الواقیه تلویزیون: اما (خلیفه) ډال دی «ایا شریعت د پراختیا وړ نه دی؟!
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: د حزب التحری - ولایه سودان غړی پیاوړی استاد احمد القصص ۱۴۴۰ه.ق، صفر الخیر/ ۲۰۱۸، نوامبر میاشت
وړاندې کوونکی: د حزب التحری - ولایه سودان غړی پیاوړی استاد احمد القصص ۱۴۴۰ه.ق، صفر الخیر/ ۲۰۱۸، نوامبر میاشت
حزب التحریر- ولایه سوریې د سوچي د خاینانه پرېکړې د لغوې په تړاو د ادلب په حومه، تل دبس کلي کې لاریون وکړ. ۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر دویمه
د حزب التحریر -ولایه سوریې ځوانانو د سوچې پرې کړې د لغوې په تړاو یو لړ خبرې وکړې ۱۴۴۰ه.ق/صفر الخیر/۲۰۱۸م، نوامبر د «سوچي د نظام د کمزوۍ دلیل دي» تر عنوان لاندې وینا زموږ ورو یوسف الشامي/ سلقین- د ادلب حومه
حزب التحریر-ولایه بنګلهدېش د ۲۰۱۸ د نومبر په دویمه د جمعې له لمانځه وروسته د بنګله دېش پلازمېنه ډاکه کې په ګڼ شمېر جماتونو کې له هند سره د حسینې رژیم د هغو خاینانه تړونو پر ضد اعتراضونه او لاریونونه وکړل، چې هند ته اجازه ورکوي، ترڅو زموږ بندرونه د خپلو سوداګریزو توکو د لېږد لپاره وکاروي. دا تړونونه د حسینې خاین حکومت د ۲۰۱۸ د اکتوبر په ۲۵ مه له هند سره لاسلیک کړل، چې له مخې یې هند کولی شي د مونګلا او چیتاگونگ بندرونه د توکو د لېږد رالېږد لپاره وکاروي، چې په دې سره به د هند شمال ختیځ ایالتونه سوداګرۍ ته لاسرسی پیدا کړي. ویناوالو دا تړون په داسې حال کې چې ټاکنې هم را نېږدې شوې، یوه سیاسي ماتې وبلله. دوی وویل چې حکومت د خپل دوامداره خیانت، فساد او ظلم له امله د عامو وګړو ملاتړ او باور له لاسه ورکړی. نو ځکه حسینه د خپلو بهرنیو بادارانو د خوشحاله کولو لپاره له هرې لارې چارې کار اخلي. دا یوازې یوه بېلګه ده چې د بنګله دېش ملي امنیت ته شا کړي او دښمن هېواد ته دا رنګه ترانزیټ ورکړي.
له بل لوري د بنګلهدېش ملتپال ګوند مشران چې ځانونه د ملت ساتونکي بولي، دوی هم د حسینې پر پله قدم ږدي او هڅه کوي چې واک ته د رسېدو لپاره د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او هند ملاتړ تر لاسه کړي او په ډېره بې شرمۍ په خپلو موخو کې د اشغالګرو ګټې په پام کې نیسي.
همدا راز ویناوالو وویل چې د تېرو درېیو لسیزو په بهیر کې د بنګله دېش ملتپال ګوند د تش په نامه ډیموکراتیک سیاست مشران، لامل شول چې د بنګله دېش خاوره د مشرک هند او کافرو امپریالیستانو لپاره لوبغالی وګرځوي. دوی له دغه فرصت څخه په ګټې اخستنې سره وکولی شول چې پر سیمه د خپلې سلطې ټنیګولو لپاره زموږ په جغرافیه کې خپله شیطاني پانګونه وکړي، ترڅو د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو لپاره زموږ ستراتیژیکې سرچینې او ځایونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.
په پای کې ویناوالو پر مسلمانانو غږ وکړ چې د عوامي BNP ګوند د اشغالګرو کفارو غلامانو فاسد سیاست ته شا کړي او د راشده خلافت د بیا تاسیسولو لپاره د حزب التحریر تر رښتینې رهبرۍ لاندې سره یو موټی شي. دوی وویل چې یوازې خلافت اسلامي امت د اشغالګرو کفارو له سلطې څخه خلاصولی او له اشغالګرو کفارو سره ټول دا ډول کرغېړن تړونونه لغوه کولی شي، چې دوی زموږ پر پوځ، اقتصاد او ستراتیژیکو سرچینو د خپلې ولکې ټینګولو لپاره لاسلیک کړي. خلافت به پورته ټولې سترې سرچینې او د امت ځواک د یو دولت تر سیوري لاندې سره یو موټی کړي او د شیطانې امریکا، بریتانیا هند او نورو ککرۍ به ورماتې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿وَلَنْ يَجْعَلَ اللهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً﴾ [نسا:۱۴۱]
الله سبحانه وتعالی د کافرانو لپاره پر مسلمانانو د برلاسي کېدو هېڅ لاره نه ده جوړه کړې.
د حزب التحریر-ولایه بنګلهدېش مطبوعاتي دفتر
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر- ولایه لبنان غړی پیاوړی استاد احمد القصص
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر دویمه
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۲مه، چهارشنبه، ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۳۱مه
د معره النعمان حومې د مشرانو یو پلاوي ترکي ځواکونو ته د ترکیې د څارنې د یوې ادارې له لارې خپل پیغام وړاندې کړ
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۵مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر ۳مه
د فلسطین له مبارکې خاورې د شیخ عوده ابو قصی د جمعې خطبه
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر دویمه
د حزب التحریر- ولایه سوریې غړي استاد حسن دویک د حلب، لودیځې حومې په کفر ناصح جامع مسجد کې پیغام وړاندې کړ.
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۳مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر لومړی
حزب التحریر- ولایه سوریې د کفر تعال په کلي کې د سوچي د خاینانه پرېکړې د لغو او مخالفت په تړاو لاریون وکړ.
۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر دویمه