یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د شام انقلاب د سیاسي رهبرۍ د نشت له کبله لوړه بیه پرېکوي
بسم الله الرحمن الرحيم
د شام انقلاب د سیاسي رهبرۍ د نشت له کبله لوړه بیه پرېکوي

(ژباړه)

د سوریې انقلاب چې خپل اتم کال پیلوي، لا هم د خپلې خاورې د شتمنیو او وینو په بیه تمامیږي. دا لوړه بیه د ځینو  انقلاب کوونکو ناځوانمردي، سکوت او له کافر غرب سره د مسلمانو حکامو د چل پایله ده. د سوریې انقلاب خپل اتم کال پیل کړ، خو له بده مرغه یې د لوی زیان په پرېکولو سره سره لاسته راوړنه نه درلوده، په ځانګړې توګه کله چې د ځینو اسلامي ډلو رهبرۍ مخ واړاوه، انقلاب کوونکي او د سوریې اوسېدونکي په ډله‌ییزه توګه له ختیځې غوطې څخه واېستل شول او  انقلاب په ډلو کې په جګړه واوښت او ډلې یې په درعا او قنیطره سیمو کې د خپلمنڅۍ جګړو ملاتړ ته نږدې کړې.

د سوریې مسلمانانو او انقلاب کوونکو د انقلاب د رهبرۍ د مخ اړولو له کبله لوی زیان پرې کړ؛ داسې رهبرانو که ورته د انقلاب دښمنان نه شو ویلی، خو په جرات سره غیر سیاسي انسانان ورته ویلی شو. دا یوازې غوطه نه ده، چې د ځینو د چل او ناځوانۍ له کبله زیانمنیږي، بلکې حمص، حلب، زبداني او داسې نورې سیمې مخکې او اوسمهال زیانمنې شوي او زیانمنیږي. د بهرنیو له اجنډا سره د تړلو ډلو رهبري او د سیمې دولتونه د کونډو او یتیمانو د مظلومیت غږ نه دي خوځولي او نه به یې وخوځوي، هغوی چې د خپل دین او پت لپاره حرکت نه دی کړی اوس یې هم نه کوي.

مخکې له دې چې دا مرګونی مرض اسلامي ډلې ونیسي، حزب التحریر  یې ورته درملنه وړاندې کړه؛ خو له بده مرغه چې د دغو ډلو رهبرۍ د نوموړي حزب د عاقلانه او باحکمته غږ له اورېدو ډډه وکړه. حزب التحریر انقلاب کوونکو ته مشخصې لیکې او پلان جوړ کړ او ورنه ویې غوښتل چې پر دې پلان ټینګ و اوسي، تر څو بریالي شي او له دغه ذلیل حالت څخه وژغورل شي. هغه اصول او قواعد چې دوی له بهرنیو لاسوهنو ، پلانونو او د بهرنیو له سیاسي چټلو مالونو څخه ساتي، هغه بمونه چې غرب د ترکیې، سعودي او قطر حکومتونو پر مټ انقلاب ته واستول، بلاخره د سترو زیانونو لامل شول. د خلکو د غوښتنو پر خلاف د ډلو رهبرانو اېتلاف وکړ، چې د سوریې له نظام سره خبرو اترو ته کښېنې، له کفري دولتونو او نړیوالو ظالمو نظامونو څخه د ازادۍ په اخیستلو کې غافل شول، له هغه انقلاب څخه چې موخې ته یې رسول منحرف شول او د انقلاب له هغې موخې چې له ډیموکراسۍ او سیکولریزم څخه ژغورل و، منحرف شول. هغه ډیموکراسي او  سیکولریزم چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره په جګړه کې دي او په ټول ځواک سره هڅه کوي، چې د ( نبوت پر منهج د خلافت) د تاسیس مخه ډپ کړي.

د سوریې مسلمانو وګړو چې په وینو کې ډوب دي ډېر تکلیفونه وزغمل، چې له نړیوالو نظامونو سره یې د رهبرانو تړاو، د دوی د استازو منل، پرېکړې یې پلې کول او په کنفرانسونو کې یې ګډون له دغو کړاونو څخه شمېرل کېږي. دغو رهبرانو ومنله چې د دوی دوښمن یعنې ایران او روسیه د کړکیچ په اړه د خبرو اترو ضامن وي؛ خو له بده مرغه چې په خپله دا دواړه هېوادونه هم د دعوی اړخ وو او هم قاضیان. په دې لیکنه کې مو  بحث د سوریې د مسلمانو وګړو د هغه حالت د واقعیت پر جزیاتو نه دی، چې د انقلاب په ترڅ کې یې لیدلی اوشکنجه شوي؛ بلکې یوازینی سیاست دی چې د امت درد دوا او هغه ستونزې چې امت ور سره مخ دی حل کوي، نو ویلی شو، چې په دې خاوره کې یوازې بهرنۍ لاسوهنې او د سوریې نظام نه و، بلکې ځینې انقلاب کوونکي هم دوی ته ورته شول.

د سوریې انقلاب د انقلاب کوونکو او ټولو ځواکونو د قوت یو ځای کېدو ته سخته اړتیا لري، هغه داسې نه چې ډلې یې غواړي او د بهرنیانو تر ملاتړ لاندې وي؛ بلکې له یوې داسې برنامې او نظام سره یو ځای کېدل دي، چې خورا ښه امنیت راولي او جنایتکاره نظامونه له منځه وړي، نو د داسې نظام رامنځته کول له یوې پوه سیاسي او مخلصې رهبرۍ پرته امکان نه لري. داسې کامل او روښانه سیاسي نظام ته اړتیا ده چې پر اسلامي عقیده ولاړ وي، سیاسي رهبري ولري، انقلاب سمې لارې ته برابر کړي او ملاتړي یې نظامي ځواک په سمه توګه رهبري کړي. نو پر موږ لازمه ده چې ووایو، د اسلامي دولت بنسټ فکر او هغه خلک دي چې دا فکر رهبري کوي. همدا راز  نظام د رعیت سرپرستي وکړي، د وسایلو برابرول او  د نظامي ځواک جوړول پر غاړه واخلي چې نظام او د دغه نظام لېږدوونکو ته نصرت ورکړي. دا ډول د انقلاب کوونکو حقیقي وحدت رامنځته کېږي، هغه وحدت چې له کلونو کلونو یې  انقلاب کوونکي په لټه کې دي.

له شکه پرته، موخې ته د انقلاب رسولو حقیقي ضامن سیاسي رهبري ده او دا هغه څه دي چې انقلاب کوونکو د انقلاب په لار کې ورک کړي دي. سره له دې چې په منځ کې یې د امت مخلص بچیان شته او له الله سبحانه وتعالی سره یې ژمنه کړې، چې اراده به یې کمزورې نه شي او له خپل منهج څخه به انحراف نه کوي. تر هغه چې د الله سبحانه وتعالی نصرت ورسره وشي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لار او منهج به عمل کوي په رښتیا چې هغوی د حزب التحریر شباب دي، هغوی چې ژمنه یې کړې امت ته به څلانده څراغونه وي ترڅو امت د بېدارۍ، عزت او کرامت په لوري بوزي.

اې د نړۍ او په ځانګړې توګه د سوریې مسلمانانو!  تاسو یې په خپلو سترګو وینئ چې له دښمنانو څخه د خلاصون لار د فرد او غیر سیاسي  ډلې کار نه، بلکې د خلاصون لار پر  قراني اساساتو د دولت جوړول دي، چې د مسلمانانو لیکې منظمې او لومړیتوبونه یې وټاکي او د دښمنانو پر وړاندې د امت قوتونه سره یو کړي. د امت پر ټولو تثقیف شوو، مفکرینو او نورو ټولو غړو واجب ده، چې وپوهیږي دوی الله سبحانه وتعالی د ټولو امتونو له منځه غوره کړي، ترڅو د نړیوال کفر پر وړاندې ودرېږي، هغه کفر چې ټول نسلونه یې تباه کړي دي. اوس د دې وخت راغلی چې امت خپلې چارې تنظیم کړي او  مخلصو سیاستوالو ته اجازه ورکړي، چې دوی د سپېڅلي اسلام کیښتۍ ته ورسوي، هغه د ژغورنې کیښتۍ چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صل الله و علیه وسلم ورسره محبت لري.

خو اې د سوریې مسلمانو وروڼو! په رښتیا مو ثابته کړه، چې د صبر، زغم او قربانۍ اهل یاست او بیا یې هم ثابته کړئ. هر څه مو چې د انقلاب لپاره وکړل، هغه مو تر لاسه کړل او هېڅکله الله سیحانه وتعالی ستاسو اعمال نه هېروي؛ خو  پر دې وپوهېږئ چې کم شمېر په دې لار کې پاتې دي او  وپوهېږئ چې د الله سیحانه وتعالی نصرت راتلونکی دی. دا ورځې د ابتلا او ازموینې ورځې دي، نو  موخه مو روښانه کړئ او ټول ځواک مو د اسلامي ډلو د مسیر په تغیر او سمون کې ولګوئ، چې الله سیحانه وتعالی نصرت درکړي او الله سبحانه وتعالی به یې د ژمنې  په بریا سره د مومنانو پرهرونه دوا کړي.

﴿وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ﴾

[قصص: 5]

ژباړه: او موږ قصد کړی پر هغو چې په ځمکه کې کمزوري او ذلیل شوي مهرباني وکړو او هغوی د ځمکې حاکمان او وارثین کړو.

لیکوال: استاد احمد «معاذ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې