دوشنبه, ۲۷ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د ښځو څانګه: کمپاین «د یمن ماشومان؛ د هېرې شوې جګړې قربانیان!»

(ژباړه)

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتی دفتر د ښځو برخې په یمن کې د میلیونونو ماشومانو دردناکې غمیزې ته د نړیوالو د توجه د جلبولو لپاره، چې د وحشتناکې جګړې له لاسه په خپله خاوره کې له ناوړه انساني کړکېچ سره مخ دي، کمپاین پیل کړی دی. له دوو کالو څخه ډېر وخت کېږي چې په یمن کې بې ګناه ماشومان د جګړې اصلي قربانیان دي، دې جګړې د یمن ټول ملت ته ویجاړۍ او ګډوډۍ پر ځای پرېښې دي. په دغه کمپاین کې په ډاګه کېږي، چې د یمن جګړه نه قومي جګړه ده او نه د «ترورېزم پر وړاندې مبارزه» او همداراز په یمن کې جګړه یوازې سیاسي ـ قومي غوښتنو او قدرت ته د رسېدو لپاره د سیمه ييزو ځواکونو تر منځ نظامي جګړه نه ده؛ بلکې د انګلیس او امریکا تر منځ بین المللي استعماري جګړه ده، چې دغو دواړو هېوادونو د خپلو سیمه ییزو استازو له لارې پر دغه ستراتېژیکه خاوره د ډېر نفوذ لپاره ګرمه ساتي.

همداراز په دغه کمپاین کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کېږي، هغه جګړه چې یو مسلمان پکې خپل بل مسلمان ورور په داسې حال کې وژني، چې اسلام د مسلمان وژنه حرامه کړې ده. همداراز مسلمانان، علما کرام او د مسلمانانو پوځ د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره چټک کار ته را بولي، ځکه خلافت یوازینی دولت دی چې کولی شي زموږ په خاوره کې استعماري لاسوهنه پای ته ورسوي، د قومپالنې د فتنې مخه ونیسي؛ هغه فتنه چې سیاسي موخو ته د رسېدلو لپاره کارول کېږي او مصنوعي پولې، چې د امت د ټوټه کېدو لامل شوي دي، له منځه یوسي او همداراز داسې دولت دی، چې ټولو هغو شخړو او اختلافونو ته د پای ټکی ږدي، چې د مسلمانانو تر منځ د سیکولریستي حکومتونو د شتون له امله منځ ته راغلي دي.

د دغه کمپاین په پای کې د یمن زرین تاریخ وړاندې کېږي، هغه تاریخ چې یمن د اسلامي خلافت د حکومتولۍ تر سیوري لاندې ژوند کاوه او هغه وخت په یمن کې بشپړه سوله او امنیت حاکم و او دا هم بیانوي، چې د خلافت دولت به اوسنۍ اوږدمهاله ستونزې، چې پر ماشومانو او یمني کورنیو یې تاثیر اچولی دی، څنګه حل کړي.

 

له دې امله چې په یمن کې زموږ پر خلکو کړکېچ سخت شوی دی، نو د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې دغه کمپاین په لاندې تاریخ بیا پیل کړی دی:

۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۳مه

۲۰۱۸م، د نومیر ۱۱مه

ژباړن: شجاع بشارت

د مطلب ادامه...

په حزب کې عمومي او خصوصي دندې

  • خپور شوی په سیاسي

د حزبي جوړښت (تکتل) کتاب په ۵۰ مخکې داسې راغلي دي (عربي چاپ):

ه- د ژوند د اړتیاوو قرباني کول: د اسلام او دعوت د لېږد لپاره یو بل خنډ د دنیايي ژوند، لکه د مال قربانول او یا د تجارت له لاسه ورکول دي. پر دغو ستونزو باندې د برلاسه کېدو لپاره مو باید په یاد وي چې الله سبحانه و تعالی له مومنانو څخه د جنت په بدل کې ژوند او مال اخیستی. همدغه یادونه باید بسنه وکړي او ټاکنه باید اشخاصو ته ورکړل شي پرته له دې چې د دغو څېزونو قربانۍ ته اړ شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم عبدالله ابن جحش رضي الله عنه ته چې د مکې او طایف په منځ کې یې په نخلې سیمه کې د قریشو د احوالو لپاره موظف کړی و، په یوه لیک کې لیکي وو:

 «وَلاَ تُكْرِهَنَّ أَحَداً مِنْ أَصْحَابِكَ عَلَى الْمَسِيرِ مَعَكَ وَامْضِ لأَمْرِي فِيمَنْ تَبِعَكَ»

له اصحابو څخه هیڅوک مه اړباسه چې له تا سره ملتیا وکړي، زما له امر سره سم له هغوی سره چې ستا پيروي کوي، مخ پر وړاندې ولاړ شه.

پوښتنه دا ده: په يو شمېر حديثونو کې رسول الله صلی الله عليه وسلم يادونه کړې، چې مسلمانان حتمي بايد د خپل امیر پيروي وکړي او دا هغه څه دي چې موږ يې په حزب کې وينو. د حزب شباب اړ دي چې غوښتل شوې دندې ترسره کړي، که څه هم پر ده باندې ياد مسوليتونه دروند پېټی وي او ورته د تېښتي هيڅ موکه په لاس نه ورځي، خو په پورتني حديث کې ويل شوي چې دوی اړ نه دي يادې چارې ترسره کړي. څرنګه دا دواړه چې په تکتل کې د (ه) تر سرليک لاندې راځي چې شباب اړ نه دی چې د امر له امر سره سم کار وکړي او نور حدیثونه وایي چې شباب بايد د امر پيروي وکړي، دا دوې خبرې یو له بله څه ډول پرتله کوی؟ د پوښتنې د اوږدوالي له امله بخښنه غواړم. الله سبحانه و تعالی دې اجر درکړي.

ځواب:

وعليکم سلام ورحمته الله وبرکاته.

۱- داسې ښکاري چې ته د دندو په موضوع کې ستونزه لرې. يو شمېر دندې داسې دي چې اړوند امر يې له خپلو ټولو مامورينو څخه غواړي، چې د ده له پيروۍ او شرعي حکمونو سره سم یې حتمي بايد سرته ورسوي، لکه په اونيزو يا مياشتنيو حلقو کې ګډون کول، پر شرايطو برابرو خلکو سره تماس نيول او تفاعل ورسره کول. دا هغه څه دي چې د دوی د دندو په لايحه او نورو اداري مقرارتو کې بيان شوي دي. همدا رنګه ځينې نورې ځانګړې دندې شته چې يو شباب يا يوه ډله شباب یې د ترسولو کولو دنده په غاړه لري، لکه د يوه دولت مشر ته ليک لېږل، د هيئت په توګه یو متنفذ ته تلل، نوي خطرونه او اندېښنې سپړل، يا يو ظالم حاکم ته سپينه وينا کول يا د حزب له لوري ليک ورته سپارل او داسې نورې ځانګړې دندې. يادې دندې يواځې هغو کسانو ته سپارل کېږي، چې په خپله خوښه يې د سرته رسولو غوښتنه کوي. که يو څوک خوښ وي، نو ده ته ياده دنده سپارل کېږي او د خپلو نيمګړتياوو په تړاو مسول دی، خو که خوښ نه وي نو دی بيا مکلف نه دی او نه هم اړ ايستل کېږي يانې هغه د یاد کار کولو ته نه مجبوره کېږي.

ياده موضوع په اداري مقرارتو د (متحدالمال/ځانګړو دندو) تر سرليک لاندې بيان شوې ده: «هر څوک چې يوه ځانګړې دنده په خپله خوښه اخلي، دی هغې دندې ته ژمن دی او دا د منلو نه ده، هغه دنده یې چې په خپله خوښه اخيستی ده سرته ونه رسوي. که ياد کار يې ترسره نه کړ، نو دا د نوموړي پر نه کولو دلالت کوي او دی د ياد کار د نه کولو په تړاو د سزا وړ دی.)  

تاسې پوهېږئ چې په پيل کې راغلي: « هر هغه څوک چې په خپله خوښه دنده اخلي...، يانې که دی يې په خپله خوښه وانخلي، دی نه اړايستل کېږي او نه هم سزا ورکول کېږي.

۲-د دې لپاره چې دا موضوع ښه روښانه کړو، زه به د عبدالله بن جحش د سریې کيسه بيان کړم، ترڅو پوه شو چې هغه يوه عمومي دنده نه وه. د جګړې لپاره د مسلمانانو ټاکل، لکه د تبوک د غزا لپاره چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانان وټاکل. ځکه د صلی الله عليه وسلم هغو کسانو ته سزا ورکړه، چې وروسته پاتې شوي وو. ځکه دا يوه عمومي دنده وه او د امر پيروي کول په عمومي دنده کې حتمي دي.

د عبدالله بن جحش په سریه کې د مسلمانانو ټاکل د عمومي جګړې لپاره نه وو، بلکې د يو شمېر محدودو  خلکو لپاره يوه ځانګړې دنده وه، ترڅو په سختو حالتونو کې خبرونه راوړي. ځکه نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث د دوی د امر عبدالله لپاره دا و چې دی بايد هيڅوک اړ نه کړي:

په دلايل النبوة کې البیهقي له ابن اسحاق څخه روايت کوي، ده وويل: «يزيد ابن رومان را ته وويل چې عروه ابن الزبير وويل: « رسول الله صلی الله عليه وسلم عبدالله بن جحش د نخلې سيمې ته ولېږه او هغه ته يې وويل:

«كن بها حتى تأتينا بخبر من أخبار قريش»

هم هلته پاتې شئ، ترڅو د قريشو خبرونه را ته راوړئ.

هغه صلی الله عليه وسلم عبدالله بن جحش ته د جګړې امر نه و ورکړی، ځکه هغه مقدسه او د حرم مياشت وه. هغه صلی الله عليه وسلم نوموړي ته له ځای ښودلو څخه وړاندې يو ليک ورکړ او په کې ليكلي یې و:

«اخرج أنت وأصحابك، حتى إذا سرت يومين فافتح كتابك وانظر فيه، فما أمرتك به فامض له، ولا تستكرهَنَّ أحدا من أصحابك على الذهاب معك»، فلما سار يومين فتح الكتاب، فإذا فيه: «أن امض حتى تنزل نخلة بين مكة والطائف، فتأتينا من أخبار قريش بما اتصل إليك منهم»

ته او ملګرې د لاړ شئ ترڅو دوه ورځنی سفر پوره کړی، وروسته ليک پرانيزه او ويې لوله او زما له امر سره سم مخ پر وړاندې ولاړشه او خپل ملګري مه اړباسه چې له تا سره ولاړ شي.

تر دوې ورځې سفر کولو وروسته يې ليک پرانيست او په ليک کې ليکل شوي و:

«تګ ته دوام ورکړه ترڅو د طايف او مکې ترمنځ نخلې ته ورسېږې او د قريشو په تړاو خبرونه راوړه لکه څرنګه چې مخکې له تاسره د دوی په تړاو خبرې شوي وې».

نوموړي رضي الله عنه خپلو ملګرو ته د ليک تر لوستلو وروسته وويل: «زه اورم او اطاعت کوم، هر هغه څوک چې د شهادت غوښتنه کوي له ما سره د لاړ شي، زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په امر مخ پر وړاندې ځم او څوک چې نه غواړي کولی شي بېرته ستون شي، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم زه د چا له اړ ايستلو څخه منع کړی يم، بیا نو خلکو له ده سره تګ ته دوام ورکړ...)

ابن هشام د سيرت په کتاب کې ليکي: «تر دوو ورځو سفر کولو وروسته عبدالله بن جحش ليک پرانيست او ويې لوست چې پکې لیکلي و:

«إذَا نَظَرْتَ فِي كِتَابِي هَذَا فَامْضِ حَتّى تَنْزِلَ نَخْلَةَ، بَيْنَ مَكّةَ وَالطّائِفِ، فَتَرَصّدْ بِهَا قُرَيْشاً وَتَعَلّمْ لَنَا مِنْ أَخْبَارِهِمْ»

کله د چې زما ليک ولوست مخ پر وړاندې ولاړ شه، ترڅو د طایف او مکې ترمنځ نخلې ته ورسېږې، له هغه ځايه قريش وڅاره او د دوی په اړه موږ ته خبر راکړه.

کله چې عبدالله بن جحش ليک ولوست، ده وويل زه اورم او پيروي کوم، وروسته يې خپلو ملګرو ته وويل، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته امر کړی چې د نخلې لور ته لاړ شم، ترڅو له هغه ځایه قريش وڅارم او هغه صلی الله عليه وسلم ته د دوی په اړه خبرونه راوړم او ده صلی الله عليه وسلم زه له دې منع کړی يم چې له ما سره تګ ته  په تاسو کې څوک اړ کړم. نو هر هغه څوک چې شهادت لاس ته راوړي او د هغه غوښتنه لري، نو مخ پر وړاندې د ولاړ شي او هر هغه څوک چې نه غواړي بېرته د ستون شي. زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له امر سره سم مخ پر وړاندې ځم. دی مخ پر وړاندې ولاړ او د ده ملګري هم له ده سره مخ پر وړاندې ولاړل او هېڅوک وروسته پاتې نه شو.)

تاسو پوهېږئ چې دا يوه ځانګړې دنده وه، ځکه نو د دې دندې د ترسره کولو په موخه هيڅوک هم نه دي اړ ايستل شوی او یاده دنده د شهادت د ترلاسه کولو لپاره یوه دنده وه. په متن کې ويل شوي دي چې د دوی قومندان عبدالله دوی ته وويل: «رسول الله صلی الله عليه وسلم ماته امر کړی چې د نخلې په لور ولاړ شم، ترڅو قريش وڅارم او د دوی په اړه هغه صلی الله عليه وسلم ته خبرونه راوړم او ده صلی الله عليه وسلم زه منع کړم له دې څخه چې څوک تګ ته اړ کړم. نو هر هغه څوک چې غواړي شهادت لاسته راوړي او غوښتنه يې کوي له ما سره د لاړ شي او څوک چې نه غواړي بېرته د ستون شي. زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له امر سره سم مخ پر وړاندې ځم. دی مخ پر وړاندې لاړ او د ده ملګري هم له ده سره يوځای مخ پر وړاندې لاړل او هيڅوک هم شاته پاتې نه شو).

تاسې پوهېږئ، چې هيڅوک هم شاته پاتې نه شو يانې که څه هم دوی اړ نه وو چې ياده ځانګړې دنده سرته ورسوي، خو هېچا هم له دې کاره ډډه ونه کړه. الله سبحانه و تعالی د پر دوی ورحمېږي.

۳- اوس د تکتل (حزبي جوړښت) د (ه) برخې هغه ياد شوی پاراګراف ګورو: دا له امت سره د تفاعل تر سرليک لاندې بيان شوی دی او د تفاعل پر وړاندې هغه خنډونه په ګوته کوي چې شباب يې سرته رسوي.  

ياد پاراګراف د دنيايي ژوند د قربانۍ د موضوعاتو په تړاو بحث کوي، په داسې حال کې چې له امت سره د تفاعل کړنې ترسره کېږي. د تفاعل په پړاو کې ځانګړې دنده له خطرونو او اندېښنو سره مله ده او د دنيوي ژوند، لکه شتمنۍ، تجارت او داسې نورو د له منځه تللو شتونتیا هم پکې شته...

نو هر څوک چې نه غواړي د تفاعل په پړاو کې ځانګړې دنده ترسره کړي، دی نه اړايستل کېږي، خو دی کولی شي چې عامه چارې ترسره کړي، خو ده ته د تقوا يادونه کېږي او ورته ويل کېږي چې الله سبحانه و تعالی د مومنانو ژوند او شتمني د جنت په بدله کې له دوی څخه پېرلي دي. همدغه يادونه بسنه کوي او د قربانۍ انتخاب د خلکو په لاس کې دی...

تاسو پوهېږئ، چې ياد متن د قربانۍ په تړاو بحث کوي ځکه چې ځانګړې دنده له ستونزو ډکه ده.

۴-په پای کې ويلی شو چې شباب نه اړ ايستل کېږي چې ځانګړې دنده ترسره کړي، خو عامه دندې بايد په ژمنتيا سره ترسره کړي او د شريعت له احکامو سره سم د خپل امر پيروي تر هغه وخته وکړي چې ورته امر کوي.

هيله لرم چې په تړاو به یې پوهېدلی یې او الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه خبر دی.

ستاسې ورور عطا بن خليل ابو الرشته

پوښتونکی: محمد عبدالبصير

د مطلب ادامه...

زموږ مسلمان مشران د الولاء والبراء مخالفه مفکوره لري

  • خپور شوی په سیاسي

﴿مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا﴾

[النساء:۸۵]

ژباړه: څوک چې د نېکۍ سپارښتنه(شفاعت) وکړي، هغه به له هماغې (نېکۍ) څخه برخه ترلاسه کړي او څوک چې د بدۍ سپارښتنه وکړي هغه به له هماغې(بدۍ) څخه برخه ترلاسه کړي او الله پر هر شي قدرت لرونکی دی.

هغه ناورین چې په یمن کې رامنځته شوی ټولو ته څرګند دی. د یونېسف سازمان سیمه‌ییز مشر ګیرټ کافیلاري(Geert Cappelaere) د وینا پر بنسټ، یمن د ماشومانو د هستوګڼې لپاره دوزخ ګرځېدلی دی. د دې سازمان د اټکل له مخې یمن هغه ځای دی چې نږدې هره ورځ پکې ۱۳۰ ماشومان له لوږې او د ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکوي. هره شېبه د دې شونتیا شته چې حالت د جګړې د شدت او پر بندرونو د بندیزونو د دوام له امله لا کړکېچن شي.

د دې جګړې واقعي قربانیان بې ګناه مسلمان ماشومان، مېرمنې او د ډېر عمر لرونکي کسان دي چې په دې جګړه کې لوړې بیې پرې کوي او دا په داسې حال کې چې دا د دوی خپله جګړه نه ده. دا د لمر په څېر روښانه ده چې دغه د انګلیس او امریکا جګړه ده او د هغو مسلمانو ګوډاګیانو په مرسته یې پر مخ وړي، چې د دوی له خوا ګمارل شوي او نوموړي ګوډاګیان د خپلو بادارانو د ښېلاک لپاره هڅه کوي چې خپلې خاورې او طبعي سرچینې د هغوی په واک کې ورکړي.

ډېر مسلمان هیوادونه د خپلو خاینو مشرانو په مرسته په جګړه کې ښکېل دي او د امریکا په لارښوونه د سعودي عربستان له لوري دغه روانه جګړه تمویلېږي او سعودي عربستان د دې جګړې ترشا ستر بسپنه ورکونکی هیواد دی.  دوی له حوثیانو سره د جګړې په موخه عربې اییتلاف رامنځته کړ. په دې جګړه کې د سعودیانو او هم د حوثیانو د ملاتړ لپاره ډېر مسلمان هیوادونه ښکېل دي، لکه کویټ، متحده امارات، بحرین، مصر، مراکش، اردن، سوډان، ایران او پاکستان.

امریکا خپله په یمن کې ډېر هوايي بریدونه ترسره کړي دي او همداراز یې د سعودي په مشرۍ د عربي اییتلاف د جنګي الوتکو د ملاتړ لپاره د وسلو مرسته کړې، په ځانګړې توګه ۲۲۷کیلو ګرامه د لاک هېډ مارټین(Lockheed Martin ) له لوري جوړ شوي لیزري بمونه چې له امله یې ۴۰ زده کوونکي د سفر پر مهال ووژل شول. دغه راز د امریکا بحري ځواکونو یو شمېر بېړۍ ولېږلې، چې په دې بېړیو کې لویه جنګي بېړۍ د (USS Boxer) په نامه او دوو نورو وسلوالو جنګي بېړیو شتون درلود. انګلستان او فرانسې هم په خپل وار د دې جګړې د ملاتړ لپاره د وسلو او استخباراتي معلوماتو په برخه کې مرسته کړې.

هغه څه چې هر مسلمان وګړی اندېښمن کوي، دا دی چې په دغې جګړه کې د بې ګناه مسلمانانو ژوند اخیستل کېږي او د لوږې له امله د نورو مسلمانانو په لاسونو د مرګ تر پولې پورې رسېږي او دا ټول هغه څه دي چې د خاینو مسلمانو چارواکو له خوا یې په اړه پرېکړه کېږي. دا هغه چارواکي دي چې د الولی والبرا (نفرت د الله لپاره او محبت د الله لپاره) مفکوره یې هېره کړې.

«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لاَ يَظْلِمُهُ وَلاَ يُسْلِمُهُ، وَمَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللَّهُ فِي حَاجَتِهِ، وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرُبَاتِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»

مسلمان د مسلمان ورور دی، نه پرې ظلم کوي او نه یې دښمن ته سپاري. څوک چې د خپل ورور د اړتیا پوره کولو په هڅه کې وي، الله سبحانه و تعالی به د ده اړتیاوې پوره کړي. څوک چې له مسلمان څخه یوه سختي لري کړي، الله به د قیامت په ورځ له ده څخه سختۍ ایسته کړي. چا چې د یو مسلمان پر عیب پرده واچوله، الله سبحانه و تعالی به په قیامت کې د ده پر ګناهونو پرده واچوي.

موږ د الولی والبرا (د الله په خاطر د محبت او نفرت) مفکورې مانا د علي رضي الله عنه په تاریخي پېښه کې لیدلی شو. د یوې ځانګړې موضوع په اړه د شام د والي معاویه رضي الله عنه او خلیفه علي رضي الله عنه تر منځ شخړه رامنځته شوه. د روم امپراطورۍ پاچا قیصر په دې پېښه خبر شو او تمه یې درلوده چې له دې پېښې څخه د ځان په ګټه کار واخلي، نو یې معایه رضي الله عنه ته لیک واستاوه:

د روم له قیصره معاویه ته:

موږ خبر شوو چې ستا او د علي تر منځ یوه پېښه رامنځته شوې او موږ پوهېږو چې د علي په پرتله ته د خلافت ډېر حقداره یې. که را ته امر کوې؛ نو به پوځ در ولېږم چې د علي سر در ته تقدیم کړي.

د معاویه له لورې هرقل ته ځواب:

د دوو وروڼو تر منځ جګړه ده او ته څوک یې چې زموږ تر منځ مداخله کوې؟ که چپ نه شوې، نو داسې پوځ به در ولېږم چې پیل به یې تا سره او پای به یې ما سره وي، ترڅو ستا سر را ته راوړي او علي ته یې تقدیم کړم.

که څه هم معاویه رضي الله عنه له علي رضي الله عنه سره شخړه درلوده او له ده سره د روم پاچا هرقل د ملاتړ ژمنه وکړه، خو بیا هم دی خپلې اسلامي عقیدې ته او الله سبحانه و تعالی ته ریښتنی پاتې شو. د یو رښتني مسلمان مشر ځواب دا ډول وي، نه د اوسنیو ګوډاګیو مشرانو په څېر چې خپل ځانونه تش د اسلامي خاورو مشران بولي.

الولی والبرا (د الله لپاره محبت او نفرت) مفکوره د اسلام د هغو سترو مفکورو له ټولګې څخه ده، چې هر مسلمان یې په اړه حتمي باید پوهاوی ولري او خپل زړه ته یې نږدې کړي. په اصل کې د دې مانا دا ده چې یو کس الله سبحانه و تعالی، د هغه پېغمبر او مومنانو ته ریښتنی او وفادار وي، نه کافرانو او د هغوی لارویانو ته. الله سبحانه و تعالی په قران کې فرمايي:

﴿يا أيها الذين آمنوا لا تتخذوا اليهود والنصارى أولياء بعضهم أولياء بعض ومن يتولهم منكم فإنه منهم إن الله لا يهدي القوم الظالمين﴾

[المايدة:۵۱]

ژباړه: اې مومنانو! یهودان او عیسویان خپل دوستان مه نیسئ، دوی په خپلو کې سره دوستان دي. که له تاسو څخه څوک هغوی خپل دوستان ونیسي، نو بیا هغه هم په هغوی کې شمېرل کېږي. پرته له شکه چې الله سبحانه و تعالی ظالمان له خپلې لارښوونې څخه بې برخې کوي.

څومره ستره اړتیا ده چې امت له خپلو هغو حکامو سره محاسبه وکړي چې  هغوی د الله سبحانه و تعالی له رالېږل شوي شریعت پرته د نورو د قوانینو پر بنسټ حکومت کوي. په یمن کې له خپلو وروڼو او خویندو سره یو ځای د خپلو حکامو پر وړاندې باید ودرېږو، ترڅو وکولی شو خپل وروڼه او خویندې مو د بهرنیانو له دسیسو او ظلمونو څخه وژغورو او په دې لاره کې باید داسې کلک ګامونه واخلو ان که زموږ د سر په بیه هم وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

یاسمین ملک

ژباړن: حمزه خالد

د مطلب ادامه...

ګډ ځواکونه هره ورځ له بې‌ګناه مسلمانانو درنې قرباني اخلي

په تېرو څلورو ورځو کې ګډو ځواکونو په مختلفو ولایتونو کې په هوايي عملیاتو کې له بې‌ګناه ملکي وګړو درنې قربانۍ واخیستې.

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د هوايي قواوو په ملاتړ ځانګړو ځواکونو د ملکي کسانو کورونه بمبار کړل او درې ملکیان یې ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل، چې یو ماشوم او یوه ښځه هم پکې وو. د پروان د والي ویاند وحید شهکار هم تایید کړه، چې د پېښې ټول قربانیان ملکیان وو.

له دې پېښې سره هممهاله د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د «صفر دو» ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې څلور ملکیان ووژل شول. یوې حکومتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په وژل شوو کې یو کس معلم، یو متعلم، دوه نور بزګران دي او همدارنګه یو کس پکې ټپي شوی او درې کسان یې ژوندي ورسره وړي.

دغه راز په غزني کې هم د هوايي بمباریو او جګړې له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې. د ویسا ورځپاڼې د راپور پر اساس د غزني قومي مشران وايي، چې یوازې د غزني له ګیلان ولسوالۍ څخه د جګړو او هوايي بمباریو له امله ۱۲ سوه کورنۍ بې ځایه شوې.

همدارنګه وړمه ورځ (د لېندۍ ۴مه) د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړو ته مرګژوبله اوښتې. د هلمند ځايي چارواکي وايي چې په نادعلي کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي. په دې پېښه کې يو ماشوم او يو سړى وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ تنه نور پکې ټپيان شوي دي.

په دې وروستیو کې اشغالګرو بهرنیو ځواکونو او د دوی پر روحیه روزل شوو یو شمېر افغان ځواکونو ګډو عملیاتو ته زور ورکړی، د سلګونو بې‌ګناه خلکو ژوند یې واخیست او لا یې اخلي، ښځې، ماشومان او سپين ږېري یې شهیدان کړل، کورنۍ یې ختمې او له خاورو سره خاورې کړې، ودونه یې بمبار کړل او له هر ډول وحشت او جنایت څخه یې مخ وانه ړاوه.

پر دې سربېره امریکا د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې پر دې خاوره ۵۲۱۳ بمونه غورځولي او خلک یې د تش په نامه سولې په تبلیغاتو بوخت ساتلي دي.

خالد ایثار

د مطلب ادامه...

الاقصی مسجد: له الاقبلې مسجد څخه غږ «د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زوکړې په یاد کې اسلامي امت او د هغه پوځ ته د خلافت د تاسیس د غږ د قبلېدلو وخت رارسېدلی دی!»

وړاندې کوونکی: شیخ ابو مهدی بیضون   مبارکه خاوره (فلسطین)   ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۳مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: په صلوة ښارګوټي کې لاریونونه «د سوچي تړون، زموږ وینه توی کړه او زموږ له دښمنانو ملاتړ وکړ!»


حزب التحریر- ولایه سوریې د سوچي د خاین تړوان د لغو په تړاو په صلوة ښارګوټي کې لاریونونه وکړل او لاندې شعار یې ورکوه: «د سوچي تړون، زموږ وینه توی کړه او زموږ له دښمنانو ملاتړ وکړ!»

۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۶مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: په ادلب کې غونډه «د سوچي تړون، زموږ وینه توی کړه او زموږ له دښمنانو ملاتړ وکړ!»

حزب التحریر- ولایه سوریې د سوچي د خاین تړوان د لغو په تړاو په ادلب ښارګوټي کې لاریونونه وکړل او لاندې شعار یې ورکوه:  «د سوچي تړون، زموږ وینه توی کړه او زموږ له دښمنانو ملاتړ وکړ!»           

 ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۶مه

د مطلب ادامه...

نویو پېښو ته کتنه

د اونیزو ناستو لړۍ چې مهمو قضیو او پېښو ته پکې کتنه او تبصره پرې کېږي «۲۰۵مه» ناسته د اروپایی پوځ د رامنځته کولو په تړاو د ماکرون په ډاګه خبرې! د خپرونې مېلمه: استاد بلال القصراوی (ابو ابراهیم)
د خپرونې وړاندې کوونکی: استاد هیثم الناصر (ابو عمر)
حزب التحریر-ولایه اردن ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۳مه

د مطلب ادامه...

مسجد الاقصی: د جمعې ورځې درس «عمیق دولت او د اسلام پر وړاندې یې جګړه!»

وړاندې کوونکی:  سیاسی مفکر احمد الخطوانی (ابو حمزه)                                                 

                          ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۶مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې