سه شنبه, ۲۸ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د شام انقلاب او د اوسني پړاو حساسیت

(ژباړه)

د سوریې د انقلاب هر پړاو چې تېریږي، اړینه ده ورته ژوره کتنه وکړو او حالت په سم ډول وڅېړو. ځینې پېښې جې رامنځته کېږي، باید په روښانه ډول ورته کتنه وشي او پر مهمو ټکو یې تمرکز وکړو، ترڅو ګټوره حل لاره ورته وړاندې شي. شاید الله سبحانه وتعالی هغو مخلصینو ته چې د شام په انقلاب کې بنسټیز رول لري، توفیق ورکړي چې سمې لارې ته مخه کړي او د انقلاب د ریښتېنو موخو پر مسیر حرکت وکړي.

د ازادې شوې سیمې په لودیځ شمال کې د سوریې د نظام د ګټو له ګواښ سره تر مخ کېدو وروسته په دغې سیمه کې کورنۍ جګړه روانه ده او ناڅاپه د نورالدین زنکي او احرارلشام ډلې د «هیئت تحریرشام » خوځښت پر وړاندې سقوط شوې او دغه جګړه په دې دلیل وشوه چې د ژغورنې حکومت، د دواړو مخالفو ډلو په مرسته غوښتل د اتارب، ریحان او معره ښارونه هم له جګړې پرته ونیسي او عفرین لور ته یې شاتګ ته اړ کړي وکړي، خو اوس د «هیئت تحریرشام» پر ټوله سیمه واکمني لري. سره له دې چې نورې ترکي هویته او اخوان ته لېواله ډلې لکه فیلق شام، سلفي منشا ډلې چې ځانونه پر القاعده پورې تړي او د حراس الدین ډلې هم شته.

 پر موضوع د ښه پوهېدو لپاره غوره ده چې دوو تېرو پړاونو ته ور وګرځو، چې د تحریر شام حرکت ریښه جبهة النصره ډله وه، له داعش بېله شوه او ځان یې پر القاعده پورې وتاړه. وروسته یې هغه جامې چې په درلودو سره یې پر نورو ډلو ویاړ کاوه، له  ځانه واېستلې او د نړیوالې ټولنې د خوښۍ لپاره یې القاعده پرېښوده، ترڅو دغه ډله هم د کفارو له لوري د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله نه شي. تر دې وروسته یادې ډلې د ذلیل کېدو پر لور قدم کېښود او د هیئت تحریر شام ډله یې تشکیل کړه. دا هغه ډله وه چې له ترکانو سره یې اړیکه ونیوله او هوډ یې ونیو چې ازادې شوې سیمې ته دننه شي. وروسته تر دې چې یادې ډلې له روسانو او ایرانیانو سره هوکړه وکړه، څو خپل ځواکونه لودیځ شمال ته دننه کړي او ژمنه یې وکړه چې مجاهدین به د سوریې د نظام پر وړاندې هېڅ ډول نظامي اقدام ونه کړي. دا هم د «استانې» د هوکړه لیک داسې عملي کېدو لپاره، چې غوښتل یې د یادې سیمې شخړې کمې شي.

تر هغې وروسته د «هیئت تحریر الشام» او زنګي ډلو تر منځ د «سوتچي» تر هوکړې وروسته جګړه وشوه. دا هغه هوکړه وه چې د پوتین او اردوغان تر منځ لاسلیک شوې وه او په چوپتیا سره د انقلاب پای ته رسېدو او له جګړې پرته د سوریې نظام ته د سیمو د سپارلو د اړتیا پر بنسټ یې د امریکا اراده تر شاوه. د سوریې د انقلاب پای ته رسېدل د درېیو وژونکو اقدامونو له لارې چې هر یو په یوازې ډول انقلاب له منځه وړي، په ځانګړي ډول چې بیا درې واړه سره یوځای شي.

د «سوتچي» د هوکړې مهم بندونه د سوریې د نظام او انقلاب تر منځ د بې وسلو سیمو بیرته نیول، له مجاهدینو څخه د ثقیله وسلو تر لاسه کول او د سوریې نظام لپاره د حلب، دمشق او لاذقیه لارو پرانیستل وو؛ هغه لارې چې د سوریې نظام ته د یرغل لپاره سیمې اسانوي او په دغه وخت کې بله جګړه رامنځته کېږي. د تحریرشام حرکت پر ټوله سیمه واکمني لري او ترکیه پر دغې واکمنۍ بشپړه خوښه ده.

پوښتنه دا ده چې ایا «تحریر شام» ډلې له ترکیې سره ژمنه کړې، په هغه صورت کې چې واک ته ورسېږي، د «سوتچي» ناوړه هوکړه عملي کوي، په ځانګړي ډول بیا هغه مهال چې نورې ډلې هم کمزوری رول لري؟! که دغې ډلې داسې ژمنه کړې وي، وړاندې تر دې چې انقلاب پای ته ورسېږي، لومړی خپل ځان له منځه وړي. ځکه دغه ډله په دا ډول هوډ سره له خلکو سره مخ کېږې، هغو خلکو سره چې په ټول وس سره د دغې ډلې پر وړاندې ولاړ دي او دغه خلک اجازه نه ورکوي چې خپل ځانونه، انقلاب او قربانۍ په اسانۍ د سوریې نظام ته وسپاري. نو پر دې ټولو سربېره، تحریر شام ډله به پر خپله ژمنه ولاړه وي یا دا چې ترکیه او امریکا به دغه ډله ورو ورو واک ته ورسوي؟

سره له دې چې امریکا او ترکیه یاده ډله په سم ډول پېژني او پر دې پوهېږ چې که دغه ډله واک ته ورسېږي، له خلکو سره ناوړه چلند کوي او د دغې ډلې د مالیو په واسطه د خلکو ځورول ګواښوونکې نښه ده، چې د خلکو د ناوړه ژوند ښکارندویې کوي او واک ته د دغې ډلې په رسېدو سره به خلک وځورېږي. له همدې امله کله چې تحریر شام ډله لېرې شي، ترکیه به خپل نور مزدوران د عفرین په سیمه کې ځای پر ځای کړي او پر مټ به یې د تحریر شام واکمني په سیمه کې له منځه یوسي. نو په دغه ډول به حالت د ملګرو ملتونو لاسته ورشي او ورپسې به د ترکي ځواکونو په وتلو سره د سوریې نظام پر خلکو واکمني پیدا کړي او د سوریې انقلاب به پای ته ورسېږي.

زه لومړیتوب ورکوم او باور لرم چې پر سیمه د «تحریر شام» واکمني په دوامداره توګه د ترکیې په ګټه او بیا د امریکا په ګټه پای ته رسېږي. د دې لپاره چې د سوریې د انقلاب دښمنانو ته اجازه ورنه کړو ترڅو خپل ناوړه پلانونه عملي کړي او د سوریې مبارک انقلاب کندې ته وغورځوي. له همدغه سپڅلي منبره غږ کوم او د «تحریر شام» ډ‌لې ته وایم: د ادلب داستان پای ته ورسوئ او واک خلکو ته په لاس ورکړئ، هغو خلکو ته چې تاسو له هغه پرته کوم څه نه یاست. هر هغه څوک چې له خلکو سره دوکه وکړي، کله چې د پردیو له لوري پرې برید وشي، نو هغه وخت بیا خلک رحم نه ورباندې کوي او هغه وخت به خلک له تاسو سره مرسته ونه کړي او هغه وخت به د داسې ژوول شوو واښو په څېر وئ چې د ځمکې پر مخ به ځای نه لرئ.

پر دې پوه شئ چې دغه دولتونه تاسو ته د یو ملګري په سترګه نه ګوري، بلکې تاسو ته د مزدور په سترګه ګوري. پر دې هم پوه شئ چې سیاست یو سیند ته ورته دی چې تاسو پکې له لامبو وهلو سره بلد نه یاست. نو کار اهل کار ته وسپارئ چې خپل ځان او د سوریې خلک ډوب نه کړئ. پر دې پوه شئ چې مصلحت او ناوړه دفعه په اسلام پورې تړاو نه لري، بلکې دغه قاعده هلاکت او مړینه ده. په یاد ولرئ! هغه موخې چې تاسو یې پر لور حرکت کړی، د سوریې د نظام له منځه وړل او د اسلامي دولت جوړول وو؛ که تاسو پر هغه څه چې امریکا او ترکیه یې درکوي، خوښ شئ، نو وپوهېږئ چې وبه مو چیچي او د هغو کسانو برخلیک تاسو ته یو عبرت دی چې له دغه حالت سره مخ شوي دي. نو فکر وکړئ او پند تر لاسه کړئ او زه ستاسو لپاره خیر غواړم.  

له الرایه جریدې اخیستل شوی

لیکوال: استاد عبدالحمید «عبدالحمید»

ژباړن: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

هر څوک یې د ملګري په دین دی

(ژباړه)

له حضرت ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایلي:

«الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكمْ مَنْ يُخَالِلُ»

(رواه ترمذی باسناد صحيح، وقال حديثٌ حسنٌ)

ژباړه: هر څوک یې د ملګري په دین دی؛ نو باید دقت وکړئ! چې له چاسره ملګري کوی او چاسره اوسی!

د حدیث شرح

پر هر انسان باندې یې د ملګري مجلس او خبرې ډېر اغیز لري؛ امام غزالي رحمه الله فرمایي: له حریصو خلکو سره ملګرتیا د انسان په  وجود کې حرص زیاتوي او له زاهدو او تقوا لرونکو کسانو سره ملګرتیا په سړي کې زهد او تقوا پیدا کوي؛ ځکه چې د انسان طبعیت په  غیرنارادي توګه د بل انسان له طبعیته پیروي کوي.  یا په بل عبارت، د بل انسان تګلارې او طبعیت غلا کوي. امام قرافي رحمه الله علیه فرمایي: «هر څوک د ملګرتیا او همرازۍ  وړ نه دی». همدا راز علقمه رحمه الله فرمایلي: « یوازې له هغو کسانو سره ملګرتیا وکړئ چې د تقوا او پرهېزګارۍ سبب مو شي؛ که ستونزې سره مخ شوې، مرسته درسره وکړي او چې خبره وکړې، خبره دې لا پیاوړې کړي؛ چې نېکي درنه وویني، په قدر یې پوه شي، که کمبودي درکې وویني، جبران یې کړي، که څه ترې وغواړي، در یې کړي او که همدردۍ ته اړتیا لرې، همدردي درسره وکړي. داسې کس چې ضرر یې درته ونه رسېږي او په خلاف لار دې ورسره بو نه ځي.

په اوس وخت کې چې ځینې خلک خپل او د خپلو بچو حال ته ګوري، خواشیني کېږي او دا پوښتنه ورسره پیدا کېږي چې پر ده او بچيو یې دغه حالت له کوم ځای راغی. د خپلې اصلاح په اړه ډېر فکر کوي خو د بد صفته ملګرو له ملګرتیا نه غافل دی. همدا راز د انسان په وجود کې نا سمو عاداتو د پیدا کېدو یو بل لامل، د هغو غږیزو او تصویري رسنیو څارل او کتل دي چې چلوونکي یې د مسلمانانو د ذهنیت تغیرولو په هڅه کې دي او غواړي دوی ته شک پیدا کړي. هر مسلمان باید دې ته متوجه شي چې ده او اولادو ته یې له کومه اړخه بد حالت پیدا کېږي؛ نو ځان او اولادو ته دې یې ښه ملګري وټاکي چې په تقوا او پرهېزګارۍ کې مرسته ورسره وکړي.

والسـلام علی من تبع الهدی

د مطلب ادامه...

د مال، ځان او وخت قرباني کول؛ د دعوت د لېږد تر ټولو مهم صفتونه!

  • خپور شوی په تثقیفي

 (ژباړه)

په رښتیا هم چې د دعوت لېږد یو لوی کار او له ستونزو ډکه لار ده. دا لاره رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو رضوان الله علیهم مخکې تعقیب کړې او هغو کسانو ته یې په میراث پرېښې چې په دغه دعوت ایمان لري، څو خلک د بندګانو له بندګۍ خلاص کړي او د الله سبحانه وتعالی د بندګۍ په لور یې روان کړي. په دغه لاره کې هغه څوک ستونزې زغملی شي، چې خپل نفس د دعوتګر په ځانګړنو وروزي او عادت کړي؛ چې په دې برخه کې له مهمو ځانګړنو څخه یوه یې قرباني کول دي. 

د قرباني کولو مفهوم: له بدیل پرته د یو څیز ډالۍ ورکول دی؛ د بېلګې په ډول: د ځان، مال، کار، وخت، مقام، علم، منصب او... قرباني کول دي، تر دې چې انسان وانګېري چې له اساسي اړتیاوو څخه زیات په نورو څېزونو کې حق نه لري؛ او د هغې څیزونو په قرباني کولو سره د الله سبحانه و تعالی رضایت او د هغه له دین سره مرسته وغواړي، ځکه بې ځایه هېلې او خیالونه انسان لوړو پوړونو ته نه رسوي. همدارنګه دعوتونه له قربانیو او سرښندنو پرته مخ پر وړاندې نه ځي. که پوه شئ چې د دعوتګرو ابتلاء کول یو پخوانی سنت دی، نو دې ته مو هم باید پام وي چې د حق دعوت له قربانۍ پرته وړاندې نه ځي.

د ځان قرباني کول: دا هغه ځانګړنه ده چې هر دعوتګر یې باید ولري او د شکنجې، تکذیب، تعقیب، د پیسو نشت، زندان او د ژوند د هرې سختۍ په څېر د بېلابېلو ستونزو پر وړاندې باید د مرګ تر پولې چمتو وي. په دغه لاره کې د دعوت الګو یوازې انبیا علیهم السلام او اصحاب رضی الله عنهم دي؛ ځکه زموږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هم د خپل دعوت د رسولو په لاره کې د مشرکینو لخوا وځورېد. کله چې د صفا غونډۍ ته پورته شو، خپل نژدې خپلوان یې ووېرول، خو دی صلی الله علیه وسلم یې تر دې کچې له ډول ډول ستونزو سره مخ کړ چې د ساحر او لېوني کلمې یې هم ورته وکارولې؛ په داسې حال کې چې له هغه وړاندې په رښتیني او امین مشهور و. همدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحاب له سختو ستونزو سره مخ شول او په لویو ازمویښتونو ابتلاء شول، تر دې چې د حج په ورځو کې یې له بېلابېلو قبیلو څخه د تبلیغ او د الله سبحانه وتعالی د دین د رسولو لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه. وروسته طایف ته لاړ، هیله یې دا وه چې خپلې موخې ته ورسېږي؛ خو په داسې حال کې له هغه ځایه وشړل شو چې بوټان یې له وینو څخه ډک وو. پیغمبر صلی الله علیه وسلم، د هغه اصحاب او ملاتړي یې په شعب (د ابو طالب دره) کې درې کاله کلابند وو او د دغې کلابندۍ پرمهال اړ شول څو د ونو پاڼې وخوري.

د دعوت په لاره کې اصحابو کرامو ډېرې قربانۍ او سرښېندنې زغملې دي؛ د بېلګې په توګه: حضرت بلال، سمیې، یاسر و عمار رضی الله عنهم د الله سبحانه وتعالی په لاره کې تر ټولو سختې شکنجې زغملې؛ لکه څنګه چې حضرت یاسر او سمیې د خپلې عقیدې او ایډیولوژۍ د لېږد او د ثواب او هغه جنت د لاسته راوړلو لپاره چې پراخوالی یې د آسمانونو او ځمکې په څېر دی، خپل روح خالق ته وسپاره. 

همدارنګه د قریشو مشرکینو حضرت عبدالله ابن مسعود په دې ګناه چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شوي ایاتونه یې خلکو ته واورول، تردې کچې وواهه چې پر بدن یې وینې روانې شوې. دی د قریشو له دغه چلند څخه خوشحاله و، ځکه پوهېدو چې الله سبحانه وتعالی د دغو شکنجو بدیل ورکوي او حتا ویل یې: «په پروردګار مې دې قسم وي! د الله سبحانه و تعالی دښمنان مې هېڅکله دومره خوار او ذلیل نه وو لیدلي؛ که غواړئ، سبا یو ځل بیا دا کار کوم. ورته ویې ویل: نه بس دی، هغه څه دې ورته واورول، چې نه یې خوښېدل.» وروسته حضرت مصعب رضی الله عنه دی چې خپل ارامه او هوسا ژوند یې پرېښود او مدینې منورې ته یې د دعوت خپرولو په موخه هجرت وکړ. حضرت علي رضی الله عنه د هجرت په شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بستره کې ویده شو او پر ځان یې د مړینې خطر ومانه. حضرت براء رضی الله عنه په «حدیقة الموت» کې خپل ځان د دښمنانو منځ ته وغورځاوه؛ د هغه دا کار د دې لامل شو چې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته لویه بریا ورکړه. حضرت ابوالدرداء رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د یوځای کېدو لپاره خپله سوداګري پرېښوده. همدارنګه حضرت خالد رضی الله عنه له امیرالمومنین حضرت عمر رضی الله عنه څخه د پیروۍ لپاره له خپل منصب څخه تېر شو. ابو عبیده رضی الله عنه هم له خپل امارت څخه د مسلمانانو د یووالي لپاره د عمرو ابن عاص رضی الله عنه په ګټه ګوښه شو.

هېڅ دعوت د خپلو پیروانو له زحمت او هڅې پرته نه خپرېږي او د اسلام دین هم په اسانۍ او له زحمت پرته نه دی خپور شوی. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو او ټولو مسلمانانو لوړ همت و چې اسلام تر موږ پورې راورسېد. هغوی خپل هېواد پرېښود؛ خپلې کورنۍ، اولادونو او سوداګرۍ ته یې هم شا کړه او په دغه لاره کې یې ځان او مال قربان کړل. دوی باور درلود چې د الهي دعوت په رسولو او د خلافت دولت په واسطه د شریعت په پلي کولو کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ځایناستي دي او دغې لویې دندې او مسوولیت ته یې تر بل هر څه ارزښت ورکاوه، څو خلک د اسلام عدالت وویني او ډلې ډلې الهي دین ته داخل شي.

خو د مال قرباني کول: الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَتلُونَ كِتَٰبَ ٱللَّهِ وَ أَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَ أَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقنَٰهُم سِرّٗا وَ عَلَانِيَةٗ يَرجُونَ تِجَٰرَةٗ لَّن تَبُورَ لِيُوَفِّيَهُم أُجُورَهُم وَيَزِيدَهُم مِّن فَضلِهِ إِنَّهُۥ غَفُور شَكُور﴾

[فاطر: ۲۹]

ژباړه: هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی کتاب لولي، لمونځ کوي او په پټه او ښکاره د الله سبحانه وتعالی په لاره کې له ورکړل شوو څېزونو څخه انفاق کوي. په رښتینې توګه دوی د یوې داسې سوداګرۍ هېله لري چې په هغې کې به هېڅکله زیان ونه ویني؛ تر دې چې الله سبحانه وتعالی یې په پوره توګه اجر او له خپلې پېرزوینې څخه زیاته برخه ورکړي، ځکه چې الله سبحانه وتعالی قدرتمن او بښونکی دی.

او هم فرمايي:

﴿ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَموَٰلَهُم بِٱلَّيلِ وَ ٱلنَّهَارِ سِرّٗا وَعَلَانِيَةٗ فَلَهُم أَجرُهُم عِندَ رَبِّهِم وَلَا خَوفٌ عَلَيهِم وَلَا هُم يَحزَنُونَ﴾

[بقره: ۲۷۴]

ژباړه: هغه كسان چې شپه او ورځ په پټه او ښکاره خپله شتمني د الله سبحانه وتعالی په لاره کې لګوي، پروردګار به یې اجر ورکړي؛ د هغوی لپاره هېڅ وېره او غم نشته.

په قران کریم کې بل ځای داسې فرمایي:

﴿مَّثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَموَٰلَهُم فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَت سَبعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٖ مِّاْئَةُ حَبَّةٖ وَٱللَّهُ يُضَٰعِفُ لِمَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ﴾

[بقره: ۲۶۱]

ژباړه: د هغو  کسانو مثال چې خپله شتمني د الله سبحانه وتعالی په لاره کې لګوي، د هغې دانې په څېر دی چې له کرلو وروسته اووه وږي زرغونوي، چې په هر وږي کې یې بیا سل دانې وي. په همدې ډول کله چې یو چا ته د الله سبحانه وتعالی خوښه شي، په عمل کې یې زیاتوالی راولي؛ د الله سبحانه وتعالی قدرت پراخ او په هر څه خبر دی.

له همدې امله هغه ایتونه ډېر دي چې د الله سبحانه و تعالی په لاره کې انفاق ته هڅونه کوي. همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه و سلم ډېر احادیث شته چې د الله سبحانه و تعالی په لاره کې انفاق تشویقوي؛ لکه څنګه چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«ما من يوم يصبح العباد فيه إلا ملكان ينزلان، يقول أحدهما: اللهم أعطِ منفقًا خلفًا، ويقول الآخر: اللهم أعط ممسكًا تلفًا»

(رواه بخاري)

ژباړه: هر سهار دوې ملایکې راښکته کېږي، یوه وایي: یا الله! هغه کس چې انفاق کوي، بدله یې ورکړه او بله وایي: بخیل او هغه کس چې انفاق نه کوي، زیامن یې کړه.

او هم فرمایي:

«قال الله: أَنْفِق يا ابن آدم أُنْفِق عليك»

(رواه بخاري او مسلم)

ژباړه: الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي: اې د آدم اولاده! انفاق وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم.

اصحاب رضی الله عنهم پر دغو مفاهیمو سم پوهېدل او عمل یې پرې کاوه؛ ځکه د هغوی لیدلوری داسې یوه مناره وه چې د تعقیبوونکو کسانو لپاره د لارښوونې لامل ګرځي؛ د بېلګې په توګه: حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه خپله ټوله شتمني رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوړه؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل: «د خپلې کورنۍ لپاره دې څه پرېښودل؟» ویې ویل: «الله او د هغه رسول مې ورته پرېښودل.» حضرت عثمان رضی الله عنه د مسلمانانو اردو تجهیز کړه، چې له ناوړه حالت سره مخ وه؛ تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حضرت عثمان ابن عفان په اړه داسې وویل:

«ما ضر عثمان ما فعل بعد اليوم»

ژباړه: له دې وروسته چې عثمان هر څه سرته ورسوي، هغه ته به زیان و نه رسوي.

همدارنګه حضرت عثمان رضی الله عنه له یهودیانو څخه په مدینه کې د اوبو څاه واخیسته او مسلمانانو ته یې وقف کړه. حضرت ابو طلحه رضی الله عنه چې کله د الله سبحانه و تعالی دا وینا واورېده:

﴿لَن تَنَالُواْ ٱلبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُواْ مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيءٖ فَإِنَّ ٱللَّهَ بِهِ عَلِيمٞ﴾

[آل عمران: 92]

ژباړه: تاسو به تر هغه وخته پوره نېكۍ (چې تاسو یې په لټه کې یئ او د الله سبحانه وتعال د خوښۍ لامل کرځي) ته ونه رسېږئ، څو چې خپل غوره څیز انفاق نه کړئ او هر څه چې انفاق کوئ، الله سبحانه وتعالی پرې خبرېږي.

تر ټولو خپل غوره مال یې په بیرحاء (په مدینه کې یو ځای دی) کې مسلمانانو ته وقف کړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې راوړ، څو له هرې برخې چې د هغه صلی الله علیه وسلم زړه وي، ګټه واخلي. حضرت صهیب رضی الله عنه د دې لپاره چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مدینې ته لاړ شي، خپله ټوله شتمني پرېښوده.

صحابه کرامو د الله سبحانه و تعالی په لاره کې په بښنې، سرښندنې، قربانۍ کولو او انفاق کولو کې له یو بل سره سیالي کوله. شتمني به یې که هر څومره لږ وه، خو د دغه خیر د لاسته راوړلو لپاره به بیا هم حریص وو؛ ځکه پوهېدل او باور یې درلود چې هر څه لګوي الله سبحانه وتعالی یې بدله ورکوي. دوی په دې برخه کې ډېر حریص وو، نو په همدې توګه بېوزله اصحابو کرامو به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت کاوه، چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د صدقې ورکولو او انفاق کولو لپاره څه نه لري، په داسې حال کې چې شتمن خلک د ثواب په اخیستلو کې له دوی څخه وړاندې دي. مسلم له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کړی:

«أن فقراء المهاجرين أتوا رسول الله صلى الله عليه وسلم فقالوا: ذهب أهل الدثور بالدرجات العلى و النعيم المقيم، فقال: و ما ذاك؟ قالوا يصلون كما نصلی، ويصومون كما نصوم، ويتصدقون ولا نتصدق، ويعتقون ولا نعتق، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم أفلا أعلمكم شيئًا تدركون به من سبقكم وتسبقون به من بعدكم؟ ولا يكون أحد أفضل منكم إلا من صنع مثل ما صنعتم، قالوا: بلى يا رسول الله، قال: تسبحون وتكبرون وتحمدون دبر كل صلاة ثلاثًا وثلاثين مرة»

ژباړه: «د مهاجرینو بېوزله کسان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او ویې ویل: شتمنو خلکو لوړ مقامونه او هغه جنت چې پکې تلپاتې نعمتونه دي، خپل کړل. ورته ویې ویل: یعنې څه؟ صحابه کرامو ورته وویل: دوی لمونځ کوي موږ یې هم کوو؛ روژه نیسي موږ یې هم نیسو؛ صدقه ورکوي، خو موږ صدقه نه ورکوو، هغوی غلامان ازادوي، خو موږ یې نه ازادوو؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ایا تاسو ته هغه څه در زده نه کړم چې له تاسو څخه وړاندې کسانو پسې ورسېږئ او له هغو کسانو څخه مخکې شئ چې له تاسو به وروسته راځي؟ له تاسو څخه هېڅوک غوره نه وي، پرته له هغو کسانو څخه چې ستاسو په څېر اعمال ترسره کوي؛ اصحابو وویل، ولې نه! ویې فرمایل: له هر لمانځه وروسته دري دېرش ځله سبحان الله، دري دېرش ځله الله اکبر او دري دېرش ځله الحمدلله ووایئ.» 

 د فقر، سختیو او ناورینونو پر مهال چې دعوت ډېرو قربانیو او هڅو ته اړتیا ولري، د مال او شتمنۍ په ورکولو سره د دعوتګر عادت کېدل، له شک پرته د هغه د نفس د پاکوالي او له دنیا څخه د لرېوالي لامل کېږي. په دې توګه د دعوت لپاره د انفاق د دروازې پرانیستل بېرته د مسلمانانو عزت را ژوندی کوي او هغوی یو ځل بیا د دنیا مشران او رهبران ګرځوي او د الله سبحانه وتعالی په اذن دا له فضیلت څخه ډکه دروازه ده.

د وخت قرباني کول: همدارنګه پر دعوتګر لازمه ده چې د خپلې شپې او ورځې یوه برخه وخت د دعوت لپاره ځانګړی کړي او باید خپل غوره وخت د هغه امانت د اداکولو لپاره ولګوي، چې لېږدول یې د ده لپاره اساسي دنده ده. موږ ایمان لرو چې دا د امت لپاره یوازنۍ لاره ده چې له تنګ ژوند، له الله سبحانه وتعالی څخه له لرېوالي او د دښمنانو له واکمنېدو څخه یې ژغوري. دعوتګر باید دعوت د خپل ژوند اصلي محور او د لمړیتوبونو سر وګرځوي او د دغه کار په بدل کې دې د الله سبحانه وتعالی رضا وغواړي. همدارنګه خپل خوب او ارامتیا دې قرباني کړي او حتا ځینې وخت باید د الهي دعوت د لېږد لپاره د خپل کاري وخت یوه برخه هم قرباني کړي. پردې باید ایمان ولري چې الله سبحانه وتعالی به یې دغه قربانۍ هغې ورځې ته وساتي چې هغه وخت به یې شتمني او اولاد ګټه نه کوي او په همدې توګه په ټولو عملونو او وختونو کې به یې برکت واچوي. په رزق باید باور ولري چې ټاکل شوی رزق به ورته رسېږي، هغه که ۲۰ ساعته کار وکړي یا ۸ ساعته او یا هم تر هغه لږ یا ډېر وي؛ له رزق څخه به یې یوه زره هم کم نشي، ځکه چې رزق ویشل شوی او ټاکل شوی دی او د رزق له لاسته راوړلو وړاندې هېڅکله نه مړ کېږي.

 ایمان د دې لامل کیږي چې دعوتګر ټوله ورځ دعوت ولېږدوي. هغه که هر ځای وي په کار کې یا له خپلې کورنۍ او اولادونو سره په کور کې یا له خپلو ګاونډیانو سره او یا هم په سیمه او کلي کې وي؛ ځکه هغه یوازې امر باالمعروف او نهې عن المنکر ته دوام ورکوي. همدارنګه د کار او د ثقافت د درس لپاره خپل وخت تنظیموي او ځانګړو لېدونو ته به ځان تیاروي او هر هغه څه به تر سره کوي چې د دعوت په لېږدولو کې اړین وي.

همدارنګه هغه د خپل مسولیت او مکلفیت د ادا کولو لپاره له ځنډ او خنډ پرته چمتو وي. دعوتګر د قوي هوډ او لوړ همت خاوند او حماسه جوړوونکی وي؛ تر څنګ یې د خلکو پر وړاندې مهربانه او د هغوی خیر غوښتونکی وي. د هغوی د ګټې لپاره حریص وي، څو داسې یو حالت ته یې یوسي چې الله سبحانه وتعالی ترې راضي شي او څه شی چې د ځان لپاره غواړي لکه، فهم، لیدلوری او فکر چې الله سبحانه وتعالی ورته ډالۍ کړی، د دوی لپاره هم غواړي.

هغه ساعتونه او دقیقې چې په دې دنیا کې ژوند کوو، په حقیقت کې زموږ عمر دی؛ نو باید د الله سبحانه و تعالی په اطاعت او هغه څه ځان لګیا کړو چې الله سبحانه و تعالی راضي کوي. خپل وخت په لهو او لوبو تېر نه کړو،که څه هم چې مباح وي یا د هغه څه په اړه بې پروایي ونه کړو چې الله سبحانه وتعالی پر موږ واجب کړي دي. هر انسان په ځانګړې توګه دعوتګر باید د ځان د محاسبې لپاره خپل ورځني پروګرامونه او کارونه تنظیم کړي؛ که نیمګړتیاوې لري، نو وړاندې تر دې چې محاسبه شي، باید په خپله ځان محاسبه کړي.

په دنیا کې د نیمګړتیا جبران امکان لري او انسان هم پرې توانېدلی شي، خو په اخرت کې هېڅ عمل او کار نشته؛ بلکې پر نیمګړتیاوو به پښېماني وي، چې هغه وخت بیا هېڅ ګټه نه لري. ابو برزه نضله له عبید الاسلمي رضی الله عنه څخه روایتوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لا تزول قدما عبد يوم القيامة حتى يسأل عن أربع: عمره فيمَ أفناه؟ وعن علمه فيمَ فعل؟ وعن ماله من أين اكتسبه؟ وفيمَ أنفقه؟ وعن جسمه فيمَ أبلاه»

(رواه ترمذي)

ژباړه: د قیامت په ورځ به هېڅ بنده له خپله ځایه ونه خوځېږي، څو چې څلور شیان ورڅخه ونه پوښتل شي: عمر دې په څه شي کې تېر کړ؟ علم دې په څه شي کې وکاراوه؟ مال او شتمني دې له څه شي څخه لاسته راوړه؟ او خپل بدن دې په څه شي کې وروست کړ؟  

له ابن عباس څخه روایت دی، چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم یو کس ته نصیحت کاوه او ویې فرمایل:

«اغتنم خمسًا قبل خمس: شبابك قبل هرمك، وصحتك قبل سقمك، وغناءك قبل فقرك، وفراغك قبل شغلك، وحياتك قبل موتك»

(رواه حاکم بالمستدرک)

ژباړه : پنځه شیان له پنځو شیانو وړاندې غنیمت وګڼه: ځواني دې وړاندې له زوړوالي، روغتیا دې وړاندې له ناروغۍ، شتمني دې وړاندې له لوږې، بیکاري دې وړاندې له بوختیا او ژوند دې وړاندې له مړینې څخه!

څه شی چې د درک وړ دي، هغه د الله سبحانه وتعالی لخوا د صادقو علماوو په وخت کې د برکت اچول دي؛ ځکه دوی هغه څه ترسره کوي چې په مادي حسابونو کې یې تصور ستونزمن دی او د هغوی په خبرو، فعلونو او کتابونو کې برکت نغښتی. دوی په هغه اندازه ګټور او اغېزمن تمام شوي، چې دا حالت یې په ذهن کې هم نه و تېر شوی؛ نو دا حالت به د نورو په ذهن کې څنګه تېر شوی وی، ځکه یوازنی دلیل یې دا دی چې دوی د خپل وخت ډېره برخه قرباني کړې وه.

 نو هغه پایلې، ګټې او لارښوونې چې له دغو ټولو ترسره شوو هڅو او قربانیو څخه لاسته راځي، د خاوند په ذهن کې نه تېرېږي او په دوام یې یوازې الله سبحانه وتعالی پوهېږي. د لاندې حدیث مصداق چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: «څوک چې د خیر په لوري لارښوونه کوي، د هغه چا اجر هم اخلي چې له ده څخه یې پیروي کړې ده، خو د هغه اجر نه کمېږي.» له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَنْ دَلَّ عَلَى خَيْرٍ فَلَهُ مِثْلُ أَجْرِ فَاعِلِهِ»

ژباړه: څوک چې د خیر کار لپاره لارښوونه کوي، ثواب یې د خیر د فاعل په اندازه دی.

پیغمبر صلی الله علیه و سلم د خیبر د فتحې په ورځ حضرت علي رضی الله عنه ته په یوه اوږده حدیث کې وفرمایل:

«...فوالله، لأن يهدی الله بك رجلًا واحدًا خير لك من أن يكون لك حمر النعم.»

ژباړه: ... په الله قسم! دا چې ستا په واسطه الله متعال یو کس ته لارښوونه کوي، تاته د سره اوښ له درلودلو څخه غوره دی.

 دا فضیلت یوازې حضرت علي رضی الله عنه ته ځانګړی نه و، بلکې د پیغمبر صلی الله علیه و سلم ټول امت لپاره عام دی او په پای کې باید وویل شي: کله چې دعوت د قربانیو په ورکولو سره پر مخ ځي، هر دعوتګر باید خپل تکلیف او واجبات وپېژني. 

یا الله! موږ ته نیک درک، عمل، خبرې او وړتیا را په برخه کړې او موږ د هغو کسانو له ډلې څخه وګرځوې چې خبرې اوري او د نېکو خبرو پیروي کوي. اې زموږ پروردګاره! موږ د خیر کیلۍ او د شر قلفونه وګرځوه او په خپل فضل او کرم د نبوت پر منهج د راشده خلافت د راتلو لپاره پر موږ خپل منت ولوروه. 

و آخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمین و صلی الله علی سیدنا محمد و علی آله و صحبه أجمعین.

له الوعې مجلې څخه اخیستل شوی-ګڼه: ۳۸۷

د مطلب ادامه...

د لبنان د فنیدیق له ښاروالۍ مننه

  • خپور شوی په لبنان

اې کینه ګرو، په خپل قهر او نفرت کې ومرئ!

(ژباړه)

د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۵مه د فنیدیق ښاروالۍ د القموعه په رستورانتونو او نورو عامه ځایونو کې د شرابو او نورو الکولي موادو د پلور او څښلو د منع پرېکړه وکړه او د ښاروالۍ پولیسو ته یې امر وکړ، چې د دغې پرېکړې په پلي کولو کې ناغېړي ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځينو اسلام ضد رسنیو او حزبونو د فنیدیق ښاروالۍ دا پرېکړه ، د یوبل منلو  د ژوند مخالفه پرېکړه وبلله او هغه یې مذهبي تعصب وباله. خو له بده مرغه دوی د اسلام پر وړاندې له تعصب او نژاد پرستۍ بې خبره او د هغه اسلامي شرعیت له تطبیق څخه نفرت کوي، چې د لبنان په ګډون پر اسلامي نړۍ یې ۱۳۰۰کاله حاکمیت وکړ. دغه راز دوی خپلې ناقانونۍ، نژاد پرستي او ناانساني پرېکړې نه ویني، چې بحري سواحلو ته د باحجابه ښځو تګ منع کوي او د لبنان په ځینو سیمو کې د شام بې ځایه شوي، ژوند کولو ته نه پرېږدي او پر سړکونو یې د ګرځېدلو په منع سترګې پټوي.                 

نور د اسلام او اسلامپالو پر وړاندې تعصب، نژاد پرستي او کرکه اچونه بس ده. ځانونه د اسلام حاکمیت ته تیار کړئ،  او په اسلام کې ژوند وکړئ او په ژوند کې مو د اسلام له پلي کېدو خوند واخلئ. لکه څنګه چې مو نیکونو په اسلام کې ژوند کاوه او له پلي کېدو یې خوند اخیست. ډاډه اوسئ چې الله سبحانه وتعالی به یې خپل دین ډېر ژر حاکم کړي.

موږ د داسې نوښت او پرېکړې له کبله د فنیدیق له ښاروال څخه مننه کوو او نور په ځانګړې توګه د تریپولي، صیدا او بیروت ښاروالان دعوتوو، چې د دغسې نافرمانیو او چټلیو مخه ونیسي.                

شیخ ډاګټر محمد ابراهیم

د حزب التحریر ـولایه لبنان د مطبوعاتي دفتر ریس

د مطلب ادامه...

د یمن ماشومانو د جګړې او سون موادو د کړکېچ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ دی

(ژباړه)

خبر:

بي‌بي‌سي د روان کال د جنوري په ۱۸مه  په یوه راپور کې لیکلي، په یمن کې جګړه لامل شوه چې د یوه کلي اوسېدونکي له منځه لاړ شي؛ په داسې حال کې چې هغوی په جګړه کې په مستقیم ډول ښکېل نه وو. همدارنګه د سون توکو د قېمت د لوړوالي له امله د دغه هېواد د غرنیو سیمو اوسېدونکي له لېږدوونکو وسایلو څخه ګټه نشي اخیستی او په همدې توګه د لومړنیو مرستو لکه، صحي خدمتونو، لېږدوونکو وسایلو، اوبو او غذا څخه بې برخې دي. له بلې خوا ډېری ماشومان اړ دي چې د لېږد د وسایلو د نشت له کبله خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره درانه شیان ولېږدوي؛ دوی هره ورځ لږترلږه ۵ ساعته پلی تګ کوي. دغه حالت له سخت خطر سره مخ کړي، تحصیل ترې پاتې او په رواني فشارونو اخته دي؛ ځکه دوی په خپل کوچني وجود سره د ژوند دروند پېټی په اوږه کوي او کورنۍ ستونزې حلوي. همدارنګه ډېری نجونې له لرې سیمو څخه د پلي تګ له امله له ګواښ سره مخ دي.

تبصره:

دا یو حقیقت دی، چې د پرېمانه نفتي ذخیرو په شتون کې د یمن په څېر شتمن ملت د سون توکو له ناورین سره مخ دی؛ خلک یې د منځنیو پېړیو په څېر شرایطو کې ژوند کوي او دا ناورین د غربي هېوادونو لخوا د اسلامي خاورو د چارواکو په مرسته پلان شوی. د ماشومانو د درنو کارونو په پایله کې میلیونونه نجونې او هلکان له ستونزو ډک ژوند تېروي او نشي کولی خپل تحصیلي کلونه او له لاسه وتلې موکې بېرته لاسته راوړي. د مرستو رسولو نړیوالو سازمانونو د دغو مظلومو ماشومانو د ژوند په ښه والي کې هېڅ اغېز نه درلود. دوی له څو کلونو راهیسې دا حالت ویني او د هغو مړینو او ورانیو شمېر چې لامل یې د غربي هېوادنو جګړې او ظلم و، همداسې د کاغذ پر مخ پاتې؛ پرته له دې چې عاملینو ته یې جزا ورکړشي.  

کافر غرب د مسلمانو ماشومانو له ژوند څخه په قصدي توګه د جګړه ییز ډال په توګه کار اخلي؛ ځکه دوی ته د مسلمان ماشوم ژوند هېڅ ارزښت نه لري، دوی ته یوازې خپلې اقتصادي ګټې مهمې دي. همدارنګه د اسلامي خاورو چارواکي د خپلې سیاسي بې پروایۍ له امله پر بې ګناه ماشومانو هېڅ رحم نه کوي، چې هره ورځ له سختو فشارونو سره مخ دي. په همدې توګه میلیونونه ماشومان د وبا او کولرا په ناوړه ناروغیو اخته دي؛ دا ناروغۍ د ناپاکو اوبو او غذا له لارې لېږدول کېږي او دوی د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ناپاکو اوبو پرته بله لار نه لري. بل خوا د اسلامي خاورو شتمني، قدرت او فوځ په یمن کې د اړو خلکو د درد او غم د کمولو لپاره نه، بلکې د بمباریو او بندیزونو لپاره لېږل کېږي؛ څو وېره، وحشت او اندېښنه نوره هم ډېره کړي.

نور باید ددغو بې عدالتیو زغم ته د پای ټکی کېږدو. د خپلو ګرانو ماشومانو د غم ختمولو لپاره د یوه مسلمان په توګه خو اواز اچتولی شو. تر څه وخته به دا کړېدلي ماشومان له غرونو څخه درانه شیان ښکته او پورته لېږدوي؛ په داسې حال کې چې الهي نظام هېڅکله دا نه خوښوي چې د راشده خلفاوو په څېر واقعي حاکم دې د خپل رعیت حقونه له پامه وغورځوي. په همدې توګه د هغه چا لپاره دا ډول کړنه د منلو وړ نه ده، چې د اخرت د ورځې په محاسبه ایمان لري. لکه څنګه چې د اوسنیو چارواکو تر واک لاندې د ماشومانو او ښځو په وژنه او لوږه کې په ګډون سره شرم او حیا هېڅ نشته. په داسې حال کې چې د اسلامي امت د شتمنۍ ډېره برخه د دوی شخصي او یا یې د غربي بادارانو حسابونو ته ځي. همداراز قرآن کریم موږ د حکامو له خیانت څخه خبر کړي یو. په حقیقت کې موږ په داسې وخت کې ژوند کوو، چې د حکامو خیانت او بې عدالتۍ د ظلم په حد کې دي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې هم په لاندې حدیث کې یادونه کړې ده:

«مَا مِنْ عَبْدٍ يَسْتَرْعِيهِ اللهُ رَعِيَّةً، يَمُوتُ يَوْمَ يَمُوتُ وَهُوَ غَاشٌّ لِرَعِيَّتِهِ، إِلَّا حَرَّمَ اللهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ»

ژباړه: هر هغه څوک چې الله سبحانه وتعالی یې د خپلو یو شمېر بندګانو لپاره مامور او مسوول کړي او هغه مسوول بنده د هغو کسانو په حق کې چې تر لاس لاندې یې دي، بې پروایي وکړي او وروسته مړ شي، نو الله سبحانه وتعالی جنت پرې حرام کړي.

د سعودي د دولت په واسطه د یمن د ښارونو او کلیو اوسنۍ کلابندي، د سرکونو د بندېدو او د نقلیه وسایطو د اړیکو د پرېکون لامل شوې ده؛ داسې چې ماشومان او ښځې صحي خدمتونو ته لاس رسی نه لري. کلیوال اړ دي چې خپل ناروغان د لاسي وسایلو په توګه ولېږدوي. له غرونو څخه دا ډول ښکته او پورته کېدل د ۲۱مې پېړۍ د پرمختللي ژوند معیارونه بربنډوي. یوازې د اسلامي خلافت په بیا راتلو سره به دا ډول ویجاړوونکې ستونزې له منځه لاړې شي او مسلمانان به د وېرې، ناروغۍ او بېوزلۍ له ګواښ څخه خلاص شي. نو د ټولې نړۍ له مسلمانانو څخه غواړو چې د اسلامي دولت د بیا راوستلو لپاره سره یو شي او هم له الهي درباره غواړو چې موږ ته په چټکۍ سره بریالیتوب را په برخه کړي.

لیکوال: عمرانه محمد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...

د ولایه ترکیې - حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر رئیس استاد محمد کار د اونۍ ناسته

۱۴۴۰ د جمادي الاولی ۳۰مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۰۵ مه 

 هغه موضوعات چې په دې اونۍ کې یې پر سر خبرې وشوې: د حکومت مفهوم   څوک سبزۍ او میوې په اړوند فصل کې کاروي؟                                             د عرب انقلابونه په ونزویلا کې راولوېدل! ظلم روان دی!

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې