یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

چین ته د بلینکېن سفر

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د چین نړیوالې ټلوېزیوني شبکې (CGTN) د ۲۰۲۳م کال د جون په ۳۰مه خبر خپور کړ چې: د چین بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري د دوه اړخیزه اړیکو په اړه پر نامسولانه اظهاراتو نیوکه کړې. د امریکا بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلینکېن وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وو چې واشنګټن به د خپلو ګټو دفاع او داسې کړنو او اظهاراتو ته دوام ورکړي چې – د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافاتو ته له پام پرته- پر چین ښې نه لګي. د چین بهرنیو چارو وزارت د بلینکېن پر دغو خبرو نیوکه وکړه.» له بلې خوا (العربیة) یوه اونۍ وړاندې، د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۳مه لیکلي وو: « چین ته د بلینکېن د سفر یوه تمه دا ده چې د امریکا د خزانې وزیره، جانېټ یېلېن به ژر چین ته سفر وکړي. د سوداګرۍ وزیره، جینا ریمونډو او د اقلیم په چارو کې د بایډن استازی، جان کېري هم ښايي سفرونه وکړي. شي جېن پېنګ هم ښايي په نومبر میاشت کې د آسیا-پسېفیک اقتصادي همکاریو (APEC) غونډې لپاره سن فرانسېسکو ته سفر وکړي او هلته ښايي له بایډن سره وګوري.»

تمه کېده چې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۸-۱۹مه، چین ته د بلینکېن له سفر سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ارامې شي او بیا به ناندرۍ نه راپورته کېږي! ایا چین ته د بلینکېن سفر بې لاسته راوړنو او تش تشریفاتي سفر و؟ وبښئ چې پوښتنه مې یو څه اوږده وه. جزاک الله خیراً!

ځواب:

د ځواب روښانه کولو لپاره لاندې مواردو ته کتنه کوو:

لومړی: چین ته د بلینکېن د سفر شالید:

۱. د چین او امریکا ترمنځ اړیکې یو څه کړکېچنې دي. لږ تر لږه، د امریکا د پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له لوري د سوداګریزې جګړې له پیل راهیسې دغه هېواد د چین پر سوداګرۍ او چینايي محصولاتو ګڼ محدودیتونه وضع کړي؛ پر ځینې چینايي توکو یې تعرفې لوړې کړې او د هواوې پشان چینايي کمپنیو او د هغو پر رییسانو یې بندیزونه لګولي. د بایډن ادارې دغې پالیسۍ ته دوام ورکړ. چین هم په ورته پالیسۍ ځواب ورکړی. یوازې همدا بس ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې کړکېچنې شي.

۲. چین اوږده موده هڅې وکړې چې د چین-۲۰۲۵ پلان له مخې د ټېکنالوژۍ په برخه کې خپلواک شي؛ له هواوې او نورو چینایي کمپنیو سره د امریکا دغه چلند کړکېچونه راپورته کړل او چین اړ شو چې د خپلو سیلیکاني چیپونو جوړولو لپاره پلان جوړ کړي. امریکايي تحلیلګران وايي چې په ۵-۷ کلونو کې به چین د چیپونو په صنعت کې خپلواک شي. دا ټول د دواړو هېوادونو ترمنځ له شخړو ډکه سیالي رامنځته کوي.

۳. د پوځي او امنیتي جبهې په اړه؛ تېره فبروري یو شکمن چینایي جاسوسي بالون د امریکا فضا ته ننوت. که څه هم چین دا رد کړه خو دغه پېښه په تېره فبروري کې بیجېنګ ته بلینکېن د پلان شوي سفر د لغوه کېدو سبب شوه. بیا چین د ټایوان په تنګي کې د جنګي بېړیو مانورونه وکړل؛ امریکا هم د دې په ځواب کې تېره میاشت د ټایوان په تنګي کې د امریکايي الوتک‌وړونکې بېړۍ مانورونه وکړل او سویلي چین سمندر یې ازادې نړیوالې اوبه وبللې. تېره میاشت یوه چینايي جنګي الوتکه امریکايي الوتکو ته نیږدې شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت تریخ شو ... نو له چین څخه د بلینکېن لیدنه هغه وخت ونه شوه...

۴. امریکا چین ته د ستونزو جوړولو لپاره ګڼ پوځي او امنیتي تړونونه وکړل او د بایډن ادارې په دې برخه کې یو لړ پالیسۍ جوړې کړې. مثلاً له چین سره د پوځي مقابلې لپاره نوښتونه؛ په ځانګړي ډول له اسټرالیا او انګلستان سره AUKUS تړون؛ له اسټرالیا، هند او جاپان سره څلور اړخیز ډیالوګ " څلور/ QUAD یا څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ" او دغه راز په اسیا کې د ناټو رول پراخولو لپاره هڅې. امریکا له فلیپین سره هم یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې په فلیپین کې د امریکايي پوځیانو پنځه نورې اډې جوړېږي؛ له دې سره په دغه هېواد کې د امریکايي پوځي اډو شمېر ۹ ته رسېږي. او داسې نور...

دوهم: چین ته د بلینکېن سفر تشریفاتي او یوازې د رسمیاتو له مخې نه و؛ بلکې موخې یې لرلې:

۱. د تېرو پېښو په سبب رامنځته شوي کړکېچ کمولو لپاره هڅه؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې د دغه سفر موخه تفاهم ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو چینل بیا پرانیستل؛ د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ خبرو اترو ته لار هوارول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لار پرانیستل او پیاوړي کول دي ... په بیانیه کې دغه راز راځي چې یاد سفر لاسته راوړنې لرلې خو د پوځونو ترمنځ پر اړیکو ټینګولو نه دي بریالي شوي ...

۲. شرق الاوسط ورځپاڼې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۹مه ولیکل: «سره له دې چې د چین ولسمشر له بلینکېن سره تر ۳۵ دقیقو لیدنې وروسته مثبته ژبه وکاروله؛ خو په ډاګه یې وویل چې بیجېنګ له  واشنګټن سره د پوځي اړیکو د چینلو پرانیستل رد کړل. د یادولو وړ ده چې دغه مسله د ولسمشر بایډن یو لومړیتوب او د دغه سفر یوه اصلي موخه وه. دغه لیدنه "د خلق لوی تالار" کې وشوه او دا ښيي چې دواړه هېوادونه نه غواړي چې اړیکې يې په ښکاره دښمنۍ بدلې شي؛ دواړه لوري پر دې پوهېږي چې د دوی سیالي او ډیپلوماټيکې هڅې ډېر ګواښونه له ځان سره لري.»

۳. یادې ورځپاڼې زیاته کړې: «له لوړپوړو چینايي چارواکو سره تر دوو ورځو لیدنو وروسته بلینکېن وویل چې امریکا له دغه سفر څخه ټاکلې موخې لرلې چې ورته ورسېدو؛ ده اشاره وکړه چې د پوځي اړیکو موضوع یې "مکرراً" مطرح کړې. بلینکېن وویل: "د دغه ډول اړیکو لرل خورا مهم دي ... موږ به په دې اړه کار ته دوام ورکړو". دا هڅې له ۲۰۲۱ کال راهیسې پیل شوې، هغه وخت چین د پینټاګون له لوري د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو اترو تر لسو زیاتې غوښتنې رد کړې. سره له دې، بلینکېن له لوړپوړو چارواکو سره خپلې تېرې خبرې اترې "صریحې او ګټورې" وبللې.» (شرق الاوسط؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه)

۴. نو یوه اصلي نا حل شوې موضوع د چین او امریکا ترمنځ د پوځي اړیکو بیا جوړېدل دي. د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پوځي چارواکو ترمنځ اړیکې منجمدې پاتې دي او وروستیو دوو پېښو دا وېره زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکچنې اړیکې به په نښته بدلې شي. چین په دې وروستیو کې په سینګاپور کې د امریکا دفاع وزیر، لویډ آسټین او د چین د دفاع وزیر لي شانګفو ترمنځ لیدنه رد کړې ... بلینکېن ویلي چې که څه هم ده د پوځي اړیکو چینلونو موضوع "مکرراً" یاده کړه خو کوم سملاسي پرمختګ ونه شو. «اوس چین په دې برخه کې له وړاندې تګ سره موافقه ونه کړه. زه فکر کوم چې باید پر دې ستونزه کار ته دوام ورکړو». «د دغه ډول چینلونو بیا جوړول ډېر مهم دي». (سي ان ان؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه)

۵. د بلینکېن لیدنې له شک پرته تر یوې کچې پرمختګ درلود. خو لکه بلینکېن چې وویل، پرمختګ اسانه نه دی. نوموړي د چین تر پرېښودو وړاندې وویل: «اړیکې په یوه بې ثباته حالت کې وې او دواړو لورو درک کړه چې باید د با ثباته کولو لپاره یې کار وشي». «خو پرمختګ سخت دی. وخت نیسي. دا کار په یوه لیدنه او یوه سفر یا یو ځل خبرو نه کېږي. زما هیله او تمه دا ده چې موږ به په راتلونکي کې ښې اړیکې او ښه تعامل ولرو». رویټرز لیکي: «امریکايي چارواکي که څه هم د یوه لوی پرمختګ احتمال کم ښيي خو د بلینکېن سفر به د لویو دوه اړخیزه لیدنو لپاره لار هواره کړي؛ لکه د امریکا د خزانې وزیرې، جانېټ یېلېن او د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیرې، جینا ریمونډو سفر». «تمه وه چې دغه سفر به د کال په وروستیو کې د شي جين پېنګ او ولسمشر بایډن ترمنځ ناستې ته لاره هواره کړي». (رویټرز؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۲۰مه)

۶. د اوکراین د جګړې په اړه؛ الجزیره نېټ لیکي: «بلینکېن په اوکراین کې د تلپاتې سولې لپاره د چین د وړاندیزونو هرکلی وکړ او ویې ویل چې چین تایید کړې چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې هېڅ راز مرسته نه کوي، خو زیاته یې کړه چې «هلته د چینايي کمپنیو د ښکېلتیا په اړه اندېښنه لري» (الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه). بلینکېن وویل چې چین متحده ایالاتو او نورو هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې له روسیې سره به مرګونې مرسته ونه کړي او "موږ د دې خبرې خلاف کوم شواهد نه دي لیدلي"؛ بلینکېن زیاته کړه چې د چین تضمینونه د دوی د وروستیو اونیو له بیانونو سره سم دي. (سي ان ان؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه).

۷. د ټایوان د موضوع په اړه؛ شرق الاوسط ورځپاڼې راپور ورکړی چې چینايي وزیر «یو ځل بیا د ټایوان موضوع او هغه څه په اړه د خپل هېواد دریځ تکرار کړ چې بیجینګ یې په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او ټایواني چارواکو ترمنځ په ټایوان ټاپو کې یوې خپلواکي غوښتونکې ډلې ته دوامداره نیږدیوالی ګڼي. بهرنیو چارو وزارت د شېن ګانګ په حواله وویل: «د ټایوان موضوع د چین د اصلي ګټو په زړه کې ده؛ دا د چین-امریکا په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع او تر ټولو لوی خطر دی». ده ټینګار وکړ چې «چین له امریکا غواړي چې د واحد چین اصل ته درناوی وکړي»؛ د دې لپاره باید له ټايوان سره رسمي اړیکې جوړې نه کړي «او د ټایواني بېلتون غوښتونکو د ملاتړ نه کولو په اړه خپلې ژمنتیا ته درناوی وکړي». د چین د کمونيست ګوند د بهرنیو چارو کميسيون د دفتر مشر او ارشد ډيپلوماټ، وانګ یي د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې هېواد به یې د ټایوان په برخه کې "هېڅ ډول امتیاز" ور نه کړي (شرق الاوسط؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه). بلینکېن په خپل وار وویل چې هېواد یې د ټايوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي، بلکې د دغې موضوع لپاره یو سوله‌ایز حل غواړي؛ ده زیاته کړه چې له چین سره د دوی توافق "د ټايوان په اړه هر راز اختلافاتو د سوله‌ایز حل پر اساس دی او د واحد چین له اصل ملاتړ کوي." (الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه). بلینکېن وویل چې د ټايوان تنګي کې د چین د "پاروونکو اقداماتو" په اړه زیاتېدونکې اندېښنې وې؛ خو یو ځل یې بیا ټینګار وکړ چې امریکا د ټايوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي. دی وايي که د ټايوان پر سر ناورین پېښ شي، دا ښايي د "یوه اقتصادي ناورین سبب شي چې پر ټوله نړۍ اغېز کولی شي. ده وویل چې ۵۰ سلنه سوداګریز کانټینرونه هره ورځ د ټايوان له تنګي تېرېږي. ۷۰ سلنه نیمه هادي (semi-conductor) صادرات په ټايوان کې جوړېږي... (بي بي سي؛ ۲۰۲۳م کال د جون ۱۹مه)

درېیم: دغو ټولو موضوعاتو ته په کتو په ډاګه کېږي چې:

۱. د ټايوان په اړه د امریکا په دریځ کې بدلون نه دی راغلی ... امریکا د ټايوان خپلواکي په رسمیت نه ده پېژندلې (د واتیکان په ګډون شاوخوا ۱۵ هېوادونو د ټايوان خپلواکي په رسمیت پېژندلې). که څه هم امریکا رسماً د ټايوان د خپلواکۍ پر رسمیت پېژندلو پرېکړه نه ده کړې، خو له ټايوان سره د یوه خپلواک هېواد پشان چلند کوي؛ په تایپي کې یوه امریکايي اداره ده چې د امریکا د سفارت په توګه عمل کوي. دغه راز امریکا له ټايوان سره دفاعي تړونونه کړي او د پرمختللو وسلو او نورو برخو کې مرستې ورسره کوي. امریکا وايي چې د چین د برید په صورت کې د ټايوان دفاع کوي؛ د تېر کال په مې میاشت کې بایډن دغه خبره تایید کړه. ولسمشر بایډن خبرداری ورکړ چې چین د ټايوان په موضوع کې له اور سره لوبې کوي او ژمنه یې وکړه چې د چین د برید په صورت کې د ټايوان د دفاع لپاره پوځي مداخله کوي ... (بي بي سي؛ ۲۰۲۲م کال د مې ۲۳مه).

۲. دغه لیدنه او "پایلې" یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت ارامولو لپاره بس نه دي؛ خو دا کېدی شي د دوی ترمنځ د لنډمهال لپاره وضعیت ارام کړي او د نورو لیدنو لپاره پيليزه وي ... لکه په پوښتنه کې چې راغلي؛ د بلینکېن له دغه سفر څخه یوه تمه دا ده چې د امریکا د خزانې وزیره به ژر چین ته یو رسمي سفر وکړي. د سوداګرۍ وزیره او دغه راز د اقلیم په برخه کې د بایډن استازی، جان کېري هم ښايي پر سفرونو لاړ شي؛ ځکه دا دواړه د هغو موضوعاتو مسولین دي چې چین او امریکا د همکارۍ لپاره په ګډو ګټو کې سره تړي. ولسمشر شي جېن پېنګ هم ښايي په نومبر کې د آسیا-پسېفیک اقتصادي همکاریو (APEC) غونډه کې د ګډون لپاره سن فرانسېسکو ته سفر وکړي او هلته ښايي له بایډن سره وګوري. خو دا په دې معنی نه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچونو دروازه تړل شوې او د تلپاتې ارامۍ دروازې پرانیستل شوې دي. دا ممکنه نه ده، ځکه چې د دواړو هېوادونو په ګټو کې اختلاف دی.

د چین شاوخوا د امریکا متحدین؛ لکه جاپان، سویلي کوریا، فلیپين او بیا د ټايوان مسله ... دا ټول د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ دروازې تړلو مخه نیسي. دغه دروازه به «نیمه پرانیسې» پاتې وي او د دواړو هېوادونو ګټو ته په کتو به پرانیستل کېږي.

۳. د دغه سفر یوه مهمه موخه چې پوره نه شوه، دا وه چې امریکا غوښتل د جاسوسي موخو لپاره د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د اړیکو چینل پرانیزي! چین دا درک کړې او په وار وار یې دغه غوښتنه رد کړې. بلینکېن که څه هم په ډاګه ونه ښوده، خو دغې موضوع په غوسه کړی؛ لکه پورته مو چې وویل، دا یې په خبرو کې ښکارېده. زه یې بیا یادوم:

  • (سره له دې چې د چین د ولسمشر ژبه مثبته وه او له بلینکېن سره یې تر ۳۵ دقیقو لیدنې وروسته رضایت ښود؛ بلینکېن په ډاګه کړه چې بیجېنګ پر دې له پوهېدو سره سره چې له واشنګټن سره د پوځي چینلونو پرانیستل د ولسمشر بایډن یو لومړیتوب او د دغه سفر یوه اصلي موخه وه، دغه موضوع رد کړه.)
  • (له لوړپوړو چینايي چارواکو سره تر دوو ورځو لیدنو وروسته بلینکېن وویل چې امریکا له دغه سفر څخه ټاکلې موخې لرلې چې ورته ورسېدو؛ ده اشاره وکړه چې د پوځي اړیکو موضوع یې "مکرراً" مطرح کړې. بلینکېن وویل: "د دغه ډول اړیکو لرل خورا مهم دي ... موږ به په دې اړه کار ته دوام ورکړو".)
  • (دوو پېښو دا وېره زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکچنې اړیکې به په نښته بدلې شي. چین په دې وروستیو کې په سینګاپور کې د امریکا دفاع وزیر، لویډ آسټین او د چین د دفاع وزیر لي شانګفو ترمنځ لیدنه رد کړې.) بلینکېن ویلي چې که څه هم ده د پوځي اړیکو چینلونو موضوع "مکرراً" یاده کړه خو " کوم سملاسي پرمختګ ونه شو". "اوس چین په دې برخه کې له وړاندې تګ سره موافقه ونه کړه. زه فکر کوم چې باید پر دې ستونزه کار ته دوام ورکړو". ده وویل: "د دغه ډول چینلونو بیا جوړول ډېر مهم دي".

۴. داسې ښکاري چې د چین دغه موقفونه د بلینکېن په ذهن کې همداسې پاتې دي؛ ځکه چې د پوځي اړیکو په برخه کې یې لاسته راوړنې نه لرلې او وروستۍ خبرې یې –چې په پوښتنه کې راغلې- د همدې لپاره وې. دغه راز "سبا" وېبپاڼې د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۹مه خبر ورکړل چې: «د چین رسمي خبري اژانس "شین هوآ/ Xinhua" د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلینکېن د خبرو په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مائو نینګ په حواله ویلي: "دا پټه خبره نه ده چې د چین او امریکا ترمنځ اختلافات شته. " ده زیاته کړه: "څه چې امریکا ویلي او کړي، پر نړیوالو اړیکو د حاکمو اساسي قوانینو نقض دی" ... له دې سره یې له یادې موضوع سره د خپل هېواد پر مخالفت ټینګار وکړ.

القوي او العزیز رب فرمايي:

﴿وَكَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضاً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾

ژباړه: «او په دې توګه ځينې ظالمان پر ځينو نورو باندې د دوی د کړنو له امله، مسلط کوو» [الانعام: ۱۲۹]

او:

﴿وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُون﴾

ژباړه: «... او کافران پخپله ظالمان دي» [البقرة: ۲۵۴]

۱۴۴۴هـ.ق کال د ذولحجې ۱۵مه

۲۰۲۳م کال د جولای ۳مه

د مطلب ادامه...

اې د آدم بچيه! زما عبادت وکړه، چې زړه دې غني کړم

(ژباړه)

له ابي هریرة څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إن الله تعالی یقول: یا إبن آدم تفرغ لعبادتی أملأ صدرک غنی وأسد فقرک وإلا تفعل ملأت یدیک شغلا ولم أسد فقرک» (ترمذی)

ژباړه: الله (سبحانه وتعالی) فرمایي: اې د آدم بچیه، زما عبادت وکړه، چې سینه دې غني کړم او فقر دې ختم کړم. که چېرې داسې ونه کړې، نو پر دنیوي کار به دې بوخت کړم او فقر درنه ايسته نه کړم.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره «إن الله یقول یا إبن آدم تفرغ لعبادتی» په دې معنی ده، چې ځان له دنیوي چارو څخه زما د اطاعت لپاره فارغ کړه. همدارنګه له «أملأ صدرک» څخه هدف دا دی، چې الله سبحانه وتعالی به دې زړه غني او موړ کړي. «غني» د زړه د بې‌نیازۍ او مړښت په معنا دی. «وأسد فقرک» دا مفهوم ورکوي چې ځان زما د عبادت لپاره له دنیوي چارو څخه فارغ کړه، ترڅو اړتیاوې دې پوره او له مخلوق څخه دې بې‌نیازه کړم. همدارنګه «إلا تفعل ملأت یدیک شغلا ولم أسد فقرک» په دې معنی دی چې که چېرې زما عبادت ته وخت ور نه کړې او پر نورو کارونو بوخت شې، نو بیا دې له فقر سره مخ کوم؛ ځکه چې مخلوقات پخپل ذات کې فقیر دي او فقر ورسره زیاتېږي.

دا د حیرانتیا وړ خبره ده، چې یو څوک د مال په لاسته راوړلو او ډېرولو کې دومره بوخت شي، چې له امله یې د الله سبحانه وتعالی عبادت ته وخت نشي ورکولی. نن ورځ خلک عبادت یوازې د عادت په توګه ترسره کوي، نه د اسلام د پنځه‌ګونو ارکانو په توګه. د الله سبحانه وتعالی دغه قول یې یو ښه دلیل دی:

﴿قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِين﴾ [انعام: 162]

ژباړه: ووایه: زما لمونځ، عبادت، ژوند او مرګ د الله (سبحانه وتعالی) لخوا دي، هغه چې د دنیا او اخرت رب دی.

خبر اوسئ! هغه څوک چې د الله تعالی د عبادت پر ځای پر دنیوي مال ځان بوخت کړي، نو په دې توګه –العیاذ بالله- له الله سبحانه وتعالی او د هغه له امر سره دښمني کوي. ایا فقر او شتمني د عالم او قادر الله په واک کې نه دي؟ ایا رزق د رازق او کریم رب پر غاړه نه دي؟ نو څنګه ځان پر هغه څه بوخت کولی شو، چې الله سبحانه وتعالی پر خپله غاړه اخیستي دي او هغه څه پرېږدو چې موږ ته یې د ترسره کولو امر کړی دی. همدارنګه موږ ته یې امر کړی چې د خپل رب عبادت وکړو، چې د الهي دین د اظهار او اقامې لپاره کار کول یې په سر کې راځي. و من الله التوفیق!

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

قضاوت

(ژباړه)

په دې اړه ابوداوود په خپل سنن کې له علي رضی الله عنه څخه روايت کړی:

عَنْ عَلِيٍّ عَلَيْهِ السَّلَام قَالَ بَعَثَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى الْيَمَنِ قَاضِيًا فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ تُرْسِلُنِي وَأَنَا حَدِيثُ السِّنِّ وَلَا عِلْمَ لِي بِالْقَضَاءِ فَقَالَ إِنَّ اللَّهَ سَيَهْدِي قَلْبَكَ وَيُثَبِّتُ لِسَانَكَ فَإِذَا جَلَسَ بَيْنَ يَدَيْكَ الْخَصْمَانِ فَلَا تَقْضِيَنَّ حَتَّى تَسْمَعَ مِنْ الْآخَرِ كَمَا سَمِعْتَ مِنْ الْأَوَّلِ فَإِنَّهُ أَحْرَى أَنْ يَتَبَيَّنَ لَكَ الْقَضَاءُ قَالَ فَمَا زِلْتُ قَاضِيًا أَوْ مَا شَكَكْتُ فِي قَضَاءٍ بَعْدُ.

ژباړه: له علي رضی الله عنه څخه روایت دی، چې هغه ویل؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم یمن ته د قاضي په توګه ولېږلم، ما ورته وویل، اې رسول الله! ته په داسې حال کې ما لېږې چې زه نوی ځوان یم او د قضاوت په برخه کې پوهه نه لرم. هغه وفرمایل، ډېر ژر به الله ستا زړه ته لارښوونه وکړي او ژبه به دې ثابته کړي، کله چې ستا پر وړاندې دوه متخاصم (شخړه کوونکي) کېني، نو هېڅکله (د هغوی تر منځ) فیصله مه کړه تر څو چې د دویم (خبرې) دې د لومړي کس د (خبرو) په څېر نه وي اورېدېلې، دا کار د قضاوت څرګندېدلو لپاره غوره دی. علي رضی الله عنه وفرمایل: له هغه وروسته زه تل قاضي وم او یا ویې فرمایل: له هغه وروسته زه په هېڅ قضاوت کې له شک او شبهې سره مخ نه شوم.

د "عون المعبود" څښتن د دغه حدیث په اړه وایي: دا حدیث د دې لپاره دلیل دی، چې د حاکم لپاره د دعوا د دواړو اړخونو د دلیل له اورېدو او د قضیې د ټولو اړخونو په اړه د تفصیلاتو له غوښتلو وړاندې حکم صادرول حرام دي. شوکاني وایي: که چېرې حاکم په داسې حال کې حکم صادر کړي، چې د دعوې د دواړو اړخونو دلیل یې نه وي اورېدلی، نو حکم یې باطل دی او باید پلی نه شي، بلکې دا واجب دي چې خپل دغه حکم نقض کړي او بېرته یې په سم ډول صادر کړي او یا دا چې یو ځل بیا یې باید د بل حاکم په واسطه صادر کړي.

قضاوت: د الزام په توګه د یوې قضیې د حکم خبر ورکول دي. د قضاء دستګاه: د خلکو تر منځ خصومتونه (دعواګانې) حلوي یا د هغه څه مخه نیسي چې د ټولنې لپاره مضر وي او یا هغه شخړې حلوي چې د عامو خلکو او یا د دولتي کسانو لکه؛ حکامو، د دولت د ساتونکو، خلیفه او د هغه ترلاس لاندې کسانو تر منځ پېښېږي. د قضاوت په تعریف کې دغه دری ډوله قضاوت شاملېږي. د خصومتونو (شخړو) حل و فصل کول، احتساب او د مظالمو قاضي اړوند قضیو کې قضاوت کول.

قضاوت خپل مشروعیت له کتاب الله او سنتو څخه اخیستی دی: الله سبحانه و تعالی داسې فرمایي:

(وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ...) [المائدة]

ژباړه: د هغه څه پر اساس فیصله وکړه، چې الله نازل کړي دي.

(وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ..) [النور]

ژباړه: کله چې د هغوی تر منځ د فیصلې کړلو په موخه د الله او د هغه د رسول په لوري رابلل کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله د قضاوت مسوولیت پر غاړه درلود او د خلکو تر منځ یې قضاوت کاوه؛ همدارنګه له ځان پرته یې نور قاضیان هم ټاکلي دي. د بېلګې په توګه، معاذ بن جبل رضی الله عنه او علي رضی الله عنه یې قاضيان ټاکلي وو.

هغه څوک چې د قضاء مسوولیت پر غاړه اخلي، دغه شرطونه باید ولري؛ مسلمان، ازاد، بالغ، عاقل، عادل، فقیه او داسې څوک چې د پېښو اړوند د نازل شوو احکامو د درک توان ولري؛ مګر هغه څوک چې د مظالمو قضیو مسوولیت پر غاړه اخلي، نو پر دغو شرطونو سربېره باید نارینه او مجتهد هم وي.

هغه کسان چې د قضاء مسوولیت پر غاړه اخلي:

1-     قاضي: هغه څوک چې د خلکو تر منځ د خصومتونو (دعواوو) د حل و فصل مسوولیت لري، یعنې په حقوقي او جزایي قضيو کې چې هغه معاملات او عقوبات دي. دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه عمل دی، چې معاذ بن جبل رضی الله عنه یې د یمن په یوه برخه کې او علي رضی الله عنه یې په یمن کې د قاضي په توګه وګومارل.

2-     محتسب: دغه کس د هغو مخالفاتو د حل و فصل مسوولیت پر غاړه لري، چې د ټولنې حق ته زیان اړوي او دلیل یې هغه حدیث دی چې امام مسلم په خپل صحیح کې له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت کړی دی:

«أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ عَلَى صُبْرَةِ طَعَامٍ فَأَدْخَلَ يَدَهُ فِيهَا فَنَالَتْ أَصَابِعُهُ بَلَلًا فَقَالَ مَا هَذَا يَا صَاحِبَ الطَّعَامِ قَالَ أَصَابَتْهُ السَّمَاءُ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ أَفَلَا جَعَلْتَهُ فَوْقَ الطَّعَامِ كَيْ يَرَاهُ النَّاسُ مَنْ غَشَّ فَلَيْسَ مِنِّي»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراکي موادو له ډېري (کوټې) څخه تېرېده، خپل لاس يې پکې دننه کړ، چې ګوري ګوتې یې نمجنې شوې او د خوراکي موادو څښتن ته یې وویل، دا نم د څه شي دی، هغه وویل یا رسول الله باران پرې شوی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، نو ولې یې نمجنه برخه سر ته نه راوړې، چې خلک یې وویني. هغه څوک چې په کار کې یې فرېب وي، له ما (زما له امت) څخه نه دی.

په همدغه ترتیب رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه چا نیوکه وکړه او منعه یې کړ، چې فرېب یې کړی و؛ همدارنګه سوداګر ته یې امر کړی چې په بازار کې په صداقت سره تجارت وکړي. لکه څنګه چې امام احمد له قیس بن ابي عرزة کناني څخه داسې روایت کوي:

«كنا نبتاع الأوساق بالمدينة، وكنا نسمّى السماسرة، قال: فأتانا رسول الله صلى الله عليه وسلم فسمانا باسم هو أحسن مما كنا نسمّي به أنفسنا فقال: يا معشر التجار، إن هذا البيع يحضره اللغو والحلف، فشوُبوه بالصدقة»

ژباړه: موږ په مدینه کې د پېمانه شوو بارونو د پېر او پلور کار کاوه او پر ځان مو د دلال نوم اېښی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ په لوري راغی او پر موږ یې تر هغه غوره نوم کېښود، چې مخکې موږ پر ځانونو اېښی و او ویې وفرمایل اې د سوداګرو ډلې! په معاملاتو کې لغو (يمين لغو) او حلف (قسم) راځي، نو هغه په صدقې سره له منځه یوسئ.

3-     د مظالمو قاضي: هغه څوک چې د دولت او خلکو تر منځ د شخړو د حل مسوولیت لري، دلیل یې د الله سبحانه وتعالی دغه قول دی: 

{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللَّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً} [نسا‌ء: ۵۹]

ژباړه: اې مومنانو! د الله اطاعت وکړئ او د رسول او خپل اولي الأمر اطاعت وکړئ، که چېرې ستاسو تر منځ د يو څه پر سر شخړه رامنځته شي، نو د حل لپاره يې الله او رسول ته وړاندې کړئ، که چېرې تاسو پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ، (الله او رسول ته د پرېکړې لپاره رجوع کول) ستاسو لپاره غوره دي او ښه پايله لري.

همدارنګه په مسند احمد کې راځي چې:

«عَنْ أَنَسٍ قَالَ: غَلَا السِّعْرُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ سَعِّرْ لَنَا فَقَالَ إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمُسَعِّرُ الْقَابِضُ الْبَاسِطُ الرَّزَّاقُ وَإِنِّي لَأَرْجُو أَنْ أَلْقَى رَبِّي وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنْكُمْ يَطْلُبُنِي بِمَظْلِمَةٍ فِي دَمٍ وَلَا مَالٍ»

ژباړه:له انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې نرخونه لوړ شول، نو خلکو وویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته قېمتونه وټاکئ. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ د قېمتونو ټاکونکی، د رزق ورکوونکی، کموونکی او زیاتوونکی الله سبحانه وتعالی دی، په دې هیله چې له الله سبحانه وتعالی سره په داسې حال کې مخ شم، چې په تاسو کې هېڅوک داسې نه وي، چې له ما څخه د وینې او یا مال په برخه کې د مظلمه غوښتنه وکړي.

په هغه دستور (اساسي قانون) کې چې حزب التحریر د خلافت دولت لپاره ـ چې ژر به د الله په مرسته راشي ـ ترتیب کړی دی، راغلي چې: خلیفه د قضاوت لپاره ځانګړې دستګاه جوړوي، چې په سر کې یې قاضی القضات وي؛ یعنې هغه څوک چې د اداري نظامونو په چوکاټ کې د قاضي د ټاکلو، مجازات کولو او عزل کولو صلاحیت لري او هغه څوک چې د قاضي او حاکم ټول شرطونه ولري؛ یعنې نارینه، مسلمان، بالغ، عاقل، ازاد، عادل او فقيه وي. که چېرې یې عمل په قضاء پورې محدود وي، نو دا بسنه کوي چې یوازې فقيه وي، مګر که چېرې خلیفه دا صلاحیت ورکړی وي، چې د مظالمو قاضي وټاکي او یا یې عزل کړي، نو په دې حالت کې باید مجتهد هم وي او همدارنګه د مظالمو قاضي اړوند قضیو کې باید د قضاوت صلاحیت هم لري.

دا هم روا دي چې د قاضي، محتسب او د مظالمو قاضي لپاره دې په عام ډول په ټولو قضیو او ټولو ښارونو کې صلاحیت ورکړل شي او همدارنګه دا هم روا دي چې دوی ته دې په ځانګړو قضیو او ځایونو کې د قضاوت کولو محدود صلاحیت ورکړل شي؛ دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل څخه اخیستل شوي دي، لکه څنګه چې علي رضی الله عنه یې په یمن کې د عام قاضي په توګه، معاذ بن جبل رضی الله عنه یې د یمن په یوه ځانګړې سیمه کې د قاضي په توګه او همدارنګه عمرو بن عاص یې په یوه ځانګړې قضیه کې د قاضي په توګه وټاکه.

دا په خلافت دولت کې د قضاء په اړه یوه لنډه خلاصه وه، مګر که څوک ډېر تفصیل غواړي، نو د حزب التحریر له منشوراتو څخه دې د «أجهزة دولة الخلافة في الحكم والإدارة» (په حکومت او اداره کې د خلافت دولت جهازونه) او دغه راز «مقدمة الدستور أو الأسباب الموجبة له» (د دستور شرحه او دلايل يې) کتابونو ته مراجعه وکړي.

د مطلب ادامه...

الازهر زموږ پوځونه د فلسطین په ازادۍ کې له خپل رول او هغه موجود له منځه وړلو لرې کوي چې زموږ مقدسات يې ناولي کړي

  • خپور شوی په مصر

 (ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال، د جون په ۲۴مه «الیوم السابع» مصرۍ ورځپاڼې خبر ورکړ چې الازهر د صهیونیستي ترهګرې ادارې له لوري د فلسطین د نابلس ښار په سوېل کې د قرآن کریم د نسخو له څيرولو او سوځولو او همدا راز د فلسطین د لوېديځې غاړې د څو کلیو پر بې ګناه وګړو له برېدونو او د دوی د شتمنیو لوټلو سره سخت مخالفت وښود. د دغې وحشي ادارې لخوا دا ډول جنایتونه کول د حیرانتیا خبره نه ده. الازهر وویل چې دغې ادارې خلک، د دوی هېوادونه او ځمکې غصب کړې؛ د نړیوالې ټولنې پر وړاندې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي او نړۍ یې په مخنیوي کې ناتوانه ده. د دوی جنایتونه باید افشا او مخه یې ونیول شي. پر دغو جنایتونو سترګې پټول له دوی سره یو ډول لاس لرل دي؛ دا کار د توجیه وړ نه دی؛ دا د بشر پر وړاندې جنایت او د ټولو هغو نړیوالو قوانینو او تړونونو نقص دی چې دیني مقدساتو ته درناوی او د عبادت ازادي تضمینوي. الازهر ټینګار وکړ چې اوس د دغې ترهګرې ډلې پر وړاندې د یوه جدي عربي او اسلامي دریځ خپلولو وخت دی چې زموږ د فلسطیني وروڼو پر وړاندې یې ډېر ظلمونه کړي او لا یې کوي. الازهر زیاته کړې چې د دغې ترهګرې ډلې پر وړاندې مقابلې لپاره د خپلواک فلسطین – چې قدس شریف یې پلازمېنه وي- د تشکیل لپاره  چټکو او اجباري تدابیرو ته اړتیا ده.

د الازهر دریځ هماغه پخوانی او د مصري رژیم دریځ و؛ دا چې نړیواله ټولنه د یهودي دولت ملاتړې ده، پر وړاندې یې اقدام او  د اسلامي مقدساتو دفاع نه کوي. سربېره پر دې، الازهر د فلسطین – چې پلازمېنه یې قدس وي- هېواد رامنځته کولو لپاره د جدي عربي او اسلامي دریځ غوښونکی شو؛ یعنې د دوو هېوادونو حللارې په چوکاټ کې چې دا پخپله د امریکا له لوري وړاندیز شوې او مصري رژيم له لوري تصویب شوې حللاره ده. دغه حللاره پر کوچنیو هېوادونو د امت وېش ته رابلل دي؛ پرته له دې چې د فلسطين د مسلې اساسي او ریښتینې حللارې ته اشاره وشي او د اسلامي مقدساتو پر وړاندې هر راز سرغړونې او يا يې د حرمت تر پښو لاندې کولو ته قاطع ځواب وويل شي.

د فلسطین خاوره خراجي ده چې په ټول امت پورې اړه لري؛ هېڅوک یې باید چاته تسلیم یا پرې نه ږدي. د فلسطین مسله یوازې د فلسطین د خلکو نه، بلکې د ټول امت مسله ده او ازادول یې د ټول امت، په ځانګړې توګه ګاونډیو هیوادونو مسولیت دی. د یهودانو لخوا د قران کریم څيرولو او سوځولو او همدا راز د فلسطین د لوېديځې غاړې د څو کلیو پر بې ګناه وګړو د برېدونو او د دوی د شتمنیو د لوټلو په غبرګون کې باید د ټول امت په کچه اقدام وشي؛ باید د فلسطین د ازادولو او یهودي دولت له منځه وړلو لپاره پوځونه بسیج کړل شي. د فلسطین په مسله کې د غرب په خوښه مخته تلل له الله، پیغمبر او د فلسطین له هیلو سره خیانت دی.

اې د امت او په ځانګړې توګه په مصر او الازهر کې علماوو او شیوخو: ستاسو مسولیت هغه څه ته د امت رابلل دي چې پرې واجب دي؛ هغه دا چې مسلمانان د دوی ترمنځ بېلوونکې پولې له منځه یوسي او هغه نظامونه له بېخه وباسي چې پر دوی د اسلام پر بنسټ حکومتولي نه کوي. ستاسو مسولیت دې ته د امت رابلل دي چې د اسلامي دولت (راشده خلافت) په چوکاټ کې اسلام په هر اړخیز او بشپړ ډول پلی کړي. خلافت به خپل پوځ بسیج کړي چې د امت ټولې غصب شوې ځمکې بېرته ازادې کړي او مظلومان به له ظلمه خلاص کړي. هغه وخت به هېڅوک پر امت او د امت پر مقدساتو د برید جرات ونه شي کړی.  

اې د امت سرتېرو او پوځونو او په ځانګړې توګه د مصر پوځه: ستاسو دنده د یهودي دولت او دغو ګوډاګیو رژیمونو ساتنه نه ده چې پر تاسو حکومت کوي؛ بلکې ستاسو دنده له امت او د امت له مقدساتو ساتنه او د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت کې د دین پلي کول دي. نو هغه څه وکړئ چې الله سبحانه وتعالی یې امر درته کړی؛ امت ته یې حاکمیت او اقتدار بیا را وګرځوئ چې الله سبحانه و تعالی درنه راضي شي؛ د صدیقینو په ډله کې مو وشمېري او له لاسه تللی عزت مو بېرته درکړي.

﴿وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَهَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللهِ وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ

ژباړه: «کومو خلکو چې ایمان راوړ او د الله تعالی په لاره کې یې هجرت او جهاد وکړ او هغه کسان چې د دوی مرسته او ملاتړ يې وکړ؛  همدوی ریښتیني مومنان دي. د هغوی لپاره بښنه او پرېمانه رزق دی) [انفال: ۷۴]

د حزب التحریر- ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۴ هـ.ق کال، د ذوالحجې ۸مه

۲۰۲۳م کال، د جون ۲۶مه

ژباړه: فریدون محتاط

 

د مطلب ادامه...

د عیسی علیه السلام قوم

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

ایا عیسی علیه السلام ته - چې پلار یې نه درلود- د قوم نسبت ورکول سم دي؟ دا خبره  د "نقض الفکری الغربی" کتاب په ۱۳۸مه پاڼه کې ذکر شوې. الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر او نصرت درکړي! انیس طرده له فلسطین څخه.

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمت الله و برکاته!

تاسو چې د کومې مسلې پوښتنه کړې؛ د "نقض الفکری الغربی" کتاب په ۱۳۸مه پاڼه کې داسې راغلې: «الله سبحانه وتعالی یې له مخلوق سره د اړیکې کیفیت ټاکلی او واضح کړی دی؛ د همدې لپاره یې بشر ته رسولان استولي دي چې د دغو رسولانو له ډلې موسی علیه السلام خپل قوم ته استول شوی. عیسی علیه السلام خپل قوم ته او محمد صلی الله علیه وسلم ټولو خلکو ته.» پای.

تاسو پوښتنه کړې چې؛ په داسې حال کې چې د عیسی علیه السلام پلار نه و، ایا هغه ته د قوم نسبت ورکول سم دي؟ له دغې پوښتنې ستاسو اشاره هغه څه ته ده چې په «نقض الفکری الغربی الرأسمالی» کتاب کې ویل شوي چې «عیسی علیه السلام د خپل قوم لوري ته استول شوی.» داسې ښکاري چې ستاسو په اند د دغه کتاب خبره ناسمه او نامناسبه ده.

ستاسو پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره اړینه ده چې لاندې ماخذونو ته مراجعه وکړو:

۱. له لغوي اړخه:

- په لسان العرب (۴۹۶-۱۲) کې راغلي: «...له قوم څخه موخه د نارینه‌وو او ښځو جماعت دی او د ځینو په اند، قوم د ښځو نه، بلکې یوازې د نارینه‌وو جماعت ته ویل کیږي... د یوه کس له قوم څخه موخه د هغه لارویان او خپلوان دي...» پای.

- قاموس المحیط (۲۷۵-۳): «قوم؛ د نارینه‌وو او ښځو جماعت دی او یا یوازې د نارینه‌وو جماعت دی او یا دا چې په قوم کې ښځې د نارینه‌وو تر تبعیت لاندې دي. ...»

- الصحاح (مخ-۲۶۴): قوم؛ له قوم څخه موخه ښځې نه، بلکې نارینه دي او د دې لپاره قوم واحد او یا مفرد لفظ نه دی... الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿لا يَسْخَرْ قومٌ من قوم؛ یو قوم دې بل قوم نه مسخره کوي. بیا فرمايي: ﴿ولا نِساءٌ من نِساءٍ﴾؛ او نه دې ښځې نورې ښځې مسخره کوي. او په ډېرو ځایونو کې نارینه‌وو ته په خطاب کې ښځې د تبعیت له اړخه شاملېږي؛ ځکه چې د هر نبي په قوم کې ښځې او نارینه دواړه دي... .

نو قوم په لغت کې له ښځو پرته، د نارینه‌وو جماعت ته وايې او یا د یوه کس پلویان، خپلوان او کورنۍ. په دې کې شک نشته چې عیسی علیه السلام د خلکو یوه جماعت، یعنی بني اسرایلو ته، چې ښځې او نارینه دواړه پکې شامل وو، را استول شوی و. عیسی علیه السلام ته د قوم نسبت چې «قومه» ورته ویل شوي، دا نه لازموي چې عیسی علیه السلام دې هرو مرو له بني اسرایلو څخه پلار ولري. نو یو چا ته د قوم نسبت ورکول دې ته اړتیا نه لري چې دغه کس دې هرو مرو له دغه قوم څخه نسب ولري؛ بلکې د دغه نسبت د صحت لپاره، دا بسنه کوي چې یو کس د رسول په توګه یوه قوم ته ولېږل شي او هغه قوم یو جماعت یا د خلکو ډله وي چې رسول ورته لېږل شوی دی.

نو د «قوم» یوه معنا خپلوان او د کورنۍ غړي دي، خو قوم د جماعت او همدارنګه د پلویانو په معنی هم کارېږي چې د کس لپاره د دغه نسبت کارول، د نسب نیږدېوالي ته اړتیا نه لري.

۲. د قوم په اړه شرعي نصوص:

 په دې کې شک نشته چې د قوم کلیمه او عیسی علیه السلام ته د قوم نسبت په شرعي نصوصو کې روښانه ذکر شوی؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ﴾ [ابراهیم: ۴]

ژباړه: «موږ هېڅ پيغمبر نه دی لېږلی، مګر د خپل قوم په ژبه، تر څو هغوی ته (الهی احکام) روښانه کړي».

په دې کې شک نشته چې عیسی علیه السلام د خپل قوم، یعني بني اسرایلو لوري ته لېږل شوی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ ... [صف: ۶ ]

ژباړه:« او هغه وخت چې عیسی د مریم زوی وویل: اې بني اسرایلو، زه تاسو ته د الله له لوري رالېږل شوی پیغمبر یم. ...»

نو د دغو دوو مبارکو ایتونو له مخې د عیسی علیه السلام قوم، د بني اسرایلو قوم دی.

- بخاري په خپل صحیح کې له جابر ابن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«أُعْطِيتُ خَمْساً لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ قَبْلِي نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ وَجُعِلَتْ لِي الْأَرْضُ مَسْجِداً وَطَهُوراً فَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ فَلْيُصَلِّ وَأُحِلَّتْ لِي الْمَغَانِمُ وَلَمْ تَحِلَّ لِأَحَدٍ قَبْلِي وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً»

ژباړه: ماته پنځه شیان راکړل شوي چې تر ما وړاندې هېڅ پیغمبر ته نه دي ورکړل شوي. ماته د رعب یعنې وېرې په وسیله د یوې میاشتې مسیر (لرې والي) نصرت راکړل شوی. ځمکه راته د سجدې ځای او پاکه ګرځول شوې ده، نو که پر هر چا، هر چېرته د لمانځه وخت ورغئ، ویې دې کړي. همدارنګه زما لپاره غنیمتونه حلال شوي، په داسې حال کې چې تر ما وړاندې پیغمبرانو ته نه وو حلال. همدارنګه ماته شفاعت راکړل شوی. په همدې ډول تر ما وړاندې هر پیغمبر یوازې د خپل قوم لپاره رالېږل شوی دی؛ خو زه د ټول بشریت لپاره رالیږل شوی یم.

نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه قول: «كَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً» ټولو قومونو ته شاملېږي او شک نشته چې عیسی علیه السلام خپل قوم ته رالېږل شوی و. د دغه حدیث له مخې، د عیسی علیه السلام پیروان د هغه قوم دی.

دغه راز له عربان بن ساریه سلمي څخه روایت دی چې ویلي يې دي: ما واوریدل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إنِّي عَبْدُ اللَّهِ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَخَاتَمُ النَّبِيِّينَ وَإِنَّ آدَمَ لَمُنْجَدِلٌ فِي طِينَتِهِ وَسَأُنَبِّئُكُمْ بِتَأْوِيلِ ذَلِكَ دَعْوَةِ أَبِي إِبْرَاهِيمَ وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ وَرُؤْيَا أُمِّي الَّتِي رَأَتْ أَنَّهُ خَرَجَ مِنْهَا نُورٌ أَضَاءَتْ لَهُ قُصُورُ الشَّامِ»

ژباړه: زه په ام الکتاب «لوح محفوظ» کې عبدالله ( د الله بنده) او خاتم الانبیاء شوم؛ هغه وخت ادم علیه السلام په خپله خټه کې وو. زه به د دغې مسلې تأویل،  زما په حق کې د خپل پلار ابراهیم دعا، قوم ته یې د عیسی علیه السلام زیری او د خپلې مور خوب تاسو ته بیانوم؛ هغې خوب لیدلی و چې له بدن څخه یې یوه رڼا وځي چې د شام قصرونه روښانه کړي.

دغه حدیث احمد په خپل مسند کې او حاکم په خپل مستدرک کې روایت کړی دی او ویلي یې دي چې دغه حدیث صحیح الاسناد دی.

له دغه حدیث څخه ښکاري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د عیسی علیه السلام قوم صریح ذکر کړی او عیسی علیه السلام ته یې د هغه نسبت ورکړی؛ لکه څنګه چې یې ویلي: «وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ» دغه اشاره په حقیقت کې د الله تعالی دغه قول ته ده:

﴿وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَابَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّراً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ﴾ [صف: ۶]

ژباړه:« او کله چې عیسی د مریم زوی وویل: اې بني اسرایلو، زه د الله له لوري رالېږل شوی پیغمبر یم، د هغه تورات تصدیق کوونکی یم چې له ما څخه مخکې رالیږل شوی؛ او د یوه پیغمبر زیری ورکوونکی یم چې له ما څخه وروسته به راځي نوم به یې احمد وي. خو کله چې هغه (محمد صلي الله علیه وسلم) له څرګندو نښانو سره هغوی ته راغی، نو دوی وویل: دا خو ښکاره جادو دی.»

د بیهقي تألیف دلائل النبوت کتاب (۵-۱۷) کې له حاتم بن ابی بلتعه څخه روایت شوی چې ویلي یې دي: «رسول الله صلی الله علیه وسلم زه د اسکندريې پاچا مقوقس ته ولېږلم او ویې ویل: له ما سره د رسول لله لیک و او د اسکندریې له پاچا سره مې ولیدل. هغه زه خپلې خواته وغوښتلم، زه ورغلم؛ خپل قوماندانان يې راغونډ کړي وو او ویې ویل: زه تاته خبره کوم له تا څخه غواړم چې خبره مې په غور سره واورې او پوه شې! ورته ومې ویل چې مهرباني وکړئ، وروسته يې وویل: د خپل ملګري په اړه راته ووایه، آیا هغه رسول نه دی؟ و مې ویل هو، هغه د الله رسول دی. ویې ویل: نو ولې يې خپل قوم ته ښېرا نه ده کړې؛ په داسې حال کې چې هغه يې له خپل ښار څخه بل ښار ته شړلی؟ ابو بلتعه وویل: ما يې په ځواب کې وویل: ایا ته د دې شاهدي نه ورکوې چې عیسی علیه السلام د الله رسول دی؟ نو کله چې د هغه قوم هغه ونیوه او غوښتل يې چې پر هغه غالب شي او هغه له منځه یوسي، ولې یې ښېرا ونه کړه چې الله سبحانه وتعالی هغوی هلاک کړي؟ تر دې چې الله سبحانه وتعالی هغه آسمان ته پورته کړ. هغه راته وویل: ته حکیم سړی یې او د یوه حکیم کس له لورې راغلی یې.»

ابن حاطب بن ابی بلتعه د رسول الله صلی الله علیه وسلم استازی و چي له مقوقس سره په استدلال کې یې وویل: «کله چې یې قوم هغه ونیوه او غوښتل يې چې هغه مغلوب کړي او له منځه یې یوسي، ولې یې ښېرا ورته ونه کړه چې الله سبحانه و تعالی هغوی هلاک کړي؟»

۳- نو دغو خبرو ته په کتو؛ زموږ په دغه خبره کې «و عيسى عليه السلام إلى قومه» عیسی علیه السلام ته د بنی اسرایلو قوم نسبت ورکول هېڅ ستونزه نه لري او په دې کې کوم خنډ نشته؛ ځکه چې بني اسرایل د عیسی علیه السلام پیروان وو او عیسی علیه السلام ورته رالېږل شوی و او دا چې پلار یې نه درلود، دا خبره د دغې اصطلاح په کارولو کې هېڅ کوم خنډ نه راولي؛ پورته مو دا خبره روښانه کړه.

همدارنګه قران کریم دې ته اشاره کوي چې د عیسی علیه السلام قوم شته:

﴿وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ﴾ [ابراهیم: ۴]

ژباړه: «موږ  هېڅ پيغمبر نه دی لېږلی، مګر د خپل قوم په ژبه، تر څو هغوی ته (الهی احکام) روښانه کړي».

د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول هم د عیسی علیه السلام قوم ثابتوي:

«كَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً»

ژباړه: رسولان خپل خپل قوم ته لېږل کېدل؛ مګر زه ټول بشریت ته لېږل شوی یم.

هغه صلی الله علیه وسلم ان په صریح ډول عیسی علیه السلام ته د قوم نسبت کړی: «وَبِشَارَةِ عِيسَى قَوْمَهُ» يعنې قوم ته یې د عیسی زیری!

همدارنگه له مقوقس سره په استدلال کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم استازی یا سفیر وایې: «فما له حيث أخذه قومه».

۴- نو په «نقض الفکرالغربی الرأسمالی» کتاب کې ویل شوې دغه خبره چې (وعيسى عليه السلام إلى قومه)، سمه خبره ده.

الله سبحانه و تعالی دې وکړي چې مسله درته روښانه شوې وي.

ستاسو ورور، عطاء ابن خلیل ابوالرشته

۱۴۴۴هـ.ق، د ذوالقعدې ۱۳مه

۲۰۲۳م کال، د جون ۲مه

د مطلب ادامه...

المان او د ملي امنیت سټراټېژي یې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د المان حکومت د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۴مه د دویمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د خپل ملي امنیت لپاره یوه ملي سټراټېژي تصویب کړه. دغه سټراټېژي په المان کې د بېلابېلو اړخونو ترمنځ تر یو کال بحثونو او خبرو اترو وروسته تصویب شوه.

پوښتنه دا ده چې ایا دغه سټراټېژي د هغو محدودیتونو د پای ته رسېدو په معنا ده چې په ۱۹۴۵م کال کې په دویمه نړیواله جګړه کې د المان تر ماتې وروسته پر دغه هیواد وضع شول؟ او دا چې د دغې سټراټېژۍ تر تصویب وروسته په نړۍ او اروپا کې له المان څخه د څه ډول سیاست تمه کېږي؟

ځواب:

المان په دویمه نړیواله جګړه کې د مات شوي دولت په توګه په څلورو برخو ووېشل شو او هره برخه یې د جګړې د بریالیو اړخونو (امریکا، شوروي اتحاد، برېتانیې او فرانسې) تر واک لاندې شوه. بیا یې درېیو لوېدیځو برخو یا دولتونو لوېدیځ المان تاسیس کړ او روسیې ختیځ المان رامنځته کړ. د لا ډېرو معلوماتو لپاره باید ووایو چې لوېدیځ المان په امریکا او ختیځ المان په شوروي اتحاد پورې تړلی و او په دې توګه ختیځ المان د غربي بلاک پر وړاندې د شوروي اتحاد د مخکښې پوځي اډې رول لوباوه او لوېدیځ المان د شرقي بلاک پر وړاندې د غرب پوځي اډه وه. دا واقعیت تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته و؛ خو ورو ورو بدل شو، داسې چې:

۱. له ځینو ظاهري چارو پرته، د المان له دوو دولتونو یوه هم خپلواک سیاست نه درلود. دا واقعیت تر هغه روان و چې شوروي اتحاد کمزوری شو او په ۱۹۹۰ کې یې د المان یووالی ومانه؛ یعنی مسکو له ختیځ المان څخه د غرب په ګټه تېر شو. په ۱۹۹۲ کې د اروپا د یووالي لپاره د ماستریخت تړون المان ته دا فرصت ورکړ چې په اروپا کې د یوه مهم اقتصادي ځواک په توګه راپورته شي؛ د اروپا دغه یووالی د امریکا د خوښې خلاف و او دا وخت روسیه هم په ۱۹۹۱ کې د شوروي اتحاد تر راپرځېدو وروسته پر کورنیو ستونزو متمرکزه وه. المانیان پوه شول چې نړیوال شرایط بدل شوي او د المان د خپلواکۍ لپاره د یوې اصلي پایې په توګه د اقتصادي ودې لپاره غوره فرصت برابر شوی. نو المان د یوه اقتصادي ځواک په توګه راپورته شو او له نورو اروپايي قدرتونو سره یې سیالي پیل کړه؛ البته دا کار یې داسې وکړ چې د نړیوالو قدرتونو، روسیې او امریکا په ګډون اروپايي قدرتونه لکه انګلستان او فرانسه یې را ونه پارول؛ په ځانګړي ډول دا چې د المان دفاعي سیاست تر ټولو ټیټې پوځي کچې ته پابند و.

۲. المان په اقتصادي او صنعتي برخو کې د لاسته رواړنو او له روسیې سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو له لارې وکولی شول چې د اروپايي دولتونو اقتصادي رهبري خپله کړي؛ د المان دغه رهبري د یوه موجود واقعیت په توګه اعمال کېدله، د بېلګې په توګه په ۲۰۱۰م کال کې د یونان اقتصادي کړکېچ یادونه کولی شو. لنډه دا چې د اروپا دننه یا بهرنیو اړیکو کې له المان پرته د کومې لویې اقتصادي مسلې په اړه پرېکړه نه شي کېدی.

که څه هم د المان دغه واقعیت د نورو اروپايي هېوادونو، په ځانګړي ډول فرانسې نه خوښېده؛ خو د المان پوځي کمزورۍ تل فرانسې ته هیله ورکوله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیالي لا هم په ښه ریاضيکي چوکاټ کې ده او باید دوام ورکړل شي. المان هغه وخت د امنیتي ګواښونو پر وړاندې خپل دريځ له دفاع وزارت څخه د سپینو کتابونو په خپرولو منعکساوه؛ له دغو کتابونو لومړی یې په ۱۹۶۹ او وروستۍ یې په ۲۰۱۶ کې خپور شو. المان په دغو کتابونو کې د امنیت، ترهګرۍ او د ملګرو ملتونو له لارې مشارکت په اړه خبرې کولې. کله چې روسیې په ۲۰۱۴ کې کریمیه جزیره له اوکراین بېله او په ځان پورې وتړله؛ المان یې کلک مخالفت وکړ او د روسیې پر وړاندې د غرب په تحریمونو کې شریک شو؛ خو دا چې له روسیې سره یې سترې اقتصادي ګټې لرلې، د روسیې پر وړاندې یې د کوم اقدام رهبري نه کوله. که څه هم ویل کېدل چې روسیه به له خپلې خاورې سره د کریمیه په یو ځای کولو سره د اروپا د امنیت معادله ګډه وډه کړي؛ خو په مینسک تړونونو کې د المان ګډون المان ته هیله ورکوله چې د کریمیه او دونباس-چې روسیې د جګړې اور پکې بل کړ او د اوکراین د حکومت پر وړاندې یې د روسي بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ- له پولو هاخوا د روسیې د ګواښونو مخه نیولی شي.

۳. په ۲۰۲۲م کال کې د اوکراین د جګړې له پیل سره او دا چې امریکا پوه شوه چې روسیه د هغه نړیوال امنیت د بېخ‌بنسټ له منځه وړلو نیت لري چې امریکا جوړ کړی؛ د اروپا او نړۍ شرایط داسې بدل شول چې المان ته یې فرصت ورکړ چې د پیاوړي اقتصاد ترڅنګ خپلې پوځي ستنې هم ټینګې کړي. د دې کار سبب دا و چې امریکا له اروپا غواړي چې د امریکا په استازولۍ د روسیې پر وړاندې ودرېږي او پخپله وکولی شي د چین د مخ د زیاتېدونکې ودې مخه ونیسي.

دلته المان پوه شو چې د یوه ستر پوځي دولت په توګه د راپورته کېدو لپاره نړیوال ډګر ورته خالي شوی؛ له روسیې سره یې د خپلو سوداګریزو اړیکو د اساس په پرې کولو سره د خپل پوځ د پیاوړي کولو او تجهیز لپاره د ۱۰۰ ملیارده یورو په ارزښت لوی مالي صندوق جوړ کړ چې خپل امنیت وساتي. المان وویل چې د اوکراین جګړه د تحول ټکی دی؛ ان تر دې چې خپلې پوځي الوتکې یې د ارام سمندر شاوخوا ګزمې لپاره واستولې. د المان دغه اقدام ښيي چې پوځي ځواک یې ورو ورو ځان تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته محدودیتونو څخه باسي.

په دې توګه د المان د خلکو ترمنځ د لویوالي احساس لوړ شو؛ المان د اوکراین او ان ختیځې اروپا په اړه د ځانګړو اقداماتو خبر ورکړ او المانیان د روسیې د امپریالېزم د حرص پر وړاندې د درېدو لپاره د تیارۍ خبرې کوي؛ هغه حرص چې د دوی په نظر د اوکراین تر پولو نه محدودېږي.

۴. د المان لومړي وزیر، شولتز د ملي امنیت سټراټېژۍ جوړولو پر مهال د ۲۰۲۳م کال د جون په ۱۴مه ټینګار وکړ چې المانیان له دغې سټراټېژۍ سره همغږي دي او د حکومت په ایتلاف کې د المان د ګوندونو استازي د یادې سټراټېژۍ جوړولو پر وخت له لومړي وزیر سره وو؛ لکه د شنه ګوند، ازاد ډیموکراټ ګوند او پخپله د شولتز ګوند، سوشیل ډیموکراټ منتخب وزیران. دغه واقعیت د المان د ننه د دغو تحولاتو او له پوځي موقعیت څخه تر اوسني موقعیت پورې د هغه د انتقال د پایلو خطر ښيي چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته څو لسیزي روان و؛ که څه هم مخالفو ګوندونو د دغې سټراټېژۍ د نا روڼتیا په سبب پر حکومت ډېرې نیوکې وکړې.

۵. ښايي د المان د لومړي وزیر، شولتز خبرې د المان د نوي او ستر تحول بهیر ښه واضح کړی:

«د المان لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د ملي امنیت سټراټېژي به - چې نن د المان حکومت تصویب کړه- په اوسني بدلېدونکي وضعیت کې د المان د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې مهم رول ولري. دغه سوشیل ډیموکراټ سیاستوال وویل چې د المان د وزیرانو شورا د دغې سټراټېژۍ په تصویب سره مهم او نا معمولي تصمیم نیولی. شولتز وویل چې د المان د امنیت د سیاست محیط پر اکراین د روسیې له برید او د چین حکومت له زیاتېدونکي خصومت سره په خپل ټول ځواک بدل شوی. شولتز دغه راز وویل چې د دولت اساسي مسولیت دا دی چې له کومې نیمګړتیا پرته د خلکو د امنیت خوندي کولو لپاره کار وکړي. ده اشاره وکړه چې دغه مسولیت د ملي امنیت د دغې سټراټېژۍ له لارې ادا کېږي چې موخه یې د خلکو امنیت خوندي کولو ته ځانګړې پاملرنه ده. ده زیاته کړه: تر اوسه چې د دفاعي سیاست په ترسیم کې د المان حکومت څه نیمګړتیاوې لرلې؛ اوس به د یوه کلي او جامع منهج له لارې حل شي.» (سرچینه: دویچه‌ویله، د ۲۰۲۳م کال د جون ۱۴مه)

۶. د المان د ملي امنیت سټراټېژي د هغو اساساتو ممثله ده چې د المان حکومت د خلکو د امنیت ټینګولو لور ته بیایی. د دویمې نړیوالې جګړې له وخت څخه یو مهم منل شوی اساس چې په دغې سټراټېژۍ کې راغلی دا دی چې د المان پوځ د امنیتي ګواښونو پر وړاندې درېدو لپاره دفاعي عملیات کوي او د پراخو اقداماتو کولو پر لور ځي؛ یعنې برید هم پکې شاملېږي او باید پوه شو چې دا په اروپا کې یو لوی او خطرناک پرمختګ ګڼل کېږي. یاده سټراټېژي د المان د پوځ د جامع او چټکې ودې یادونه کوي.

نو امنیت او پوځ ته د لږ تر لږه ۲ سلنه ملي عاید ځانګړي کولو په اړه د ناټو سازمان د ۲۰۱۴ کال پرېکړو ته پر پابندۍ د ټینګار سربرېره؛ المان هڅه کوي نور وزارتونه داسې تجهیز کړي چې خپله بودیجه د پوځ په ګټه کمه کړي او دا هم د المان د هوساینې مفکورې په کمولو کې لوی بدلون ګڼل کېږي. د المان د مالیې وزیر، کرېسټین لیندنر وویل: «المان څو لسېزي "د سولې په عاید" تېرې کړې. دا په دې معنا ده چې المان تل دا مفکوره ترویجوله چې د دفاع مسلې ته اړتیا نشته. مالیې وزیر د دغې سټراټېژۍ د وړاندې کولو پر مهال په برلین کې وویل: دا په په دې معنی ده چې د بودیجو ونډې به دوامداره بدلون وکړي.» (سرچینه: دویچه‌ویله: ۲۰۲۳م کال د جون ۱۶مه)

۷. د دغې سټراټېژۍ تړون‌لیک دغه راز د خطرونو په تحلیل او تجزیه کې د المان دولت نظر تمثیلوي او د روسیې پوځ د دوی د تعبیر له مخې د بهرنیو ګواښونو په سر کې دی. په هغه پسې د چین د ودې او په چین کې د حاکم نظام پر وړاندې درېدل دي؛ غرب د چین نظام خپلسری او مستبد بولي؛ شولتز هم د دې یادونه وکړه: «د چین زیاتېدونکی خصمانه ظهور».

یاد تړون‌لیک د داخلي خطرونو؛ لکه سایبري امنیت، د المان بېخ‌بنسټونو ته ګواښ او د اقلیم بدلون یادونه هم کوي؛ دا مسایل هم مستقیماً له بهرنیو ګواښونو سره اړیکه لري؛ لکه روسیه یې چې تورنه کړه چې په غربي هېوادونو کې سایبري بریدونه کوي؛ دغه راز د اقلیم خطرونو کمولو لپاره نړیواله همغږي. یعنې دا چې د المان د ملي امنیت سټراټېژي په بهرني سیاست کې له یوه وضعیت څخه بل ته بدلون دی؛ که څه هم د المان د سیاسي مفکورې په اړه ځینې شکونه لا هم شته دي.

۸. المان د خپل پوځ په پیاوړي کولو او د پراخې پوځي بودیجې له لارې د هغو په تجهیز او دغه راز د تهاجمي اقداماتو په ګډون په بهر کې پوځي اقداماتو ته د خپلې لارې په پرانیستو ځان له هغو تحمیل شوو پوځي محدودیتونو خلاص کړ چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته محدودیتونه ورته وايي؛ یعنې دغه محدودیتونه نور په تېر کې پاتې شول. دغه نوی واقعیت د المان او فرانسې ترمنځ لوی او اساسي اختلافات راپاروي؛ دغه اختلافونه اوس د چا له سترګو نه دي پټ؛ که څه هم المان د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون ته ژمن دی او خپل د نا اټومي‌والي حالت یې ساتلی؛ خپل دا حالت یې په ۱۹۹۰م کال کې «د المان په اړه وروستي حل و فصل تړون» کې بیا تایید کړ. دغه معاهده هغه وخت د څلورو لویو دولتونو له لوري لاسلیک شوه.

۹. په المان کې د وروستیو بدلونونو د ښه درک لپاره باید ووایو چې د المان د اردو پیاوړتیا لپاره د هغو د سرتېرو شمېر زیاتولو ته اړتیا ده او دا خبره «د المان په اړه وروستي حل و فصل تړون» خلاف ده چې په ۱۹۹۰م کال کې د المان د یو کولو لپاره د څلورو لویو دولتونو لخوا لاسلیک شو. په دغه تړون کې د المان د سرتېرو شمېر معلوم شو چې باید تر ۳۷۰ زرو زیات نه شي. خو دا چې اوس المان د امریکا او انګلستان له لوري د روسیې پر وړاندې نوي رول لوبولو ته پارول شوی، المان دا فرصت پیدا کولی شي چې خپله پښه تر دغه تړون واړوي او دا د المان د پوځي ځواک پر وړاندې د روسیې له محدودیتونو څخه د المان د وتو په معنی دی. خو د المان په پیاوړي کولو کې د امریکا او انګلستان تګلارې پر وړاندې د فرانسې دریځ کمزوری ښکاري؛ ان دومره چې ښايي د المان او فرانسې ترمنځ زیاتېدونکي اختلافات د ټولې اروپا د پاشل کېدو سبب شي؛ که داسې وشي انګلستان او امریکا به یې هرکلی وکړي.

۱۰. د فرانسې د اندېښو، په ځانګړي ډول د المان د پوځي پیاوړتیا او دغې سټراټېژۍ په برخه کې د فرانسې د اندېښنو کمولو لپاره یې هغه د اروپايي اتحادیې برخه بللې او وايي: «حکومت په دغه سټراټېژۍ کې څو موخې ټاکلې؛ لکه د اروپا په کچه د ټکنالوژیکي دفاع پیاوړي کول، د تجسس، تخریب او سایبري بریدونو پر وړاندې د مبارزې پیاوړتیا. سربېره پر دې، د اروپا په کچه د وسلې د صدور د اصولو پر سر همغږي.» (سرچینه: دویچه‌وله، ۲۰۲۳م کال د جون ۱۶مه) خو دغه مسله له بلې زاویې پاریس ته نورې اندېښنې پیدا کوي؛ په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې د اروپا سټراټېژۍ معمولاً له برلین څخه صادرېږي؛ ځکه چې المان د اروپا د هوايي دفاع پروګرام رهبري کوي: « نوې سټراټېژي ښيي چې المان د اروپا تر ټولو لوی اقتصادي ځواک دی، نو تمه کېږي چې د اروپا او ناټو سازمان د دفاعي منظومې په پیاوړي کولو کې به فعاله ونډه ولري. په دغې سټراټېژۍ کې د اروپایي اتحادیې د رهبرۍ لپاره د المان لېوالتیا ته اشاره شوې؛ په ځانګړي ډول دا چې المان د اروپا د راکټي ډال "سکای شیلډ" جوړولو په هڅه کې دی او د المان دفاع وزیر، ببیستوریوس وویل چې په دغه اقدام کې د ګډون لپاره تر اوسه ۱۸ دولتونو خپله لومړنۍ موافقه کړې.» (سرچینه: الشرق، ۲۰۲۳م کال د جون ۱۷مه)

۱۱. د المان دولت چین او روسیې ته د خپلسرو نظامونو په سترګه ګوري؛ د المان د بهرنیو چارو وزیر، بیربوک د المان د ملي امنیت سټراټېژۍ تشریح کولو پر وخت وویل: «دغه سټراټېژي په امنیتي سیاست کې په "درېیو مرکزي اړخونو" ولاړه ده؛ دفاع، ثبات او تداوم. په دفاع کې د پوځ او پولیسو پیاوړي کول او له هېوادوالو ملاتړ شاملېږي. ثبات یا د مقاومت وړتیا د "نا رسمي بهرني نفوذ پر وړاندې زموږ د ډیموکراټ اساسي نظام" دفاع پورې اړه لري، پر دې سبېره باید "د انرژۍ سرچینو او خامو موادو په برخه کې یو اړخیزه پایلې" کمې شي.» (سرچینه: دویچه‌ویله، ۲۰۲۳م کال د جون ۱۶مه)

ښکاره ده چې په دې اړه المان تر ډېره حده د چین په صادراتو پورې د تړاو کمولو په برخه کې د امریکا د سیاست پیروي کوي؛ لکه امریکا چې المان او ټوله اروپا اړایسته چې له روسیې سره د انرژۍ واردولو په برخه کې ډېرې لارې پرې کړي. دغه مسله په صراحت او له کومې پردې پرته د المانیانو په خبرو کې ښکاري؛ د پورتنۍ سرچینې په خبره، د المان لومړي وزیر، شولتز ویلي: «له اروپايي اتحادیې سره اړیکې او له اتلانتیک سره ایتلاف موږ ته یوه اساسي مسله ده.»

۱۲. نو د المان د ملي امنیت د دغې سټراټېژۍ اړخونه داسې خلاصه کولی شو:

الف- دغې سټراټېژۍ تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر المان وضع شوي پوځي محدودیتونه کم کړل؛ المان په چټکۍ او کوټلو ګامونو د خپل پوځ پیاوړي خواته روان دی؛ خو المان دغه محدودیتونه د نړیوالو شرایطو په برابرېدو لرې کوي او د یوه داسې دولت په توګه پاتې کېږي چې د اټومي وسلې نه خپرولو تړون یې لاسلیک کړی.

ب- المان د غرب له نړیوالو شرایطو سره په همغږۍ خپل دښمنان تعریفوي او د دغو شرایطو له مخې د روسیې پوځ د هغوی لومړۍ درجه دښمن دی او ورپسې چین د المان دویمه درجه دښمن ګڼل کېږي. د المان سټراټېژي چین ته د یوه سوداګریز شریک او په ورته وخت کې داسې دولت په سترګه ګوري چې د المان پر وړاندې زیاتېدونکی خصمانه لید لري؛ خو نه غواړي د نړیوالو ستونزو په حل کې له چین سره خپلې همکارۍ لغوه کړي. په دې اړه د المان دریځ هماغه د اوو لویو دولتونو اعلان شوی دریځ دی.

ج- المان د اروپايي اتحادیې او ناټو سازمان د غړي هېواد په توګه هڅه کوي خپل شاوخوا امنیتي او پوځي ګواښونه کم کړي؛ د المان نوې سټراټېژي ټینګار کوي چې المان له اروپايي او نړیوالو استازو سره همکارۍ ته پابند دی.

د- که څه هم دغه سټراټېژي ټینګار کوي چې المان د اروپا او ناټو غړی، خپل امنیت د اروپا او اتلانتیک منظمونو د جمعي امنیت برخه بولي او ټینګار کوي چې د امریکا په رهبرۍ د نړیوال نظام ملاتړ کوي. خو له دغو ادعاوو یوه هم د المان د دغې سټراټېژۍ خطر نه کموي او نه د دې مسلې ارزښت کموي چې دغه سټراټېژي په حقیقت کې مسکو ته یو نړیوال زیان دی؛ لکه له ناټو سره د سویډن او فنلنډ د یو ځای کېدو زیان.

هـ - المان په تېرو درېیو لسیزو کې په اروپايي اتحادیه کې له خپل موقعیت څخه په اقتصادي مسایلو کې د خپل رهبري کوونکی رول ښودلو لپاره کار اخیستی او دا پر لوی ځواک د بدلېدو لپاره د المان لومړنی ګام و. اوس هم د اوکراین له جګړې او نړیوالو شرایطو استفاده کوي چې پیاوړی پوځ او پوځي صنعتي مرکز جوړ کړي او له دې سره پر لوی ځواک د بدلېدو لپاره خپل دوهم ګام پورته کړي. له دغو دوو ګامونو وروسته به المان وکولی شي ځان له نورو محدودیتونو او بندونو خلاص کړي او له امریکا او اروپايي دولتونه بېله او خپلواکه سټراټېژي به جوړه کړي. که څه هم داسې نه ښکاري چې المان دې په لنډمهال کې دغو موخو ته ورسېږي، خو پېښې ښيي چې المان پر همدغه لار روان دی.

۱۳. په پای کې باید ووایو چې د نننۍ نړۍ لوی دولتونه د بېګناه خلکو په وینې تویولو، ظلم، تېري، په ځمکه کې فساد خورولو، د انسانانو او نباتاتو په له منځه وړلو کې له یو بل سره سیالي کوي. د بشر دغه ګډوډ وضعیت یوازې هغه وخت سمېدلی شي چې پر ځمکه یو ځل بیا د خلافت رڼا خوره شي او نه یوازې د مسلمانانو، بلکې ټولو هغو کسانو لپاره امنیت او هوساینه راوړي چې تر سیوري لاندې یې ژوند کوي. هغه وخت به د حق چغه ټوله نړۍ ونیسي:

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقاً

ژباړه: «او اعلان وکړه چې حق راغئ او باطل له منځه لاړ؛ له شک پرته چې باطل له منځه تلونکی دی»  [اسراء: ۸۱]

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً

ژباړه: «او وايي چې دا به کله وي؟ ورته ووایه: ښايي ډېر نږدې وي.»  [اسراء: ۵۱]

۱۴۴۴هـ.ق کال د ذولحجې ۵مه

۲۰۲۳م کال د جون ۲۳مه

د مطلب ادامه...

امریکا غواړي هند پر یوه متجاوز دولت بدل کړي؛ نو مسلمان پوځونه باید د خلافت تاسیس ونه ځنډوي

(ژباړه)

بایډن امریکا ته د هند د لومړي وزیر تر رسمي سفر وړاندې د هند د متجاوز کولو جوړښت تایید کړ- د ۲۰۲۳م کال د جون په ۲۲مه امریکا ته د هند د لومړي وزیر په سفر کې هغه ته په کانګرېس کې د خبرو فرصت ورکړل شو؛ دا فرصت یوازې ډېرو نیږدې متحدینو ته ورکول کېږي. د ۲۰۲۳م کال د جون په ۵مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «له هند سره زموږ ملګرتیا له هغو ملګرتیاوو ده چې ډېرې پایلې لري». په همدغه ورځ د امریکا دفاع وزارت وویل: «د امریکا دفاع وزیر، درېیم لویډ جي آسټین د جون له ۴مې تر ۵مې هند ته سفر وکړ چې اصلي دفاعي مشارکت پیاوړی کړي او واشنګټن ته د هند د لومړي وزیر تر سفر وړاندې په مهمو برخو کې همکاري پیاوړې کړي. دفاع وزیر د هند د ملي امنیت له سلاکار، اجیت دوال او د دغه هېواد له دفاع وزیر، راجنات سینګ سره وکتل.»

امریکا له چین او مسلمانانو سره د مقابلې لپاره هند پر یوه متجاوز دولت بدلوي. په ورته وخت کې امریکا له پاکستان سره له خپلې ملګرتیا د دې لپاره ګټه اخلي چې د هند د راپورته کېدو پر وړاندې خنډ نه شي. کله چې هند په زور کشمیر د ځان برخه کړ، امریکا د پاکستان حکامو ته امر وکړ چې څه اقدام ونه کړي او د اوربند تړون لاسلیک کړي. کله چې هند له چین سره پر ګډه پوله ښکېلېږي، امریکا د پاکستاني حکامو مخه نیسي چې له فرصته ګټه وا نه خلي او په دویمه جبهه کې د هند پر وړاندې د اشغال شوي کشمیر ازادولو لپاره کوم ګام پورته نه کړي.

هر پوه مسلمان پوځي پوهېږي چې هند د راپورته کېدو او پاکستان د کمزوري کېدو په حال کې دی؛ دا د سختې نهیلۍ سبب کېږي. په حقیقت کې دغه نهیلي د هغو کسانو لپاره حتمي ده چې ځان د امریکا له اتحاد او ملګرتیا بهر نه شي لیدلی. پاکستان چې څومره امریکا ته نیږدې وي؛ هومره کمزوری کېږي. د نهیلۍ دغه وضعیت مسلمان افسران اړباسي چې د یوازیني بدیل لپاره هڅه وکړي؛ دغه بديل اسلام او اسلامي خلافت دی.

د نبوت پر منهج خلافت به له استعمارګرو دولتونو سره ټول زیان‌راوړونکي ایتلافونه له منځه یوسي. خلافت به پنځه پنځوس اسلامي هېوادونه چې اوس د دولت-ملت په بڼه دي؛ د یوه خلافت دولت تر سیوري لاندې سره یوځای کړي. خلافت به د راشده خلافت پشان کار وکړي؛ اسلام به نوو هېوادونو ته یوسي او دښمنان به شاتګ ته اړ باسي.

اې مسلمانو پوځي افسرانو! په دې کې هېڅ شک نشته چې خلافت د وخت اړتیا ده. اوس هم ناوخته نه دی چې د خپلو دښمنانو د مخته تګ مخه ونیسو! په ورته وخت کې دا یوه اسلامي فریضه ده. د خلافت په فریضه کې هر ډول سستي کبیره ګناه ګڼل کېږي. پر دې سربېره، ستاسو دنده او مسولیت تر عامو مسلمانانو زیات دی. ملکي او عام مسلمانان باید د خلافت لپاره کار او دعوت وکړي؛ خو که هر څومره هڅه هم وکړي، یوازې یې غوښتنه کولی شي؛ عملاً خلافت نه شي تاسیسولی. خو تاسو جنګي خلک د انصارو رضي الله عنهم پشان یئ! ستاسو دنده دا ده چې عملاً فزیکي او مادي مرسته وکړئ او نصرت ورکړئ چې خلافت تاسیس شي! لکه انصارو رضي الله عنهم چې نصرت ورکړ او په مدینه منوره کې اسلامي دولت تاسیس شو.

دلته مسلمان افسر دا پلمه او عذر نه شي وړاندې کولی چې د پوځي او سیاسي رهبرۍ پر اطاعت مکلف دی. دغه عذر د قیامت په ورځ هم نه منل کېږي! دغه عذر او پلمه هغه د دوزخ له اور څخه نه شي ژغورلی. مسلمان افسران د دغې پلمې تر شا نه شي پټېدلی؛ ځکه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي:

«لا طَاعَةَ فِی مَعْصِیَةِ اللَّهِ إِنَّمَا الطَّاعَةُ فِی الْمَعْرُوفِ»

ژباړه: «د الله سبحانه و تعالی په نافرمانۍ کې د امير اطاعت نه شته؛ بلکې اطاعت یوازې په معروف کې دی.» (بخاري او مسلم)

په حقیقت کې؛ چېرته چې د انسانانو د خالق، الله سبحانه و تعالی امر وي او نافرماني یې کېږي؛ د هېچا یا هېڅ ډلې اطاعت نشته.

دلته هم مسلمان افسران دا ادعا نه شي کولی چې دا یې شخصي مسولیت نه دی! دا پلمه نه شي کولی چې نور څه نه کوي نو زه هم د څه کولو ته اړ نه یم. دا پلمه هم نه شي کولی چې کله نورو کار پیل کړ زه به یې هم وکړم. هر مسلمان افسر د اسلام وفادار ساتونکی دی. رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«أَلاَ أُنَبِّئُکُمْ بِلَیْلَةٍ أَفْضَلَ مِنْ لَیْلَةِ الْقَدْرِ- حارِسٌ حَرَسَ فِی أَرْضِ خَوفٍ لَعَلَهُ لَا یَرجِعُ إلَی أَهْلِهِ» (حاکم)

ژباړه: «تاسو ته د قدر له شپې غوره شپه ونه ښیم؟ دا هغه شپه ده چې یو ساتونکی د جګړې د سیمې ساتنه کوي او باوري نه دی چې بېرته کور ته ځي که نه.» (حاکم)

اما اوزاعي رحمةالله علیه فرمايي: «کان یقال ما من مسلم إلا وهو قائم علی ثغرة من ثغر الإسلام، فمن استطاع ألا یؤتى الإسلام من ثغرته فلیفعل» یعنې «وویل شول چې هېڅ مسلمان نشته مګر دا چې د اسلام په پولو کې ولاړ وي؛ نو هر څوک چې غواړي د اسلام د کمزوري کېدو یا پر اسلام د برید مخه ونیسي، باید دا کار وکړي.» نو کله چې مسلمان افسر ويني چې اسلام ته د اوښتونکي زیان مخه نیولی شي، لاس په کار کېږي. که اړ شي د دښمن د مخته تګ پر وړاندې په یوازې ځان درېږي. که مناسب کسان پیدا کړي، نور د دغه کار لپاره ګوماري. څه چې ورسره وي، اخلي یې او پر الله په توکل سره اقدام کوي! خپله ټوله هڅه کوي چې له کومې ملامتۍ او پلمې پرته یې له رب سره د هغه د رحمت لپاره وګوري!

البته مسلمان افسر دا ادعا نه شي کولی چې عمل کول یې له وسه نه دي پوره ځکه ښايي مال او ځان ته یې زیان ورسېږي؛ ځکه چې د خلافت تاسیس د مرګ او ژوند مسله ده. دغه مسله قرباني غواړي؛ هغه قرباني چې مسلمان پوځي افسر یې په خپل مناسب ځای کې کوي. رسول الله صلي الله علیه وسلم خبرداری ورکړی چې:

«إِذَا تَبَایَعْتُمْ بِالْعِینَةِ، وَ أَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَ رَضِیتُمْ بِالزَّرْعِ، وَتَرَکتُمُ‌الجِهَاد، سَلَّطَ‌اللَّهُ عَلَیْکُمْ ذُلًّا لَا یَنْزِعُهُ حَتَّی تَرْجِعُوا إِلَی دِینِکُمْ»(ابن تیمیه ابو داود)

ژباړه: «کله چې په راکړه ورکړه او سوداګرۍ بوخت شئ؛ د خپلو غواګانو لکۍ ونيسئ (په چوپانۍ بوخت شئ)، يا په خپل زراعت او کرکيله راضي شئ؛ په داسې حال کې چې جهاد مو پرېښی وي. نو الله به پر تاسو خواري او ذلت مسلط کړي او دا تر هغه له منځه نه ځي چې څو بېرته خپل دین ته راونه ګرځئ.» (ابن تیمیه ابو داود)

نو مسلمان پوځي افسر پیاوړی او جنګیالی زړه لري. د هغه کمزوري انسان زړه ورسره نشته چې په دنیا پورې تړلی. تل په داسې فرصتونو پسې وي چې قرباني ورکړي. له راحتۍ، هوساینې، د دنیا مال او شتمنۍ سره یې نه ده جوړه. هره ورځ یې ځان له پروردګار سره لیدو ته تیاروي؛ که څه هم له دښمن سره د مخ کېدو غوښتنه نه کوي خو د شهادت لپاره له زړه او په اخلاص دعا کوي! دغه ډول جنګیالي د ځان په رهبرۍ دغه بدلون راولي. که څوک داسې نه وي، نو د دې کار تمه نه ترې کېږي.

اې د پاکستان وسله‌والو ځواکونو! لا هم ناوخته نه دی؛ د کفارو له ملګرتیا لاس واخلئ! اسلام پلی کړی او د الله سبحانه و تعالی په لار کې جهاد وکړئ! همدا اوس حزب التحریر ته نصرت ورکړئ چې د ریښتیني بدلون لپاره پلان جوړ کړئ او اقدام وکړئ!

لیکوال: مصعب عمیر – ولایه پاکستان

۱۴۴۴هـ.ق کال د ذولحجې ۱۰مه

۲۰۲۳م کال د جون ۲۸مه

 

د مطلب ادامه...

د کوسوو پېښې او پر اروپا یې اغیزې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

په دې وروستیو کې، د کوسوو اقلیم سربیانو د دغه اقلیم په شمال کې د میشتو پولیسو او ناټو ځواکونو پر وړاندې پراخ لاریونونه وکړل. سربیا خپل ځواکونه د چمتووالي حالت ته راوستي، چې د اړتیا په صورت کې د سربیایي لږکیو د دفاع لپاره دغه اقلیم ته ننوځي.

الجزیرې د نشنل انټرسټ وېبپاڼې په حواله ویلي چې ښايي راتلونکې اروپايي جګړه په کوسوو کې پیل شي. په راپور کې ویل شوي: «د کوسوو د وضعیت او په اوکراین کې د جګړې تر منځ ځینې ورته‌والي شته او له غربي سیاستوالو غوښتل شوي چې دِغې مسلې ته پام وکړي. راپور زياتوي: «د کوسوو په شمال کې وروستي ناورین نړۍ ته دا فکر ورکړی چې ښايي د اوکراین وحشیانه جګړه د اروپا اوسني ثبات ته ترټولو لوی ګواښ وګڼل شي، خو دا جګړه په هیڅ صورت یوازینی ګواښ نه دی.» (سرچینه: الجزیره + نشنل انټرسټ، ۲۰۲۳م کال، د جون ۱۰مه)

پوښتنه دا ده چې د دغو پېښو تر شا څه روان دي؟ او لکه څنګه چې د نړیوالو چارواکو له څرګندونو ښکاري، ایا دا شونې ده چې د کوسوو پیښې به په بالکان سیمه کې د جګړې اور بل کړي او په دې توګه اروپايي دولتونه د اوکراین پر جګړې سربېره په یوه بله جګړه کې ښکېل شي؟

ځواب:

د کوسوو په شمال کې د اوسنيو ناندریو د اړخونو روښانه کولو لپاره، لاندې موضوعات څیړو:

لومړی: تاریخي مخینه:

۱. په پنځلسمه پېړۍ کې په بالکان سیمه کې د عثمانیانو تر فتوحاتو وروسته؛ اسلام یوې داسې سیمې ته خپله لار پرانیسته چې د روم دولت هغه مسیحیانو ته ځانګړې کړې وه. آلبانیان چې اوس د آلبان او کوسوو اقلیم خلک بلل کیږي، تر فتوحاتو وروسته مسلمانان شول؛ بیا بوسنیایانو چې اوس د بوسنیا او هرزیګوینا خلک بلل کیږي او په ۱۹۹۲م کال کې یې له یوګوسلاویا څخه خپلواکي ترلاسه کړه؛ اسلام ومانه. وروسته په دې سيمه کې یوه جګړه وشوه؛ په دغه جګړه کې ټولوژنه وشوه او زرګونه مسلمانان پکې ووژل شول.

۲. کوسوو د عثماني دولت برخه وه؛ خو په ۱۹۹۲ کې د هغو قومي بېلتون غوښتونکو ناندریو او شخړو په پایله کې له عثماني دولت څخه بېل شو چې انګلستان د بالکان په ټوله سیمه کې پیل کړې وې. وروسته، ډیرو هیوادونو پر کوسوو د حاکمیت لپاره سیالي سره وکړه؛ لکه سربیا، تور غره او ایټالوي استعمار، چې کوسوو یې له البانیا سره یو ځای خپله مستعمره کړه. بیا په ۱۹۴۶م کې د یوګوسلاویا واکمن، تیتو تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته کوسوو د یوه جوړجاړي په چوکاټ کې له خپلې خاورې سره یوځای کړ او خپلواک حاکمیت یې ورکړ. کوسوو همداسې د یوګوسلاویا برخه ګڼل کېده، بیا د شلمې پېړۍ په نهمه لسیزه کې یوګوسلاویا ووېشل شوه او په دې توګه کوسوو د یوګوسلاویا له نورو برخو سره له سربیا سره یوځای شو.

د دې لپاره چې کوسوو خپلواکي وا نه خلي، د سربیا بدنام ولسمشر، سلوبودان میلوسویچ په ډېر ظلم حکومت پرې وکړ او د دوی خپلواک حاکمیت یې لغوه کړ. په ۱۹۹۰م کال کې د کوسوو د خپلواکۍ په اړه تر ټولپوښتنې وروسته، په دې سیمه کې تر ۱۹۹۹م کال پورې ډېرې شخړې، ناکرارۍ، تاوتریخوالي او وژنې وشوې. بیا د رامنځته شوي نړیوال وضعیت له مخې د شمالي اتلانتیک هیوادونو ائتلاف یا ناټو په سیمه کې مداخله وکړه؛ پر سربیا یې بمبار وکړ او هغوی یې له کوسوو سیمې څخه وتلو ته اړ کړل. له هغه وخت راهیسې په دې سیمه کې د ناټو ځواکونه د سوله ساتو ځواکونو په توګه مېشت دي.

۳.  کوسوو په ۲۰۰۸م کال کې رسماً له سربیا څخه خپله خپلواکي اعلان کړه او د نړۍ ډیری حکومتونو؛ په ځانګړي توګه امریکا او ډیری اروپایی حکومتونو یې خپلواکي په رسمیت وپیژندله. روسیې او سربیا له دې خپلواکۍ سره کلک مخالفت وکړ؛ روسیې او چین په خپلو مخالفتونو له ډېرو نړیوالو سازمانونو سره د کوسوو د یوځای کېدو مخه ونیوله. بیا د ۲۰۲۳م  کال د مارچ په ۱۹مه، په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب د ژمنې او د اوکراين تر جګړې وروسته د روسیې ښکاره دښمنۍ ښودلو په سبب اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې سربیا او کوسوو موافقه کړې چې خپلې اړیکې بېرته عادي حالت ته راوګرځوي او دا به په دې معنی نه وي چې سربیا د کوسوو خپلواکي په رسمیت پیژني. دا تړون په اروپايي اتحادیه کې د سربیا او کوسوو د غړیتوب لپاره د دروازې پرانیستو په معنی و.

دویم: تر دغو پېښو وړاندې کورنی او نړیوال وضعیت:

۱. په ختیځه اروپا کې سربیا د روسیې د نفوذ وروستۍ سیمه ده؛ کله چې سربیا له ناټو سره په جګړه کې ښکېله وه، روسیې مرسته ورسره کوله. یا که ووایو له سربیا څخه د کوسوو د بېلولو لپاره په ۱۹۹۹م کال کې د ناټو مداخله په بالکان کې د روسیې د نفوذ وروستۍ سیمې ته سخته ضربه وه؛ د ناټو مداخلې له خپلو پیروانو څخه په ملاتړ کې د روسیې کمزورتیا په ګوته کړه. روسیې د سربیا ملاتړ ته دوام ورکړ؛ پوځي مرستې یې ورولېږلې، په نړیوالو سازمانونو کې یې سیاسي ملاتړ وکړ او د کوسوو له خپلواکۍ سره یې په قاطعیت مخالفت وکړ. په ​​بوسنیا او هرزګوینا کې یې له سربیا سره د مرستې لپاره د اقتصادي پروژو پیل اعلان وکړ؛ د دواړو هیوادونو د کلیساوو ترمنځ یې اړیکې پیاوړې کړې؛ په بلګراد کې یې د سپوتنیک خبري اژانس ادارې لپاره یو لوی رسنیز مرکز جوړ کړ او دا د کړکیچ زیاتولو او د روسیې د مرستو روښانه کولو مرکز شو. خبره ان دې ته ورسېده چې د سربیا مشرانو هڅه کوله د رایو ترلاسه کولو لپاره تر ټاکنو وړاندې د روسیې له ولسمشر، پوتین سره عکسونه واخلي. لنډه دا چې روسیه په سربیا کې او د کوسوو او بوسنیا او هرزیګوینا د سربیانو ترمنځ ډېر نفوذ لري.

۲.  وروسته له دې چې روسیې د اوکراین جګړه پیل کړه او پوه شوه چې غربي قدرتونه یې پر وړاندې سره یو ځای شوي دي؛ غرب سربیا ته د نیږدې کېدو هڅې پیل کړې. د ۲۰۲۳م کال په مارچ کې د سربیا او کوسوو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو تړون یې تایید کړ او په راتلونکي کې یې د سربیا لپاره په اروپایي اتحادیه او ښايي ناټو سازمان کې د غړیتوب لار هواره کړه. د غرب موخه دا وه چې په نړیواله کچه د روسیې ملاتړي کم کړي؛ دغه موخه یې له ناټو سازمان سره د سويډن او فنلنډ په یو ځای کولو کې هم وه.

په دې توګه غرب او سربیا یو بل ته ډیر نږدې شول؛ تر دې اندازې چې د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې، اروپایی دولتونو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لاوروف ته اجازه ورنه کړه چې سربیا ته د سفر لپاره د اروپا له اسمان څخه تېر شي، چې دغه ممانعت سربیا راوپاروله، لکه څرنګه چې د سربیا د کورنیو چارو وزیر په یوه وینا کې وویل: "سربیا په اروپا کې یوازینی هیواد دی چې پر روسیې یې بندیز نه دی لګولی او د روسیې پر وړاندې د دښمنۍ په جنون کې نه ده ښکېل شوې.» (سرچینه: الیوم السابع، ۲۰۲۳م کال، د اګست ۲۲مه) له دې څرګندونو څخه په ډاګه کېږي چې سربیا د روسیې سره د خپلو اړیکو له امله څومره تر فشار لاندې ده، په ځانګړې توګه دې ته په پام سره چې غربي دولتونو یې پر وړاندې خپلې دروازې پرانیستې دي.

د سربیا پر وړاندې د غرب دروازو پرانیستل او د غرب لوري ته یې راښکته کول هم ښايي پراخې پایلې ترلاسه کړي وي، لکه څنګه چې د عرب سکای نیوز د ۲۰۲۳م کال د مارچ په ۴مه‎ راپور ورکړ: "روسیې د پنجشنبې په ورځ له خپل متحد سربیا څخه د راپورونو په اړه وپوښتل چې د خپرو شوو راپورونو پر اساس، د بالکان سیمې حکومتونو اوکراین ته زرګونه توغندي سپارلي دي، باید رسماً وضاحت ورکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا د هغو راپورونو په اړه "ژوره اندیښنه" څرګنده کړه چې تیره میاشت د روسیې په دولتي رسنیو کې خپاره شول.

که څه هم سربیا د اوکراین په شخړه کې لاسوهنه نه مني، خو پورتني دریځونه ښيي چې سربیا ورو ورو له روسیې څخه ځان لیرې کوي. خو بیا هم په دې لاره کې له خنډونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

په داسې حال کې چې د اوکراین تر جګړې وروسته د روسیې او سربیا ترمنځ اړیکو نوې بڼه غوره کړې، روسیه چې په سربیا کې دننه پراخ نفوذ لري هڅه کوي چې د سربیا په منځ کې له خپل نفوذ څخه په استفادې د تاوتریخوالي په رامنځ ته کولو سره له روسیې څخه د سربیا د جلا کولو د نفوذ له بهیر څخه مخنیوی وکړي لکه: "د کوسوو حاکم روسیه تورنه کړه چې د کوسوو، بوسنیا او مونټینیګرو د بریدونو په ګډون د "سیمې له ویجاړولو" څخه ګټه پورته کوي. (سرچینه: انډپنډنټ عربي، ۲۰۲۲م کال، د ډسمبر ۲۲مه) همدا سرچینه لیکي: "واشینګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې په اوکراین کې د روسیې جګړې پراخ کړکیچ رامنځ ته کړی او د شنونکو په حواله یې ویلي چې د روسیې د قومپالنې له څرګندونو څخه د ولسمشر په ګډون د یو شمیر مشرانو له لوري تود هرکلی شوی دی، چې یو هم پکې د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ دی، چې سخت نژاد پرست او د پخواني ولسمشر سلوویډن میلوسوویچ همفکره دی. وال سټریټ ژورنال هم هغه وخت لیکلي وو چې د شمالي اتلانتیک تړون او اروپايي ټولنې د کوسوو او سربیا ترمنځ د وروستیو مخ پر ډېرېدونکو ترینګلتیاوو وروسته د کړکیچ د ارامولو لپاره په چټکۍ سره لاس په کار شول، په داسې حال کې چې په دې اړه اندیښنې شته وې چې ښايي روسیه به د دې دواړ هیوادنو تر منځ له شخړې څخه په کار اخیستلو سره په اروپا کې سوله اخلال کړي.»

۴. ایوانا سټراډنر، د عامه پالیسۍ د څیړنې لپاره د امریکا د پروګرامونو د مرکز یوه څیړونکي، په اوکراین کې د جګړې له پیل څخه وړاندې خبرداری ورکړی و چې روسیه په بالکان کې د ګډوډۍ د رامنځ ته کولو نیت لري. هغه په ​​یوه مقاله کې چې "روسیه په بالکان کې له اور سره لوبې کوي" کې لیکلي چې په "فارین افیرز" مجله کې خپره شوې او د ۲۰۲۳م کال د اپریل په ۲۰مه د انډپنډنټ عرب لخوا هم خپره شوې وه: "ليرې نه ګڼم چې د بالکان سیمه به پر یوې نوې نندارې بدله شي چې روسیه به ترې په کار اخیستلو سره د اروپا اتحادیه او ناټو له ستونزو سره مخ کړي او استدلال به یې دا وي چې اروپا او ناټو خپلې پښې له بړستنې ایستلې دي.» (سرچینه: انډپنډنټ عربي، ۲۰۲۲م کال، د فبرورۍ ۲۰مه)

له همدې امله، ډیری وختونه انګیرل کیږي؛ همدا روسیه ده چې په کوسوو کې د اوسنۍ جګړې اور ته لمن وهي ترڅو د اوکراین په جګړه کې له خپلې کمزورۍ څخه د خلکو افکار واړوي او هغه اروپايي هېوادونه چې ورسره دښمني لري، په یوه بله جګړه کې ښکېل کړي، تر څو پر سربیا د خپل نفوذ د لیرې کېدلو بهیر ودروي.

دریم: د وروستیو پیښو واقعیت:

۱. په کوسوو کې له نږدې دوو ملیونو وګړو څخه چې په دې سیمه کې ژوند کوي، د سربیانو شمیر له ۱۲۰،۰۰۰څخه نه اوړي، د دغو سربیانو درېیمه برخه له سربیا سره پر پوله په ښارونو کې ژوند کوي. هغه ښارونه چې د وروستیو شخړو مرکز ګڼل کېږي. په دغو څلورو ښارونو کې "۵۰ زره کسان" ژوند کوي، چې ۹۰ سلنه یې سربیان دي، چې د کوسوو په پلازمینه پرستینا پورې د تړلي حکومت کنټرول په پرله پسې توګه کمزوری شوی دی. تر دې اندازې چې پولیس نه شي کولای د نژادي دلایلو له امله له مجرمینو سره ښکېل شي او ویې نیسي، ځکه چې پر پولیسو تور پورې دی چې سربیان په نښه کوي. د نژادي دلایلو له امله په دې ښارونو کې سربیان پاڅون کوي ​​او له سربیا سره د یوځای کیدو غوښتنه کوي او د سربیا دننه د پولې بلې غاړې ته خلک هڅوي چې د کوسوو سربیانو ننګه وکړي.

۲. د ۲۰۲۲م کال، په اګست کې له سربیا سره په سرحدي ښارګوټو د خپل کنټرول د کارولو لپاره، د کوسوو حکومت داسې قوانین تصویب کړل چې له مخې یې هر وګړی اړ دی چې تذکره ولري او هغه څوک چې موټر لري باید د شمالي کوسوو ځانګړی نمبر پلېټ ولري. د شمالي کوسوو دا عمل د دې لامل شو چې د ښاروالۍ مشران او همدارنګه د پولیسو مشران چې د سربی نژاد وو د ۲۰۲۲م کال د نومبر میاشت کې ‎په ډله ییزه توګه استعفا وکړي، چې په دې سره په ټوله شمالي کوسوو کې لاریونونه پیل شول.

بیا د کوسوو حکومت د ۲۰۲۳م کال په اپریل میاشت کې داخلي ټاکنې پیل کړې، خو سربیانو ګډون پکې ونه کړ او اعلان یې وکړ چې مسلمانو کاندیدانو ګټلي دي. سربیان دې پایلې ته په غوسه شول، ځکه دوی نه غواړي د دوی د ښاروالیو ښاروالان د "کوسوو" البانیايي مسلمانان وي. په پایله کې؛ په هر ځای کې ګډوډي وه، د سړکونو له تړلو او نورو اقداماتو نیولې تر دې چې د کوسوو حکومت اړ شو چې خپلو بستونو ته د نوو ښاروالانو د معرفي کولو په بهیر کې له امنیتي ځواکونو څخه کار واخلي، سربیانو پر دولتي ودانیو برید وکړ او د هغوی د نیولو پلان یې درلود، خو ناڅاپه د کوسوو له پولیسو سره مخامخ شول. دوی اجازه نه ورکوله چې د ښاروالۍ ودانۍ ته ننوځي. لږ وړاندې د سربیا ولسمشر خپل پوځ ته خبرداری ورکړی و او په دې کار سره یې غوښتل ووایي چې د پوځي مداخلې احتمال شته.

۳.  خو روسیې هڅه کوله چې د اور اچوونکي په توګه وښيي چې چمتو دی له سربیانو سره ډیره مرسته وکړي، لکه څرنګه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ۲۰۲۳م کال د می په ۲۹مه نیټه له لاریونونو څخه وړاندې په یوه وینا کې وویل: "روسیه په کلکه د کوسوو ټولې پاروونکې کړنې غندي؛ هغه کړنې چې وضعیت یې خورا کړکیچن کړی دی. هغه زیاته کړه: "د سربیا پر وړاندې د پاروونکو اقداماتو مسوولیت د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې پر غاړه دی." (سرچینه: الیوم السابع، د ۲۰۲۳م کال، د مې ۲۸مه) له مظاهرو وروسته، سرګي لاوروف وویل: په کوسوو کې مخ پر زیاتیدونکی تاوتریخوالی ښايي د اروپا په زړه کې "د یوې لویې چاودنې" پړاو ته ورسیږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: دا وضعیت «خطرناک» دی. هغه خبرداری ورکړ چې ښايي د بالکان په سیمه کې یو لوی اتشفشان رامنځته شي. (سرچینه: صوت الخلیج، ۲۰۲۳م کال، د مې ۳۰مه) همدارنګه، "د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار وکړ چې په شمالي کوسوو کې سربیان د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. هغه وویل چې پوځ د چمتووالي په حال کې دی او پریکړه به د سربیا ولسمشر کوي. (سرچینه: انډپنډنټ عربي، ۲۰۲۳م کال، د مې ۳۰مه)

۴. د امريکا دريځ د اروپا له دريځ سره ډېر توپير نه لري، ځکه امريکا، انګلستان، فرانسې، جرمني او ايټاليا يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې په ترڅ کې يې د دې سيمې په شمال کې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره پر بيړنيو اقداماتو ټينګار وکړ. (سرچینه: پر انټرنیټ د برتانیا حکومت ویب پاڼه، ۲۰۲۳م کال، د مې ۲۶مه)

انګلستان ټينګار کاوه چې د پلازمېنې پرستينا په سيمه کې د مرکزي ځواکونو مشري ـ چې په ۱۹۹۹م کال کې د ناټو د مداخلې په ترڅ کې د ناټو تر چوکاټ لاندې سيمې ته ننوتلې ـ بايد د انګلستان په لاس کې وي او په ناټو کې انګلستان لومړی حکومت و چې د کوسوو له خپلواکۍ وروسته یې دکوسوو  پلازمینې پريستنیا ته خپل سفیر واستاوه. (سرچینه: د سیوا راډیو ویب پاڼه، ۲۰۰۸م کال، د فبرورۍ ۲۱مه). امریکا هم پنځه میاشتې وروسته خپل سفیر هلته واستاوه (سرچینه: الیوم السابع،  ۲۰۰۸م کال، د جولای ۱۹مه).

بلینکن د پریسټینا چارواکو پریکړه د سیمې په شمال کې اداري مرکزونو ته د ښاروالیو د ښاروالانو د استولو لپاره د امنیتي ځواکونو په کارولو سره "د تاوتریخوالی د چټک او غیر عادلانه ډېروالي لامل" بللې. (سرچینه: RT، ۲۰۲۳م کال، د مې ۳۱مه) همدارنګه، "د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سربیا او کوسوو مشران وهڅول چې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي او خبرداری یې ورکړ چې د اروپا سره د یوځای کیدو خوبونه له خطر سره مخامخ کوي." بلینکن په اوسلو کې د ناټو د خبرو پر مهال خبریالانو ته وویل، "موږ د کوسوو او سربیا له حکومتونو څخه غواړو چې ژر تر ژره د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره کار پیل کړي." (سرچینه: الجزیره نېټ، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲مه).

۵. ډېر احتمال شته چې د غرب  دغه دريځونه د کړکېچ د کمېدو لامل شي، ځکه په داسې حال کې چې د کوسوو لومړي وزير البين کورتي سخت او شدید دريځونه درلودل، ناڅاپه له دغو دريځونو راښکته شو او نرمښت يې وښود. "د کوسوو لومړي وزیر البین کورتي په یوه بیان کې وویل چې هغه هڅه کوي د کوسوو د ټولو سربیانو دفاع وکړي او ټینګار یې وکړ چې دوی حق لري په سوله ییز ډول خپل غږ پورته کړي. هغه زیاته کړه: په کوسوو کې واک د تاوتریخوالي له لارې نه، بلکې د ټاکنو له لارې ترلاسه کیدلای شي. "کورتي د کوسوو په شمال کې د وروستیو تاوتریخوالو د مخنیوي لپاره د ښاروالیو لپاره د نویو ټاکنو د پیلولو وړاندیز وکړ." (سرچینه: الجزیره نیټ، ۲۰۲۳م کال، د جون ۲مه) ورته مهال، د فرانسې ولسمشر مکرون او د آلمان صدراعظم شولتز د مالدیف ناسته کې د کوسوو پر ولسمشر فشار راوړی چې د تاوتریخوالی کمولو لپاره د سربیا له ولسمشر سره وګوري او خبرې ورسره وکړي.

۶. له پورته ټولو خبرو داسې ښکاري چې روسیه، په سربیا کې د خپل نفوذ سربیره، د کوسوو په اقلیم کې د تاوتریخوالي د زیاتولو توان لري، ځکه په سربیا او د کوسوو په سیمه کې د سربیانو ترمنځ ډیری اغیزې او عوامل شته. روسیه غواړي د اوکراین په جګړه کې د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره دغه کړکېچ ته لمن ووهي او همدارنګه غواړي پر سربیا د نفوذ د ليرې کېدو د بهیر مخه ونیسي. خو اروپایی حکومتونو او امریکا د شخړو له پیل څخه یې‎ د مخنیوی هڅه وکړه او امریکا او اروپایی دولتونه په دې لټه کې وو چې ژر تر ژره د دغو شخړو اور مړ کړي.

څلورم: په لنډه توګه، روسیه په کوسوو کې له هغه کړکیچ څخه لیرې نه ده چې د کوسوو سربیانو له خوا پیل شوې او سربیا یې پارولې. روسیې هیله درلوده چې دا کړکیچ به غرب ته په دې دلیل پام واړوي چې ناټو په کوسوو کې حضور لري او په دې توګه به د سربیا او کوسوو ترمنځ جګړه پیل شي او غرب او ناټو به د دې جګړې په منځ کې ښکېل شي. د روسیې موخه دا وه چې د امریکا او د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان (ناټو) تمرکز د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د ډېرېدو په اړه کم کړي. داسې ښکاري چې امریکا او غرب د روسیې دغه هدف درک کړی او په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې د سربیا او کوسوو تر منځ وضعیت ارام کړي، ځکه دوی دواړو لورو ته په اشارې سره ویلي چې له اروپايي ټولنې او بیا ناټو سره یوځای کېدل شوني دي، خو په دې شرط چې د دغو کړکېچونو په پای ته رسولو کې له یو بل سره همکاري وکړي. لکه څنګه چې د چارواکو په ځانګړې توګه د امريکا او کوسوو د چارواکو څرګندونې مو پورته یادې کړې، داسې ښکاري چې امريکا او غرب په دې کار کې بريالي شوي دي.

د يادو شويو پېښو د پايلو، اغیزو او جريان په اړه زموږ اغلب ګومان دغه و.

په آخرکې باید وویل شي چې کوسوو لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د عثماني دولت یوه برخه وه او د دې خاورې خلکو ډیر پخوا اسلام منلی و. که مسلمانانو هماغه د خلافت دولت له لاسه نه وای ورکړی چې د استعماري کفارو د ظلمونو پر وړاندې یې ترې ملاتړ کاوه، نن به چارې د دغو کفري او استعماري حکومتونو په لاس کې نه وې، چې د بالکان او کوسوو برخلیک یې په لاس کې اخیستی او پر دغو ځمکو چې یو وخت یې د اسلام بیرغ رپاوه، حاکم دي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د اسلامي امت کړاو ته د پای ټکی کېږدي او د خلافت په بیا تاسیس سره دا امت خپل ورک شوی وقار او عزت بیرته راوګرځوي!

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ (۴) بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

ژباړه: «او په هغه ورځ به مسلمانان د الله تعالی د مرستې له امله خوشاله شي. الله تعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښه یې شي، هغه برلاسی او پوره رحم لرونکی دی» [روم: ۴-۵]

۱۴۴۴هـ.ق کال، د ذي القعدې ۱۲مه

۲۰۲۳م کال، د جون ۱۱مه

ژباړه: فریدون محتاط

د مطلب ادامه...

د ۱۴۴۴هـ.ق کال د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام Featured

(ژباړه)

الله أكبر الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله، الله أكبر الله أكبر ولله الحمد

بسم الله الرحمن الرحيم والحمد لله رب العالمين والصلاة والسلا م على أفضل المرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

حزب التحریر اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د زړه له تله مبارکي وايي او له الله سبحانه و تعالی څخه غواړي چې د اختر دغه ورځې له خوښۍ، ارامۍ او برکتونو ډکې کړي.

زه هم خوشاله یم چې د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د مشر په توګه د ځان او په دغې برخه کې د ټولو وروڼو او خویندو له لوري د حزب التحریر امیر، جلیل القدر عالم شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته حفظه الله ته د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکي ورکوم او له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې د ده په لاسونو اسلامي امت ته فتح او ځواک ورکړي.

اسلامي امت لوی اختر د دې لپاره لمانځي چې دغه اختر د هغې قربانۍ او بښنې د مفهوم مظهر دی چې اسلام د مسلمانانو په زړه کې کرلی. لوی اختر (عید الاضحی) موږ ته هغه بښنې او قربانۍ را یادوي چې پیغمبرانو او د هغوی پیروانو د اسلام د سرلوړي کولو لپاره کړې دي. له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې، حزب التحریر اسلامي امت ته د دغو مهمو مفاهیمو معناوې وریادوي.

په وروستیو کلونو کې نوي ګواښونه را پيدا شوي چې د اسلامي امت پر هویت بریدونه کوي. ژوند ته د اسلام د بیا راتګ د هیلو له نوي کېدو سره؛ په ځانګړي ډول د عربي پسرلي انقلابونو کې، لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې «زموږ تلپاتی رهبر؛ زموږ سرور محمد!». غرب خپلې هڅې پیل کړې چې دغه هیله د اسلامي امت د ځوانانو او پېغلو په زړونو کې مړاوې کړي. نو د استعمارګر غرب د اوسني برید موخه دا ده چې د مسلمانانو روحیه کمزورې کړي او په دوی کې دغه نهیلي پیدا کړي چې هغه غوره اسلامي ژوند بیا نه راګرځي.

د استعمارګر او کافر غرب په اوسني برید کې نوې خبره دا ده چې دوی اسلامي هویت په نښه کوي؛ دا کار مستقیماً او په ښکاره نه کوي، بلکې د ژوند په ټولو اړخونو کې د اسلامي مفاهیمو د سپکولو له لارې یې کوي. غرب د مستقیم او ښکاره اقدام کولو پر ځای د مسلمانانو اراده ماتوي او په زړونو کې یې شک او نهیلي اچوي. دغه برید په بېلابېلو بڼو ښکاره شو. یوه ډېره مهمه بڼه یې له یهودي دولت سره د اړیکو عادي کولو پالیسۍ تحمیل دی؛ دا کار د پټ پیغام له لارې کوي او موخه یې د سپېڅلې ځمکې د ازادولو لپاره د جهاد مفهوم له منځه وړل دي. یوه بله بڼه یې د حرمینو په ځمکه (بلاد الحرمین) کې د فسق او فساد د مظاهرو د خپرولو لپاره چټکې او دوامدارې هڅې دي؛ ځکه چې آل سعود حکام لېواله دي چې صحنه له جدي او سختګیرانه اسلام څخه غیر اخلاقي سیکولرېزم ته واړوي او مسلمانانو ته دا وښيي چې تاسو له خپلو مقدساتو دفاع نه شئ کولی. دغه راز د اسلامي امت پر وړاندې د کوچنیو قومي ایتلافونو راپارول چې له پېړیو راهیسې یې د دغه امت تر وزر لاندې ژوند وکړ؛ له دې لارې غواړي وښيي د مسلمانانو دغه احساس له منځه یوسي چې دوی د هېواد او د هېواد د اوسېدونکو مشران او د اقتدار او امنیت مسولین دي. دا ټول عملونه قصدي کېږي او موخه یې د سیکولر فضا او اصولو حاکمول دي، تر څو له دې لارې د اسلامي امت د ځوانانو په زړونو کې د خلافت د بیا راتګ په اړه شک او نهیلي پیدا کړي.

د عید الاضحی د مقام او له دې سره تړلي یوه اصلي مفهوم یعنې د الله لپاره قربانۍ او دغه راز د حق پر لار  کې ثبات په برخه کې حزب التحریر له اسلامي امت، په ځانګړي ډول متنفذینو غواړي د دغه ناوړه برید – چې غرب یې رهبري او د مسلمانانو حکام یې پلی کوي- پر وړاندې ودرېږي.

د غرب لپاره په دې اړه د شیطان وسوسې چې په اسلامي امت کې به «د بل پسرلي» د راتګ مخه ونیسي؛ له خپل دین سره د امت د زیاتېدونکې مینې او درناوي په لیدو له منځه ځي. دوی ویني چې دغه امت په ډېره لېوالتیا او شوق هڅه کوي چې خپل ژوند د راشده خلافت تر سیوري لاندې د اصحاب کرامو له ژوند سره یو شان کړي. اسلامي امت د دې شاهد دی چې څنګه غربي ټولنې له اسلام او مسلمانانو سره په ښکاره دښمنۍ کې ذوب او ناکامې شوې؛ امت ویني چې کافر او استعمارګر غرب د مسلمانانو شتمنۍ لوټوي او په ټوله نړۍ کې د اسلامي هېوادونو اقتصاد ویجاوړي. غرب اوس د یوه لیوني پشان پر مخ ځي؛ ان د ښځې او نر تر منځ توپير هم نه شي کولی!

اسلامي امت اوس پر دې هم ښه پوهېږي چې د دوی د ظالمو حکامو اصلي او اساسي ملاتړی کافر او استعمارګر غرب دی. دغه امت د ژوند په اړه د غرب فکري او ایډیولوژیکي چټلۍ درک کړې او د درېیمې لارې په لټه کې دي؛ دغه درېیمه لار یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت دی. که څه هم امت درېیمه لار په دغه نامه نه یادوي؛ خو د ستونزو او ترخو تجربو پر وخت د امت پاملرنه او تګلاره ښيي چې یوازې او یوازې د همدغې حللارې په لټه کې دي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿والله متمّ نوره و لو کره الکافرون

ژباړه: «الله د خپل نور بشپړوونکی دی؛ که څه هم د کافرانو دا هر څومره بد ایسي.» [صف: ۸]

ښکاره ده چې اسلامي امت اسلام خلافت د حکمتولۍ د نظام په توګه غوره کړی او دغه واقعیت اوس د مسلمانانو ترمنځ په عام باور بدل شوی. نو د اسلامي دولت د نور خورېدو زمینه ښه برابره شوې او یوازې دا پاتې دي چې د امت له منځه د واک او ځواک خلک سر را پورته کړي او د خلافت مفکورې ته نصرت ورکړي! بدلون د واکمنو په پرېکړه پورې تړلی دی؛ ځکه همدوی کولی شي چې حاکمیت د غلامانو او مزدورانو له لاسونو واخلي او امت ته یې ورکړي او دا له شک پرته یوازې هغه وخت شونې ده چې په خپلو نفسونو کې بدلون راولو؛ زموږ په خپلو نفسونو کې بدلون د الله سبحانه و تعالی له لوري د بدلون راتلو لار هواروي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿إنّ الله لا یغیّر ما بقومٍ حتّی یغیّروا ما بأنفسهم﴾

ژباړه: «حقیقت دا دی چې الله د هېڅ قوم حالت تر هغه پورې نه بدلوي، ترڅو هغوی خپل اوصاف(څه یې چې په زړونو کې دي) نه وي بدل کړي.» [رعد: ۱۱]

نو ای د واک او قدرت خاوندانو! د مسلمانانو په اړه له الله ووېرېږئ او تقوا وکړئ! دا کار وړاندې له دې وکړئ چې د ژوند پاڼې مو وتړل شي او دنیا په داسې حال کې پرېږدئ چې الله، د هغه رسول او مومنانو ته مو نصرت نه وي ورکړی!

له الله سبحانه و تعالی غواړو چې د دغه نېکمرغه اختر خوښۍ د نصرت او تمکین زېری کړي! موږ په حزب التحریر کې له تاسو سره ژمنه کوو چې همداسې به د نبوت پر منهج ټینګ ولاړ وو او د خلافت د تاسیس لپاره په نه ستړي کېدونکو هڅو کې به ثابت قدمه پاتې کېږو! له الله سبحانه و تعالی غواړو چې موږ او تاسو ته د نصرت او تمکین تر را رسېدو پورې د هڅې او ثبات توفیق راکړي! الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إنّ الله بالغ أمره قد جعل الله لکلّ شیءٍ قدراً

ژباړه: «بې شکه چې الله د خپل کار پوره کوونکی دی. یقیناً الله د هر څه لپاره یوه اندازه ټاکلې» [طلاق: ۳]

اختر مو مبارک شه و السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

انجنیر صلاح‌الدین عضاضه

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

۱۴۴۴هـ.ق، د ذولحجې ۱۰مه

۲۰۲۳م کال د جون ۲۸مه

د مطلب ادامه...

د جلیل القدر عالم، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته له لوري د هغه د انلاین پاڼو لیدونکو ته د ۱۴۴۴ هـ.ق (۲۰۲۳م) کال د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد...

الله أكبر الله أكبر الله أكبر، لا إله إلا الله، الله أكبر الله أكبر، ولله الحمد...

ټول اسلامي امت ته ... تر ټولو غوره امت چې بشر ته راغلی دی؛ پر نېکو امر کوي او له بدو منع او پر عزیز او حکیم خدای ایمان لري...

په ځانګړي ډول دعوتګرو ته ... الله سبحانه و تعالی دې د دوی په لاسونو فتح راولي؛ الله سبحانه و تعالی دې دوی ته نصرت ورکړي چې اسلامي دولت، د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي...

د انلاین پاڼو درنو لیدونکو ته چې دلته په خیر پسې ګرځي، د حقیقت په لټه کې دي او چلوونکو سره یې مرسته کوي.

دغو ټولو ته السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت مبارکي درکوم او له قوي او عزیز رب څخه غواړم چې دغه اختر د ټولو مسلمانانو لپاره د خیر او برکت پیل وي.

ګرانو وروڼو او خویندو! زه خپل سلام درته وړاندې کوم او ستاسو په حق کې د خیر دعا کوم. له قوي او عزیز الله څخه غواړم چې دغه سختي، بلا او وبا له مسلمانانو لرې کړي او دغه مبارکه میاشت وروستۍ میاشت شي چې مسلمانان یې د اسلامي دولت- هغه دولت چې مسلمانانو ته عزت او جلال راوړي- په نشتون کې تېروي؛ بېشکه چې الله سبحانه و تعالی پر هر څه لاسبری او حکیم ذات دی.

﴿رِجَا ل لا تُلْهِيهِمْ تِجَارَة وَلا بَيْ ع عَنْ ذِكْرِ اللَِّ وَإِقَامِ الصَلاةِ وَإِيتَاءِ الزَكَاةِ يَخَافُونَ يَوْما تَتَقَلَبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالَْْبْصَار * لِيَجْزِيَهُمُ اللَّ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَا ب

ژباړه: «داسې سړي دي چې سوداګري او راکړه ورکړه یې د الله له یاد، د لمانځه له ادا کولو او د زکات له ورکړې څخه نه غافل کوي. هغوی له هغې ورځې څخه وېرېږي چې په هغې کې به د زړونو د اوړېدو را اوړېدو او د سترګو د رډو ختلو وار راشي.* او (هغوی دا هر څه د دې لپاره کوي) چې الله د هغوی د ډېرو غوره عملونو مکافات ورکړي او لا زیات یې په خپله لورینه سرلوړي کړي. الله هغه چاته چې خوښه یې شي بې حسابه روزي ورکوي.» [نور: ۳۷-۳۸]

ستاسو ورور،

عطا بن خلیل ابو الرشته

د حزب التحریر امیر

۱۴۴۴ هـ.ق د ذولحجې ۱۰مه

۲۰۲۳م کال د جون ۲۸مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې