- مطابق
حجرات د قرآن کریم یوه جالبه سوره ده، چې په مومنانو کې د ورورۍ په باب ډېر روزونکي پيغامونه لري. پر اسلامي نړۍ حاکم نني دردونکي سیاسي- فکري حالت کې، چې په پایله کې یې د اسلامي امت اړیکې ترینګلې او خرابې شوې، د حجرات سورې د پيغامونو تذکر ډېر اړین دی، تر څو یې امت پيغامونه جدي ونیسي او یو له بل سره په اړیکو کې د لارې د مشال په توګه ګټه ترې واخلي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾
[الحجرات:١٠]
ژباړه: یوازې مؤمنان یو د بل وروڼه دي، نو د وروڼو تر منځ سوله وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ، تر څو رحم درباندې وشي.
دا آیت ډېر جالب ټکي لري، چې ځينې یې په لاندې ډول بیانوو:
«إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ »؛ یعنې په حقیقت کې مومنان یو د بل وروڼه دي.
هر قوم، ملت او ایډیولوژي په خپل منځ کې د تړښت، نږدېوالي او علاقې ښودو په موخه عنوانونه او لقبونه د خپلو اړیکو لپاره تعریفوي، مثلاً کمونېستانو د خپلو همفکرانو لپاره د «رفیق» عنوان کاراوه، لکه څنګه چې هر ټولنیز پوړ له نورو څخه د بېلتون لپاره یو عنوان کاروي یا لکه عام وګړي چې هموطن، وطندار، هېوادوال، همولایتي، کلیوال او نور عنوانونه کاروي.
جالب ټکی دلته دی، چې الله سبحانه وتعالی د مومنانو د اړیکو لپاره یوازې یو عنوان تعریف کړی او دا اړیکې یې د ورورۍ تر بریده پورته بېولې دي او په دې وسیله یې یو ژور او نه شلېدونکی تړون د مومنانو تر منځ کړی دی. دا د ورورۍ تړون په اقتصادي، سیاسي، نژادي، جغرافیايي، تاریخي او... مسایلو مشروط او محدود نه دی، بلکې له هر نژاد او هرې قبیلې څخه ټول د هرې ژبې او هر عمر مومنان پکې شاملېږي، که څه هم یو د نړۍ په ختیځ او بل یې په لودیځ کې وي. د دې ورورۍ رمز یوازې د ایمان صفت په درلودو کې تعریف شوی دی.
په حقیقت کې د ديني، فکري او عقیدتي ورورۍ پيوند له نسبي ورورۍ او قومي پيوندونو څخه محکم دی. لکه څنګه چې رسول الله ﷺ د مهاجرینو او انصارو تر منځ د ورورۍ تړون وکړ. دا تړون ډېر محکم او له بېساري ایثار او سرښندنې سره یو ځای و، چې حتی د ایثار بېلګې یې په نسبي وروڼو کې نه وینو. باید له یاده ونه باسو، چې اخوت په مومنو ښځو کې هم شته.
پر دې سربېره اسلام مومنانو ته د وروڼو په خطاب پر ټولو هغو اړیکو د بطلان خط راکاږي، چې د قوم، نژاد، قبیلې، دولت ـ ملت، نشنلېزم، ملي هویت او نورو پر اساس ټينګې شوې او پر دغو لنډمهاله اړیکو ویاړ هم حرام ګڼي. د سیاسي واقعیت له نظره هم دا دروغجنې، موقتي او ژر له منځه تلونکې اړیکې د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو سترو ستونزو د پيدایښت لامل شوې او په سلګونو میلیونه کسان یې وژلي. د بدمرغۍ ځای دا دی، چې په مسلمانانو کې د دې مبارکې او ژورې اړیکې ارزښت کمزوری شوی او پر داسې اړیکو یې منګولې لګولې، چې اساس یې ایمان او تقوا نه ده او پایله یې ذلت، خواري او په بې ارزښته مسایلو شخړه او کشمکش دی.
«فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ»؛ نو د وروڼو تر منځ سوله وکړئ.
د «أخويكم» کلمه د دوو وروڼو په معنی ده. نو کله چې دا یو تاکید او دستور وي، چې تاسو د دوو وروڼو تر منځ سوله او روغه وکړئ، نو د نړۍ د ۱.۵میلیارده مسلمانانو تر منځ د یووالي او سولې په اړه څنکه؟ چې نن تر ۵۰ په زیاتو دولتونو – ملتونو وېشل شوي دي او يو د بل پر ضد مبارزه او جګړه کوي. بېشکه د ۱.۵ میلیارده مسلمانانو تر منځ د یووالي او روغې جوړې کار ډېر ارزښتمن دی.
پر دې سربېره دا آيت څرګندوي، چې کله د مومنانو تر منځ فتنه، آشوب او تفرقه پیدا شي، چې یو له بله د دوی بېلښت او لرېوالي لامل کېږي، مومنان باید هڅه وکړي تر څو دا عوامل له منځه یوسي. همدارنګه هره مفکوره او حالت چې دا سوله او وروري ګواښي، باید رېښې یې وایستل شي. که دا مفکوره وطنپالنه وي که دیموکراسي، قومي ارزښتونه وي که سمتي، جغرافیايي ویاړونه وي که نژادي، ټول د امت د وحدت لپاره زهر ګڼل کېږي.
پاتې دې نه وي، چې دلته موخه یوه ځانګړې ډله نه ده، چې د مومنانو تر منځ سوله راولي، بلکې د قرآن مخاطب ټول مومنان دي او د دغه ستر کار لپاره ټول هڅې وکړي.
«وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ»؛ له الله څخه تقوا ولرئ، تر څو پر تاسو رحم وشي.
دلته تقوا او د الله سبحانه وتعالی د رحمت موضوع ته اشاره ده. په دې معنی چې پر مومنانو ټینګار شوی، چې تقوا غوره کړي او ځانونه له هغو افکارو، عاداتو، مفاهېمو او سیاستونو وقایه کړي، چې دا یووالی له منځه وړي او مسلمانان تیت وپرک کوي.
د تقوا په پایله کې مسلمانان یو بل ته نږدې کېږي او دا یووالی او سوله د الله سبحانه وتعالی د رحمت لپاره مقدمه ده. هغه ټولنه چې هلته سوله، وحدت او تقوا حاکمه نه وي، د الله سبحانه وتعالی له رحمته محرومېږي. بېشکه د اسلامي امت ننی وخیم او دردناک حالت زموږ سترګو ته یو روښانه انځور ږدي، چې امت د بې اتفاقۍ، ړوندو تعصبونو، مصنوعي ـ تحمیلي پولو په سپېڅلي ګڼلو او په مختلفو هېوادونو او ملتونو د وېشل کېدو له امله د الله سبحانه وتعالی له رحمته محروم شوی او یووالی او د زړه خواله یې له منځه تللې. غرب له دغه حالته ګټه اخلي او هره خاوره یې په یوه بڼه سیاسي او نظامي ګرو کړې او داسې مفکورې يې ورباندې حاکمې کړې، چې یو بل دښمن وګڼي. افغان خپل پاکستانی ورور دښمن وګڼي، ایرانی د خپل عربي ورور د وینو تږی دی. ترکانو د کردي وروڼو پر وړاندې د دښمنۍ بیرغ پورته کړی. د دولت – ملت نشنلېستي مفکوره د مسلمانمېشتو هېوادونو د جګړو او اختلافونو لامل شوې او دا هېوادونه یو د بل پر وړاندې د خپل مقام د پياوړي کولو لپاره د وسلې اخیستو او د خپلو فوځيانو د تجهیز په لټه کې دي او په یو ډول تسلیحاتي سیالۍ کې ښکېل دي.
نو لازمه ده چې قومي ویاړونه، جغرافیايي او نژادي تعصبونه پرېږدو، پر ځای يې تقوا غوره کړو او د الله سبحانه وتعالی پر رسۍ منګولې ولګوو، تر څو د الله سبحانه وتعالی رحمت راباندې وشي او بیا د نړۍ رهبري تر لاسه کړو.
مصدق سهاک
د حزبالتحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی