- سلسلة نظرة على الأحداث -
- خپور شوی په ویډیوګانې
سلسلة من اللقاءات الأسبوعية تتناول أهم القضايا والأحداث المستجدة
سلسلة من اللقاءات الأسبوعية تتناول أهم القضايا والأحداث المستجدة
يسر المكتب الإعلامي المركزي لحزب التحرير من خلال هذه الصفحة أن يسلط الضوء على كل عدد جديد يصدر من جريدة الراية ليبرز الخير العميم الذي فيه، فكونوا معنا..
اللهُ أكبرُ، اللهُ أكبرُ، اللهُ أكبر، لا إله إلا الله... اللهُ أكبرُ، اللهُ أكبر، وللهِ الحمد
الحمدُ للهِ والصلاةُ والسلامُ على رسولِ اللهِ وعلى آلِه وصَحْبِهِ ومَنْ والاه، وعلى مَنْ تَبِعَهُ فترَسَّمَ خُطاه، فجعلَ العقيدةَ الإسلاميةَ أساساً لِفِكْرَتِهِ والأحكامَ الشرعيّةَ مِقياساً لأعمالِهِ ومَصدراً لأحكامِهِ، أمّا بعد...
الجمعة، 10 ذو الحجة 1438هـ الموافق 01 أيلول/سبتمبر 2017م
الأربعاء، 08 ذو الحجة 1438هـ الموافق 30 آب/أغسطس 2017م
موږ ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول د افغانستان مسلمان ولس ته د زړه له کومي د قربانۍ د نېکمرغه عيد مبارکي وايو. الله سبحانه وتعالی دې زموږ او ستاسو د ذوالحجې د لومړۍ لسيزې طاعات، عبادات، حج او قربانۍ ټول په خپل دربار کې قبول کړي.
الله سبحانه وتعالی چې د ځمکې پر مخ انسان ته کومه موخه ټاکلې هغه ابتلا (آزموينه) ده، ترڅو انسان خپل ځان او نورو ته افشا او اخروي برخليک يې معلوم شي.
د قربانۍ نېکمرغه عيد د الله سبحانه وتعالی د فرمان پر وړاندې د سیدنا ابراهیم علیه السلام د ابتلا یوه بېلګه ده، ترڅو خپل یوازنی زوی او د زړه ټوټه اسماعیل عليه السلام قرباني کړي؛ چې په پایله کې ابراهیم علیه السلام د الله سبحانه وتعالی له دې ابتلا سرلوړی او بریالی راووت.
موږ اسلامي امت د سیدنا ابراهیم علیه السلام په څېر له خورا لویې ابتلا سره مخ یو؛ داسې ابتلا چې کفر پر موږ حاکم شوی او د پانګوالۍ او سیکولرېزم ارزښتونه، چې د حکومتولۍ او سیاسي جوړښت په برخه کې د بشر د ژوند په چارو کې د خالق هر ډول مداخله ردوي، پر موږ واکمن دي. دا زموږ ابتلا ده چې د یوې سیاسي ایډيولوژۍ په توګه د نبوت پر منهج د خلافت دولت په اډانه کې د اسلام د حاکمیت لپاره د همت ملا وتړو او مټې راونغاړو. دا خورا برخلیک ټاکونکې ابتلا ده، چې زموږ اخروي او حتی دنیوي برخلیک ټاکي. دلته پرېکړه زموږ ده، چې کومه لار غوره کړو؛ د کفر د حاکمیت لار که د اسلام. د الله سبحانه وتعالی د دین د حاکمیت لپاره د مبارزې د لارې ټاکنه به موږ د ابراهیم علیه السلام غوندې د الله سبحانه وتعالی په ابتلا کې کامیاب او د حشر په ورځ به مو سرلوړي کړي. خو په دې چاره کې هر ډول ناکامي مو د دنیا د زیان او په آخرت کې د جهنم د اور لامل کېږي. انتخاب له موږ او تاسو سره دی، اې اسلامي امته!
والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
(ژباړه)
خبر:
چین خپله لومړنۍ بهرنۍ یا له پولو بیرون نظامي هډه په جیبوتي هېواد کې په شانداره نظامي مراسمو او خپلې جنډې په پورته کولو پرانیسته. د د ولتي رسنیو د رپوټ پر اساس، د سه شنبې په مراسمو کې له ۳۰۰ زیاتو کسانو ګډون کړی و؛ په ګډونوالو کې د چین د سمندري ځواکونو مرستیال تیان ژونګ او د جیبوتي هېواد د دفاع وزیر هم ګډون درلود. دغه پېښه د اګېسټ پر لومړۍ د چین پوځ او د خلق چین آزادي بښونکي پوځ د تاسیس نوییمې کلیزې سره په یوه وخت همغږې شوې وه.
چین تېر کال د دغې هډې د جوړولو کار پیل کړ. دا هډه د هغو وسله والو سمندري ځواکونو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ده چې د یمن او سومالیا سواحلو ته نیږدې د سولې ساتلو او بشردوستانه مرستو لپاره کار کوي. هغه ښار چې شاوخوا اته میلیونه انسانان کورونه پکې لري. جیپوتي همدارنګه د امریکایي، فرانسوي او جاپاني پوځیانو کوربه دی. جیبوتي د هند اقیانوس شمال لوېدیځې څنډې ته پروت هېواد دی، چې د هند د انديښنې لامل شوی. چارواکي او سیاسیون وېرېږي، چې چین غواړي د بنګله دېش، میانمار او سریلانکا په ګډون په یو لړ نظامي اتحادیو به هند محاصره کړي. جیبوتي د سمندري ځواکونو لومړنۍ هډه ده، چې له چین هېواد څخه بهر جوړه شوې. که څه هم بېجېنګ دغه هډه د یوه لوجیستیکي یا تدارکاتي مرکز په توګه معرفي کړې.
د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د خپلې قدرت غوښتونکې نظامي ارتقا په برنامې، د نظامي عملیاتو لپاره د چیني ځواکونو د پیاوړتیا په شمول، له چین څه اخوا څارنه کوي. شي جېن پېنګ په بېجېنګ کې د حکومت مشرانو او د چین د آزادي بښونکي پوځ (PLA) غړو ته وویل: «د چین خلک سوله غواړي او موږ په بشپړ ډول د حملې او پراختیا په لټه کې نه یو.» نوموړي د چین ازادي بښونکي پوځ د بنسټ د معرفي کولو په اړه یوه وینا کې وویل: «په هر حال، موږ بشپړ ډاډ لرو، چې د هر ډول تېرې پر وړاندې به بریالي شو.»
جیبوتي یو بې ثمره او کوچنی هېواد دی چې د اتیوپي، ارتیرې او سومالیا په منځ کې موقعیت لري. د سهېل له خوا سرې بهېرې ته ورننوتی او د سویس کانال په مسیر کې واقع دی. د ډيپلومات مجلې په راپور، د چین او جیبوتي تر منځ هوکړه لیک په جیبوتي کې د چین حضور تر ۲۰۲۶م کال پورې په شاوخوا ۱۰زرو سرتېرو تضمینوي. بیجېنګ په ټوله افریقا کې ډېرې زېربنایي پانګونې کړې؛ ځکه چې دوی د نویو بازارونو او طبیعي سرچینو په لټه کې دي. چینې بانکونو په جیبوتي کې لږ تر لږه ۱۴ پروژې لاسته راوړې، چې ټولټال ۱۴،۴میلیاده ډالره ارزښت لري. په دې پروژه کې د رېل پټلۍ هم شامله ده چې د حیبوتي له جنوب څخه به د اتیوپیا، ادیس آبابا سیمې ته د ترانزیت او انتقالي بارونو چټکتیا دوه برابره کړي. (سرچینه: News agencies)
تبصره:
چینپه پانګوالۍ – د پانګوالۍ نظام له پلي کېدو چې رهبري یې د دنګ شیایویینګ په لاس کې وه ــ د خپل سفر له پیله تر اوسه ډېر پرمختګ کړی دی. نن چین د هر هغه څه د تولید وړتیا لري، چې غرب یې تولیدوي. دغه هېواد نړیوال حضور لري، اوس د پراخوالي په حال کې دی او نظامي توان لري.
چین له ټیکنالوژۍ او په خپل لاسو جوړو وسلو څخه په ګټه اخیستنې، د غربي استعمارګرانو د ستراتیژۍ پیروي کوي، د دوی په تقلید په بهرنیو هېوادو کې نظامي هډې جوړوي، تر څو د خپلو خلکو ګټې خوندي کړي. له عربستان غوندې هېوادونو سره په پرتلې، چې هغوی هم د خپل نظامي ځواک د پياوړي کولو په لټه کې دي؛ نه د اسلامي امت او اسلام؛ بلکې عرب او هغه هېوادونه چې د دوی پیروي کوي، یو له بل سره یو ځای کار کوي او د یهودو دولت او د اسلام د دښمنانو د اجنډا ملاتړ کوي. نو پر دغه اساس موږ هغوی وینو چې د قطر مسلمانان یې وېشلي او د یمن زرګونه مومنان یې محاصره کړي او بمباروي يې.
بې حده د شرم وړ خبره ده، چې دغه فاسد چارواکي په مرګونو وسلو او تجهیزاتو، چې له غربه یې پېري، د مسلمانانو د وژلو، وهلو او پر هغوی د ظلم سبب کېږي. نو دوی غلبا خپل غربي باداران خوشالوي او غني کوي یې، په داسې حال کې چې د غربي برنامو پلې کېدل د اسلامي امت د بدبختۍ سبب کېږي.
له هغه ټول ثروت او ډېر مال سره سره چې الله سبحانه و تعالی يې خاورو ته وربښلی او برکت یې ورکړی؛ بیا هم حکام اسلام ته نږدې شوي نه دي. ایا دوی د الله سبحانه و تعالی له متعددو نښو نښانو عبرت نه دی اخیستی، چې هېر کړي یې دي چې، الله سبحانه و تعالی څنګه له دوی څخه مخکیني ویاړلي او سرلوړي خلک نابود کړي؟
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ﴾
[ممتحنة: ۱]
ژباړه: ای مؤمنانو! زما او خپل دښمنان په دوستۍ مه نیسئ. تاسو هغوی ته محبت ښکاره کوئ، په داسې حال کې چې هغوی پر هغه حق ایمان نه لري، چې تاسو ته راغلی. پيغمبر او تاسو پر الله، چې ستاسو رب دی، د ایمان راوړو له امله له خپل ښار او استوګنځي څخه بهر کوي. که تاسو زما په لاره کې د جهاد او زما د رضا لپاره هجرت کړی وي او له خپل ټاټوبي بهر راوتي وئ؛ (له دوی سره د دستۍ اړیکه مه ټينګوئ)، په پټه به هغوی سره دوستي مه کوئ. زه پر هغه څه چې پټوئ يې یا ښکاره کوئ، له ټولو ښه پوهېږم. هر څوک چې له تاسو څخه داسې وکړي، له نېغي لارې کوږ شوی.
د نجد حکامو او دوستانو یې هېر کړي، چې باید یوازې له الله سبحانه و تعالی څخه ووېرېږي. د دوی دنده د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د امت ساتنه ده، هغه امت چې دوی ادعا کوي، چې ورپورې اړوند دي. دوی باید د اسلام له تګلارې او برنامو کار واخلي، د اسلام سیاسي قدرت بېرته راوګرځوي او له خپلو وسلو او پوځ څخه د فلسطین د ازادۍ او د اسلامي هېوادونو د ساتنې او اتحاد لپاره کار واخلي.
لیکوال: محمد حمزه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
(ژباړه)
د بشر د تاریخ له لومړیو او حتی له هغه وخته چې الله سبحانه و تعالی، ځمکه بشر ته په میراث پرېښې، د ملتونو تر منځ جګړه د یوه اصل په توګه شته او دغه جګړه له دوو حالتونو بهر نه ده: لومړی له مشرۍ او سرورۍ سره مینه او پر هغه ویاړ، لکه د ایډیولوژۍ له سیادت او له خپرولو سره يې د مسلمانانو مینه؛ لکه څنګه چې یو وخت اسلامي دولت دا کار کاوه او ۱۳سوه کاله یې دوام وکړ. دغه راز د ملتونو د مشرۍ مینه؛ لکه ایټالیا او نازي المان چې درلوده. دویم؛ مادي ګټي لاسته راوړل.
د اسلامي دولت او شوروي اتحاد په زوال، هغه انګېزه چې نړۍ یې رهبري کوله، د مادي ګټو لاسته راوړلو په بدل کې کمزورې شوه او اوسنی د زړه سوي حالت یې پایله ده، چې د نبوت پر منهج خلافت تر راتګه به دوام ولري؛ ځکه خلافت پر نړیوالو جګړو او د قدرتونو تر منځ جګړو باندې اغېز ښندي او په راتګ به یې د ایډیالوژۍ د سیادت او په پیروانو کې یې د خپرولو مینه منځ ته راځي، سره له دې چې اوس د نړۍ مشري د امریکا په لاس کې ده او نړۍ ناوړه لوري ته بیایي.
د دولتونو تر منځ د جګړې تر ټولو خطرناکه انګېزه، د استعمار او د هغه د ډولونوانګېزه ده؛ ځکه همدا استعماري انګېزه ده، چې د لویو او کوچنیو جګړو او دوو نړیوالو جګړو، د خلیج جګړې، د افریقا، افغانستان او عراق جګړو سبب شوې ده. همدا استعماري انګېزه ده، چې تر اوسه په نړۍ کې د شته اصلي ستونزو، ناورینونو او جګړو لامل شوې. په اسلامي نړۍ کې د امریکا او انګلیس تر منځ سیالي، په ځانګړې توګه په یمن کې، چې پر مادي سرچینو او طبیعي شتمنیو ولکه او استعمار دی، دومره ناوړه حالت ته روانه ده چې په یمن کې د اوسنیو خونړیو جګړو لامل شوې او تر اوسه زرګونه یمني وګړي د ددغه وحشتناکې جګړې قرباني شوي.
په یمن کې روانه جګړه د بېګناه خلکو د وینو تویولو، لوږې، درد او غم، سختو بلاوو، وبا ناروغۍ، کولرا ناروغیو او همدارنګه د بېوزلۍ او بېکارۍ د زیاتېدو سبب شوې ده. په یمن کې جګړه لا رانه ده او هېڅ داسې نښه نشته چې د دغې جګړې د پای ته رسېدو دلیل وي؛ بلکې د دغې جګړې انګېزه او دوام، طبیعې ګټې او زېرمې دي، ریښتیا هم دغه یوه نوې استعماري انګېزه ده. په همدې دلیل په یمن کې د قدرتونو تر منځ جګړه نامالوم لوري ته روانه ده.
له بلې خوا د غربي پلانونو د عملي کولو لپاره سیمه ییز دولتونه هم د جګړې سبب دي. ایران کوښښ کوي چې یمن لکه مخکې له اسلامه د خپلې فارسي پروژې برخه وګرځوي. سعودي بیا ګومان کوي چې یمن د دوی تر څنګ پروت بڼ دی، د همدې لپاره سعودي په یمن کې د امریکا موخې پلې کوي او هڅه کوي چې امریکا په دې قانع کړي چې یمن د دوی په ګاونډ کې دی او نه غواړي چې ایران د دغه هېواد په چارو کې مداخله وکړي؛ ځکه ایران غواړي چې حوثیان په یمن کې قدرت ته ورسوي.
خو امارات یمن ته د خلیج د دروازې په سترګه ګوري او کوښښ کوي، چې هلته د امریکا نفوذ زیات شي او په خلیج کې د حوثیانو پرمختګ، خطر بولي. نو امارات په دې هڅه کې دي چې د حوثیانو نفوذ کم او قدرت د انګلیس د نفوذ په دوام لکه څنګه چې مخکې و، د صالح په ګټه وګرځوي. په یمن کې د قبيلوي او فرقه یي جګړو اور دومره تېز شوی، چې هڅه کېږي چې د فرقه یي جګړې اړخونه د سیاسي منځني حل په رنګ او بوی د لویو قدرتونو لکه، امریکا، انګلیس او سیمه ییزو قدرتونو پروژې پلي کړي. د همدې لپاره هره ډله کوښښ کوي چې رسنۍ، پوځ او تعلیمي منهجونه د مذهبي او فرقه یي موخو لپاره په لاس کې واخلي. د لا ډېر وضاحت لپاره، د یمن جګړې په اړه لاندې ټکي اړین دي:
۱. د بحري بندرونو خوا ته د جګړې زیاتوالی: هره ډله چې د لویو غربي ځواکونو ملاتړ ورسره دی، کوښښ کوي، چې روانه جګړ په لاس کې واخلي او د بحري بندرونو خوا ته یې یوسي. بحري جګړې خوا ته وړونکې اوسنۍ ډلې د حوثیانو او صالح همپیمانان دي، چې وسله او کومکي مواد ورته را قاچاق کېږي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټیلرسن غواړي، چې د جان کېري مخکینۍ طرحه چې د حدیده بندر تسلیمي ده، بیا را ژوندۍ کړي، چې درېیمګړي ته ور رسېږي. له دې سره به امریکا لومړی کس وي، چې د درېیمګړي په صورت کې به يې سیاست په پام کې ونه نیسي او وبه يې نه مني.
۲. د ګټو او اموالو په لاسته راوړلو کې سبقت: په یمن کې حاکم نظام د خلکو اړیکې د مصلحت پر بنسټ تنظیم کړې او دغه مصلحت پر خلکو د اغېز اساسي محرک دی، خلک یې مصروف کړي او یا يې هم داسې حیران کړي، چې خپله او اولادونه يې د استعماري دولت په خدمت کې دي. ښکاره ده چې ښکېلو ډلو، د پیروانو د جذب لپاره دغه جګړه پر یوه قومي، وطني، مذهبي او طایفي جګړه بدله کړې او خلک د جګړې د سون توکي دي. اصلي جګړې یې پر دې جګړې پوښلې، تر څو د دې جګړې ګټه، چې د جګړې اصلي طراحانو ته رسېږي، پټه کړي.
نو د دې جګړې د دوام انګېزه یوازې استعماري انګېزه ده او د زیاتېدو انګېزه یې قومي، وطني، طایفي او مصلحتي ده. دا انګېزې د دې سبب شوې چې د جګړې اور نور هم تېز شي، دوام پیدا کړي او هېڅکله ونه درېږي؛ تر هغه چې د امریکا او انګلیس غوندې قدرتونه پر یوه سیاسي حل هوکړې ته ونه رسېږي. نو د یمن خلک باید د استعماري دولتونو مزدوران، چې پر دوی حاکمیت کوي، ونه مني او په حزب التحریر کې له خپلو وروڼو سره یوځای د راشده خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي؛ تر څو د استعمار مزدوران له واکه وغورځوو او راشده خلافت تاسیس شي. دې موخې په رسېدو به هم د دنیا عزت او هم د آخرت کامیابي، چې لویه کامیابي ده، لاسته راوړو.
لیکوال: شایف الشرادي