جمعه, ۰۹ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ټرمپ او د ناټو سرمشرېزه

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د  ۲۰۱۸ م کال د جولای پر ۱۱ او ۱۲ مه، د ناټو سرمشرېزه د بلجيم  په پلازمېنه کې ترسره شوه.  په دې سرمشرېزه کې د امريکا ولسمشر او د ناټو د سازمان ۲۹ غړو هيوادونو استازو ګډون وکړ. په دې غونډه کې د ټرمپ او د ناټو د نورو غړو هېوادنو د استازو ترمنځ خبرې اترې ډېرې توندې شوې او نږدې ټولې خبرې یې پر دې راڅرخېدلې، چې دوه سلنه کورنی ناخالص تولید به د پوځي لګښت زیاتوالي ته ځانګړی کوي. نو پوښتنه دا ده چې  ولې امریکا داسې کوي؟ او په راتلونکې کې به د ياد تړون برخليک څه وي؟

 

ځواب:

د ځواب د لا روښانه کولو لپاره لاندې ټکي بيانوو:

1. د امريکا ولسمشر ټرمپ له ډيپلوماسۍ او ډيپلوماتيکي زاویې څخه بېل چلند کوي. هغه څه چې دی یې غواړي، هغه په ډاګه وايې او په څرګنده پر نورو فشار اچوي. هغه څه، چې په نورو هيوادونو کې خپلو سيالانو  ته ویل کېږي او د پردې تر شا او په خصوصي ناستو کې غوښتنه کېږي، دی همدغه څه په ډاګه وايې او غوښتنه يې کوي او تر پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش يې ډېر په تکبر او غرور سره وايي او غوښتنه يې کوي. پر همدې بنسټ، دی له مخکني ولسمشر اوباما څخه بدل دی، ځکه نوموړي خپل کارونه د پردې تر شا کول، په نورو هيوادونو کې یې پر خپلو سيالانو فشارونه راوړل، سياسي مانورونه يې ترسره کول او د یو انګرېز سیاست پوه په څېر یې پټه ديپلوماسي مخته وړله. په ۲۰۱۴ م کال کې مخکني ولسمشر اوباما هم دوه سلنه د ناخالص کورني توليد زیاتوالی د ناټو پر غړو هيوادونو ومانه او له مختلفو لارو يې فشارونه راوړل، چې ياد تړون ته غاړه کېږدي.

د ټرمپ تړون د ناټو له غړو هيوادونو سره د لګښت پر زياتوالي باندې له شور ماشور او  عامه ذهنيت اړولو پرته وښودل، چې د ياد تړون لاندې دوی نه بېلېدونکي او یو موټی دي او مشري یې د امریکا په غاړه ده. دغه راز په ظاهره، امريکا د ياد تړون د غړو له پرمختګ څخه خوښه ده، په داسې حال کې چې امريکا له دوی سره په سخت مخالفت کې ښکېله ده. د ناټو غړو هيوادونو له اوباما سره ژمنه کړې وه، چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې به خپل ناخالص کورنی توليد د دوه سلنې دفاعي بودجې لپاره ځانګړې کوي، خو کابو ۱۵ غړو د جرمني، کاناډا، ايټاليا، بلجيم او هسپانيې په ګډون تراوسه د ۱.۴سلنې څخه کمه دفاعي بودجه ورکوي، چې په دې سره دوی خپله کړې ژمنه پوره نشوی کړای او دا کار ټرمپ په غوسه کړ. د امريکا د دې نوي پلان له مخې، د ناټو غړي هيوادونه به ژمن وي چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې د ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۳۰ خپلواک کنډکونه، ۳۰ د الوتکو ډلګۍ او ۳۰ جنګي بېړۍ چمتو کړي، څو د روسيې پر وړاندې په احتمالي نظامي عملياتو کې برخه واخلي. امريکا د اروپا د مهارلو په موخه روسيه يو کاذب دښمن معرفي کوي، ترڅو په اورپا کې خپل نفوذ پراخ او اروپا له خپلواک نظامي ځواک له جوړلو او سياسي پرېکړو له نيولو څخه منعه کړي او دې ته یې اړ باسي، چې د امريکا تر مشرتابه او نظامي چتر لاندې پاتې شي.

2. ټرمپ هغه ستونزه چې له خپلو متحدينو سره يې لري، ښه پرې پوهېږي او په دې هم پوهېږي چې د دوی قانع کول سخت دي، له همدې کبله د ۲۰۱۸ م کال د جولای پر ۱۰ مه، ده په بروکسل کې د ناټو سرمشرېزې ته د تګ په وخت کې په خپل ټوېټر پاڼه لیکي و: « د ده ناسته به په هلسنګي کې د روسيي له ولسمشر پوتين سره د ناټو تر سرمشريزې اسانه وي». دغه خبره ډېر واقعيتونه په ډاګه کوي؛ روسيه فرمان وړونکې ښکاري او چمتو ده چې د امريکا لپاره ځينې چوپړونه ترسره کړي، ترڅو ځينې خپلې ګټې ترلاسه کړي او په نړۍ کې له لومړي درجه دولت سره يوځای د يوه لوی نفوذ لورنکي دولت په څېر را څرګنده شي او همدارنګه د امريکا له شر څخه ځان خلاص کړي، په ځانګړې توګه د امريکا له نفوذ او نفوذي ساحې څخه چې امريکا غواړي روسيه مهار کړي. د اروپا په تړاو، داسې ښکاري چې امريکا د اروپا دښمنه او سياله ده او اروپايي اتحاديه يې په دې موخه جوړه کړې ده، چې د امريکا پر وړاندې ودرېږي او سيالي ورسره وکړي. له همدې امله امريکا د يادې اتحاديې پر وړاندې خصمانه چلند کوي او په ډاګه هڅه کوي چې له منځه يې يوسي، ځکه نو له اروپايي اتحاديې څخه د برتانيې د وتلو له پلان څخه ملاتړ کوي. ټرمپ هغه بریتانوۍ تګلاره تر نيوکې لاندې ونيوله چې د اروپايي اتحاديې تر وتلو وروسته هم بریتانيه غواړي له اروپايي اتحاديې سره آزاده سوداګري وکړي، ده وويل:

« که دوی دې ته ورته هوکړه ليک لاسليک کړي، موږ به د بریتانيې پرځای له اروپايي اتحاديې سره هوکړه ليک لاسليک کړو، نو په دې سره به هغه د دوی هوکړه ليک له منځه ولاړ شي». ده وويل: « ما تريزامې ته وويل چې څه بايد وکړي خو دا قانع نه شوه او ماته یې غوږ ونه نيوه. دا غواړي يوه بېله لاره غوره کړي». ټرمپ د بریتانيې د بهرنيو چارو وزيره د دې لپاره وستايله چې د تريزامې د پلان سره يې مخالفت وښود او له همدې امله يې استعفا ورکړه او زياته يې کړه چې دی به لومړی وزير شي» او د له نورو هيوادنو څخه هم په ډاګه وغوښتل چې اروپايي اتحاديه دي پرېږدي. ( بي بي سي د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۱۳ مه د ټرمپ په حواله راپور ور کړ).

 کله چې د فرانسې ولسمشر له امريکا ليدنه کوله، ټرمپ له هغه څخه وغوښتل چې اروپايي اتحاديه پرېږدي. د ۲۰۱۸ م کال د جون پر ۲۹ مه واشینګټن پوست راپور ورکړ: « په تېر اپرېل مياشت کې ټرمپ خپل فرانسوي سيال مکرون ته په سپينه ماڼۍ کې د يوې ناستې  په ترڅ کې وړانديز وکړ چې له اروپايي اتحاديې څخه دې ووځي او په مقابل کې به امريکا ورسره دوه اړخيزه سوداګريز تړونونه وکړي». د دوو اروپايي مامورينو له خولې چې وايې: « ټرمپ مکرون ته وويل: تاسې ولې اوروپايي اتحادیه نه پرېږدئ؟»

3. ټرمپ له همدې امله پر اورپايي اتحاديه په ځانګړې توګه پر جرمني نيوکې کوي، ځکه چې د امريکا سره د ياد هيواد اړيکې ډېرې ترينګلي دي! د ۲۰۱۷ م کال د جون پر ۷ مه موږ د يوې پوښتنې په ځواب د کړکېچ د زياتوالي دلايل په ځانګړې توګه له جرمني سره بيان کړي وو. موږ ويلي وو: ((جرمني په اوروپا کې ستر مالي مرکز او تر امريکا، چين او جاپان وروسته د نړۍ څلورم اقتصادي ځواک دی، ځکه ټرمپ پر جرمني سترګې ډېرې ښخې کړي دي او هڅه کوي د امريکا لپاره ډېرې پيسې په لاس راوړي، په ځانګړې توګه امريکا ادعا کوي چې روسيه د جرمني لپاره يو ګواښ دی، ترڅو جرمني په ناټو تړون کې ونډه واخلي او زياته بسپنه ورکړي. برلين د خپل ملي عايد ۱.۲سلنه (۴۲ ميليارده ډالر) په نظامي برخه کې لګوي.))

د امريکا او جرمني سوداګريز توازن ډېر په کښته لور روان دی، چې کابو ۶۰ ميليارده يورو کېږي. په ۲۰۱۶ م کال کې د جرمني او امريکا د سوداګرۍ کچه ۱۶۵ ميليارده يورو ته ورسېدله، چې ۱۰۷ ميليارده يورو له جرمني څخه د امريکا واردات وو...» او موږ همدا رنګه ویلي وو: «په اوروپايي فضا کې جرمني مشرتابه په سياسي او اقتصادي کچه را ټوکېدونکی ځواک دی، دا هغه څه دي چې جرمني يې د امريکا د تګلارو پر وړاندې مخالفت ته هڅولی دی او جرمني له امريکا سره خپله شخړه ډاګيزه کوي. که ياد حالت دوام پيدا کوي، نو اروپا به په زياته کچه کمزورې شي او په پای کې به اروپا د جرمني له لورې بشپړه مهار شي.

4. جرمني د ټرمپ د ګواښونو پر وړاندې بې تفاوته دی، پرهمدې بنسټ ټرمپ جرمني د خپل ځان پر وړاندې يوه ننګونه بولي، په ځانګړې توګه کله چې ده د اوروپايي اتحاديې پر وړاندې خپله دښمني څرګنده کړه او جرمني ته یې د اروپا د پياوړي اقتصادي بازار په سترګه و کتل. دی جرمني ته د هغې عرادې په سترګه ګوري، چې په نړيوال ډګر کې د نړۍ سیاست مخ ته بیايي. له همدې امله ټرمپ يوازې پر جرمني نيوکه وکړه او په سل ګونو ميلياردو ډالرو غوښتنه يې وکړه، د هغه امنيت په بدل کې چې امريکا د دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې جرمني ته د هغه زمینه برابره کړې. ده تر سرمشرېزې وړاندې د ناټو سرمنشي سره په ناسته کې پر جرمني لفظي بريد وکړ او داسې یې وویل: «جرمني د روسيې په بند کې دی، ځکه چې هغه خپله ډېره انرژي له روسيې څخه لاسته راوړي. دوی په ميلياردونو ډالره روسيې ته ورکوي او موږ د روسيې پر وړاندې دوی خوندي کوو. دا څرنګه موږ توجيه کولی شو؟ دا ناعادلانه ده». ټرمپ تر سرمشرېزې مخکې زياته کړه: «جرمني په بشپړه توګه د روسيې له لوري مهارېږي، ځکه دوی د ۶۰ سلنې څخه ۷۰ سلنې پورې انرژي او یوه نوې نل لیکه له روسيې څخه ترلاسه کوي او تاسو ماته واياست چې دا مناسبه ده، خو زه فکر کوم دا مناسبه نه ده او زه فکر کوم چې دا د ناټو لپاره ډېره بده ده». سرچينه: (بي بي سي،  د ۲۰۱۸ م د جولای  ۱۲مه)   

د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل په ځواب کې ور ته وويل: «جرمني خپلې تګلارې لري او خپلواکې پرېکړې کوي... ما پخپله هغه حالت تېر کړی دی، چې جرمني يوه برخه د شوروي اتحاد له لوري اداره کېدله. زه نن ډېره خوشاله يم چې موږ د جرمني فدرالي جمهوريت کې متحد او خپلواک يو. نو د همدې لپاره موږ ويلی شو چې موږ خپلواکې تګلارې جوړوو او خپلواکې پرېکړې کوو». د جرمني د بهرنيو چارو وزير هيکو ماس وويل: ((موږ نه د روسيې او نه هم د امريکا بنديان يو ( بي بي سي، ۲۰۱۸ د جولای ۱۲.)) د ناټو د سرمشرېزې پر مهال، ټرمپ او ميرکل پر خپلو کړو خبرو سترګې پټې کړې او د ناټو د نوي دريځ په لور یې مخه کړه، ترڅو دودیز انځور واخلي. ټرمپ په بيا بيا د نارډ سټريم د ګازو نل ليکې پروژه- هغه چې روسيه له جرمني سره نښلوي وغندله او د هغې د پرېښودلو غوښتنه يې وکړه. ځينې اروپايي هيوادونه د يادې پروژې له غځېدو سره مخالف دي، ځکه د دوی په وينا دا د اروپايي اتحاديې له تګلارې سره سمون نه خوري. پولنډ په دې اند دی چې اروپا يادې نل ليکې ته اړتيا نه لري. « نارډ سټريم د پروژې هغه ماډل دی چې روسيې ته پيسې ورکوي او د پولنډ امنيت ګواښي». دپولنډ د بهرنيو چارو وزير جسيک چيپټويکز د ناټو مرکز ته په را رسېدو يادې څرګندونې وکړې. (AFP، ۲۰۱۸ د جولای پر ۱۱ مه)

دی د ټرمپ په استازيتوب خبرې کوي. دا ځکه چې پولنډ د امريکا پيروي کوي او په اروپايي اتحاديه کې د امريکا لپاره کار کوي. امريکا له ډېر مهاله په اروپايي اتحاديه کې دننه د هغې د له منځه وړلو لپاره کار کوي. خو هغه څه چې د ټرمپ په پېر کې نوي دي، دا دي چې دی په ډاګه د اتحاديې د له منځه وړلو په موخه هڅې کوي، د ټرمپ لپاره له اروپا د دوه سلنې دفاعي لګښت اخيستل يوه برخليک ټاکوونکې موضوع ده، ترڅو خپل بری ثابت کړي. له ده څخه مخکني ولسمشر اوباما په دې کې پاتې راغی چې له اروپايانو څخه تر دوه سلنه پورې دفاعي بودجه واخلي. دغه کار به په کوردننه د ټرمپ شهرت پياوړی کړي او د جمهوريپال ګوند په منځني دوره ټاکنو کې او د ده په دوهم ځلې ټاکنو کې د ګټلو موکه زياتوي.

5 . خو فرانسه په دې تړاو ډېره حساسه او ځواب ویونکې وه. د فرانسې ولسمشر مکرون و ويل: «فرانسه به د ناټو د ټاکل شويو موخو د پوره کولو په موخه تر ۲۰۲۴م کال پورې دوه سلنه دفاعي بودجه زياته کړي» او زياته یې کړه: «د ياد تړون هوکړه تر هغه وخته دوام مومي چې دغه بوج په برابره توګه و وېشل شي». ده وويل: «ټرمپ ټينګار وکړ چې امريکا د ياد تړون د دفاعي بودجې په ورکولو کې له پخوانیو شکونو سره سره ژمنه ده او ټرمپ د ۲۰۱۸ م کال د جولای پر ۱۲ مه چې د پنجشنبې له ورځې سره سمون خوري په مستقيمه توګه د سرمشرېزې په ترڅ کې له ناټو څخه د وتلو ګواښ و نه کړ». ( رويټرز، ۲۰۱۸ م کال د جولای ۱۲ مه)

د يادونې وړ ده چې فرانسه په اوسني وخت کې د ناخالص کورني توليد ۱.۸ سلنه د ناټو دفاعي بودجې ته ورکوي. خو فرانسه هڅه کوي چې له امريکا سره نږدې اړيکې ولري، ترڅو په نړيواله کچه رول ترلاسه کړي. سربېره پر دې چې فرانسه په فرانسويتوب وياړي، خو له اروپايي اتحاديه څخه د وتلو تابيا نه لري، که څه هم د جرمني له بيا راپورته کېدو څخه په وېره کې ده. فرانسه کله ناکله د اروپايي اتحاديې په پلوۍ کار کوي، لکه: د اوو سترو صنعتي هيوادونو (G7) په سرمشرېزه چې په کاناډا کې ترسره شوه او د ټرمپ د سوداګريزه جګړې او د ايران له اټومي تړون څخه د وتلو پر مهال، خو په ځينو نورو وختونو کې د امريکا ملاتړ کوي لکه د بروکسل په وروستۍ سرمشرېزه کې.

6. ټرمپ څرګنده کړه چې امريکا له ناټو څخه وتو ته چمتو ده، که څه هم په دې کار یې تر اوسه لا لاس نه دی پورې کړی، خو ياد ګواښ تراوسه پاتې دی. ده د خپل متحدينواو دښمنانو پر وړاندې جګړه اعلان کړه. دا د امريکا په تګلاره کې يو نوی لوری په ګوته کوي، چې د بې باکه ولسمشر له لوري پرمخ وړل کېږي او دی چمتو دی چې له نورو تړونونو څخه هم ووځي. موږ د ۲۰۱۸ م کال د جون پر ۱۶مه، د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو: «دا ټول کارونه ښيي چې سوداګریزه جګړه د امريکا لپاره ډېره مهمه ده، هغه مالي کړکېچ چې په ۲۰۰۸ م کال کې پېښ شو او ۲۰ ترېليونه څخه لوړ زيان يې واړوه، امريکا يې سخته اغېزمنه کړله. دا چې ولسمشر ټرمپ يو سوداګر سړی دی او هڅه کوي چې د امريکا اقتصاد وژغوري، نو دا شعار زمزمه کوي «لومړۍ امريکا». ياد شوي ګواښونه هغه بنسټونه ډېر ځپي چې د امريکا له لورې د نړيوال نفود په موخه د اوږد مهال لپاره کارول کېږي، چې په دې سره به نړيوال نظم له منځه ولاړ شي او داسې نوی نړيوال حالت به رامنځ ته شي، چې امريکا به په کې د نړۍ له مشرۍ څخه لاس په سر شي. امريکا غواړي چې نور هيوادونه بسپنه ورکړي او د نورو په مرسته د سوداګرۍ توازن په خپله ګټه وڅرخوي. دوی يوازې خپل حاکميت او سوداګريزې ګټې خوندي کوي، پرته له دې چې له نورو څخه په دې برخه کې مرسته وغواړي، ترڅو نور هيوادونه په خپل مهار کې وساتي او هغوی د امريکا تګلاره تعقيب کړي».

7. له همدې امله د متحدينو ترمنځ سوداګريزه جګړه تودېږي. يادې پېښې د متحدينو ترمنځ، شوي تړونونه له منځه وړي، اقتصاد له رکود سره مخ کوي او سياسي جګړو ته لاره هواروي. که د هستوي وسلو د کارولو وېره نه وي، د تېرو دوو نړيوالو جګړو ترڅنګ به درېيمه نړيواله جګړه هم پېښه شي. ياد متحدين د نړۍ لپاره د هغې ایډیولوژۍ له امله چې دوی منلې، د شر او فساد سرچينه دي. د دې ايډیولوژۍ د عمل معيار ګټه ده او يوازېنی ارزښت يې مادي دی چې په ټولنه کې مخ پر خورېدو ده. نو پر همدې بنسټ نړۍ يو رښتني دولت ته اړتيا لري- د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) پر طریقه راشده خلافت ته. هغه دولت چې په نړۍ کې د مادي ارزښتونو تر څنګ معنوي، اخلاقي او بشري ارزښتونه خپروي او يوازې به مادي ارزښت ته کار نه کوي. الله سبحانه و تعالی خپل رښتني بندګان - هغه چې د الله سبحانه و تعالی له رسول (صلی الله عليه و سلم) سره اخلاص لري او دوی شپه او ورځ د ياد رښتني دولت د تاسيسولو لپاره هلې ځلې کوي، نصرت ورکوي. د دوی ژبې د الله سبحانه و تعالی په يادولو سره تل لندې وي او د دوی د بدن غړي د الله سبحانه و تعالی د وېرې له امله رېږدي او د الله سبحانه و تعالی پر بری دوی ډاډمن دي.

 

(إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ)

[الغافر: ۵۱]

ژباړه: بېشكه مونږ خامخا د خپلو رسولانو او د هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، په دنيايي ژوند كې مرسته كوو او په هغه ورځ كې (هم) چې ګواهان به ودرېږي. [الغافر: ۵۱]

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

الاقصی مسجد: له القبلې مسجد څخه غږ «اې د شام خلکو! د هغه څه له امله چې تاسو ته در پېښ شوي مه سستېږئ او هر څه چې در پېښ شول خیانت مه کوی!»

       وړاندې کوونکی: شیخ ابو مهدي بیضون             

۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدې ۲۱مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اګست درېیمه

د مطلب ادامه...

الاقصی مسجد: سیاسي تحلیل «مزدور حکومتونه د استخباراتو د مسئولینو له خوا اداره کېږي!»

                                               وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه)                                                  

۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدې ۱۹مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د اګست لومړۍ

د مطلب ادامه...

ایا د خلافت د تاسیس د هغې طریقې لپاره چې حزب تحریر غوره کړې ده، قطعي دلیلونه شته؟ محمد ابو العسل ته

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

امير صاحب، الله سبحانه و تعالی دې ستاسې په وخت، هڅې او پوهې کې برکت واچوي.

زه يوه پوښتنه لرم: ایا د خلافت د تاسیس د هغې طریقې لپاره چې حزب تحریر غوره کړې ده، قطعي دلیلونه شته؟

ځواب:

 وعليکم السلام ورحمته الله وبرکاته.

په ټولیزه توګه، د دريو پړاوونو لپاره قطعي دلایل شته:

رسول الله )صلی عليه و سلم( د دعوت په لومړيو کې کابو د دريو کلونو لپاره پټ دعوت کاو. ده (صلی الله عليه و سلم) د ارقم ابن ابې الارقم په کور کې مسلمانان تثقيفول. مګر د لاندې آيت تر نازلېدو وروسته، ده (صلی الله عليه و سلم) خپل دعوت څرګند کړ:

﴿فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ﴾

[الحجر:۹۴]

ژباړه: نو ته په زغرده بیان كړه هغه څه چې تا ته يې امر شوی دی او له مشركانو څخه مخ واړوه.

د پورتني ايت قطعي الثبوت دی او په دلالت کې هم قطعي(قطعي الدلالة) دی، ځکه رسول الله صلی عليه و سلم د یاد ایت تر نازلېدو مخکې په پټه دعوت کاوه او د ياد ايت تر نازلېدو وروسته یې خپل دعوت په ښکاره اعلان کړ، ده صلی الله عليه و سلم د دې پړاو په ترڅ کې فکري او سياسي مبارزه مخ ته وړله او د یاد پړاو په پای کې یې د طلب النصره (مادي ملاتړ) غوښتنه وکړه.

په فکري مبارزه کې، د بتانو باطل عبادت ډاګېزه کېده او د کفر پر ضد دلايل وړاندې کېدل. بېلا بېل ايتونه ياده مبارزه ډاګېزه کوي، چې ځيني يې په لاندې ډول دي:

﴿أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ﴾

[الطور:۳۵]

ژباړه: ایا دوى له کوم خالق څخه پرته پیدا شوي دي؟ یا هم پخپله د خپل ځان پیدا كوونكي دي؟

﴿قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ * وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُونَ﴾

[الصافات:۹۵-۹۶]

ژباړه: هغه وویل: ایا تاسې په خپل لاس د توږل شویو شیانو بندګي کوی. په داسې حال کې چې الله تاسې هم پیدا کړی او هغه شیان هم چې تاسې یې جوړوی.

﴿وَقَالَ اللَّهُ لَا تَتَّخِذُوا إِلَهَيْنِ اثْنَيْنِ إِنَّمَا هُوَ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ﴾

[النحل:۵۱]

ژباړه: او الله وویل: تاسو دوه خدایان مه نیسئ، خدای خو یو دى، نو تاسې خاص له ما نه و وېرېږئ.

﴿مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِنْ وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ﴾

[المومنون:۹۱]

ژباړه: الله هیڅوک د خپل اولاد په توګه نه دي نیولي او له هغه سره کوم بل خدای نه شته. که داسې وای، نو هر خدای به خپل مخلوق بېل کړی وای او بیا به یې یو پر بل باندې برلاسي کول. الله له دغو خبرو څخه پاک دی چې دوی یې جوړوي.

﴿قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ * اللَّهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ * وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ﴾

[اخلاص:۱-۴]

ژباړه: اى نبي! ته دوى ته ووایه: چی الله یوازې یو دى. الله هیچا ته اړ نه دى . نه يې څوك زېږولى دى او نه هغه زېږول شوى دى. هیڅوك د هغه سیال نه شي کېدای.

﴿قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ * لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ * وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ * وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَا عَبَدْتُمْ * وَلَا أَنْتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ * لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ﴾

[الکافرون:۱-۶]

ژباړه: ای نبي ته دوى ته ووایه: اى كافرانو! زه د هغو شیانو عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوی.  نه تاسو د هغه ذات عبادت كوونكي ياست چې زه يې عبادت كوم.  نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت کوی او نه تاسو عبادت كوونكي ياست د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم. تاسو ته ستاسو دین دى او ما لره زما دین دى.

سياسي مبارزه: داسې ایاتونه نازل شول، چې د دوی پر عقيدو، مشرتوب او ګمراهیو یې نیوکې وکړې او ګڼ شمېر ایاتونه دا واقعیت په ګوته کوي:

﴿تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ * مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ * سَيَصْلَى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ * وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ * فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ﴾

[المسد:۱-۶]

ژباړه: د ابو لهب دواړه لاسونه هلاك شول او دى هم هلاك شو. د هغه شتمني او څه چې یې ګټلي و، هغه ته یې په درد و نه خوړل. ژر ده چې دى به لمبې وهونكي اور ته ننوځي. له هغه سره به یې ښځه هم د خسو د پنډونو راوړنکې وي، د هغې په غاړه كې به د خرماو له پوستکو څخه اوبدل شوې لویه کلکه رسۍ ده.

﴿ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا * وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَمْدُودًا * وَبَنِينَ شُهُودًا * وَمَهَّدْتُ لَهُ تَمْهِيدًا * ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ *  كَلَّا إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا * سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا * إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ * فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ * ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ * ثُمَّ نَظَرَ * ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ * ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ * فَقَالَ إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ * إِنْ هَذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ * سَأُصْلِيهِ سَقَرَ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا سَقَرُ * لَا تُبْقِي وَلَا تَذَرُ * لَوَّاحَةٌ لِلْبَشَرِ * عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ﴾

[المدثر:۱۱-۳۰]

ژباړه: پرېږده ما او هغه څوك چې ما يوازې پیدا كړل. بیا مي هغه ته ډېر زیات مال وركړ او د دې ترڅنګ مې نامي زامن ورکړل. د هغه لپاره مو د مشرتابه لاره هواره کړه. بیا دى تمه لري، چې زه ورته نور لا زیات وركړم. هیڅكله هم نه، پرته له شکه هغه زموږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى  دی. ژر به یې په سخت عذاب اخته کړم. هغه فكر وكړ او د خبرې جوړولو هڅه یې وکړه. پس دى دي هلاك كړى شي، ده څرنګه د خبرو جوړولو هڅه وکړه ؟ بیا دي دی هلاك كړى شي، څرنګه یې د خبرو جوړولو هڅه وکړه؟ بیا يې وكتل. بیا يې مخ تریو او تندى ګونځې كړ. بیا يې شا كړه او لويي يې وكړه. نو ده وویل: نه دى دا (قرآن) مګر داسې جادو چې له نورو ساحرانو څخه يې زده کړی دی. نه دى دا مګر د انسان خبرې دي. ژر به زه دى د دوزخ اور ته ننباسم. ته څه شي پوه كړې چې سقر (د دوزخ اور) څه شى دى. داسې اور دی چې نه یې پرېږدي او نه یې خوشي کوي. انسان لره ډېر سوځوونكى دى. په هغه اور باندې نولس (ملايكې) ټاکل شوي دي.

﴿وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَهِينٍ * هَمَّازٍ مَشَّاءٍ بِنَمِيمٍ * مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ * عُتُلٍّ بَعْدَ ذَلِكَ زَنِيمٍ * أَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَ * إِذَا تُتْلَى عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ * سَنَسِمُهُ عَلَى الْخُرْطُومِ﴾

[القلم:۱۰-۱۶]

ژباړه: هیڅکله د یو داسې چا پیروي مه کوه، چې هغه زیات قسم خوړونکی او بې باوره وي. د نېکۍ منعه كوونكى دی، تېرۍ کونکی دی، سخت بدعمله دى. ډېر بد خویه دى او د دې ټولو عیبونو تر څنګ حرامي دى. له دې امله چې دى د مال او زامنو خاوند دى. كله چې ده ته زموږ ایتونه ولوستل شي نو وايي: دا د لومړنيو خلکو  قصې دي. ژر ده چې موږ به د ده په پزه باندې داغ كېږدو.

رسول الله صلی الله عليه و سلم د طلب النصره (مادي ملاتړ) غوښتنه له هغو خلکو څخه کوله، چې د دفاع او ځواک خاوندان و. ده صلی الله عليه و سلم له ځواکمنو قومونو څخه د ملاتړ غوښتنه کوله او مصعب رضي الله عنه) یې مدينې منورې ته ولېږه او انصارو رضي الله تعالی عنهم ور ته مثبت ځواب ورکړ او دغه چاره د عقبې د دوهم تړون د لاسليکېدو لامل شوه.

رسول الله صلی الله عليه و سلم لومړی اسلامي دولت په مدينه منوره کې تاسيس کړ

د يادو دریو پړاوونو دلایل قطعي دي، که څه هم د يادو دریو پړاوونو په تړاو په جزياتو کې ځيني ظني (غیر قطعي) شواهد شته، لکه: په پټه د تثقیف جزیات، په ښکاره د دعوت اعلانولو جزیات، د فکري او سياسي مبارزې مخ ته وړلو په اړه جزیات، د هجرت او د عقبې دوهم تړون تر لاسليکېدو وروسته د خلافت تاسيسولو په تړاو جزيات. د يادو جزياتو په تړاو شواهد ظني او صحيح دي. هر هغه څوک چې زموږ کتابونه او رسالې لولي په څرګنده توګه د يادو دریو پړاوونو په تړاو دلایل قطعي بيان شوي دي او د ځینو جزیاتو په اړه، چې شواهد یې ظني دي او هغه استنباط شوي دي.

له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم، چې ياد موضوعات به ښه در ته روښانه شوي وي.

ستاسې ورورعطا بن خليل ابو الرشته

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

د حزب له پرېښودونکو سره د چلند څرنګوالی او د نصرت د ځنډ دلیلونه

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

له دې چې پوښتنه مې حساسیت پاروونکې ده مخکې له مخکې معذرت غواړم په ځانګړي توګه د پوښتنې دویمه برخه؛ خو حقیقت دادی، چې دا پوښتنه مې له څه وخت راهیسې په ذهن کې تاوېږي. که ځواب یې و، هم خیر دی او که نه و، بیا به هم خیر وي؛ ځکه ما منلې چې تاسې دې ډول پښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره مناسب شرایط تر ما ښه پېژنی. پوښتنه دوې برخې لري:

لومړۍ برخه: تر ۶۰ زیات کلونه کېږي، چې حزب په سختو حالاتو کې فعالیت کوي، داسې شرایط چې ډېر کم خوځښتونو کولی شي پکې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي؛ خو ښایي د حزب ټول غړي ونشي کولی دغه امانت په داسې سختو شرایطو کې پر اوږو واخلي او په پای کې حزب پرېږدي. پوښتنه دا ده، چې بهتره نه ده چې پر وړاندې  یې د سخت دریځ پر ځای د هغوی شرطونو ته په کتو یې عذر په پام کې ونیول شي؟ دویمه برخه: ایا د دعوت د وخت اوږدېدل په دې مانا نه ده، چې په طلب نصرت کې احسان نه دی مراعات شوی؟

په پای کې باید ووایم، چې زړه مې د حزب له محبته ډک دی او پوهېږم چې فکره او طریقه يې په حقه ده او الله تعالی شاهد دی چې له دې پوښتنې مې موخه له خیر پرته بل څه نه دی او هېڅکله د مزاحمت او خنډ کېدو قصد نه لرم.

ځواب:

هو، د پوښتنې دویمه برخه دې حساسیت پاروونکې ده او ښایي دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو مناسب ځای، «د پوښتنو او ځواب» منشور؛ نه و؛ بلکې غوره وه، چې حضوراً ځواب ورکړل شوی وی، خو الله تعالی دې ظالم حکام ورک کړي، چې تل او په هر ځای کې د حق کلمې او پيروانو ته یې په کمین کې ناست دی او له باطل او پیروانو  یې ملاتړ کوي.

د تاریخ په اوږدو کې تل د الهي برحقو دعوتګرو هم د انبیاو هم د صالحینو دا سیرت و، چې د ظالمو او مزدورو حکامو په واسطه به ازار او شکنجه کېدل، خو څه چې حتمي دي هغه دا دي، چې عاقبت د پرهېزګارانو دی.

په تېرو کې هم داسې پوښتنې ځینې په کنایه کې او ځینې په واضح ډول موږ ته متوجې وې، خو د داسې انسانانو له لوري چې زړونه یې له اسلام او مسلمانانو سره له کېنې او نفرت څخه ډک وو او انګېزه یې د حق پېژندل نه، بلکې د دنیا د ناچیزه مال پیدا کولو لپاره، شک اچول او شیطان صفته انسانانو ته خذمت و. په همدغه دلیل موږ ونه غوښتل د دوی پوښتنو ته ځواب ورکړو، ځکه دوی د حق په لټه کې نه وو، چې زموږ ځواب له هغوی سره مرسته کړې وی؛ بلکې موخه یې فتنه اچول وو، په داسې حال کې چې نه پوهېدل چې په زړونو کې یې فتنې دي، نو ځکه یې موږ پوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی.

خو ستاسې په پوښتنه کې د صداقت نښې، د خبرو او پوښتنې د ادب رعایت تر سترګو کېږي، نو د الله تعالی په خوښه هڅه کوم تر لازم حده هغو ته ځواب ورکړم، په ځانګړي دول د پوښتنې دویمې برخې ته چې د ځواب د ځای د نامناسب والی په دلیل به پر جزیاتو خبرې ونه کړو.

۱ـ د پوښتنې د لومړۍ برخې ځواب:

لومړی باید ووایم چې د «سخت دریځ نیولو» عبارت چې په پوښتنه کې مو کارولی، پوره روښانه نه دی او ښایې ستاسې موخه هغه موارد وي چې په هغو کې له  ځینې کسانو سره چې  حزب پرېږدي، مهرباني نه ده شوې او د بدو اعمالو په دلیل هغوی ته پام نه کوو. که زما برداشت سم وي، نو پوه شه چې واقعیت داسې دی:

موږ ښه پوهېږو چې ځینې ځوانان د حزب د ځانګړو شرایطو په دلیل، د دعوت د دورند بار د لېږد توان نه لري په ځانګړي ډول په اوس وخت کې، چې دعوت له ډېرو فشارونو او سختیو سره مخ دی، ښايي د ځینو په نزد د الله تعالی تر رضا او د اخرت تر  محبته، د دنیا مینه او ښکلا غالبه شي او د دعوت د سختیو پر وړاندې مقاومت ونه شي کولی. که له داسې کسانو  وپوښتې، چې ولې دې دعوت ترک کړ، په صداقت سره به ووایي چې هغه په داسې شرایطو کې دی چې د دعوت په لېږد کې برخه نه شي اخیستی، خو هڅه به وکړي چې پر دغو شرایطو برلاسی شي او بېرته به راوګرځي. موږ د داسې کسانو واقعیت ښه درک کولی شو او له هغوی سره نیکه اړیکه ساتو او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د دوی حالت ښه کړي چې د دعوت په لېږد کې بیا برخه واخیستلی شي او د دعوت د پرېښودلو ګناه په خپلو نېکو اعمالو  سره جبران کړي.

خو هغوی چې« مهرباني نه ده ورسره شوې او د بدو عملونو په دلیل هغوی ته توجه نه کوو» هغه دریځ چې تاسې په پوښتنه کې «سخت دریځ» یاد کړی دی، هغوی هغه خلک دی چې له سمې لارې کاږه کېږي او دعوت پرېږدي. داسې کسان ددې پر ځای چې استغفار وکړي او الله سبحانه وتعالی ته توبه وباسي، چې ښایي د دعوت د پرېښودو او انحراف ګناه یې په نیکو عملونو او ویناوو سره جبران شي، ټوله هڅه یې داده چې د دعوت پرېښودل او خپل انحراف پر حزب، د حزب پر رهبرانو او مسئولینو باندې په تهمت لګولو سره توجیه کړي. هغوی په ډېرې بې‌باکۍ سره دورغ وایي، په داسې حال کې چې دورغ د الله سبحانه وتعالی په شریعت کې ډېره لویه ګناه ده. مسلم په خپل صحیح کې داسې روایت کوي: کاکای له خپل ورور او هغه له عبدالله څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«...وَإِيَّاكُمْ وَالْكَذِبَ فَإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الْفُجُورِ وَإِنَّ الْفُجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّارِ وَمَا يَزَالُ الرَّجُلُ يَكْذِبُ وَيَتَحَرَّى الْكَذِبَ حَتَّى يُكْتَبَ عِنْدَ اللَّهِ كَذَّابًا»

ژباړه: له دروغ ویلو ډډه وکړئ، ځکه دروغ مو د فجور خواته بیایي او فجور مو د دوزخ لور ته او که یو کس تل دروغ ووایي او په دروغ ویلو عادت وکړي په پای کې به د الله تعالی پر وړاندې دروغ ویونکی ولیکل شي.

خو هغوی، پر دې سربېره چې له دغه حدیث څخه معلومات لري، بیا هم تهمت تړي او دروغ وایي. هغوی پر دې بسنه نه کوي او دغه دروغ تهمتونه خپروي. داسې کسان دي چې مهرباني نه ده ورسره شوې او د هغوی د بدو عملونو له امله ورته پام نه کوو. خو هغوی چې په صداقت سره وایي، چې د ځانګړو شرایطو په لرلو سره د دعوت د دروند بار د لېږد توان نه لري، موږ د داسې خلکو واقعیت ښه پېژنو او هغوی ته مو خطاب د نیکو خبرو په اډانه کې دی او که وکولی شو له هغوی سره مرسته هم کوو، چې سخت شرایط یې لرې شي او دعوت ته راستانه  شي. دا دی د داسې یو کس بلګې ته اشاره کوم، چې زه خپله یې شاهد وم:

کله چې په یوه خاوره کې مسئول وم، د حزب د دویم امیر رحمه الله له خوا ماته دستور راغی، چې له یوه کس سره چې حزب یې پريښی و، ملاقات وکړم او د بېرته راګرځېدو لپاره یې لاره اواره کړم؛ ځکه چې دی د پوهې او علم له انده د مخکې د بهترینو دعوتګرو له ډلې څخه و. ورغلم او ترې ومې پوښتل، چې ولې بیا حزب ته نه راځې؟ ویې ویل: «اې ابوالحسنه! واقیعت دا دی چې زه په پوره اندزه ددغه دروند بار د لېږد توان نه لرم، چې کله ونیول شوم له څو ورځو څخه مې ډېر ونه شو زغملی او د حزب له غړیتوب څخه مې انکار وکړ. کله چې له بند څخه ازاد شوم داسې مې وانګېرله چې زه د دغه درانه بار له لېږد څخه ناتوانه یم. «که څه هم هغه ته مې قناعت ورنه کړل شوی، چې بیا حزب ته راشي، خو هغه تل حزب تاییدولو او په هېڅ وجه یې له حزب سره دوښمني نه ښودله.

 نو داسې کسان چې په صداقت سره اعتراف کوي، احترام یې کوو او د خیر دعا ورته کوو؛ خو هغه کسان چې خپل ضعف پر نورو په تهمت لګولو سره توجیه کوي او ادعا کوي، چې په فلاني مسول کې د فلاني مشکل له امله حزب پرېږدي، بې شمېره تهمتونه پرې تړي او فکر کوي چې سم کار کوي او ددې پر ځای چې استغفار وکړي او د الله تعالی لور ته ور وګرځي، وینې به یې چې د جبار او منتقم الله تعالی له ډار پرته به پر حزب او رهبرۍ باندې یې په تور تړلو سره له حزب سره خپله دښمني پیلوي. داسې کسان چې حزب پرېږدي، په هېڅ ډول ددې وړ نه دي، چې عذر ورته ولټول شي؛ بلکې دوی هغه کسان دي چې موږ په هېڅ ډول له هغوی سره مهرباني نه کوو او د دوی د بدو عملونو له امله ورته پام نه کوو.

۲ـ د پوښتنې دویمه برخه:

مخکې له دې چې د پوښتنې دویمې برخې ته ځواب ورکړم، غواړم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طلب نصرت د څرنګوالي په اړه ځینې معلومات وړاندې کړم:

ام‌المومنین خدیجه رضی الله عنها چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بهترینو غمخوارانو او ملاتړو څخه وه، د بعثت په لسم کال کې وفات شوه. د رسول الله صلی الله علیه وسلم کاکا ابوطالب، چې هغه هم د قریشو پر وړاندې د رسول الله ملاتړی و، پر همدغه کال وفات شو او له همدې امله د بعثت لسم کال د غم د کال په نامه ونومول شو.

وروسته الله سبحانه وتعالی په دوو لویو امرونه سره، خپل رسول‌صلی‌الله علیه وسلم ته اکرام ورکړ: یو اسراء او معراج او بل د طلب نصرت اجازه. په دغه ترتیب رسول‌الله‌ صلی الله علیه وسلم له لسو ډېر ځلې له بني ثقیف، بني عامر، بني شیبان، بني حنیفه او نورو څخه طلب نصرت وکړ، خو له دغو قبایلو څخه هېچا هغه ته نصرت ورنه کړ؛ بلکې ځينو قبایلو ان په بد چلند سره رسول الله صلی الله علیه وسلم رد کړ او ان وینې یې وبهولې. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت مصعب مدینې منورې ته ولېږه او الله تعالی بری ورکړ او د انصارو ځینو متنفذینو او قدرتمندانو  هغه ته مثبت ځواب ورکړ او د حج په موسم کې مکې ته راغلل او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د نصرت بعیت وکړ، چې همدغه د عقبې دویم تړون و. وروسته رسول الله صلی علیه وسلم مدینې منورې ته هجرت وکړ او په دغه ترتیب یې دولت تاسیس کړ.

 اوس پوښتنه دا ده، چې رسول الله صلی علیه وسلم په طلب نصرت کې احسان نه مراعت کاوه او په همدغه دلیل د عربو قبایلو ده ته نصرت ورنه کړ؟ یا دا چې حضرت مصعب په طلب نصرت کې تر رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ډېر احسان مراعات کړ؟ ځواب قطعا منفي دی؛ بلکې واقعیت دا دی، چې هر کار د الله تعالی پر وړاندې ټاکلی وخت لري:

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا

ژباړه: الله سبحانه وتعالی خپل امر ترسره کړی دی. په رښتیا چې الله تعالی د هر شي لپاره ټاکلې اندازه ټاکلې ده.

ګرانه وروره! موږ هم په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې اقتداء کوو، په طلب نصرت کې هلې ځلې کوو او په خپل توان سزه هڅه کوو،چې له احسان او اتقان سره طلب نصرت وکړو، په ټولو شیانو کې پر الله تعالی باندې توکل کوو او د ډاډ په خاطر د الله تعالی د رضا د ترلاسه کولو  په موخه ټول کارونه په دقت څارو. دې لارې ته په داسې حال کې دوام ورکوو، چې په زړونو او عقلونو کې مو دوه شیان شته دي:

لومړی: د خلافت په رامنځته کولو کې چې څومره احسان مراعات شي، بیا به هم د خلافت د زمان او مکان په اړه وروستۍ پرېکړه، توانا او عزیز الله تعالی کوي او بس.

دویم: الهي سنت دا دی، چې خلافت به په هېڅ ډول د بېکاره او ټمبلو خلکو پر مټ رامنځته نه شي او همدارنګه الهی سنت دا نه دی چې ملائیکې را ولېږي او زموږ پر ځای د خلافت لپاره کار وکړي، بلکې خلافت به د فعالو، جدی، په کار مینو او باهمته مومنانو پر مټ رامنځته کړي. د داسې کسانو پر مټ، که الله سبحانه وتعالی نصرت ورکړ، شکر اېستونکي به وي او که یې وځنډاوه صبر به کوي او هېڅکله به د الله تعالی له رحمت څخه نه ناهیلي کېږي او په هېڅ ډول به د الله تعالی د حاکمیت لپاره له خپلو هلو ځلو لاس نه اخلي او د الله تعالی د امر تر رارسېدو پورې به خپلې لارې ته ادامه ورکوي.

لنډه دا چې:

۱ـ د خلافت په راوستلو کې د الهي نصرت ځنډ الزاما په دې معنا نه دی، چې په طلب نصرت کې احسان نه دی شوی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له لسو ډېر ځله طلب نصرت وکړ، خو چا نصرت ور نه کړ، په داسې حال کې چې هغه صلی الله علیه وسلم له هر کس څخه ډېر احسان مراعات کاوه؛ خو د حضرت مصعب طلب نصرت و منل شو، په داسې حال کې چې هغه په هېڅ ډول له رسول الله صلی الله وسلم څخه ډېر احسان نه و مراعات کړی. واقعیت دا دی چې هر کار ټاکلی وخت لري.

۲ـ موږ د الله تعالی په خوښه اوضاع په ښه حالت څارو او په خورا ښه توګه چارې سرته رسوو.کار ته په داسې حالت کې دوام ورکوو چې زړونه مو په دې ډاډه دي، چې الله سبحانه وتعالی به له موږ څخه د مخکې ایماني وروڼو په څېر معامله کوي.

﴿وَاذْكُرُوا إِذْ أَنْتُمْ قَلِيلٌ مُسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَنْ يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُمْ بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

ژباړه: هغه حالت مو په زړه کړئ، چې تاسې په ځمکه کې وړه او کمزورې ډله وی، ډارېدۍ چې خلک به مو چور کړي، نو الله سبحانه وتعالی تاسې ته پناه درکړه او تاسې یې په خپله مرسته قوي کړئ او له پاکو شیانو یې روزي درکړه، چې شکر وباسئ.

نو نه یوازې چې موږ ته به پناه راکړي؛ بلکې په خپل نصرت به مو قبول کړي. په ورته وخت کې به له طیباتو څخه رزق راکړي. په هر حالت کې حمد او ثنا رب‌العالمین لره ده. په پای کې دغه ورور ته چې پوښتنه یې کړې سلام وړاندې کوم او د خیر دعا ورته کوم.

ژباړن: شجاع بشارت

د مطلب ادامه...

د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته هرکلی نه وایو!

  • خپور شوی په سیاسي

د بادارۍ نوې بڼه

اوس مهال د پیسو نړیوال وجهي صندوق (IMF) د اردن د دولت او غیر رسمي څېرو سره د بیا کتنې دوهمه ګډه ناسته تر سره کوي، چې د اردن د اقتصاد لپاره د خپل اصلاحي پروګرام له لارې بازار موندنه وکړي. زموږ د کتنو پر بنسټ هغه څه چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق  په خپله ویبپاڼه کې خپاره کړي دي او سرلیک یې «د اردن او پیسو نړیوال وجهي صندوق په اړه وروستۍ شوې پوښتنې» ورکړی، غواړو لاندې ټکو ته اشاره وکړو:

لومړی: لوستونکو د پیسو نړیوال وجهي صندوق د غونډې په اړه خپلې پوښتنې پرې‌ایښي دي. هلته پوښتنې شوې او د دوی له لورې ځوابونه ورکړل شوي دي. له ځوابونو داسې برېښي، چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق خپل ځان دومره لوړ ګڼي لکه د اردن غیر رسمي حاکمان چې وي. دا د پوښتنو له ډول څخه په ښه توګه څرګندېږي، د بېلګې په ډول: د پیسو نړیوال وجهي صندوق نظر د هغو مرستو په اړه څه دی، چې د ځینو خلیجي هیوادونو له لورې یې ژمنه شوې ده او ارزښت یې ۲.۵ میلیارده ډالره دی؟ په اردن کې د وروستیو پېښو په اړه د پیسو نړیوال وجهي صندوق غبرګون څه دی؟ کوم  تدابیر د پیسو نړیوال وجهي صندوق له لورې په پام کې نیول شوي، چې د فساد مخه پرې ونیول شي، روڼتیا زیاته او په اردن کې ښې حکومتوالۍ ته لاره پرانیستل شي؟

څه ډول یو ځان خوښی دولت په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي چارو کې دې ډول ښکاره لاسوهنې او په دومره کچه د ځان سپکاوي ته اجازه ورکوي؟  څه وخته دا ډول له سپکاوي څخه ډک چلند په خبرو او معاملو کې دوی ته د منلو وړ ګرځېدلی؟ که چېرته د اردن حکام د پیسو د نړیوال صندوق له لورې دا ډول په ټیټه کچه معاملې او تکبر زغملای شي، د اردن خلک بیا، چې په خپل دین او حیثیت ویاړي د دې ډول بې عدالتۍ منلو ته تیار نه دي او دوی د شاعر لاندې الفاظ هر مهال په تکرار سره وایي: 

ټولې سختۍ را ته د منلو وړ دي، خو سپکاوی نه!

تر ظلم لاندې د صالحانو ژوند بل څه نه، بلکې وژنه ده

دوهم: هغه څوک چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق په اړه پوښتنې او ‎ځوابونه لولي، ورته څرګنده به شي چې پر عایداتو باندې د ماليې لګولو پرېکړه مخکې له مخکې شوې ده او د پیسو نړیوال وجهي صندوق غواړي دا مالیه د اردن پر خلکو په جبر سره پلې کړي او له دې سره سره هغه لارې چارې هم وړاندې شوي دي، چې څه ډول دا پرېکړه باید پلې شي او خلک یې منلو ته وهڅول شي.

ځکه نو غوښتنه شوې چې له غیر رسمي څېرو سره باید لیدنه وشي، څو په غونډه کې برخه واخلي او خلک وهڅوي، چې وړاندې شوې حللارې او اقتصادي پروګرامونه ومني. دا چاره هغه مهال په پام کې ونیول شوه، چې خلکو د دې پرېکړو هرکلی ونه کړ. دا د یو داسې هیواد لپاره چې د خپلواکۍ ادعا کوي یو خطرناک پیغام دی، چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق متخصصینو ته د غیر رسمي څېرو سره د لیدنې او کتنې اجازه ورکوي. دا څه ډول خپلواکي ده، د امریکا د لاس اله چې هر ډول یې وغواړي لوبولی شي او له هغه چا سره ګوري، ګرځي او قانون پرې تپي چې د دوی خوښه وي؟ ستاسو (د اردن رژیم) خپلواکي موږ یوازې هغه مهال د ماشومانو او مېرمنو پر وړاندې ولیدله، چې دوی له درعا څخه د اردن لورې ته د ننوتلو پر مهال پرې نه ښودل شول او دوی د بشار او ایران لپاره د یو آسانه ښکار په توګه پرېښودل شول او یا هم د دعوت پر مخلصو حاملینو، چې تاسو د خپلو کورونو څخه وتښتول او د دوی ماشومان مو وځورول، دوی مو زندانیان کړل او هر ډول تورونه مو چې خوښه وه د امنیتي خدمتونو د ادارې له لورې مو پرې ولګول!!

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق متخصصین زر ځلې له هغه تش په نامه تروریزم څخه خطرناکه دي، چې تاسو شپه او ورځ خلک ترې وېروی. د پیسو نړیوال وجهي صندوق متخصصین هغه څوک دي، چې اردنیان د دوی له عامه شتمنۍ څخه د خصوصي یا غیر دولتي کولو په نامه بې برخې کوي او پر خپلو پانګوالو یې پلوري. دوی هغه څوک دي، چې سترګې یې د بېوزلو د جېبونو په لور کږې او غلا ته یې په تمه دي. دوی هغه څوک دي چې په وحشي ډول زموږ د اولادونو تعلیمي نصاب تر برید لاندې نیسي، څو مو اولادونه فاسد کړي او دوی موږ ته د پورونو یو داسې نسبت راوړ، چې د ناخالصو کورنیو تولیداتو ۹۴ سلنه جوړوي، د هغو فاسدو چارواکو په مرسته څوک چې د دوی له لورې په دولتي ادارو کې په دې موخه ګومارل شوي، چې ادارې فاسدې او خرابې کړي او بیا هر څه د دوی لاسونو ته د یو آسانه ښکار په بڼه ولوېږي.

درېیم: موږ هغو غیر رسمي څېرو ته، چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق متخصصین غواړي ورسره وویني، یادونه کوو. موږ تاسو ته وایو، چې تاسو باید داسې دریځ ونیسئ، څو الله سبحانه و تعالی او د هغه رسول (صلی الله علیه وسلم) خوښ شي او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق له متخصصینو سره د ناستې کولو څخه ډډه وکړئ. د هغه څه څخه مه وېرېږئ، چې دوی غواړي تاسو ور څخه ووېروي او د دوی په وینا که چېرته تاسو یې ونه منی، نو ستاسو هیواد ته به فقر لوی ګذار ورکړي. په دې اړه الله سبحانه و تعالی فرمایي:

(الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ)

[البقره:۲۶۸]

ژباړه: شیطان تاسو له بېوزلۍ څخه وېروي او شرمناک چلند غوره کولو ته مو هڅوي، خو الله سبحانه و تعالی خپلې ورکړې او پېرزوینې ته تاسې هیله‌‌من کوي، ځکه الله سبحانه و تعالی د ډېر پراخ لاس څښتن او پوه دی.

د دوی دروغجنو ژمنو ته غوږ مه نیسئ، ځکه الله سبحانه و تعالی تاسو ته د داسې څېرو په اړه خبرداری درکړی دی او دی سبحانه و تعالی فرمایي:

(يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا)

 [النساء:۱۲۰]

ژباړه: هغه له دې خلکو سره ژمنې کوي او په هیلو کې يې اچوي، خو له دوی سره د شیطان ټولې وعدې له غولولو پرته نور څه نه دي

د خپلو ځانونو او ولس لپاره د ویاړه ډک دریځ ونیسئ او په دې سره ښکېلاکګرو ته ور وښایاست چې دا امت په خپلو ارزښتونو او د دوی له لورې په رښتیني موقف نیولو سره پایي.

الله (سبحانه و تعالی) فرمایي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ * وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ)

(الانفال:۲۴-۲۵)

ژباړه: اې مومنانو! د الله او د هغه د پېغمبر بلنې ته لبيك وواياست چي كله پېغمبر تاسو ته د هغه شي په لورې بلنه درکړي، چي تاسي ته ژوند بښونكى دى.  پوه شئ چي الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حايل دى او د هماغه لورې ته به تاسو ورغونډ کړای شی. له هغې فتنې څخه ځان وژغورئ چي د هغې ناوړه اغېزه به په ځانګړې توګه یوازې پر هغو خلكو پورې محدوده پاتې نه شي، چي په تاسو کې چا ګناه کړې وي او پوه شئ چې الله سخت سزا وركوونكى دى.

حزب التحریر- ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

ژباړه: عبدالله لطفي

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: ازادې خبرې اترې «په درعا کې څه پېښ شوي؟!»

الواقیه تلویزیون په سوریه کې له دکتور محمد الحوارني سره د «په درعا کې څه پېښ شوي؟!» موضوع په اړه ازادې خبرې اترې وکړي.              ۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدې ۲۰مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د اګست دویمه

د مطلب ادامه...

الاقصی مسجد: د الاقصی مسجد له څنډو څخه غږ «د سوریې جنایتکار حکومت مسلمانان وژني، بېځایه کوي یې، کونډوي یې، د یهودي دولت امنیت ساتي او له هغوی څخه ساتنه کوي!»

                            وړاندې کوونکی: انس بدر                               

۱۴۳۹ه.ق، د ذوالقعدې ۲۱مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اګست درېیمه

د مطلب ادامه...

ولایه لبنان: خپرونه: «د نبوي سیرت درسونه»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د دغه مطبوعاتي دفتر تعقیبوونکو او لیدونکو ته «د نبوي سیرت درسونه» تر عنوان لاندې نوې تصویرې خپرونه وړاندې کوي، چې دغه خپرونه د حزب التحریر ولایه لبنان غړی ښاغلی شیخ محمد ابراهیم وړاندې کوي.
-دویم درس-
د قران د نزول او د هغه د تطبیق تر منځ –نبوي سیرت-
اې خدیجې! د خوب او چوپتیا وخت تېر شو، کفارو ته د ویرې ورکول او د کفارو پر وړاندې د مبارزې په لاره کې صبر
وړاندې کوونکی: دکتور محمد ابراهیم
۱۴۳۹هـ.ق، د شوال ۱۹مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د جولای درېیمه

د مطلب ادامه...

تفکر، تدبر او تذکر؛ د اسلامي امت د ورک شوي حکمت يوه برخه

  • خپور شوی په تثقیفي

یوه ورځ یوه عرب خپل اوښ ورک کړی و. د عربو جزیرې په ګرمه دښته او صحرا کې یې سرګردانه یوې بلې خوا ته منډې وهلې او خپل اوښ يې لټاوه. یوه لاروي ترې وپوښتل: په څه پسې سرګردانه یې؟ ده وویل: اوښ مې ورک کړی. لاروي وپوښتل: اوښ دې په یوه سترګه اعور (ړوند) نه و؟ ویې ويل: هو، ړوند و! بیا یې وپوښتل: په یوه پښه اعرج (ګوډ) نه و؟ ويې ویل: هو ګوډ و. لاروي درېيم ځل وپوښتل: ایا اوښ دې ابتر (لکۍ غوڅی) نه و؟ ویې ویل: هو لکۍ غوڅی و؟

د اوښ خاوند ولاړ، له دغه سړي يې شکایت وکړ او ادعا یې وکړه، چې اوښ یې همدغه لاروي غلا کړی. کله چې محکمه دایره شوه او قاضي له مدعي وغوښتل، چې خپله ادعا وړاندي کړي، د اوښ خاوند هغه شواهد چې له لاروي یې اقرار اخیستی و، قاضي ته وړاندې کړل. تورن د اوښ د غلا له توره انکار وکړ او ويې ويل: والله چې ما ستا اوښ نه دی غلا کړی. نوموړي هغه شواهد چې د اوښ خاوند ته یې وړاندې کړي وو، په لاندې ډول یو په بل پسې تشریح کړل:

کله مې چې په لاره ولیدل چې اوښ د لارې له یوه طرفه خوړلي او بل لور ته يې هېڅ پام نه دی کړی، دې پایلې ته ورسېدم، چې دا اوښ چې له دغه مسیره تېر شوی، په یوه سترګه ړوند دی. کله مې چې ولیدل، چې د دغه اوښ پچې په لاره کې ګډوډې او تیت وپرک دي، نتیجه مې واخیسته چې اوښ لکۍ غوڅی دی او کله مې چې ولیدل، چې د اوښ د پښې پله د لارې په یوه خوا کې پر ځمکه فشار راوړی او په بله خوا کې يې مازې له ځمکې سره تماس پيدا کړی، درک مې کړه چې دغه اوښ ګوډ هم دی.

په هغه خاوره کې چې ټاکل شوې وه، د بشریت په تاریخ کې وروستی ځل وحی نازله شي او الهي رسالت هم د قیامت تر ورځې هلته پای ته ورسېږي، د هغې خاورې اوسېدونکو ځینې خاصې ځانګړنې درلودې، چې دوی یې د هغه مهال له نورو قومونو بېلول. دغو ځانګړنو د یوه رهبر امت د روزنې لپاره خورا اهمیت درلود او الله متعال د خپلې قضا پر اساس دا ډول قوم د دغسې ستر مسوولیت لپاره انتخاب کړی و. د دوی یوه ځانګړنه قَصاص (کيسه جوړول يا روايت کول) دي. عربانو په دښته، صحرا، غره او بیابان کې شپونتوب، تجارت او ژوند کاوه، په هر ډګر کې يې په همدغه چاپېریال پورې تړلو مسایلو کې بېلابېل متخصصین درلودل، چې په هغو مواردو کې يې یوازې تعقل او تفکر ته مخه کوله او دومره تخصص یې درلود، چې په واقعیت کې له څېړنې وروسته یې نظر حق ته رسېده.

د اثارو څارنه او همدارنګه د پلونو (قدمونو) او د لارې د نښو تعقیب هغه دلایل وو، چې په بېلابېلو برخو او د اړتیا پر مهال یې ترې استنباط کاوه، تر دې چې د یوې ښځې او نارینه، د بېلابېلو حیواناتو د تګ نښې او پلونه یې یو له بله توپيرول. 

د همدغه تاریخي واقعیت پر اساس الله سبحانه وتعالی هم د عربو خلکو ته په هغه وخت کې په وحی کې د خپل پيغام یوه ستره برخه د تېرو قومونو په اړه په مختلفو کيسو کې ځانګړې کړې ده، تر څو په دغو کیسو کې تفکر، تدبر او تذکر وکړي. دغو کيسو د اصحابو کرامو رضوان الله علیهم اجمعین د تفکر، تدبر او تذکر مهارتونه دومره پراخ او پياوړي کړل، چې وتوانېدل د الهي پيغام دقیقې موخې په عقلي او شرعي توګه درک کړي، تدبر پکې وکړي او د اړتیا پر مهال، یو بل ته پرې تذکر وکړي.

الله سبحانه وتعالی د بشریت د ستر لارښود رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله دا درې ځانګړنې د اسلامي امت خورا غوره دورې (اصحاب کرامو رضی الله عنهم اجمعین) ته ورزده کړې، بیا دوی تابعينو او هغوی تبع تابعينو ته وروښودې، تر دې چې د امت چارواکي او رعیت هم له دغو حکمتونو برخمن شول. مګر موږ اوس په داسې وخت کې ژوند کوو، چې اسلامي امت له سخت انحطاط او وروسته پاتې والي سره مخ دی او د بیدارۍ درې واړه ځانګړنې (تفکر، تدبر او تذکر) یې د ژوند په زیاترو ډګرونو کې له لاسه ورکړي دي؛ حال دا چې دا درې ځانګړنې مستقیمې د امت له دنیوي او اخروي برخلیک سره کلک تړاو لري. ځکه انسان د چارو د غوره سرپرستۍ په موخه د تفکر له لارې دقیق فهم ته رسیږي، د تدبر له لارې د چارو د پایلو غوره ارزونه کوي او د ځان او نورو د انحرافاتو د سمولو په موخه له تذکره کار اخلي.

که څه هم تفکر، تدبر او تذکر له هغو بنسټيزو مفاهېمو څخه دي، چې د بشریت د ژوند په ټولو ډګرونو کې فوق العاده د کارونې ځای لري؛ مګر زه په دې مقاله کې یوازې په فکري-سياسي ډګر کې د دغو درېیو مفاهېمو په ځانګړنو او خپلمنځي اړيکو بحث کوم. د اسلامي فکر له ليدلوري د دغو مفاهېمو روښانتیا او په فکري-سیاسي ډګر کې د هغو بيا راژوندي کول، انسان د ژوند په نورو ډګرونو کې هم راويښولی شي. حال دا چې اوسني اسلامي امت دغه درې واړه مفاهيم؛ تفکر، تدبر او تذکر تر ډېره له لاسه ورکړي. نو له هرڅه مخکې لومړی دا درې واړه اصطلاح ګانې د اسلامي ثقافت له لیدلوري تعریفوو:

تفکر: د تفکیر مطلق تعریف ته په پام؛ هغې پروسې ته ويل کيږي چې انسان د مخکینیو معلوماتو په رڼا کې محسوس واقعیت د پنځه ګونو حواسو په وسیله احساسوي او د سالم دماغ په وسیله یې درک، تجزیه او تحلیلوي. په همدغه ترتیب انسان د ژوند په هر ډګر کې د دلایلو، نښو او د يوې پېښې د واقعیت پر اساس د مخکینیو معلوماتو په رڼا کې، چې کله له وحی او کله هم له بشري تجربې سرچینه اخلي، تفکر کولی شي او هر څومره چې واقعیت کره او هر اړخیز مطالعه کړي، له خپلو مخکينيو معلوماتو سره یې دقیق تړاو تامین کړی شي؛ سم تفکر به ترسره کړي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په هغو کيسو کې، چې په قرآن کې يې د انسان د تفکر لپاره راوړې، داسې فرمايي:

﴿وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ﴾ [اعراف: ١٧٥]

دوی ته د هغه چا کیسه ولوله، چې خپل آيتونه مو ور زده کړل؛ خو ده مخ ترې واړاوه، شیطان ورپسې شو او ګمراه شو.

﴿وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَٰكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ ۚ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ﴾ [اعراف: ١٧٦]

 که مو غوښتی، د هغه مقام مو په دغو آیتونو (علومو او پوهو) لوړاوه؛ (خو اجبار زموږ د سنتو خلاف دی، نو هغه مو په خپل حال پرېښود) او ده ټيټوالی غوره کړ او د نفس د هوا پيروي يې وکړه! د ده مثال د هغه سپي دی، چې که حمله ورباندې وکړې، خوله خلاصوي، ژبه راباسي او ګړندی تنفس کوي که په خپل حال یې پرېږدې، بیا هم همدا کار کوي (ته وا داسې د دنیا پرستۍ تږی دی، چې هېڅکله نه مړېږي). دا د هغه قوم مثال دی، چې زموږ آیتونه یې دورغ وګڼل. دا کیسه (دوی) ته واوروه. ښايي فکر وکړي (او بیدار شي)!

په بل آیت شريف کې بيا داسې فرمايي:

﴿لَوْ أَنزَلْنَا هَٰذَا الْقُرْآنَ عَلَىٰ جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ﴾

 [حشر: ٢١]

که موږ دا قرآن پر غره نازل کړی وی، غر به دې د الله له وېرې خاشع او ټوټې ټوټې لیدلی وای! موږ خلکو ته داسې مثالونه بیانوو، ښايي دوی تفکر وکړي.

تدبر: کله چې الله سبحانه وتعالی له انسانه غواړي چې د یوې چارې او پېښې د پايلې، عاقبت او د یوه شخص یا یوه قوم د برخلیک په اړه فکر وکړي، انسان ته وايي، چې په همغه چاره کې تدبر وکړي. یعنې تدبر قلبي (دماغي) ژور نظر دی، چې د یوې چارې د عاقبت، پايلې او برخليک په اړه تر سره کېږي او حتمي او احتمالي پایلې يې ارزوي. مثلاً د عاد، ثمود، فرعون او... قومونو برخليک، پايله او عاقبت، چې په قرآن کې په تفصیل راوړل شوی دی. نو الله متعال د قرآني کيسو او په هغو کې د شته مفاهېمو او دغه راز په آیتونو کې د تدبر په اړه فرمايي:

﴿أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا﴾ [محمد: ٢٤]

ایا د قرآن په اړه تدبر نه کوي (او مطالب یې نه څېړي او غور نه ورباندې کوي) که یې پر زړونو قلفونه اچولي؟

﴿أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرًا﴾ [نساء: ٨٢]

ایا د قرآن په اړه تدبر نه کوي!؟ که هغه غیر د الله له لوري وای، زیات اختلاف یې پکې پيدا کاوه.

تذکر: د انسان یو فطري خاصیت، چې حتی نوم یې (انسان) سرچینه ترې اخیستې، هېرونه او نسیان دی. نو کله چې انسان د یوې موضوع او پېښې په اړه معلومات او مسایل اخلي، د وخت په تېرېدو يې بېرته هېروي. په داسې حالت کې لازمه ده، چې د مخکینيو معلوماتو او مسایلو په اړه چې اخیستي یې وو، تذکر ورکړل شي او بیا-بیا ورپه یاد کړل شي. په دې اړه هم الله سبحانه وتعالی داسې لارښوونه کوي:

﴿وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ﴾ [ابراهيم: ٢٥]

الله سبحانه وتعالی خلکو ته مثالونه راوړي، ښايي هغوی پرې متذکر (ورپه یاد) شي (او پند واخلي)!

یا هم د الله سبحانه وتعالی دا قول:

﴿كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ﴾ [ص: ٢٩]

ژباړه: دا یو برکتناک کتاب دی، چې پر تا مو نازل کړی، تر څو یې په آيتونو کې تدبر وکړي او عاقلان پرې  متذکر شي!

الله سبحانه وتعالی په قرآن کې د پرلپسې او متداومې بیدارۍ لپاره، انسان ته پر تفکر، تدبر و تذکر امر کوي او د دغو درېيو مواردو د عملي کېدو لپاره له مختلفو کیسو او مثالونو ګټه اخلي. په قرآن کې د کیسې معنی د یوه شخص یا ډلې او یا یوه قوم د نښو، اثارو او خبرونو تعقیب او ځانګړی تسلسل دی. لکه څنګه چې یوه پېښه د یوه لنډ خبر په وسیله انتقالېدی شي؛ خو د یوه شخص، ډلې او یا یوه قوم په اړه د پرلپسې پېښو روایت یا انتقال ته کیسه یا اوږد خبر (رپوټ) ویلی شو. د کیسې د دغه تعریف د تصدیق لپاره د الله سبحانه وتعالی دا آيتونه راوړلی شو:

﴿قَالَ ذَٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ فَارْتَدَّا عَلَىٰ آثَارِهِمَا قَصَصًا﴾ [كهف: ٦٤]

(موسی) وویل: «هغه هماغه وو، چې موږ غوښتل!» وروسته په همغه لار چې راغلي وو، ولاړل. يعنې؛ په داسې حال کې چې پرلپسې پخوانۍ نښې يې تعقيبولې.

﴿وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِ عَن جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ﴾ [قصص: ١١]

(د موسی مور) یې خور ته وویل: «ورپسې ورشه، پرلپسې يې تعقيب او حالت یې معلوم کړههغې هم له لرې په داسې حال کې ولیدل، چې هغوی خبر نه وو.

﴿إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ وَمَا مِنْ إِلَٰهٍ إِلَّا اللَّهُ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ﴾ [آل‌عمران: ٦٢]

دا د (مسیح) حق کیسه ده (او د هغه د الوهیت یا د الله د زويوالي ادعاوې يې بې اساسه دي). له یوه الله متعال پرته بل هېڅ معبود نشته او الله برلاسی او حکیم دی.

﴿وَكُلًّا نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ وَجَاءَكَ فِي هَٰذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ﴾
[هود: ١٢٠]

موږ د هر یوه پيغمبر کیسه درته وکړه، تر څو یې په وسیله خپل زړه ارام کړې او اراده دې قوي شي. په دغو (خبرونو او کیسو) کې ستا او مومنانو لپاره موعظه او تذکر راغلی دی.

خو نن اسلامي امت نه یوازې له هغو کیسو چې قرآن موږ ته بیان کړې پند نه اخلي، بلکې خپله د قرآن د کیسو واقعي مصداق ګرځېدلی. د قرآن اصلي پيغام، چې اسلامي امت باید د تفکر، تدبر او تذکر له لارې تل بیدار وساتي، اوس برعکس امت قرآن يوازې تلاوت کوي او د حسن قرائت مسابقې جوړوي، خو د قرآني آيتونو په اړه د تفکر، تدبر او تذکر هېڅ نښې نشته، بلکې اکثراً د انحطاط په اوږده او ژور خوب ویده دی.

الله سبحانه وتعالی په دنیا او اخرت کې د بشریت خورا غوره امت ته د بري راز؛ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله ور زده کړ. خو د وخت په تېرېدو او په امت کې د ټوليز او هراړخيز تفکر، تدبر او تذکر د ضُعف له امله د امت تاریخي حافظه سپینه شوه او مسلمانان سلګونه ځله د هماغه دښمن په عين تکراري دامونو کې ولوېدل او ونه توانېدل چې د خپلو ماتو عوامل تشخیص کړي او په هغه کې د لوېدو د مخنیوي لپاره دویم ځل عبرت واخلي.

لازمه ده چې په دې اړه ځينې هغه قطعي چارې یادې کړو، چې قرآن موږ ته د اسلامي امت په توګه بیان کړې دي او د ایمان غوښتنه هم دا ده، چې باید هغه موارد چې قرآن یې موږ ته وايي، له هر ډول شک او تردید پرته د هغو منلو او عملي کولو ته تسلیم شو. دلته له دلایلو پرته د ځينو یادونه کوو:

  • کفار؛ د هر دین، ملت او طايفې چې وي، له اسلام او مسلمانانو سره دايمي او يا بالفعل دښمنان دي؛
  • هر کله چې کفار قدرت تر لاسه کړي، د مسلمانانو پر وړاندې مبارزه کوي او ورباندې تېری کوي؛
  • له کفارو د بېزارۍ وجوب، له دوی سره د همکارۍ حرمت، له دوی څخه د مرستې غوښتنې حرمت او د دوی تر بیرغ لاندې د تګ حرمت؛
  • پر هغه څه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي، د حکومت کولو وجوب؛
  • پر څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اقرار، عمل او امر کړی، هغه الهي وحی ده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اجتهاد نه ګڼل کېږي، مثلاً: د خلافت د تاسیس وجوب او د یوه خلیفه تر سیوري لاندې د مسلمانانو يووالی او پر یوه وخت د مسلمانانو د خلفاوو د تعدد حرمت؛
  • له کفري دولتونو سره د جګړې وجوب، تر څو د اسلامي حکومت تر ولکې لاندې راشي او دا یوازې د دولتونو په اړه ده، نه د وګړو په اړه، ځکه وګړي د دین په بدلولو نه مجبورېږي؛ خو واجبه ده، چې کفري نظامونه له منځه یووړل شي؛

په همدې ترتیب ډېر نور مسایل هم شته، چې عمل ورباندې واجب شوی دی؛ خو په امت کې وینو، چې مسلمانان له دغو مسایلو سره داسې چلند کوي، لکه چې هېر کړي یې وي او یا هم هېرولو ته اړ شوي وي.

په داسې حال کې چې امت د دا ډول وضعیت د عواملو د درک او حل لارو د استنباط لپاره تفکر، تدبر او تذکر ته سخته او جدي اړتیا لري. خو دا درې مفاهيم؛ تفکر، تدبر او تذکر خپله په امت کې نه راژوندي کېږي، بلکې درې واړه د يوه ډله خلکو په وسیله، چې خپله تفکر، تدبر او تذکر ولري، د یوه سیاسي حزب د فکري او سياسي مبارزې له لارې په امت کې بیا راژوندي کولی شو او ورپسې د اسلامي دولت په تاسیس دغې ويښوونکې پروسې ته ادامه ورکولی شو، تر څو د بشریت خورا غوره امت بېرته خپل اصلي مقام ته ورستون کړو.

خو که حقیقت په دقت او ژوره توګه مطالعه کړو، وینو چې مسلمانانو دا موارد بشپړ نه دي هېر کړي، بلکې ناوړه علماوو، سحرګرو او مکارو مطبوعاتو خلک بې لارۍ ته ټېل وهلي. هغوی د خپلو ويناوو او خپرونو له لارې د مسلمانانو د عقلونو پر ځای د هغوی احساسات او غرايز مخاطب ګرځولي او په موقتي ډول يې له هغوی څخه د تفکر، تدبر او تذکر وړتيا سلب کړې ده. مسلمانان له کفارو سره دښمني او د اسلام پر اساس حکومت کول درک کوي؛ خو شیطاني علما او مکارې او جادوګرې رسنۍ حقایق بدلوي او په خلکو کې افکار او مسایل داسې تبلیغ او ترویجوي، لکه څنګه چې خپله غواړي، یعنې هماغه څه چې کفار غواړي مسلمانان يې هېر کړي، هغه قصداً له خلکو هېروي او هغه موارد چې غواړي د مسلمانانو په یاد وي، هغه د خلکو په حافظو کې ساتي. په داسې حال کې چې د عامه افکارو دا ډول مدیریت ډېر سخت کار دی، خو ناوړه علما او باطلې رسنۍ د خپلو بادارانو غوښتنې د حق او حقيقت په جعلي جامه کې پوښي او عام وګړي په داسې حال کې په باطل پسې روانوي، چې ګومان وکړي چې په حق پسې روان دي.

د دغه ستونزمن او دردوونکي حالت دقیق علاج او حل لاره د امت په اوسني واقعیت کې د تفکر ادامه او له اسلامي سرچينو سره د هغو د دقیق او کره اړيکې موندل دي، تر څو د دغه حالت اصلي عوامل په دقت تشخیص او حل لارې یې په پوره دقت استنباط شي. همدارنګه د فکري او سياسي حقایقو د موندلو دوام او د منافقینو او مجرمینو افشا کول دي، تر څو امت د دغه حالت حتمي او احتمالي عواقب احساس یا تصور کړي. که څه هم د باطل اهل په پټه هڅه وکړي، بیا هم په پټه د باطل تحکیم او ترویج ته دوام نه شي ورکولی. په پایله کې ژر یا وروسته افشا کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې که د باطل اهل موقتاً باطل ته د حق جامه ورواغوندي؛ مګر بيا هم د باطل چټل بوی نه شي پټولی؛ ځکه هر لور ته د حرکت په صورت کې د هماغه امراضو د سرایت سبب کېږي. که خلک هر څومره ساده هم وي، بیا هم هره خطا او ناورين چې له باطله سرچينه اخلي، بشپړ احساسوي. د دې کړنلارې ادامه په امت کې تفکر پياوړی او د امت په چارو کې د سیاست او سرپرستۍ په ډګر کې تدبر په ورځنۍ، عملي او واقعي چاره بدلوي او خلکو ته جرات ورکوي، تر څو د اسلام پر اساس يو او بل ته تذکر وکړي او یو بل سم او متعادل حالت ته برابر کړي.

هو! حقې حل لارې ته د دعوت په ډګر کې د تفکر دوام، د امت د مصالحو په خوندي کولو کې تدبر یا د پايلو، عاقبت او برخليک په اړه غور کول او دوی ته د حقایقو افشا کول او ورسره يو ځای د اسلام د عظمت بیانول او د هغه د حل لارو د حقیقت لپاره تذکر، امت يو ځل بیا د تفکر، تدبر او تذکر څښتن کوي، کوم چې اوسمهال يې د امت د ورک شوي حکمت يوه برخه ګڼلای شو. د دې چارې راژوندي کول پر موږ باندې ستونزې او سختۍ لازموي.

څوک باید فکر ونه کړي، چې په داسې مسیر حرکت ته به د رنګارنګ ګلونو په وسیله هرکلی وشي، بلکې د دغه مسیر لاروي باید د لارې سختۍ، تندې، لوږې او له اغزیو سره د پښو لګېدو ته چمتو وي او لاره باید په پوره صبر او استقامت سره ووهي. یوازې صبر، استقامت، تداوم او استمرار په دغه لاره کې د الله سبحانه وتعالی نصرت تضمینولی شي. نو له همدې امله باید حق بیان شي او د ظالمانو له لوري پر ستونزو لکه تکذیب، تمسخر، استهزاء او د خلکو ځورونه باید بشپړه وزغمل شي. کله چې د فکري او سياسي مبارزې په ډګر کې دا ډول صبر او استقامت وشي، په ټولنه کې د باطل د تصدیق لپاره ډېرې کمې شېبې پاتې کېږي او ډېر ژر د هر باطل حقيقت افشا کېږي او بالآخره خلک حق ته رجوع کوي. ځکه د خلکو اساسي مصلحت د دوی د فطرت پر اساس له حق سره دی او خلک هم په خپلو مصلحتونو پسې ځي، چې له موږ سره له یو ځای کېدو پرته بله هېڅ چاره نه لري، که څه هم مسیر یې اوږد هم شي او دا هغه څه دي چې د عمر، خالد، ابوسفيان، عکرمه او ... رضی الله عنهم په ژوند کې تر ټولو ښه تمثيل شوي دي.

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې