دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

روژه او د اسمان او جنت دروازې!

(ژباړه)

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلى الله علیه وسلم فرمایلي:

«إِذَا دَخَلَ شَهْرُ رَمَضَانَ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ جَهَنَّمَ، وَسُلْسِلَتِ الشَّیاطِینُ» (سنن ابن ماجه)

ژباړه: کله چې د رمضان میاشت را ورسېږي، د اسمان دراوزې پرانیستل کېږي، د دوزخ دروازې بندېږي او شیطانان په ځنځیرونو تړل کېږي.

په دغه حدیث شریف کې هیله‌ او د هغه رحمت احساس پروت دی، چې الله تعالی یې پر خپلو بنده‌ګانو کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ له هغه خیر او سخاوت څخه خبروي، چې دغه مبارکه میاشت یې زموږ لپاره لري؛ د جنت دروازې زموږ پر مخ پرانیزي، ترڅو زموږ دعاوې قبولې شي او عملونه مو زیات شي. پوهېږو چې دغه میاشت له نورو میاشتو سره توپیر لري؛ ځکه په دې کې نېک عملونه د نورو میاشتو او د کال د پاتې ورځو په پرتله لس چنده وي او په دې توګه له موږ روژه‌نیوونکو څخه غواړي، چې په رمضان میاشت کې خپل نېک عملونه څو چنده کړو، چې ثواب یې ډېر او څو برابره دی. د نېکو عملونو د کموالي لپاره باید کمزوري، ناتواني، لوږه او تنده پلمه نه کړو، ځکه دا فرصت په کال کې یوازې یو ځل راځي.

حدیث شریف د یوه بل مهم مطلب یادونه هم کوي او هغه دا چې الله تعالی په دې میاشت کې د دوزخ دروازې بندوي. نو هر څوک چې د رمضان میاشت روژه ونیسي، قیام وکړي او په هر کار کې د الله تعالی اوامرو او نواهيو ته ژمن پاتې شي، نو هغه کس به دوزخ ته داخل نشي.

د حدیث شریف په وروستۍ برخه کې راغلي، چې الله تعالی په دې مبارکه میاشت کې شیطانان په ځنځیرونو تړلي دي. پر همدې اساس د هغه چا لپاره چې ټمبلي کوي او وایي چې شیطان پرې غالب شوی او نفس یې کمزوری دی، دا دلیل نشي کېدلی. هر څوک باید له الله تعالی سره پخپل نفس او عمل کې صادق وي او له الله تعالی څخه باید سرغړونه ونه کړي، مګر دا چې وښویېږي او تېروتنه وکړي؛ ځکه شیطان نشته دی چې وسوسه ور واچوي او ګمراه یې کړي. هر څوک چې د ګناه عادت لري، په دې میاشت کې باید چې د توبې قبلولو او مغفرت میاشت ده، د الله تعالی په لوري ور وګرځي او د الله په دربار کې توبه وکړي! خو هغه څوک چې په قصدي توګه له الله تعالی څخه سرغړونه کوي، دغه میاشت ټول هغه منافقین چې ګومان کوي خلک ورڅخه خبر نه دي، رسوا کوي؛ ځکه الله تعالی خبر دی او د هغه عملونه او کړنې به ښکاره کړي.

موږ باید په دې باوري وو، چې الله تعالی د خپلو بنده‌ګانو په پرتله خبر او مهربانه دی او د هغو کسانو توبه قبلوي چې خپلې تېروتنې ته متوجه شي او توبه وکړي؛ حتی له دې مبارکې میاشتې وروسته به یې هم په چارو کې مرسته وکړي، ترڅو پر صراط المستقیم باندې خپل تګ ته دوام ورکړي.

یوازې له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې زموږ ګناهونه وبښي، نېکۍ مو څو برابره کړي، زموږ عملونه قبول کړي او د ځان لپاره یې خالص کړي! همدارنګه له الله تعالی غواړو چې هر هغه منافق افشا کړي، چې په موږ کې دی او همداراز ټولو ګمراه شویو خلکو ته هدایت وکړي! اللهم آمین!

لیکوال: د. ماهر صالح (رحمه الله)

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

واحد امت او واحد شریعت!

(ژباړه)

رمضان له خیر او برکت څخه ډکه میاشت ده چې د الله سبحانه وتعالی مومن بنده‌ګان په دې میاشت کې الله سبحانه وتعالی ته د نږدې کېدو او تقرب هڅه کوي او د خلکو تر منځ پکې اړیکې ټینګېږي. رمضان د رحمت د نازلېدو، د بریاوو تر لاسه کېدو، د ګناهونو بښل کېدو او د دوزخ له اور څخه د خلاصون میاشت ده.

د دغې ایماني میاشتې یو پیغام او مانا د ځمکې په شاوخوا کې د واحد امت په توګه د اسلامي امت ثابتول دي او په بېلابېلو برخو کې د دغه امت واحد کېدل ښکاره دي چې لومړی یې د واحد باکیفیته عبادت ترسره کول دي؛ یعنې د ځمکې پر مخ اسلامي امت په یوه ورځ د رمضان میاشتې روژه پیل کړې او همدارنګه په یوه ورځ او یو وخت سره روژه پای ته رسوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«صُومُوا لِرُؤیَتِهِ وَ أفطِرُوا لِرُؤیَتِهِ فِإن غُمِی عَلَیکُم فَأکمِلُوا العَدَد» (رواه مسلم)

ژباړه: هر کله مو چې رمضان میاشت ولیده، روژه ونیسئ او هر کله مو چې شوال میاشت ولیده، روژه ماته کړئ او که اسمان وریځ و (د میاشتې په لیدو ونه توانېدئ) ۳۰ورځې پوره کړئ!

په دغه حدیث کې ټولو مسلمانانو ته له کوم توپیر او تخصیص په پام کې نیولو پرته خطاب شوی. که د شریعت احکامو د ادا کولو له اړخه  عباداتو ته کوم تخصیص ورکړی، خو د مسلمانانو تر منځ یې کوم توپیر نه دی رامنځته کړی او شرعي دلیل ته په کتو د تخصیص په حکم کې ټول مسلمانان له کوم توپیر پرته شاملېږي. د بېلګې په توګه، د ناروغ او مسافر لپاره د روژې خوړل او یا هغو کسانو ته د روژې نه نیولو اجازه ده چې شرعي عذر لري.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَيَّامًا مَّعْدُودَٰتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَ عَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ وَ أَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ﴾ [بقره: ۱۸۴]

ژباړه: روژه په څو ټاکلو ورځو کې ده او که په تاسو کې کوم څوک ناروغ او یا مسافر وي، (که یې روژه وخوړله)، د همغو ورځو په اندازه دې څو ورځې نوره روژه ونیسي او هغه کسان چې د نیولو وس یې نه لري، لازمه ده چې کفاره ورکړي او هغه د بېوزله کسانو خوراک دی. هر څوک چې د خیر کار ومني، د هغه لپاره غوره ده او تاسو ته روژه نیول ښه دي، که د (عباداتو په حقیقتونو) وپوهېږئ.

په دغه مبارک آیت کې یاد شوی خطاب له کوم توپیر په پام کې نیولو پرته د لودیځ او ختیځ مسلمانانو ته شوی دی. دویم امر چې د اسلامي امت واحد کېدل انځوروي، دا دی چې د ځمکې په هره برخه کې چې اسلامي امت ژوند کوي، د یوې عقیدې، یو شریعت او یو ډول احکامو پیرو دی او پر یو واحد اصل یعنې قرآن او سنتو یې تکیه کړې چې خفي وحی ده. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَ أَنَّ هَٰذَا صِرَٰطِى مُستَقِیمًا فَاتَّبِعُوهُ وَ لَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَٰلِكُمْ وَصَّىٰكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾ [انعام: ۱۵۳]

ژباړه: دغه لاره زما مستقیمه لاره ده، (چې ما تاسو ته ترسیم او بیان کړې او د دواړو دنیاوو د نیکمرغۍ لامل کېږي.) نو د دې لارې پیروي وکړئ او د هغو لارو پیروي مه کوئ چې تاسو تیت و ‌پرک کوي. (هغه باطل چې تاسو مې ترې منع کړی یاست) دا هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی یې تاسو ته توصیه کوي چې متقیان شئ (او له مخالفت څخه یې ډډه وکړئ).

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«تَرکتُ فِیکُم مَا لَن تَضِلُّوا بَعدَهُ إنِ اعتَصَمتُم بِهِ کِتَابَ الله»

ژباړه: تاسو ته مې یو څه پرېښودل چې که منګولې پرې ولګوئ، هېڅکله به ګمراه نه شئ او هغه د الله سبحانه وتعالی کتاب دی.

په یوه روایت کې داسې راغلي:

«اِنِّی قَد تَرکتُ فِیکُم شَیئَینِ لَن تَضِلُّوا بَعدَهُمَا: کِتَابَ اللهِ وَ سُنتِی وَ لَن یَتَفَرَّقَا حَتَی یَرِدَا عَلَیهِ الحَوض»

ژباړه: تاسو ته مې دوه شیان پرېښودل چې که منګولې پرې ولګوئ، هېڅکله نه ګمراه کېږئ. (د الله کتاب او سنت)، دغه دواړه یو له بل څخه نه بېلېږي، تر هغه چې زما حوض ته حاضر شي او ستاسو پر عمل شاهدي ورکړي. (قیامت)

د شرعي احکامو په اخیستلو کې ټولو مسلمانانو ته شرعي اصل وحدت دی او کوم بل اصلا لکه عقل، وضعي قوانین او یا د تېرو شوو نسلونو تحریف شوي قوانین اعتبار نه لري.

درېیمه مسئله او امر دا دی چې د مسلمانانو بنسټیزه موخه د الله سبحانه وتعالی رضایت تر لاسه کول دي، د ټولو زړونه همدغه رضایت تر لاسه کېدل غواړي او دا د امت د واحد کېدو دلیل دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ تِجَٰرَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ* تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَ رَسُولِهِ وَ تُجَٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَٰلِكُمْ وَ أَنفُسِكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ* يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَ يُدْخِلْكُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَٰرُ وَ مَسَٰكِنَ طَيِّبَةً فِى جَنَّٰتِ عَدْنٍ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ*وَ أُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَ فَتْحٌ قَرِيبٌ وَ بَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ* يَٰأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُونُوا أَنصَارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّنَ مَنْ أَنصَارِى إِلَى اللَّهِ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّهِ فَءَامَنَت طَّائِفَةٌ مِّن بَنِى إِسْرَٰءِيلَ وَ كَفَرَت طَّائِفَةٌ فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ ءَامَنُوا عَلَىٰ عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا ظَٰهِرِينَ﴾ [صف: ۱۰-۱۴]

ژباړه: اې مومنانو! ایا تاسو ته د هغه تجارت لارښوونه وکړم چې تاسو د دوزخ له ډېر دردناک عذاب څخه ژغوري؟! او هغه دا چې پر الله تعالی او رسول صلی الله ایمان راوړئ او د الله په لاره کې په مال او ځان سره جهاد وکړئ! که پوه شئ چې دغه لارښوونه تاسو ته تر هر څه غوره ده، (که دغه تجارت وکړئ)، ګناهونه مو بښي او تاسو د جنت هغو باغونو ته بیايي، چې تر هغه (تر ونو او ماڼیو) لاندې ویالې روانې دي او تاسو ته په ښایسته کورونو او خونو کې ځای درکوي چې د جنت په باغونو کې دایمي دي. ستره بریا همدا دا ده. (پر دغو نعمتونو سربېره) بل نعمت هم لرئ چې د الله تعالی بریا او فتح نږدې ده (چې په پایله کې یې مکه تاسو ته په لاس درځي) او مومنانو ته زیری ورکړه (په هغه څه چې د ستاینې او بیان وړ نه دي او تر هغه څه لوړ دي چې انسانانو ته د انسانانو په الفباء ور وپېژندل شي). اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکوونکي شئ، لکه څنګه چې د مریم زوی عیسی حواریونو ته وویل: څوک د الله دین ته په نصرت ورکولو کې زما ملګري دي؟ حواریونو وویل: موږ به ټول د الله سبحانه وتعالی دین ته نصرت ورکوونکي وو. وروسته د بني اسراییلو  یوې ډلې ایمان راوړ  او یوه ډله کافران شول. موږ له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړ، د هغوی د دښمنانو پر وړاندې مو مرسته ورسره وکړه او هغوی بریالي شول.

 

له عبادت څخه پیل، د هغه د ترسره کېدو څرنګوالی او اصول یې چې وروستۍ موخې ته پرې رسېږي، ټول د واحد امت مانا، تقوا او پر ژمنه یې ټینګ پاتې کېدل ثابتوي. په حقیقت کې دا ځانګړتیا یوازې په دغه طیب امت کې پیدا کېدای شي او بس؛ لکه څنګه چې د دغه امت په ستاینه کې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَ إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَ أَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ﴾ [مومنون: ۵۲]

ژباړه: دغه (ستر پیغمیران چې اشاره ورته وشوه) ټول یو امت دي (او واحد دین او برنامه لري). زه ستاسو ټولو رب یم، نو یوازې له ما څخه ووېرېږئ. (ځکه واحد امت له واحدې برنامې سره باید له خپل واحد معبود څخه ووېرېږي او له عذاب څخه یې ځانونه وساتي.)

 

الله سبحانه وتعالی همدارنګه فرمایلي دي:

﴿إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَ أَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾ [انبیاء: 92]

ژباړه: دغه (ستر پیغمیران چې اشاره ورته وشوه) ټول یو امت دي (او واحد دین او برنامه لري). زه ستاسو ټولو رب یم، نو یوازې زما عبادت وکړئ (ځکه واحد امت له واحدې برنامې سره باید خپل واحد معبود ته مخ کړي).

الله سبحانه وتعالی دغه امت له هغې مبارکې ونې سره تشبیه کړی چې اصل او ریښه یې ثابته او څانګې یې په اسمان کې دي، چې د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه  له کومې نیمګړتیا پرته حاصل ورکوي.

الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَ فَرْعُهَا فِى السَّمَاءِ﴾ [ابراهیم: ۲۴]

ژباړه: ایا ومو نه لیدل چې الله سبحانه وتعالی «طبیه کلمه» او سپېڅلې وینا له سپېڅلې ونې سره تشبیه کړې چې ریښې یې په ځمکه کې ثابتې او څانګې یې په اسمان کې دي؟

د واحد امت مانا د دین په ټولو چارو کې له عقیدې او احکامو څخه نیولې او په عملي ډګر کې ثابته ده او دغه ځانګړتیا یوازې په امت کې پیدا کېږي؛ ځکه یهودو او نصارا په عقیده، عباداتو او ارزښتونو کې وېشل شوي او تر منځ یې هېڅ اړیکه نه پیدا کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَ كَانُوا شِیَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِى شَىْءٍ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ﴾ [انعام: ۱۵۹]

ژباړه: بېشکه، هغو کسانو چې خپل دین ووېشه او په بېلابېلو ډلو او مذهبونو وېشل شوي، ته له هغوی سره هېڅ اړیکه نه لرې! (ستا حساب له الله تعالی سره دی) د هغوی کار یوازې له الله سبحانه وتعالی سره دی، وروسته الله سبحانه وتعالی هغوی پر هغه څه خبروي چې ترسره کوي یې (د دغو عملونو سزا به ورکړي).

الله سبحانه وتعالی  داسې فرمایلي دي:

﴿لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعاً إِلَّا فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاءِ جُدُرٍ بَأْسُهُم بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعاً وَقُلُوبُهُمْ شَتَّى ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ﴾ [حشر: ۱۴]

ژباړه: یهودان هېڅکله له تاسو سره د کلکو کلاګانو او یا د دېوالانو تر شاه پرته په ډله‌ییزه بڼه جګړه نه کوي. په هغوی کې سخته دښمني روانه ده. ته هغوی متحد وینې، خو د هغوی زړونه متفرق او وېشل شوي او همغږي نه دي. دا ځکه چې هغوی بې‌شعوره او ناپوه خلک دي.

د یهودانو عقیده واحده نه ده او په بېلابېلو مذهبونو وېشل شوي چې په منځ کې یې ډېر اختلافونه شته. حتی یو مذهب په څو نورو مذهبونو وېشل کېږي. پر همدغه اساس، ارتودکس، کاتولیک او پروتستانت هر یو په مختلفو او له یو بل سره په ټکر کې مذهبونو وېشل شوي او د اصلي مذهبونو په توګه له یو بل سره په ټکر کې دي. د هغوی یو شمېر وایي چې عیسی د الله تعالی زوی دی او یو شمېر نور بیا د عیسی په الوهیت قایل دي.

په پای کې وایو: دغه امت د خپل دین په ټولو چارو کې واحد دی. معبود یې واحد، رسول یې واحد، قرآن یې واحد او د نبي سنت یې واحد دي او قرآن یې په متواتره بڼه له هر ډول تحریف پرته رارسېدلی دی. د نبي سنت هم منقول او ټول ساتل شوي دي. دغه امر تر قیامت پورې باقي پاتې کېږي او دا ستر خوځښت دی. موږ په دغه مبارکه میاشت کې امت د وحدت لور ته دعوتوو او هغوی د وېشل شویو برخو یوځایوالي ته هڅوو؛ ترڅو دغه امت تر واحد بیرغ لاندې د پخوا غوندې اسلامي دولت جوړ کړي. پر همدغه اساس، له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې په دغه مبارکه میاشت کې موږ پیاوړي کړې او د ټول امت تر منځ وحدت او تړون رامنځته کړي، چې دغه امت د دویم ځل لپاره د واحد دولت تر چتر لاندې راټول شي، تر څو یو ځل بیا امت واحد شي! آمین.

الرایه جریده: ۴۳۶مه ګڼه

لیکوال: احمد طبیب - بیت المقدس

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

رمضان؛ دندې او لومړیتوبونه

(ژباړه)

د مبدأ په توګه د اسلام یوه مهمه ځانګړتیا له فرد‌پالنې او ځان‌غوښتنې سره مبارزه ده، په داسې حال کې چې اسلام پر وګړي لازموي چې خپلو ځانګړو چارو، د خپل نفس د اصلاح او د خپل چلند د کنټرول لپاره اقدام وکړي. همدارنګه فرد د نورو ساتنې لور ته سوق کوي او هغه ته سپارښتنه کوي چې په ټولنه کې د خپلو شاوخوا کسانو ګټې په پام کې ونیسي او رسېدنه ورته وکړي. دغه پاملرنه باید تر هغه دوام وکړي چې ټول خلک د نړیوال پیغام په توګه د اسلام په توصیف کې، چې موخه یې د ناپوهۍ او ګمراهۍ له منګولو څخه د انسان ژغورل دي، شامل شي.

په رمضان مبارکه میاشت کې ډېرې صحنې مشهورې دي چې پر مسلمانانو لازمه ده چې په هغو کې تدبر وکړي او په اړه یې فکر وکړي، ترڅو له هغوی سره مرسته وکړي چې واقعیت تغیر کړي؛ په داسې بڼه چې د خپل رول په ادا کولو او د یو امت په توګه د ورسپارل شوو مسوولیتونو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړي. د بیدارۍ او درک لومړنۍ نښه دا ده چې مسلمان د فرد‌پالنې له تنګې کړۍ څخه راووځي او پراخ اسمان ته سر پورته کړي، ترڅو پوه شي چې د عزت او وقار درلودنکي امت برخه دی. رسول الله صلی اللهه علیه وسلم فرمایي:

«کُلُّکُم رَاعٍ وَ کُلُّکُم مَسئُولٌ عَن رَعِیَّتِهِ»

ژباړه: تاسو هر يو شپون (مسول) ياست او هر یو تر خپل لاس لاندې کسانو مسوول یاست.

د ټولو چارو بنسټ هغه مسوولیتونه او واکونه دي چې مسلمانانو ته سپارل شوي. د دولت د جوړښت په زینه کې د هرم له لوړو څخه، چې حاکم یا خلیفه یې استازیتوب کوي، پیل شوي او وروسته یې نورو برخو ته لېږدول کېږي، ترڅو ټول مسلمانان پکې شامل شي. ځکه مسوولیت په مرتبو او جهتونو کې ډېر دی، طبیعي ده چې د مسوولیتونو په ترسره کولو او لومړیتوبونو کې لاسوهنه کېږي، پر همدغه اساس، باید د لومړیتوبونو د ترتیب لپاره معیار او تعادل موجود وي او هوس ته پرې نه ښودل شي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

﴿أَجَعَلْتُمْ سِقَایةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْیوْمِ الآخِرِ وَجَاهَدَ فِی سَبِیلِ اللّهِ لاَ یسْتَوُونَ عِندَ اللّهِ وَاللّهُ لاَ یهْدِی الْقَوْمَ الظَّالِمِینَ [توبه: ۱۹]‏

ژباړه: ایا تاسو حاجیانو ته اوبه ورکول او د مسجد الحرام ساتنې (مقام) د هغه کس له مقام سره چې پر الله سبحانه وتعالی او د قیامت پر ورځ ایمان او باور لري او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد وکړي، یو ډول ګڼئ؟ دغه دوه اسانه او سخت کارونه هېڅکله الله سبحانه وتعالی ته یو ډول نه دي. الله سبحانه وتعالی ظالمانو ته هدایت نه کوي.

دا د دې لپاره دي چې یو مومن او مسلمان ته د لومړیتوبونو زینه ترتیب کړي، نو له همدې امله یې ایمان او جهاد، زیارت کوونکو ته د اوبو رسولو او د بیت الله الحرام د جوړولو تر عمل غوره بللي. په بیان کې یې د لومړیتوبونو د ترتیب څرنګوالی واضح کړی، نو د فرضونو د ثواب درجې تر نفلونو لوړې دي او اصول تر فروعو مقدم دي.

د مسلمانانو ننني واقعیت ته په کتو وېشل شوي مسایل او حل لارې یې له یو بل سره غوټه شوې دي. پر همدغه اساس، باید لومړیتوبونه له هغو ستونزو څخه د وتلو لپاره چې دوی ځوروي، ترتیب شي او د لومړیتوبونو په سر کې د اسلام د اجرا کېدو او عملي کېدو بحث او د مسلمانانو د مشر ټاکل ځای ولري. هغه واحد دولت چې دوی متحد کړي او په ملتونو کې د هغوی ځای او هویت معلوم کړي. پر همدغه اساس، د دې کړنې د ترسره کېدو شونتیا له رمضان میاشتې پرته په نورو میاشتو کې کمه ده. نو د ثواب تر لاسه کېدو لپاره په اهتمام سره د قرانکریم لوستل او تلاوت په داسې حال کې چې د احکامو پلي کېدل یې ځنډول شوي او له حدودو څخه یې تېری کېږي، د منلو نه دي. همدارنګه الله سبحانه وتعالی د لمانځه د اقامې او پر أنزل الله حکم وجوب تر منځ، د روژې او د امام ټاکلو د واجبوالي تر منځ او د فرض حج او فرض کړل شوي جهاد تر منځ توپیر وکړ؛ ځکه د الله سبحانه وتعالی احکام یو په بل پورې تړلي دي. دغه احکام د دې لپاره راغلي چې د وګړي د ژوند، ټولنې او دولت ستونزې حل کړي.

د اعتقاداتو، معیارونو او هغو احکامو د مجموعې لپاره چې اسلام ورسره راغلی دی، د یو اجرایي بنسټ په توکه په اسلام کې د دولت د شتون اهمیت او د هغه تطبیق د انسان په فردي اړخ پورې اړوندو احکامو او حللارو لکه عباداتو او اخلاقو پورې محدودول د اسلام اکثره احکام ځنډوي. له دغه دولت پرته څنګه شونې ده چې اقتصادي او ټولنیز معاملات، د الله سبحانه وتعالی په لاره کې په جهاد پورې اړوند احکام، په بهرني سیاست پورې تړلي احکام، د عقوباتو احکام، ښوونیز نظام، د برنامو او رسنیو تدوین او ډېر نور احکام چې د اسلام له پنځه برخو احکامو څخه تر څلورو ډېر پکې شاملېږي، پلي شي او دغه احکام د دولت په غیاب کې نه پلي کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِیلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِیاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِی خَلَفَهُ نَبِی وَإِنَّهُ لَا نَبِی بَعْدِی وَسَیكُونُ خُلَفَاءُ فَیكْثُرُونَ، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا قَالَ: فُوا بِبَیعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

ژباړه: بني اسراییل خپلو پیغمبرانو رهبري کول او هر کله به چې پیغمبر وفات کېده، تر هغه وروسته بل پیغمبر راتله، تر ما وروسته پیغمبر نشته، خو خلفاء به ډېر وي. وویل شول: موږ ته څه دستور راکوې! ویې فرمایل: له لومړي خلیفه سره پر بیعت وفا وکړئ او د خلفاوو حق ادا کړئ. الله سبحانه وتعالی به له هغوی څخه د خپل رعیت د حال په اړه پوښتنه وکړي.

څه چې مهم دي، هغه دا دي چې د دولت د شتون ساتنه د اسلام اساسي او لوړه موخه ده، څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِذَا بُویِعَ لِخَلِیفَتَینِ، فَاقتُلُوا الآخرَ مِنهُمَا»

ژباړه: هر کله چې له دوو خلفاوو سره بیعت وشو، دویم یې ووژنئ!

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث شریف:

«مَن أَتَاکُم وَ اَمرُکُم جَمِیعٌ عَلی وَاحِدٍ، یُرِیدُ أَن یَشُقَّ عَصَاکُم، أَو یُفَرِّقَ جَمَاعَتَکُم، فَاقتُلُوهُ»

ژباړه: هر کله چې تاسو ته یو څوک راغی، په داسې حال کې چې ستاسو چارې د یو فرد پر محور ورټولې شوې وې او هغه نافرماني کوله، یا ستاسو جماعت یې سره بېلاوه، په دغه صورت کې هغه ووژنئ!

هغه امر چې پر مسلمانانو، ډلو، افرادو او نننیو علماوو لازم دي، خپل واقعیت ته بیا کتنه او په یو بنسټ کې راټولېدنې ته سخته اړتیا لازموي. پر دې سربېره چې دغه امر او کار یوه شرعي دنده ده چې مسلمانان یې په نه ترسره کولو کې ګنهګارېږي.

د مسلمانانو په مسایلو کې نن تر ټولو مهمه مسله د فلسطین موضوع ده. د ستونزې لومړیتوب مطرح کېږي، ځکه اوسني حاکمان د امت د ګمراه کولو او هغوی ته د دوکې ورکولو اقدامات کوي او همدارنګه د فلسطین د ازادۍ له لارې څخه هغوی راګرځوي. دغه حاکمان د امت انرژي د شومو هڅو په پایله کې له منځه وړي چې نه موخې ته پرې رسېږي او نه هم کومه مثبته پایله ورکوي.

د اردن واکمن نظام د مسجد الاقصی رغوونې او د فرشونو او جای‌نمازونو نوي کولو ته ډېره پاملرنه کوي او د ایران نظام د قدس په نوم د پوځ په تاسیس سره د مسجد الاقصی پر حال د تمساح غوندې اوښکې تویوي او هر کال د رمضان د مبارکې میاشتې په وروستۍ جمعه کې د قدس ورځ لمانځي. د مراکش نظام د قدس د کمېټې د ریاست دعوه کوي او د ترکیې نظام هم پر شته واقعیت له کوم اغېز او مانا پرته سرې کرښې رسموي. هغوی د دې پر ځای چې د مسجد الاقصی او له پلیدو یهودیانو څخه د ټول فلسطین د ازادۍ لپاره نوې هڅې وکړي، کوښښ کوي چې امت ګمراه او له خپل مسیر څخه لېرې کړي.

دغه نظامونه د دې پر ځای چې د چین په ایغور، په میانمار یا برما کې د روهینګیایانو، په هند او فریقا کې د مسلمانانو د وینې تویدنې مخه ونیسي، غږ یې واوري، ملاتړ یې وکړي، د ابرو او عزت ساتنه یې وکړي او د دغو دولتونو د ظالمو نظامونو له ظلم او ځورېدو څخه یې وژغوري، قطب نما بل لور ته څرخوي او د هغوی انرژي په خیریه کارونو او بشري مرستو لګوي. که څه هم دغه اقدامات ښه دي، خو زموږ د مسلمانو وروڼو د ځورېدنې مخنیوي او پای ته رسېدو لپاره سمه لاره نه ده. مسلمانان نن ورځ باید خپل لومړیتوبونه څنګه چې الله سبحانه وتعالی غواړي او پرې راضي وي، ترتیب کړي او اجازه ورنه کړي چې چارواکي او د هغوی د لاس آلې قطب نما بل لور ته وڅرخوي او هغوی کږو او بې ګټو لارو ته یوسي.

د رمضان روژه د امت د وحدت نښه او د رمضان د شپو قیام د تازه حرکت او قیام لوري ته دعوت دی. نو دغه رمضان وروستی رمضان کړئ چې له دولت پرته ژوند کوو چې ستاسو د رب کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت پلي کړي او ستاسو پر مټ د الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری حقیقت ومومي! نو خپل لومړی ژوند بیرته راوګرځوئ او ټولو نړیوالو ته خیر او رڼا ورسوئ!

لیکوال: :  استاد خالد «سعید»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی ـ د فلسطین مبارکه خاوره

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

روژه یو ډال دی

(ژباړه)

ابي هریره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الصیام جنة، فلا یرفث ولا یجهل، وإن امرؤ قاتله او شتمه فلیقل إنی صائم. مرتین، والذی نفسی بیده لخلوف فم الصائم أطیب عند الله من ریح المسک، یترک طعامه وشرابه وشهوته من اجلی، الصیام لی، وأنا اجزی به، والحسنة بعشر امثالها.» (سنن بن ماجه)

ژباړه: روژه ډال دی، کله چې په تاسو کې څوک بدې ردې ونه وایي، له چا سره شخړه ونه کړي او که څوک ښکنځلې ورته وکړي او یا جګړه ورسره وکړي، دوه ځله دې ورته ووایي: زما روژه ده. قسم مې دې پر هغه ذات وي، چې زما محمد روح د هغه په لاس کې دی، د روژه‌نیوونکي د خولې بوی د الله (سبحانه وتعالی) په نزد د مشکو تر بوی غوره دی. (الله فرمایي) روژه‌نیوونکی زما په خاطر خوراک، څښاک او شهوت پرېږدي. روژه زما لپاره ده او زه یې بشپړ ثواب ورکوم او د هر نېک عمل په بدل کې یې لس نېکۍ ورکول کېږي.

دغه حدیث موږ ته د هغو عملونو لارښوونه کوي، چې د رمضان پرمهال چې د الله سبحانه وتعالی په نزد ارزښتمنه او مبارکه میاشت ده، د هغو په اړه فکر وکړو او په ترسره کولو کې یې حریص وو. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته ویلي، چې روژه یو ډال دی او د قیامت په ورځ زموږ لپاره ساتونکی او حجت دی. موږ ته امر شوی چې په روژه کې باید بدې خبرې او جګړې ونه کړو؛ یعنې موږ باید داسې خبره او کار ترسره نه کړو چې په هغه کې ګناه او د الله سبحانه وتعالی چې پر موږ یې روژه فرض کړې، مخالفت وي؛ مګر دا چې په قصدي توګه د ګناه مرتکب شو. د الله سبحانه وتعالی له امر سره سم باید د روژې د نیولو هڅه وکړو او دې ته باید ونه ګورو چې زموږ له میل سره سمه ده او که نه. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته نورې لارښوونې هم کړې او پر موږ لازمه ده چې د رمضان په دې مبارکه میاشت کې له هغو څخه پیروي وکړو؛ هغه دا دي چې که چېرې یو چا غوښتل چې له موږ سره جګړه وکړي او یا په خپل ناوړه چلند سره موږ غوسه کړي، نو هغه ته باید داسې ځواب ورکړو چې موږ له ګناه څخه وژغوري، ترڅو زموږ روژه په بدو خبرو او جګړې سره زیانمنه نه شي. هغه ځواب دا دی چې ووایې "زما روژه ده" د دې معنا دا ده چې زه د هغه لوی عمل د ترسره کولو په حال کې یم، چې ما خپل رب ته نږدې کوي او زه په دې وخت کې خپل نفس خوراک، څښاک او ګناه ته نه پرېږدم. له موږ څخه غوښتل شوي چې دغه جمله دوه ځله تکرار کړو، ترڅو ټینګار څرګند کړي چې موږ دغه عمل یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره ترسره کوو او په دې توګه د ظالم کس لاس درڅخه لنډ شي.

دغه حدیث شریف هغه عمل ته اشاره کوي، چې روژه‌نیوونکي یې احساسوي او تل ورڅخه شکایت کوي؛ هغه د روژې پرمهال د خولې بوی دی. له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته ویلي، چې دغه بوی که څه هم سړي ته ازار ورکوي، مګر د الله سبحانه وتعالی په نزد د مشکو تر بوی غوره دی. دغه حدیث موږ هڅوي، چې صبر وکړو او له شکایت څخه لاس واخلو؛ ځکه د یوه مسلمان لپاره اصل دا دی، چې هغه څه خوښ کړي چې الله سبحانه وتعالی یې خوښوي او هغه شی بد وګڼي، چې د الله سبحانه وتعالی نه خوښېږي. د الله سبحانه وتعالی د محبت لپاره باید له دغه بوی څخه شکایت ونه کړي، چې په دې کې هم لوی اجر او ثواب دی.

دغه حدیث موږ ته بیانوي چې انسان په غذا او اوبو سره ژوندی دی او دغه دواړه په دنیا کې د انسانانو لپاره فتنه دي. الله سبحانه وتعالی په هغې عاجزۍ او قربانۍ چې روژه‌نیوونکی یې کوي، پوهېږي او له نیتونو څخه خبر دی چې ایا روژه یې الله سبحانه وتعالی ته د نږدېوالي لپاره نیولې او که نه. ټول هغه عملونه چې مسلمانان یې ترسره کوي، باید یوازې د الله سبحانه وتعالی لپاره وي؛ مګر دا چې روژې له یو و بل سره توپیر لري، یعنې هر کس له خپلې هڅې سره سم ثواب اخلي او الله سبحانه وتعالی هر چا ته د هغه د زحمت او هڅې په اندازه بدله ورکوي. دا چې ستاسو نېک عملونه لس چنده ډېرېږي، دا نو پر خپلو نېکو بنده‌ګانو د الله سبحانه وتعالی مهرباني ده.   

اې ربه! موږ ستا د دغه رحمت وړ وګڼه او زموږ ټول عملونه پخپل دربار کې قبول کړه! زموږ روژه او قیام قبول کړه او د قیامت په ورځ موږ ته تر ټولو غوره ثواب راکړه! اللهم آمین!

لیکوال : ماهر صالح

د مطلب ادامه...

له روژې پرته د انسان ټول عملونه د خپل ځان لپاره دي!

(ژباړه)

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«قال الله سبحانه وتعالی کل عمل بن آدم له الا الصیام، فانه لی، وانا اجزی به. والصیام جنة، واذاکان یوم صوم احدکم فلایرفث ولا یصخب، فان سابه احد، او قاتله فلیقل انی امرؤ صائم. والذی نفس محمد بیده لخلوف فم الصائم اطیب عند الله من ریح المسک، للصائم فرحتان یفرحهما اذا افطر فرح، واذا لقی ربه فرح بصومه» (سنن ابن ماجه)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی وايي: له روژې پرته د انسان هر عمل د خپل ځان لپاره دی، ځکه د روژې نیول زما لپاره دي او زه یې بشپړه بدله ورکوم. روژه ډال دی او کله چې په تاسو کې یو چا روژه نیولې وه، نو بد رد دې نه وایي او غال‌مغال دې نه کوي! که چا ورته ښکنځلې وکړې او یا یې جګړه ورسره وکړه، باید ووایي چې زما روژه ده! قسم پر هغه ذات چې د محمد روح د هغه په لاس کې دی، د روژه‌نیوونکي د خولې بوی د الله (سبحانه وتعالی) په نزد د مشکو تر بوی غوره دی. د روژه‌نیوونکي کس لپاره دوې خوښۍ دي، چې هغه ته خوشالي ورکوي؛ یوه خوشالي د افطار پر مهال ده او بله له رب سره د لیدنې پرمهال، چې بنده پخپله روژه خوشاله کېږي.

دغه حدیث شریف موږ ته د ډېرو کارونو په ځانګړې توګه په دې مبارکه میاشت کې د روژې نیولو لارښوونه کوي. موږ باید پر دې باوري يو چې ټول هغه عملونه چې د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره یې ترسره کوو او هغه سبحانه وتعالی یې قبلوي، زموږ خپل دي او ان تر دې چې زموږ په عملنامه او د نیکیو په تله کې اېښودل کېږي او په سبب یې جنت ته ځو! د دې معنا دا نه ده چې روژه دې زموږ لپاره نه وي، بلکې د روژې نیول زموږ پر غاړه دي؛ مګر بدله یې الله سبحانه وتعالی پخپله خوښه ورکوي. روژه د مسلمان لپاره ډال دی، چې د نوموړي شخص ملاتړ کوي او د هغو خلکو په ډله کې یې راولي، چې الله سبحانه وتعالی یې جنت ته بیایي او په همدې توګه خپل نعمت ورکوي.

روژه زموږ د زیان لپاره نه، بلکې د ګټې لپاره یو دلیل دی؛ په دې شرط چې د الله سبحانه وتعالی له امر سره سمه یې ونیسو. یوازې هغه مهال د روژې بشپړ ثواب ترلاسه کولی شو، چې پخپلو خبرو او عمل کې د الله سبحانه وتعالی نافرماني ونه کړو!  که له یوه داسې کس سره مخ شو چې موږ ته بدې ردې وایي او په خبرو یې غوسه شو، باید ځان کنټرول کړو او د الله سبحانه وتعالی د اطاعت په خاطر د دغې برکتناکې میاشتې ادب مراعات کړو. د روژه نیوونکي لپاره همدا بسنه کوي چې ووایي؛ "زما روژه ده" او روژه‌نیوونکی هغه کس دی چې پخپلو خبرو او کړنو سره څوک نه ځوروي.

روژه نیوونکی فکر کوي چې د روژې پرمهال یې د خولې بوی پر نورو کسانو او حتی پخپله پر ده بد لګېږي؛ مګر دغه حدیث په دې دلالت کوي چې د الله سبحانه وتعالی په نزد د روژه‌نیوونکي د خولې بوی له مشکو څخه غوره دی. د مسلمان روژه‌نیوونکي لپاره دوې خوشالۍ دي؛ یوه دا چې روژه د الله سبحانه وتعالی له امر او خوښۍ سره سمه پای ته ورسوي، یعنې یوازې الله سبحانه وتعالی ته د نږدېوالي په موخه روژه ونیسي او رښتینې خوشالي همدا ده چې یو مسلمان کس ګومان وکړي، چې عمل یې قبول شوی دی او د دغه عمل په سبب الله سبحانه وتعالی ورڅخه راضي شوی دی. دویمه خوشالي هغه ده چې روژه‌نیوونکی د قیامت په ورځ له الله سبحانه وتعالی سره وویني او د خپلې روژې ثواب او بدله ترلاسه کړي. په همغه ثواب، درجې او مقام سره چې الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې، د دوی زړونه یخ شي او په هغې ورځ به یوه لویه خوشالي د دوی په برخه شي.

اې ربه! یوازې له تا څخه غواړو چې موږ په هغو خلکو کې حساب کړې، چې له ګناهونو څخه یې روژه نیولې وي (ګناهونه یې پرېښي وي). همدارنګه له موږ سره ستا په اطاعت کې مرسته وکړې، ترڅو ستا امرونه پر ځای کړو او موږ هغه جنت ته داخل کړې چې پراخوالی یې د اسمانانو او ځمکې په اندازه دی! اللهم آمین!

لیکوال: ماهر صالح

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

روژه نیوونکی او دروغ

(ژباړه)

له ابوهریره رضي اله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«من لم یدع قول الزور والعمل به فلیس لله حاجة فی ان یدع طعامه وشرابه.» (سنن بن ماجه)

ژباړه: هر څوک چې دروغ او په هغه پورې اړوند عمل پرېنږدي، الله د هغوی ‌خوراک او ‌څښاک نه کولو ته اړتیا نه لري.

دغه حدیث شریف موږ روژه‌نیوونکو او قیام کوونکو ته امر کوي، چې د رمضان په مبارکه میاشت او د کال په نورو میاشتو کې باید ځانونه له دې لویې ګناه څخه چې دروغ او په هغه پورې اړوند عملونه دي، لرې وساتو؛ ځکه دروغ یو ناوړه او رسواکوونکی عمل دی، چې د مسلمان انسان شخصیت ته زیان اړوي او موقف او مقام یې ټیټوي، ان تر دې چې نوموړی کس د ګمراهانو په کتار کې دروي. له شک پرته چې الله تعالی موږ له ظلم، دروغو او پر هغه شي له شاهدۍ ورکولو څخه منعه کړي یو، چې نه پرې پوهېږو. که چېرې یو کس راشي او په دروغو شاهدي ورکړي او یا داسې خبره وکړي چې د هغې په اړه پوهه نه لري او بې‌ګناه انسان ته یې نسبت ورکړي، په حقیقت کې یې پر هغه کس ظلم کړی او ځورولی یې دی. د داسې عمل په ترسره کولو یې ځان په ګناه کې دخیل کړی، مګر شریعت به د همغه عمل په سبب پوښتنه ترې کوي.

له څنګه چې صالح عملونه لکه روژه او پاتې نور نېک عملونه په دې میاشت کې د الله تعالی په نزد دوه چنده کېږي؛ همدارنګه په دې میاشت کې د دروغو په څېر د ناوړه عملونو حرمت هم ډېرېږي او زیات اغېز کوي. که چېرې مسلمان دروغ ووایي، په حقیقت کې یې د اصولو خلاف یو عمل ترسره کړی او د هغه مسلمان لپاره چې له الله سبحانه وتعالی څخه په ښکاره او پټه توګه وېرېږي، مناسبه نه ده چې د دغه ناوړه عمل مرتکب شي.

موږ باید پوه شو چې رښتینی روژه‌نیوونکی یوازې له خوراک او څښاک څخه ځان نه ساتي، بلکې له ټولو ګناهونو او هغو عملونو څخه ځان ساتي، چې د الله سبحانه وتعالی د خپګان لامل کېږي. همدارنګه له ټولو هغو ګناهونو باید ځان وساتي، چې له رمضان څخه وړاندې یې ترسره کول! الهي تقوا او د الله سبحانه وتعالی د رضایت ترلاسه کول باید د خپلو ټولو نېکو عملونو اساس وګڼي، ترڅو همغه عمل ته له رمضان وروسته هم ژمن پاتې شي.

اې زموږ ربه! یوازې له تا څخه غواړو چې موږ له ګناهونو څخه وساتې او نېک عمله توبه‌کوونکي مو جوړ کړې. همدارنګه په دې غوره میاشت کې زموږ توبه او روژه په خپل دربار کې قبوله کړې! اللهم آمین!

لیکوال: دکتر ماهر صالح (رحمه الله)

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

روژه او مسواک

(ژباړه)

له عامر بن ربیعه څخه روایت دی چې وایي:

«رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَسْتَاكُ، وَهُوَ صَائِمٌ مَا لاَ أُحْصِي أَوْ أَعُدُّ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم مې د روژې پرمهال په مسواک وهلو دومره ډېر لیدلی، چې شمېرلی یې نه شم.

ابو هریره له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي چې ویې فرمایل:

«لَوْلاَ أَنْ أَشُقَّ عَلَى أُمَّتِي لأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ عِنْدَ كُلِّ وُضُوءٍ»

ژباړه: که چېرې زما پر امت نه سختېدلی، هغوی ته مې امر کاوه چې د هر اوداسه لپاره دې مسواک ووهي.

جابر او زید بن خالد هم د دغه حدیث په څېر له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی؛ په داسې حال کې چې له نورو کسانو سره د روژه‌نیوونکي توپیر نه دی شوی.

حضرت عایشه رضي الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ" وَقَالَ عَطَاءٌ وَقَتَادَةُ يَبْتَلِعُ رِيقَهُ»

ژباړه: مسواک وهل خوله پاکوي او د رب د رضایت لامل کېږي؛ عطاء او قتاده وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د مسواک اوبه تېرولې.

دغه حدیث شریف موږ له هغه عمل څخه خبروي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې پرمهال ترسره کاوه او هغه د مسواک وهل دي. حدیث شریف د مسواک وخت او ځینې ګټې بیان کړې او رسول الله صلی الله علیه وسلم به د روژې او بوزې پرمهال مسواک واهه. د روژې له ماتوونکو پرته په روژه کې هم د هغو کارونو ترسره کول چې پر موږ واجب دي او هغه کارونه چې باید ترسره یې نه کړو، یو ډول دي. پر همدې اساس یو مسلمان باید د روژې په پلمه هېڅ فرض پرېنږدي، یعنې هغه کار چې یو شمېر مسلمانان یې د ناپوهۍ او فرېب له مخې ترسره کوي.

هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان په میاشت کې هم د تېرو میاشتو په څېر خپل غاښونه مسواک کول، که څه هم ترسره کول یې د پرېښودو په پرتله غوره دي. له همدې امله په روژه او بوزه کې د مسواک حکم یو ډول دی؛ نو پر موږ واجب دي چې په دې میاشت کې د حلالو ترسره کولو او له حرامو څخه ځان ساتلو ته دوام ورکړو او ستړیا، روژه او نورې هغه چارې پلمه نه کړو، چې له شرعي اړخه عذر نه ګڼل کېږي.

په دې برخه کې حدیث شریف د مسواک د کارولو حکمت بیانوي او وایي چې مسواک د خولې د پاکوالي او د هغې د بوی ختمولو لامل کېږي. د ځینو خلکو د ګومان خلاف، دغه موضوعات د مسواک د مشروعیت دلایل نه دي، بلکې د دغه کار ګټې بیانوي او لازمه ده چې له مسواک وهلو څخه زموږ موخه باید د الله تعالی رضایت وي، ترڅو ثواب یې ترلاسه کړو.

ځینې خلک د شریعت د احکامو په پلي کولو کې دوه زړي وي او ګومان کوي چې نېک کار ترسره کوي. د دغه دوه زړيتوب دلیل ناتواني او یا د هغو احکامو د علت او هدف نه درک کول دي، چې الله تعالی زموږ لپاره د قانون په توګه رالېږلي دي. پر همدې اساس هر مسلمان باید پوه شي، چې هر هغه څه چې د الله تعالی په شریعت کې راغلي، که له هغه څه سره سم تطبیق شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړي دي، نو د ټولو خلکو لپاره به خیر او نیکي ډالۍ کړي! د شریعت احکام باید په بشپړه توګه عملي شي، ترڅو انسان د رښتینې خوښۍ او رباني عدالت احساس وکړي.

له الله تعالی څخه غواړو چې موږ په داسې حال کې د دغې مبارکې میاشتې تر پایه ورسوي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لاره روان وو او په هر لوی او کوچني امر کې د هغه پیروي وکړو! همدارنګه زموږ روژه او قیام په خپل دربار کې قبول کړي او یوازې د خپل ځان لپاره یې خاص کړي! اللهم آمین!

لیکوال: داکتر ماهر صالح (رحمه الله)

ژباړن: سهیب منصور

د مطلب ادامه...

روژه او قیام

(ژباړه)

له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«رُب صائم ليس له من صيامه إلا الجوع، ورُب قائم ليس له من قيامه إلا السهر» (ابن ماجه)

ژباړه: ځينو روژه نيوونکو ته له لوږې پرته بل څه نه رسېږي او ځينو قیام کوونکو ته له بې‌خوبۍ پرته بل څه نه رسېږي.

دغه حدیث شریف او نور احادیث موږ د خپل دین چارو او هغې تګلارې ته هدایت کوي، چې په واسطه یې باید خپل عبادتونه ترسره کړو. پر همدې اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې مبارکه میاشت کې د ځینو خلکو له وضعیت څخه موږ خبروي. په دې میاشت کې ځینې مسلمانان شته دي چې له خوراک، څښاک او د ژوند له خوندونو څخه ځان ساتي، مګر د دوی دغه عملونه د ګوتې د یوه بند په اندازه هم هغوی الله تعالی ته نه نږدې کوي او هېڅ عمل یې د خدای په دربار کې نه قبلېږي. د دوی دغه عمل او ستړیا هسې بې‌ځایه دي او هېڅ ارزښت نه لري. له همدې امله یوازې ستړيا او سختي ور رسېږي؛ حتی امکان لري په دوی کې ځینې کسان د ورځې پرمهال له روژې وروسته ټوله شپه قیام وکړي، په لمانځه او عبادت سره یې تېره کړي؛ مګر له خپل لمانځه او قیام څخه کومه ګټه ورته نه رسېږي، پرته له بې‌خوبۍ او ستړیا څخه.

اوس په ذهن کې دا پوښتنه را پیدا کېږي، چې داسې یو څه، څنګه امکان لري؟ ځواب دا دی: د قرآنکریم ایتونو او احادیثو واضح کړې، چې دا موضوع څنګه امکان لري او په هغې کې هېڅ شک او شبهه نشته ده؛ داسې چې دغه روژه‌نیوونکی چې د شپې لخوا قیام کوي، مګر په ګناه کې اخته وي او روژه یې د الله تعالی له حرامو څخه نشي ژغورلی. پر همدې اساس پخپل عمل کې ریا او فساد کوي، چې په هغو سره یې روژه له منځه ځي. همدارنګه داسې منافقین هم شته دي چې خوراک او څښاک نه کوي، ترڅو خلک د هغوی په اړه ووایي، چې فلاني روژه نیولې او له خدای څخه وېرېږي. همدارنګه د شپې لخوا له مسلمانانو سره قیام کوي، ترڅو په اړه یې وویل شي، چې د الله لپاره شپه په ویښه تېروي؛ مګر الله سبحانه وتعالی په هغه څه خبر دی، چې د دوی په زړونو کې دي او یا یې په ښکاره ترسره کوي. الله تعالی دا چاره دوی ته پرېږدي، ترڅو هغه څه ترلاسه کړي چې د هغو لپاره اعمال ترسره کوي. پر همدې اساس د هغوی په اړه به خلک وايي، چې دوی روژه‌ نیسي او شپه په ویښه تېروي؛ په پایله کې دوی خپل هغه هدف ته رسېږي، چې د هغه لپاره خوراک او څښاک نه کاوه او د شپې لخوا یې قیام کړی و؛ مګر له الله تعالی سره ثواب نه لري، په داسې حال کې چې هېڅ شی له الله تعالی سره نه ضایع کېږي!

اوس باید هغو کسانو ته اشاره وکړو، چې د کال په ټولو میاشتو کې د الله پر بنده‌ګانو ظلم کوي، مګر د رمضان په را رسېدو سره له ظلم څخه لاس اخلي، لمونځ کوي او روژه نیسي، ترڅو په اړه یې وویل شي چې فلانی نېک عمله او روژه‌نیوونکی او قیام کوونکی چارواکی دی؛ مګر الله تعالی به د دوی دغه عملونه بربنډ کړي، حتی که یو څه وخت داوم وکړي، هغه مهال به نه دنیوي بدله ترلاسه کړي او نه اخروي ثواب. 

له الله تعالی څخه غواړو چې موږ د هغه په عبادت کې له منافقینو څخه ونه شمېرل شو! همدا شان له هغه څخه غواړو چې موږ ته هغه منافقین وښيي، چې له خپلو عباداتو څخه یوازې د خپل ظلم او بې‌عدالتۍ د پټولو په توګه کار اخلي! دا کار الله تعالی ته اسانه دی.  

لیکوال: دکتر ماهر صالح

ژباړن: سهیب منصور

د مطلب ادامه...

هغه څه چې ښځې له روژې نیولو څخه منعه کوي

(ژباړه)

له زینب بنت ابي سلمه څخه روایت دی چې ام سلمه رضی الله عنها وویل:

«بَيْنَمَا أَنَا مَعَ، رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِي الْخَمِيلَةِ إِذْ حِضْتُ فَانْسَلَلْتُ، فَأَخَذْتُ ثِيَابَ حِيضَتِي فَقَالَ: "مَا لَكِ أَنُفِسْتِ". قُلْتُ نَعَمْ. فَدَخَلْتُ مَعَهُ فِي الْخَمِيلَةِ، وَكَانَتْ هِيَ وَرَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَغْتَسِلاَنِ مِنْ إِنَاءٍ وَاحِدٍ، وَكَانَ يُقَبِّلُهَا وَهُوَ صَائِمٌ»

ژباړه: ماته په داسې حال کې حیض راغی چې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره تر چادر (کمپل) لاندې مې ارام کاوه. له ځایه ورو څنګ ته شوم او له چادر څخه را ووتلم؛ وروسته مې خپله د حيض جامه راواخيستله او هغه مې واغوستله. رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وویل: «ایا حیض شوې؟» ومې ویل: هو. له هغه سره چادر ته را دننه شوم. ام سلمه رضي الله عنها به له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ګډه د اوبو له یوه لوښي څخه غسل کاوه او هغه صلی الله علیه وسلم د روژې په حالت کې نوموړې مچي کوله.

دغه حدیث موږ ته هغه موضوع بیانوي، چې د ډېرو اقوالو او تېروتنو په سبب یې زیات شمېر مسلمانان په شک کې اچولي دي. دا موضوع په حیض (مياشتينۍ ناروغي) پورې تړاو لري. حدیث شریف بیان کړه چې ښځې باید د حیض او ناپاکۍ په حالت کې روژه ونه نیسي. پر همدې اساس پوښتنه پیدا کېږي، چې روژه له پاکۍ سره څه ډول اړیکه لري؛ په داسې حال کې چې جنب کس روژه نیولی شي؟ ځواب دا دی، هغه شرعي احکام چې له عبادت سره تړاو لري، له عقل څخه یې اخذ نه کېږي او د هغو لپاره علت نه پیدا کېږي؛ بلکې دغه احکام په مطلق ډول د الله له طرفه دي. پر همدې اساس الله تعالی ښځه د حیض (میاشتني عادت) په حالت کې له روژې نیولو څخه منعه کړې ده او د جنابت په حالت کې یې ښځې او نر ته اجازه ورکړې چې روژه ونیسي؛ نو ځکه هېڅ بحث او جنجال ته پکې اړتیا نشته. مګر له بده مرغه په موږ کې داسې دربدره خلک پیدا شوي دي، چې غواړي د عقل له لارې د اسلام او مسلمانانو لپاره عبادت طرحه کړي او بالاخره حکم یې بدل کړي.

بله موضوع چې په دغه حدیث کې بیان شوه، هغه دا ده چې مچي کول د مېرمنې او خاوند روژه نه باطلوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې په حالت کې دغه کار ترسره کړی دی، په داسې حال کې چې هغه صلی الله علیه وسلم په ټولو چارو کې زموږ الګوه دی.

د دې لپاره چې په شک او ګناه کې ورګډ نشو، نو هڅه باید وکړو چې خپل عبادتونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم ترسره کړو. همدارنګه هغو کسانو ته باید نږدې نشو، چې زموږ د دین او عباداتو د فاسدولو هڅې کوي او موږ باید د هغوی لپاره په یوې نرمې او غوړې ګولې بدل نشو. موږ د الله تعالی مخلص بنده‌ګان یو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاره روان یو.

له الله تعالی څخه غواړو چې زموږ دین وساتي، روژې مو قبولې کړي، په مقابل کې یې موږ ته غوره بدله راکړي او زموږ قدمونه د دښمنانو پر وړاندې محکم کړي! اللهم آمین!

لیکوال: ماهر صالح

ژباړن: طه خالد

د مطلب ادامه...

روژه د ګناهونو کفاره ده

(ژباړه)

له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت دی چې عمر رضی الله عنه وویل: آیا څوک شته چې د فتنې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کومه خبره یې په یاد وي؟ حذیفه وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، چې فرمايل يې:

«فِتْنَةُ الرَّجُلِ فِي أَهْلِهِ وَمَالِهِ وَجَارِهِ تُكَفِّرُهَا الصَّلاَةُ وَالصِّيَامُ وَالصَّدَقَةُ.» (سنن ابن ماجه)

ژباړه: د سړي لپاره فتنه د هغه کورنۍ، مال او ګاونډی دي، چې لمونځ، روژه او صدقه یې له منځه وړي.

دغه حدیث شریف موږ د هغو لویو چارو په اړه خبروي، چې ښایي د ځینو کسانو لپاره مبهمې وي. هغه چارې دا دي چې انسان په فتنه کې لوېږي، امکان لري په ډېرو دلایلو سره خپله لاره ورکه کړي او ګنهکار شي؛ مګر الله سبحانه وتعالی د خپل پراخ رحمت په سبب د هغه چا پر وړاندې دروازه نه تړي، چې په فتنه او ګناه کې اخته وي، بلکې د هغه لپاره یوه بله دروازه پرانیزي، چې که چېرې د هغې له لارې دننه شي، له عذاب څخه ژغورل کېږي.

یو له هغو شیانو څخه چې د مسلمان د ګمراهۍ لامل کېږي، د هغه کورنۍ ده. ځینې وخت د کورنۍ غړي یوه کس ته وسوسه اچوي، چې باید ګناه ترسره کړي او یا له هغو حدودو څخه تېری وکړي، چې باید پښه ترې وانه‌ړوي.  

بل مورد چې د فتنې لامل کېږي، هغه مال دی. مال ډېری کسان یا د ناپوهۍ له مخې او یا هم له دې امله په فتنه کې اچولي، چې دوی په دې ډاډه نه دي چې الله تعالی بښونکی او مهربانه دی او هر څه د هغه په اختیار کې دي.   

ګاونډی هم هغه څوک دی، چې ستا په شاوخوا او د ژوند په چاپیریال کې اوسېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په نورو ډېرو احادیثو کې د ګاونډي په اړه خبرې کړې دي، موږ ته یې د هغه په اړه توصیه کړې او ګاونډي ته له ازار ورکولو څخه یې منعه کړي یو؛ ځکه د ګاونډي ځورول ګناه ده.

دغه حدیث شریف هغو دریو چارو ته له اشارې کولو وروسته چې مسلمانان په فتنه کې اچوي، د هغوی د جبران او د الله تعالی پر وړاندې د تېروتنو د ختمولو طریقې ته هم اشاره کړې ده.

پر همدې اساس لمونځ هغه عبادت دی چې د ګناهونو د جبران او له منځه تلو لامل کېږي. لکه څنګه چې انسان د لمانځه په واسطه په نږدېوالي، بنده‌ګۍ او له هغو ګناهونو څخه په توبې کولو سره چې مرتکب شوی، د خپل رب لوري ته ور ګرځي.

همدارنګه د انسان ګناهونه په روژې سره هم له منځه ځي. روژه د جسم لپاره سخته ده او انسان د هغې په واسطه ځانته دا په یادوي، چې دغه جسم یو پیدا کوونکی لري چې د هغه له قهر سره د مقابلې توان نه لري او نه شي کولای چې د الله تعالی د عذاب پر وړاندې ودرېږي. پر همدې اساس روژه د نفس د کنټرول، الله تعالی ته یې د نږدېوالي او د خالق پر وړاندې د عجز یوه اغېزناکه تګلاره ده.

صدقه ورکول هم د ګناهونو د کفارې یوه لاره ده، ځکه صدقه ورکول ګناهونه سوځوي. داسې چې صدقه ورکوونکی به الله تعالی ته د نږدېوالي او پر خپله توبه او عزم د ثابت پاتې کېدو لپاره هېڅکله د الله تعالی نافرماني نه کوي، د فتنو دام ته به نه ور دانګي، هغه شیان به بښي چې ورته ګران او د ارزښت وړ وي او د الله تعالی لپاره به له هغه شي څخه تېرېږي، چې ډېر ورته ارزښتمن دي.

له الله تعالی څخه غواړو چې موږ له فتنو څخه وساتي، عملونه مو د ځان لپاره خالص کړي، له موږ سره په لمانځه او روژه کې مرسته وکړي او موږ ته د خپلو صدقو په بدل کې د قیامت د ورځې نعمتونه راکړي! اللهم آمین!

لیکوال: دکتر ماهر صالح

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې