حزبونو له شتون سره سره تر ډېره دیکتاتوري او په روسیې پورې تړلی حکومت وکړ. له هغه ځایه چې د دغه هېواد قانون یوه کس ته له دوو دورو څخه د زیات ریاست کولو اجازه نه ورکوي، ده د خپل واک د دوام لپاره په اساسي قانون کې بدلون راوست او د ولسمشرۍ مقام یې پر سمبولیک مقام بدل کړ او عملي واک یې لومړي وزیر ته ولېږداوه. د سیرکسیان د ریاست د دویمې دورې له پای ته رسېدو سره سم یې د لومړي وزیر پوسټ پر غاړه واخیست.

«د ارمنستان پارلمان، پخوانی ولسمشر سیرج سکیسیان د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکه. دغه اقدام به د دې لامل شي چې پر حکومت به د ده واک همداسې ټینګ پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د یریفان په ښار کې زرګونو کسانو د حکومت په راس کې د هغه د شاتون پر ضد پراخ لاریونونه وکړل. پالمان ۶۳ کلن سرکیسیان په ۷۷ موافقو او ۱۷ مخالفو رایو سره د هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکه. دا په داسې حال کې ده چې د لومړي وزیر په توګه د ده له ټاکلو څخه یوه اونۍ وړاندې د ده د ولسمشرۍ دویم پړاو پای ته ورسېد.» (سرچینه: النهار ورځپاڼه ۲۰۱۸م د اپریل ۱۷مه)

له ټکل کېدو سره سم یې پر وړاندې د خلکو لاریونونو زور واخیست، په ځانګړې توګه دې ته په پام سره چې د سرکیسیان د واک پر مهال ارمنیان له سختو اقتصادي فشارونو سره لاس او ګریوان وو او ډېر لږ کاري فرصتونه یې درلودل. د دغه حالت دلیل په لومړي قدم کې حکومتي فساد او په دویم قدم کې د خامو نفتو او ګازو د طبیعي سرچینو نشتون دی. دغه اپوزیسیون حزب «یلک» و، چې دغه چارې یې په ډاګه کړې او د ارمنستان د لاریونونو شغله یې تازه کړه، هغه لاریونونه چې په ډېرې چټکۍ سره یې د خلکو نوې مشري څرګنده کړه، چې د سیال نیکول باشینیان په شخصیت کې یې تمثیل کړه.

۲ـ په ارمنستان کې د لاریونونو تر ټولو مهم دلیل د سرکیسیان د حکومت پر مهال اقتصادي ناورین و. په ارمنستان کې اداري او مالي فساد د پخواني شوروي اتحاد د نورو غړو هېوادونو په څېر وینې زبېښي او په حکومتي کارځایونو کې تر دې کچې رشوت دی چې خلک ترې د نفس تنګۍ احساس کوي. خلک له واکمنۍ څخه د معیشتي دلایلو پر اساس ناخوښه وو او د سرکیسیان د واکمنۍ په دویم پړاو کې یې د دغه حالت پای ته رسېدو ورځې شمېرلې، ناڅاپه یې پام شو چې هغه د لومړي وزیر په توګه یو ځل بیا صحنې ته داخل شو او خپل واک ته یې دوام ورکړ. همدا و چې خلک یې د حکومت پر وړاندې راپورته شول او کار تردې کچې ورسېد چې دی استعفا کولو ته اړ شو او باشینیان چې له مخالف لوري څخه و د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. له هغه ځایه چې اقتصادي مسایل له زیات ارزښته برخمن دي او په ورته وخت کې په دیموکراسۍ پورې اړوند داخلي مسایل هم مطرح دي، نو نوي لومړي وزیر باشینیان د خپل حکومت له جوړېدو څخه لږ وروسته د اړتیا له مخې د پارلماني ټاکنو په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې پراخ اصلاحات رامنځته شي. هغه وړاندې ژمنه کړې وه چې ارمنستان به په اساسي ډول د دیموکراسۍ، د قانون د واک د زیاتوالي، له حکومتي ګټو څخه د شخصي ګټو د بېلوالي او د پانګوالۍ فضا د ښه والي په لور بیایي. (سرچینه: د ارمن شبکه ۲۰۱۸م د اپریل ۱۴مه) په دې اساس ښکاري چې په ارمنستان کې وروستيو سیاسي بدلونونو په لومړي قدم کې داخلي لاملونه او دلایل درلودل.

۳ـ غبرګونونه:

الف) امریکا د لاریونونو پر مهال اعلان وکړ چې وضیعت له نژدې څاري او ښکاري چې په دغه وخت کې یې په دغه هېواد کې د خپل نفوذ د پراخوالي لپاره د ممکنو فرصتونو په لټه کې وه. کله چې باشینیان د لومړي وزیر په توګه وپېژندل شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیذر نوایرت د سه شنبې ورځې په پای کې په بیانیه کې داسې وویل: «متحده ایالات نیکول باشینیان ته د ارمنستان د نوي لومړي وزیر په توګه د ده د ټاکل کېدو مبارکي وایي.» هغه زیاته کړه: «موږ د ارمنستان له نوي حکومت او خلکو سره د همکارۍ په توګه دګډ فعالیت هڅه کوو په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو لپاره په مهمو برخو یعنې د تجارتي زمینې د زیاتوالي، د دیموکراسۍ د واکمنېدو، د قانون د واکمنېدو او د سیمې او نړۍ د امنیت په راوستلو کې.» (سرچینه: د ارمنستان خبري سایټ ۲۰۱۸م د مۍ ۹مه)

ب) اروپا خپل موقف د ارمنستان له نوي لومړي وزیر سره د اروپایي اتحادیې د بهرنیو، سیاسي او امنیتي چارو د استازي فدریکا مادروني په ټلیفوني اړیکې سره پیل کړ. په هغې مطبوعاتي اعلامیه کې چې د اروپا له ادرس څخه خپره شوه مادروني له باشینیان څخه وغوښتل چې په یوه ممکنه لومړي فرصت کې له بروکسل څخه لیدنه وکړي. په دغې بیانیه کې ویل شوي دي: «د اروپایي اتحادیې لوی استازي فدریکا مادروني او د دغې اتحادیې د رییس مرستیال نن ورځ له غرمې وروسته له نیکول باشینیان سره د ټلیفوني اړیکې له مخې د ارمنستان د لومړي وزیر په توګه د هغه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه. دواړو لورو د اروپایي اتحادیې او ارمنستان تر منځ د ګډ فعالیت په ارزښت موافقه وکړه او مادروني له باشینیان سره د لیدنې غوښتنه وکړه او له هغه څخه یې په ممکن نژدې فرصت کې بروکسل ته د سفر کولو غوښتنه وکړه.» (سرچینه: ARMENPRESS ۲۰۱۸م د مې ۹مه)

ج) د روسیې غبرګون داسې و، چې د ۲۰۱۸م د مې په ۸مه د لومړي وزیر په توګه د باشینیان له ټاکلو څخه لږ وروسته، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باشینیان ته د مبارکۍ د پیغام په لېږد سره هیله څرګنده کړه، چې د ده اقدامات د روسیې او ارمنستان تر منځ د ګډو اړیکو د ځواکمنېدو لامل شي او د خپلواکو هېوادونو د اړیکو په اډانه کې د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزو همکاریو، د اوراسیا د اقتصادي اتحادیې او د ډله ییز امنیت د تړون سازمان ته پراخوالی ورکړي. باشینیان هم وړاندې ویلي وو، چې دی له روسیې سره د خپل هېواد د ستراتیژیکو او نظامي همکاریو په ګډون باوري و او دغه شراکت د ارمنستان د دولت د امنیت اساس ګڼي. هغه د ارمنستان د پارلمان په یوې ځانګړې ناسته کې وویل: «له روسیې سره ګډې ستراتیژیکې اړیکې به د ارمنستان له کاري لومړیتوبونو څخه وي.» هغه همداراز وویل: «ارمنستان به هېڅکله د اوراسیا د ډله ییز امنیت د تړون له سازمان او اقتصادي اتحادیې څخه، چې روسیه، قزاقستان، بلاروس، ارمنستان او قرغیزستان پکې شامل دي، ونه وځي.» (سرچینه: د نن ورځې د روسیې راپور ۲۰۱۸م د مۍ ۸مه)

باشینیان په ارمنستان کې د روسیې د اندېښنې د کمولو لپاره وویل: «هغه سیاسي تګلاره چې په ارمنستان کې پیل شوې ده په هېڅ ډول شکلي او جوهري جیوپولیټیکي جوړښت نه لري. موږ په خپلو دغو حرکتونو کې په هېڅ ډول د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د ګټو د ساتلو هڅه نه کوو، بلکې د ارمنستان او د هغه د خلکو د ګټو د ساتلو هڅه کوو. هغه زیاته کړه: «زموږ لاریونونه هېڅکله د روسیې پر وړاندې نه و او د اوکراین د بدلونونو یوه ځانګړتیا هم نه لري.» (سرچینه: DARAJ د ۲۰۱۸م، د مې ۱)

۴ـ په دې اساس ښکاري چې روسیه تر اوسه په ارمنستان کې د خپل نفوذ د ساتلو فرصت لري او همدا دلیل دی چې د روسیې ولسمشر له باشینیان څخه د دعوت غوښتنه وکړه، چې له ده سره په سوچي کې لیدنه وکړي. په لومړۍ لیدنه کې چې د دواړو له لوري وشوه د ارمنستان نوي لومړي وزیر نیکول باشینیان په خپلو خبرو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ته وویل: دی علاقه‌من دی چې له روسیې سره د خپل هېواد اړیکې په نظامي برخه کې پراخې کړي او هېڅ څوک د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو په ارزښت کې شک نه لري. (سرچینه: د رویټرز راپور ۲۰۱۸، د مې ۱۴مه) باشینیان وویل: «زه باور لرم چې په ارمنستان کې حتا یو کس هم له روسیې سره د ارمنستان د اړیکو په ارزښت کې شک نه کوي او هېڅکله به شک هم ونه کړي. موږ قصد لرو چې په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزه برخه کې د دغو اړیکو نوی پړاو پیل کړو. د ارمنستان نوي مشر په هېواد کې د وروستیو بدلونونو پر وړاندې د روسیې موقف نیولو ته په اشارې سره، وویل: «زموږ خلک په ارمنستان کې د وروستي سیاسي ناورین په بهیر کې د روسیې متوازن موقف نیول په عالي ډول ستایي.» (سرچینه: د نن ورځې روسیې راپور ۲۰۱۸م د مې ۱۴مه) 

یو له هغو دلایلو څخه چې روسیې ته په ارمنستان کې د نفوذ د ساتلو فرصت ورکوي، هغه څه دي چې کولی شو «د ارمنستان غوټه » یې وبولو. دغه ټینګه غوټه ارمنستان ته اجازه نه ورکوي چې روسیې ته شا کړ، ځکه چې ارمنستان په داسې یوه جغرافیه کې پروت دی، چې مسلمانانو احاطه کړی او په دوامدار ډول له دغه اسلامي چاپېریال څخه د وېرې احساس لري، لکه څنګه چې له یوې خوا له آزربایجان سره ګډه پوله لري، هغه ځای چې هلته تل د ناغورني کاراباخ د اقلیم پر سر اخ و ډب دوام لري، له بلې خوا له ترکیې سره ګډه پوله لري؛ هغه ځای چې ارمنیان یې د شلمې پېړۍ پر لویو وژنو باندې تورنوي او وایي چې هغه د دوی کار و او له بل لوري له ایران سره ګډه پوله لري. ارمنستان که څه هم له جغرافیوي پلوه له روسیې سره مستقیمه اړیکه نه لري، خو د جورجیا په واسطه د روسیې له جنوبي لوري څخه سره بېلېږي او د جورجیا د اسلام غوښتونکو د بېلوالي په کړکېچ کې سخت ښکېل دی، لکه څنګه چې په چیچن کې پېښ شول، خو روسیه ارمنستان ته تر ټولو د نژدې نړیوال ځواک په صفت د سیمې د اسلام غوښتونکو د سېلاب پر وړاندې ارمنیانو ته د امنیت احساس ورکولی شي، لګه څنګه چې روسیې د ارمنستان له خپلواکۍ وروسته تل له نظامي اړخه ورسره مرسته کړې، په ځانګړې توګه د اذربایجان پر وړاندې یې د ناغورني کاراباخ په مسله کې او همداراز له ارمنستان سره یې د پورونو په ورکړه، له بدل پرته په مرستو او د سون او ګازو په انرژۍ کې یې ورسره مرسته کړې ده.

نو ځکه ارمنستان کمزوری اقتصاد لرونکی او پر بهرنیو مرستو ولاړ هېواد دی. ارمنستان له اسلامي خطرونو څخه د خپل ځان د ساتلو په موخه د روسیې په ځواک پورې سخت تړلی او باوري دی او همدا دلیل دی چې په ارمنستان کې د روسیې نظامي اډې او د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیک ګډون یې د ارمنستان د بهرني سیاست مهم اساس ګڼلی دی. ځینې شعارونه چې په دغو لاریونونو کې په ارمنستان کې د روسیې د نظامي شتون پر وړاندې ورکول کېدل او د روسیې د نظامي اډو د ایستلو غوښتونکي وو، د هغو کسانو لخوا وو چې د باشینیان اصلي څېره یې په ښه توګه نشوی پېژندلی او په احساساتي ډول یې شعار ورکول، ځکه هغوی له روسیې د هغه د تل پاتې نظامي دوستۍ له څرګندونو بې خبره وو.

لنډه دا چې د ارمنستان لاریونونو داخلي رنګ او بوی درلود، چې مخالف لوری واک ترلاسه کړي. مخکنی واک که هر څومره په روسیې پورې تړلی و، خو د لاریونونو لوی ځواک روسیه اړ کړه چې د نژدې او ډېر نژدې تر منځ نژدې وټاکي او همدا دلیل و چې د لاریونونو پر څپه سپره شوه او مخالف لوری یې ومانه او په ورته وخت کې باوري وه چې غرب په ارمنستان کې د روسیې نفوذ په اسانۍ سره نشي له منځه وړلی. په هغو دلایلو چې وړاندې ورته اشاره وشوه، خو له هغې سره سره تمه نه کېږي چې غرب په ځانګړې توګه امریکا د ارمنستان میدان  یوازې روسیې ته پرېږدي، لکه څنګه چې له نړیوالو استعماري شخړو څخه معلومه ده چې قربانۍ ته د رسېدلو لپاره له خبیثانه او ګڼ شمېر اسلوبو څخه ګټه اخلي.

Last modified onشنبه, 07 جولای 2018

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې