پنجشنبه, ۳۰ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

واقیه ټلویزیون: ژوندې خبرې اترې (د عثماني خلافت په هکله د توکم پالونکو خبرو ته ځواب)

د واقیه ټلویزیون له خوا د (د عثماني خلافت په هکله د توکم پالونکو خبرو ته ځواب) تر سرلیک لاندې ژوندۍ خبرې اترې چې له لاندې مېلمنو سره تر سره شوي تاسو ته وړاندې کیږي: د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر مهندس صلاح الدین عضاضه (ابو محمد) او د ولایه لبنان حزب التحریر غړی استاد قدیر احمد القصص.

پنج شنبه، ۱۴۴۱ د محرم ۱۳مه / ۲۰۱۹ د سپټمبر ۱۲مه

د مطلب ادامه...

واقیه تلویزیون: عاجل پیام (د توطیې لپاره ملاتړ او د شام د انقلاب حالت)

واقیه ټلویزیون – عاجل پیغام

(د توطیې لپاره ملاتړ او د شام د انقلاب حالت)

له سیاسي مفکر احمد الخطواني څخه (ابو حمزه)

بیت المقدس – مبارکه خاوره (فلسطین)

پنج شنبه، ۱۴۴۱ د محرم ۶مه / ۲۰۱۹ د سپټمب ۵مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: په العاب پوځ ځای کې د (له الله پرته هېڅ ضامن نشته او له هغه پرته ټول ضامن کسان به نه وي.) تر سرلیک لاندې لاریونونه

حزب التحریر ولایه سوریې د ادلب په العاب پوځ ځای کې د (له الله پرته هېڅ ضامن نشته او له هغه پرته ټول ضامن کسان به  نه وي.) تر سرلیک لاندې لاریونونه تر سره کړل.

جمعه، ۱۴۴۱ د محرم ۲۱مه / ۲۰۱۹ د سپټمبر ۲۰مه

د مطلب ادامه...

په یمن کې د سولې او پخلاینې د باران لومړی څاڅکی، د الله سبحانه و تعالی د حکم خلاف امر کوي

  • خپور شوی په یمن

د سولې او پخلاینې کمېټې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۸مه په صنعا ښار کې د لومړۍ ناستې په خبرو اترو کې د نوموړې کمېټې مشر یوسف عبدالله الفیشی وویل: «راځئ په ډيموکراتیک ډول د خبرو اترو، سولې او ملي اجماع له لارې خلکو ته ور وګرځو». دا خبر د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر په ۹مه د ثورة ورځپاڼې له لوري هم خپور شوی و.

حوثیانو په دغو چیغو «قران او د الله سبحانه  وتعالی قانون» د خلکو غوږونه کاڼه کړل. دوی دې ته لاره هواروي چې دین له ژوند څخه بېل کړي او غواړي په یمن کې د غربي کپیټلیسټي بنسټ له زړه څخه راوتلې پخلاینه وشي. دوی د رښتني اسلامي نظام لپاره کار نه کوي، چې پر ځمکه د اسلام دین حاکم کړي او هغه نظام چې سرچینه یې له اسلامي مفکورو څخه اخیستې وي. دوی باید د هغه اسلام ملاتړ وکړي، چې د اسلامي دولت اساس او بنسټ بلل کېږي.

د دې لپاره چې خلک سره راټول کړي، خپلواکي رامنځ ته کړي او الله سبحانه و تعالی ته وروګرځي، د هغه اوامرو ته غاړه کېږدي او له هغه څه چې الله سبحانه و تعالی منع کړي ډډه وکړي او همدا راز اسلامي قانون (شریعت) پلی کړي؛ دوی ځي د قدرت  سرچینو ته او د هغوی پر بنسټ ښه او بد ټاکي! د دې پر ځای چې قانوني سرچینو ته سر ورښکاره کړي، حلال او حرام یو له بل څخه بېل کړي، له حرامو ډډه وکړي او له مکروه کارونو څخه لاس واخلي، د اکثریت په پلمه هوس او نفسي غوښتنو ته لاره هواروي او غواړي چې له ډيموکراټيکو لارو چارو کار واخلي. دوی خلک د جمهوري نظام منلو ته رابولي، هغه نظام چې اساس یې له مخکې اېښودل شوی دی. دوی غواړي چې خلک باید بل دولت ته زړه ښه نه کړي. دا ټولې فدرالي پروژې دي، چې د لويدیځ له لوري په بېلا بېلو سیمو کې پلې کېږي. د دې پر ځای چې حقیقت ته وګوري او د اسنادو په قوت سره د الله سبحانه و تعالی له امر سره سم خلافت د حکومتي نظام په توګه ومني؛ دوی راځي د اکثریت په پلمه اخ و ډب ته لاره هواروي.

که د باران لومړۍ برخه یو څاڅکی وي، د سولې او پخلاینې وروستی څاڅکی به یې څه شی وي، په داسې حال کې چې د الله سبحانه و تعالی له حکم پرته امر یې لومړۍ برخه وي؟!

اې د یمن خلکو، اې مومنانو! هغه څوک چې د دوی لپاره ښه سلاکار وي او په دې هم پوهېږي چې حوثيان د څه لپاره بلنه کوي، په کوم دلیل د هغوی د غوښتنو پر وړاندې چوپ پاتې شي؛ ایا د حق غږ پورته نه کړي او د ژوند په چارو کې د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پلي کېدل و نه غواړي؟ حوثیان خو دوه سرونه نه لري؛ چې یو یې د ژوند په ټولو چارو کې د الله سبحانه و تعالی د قانون پلي کول غواړي او بل یې بیا ګناه کوي لکه، څنګه چې د الفیشي په خبرو کې له ورایه ښکاري، چې د ژوند په ټولو چارو کې یې د له الهي قانون پر ځای د بشري قانون پلي کول غوښتل. ایا تاسو کوم داسې معقول سړی لرئ، چې د حقیقت غوښتنه وکړي؛ په داسې حال کې چې دا کار به ښايي له کړاوونو څخه ډک هم وي؟!

لکه څنګه چې موږ حزب التحریر تل وایو، چې د الله سبحانه و تعالی حکم پر ټولو مسلمانانو واجب دی. دوی باید ژر تر ژره د نبوت پر اساس هغه راشده خلافت تاسیس کړي، چې الله سبحانه و تعالی یې له موږ سره ژمنه کړې ده. هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ

[غافر:۵۱]

ژباړه: له شک پرته، چې موږ له خپلو پيغمبرانو او مومنانو سره هم په دې دنیا کې او هم په هغه ورځ مرسته کوو، چې شاهدان به شاهدي ورکوي.

او پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې هم په اړه زیری ورکړی دی، چې فرمایي:

«ثٌمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ...»  

ژباړه: بیا به خلافت د نبوت په تګلاره راګرځي....

د حزب التحریر-ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

له هندو دولت سره ګډ فوځي تمرینات؛ د اشغال شوي کشمیر له مظلومو مسلمانانو سره خیانت دی

  • خپور شوی په پاکستان

د باجوا-عمران رژیم به له هند او نورو هېوادونو سره په ګډو پوځي تمریناتو کې برخه واخلي. په داسې حال کې چې هندو دولت په ډېره سپین سترګۍ سره د اشغال شوي کشمیر پر خلکو بریدونه کوي. نارینه یې شکنجه کوي او ښځینه وو ته یې سپکاوی کوي. «ISPR» د ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر په ۱۷مه تایید کړه، چې پاکستان به له شانګهای (SCO) غړو هېوادونو سره یو ځای د روسیې د Tsentr (مرکز) د ۲۰۱۹م کال په تمریناتو کې برخه واخلي. د دې پر ځای چې زموږ د وسله والو ځواکنو زمریان د مظلومو مسلمانانو په ملاتړ وخوځوي؛ د باجوا-عمران رژیم د هند وحشي دولت ته دا زمینه برابروي، چې زموږ له جنګي وړتیاوو سره بلد شي. ولې د پاکستان په شان پیاوړی وسلوال ځواک د یوه وحشي سیال پر وړاندې د خپلو وړتیاوو په ډاګه کولو ته اړ اېستل کیږي؟ ولې له دښمن سره دومره لویه مرسته وشي؟ په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی یوازې له هغو مسلمانانو سره د مرستې امر کړی، چې د دښمنۍ له امله ځورېدلي دي؛ الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ

[انفال:۷۲]

ژباړه: که هغوی له تاسو څخه د دین په اړه مرسته وغواړي، نو له هغوی سره مرسته کولی در باندې فرض دي.

پر الهي امر سربېره ولې باید دا ډول ښکاره خیانتونه وزغمل شي؟ په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:

«لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللهِ»

[احمد او طبراني]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په نافرمانۍ کې د مخلوق لپاره هېڅ اطاعت نه شته.

څنګه له هندو دولت سره دا ډول نظامي مرسته د منلو وړ ده؟ که دا له هندو دولت سره د اړیکو د عادي کولو پیلامه بولي، نو مانا دا چې اشغال شوی کشمیر هند ته پرېږدي او په دغه سیمه کې د هند واکمنۍ ته تسلیمېږي.

اې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو زمریانو! نور باید د دغه خیانتونو مخه ونیسئ. ایا ستاسو منځ کې اسد بن زراره، اوسید بن حیدر یا سعد رضی الله عنه نشته؟ هغه کسان چې د خپل اخرت د خوندي کولو لپاره به یې د اور، فولادو او خپل روح د پراخوالي دوعاګاني کولې! ایا ستاسو په منځ کې هغه باایمانه کس نشته، چې د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره خپل نصرت (مادي ملاتړ) ډالۍ کړي او د انصارو عالي میراث را ژوندی کړي؟ همدا د یوه رښتیني خلیفه وخت دی، چې موږ رهبري کړي؛ هغه به مو د دښمن پر وړاندې له جګړې څخه را ونه ګرځوي، بلکې د هغوی پر وړاندې به مو جګړې ته واستوي. مسلم له ابو هریره رضی الله عنه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: امام په حقیقت کې هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کوئ او خوندي وئ.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ډيموکراتيکې ټاکنې؛ افغانستان ژور سياسي ناورين ته بيايي! Featured

د جمهوري رياست د ټاکنو اړوند ټول واقعيتونه، د دې څرګندوونکي دي چې اکثره خلکو په «ډيموکراتيکو ټاکنو» باندې خپل اعتماد او باور له لاسه ورکړی او ځینې کانديدان په تکرار سره په دغه پروسه کې د پراخ فساد خبرداري ورکوي. همداراز ګڼ شمېر متنفذينو او سياسي رهبرانو د سولې پروسه خپل کاري لومړيتوب اعلان کړی او طالبانو هم خبرداری ورکړی چې ټاکنې به ګډوډوي.

د ټاکنو په اړه د شته بې باورۍ له امله ويلی شو چې دا ډيموکراتيکه پروسه په افغانستان کې بشپړه ناکامه شوې ده. هغوی چې خلک د رايې ورکولو پروسې ته هڅوي، په واقعيت کې د خلکو د وينو په بيه شخصي، قومي او مالي ګټې تعقيبوي او يا هم له سخت ستړيتوب څخه د «بد او ډېر بد» ترمنځ ټاکلو ته اړ شوي دي، نه دا چې د کوم ډيموکراتيک باور او اعتماد پر بنسټ دا ډول ټاکنو ته مخه کوي.

د افغانستان د جمهوري رياست ټاکنې د هغو سرو سکروټو ايرو ته ورته دي چې په خپل زړه کې ستر سياسي ناورين روزي او ژر ده چې خلک به دغه ناورين په زړه او ځان سره احساس کړي. لکه څنګه يې چې د ۲۰۰۹، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو په ټاکنو کې تجربه کړل. له دې امله چې ډيموکراتيکې ټاکنې د افغانستان د مسلمان ولس له ارزښتونو سره مخالفې دي، هر ځل د لا ډېرو قومي او سمتي اختلافاتو او سياسي بې ثباتۍ سبب کيږي، چې په پايله کې د خلکو رايه بې ارزښته پاتې وي او د ناورين د حل لپاره امريکا ته مراجعه کوي.

دا پلا ټاکنې هم ناورين ته تلونکې دي او وړ پايله به و نه لري. که وړونکی هم ولري، هغه به داسې کس وي چې د سولې د مذاکراتو په پروسه کې به د امريکا ګټې خپل کاري لومړيتوب ګڼي او د امريکا، طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې په صورت کې به له واکه د ګوښه کېدو او د واک د تقسيمېدو لپاره تيار وي. د پايلې په توګه هر نظام او حاکم چې د دغه معاملې او خطرناکې لوبې له زړه څخه بریالی راووځي، د افغانستان وضعيت به د پخوا په پرتله لا ډېر خراب کړي. همدا يې ځای دی چې له خلکو پوښتنه وشي: آیا ستاسو رايه په داسې سیستم کې کوم ارزښت درلودلی او يا به يې ولري؟

نو له ناکامو تکراري نسخو، پخوانيو ترخو تجربو او د ډيموکراسۍ د ناورين زيږوونکو حللارو څخه ځانونه وساتئ او پر ځای يې د اسلام ژوند بښونکې نسخې ته رجوع وکړئ او د راشده خلافت د تاسیس لپاره د حزب التحرير د سياسي او فکري  مبارزې بلنې ته لبيک ووایئ.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې