یکشنبه, ۲۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د دعوت یو ځلاند ستوری ولوېد!

  • خپور شوی په اردن

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾ [الاحزاب: ۲۳]

په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سره رښتیني دي او له هغه سره یې په کړې ژمنه وفا وکړه. ځینو خپل عهد پوره کړ (د شهادت جام يې نوش کړ) او ځینې سترګې په لاره دي او په خپله ژمنه او کړنلاره کې يې هېڅ بدلون رانه وست.

حزب التحریر-ولایه اردن د الله سبحانه وتعالی پر قضاء د ایمان پر اساس د یوه دعوتګر او زموږ د مشر ورور وفات مسلمانانو او د حزب التحریر شبابو ته اعلانوي:

خلیل موسی  ابوغزاله (ابوبلال)

ابو بلال د ۲۰۱۷م د سپټمبر پر ۸مه د یکشنبې په سهار د ۸۸ کلونو په عمر د ژوندیو له کاروانه لار بېله کړه. نوموړي خپل ټول عمر د الله سبحانه وتعالی اطاعت او له حزب التحریر سره د اسلامي امت د یووالي لپاره دعوت ته وقف کړ. په دې لاره کې د اردن دولت او امنیتي بنسټونو یې وځاره، شکنجه يې ورکړې او حتی له دندې یې ګوښه کړ. دغو ټولو ظلمونو او مختلفو کینو نوموړی د دعوت له مسیر او د ثاني راشده خلافت (تاج الفروض) د تاسیس له لارې راونه ګرځاوه؛ ځکه دی پر الله مومن و او د هغه پر نصرت یې باور درلود. دغه راز په دې لار کې صبور او ثابت قدم و او د الله سبحانه وتعالی دا قول صدق ورباندې کوي.

﴿قُلْ إِنَّ صَلاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ﴾ [انعام: ۱۶۲]

ژباړه: ووایه! زما لمونځ، عبادت، ژوند او مرګ د عالمیانو د رب الله لپاره دي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ورور په خپل رحمت کې شامل او جنت الفردوس ورپه برخه او له انبیاوو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو سره یې حشر کړي.

﴿إِنَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

موږ د الله یو او د هغه لور ته ورګرځو.

د حزب التحریر- ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

اسلامي امت باید بیا د «سوچي» د دروغجن فرېب خوند ونه زبېښي

(ژباړه)

خبر:

په الجزیره سایټ کې د خپرو شوو خبرونو پر اساس، د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر پر ۱۹مه د میانمار مشرې ان سان سوچي په خپلو خبرو کې د روهنګیا د ناورین په اړه وویل: «زه د مسلمانانو او هغو کسانو په اړه، چې د بنګلدیش هېواد ته تښتېدلي دي، اندېښمنه یم.» له تېرې یوې میاشتې راهیسې له ۴۱۰۰۰۰ څخه زیات روهینګیایي مسلمانان له میانماره بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي، چې دغه کار د هغې په اړه زیاتې نیوکې لرلې. ان سان سوچي د خپلو خبرو په لړ کې وویل: «د میانمار دولت د خپلو مسولیتونو په تر سره کولو کې جدي دی او نه غواړي، چې د خپلو مسولیتونو په نه تر سراوي کې د ملامتۍ داغ  خپل کړي. تر څنګ یې میانمار په دې موضوع کې د ملګرو ملتونو له مداخلې او څېړنې څخه هېڅ وېره نه لري. د امنیتي ځواکونو لپاره امر شوی، ترڅو خپلو عملیاتو ته اوږه پر اوږه دوام ورکړي او له سیمه‌ییزو تلفاتو او د بې ګناه کسانو له  زیانمنېدو څخه د مخنیوي په موخه دې د قوانینو تابع وي.» هغې همداراز زیاته کړه: «د میانمار دولت تل تیار دی، چې د روهینګیا تښتېدلو مسلمانانو ته رسیده ګي وکړي او له هغو سره چې د بیا مېشت کېدو لپاره را ګرځېدلي مرسته هم وکړي». ( سرچینه: د الجزیرې رسمي سایټ)

تبصره:

د میانمار مشره «ان سان سوچي» د بشري حقونو سالارې او د نوبل د جایزې ګټونکې، چې ځان د سولې ټېکه داره بولي، د نړۍ هېوادونو ته یې په خپلو اوږدو خبرو کې د نژادستیزۍ او د روهینکیا مسلمانانو د بې رحمه وژنو له حقیقت څخه هېڅ خبره په ژبه رانه وړه. له څو اونیو ظالمانه وژنو، سوځولو، پر مسلمانو ښځو د تېري او د ۵۰ کلیو ورانولو وروسته، چې په پایله کې یې ګاونډي هېواد (بنګله‌دېش) ته ۴۱۷ زره روهینګیایي مسلمانان وتېښتېدل، د مسلمانانو په اړه د مېرمن سوچي خبرې ګونګې وې او د میانمار د امنیتي ځواکونو لخوا پر شوو جنایتونو له پردې اچولو پرته بل څه نه وو. که دغو خبرو ته دقیق نظر وکړو، نو متوجه کېږو، چې هغې د خپلو ۳۰ دقیقو خبرو په لړ کې اصلا د روهینګیا د سیمې په اړه کوم حرف په ژبه نه دی راوړی؛ خو پرته له یو ځل څخه او هغه دا، چې د اراکان د نجات د اردو (هغه ډله چې په دې هېواد کې د ترورستي بریدونو مسووله ده) نوم یې واخیست.

ډاکتر مونګ زرني چې یو تبعید شوی بودایي او د بشري حقونو فعال دی، د دغې ترهګرې ډلې په اړه په خپله مرکه کې وویل: «د برما اردو خپل اصلي دلیل پیدا کړی، ترڅو د امنیتي پاکسازۍ لپاره عملیات وکړي. نو پر دې اساس د روهینګیا خلک او نظامیان له ناوړه او ظالمانه کړنو سره د بریدونو لپاره سرحدي سیمې ته، چې د برما د اردو او امنیتي پولیسو لخوا ټاکل شوې وه؛ ننوتل.» تر څنګ یې ده د روهینګیایي مسلمانانو د بیا راګرځېدو د پیل او دوی ته د رسیده ګۍ او مرستې په اړه زیاته کړه: «ان سان سوچي غواړي یوازې د ملګرو ملتونو فشارونه کم کړي او په خپله کړې ژمنه کې ریښتینې نه ده؛ ځکه، چې په دې بهیر کې به له مسلمانانو څخه وغوښتل شي، ترڅو ټول یې پېژند پاڼې ولري، په داسې حال کې چې ۹۹ سلنه روهینګیایي مسلمانان تذکرې نه لري او د دوی د پېژندنې مخکیني کارتونه هم بې باوره اعلان شوي دي.»

ایا فکر کوئ چې د روهینګیا مسلمانانو د بې رحمه وژنو پر وړاندې یوازې ان سان سوچي ملامته ده؟ ایا د نړۍ مسلمان او غیر مسلمان مشران، چې بې پرې موقف یې غوره کړی، د بشریت پر وړاندې د دغو ټولو ظالمانه جنایتونو مسوول نه دي؟ ایا نړیوالې رسنۍ او ملګري ملتونه چې د بشري حقونو او ازادیو نارې وهي، په میانمار کې د روانې عاموژنې هېڅ مسوولیت نه لري؟ که داسې وي، نو د دوی اصلي دنده څه ده؟ د نړۍ مشرانو د شارلي ابدو له بریده وروسته څه وکړل؟ څه غبرګون یې د دوی پر وړاندې وښود؟ په پاریس کې د شارلي ابدو د برید په لړ کې یوازې ۱۲ تنه ووژل شول او د نړۍ خلک په فرانسه کې د نړۍ د مشرانو پر راټولېدو شاهد وو، چې دوی د دغه برید د غندلو تر څنګ قسم یاد کړ؛ چې د ترورېزم او دا ډول وحشیانه بریدونو پر وړاندې به مبارزه کوي.

امریکا په ۲۰۰۳م کال کې عراق د ډله‌ییزو وژونکو وسلو په تور اشغال کړ، په داسې حال کې چې په هغه وخت کې د دغه هېواد اقتصاد پخپله د کمزورتیا په حال کې و. هغه مهال د یوې اوږدې لسیزې اقتصادي بندیزونو  په پایله کې، چې د امنیت شورای له لوري پر دغه هېواد لګېدلي وو او پکې له ۵۰۰ زرو زیاتو بې ګناه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و. خو برعکس د میانمار هېواد روهینګیایي مسلمانان په بې رحمه توګه وژني، ځوروي یي او لسګونه کلونه وشول، چې دوی یې له خپلو لومړنیو او اساسي حقونو څخه بې برخې کړي دي؛ خو د امنیت شورا د میانمار پر دولت د بندیز لګولو وړاندیز ته هم اقدام نه دی کړی.

د وژنې، شکنجې، وحشیانه تېري او د سلګونو او زرګونو روهینګیایي مسلمانانو د بې ځایه کولو د زرګونو ښکاره شواهدو پر شتون سربېره، نه د شرق او غرب مشرانو او نه د نړۍ مشرانو د میانمار دغه وحشیانه او ظالمانه کړنې، چې د بشریت او انسانیت پر وړاندې دي محکومې کړې، نه مسلمانانو ته د پناه ورکولو او نه د میانمار د جنایتکار رژیم پر وړاندې د مبارزې ژمنه کوي. ان نړیوالې رسنۍ چې ګواکې د نړۍ د حقیقتونو په خپرولو کې یې پرته له کوم توپیري چلنده قسم کړی دی، د ترهګرو بودایانو په واسطه د رهینګیایي مسلمانانو د زرګونو نارینه، ښځو او ماشومانو له وژل کېدو وروسته هېڅ ادعا نه ده کړې، چې بودایي دین د وېرې خپرولو دین دی او بودایان د ټول انسانیت لپاره یو ګواښ دی. ته وا ټولې رسنۍ کڼې دي او هېڅ شی نه اوري او نه یې ویني.

له بده مرغه د مسلمانانو بې غیرته حکامو تل خپلې د هیلو سترګې په ملګروملتونو پورې ګنډلې دي او له دغه سازمان څخه د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې دغه سازمان د اسلامي امت په حق کې له خیانت پرته بل څه نه دي کړي. پر هغه سربېره د مسلمانانو ظالمو حکامو د الله سبحانه وتعالی د احکامو پر ځای د امریکا، انګلیس، روسیې، یهودي دولت، چین او هندوستان رژیمونه الګو نیولي او په ورین نتدي یې د دوستۍ دروازې د دوی پر مخ پرانیستې دي. له همدې امله اسلامي امت باید د روهینګیا د خلکو لپاره د مسلمانو حکامو د تمساح د اوښکې تویونې فرېب ونه خوري. هغوی باید د غربي حکامو له بې عمله خبرو څخه هیله ونه لري او نه هم د دوی د جاسوسي سازمانانو پر ظاهري ژړاوو اغوا شي. پر دې سربېره اسلامي امت باید د مېرمن سوچي پر دروغو، چې د ملي څېړنې د کمیسیون پر جوړېدو یې پیل کړی باور ونه کړي، چې دغه کمیسیون به د دوی د امنیتي ځواکونو له لوري تر سره شوو جنایتونو ته رسیدګي وکړي او د دغو جنایتونو عاملین به مجازات کړي. اسلامي امت باید یوازې د الله سبحانه وتعالی پر وعده باور وکړي، چې فرمایي:

﴿وَمَنْ يَتق الله يجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً﴾ [طلاق: ۲]

ژباړه:هر څوک چې له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شي او پرهېزګاري وکړي، الله سبحانه وتعالی به له ستونزو څخه د وتلو  لار ورته پیدا کړي.

ان شاالله هغه ورځ به را ورسیږي، چې دغه امت به ثاني راشده خلافت تاسیس کړی وي او دغه ځواکمن او عزتمن دولت به خپله ځواکمنه اردو پرته له دې چې نژاد په نظر کې ونیسي، د ټولې نړۍ د نارینه، ښځو او ماشومانو د ژغورنې لپاره د نړۍ هر ګوټ او څنډې ته ولیږي او د میانمار، سوریې، عراق، ایغور، فلسطین او کشمیر مسلمانان به د ظالمو کفارو او د دوی د متحدینو له لاسه ازاد کړي.

لیکونکې: فهمیده بنت ودود

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

 

د مطلب ادامه...

د هسپانوي (کاتالونیا) او عراقي کردستان) تر منځ توپیر څه دی؟ Featured

  • خپور شوی په عراق

(ژباړه)

د ۲۰۱۷م کال د اکټوبر پر لومړۍ (ټي ار ټي) عربي وېبپاڼې د (د هسپانیې دولت د کاتالونیا ایالت د بېلتون غوښتونکوو د ټولپوښتنې مخه ونیوله)  تر عنوان لاندې راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو: پولیسو په دې سیمه کې د خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې مخه نیولې؛ کاتالونیا ۷.۵ میلیونه نفوس لري او تر ډېره پر ځان بسیا ایالت دی. امنیتي ځواکونو د رایې اچونې پر مرکزونو برید وکړ، خلک یې د رایې اچونې له مرکزونو  خواره کړل او د رایې پاڼې او صندوقونه یې ونیول. د هسپانیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دې غیرقانوني ټولپوښتنې ته به اجازه ورنه کړي.

د عراق چارواکي باید په دې پوه شي، چې څرنګه د خپل هېواد چارې کابو کړي او څرنګه خپل هغه وګړي چې د دوی له لوري ځورول شوي، وساتي. دا نظر او نورو ته په پاملرنې سره، ایا هسپانیه یو ډېموکراټیک هېواد نه دی!؟ خو کله چې چارواکو ګواښ حس کړ، د خپلواکې ازادۍ پر اصولو یې پښه کېښوده او د بېلتون غوښتونکو مخه یې ونیوله. په داسې حال کې چې هغوی د تاسې په پرتله ډېر ځواکمن وو.

د تورې خبرې د کتاب تر خبرو سختې دي... دا د جدیت او ارامښت تر منځ پوله ده

د عراقي سیاستوالو په څېر، چې له دښمنانو مخکې یې وبایلوده او د انګلیس لاسپوڅي، بارزاني ته په ګونډو شول، زارۍ یې ورته وکړې، چې له خپلې دې پرېکړې څخه چې د بېلتون لپاره ټولپوښتنه کوي، تېر شي چې د الله سبحانه تعالی په شریعت کې ځای نه لري. له دوی سره ښایي، چې د کردانو مشر یې په ځنځیرونو او وسپنو تړلی وای، تر څو نورو هغو کسانو لپاره د عبرت درس ګرځېدلی وی، چې ګواښونه کوي. دا ځکه چې تاسې نه د خپل رب پر قوانینو  رهنما شوي یاست او نه هم د هغه کفارو پر قوانینو چې تاسې یې پیروي کوئ.

﴿فمَا لكُمْ كيفَ تَحْكُمُونَ﴾
[یونس: ۳۵]

نو پر تاسې څه شوي!؟ څرنګه حکم صادروئ!؟

دې خبرو ته په پاملرنې سره، تاسې ته وړ خبره کوي؛ هغه څوک چې پرته له جګړې یو هېواد ونیسي... هغه ته د هېواد تسلیمول هم اسانه کار دی.

د حزب التحریرـ ولایه عراق مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په سوریه کې غولوونکې امن حوزې رامنځته کول هغه وسیله ده چې د سوريې انقلاب ته زیان اړوي

  • خپور شوی په سیاسي

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان د پنجشنبې په ورځ وویل چې ترکیه به د سوريې د ادلب شمالي سیمې ته د هغه تړون پر بنسټ ترکي سرتېري ولیږي چې د امن حوزو رامنځنته کولو تړون نومول شوی او تېره میاشت یې د روسيي له لوري  جزییات وړاندې او ترتیب شوه.

د امن حوزو رامنځته کولو تړون هغه تړون دی چې د ترکيي، روسیې او ایران له خوا پرې توافق شوی. اردغان چې کله نیویارک ته د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي سرمشریزې ته د ګډون په موخه تللی و، رویټر خبری اژانس سره یې په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې د دغه تړون اړوند مسایل به په راتلونکې اونۍ کې په انقره کې د روسيې له ولسمشر ولادي میر پوتین سره و څېړل شي. 

اردغان په خپلو خبرو کې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د دغه تړون په ملاتړ به روسان به د ادلب ښار بهر د امنیت د تامین مسولیت پر غاړه واخلي او ترکیه به د ادلب دننه د امنیت د تامین مسولیت پر غاړه واخلي. (Reuters, 21/09/2017)

په استانه کې د دریو متعهدو دولتونو، ترکیې، روسیې او ایران د خبرو تر ټولو په زړه پورې لنډیز د سوريې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم په خبرو کې ښکاره شو. ده وویل: نږدې وه چې هیواد یې له بشپړي بریا څخه برخمن شي  او دمشق هیله‌من و چې امن حوزې به له سوريې سره مرسته وکړي چې سوریه د دښمنیو  پریکون ته ورسیږي. 

همداراز ده په خپله وینا کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمشریزي ته وویل چې د حلب او پالمیرا آزادي، د دیر ایزور کلابندې ماتول او د سوريې له زیاتو برخو څخه د ترهګرۍ نابودول، دا جوتوي چې بریا مخ پر وړاندې راتلونکې ده.

دا په واقعي توګه، په استانه کې د خبرو اترو مهم ټکي دي چې د درېیو دولتونو ترکیې، روسيې او ایران له لوري پرې بحث شوی، ترڅو د امن حوزو به نوم داسې سیمې رامنځته کړي چې د مخالفو ډلو فعالیتونه بند کړي، جګړه یې پر وړاندې وکړي، ان لمنځه یې یوسي او په ورته وخت کې د سوري رژیم ملاتړ وکړي.

 د جګړه ییز ډګر واقعیت

د سوريې د انقلاب د پیل راهیسې ښکېلاکګر ځواک د امریکا متحده  ایالتونو او متحدینو یې دوه عمده کارونه ترسره کړي دي: له یوې خوا یې د اوسني سوري نظام د دوام لپاره ایران ته په لبنان کې ایران پلوه ډلې او روسيې ته یې اجازه ورکړي، ترڅو د سوري رژیم د ملاتړ په موخه په سوریه کې پوځي لاسوهنه وکړي.

له بله اړخه د امریکا متحده ایالتونو ډېري هڅې او نوښتونه په کار اچولي دي، ترڅو د اسلامي پاڅون مخه ډب او دهغه لوری بدل کړي. د دې موخې لاس ته راوړلو لپاره یې پر مخالفو ډلو زور او فشار راوړی چې د امریکا د ستراتیژۍ سره سم په سوریه کې د سیکولر سوري دولت رامنځته کولو لپاره نوموړې مخالفې ډلې د مذاکراتو مېز ته راکش کړي. امریکا د دې لوبې ترسره کولو لپاره په دې لوبه کې له ترکیې څخه د یو عمده لوبغاړي په توګه ګټه اخلي.

حلب

یو کال وړاندې حلب د اسد رژیم پر وړاندي د مسلمانو د مقاومت هغه پیاوړې کلا وه، چې د نوموړو درېیو دولتونو د همغږۍ له امله د رژیم په لاسونو کې ولوېده. په دې جګړه کې د ترکیې فعالې ونډې ته په کتو د دغه دولت جنګي ډلې، د کوردستان کارګر ګوند (PKK)، د کوردستان دیموکراتیک ګوند (PYD) او د بغدادي ډلې پروړاندې د ترکيې پولو ته نږدې شمالي سیمې ته ولیږل. د یادونې وړ ده، په دې جګړه کې روسيې هم فعاله ونډه لرله چې د راکیټي مزایلو او جنګي جیټ الوتکو له لارې یې حلب په بمونو فرش کړ. د دوی ترڅنګ ایرانیانو او رژیم ځواکونو یوځای د حلب ښار په دننه کې جګړه پیل او د ملکي وګړو پاتې ځایونه یې له خاورو سره خاوري کړل. نو د حلب ښار پلان شوي سقوط ته د نوموړو درېیو دولتونو په مرسته په اسانۍ سره د سوري رژیم په لاسونو د عمل جامه ور واغوستل شوه.

د حلب ښار د کلابندۍ له امله په زرګونو خلک ادلب ښار او د هغه ښار شاوخوا سیمو ته کډوال شول. په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازی سټیفن دیمیستورا وروسته په خپلو خبرو کې اشاره وکړه، چې که د اسد رژيم پر وړاندې د مخالفو مسلمانو ډلو سره کوم سیاسي جوړ جاړی رامنځته نه شي، نو ادلب به هم د حلب له برخلیک سره مخ شي.

ادلب

د تېرو ښپږو کلونو دې ډول دسیسو ته په کتو سره، سیمه ییز واک له یوې ډلې څخه بلي ډلې ته ولیږدول شو. په داسې حال کې چې په لومړي سر کې ۸۰ سلنه د سوريې خاوره د مخالفو اسلامپالو ډلو په لاس کې وه، خو نن ورځ د نوموړي خاورې کړۍ راتنګه، واک او کنټرول یوازې ادلب او د هغه ښار شاوخوا سیمو ته راکښته شوه. 

اوس د مسلمانو جنګیالیو په ولکه کې ادلب ښار او د هغه ښار شاوخوا سیمي دي. د دغه ښار سقوط به د سوريې پاڅون ته د یو ستر ګوزار په مفهوم وي. دا د حیرانتیا وړ نه ده چې تر ټولو لویې امن حوزې د ادلب او د هغه شاوخوا سیمو راچاپېرې دي، اساسي نکته دا ده چې ادلب راتلونکي موخه ده.

امن حوزې

له هرڅه وړاندې، امن حوزې په څه مانا دي؟ ولې روسیې، ایران او ترکیې د امنې حوزو (de-escalation zone) پر اصطلاح توافق وکړ؟ پخوا تر دې، د خوندي سیمې (safe zone) اصطلاح څخه ګټه اخستل کېده او نوموړې اصطلاح د لوی مهاجرت او کډوالۍ لپاره په دې موخه کارېده چې د خلکو لپاره خوندې سیمې رامنځته او کډوالۍ ته اړ نه ایستل شي. که څه هم، دا کار په سوریه کې په دې موخه نه دی تر سره شوی، ځکه چې د امن حوزو اصطلاح د خوندي سیمو رامنځته ته کولو په مفهوم نه کارول کیږي. د امن حوزو (de-escalation zone) اصطلاح د خوندي سیمو (safe zones) اصطلاح پر ځای ځکه کارول کیږي چې دا اصطلاح د امریکایي موخې سره سمون لري.

لکه څرنګه چې دا لا له وړاندې څرګنده ده چې امریکا او متحدین یې روسیه، ترکیه او ایران په سوریه کې د مسلمانانو د ساتنې په اړه اندېښمن نه دي. د دوی ټولو موخه د اسد په شتون او نشت کې د اسلامي انقلاب درول او د سوري نظام ساتنه او دوام ده.

د درېیو دولتونو ترکیې، روسیې او ایران اعلامیې تاييدوي چې دوی اراده لري د دښمنیو پرېکون را منځته کړي، خو همداراز ښيي هغه وسله‌والې مخالفې ډلې چې د اوربند برخه نه دي له هغوی سره به د امن حوزو په دننه او بهر کې جګړې ته دوام ورکوي. 

تر ټول مهمه دا ده چې امن حوزې به د دریو متعهدو دولتونو روسيې، ترکیې او ایران له لوري د دوی د نظامي شتون او سیاسې نفوذ له لارې اداره شی. دوی په عملي توګه امن سیمي، د څارني محلونه او پوستې د نوموړو څلورو امن حوزو پر سرحدونو جوړوي.

د بېلګې په توګه، ترکیه به د خپلې پولې په اوږدو کې د ادلب ولایت په نفوذ کې، دغه راز د لتاکیا ولایت شمال ختیځې سیمې او د حلب ولایت لویدیځي سيمي په نفوذ کې له زیات مستقیم نقش څخه برخمنه شي. دا تر ټولو پراخه سیمه ده.

بله امن حوزه ختیځ  دمشق، د حمص او حما ترمنځ سیمه ده. پاتې نورې حوزې په مرکزي او سهیلي سیمو کې د لبنان پولې په اوږدو کې پرتې دي، چې له دې لارې ایران کولای شي د لبنان په نوموړې سیمه کې له خپلې ډلې څخه د نفود د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلي. دغه راز، د دارع او قنیترا سهیل لوېدیځي سیمې چې د اسراییلو تر کنټرول لاندې ګولان تپې او اردن ته څېرمه پرتې دي، ایران یې تر خپل نفود لاندې راوستل غواړي.

دغه د بېلتون تګلاره تضمینوي چې مخالف جنګي ځواکونه د دښمن په لومه کې لوېدلي دي او له بهر څخه د هيڅ کومې مرستې لاسته راوړلو توان هم نه لري. همداراز د دې مفهوم دا دی چې د دوی د ژوند کرښه مخ په پرېکېدو ده. د سوري رژیم ترڅنګ، روسيې، ایران او ایران پلوه ډلې ټولو داسې وسیلې په کار اچولې چې په آزاده توګه تګ او راتګ کوي او د دغو نه پرتله کېدونکي کوچنیو مخالفو ډلو پر وړاندي ځواکونه سره یو موټی کوي. 

 د امن حوزو رامنځته ته کولو څخه موخه په عملي ډول د بېلابېلو جنګي ډلو بیلول دي، ترڅو د یو موټي کېدو فرصت ترلاسه نه کړي، ځواکمنتیا او قدرت یې و وېشل شي، له امریکايي پلان سره سم سیکولر سوري دولت ته غاړه کیږدي  یا هم په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.

دا هغه مهمه او جدي مسله ده چې باید اسلامي نړۍ ته ټکان ورکړي. په ځانګړې توګه دلته ترکیه یو مهم نقش لوبوي. دې مسلې په زرګونو مسلمانان تېر ایستل. دوی له  یو لړ دروغجنو دلایلو او څرګندونو څخه د مسلمانو مخالفینو پر وړاندې کار واخیست، چې ویل یې موږ د بغدادي ډلې یا د کردستان دیموکراتیک ګوند او د کوردستان کارګر ګوند له ترهګرو سره جګړه کوو، خو اوس دوی څه ډول دوی غولولای شي؟ په امن حوزو کې اوس هغه ډلې نشته چې د دوی په ولکه کې راګېر شي. ابو هریره رضی الله روایت کوي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«سيَأتي علَى النَّاسِ سنواتٌ خدَّاعاتُ يصدَّقُ فيها الكاذِبُ ويُكَذَّبُ فيها الصَّادِقُ ويُؤتَمنُ فيها الخائنُ ويُخوَّنُ فيها الأمينُ وينطِقُ فيها الرُّوَيْبضةُ» قيلَ: وما الرُّوَيْبضةُ؟ قالَ: «الرَّجلُ التَّافِهُ في أمرِ العامَّةِ«
(سنن ابن ماجه:۴۰۳۶)

پر خلکو به تېر ایستونکي کلونه راشي چې دروغجن به په کې رښتینی ګڼل کیږي او رښتینی به دروغجن، خاین به امین او امین به خاین ګڼل کیږي او رویبضه به خبري کوي. یو چا وپوښتل چې رویبضه څوک دي؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نااهله کس چې د خلکو د عامه چارو سرپرستي کوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

اوکې فالا

په نیدرلینډ کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

د مطلب ادامه...

په اندونیزیا کې د اسلامي حزبونو د بندیز لپاره د "پیرپو" په نوم نوی وضع شوی قانون، نه یوازې اسلامي حزبونه، بلکې په دې خاوره کې اسلامي ښوونې هم تر پوښتنې لاندې راولي

د حزب التحریر- ولایه اندونیزیا ویاند محمد اسماعیل یوسینتو د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر پر ۲۹مه د اندونیزیا د پلازمېنې جاکارتا د استازو مجلس ته وویل: «پیرپو (د جرمي سازمانونو د قانون په بدل کې نوی قانون) د خپلې دویمې شمېرې په برخه کې نه یوازې اسلامي کتلې، بلکې اسلامي ښوونې هم تر پوښتنې لاندې راوړې دي.»

همداراز هغه وویل: «وروسته له هغه چې پیرپو د حزب التحریر- ولایه اندونیزیا د قانوني بنسټ غوښتنه لغوه کړي او له دې وروسته به دغه حزب ته د خلافت په اړه د ازادې وینا اجازه ورنه کړي؛ نو څنکه کېدی شي په هغې خاوره کې چې ډېری یې مسلمانان دي، پر خلافت بندیز ولګي او خلک یې پر وړاندې غلي پاتې شي؟ دا په داسې حال کې ده، چې خلافت په دې خاوره کې زموږ لپاره د اسلام د پوهاوي لار هواره کړې او په دې خاوره کې د اسلامي امت ډېری کسان د خلافت غوښتونکي او ملاتړي دي.»

هغه په ۲۹۹یمه شمېره لاریون کې له ۱۵۰ زره لاریونکوونکو سره یو ځای د «پيرپو» قانون رد کړ او د اندونیزیا د کمونېست حزب شتون پر وړاندې یې غږ پور ته کړ او نیوکه یې پرې وکړه. ورپسې لاریونکوونکو د هغه له وینا سره یو ځای، چې تور او سپین بیرغونه یې لېږدول، «خلافت، خلافت، خلافت» نارې وهلې. همداراز د «لوا» او «رایة» یعنې  سپین او تور بیرغونه له لرې څځه د لاریونکوونکو پر سر څپاند او رپاند ښکارېدل.

د حزب التحریر- ولایه اندونیزیا مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

فلسطين: كلمة مسجد "لا تدخلوا حصان طروادة إلى قلاعكم بركونكم إلى الظلمة.. أحصنة أمريكيا والغرب!"

الكلمة الأسبوعية للدكتور مصعب أبو عرقوب

عضو المكتب الإعلامي لحزب التحرير في الأرض المباركة (فلسطين)

الجمعة، 16 محرم الحرام 1439هـ الموافق 06 تشرين الأول/أكتوبر 2017م
د مطلب ادامه...

ولاية تركيا: فعاليات قراءة بيان صحفي "إدلب تقتل.. لا تكونوا شركاء للقتلة!"

نظم حزب التحرير / ولاية تركيا عقب صلاة يوم الجمعة 2017/10/06م في ثمانية مدن رئيسية صلاة الغائب على شهداء مدينة إدلب الذين قضوا نحبهم نتيجة القصف الهمجي لمليشيات بشار والطيران الحربي الروسي المجرم على المدينة، أعقبها قراءة بيان صحفي بعنوان "إدلب تقتل.. لا تكونوا شركاء للقتلة!"

الجمعة، 16 محرم الحرام 1439هـ الموافق 06 تشرين الأول/أكتوبر2017م

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې