دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په امریکا کې خپلمنځي اختلافونه

  • خپور شوی په سیاسي

د امریکا کانګرېس د څلورو ورځو لپاره تاریخي فلج تېر کړ؛ ځکه جمهوري غوښتونکو په خپل منځ کې د یوه ویاند، چې په استازو مجلس کې د دوی مشري وکړي، پر ټاکلو شخړه کوله او ۱۴ ځله یې یو مشر ونه شو ټاکلی. وروستی ځل چې د استازو مجلس کې د مشر ټاکلو لپاره دومره هڅې ناکامې شوې؛ ۱۸۶۰ کال او د اختلاف او وېش سرکشه دوره وه چې بیا د امریکا د کورنۍ جګړې سبب شوه. د امریکا ځينو تاریخپوهانو سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې «امریکا له کورنیو جګړو څخه وړاندې حالت ته ورته بحران سره مخ ده.» له دغو لانجو سره سم د جنورۍ د ۶مې ګډوډۍ او بغاوت دوه کاله پوره شول او د کانګرس ځینو غړو نورو ته وریاده کړه چې څنګه د ټرمپ پارېدلي مینوال د دروزاو ترشا راغلل او د ډیموکراتانو پر مخکينۍ مشرې –چې له ټرمپ څخه د ټاکنو د غلا تور پرې پورې و- یې د برید پلان درلود.

له کله راهیسې چې بایډن واک ته رسېدلی، جمهوري غوښتونکي دومره واک نه لري، ځکه چې د کانګرس دواړه مجلسونه له هغه څخه ملاتړ کوي. خو دوې میاشتې وړاندې، منځمهاله ټاکنو جمهوري غوښتونکو ته په کم توپیر سره د استازو مجلس واک په لاس ورکړ؛ جمهوري غوښتونکو ۲۲۲ او ډیموکراټانو ۲۱۳ څوکۍ خپلې کړې. له دغې بریا وروسته جمهوري غوښتونکو د ټرامپ له ماتې وروسته لومړی ځل هیله پيدا کړه چې اوس کولی شي د بایډن اداره د محاسبې مېز ته را کش کړي او د راتلونکو دوو کلونو لپاره یې واک محدود کړي. د دې لپاره دوی باید لومړی د مجلس مشر ټاکلی وای چې د استازو مجلس د مشر په توګه کار وکړي، خو ګوند يې په خپل منځ کې وېشل شوی و.

دا کار باید دوی ته اسانه وای، خو نه و. یو ځای خو شخړه دومره زیاته شوه چې د استازو مجلس یو غړی له مت لګیتز سره –چې د هغې ډلې مشري یې کوله چې د جمهوري غوښتونکي کېوین مک کارتي د ټاکل کېدو مخه يې نیوله- له فزیکي شخړې را کش شو. بلاخره، په ۱۵مه هڅه کې، یکشنبه، د جنوري ۷مه، اکثریت مخالفو جمهوري غوښتونکو مک کارټي ته رایه ورکړه او د استازو مجلس مشر وټاکل شو، خو بیا هم شپږو جمهوري غوښتونکو خپله رایه ور نه کړه. مخالفان څه غواړي او د استازو مجلس د مشر په توګه د کېوین مک کارټي ټاکل به څه بدلون راولي؟

په لومړیو کې شلو جمهوري غوښتونکو مک کارټي ته منفي رایه ورکړه او ادعا یې کوله چې که څه هم هغه د دوی له ډلې دی؛ خو له فاسدو تشکیلاتو څخه دی. یوه محافظه کار شنونکي، ټکر کارلسن وویل: «مک کارټي په ځانګړي توګه محافظه کار نه دی. هغه له فکري اړخه د اګنوسټېزم پيرو دی. د امریکا د لابي‌ګرۍ ټولنه د هغه ټاکنیزه حوزه ده. د هغه په اند صادقانه سیاسي عقیده لرل ښه نه دي او غوسه یې راپاروي.» په هر حال، غوڅ اکثریت جمهوري غوښتونکو مک کارټي ته رایه ورکړه، ان ټرمپ چې ویلي یې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نوماندوي، له خپل ګوند څخه یې غوښتي چې پر مک کارټي راټول شي او ملاتړ یې وکړي: «جمهوري غوښتونکو، دا لویه بریا په لویه ماته او شرم مه بدلوئ... دا د لمانځلو وخت دی، تاسو یې وړ ياست! کېوین مک کارټي به خپله دنده ښه ترسره کړي.»

د مک کارټي پر وړاندې اپوزیسون رهبري کوونکو هغه دې ته اړ کړ چې لا فکري محافظه کاره لار غوره کړي. د استازو په مجلس کې د دغو کسانو کمېټه «د مجلس د آزادۍ کمېټه» نومېږي؛ د محافظه کاره ارزښتونو لپاره مبارزه کوي او د ټرامپ ډېر ملاتړي دي. مک ګیټز د هغو شپږ تنو له ډلې دی چې مک کارټي ته یې رایه ور نکړه، هغه پر خپله وېبپاڼه لیکلي: «موږ به هېڅکله د امریکا د پرمختګ او ودې لپاره بښنه ونه غواړو. موږ به هېڅکله د لغوه کولو فرهنګ ته تسلیم نه شو. د ولسمشر ټرمپ تر څنګ ودرېږئ او د هېواد د بیا جوړولو لپاره مبارزه وکړئ!»

د آزدۍ کمېټه په ۲۰۱۵ کې رامنځته شوه، که څه هم په یاده کمېټه کې ګډون عام نه دی، خو ویل کېږي چې د مجلس څلورمه برخه د دغې کمېټې غړي دي. په کانګرس کې واک متمرکز دی او د مجلس د ازادۍ ډلې او د ټرمپ «امریکا بیا پیاوړې کړئ» خوځښت د کار یوه موضوع همدا ده چې دلته قدرت متمرکز نه وي او دغه راز هغه «مرداب وچ کړای شي» چې دوی فکر کوي د فدرال تشکیلات دي. په داسې حال کې چې ډېری جمهوري غوښتونکي د خپل ګوند د دریځ پر وړاندې نه درېږي، یو څو یې دا کار ځکه ښکاره وکړ چې دا ګوند نور هم راډيکال لوري ته کش کړي. د جمهوري غوښتونکو په منځ کې دا راډیکال کېدل تر یوه حده د ډيموکراټ ګوند د راډیکال کېدو د زیاتېدو پر وړاندې غبرګون دی.

مک کارټي له ډېرو جوړجاړیو وروسته د مجلس د مشر په توګه ومنل شو؛ مثلاً د دې تسهیل کول چې یوازې د یوه کس رایه د دې لپاره بس ده چې مشر لرې کړي. پر دې سربېره، مک کارټي منلې چې د استازو مجلس په ځینو مهمو کمېټو کې به د مجلس د ازادۍ کمېټې غړو ته ځای ورکوي؛ مثلاً هغه کمېټې چې د قانون په تدوین او اصلاح کې یې خبره چلېږي. ده همداراز منلې چې د دولت د لګښتونو پر وړاندې د مخالفت په برخه کې به د مجلس د ازادۍ کمېټې پلوي کوي. د ډموکرات ګوند غړي، اریک سوالوېل د دې پر وړاندې شکایت وکړ او ویې وویل: «دوه کاله وړاندې یاغیانو کانګرس ماڼۍ ونه شوی نیولی، خو نن شپه مک کارټي هغوی ته اجازه ورکړه چې پر جمهوري غوښتونکي ګوند واکمن شي.» په راتلونکو میاشتو کې د اف بي آی د سیاسي رول، د کووېډ-۱۹ د منشا، د جنوري د شپږمې دسیسو او په ټاکنو کې د درغلیو په اړه د جنجالي څېړنو تمه کېږي. همدا راز د دې تمه هم کېږي چې د ډیموکراټانو نوی وړاندیز شوی قانون بند شي او د روان کال په پای کې چې د فدرال د پورونو ۳۱،۴ ټرېلیونه سقف او د فدرال راتلونکې بودیجه تر بحث لاندې ونیول شي، جنجال او ناورین به رامنځته شي. د استازو مجلس اوس دا واک لري چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د محافظه کارانو مبارزه له سره پيل کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر عبدالله رابین

 

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ـ ښځو برخه غواړي یو نړیوال کمپاین پیل کړي: "ریښتینی بدلون یوازې خلافت ته د دعوت له لارې راتلی شي." Featured

نن ورځ ګرده نړۍ تیاره او له ګډوډۍ سره لاس او ګرېوان ده. ملتونه له یو ناورین څخه بل ناورین ته ځي او د بشر کړاوونه ورسره ورځ تر بلې ډېرېږي. بې وزلي، لوږه، اقتصادي بې ثباتي، نسل وژنې، وحشیانه اشغالونه، استبداد، بې مانا جګړې، د کورنۍ ماتې، خراب ژوند، جرایم، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخه کې ستونزې او نور کړاوونه، په تېره بیا ناوړه رهبري، چې نه پوهیږي څنګه د خپلو خلکو چارو ته په اغېزناکه توګه پام وکړي او د دوی اړتیاوې پوره کړي. د دوی تګلارې، قوانین او کړنې د خپلو خلکو کړاوونه لا پسې ډېروي.

نور اسلامي خاورو او نړۍ ته نه ښايي چې تل له تیارو، ویجاړیو، ناورینونو او کړاوونو څخه ډک وضعیت کې پاتې شي. په هرصورت، واقعي بدلون په نيمګړو نظامونو کې د یو څو کوچنیو بدلونونو په راوستو سره نه شي ترلاسه کېدای او اوس مهال تدریجي جزوي بدلون داسې مثال لري لکه یوازې له سمندر څخه چې یو څاڅکی کم شي. لنډمهاله حللارې، یا د ناکامو سیکولر نظامونو په سر کې د نوو څېرو راوستل چې په وار وار یې د بشر د ستونزو په حل، له مظلومانو څخه د ملاتړ او عدالت په برخه کې ناکامي ثابته شوې او په دروغجنو ژمنو سره یې د اسلامي امت او بشریت کړاوونه لا پسې ډېر کړې دي.

موږ د مسلمانانو په توګه اړتیا لرو چې له اوسني وضعیت، اوسني پانګوال نظم او د بشر په لاس له جوړ شوو نظامونو څخه بهر وګورو. موږ اړ یو چې د خپلو چارو د تنظیم او پرمخ وړلو لپاره خپل لیدلوری ولرو چې له دغو ستونزو او کړاوونو څخه مو وژغوري. دا د یوه بدیل نظام پیدایښت ته اړتیا لري چې د بشر ستونزې په ریښتینې توګه حل کړي. د مسلمانانو په توګه موږ ته ښايي چې بېرته هغه څه ته وروګرځو چې الله سبحانه و تعالی وربللي یو لکه د الله سبحانه وتعالی قانون، د هغه سبحانه وتعالی نظام او د اسلام پیغام د زړه له تله ومنو او د بشریت لپاره واقعي رهبري چې د نبوت پر منهج راشده خلافت دی تاسیس کړو. یوازې د الله سبحانه و تعالی نظام دی چې دا امت او ټول بشریت بریالی کولی شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى * وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى

ژباړه: «اوس که زما له لوري تاسو ته کوم هدایت ورسېږي، نو څوک چې د هغه هدایت پیروي وکړي، هغه به نه ګمراه شي او نه به په بدبختۍ کې اخته شي او څوک چې زما له ذکر (احکامو) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.»  [طه: ۱۲۳ـ ۱۲۴]

د سږ کال رجب میاشت، د خلافت د سقوط له ۱۰۲مې کلیزې سره سمون خوري، د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر - ښځو برخه غواړي تر " ریښتینی بدلون یوازې خلافت ته د دعوت له لارې راتلی شي" سرلیک لاندې یو نړیوال کمپاین پیل کړي. په دغه کمپاین کې پر دغو موضوعاتو بحث کېږي: د اسلامي خاورو د روښانه راتلونکې لپاره د اوسنیو نظرونو ارزونه، خلافت څنګه کولای شي چې ګډوډۍ په فرصت واړوي او د بشر ستونزو ته ریښتینې حللاره وړاندې کړي، مسلمانان د اسلامي خاورو او نورې نړۍ په ریښتیني بدلون کې څه رول لري او دا چې ایا راډيکال بدلون او د نبوت پرمنهج راشده خلافت بیا راتګ خیال دی او که شونی واقعیت.

دغه کمپاین په لاندو پتو څارلی شئ:

وېبپاڼه: www.hi.zat.one

فسبوک: https://www.facebook.com/womenscmoht.

د کمپاین د معرفي ویدیو لېنک: https://youtu.be/zRk5dx2t1ew

 

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ـ د ښځو برخې مشره

 

                                                                                                      

د مطلب ادامه...

د نصرت په اړه د الله سبحانه وتعالی زیري او ابتلا‌ءګانې! (دویمه برخه)

  • خپور شوی په سیاسي

بېشکه نصرت پر صابرانو نازلېږي چې پر دې یقین او باور لري چې الله سبحانه وتعالی نصرت ورکوي. دغه باور یې د الله سبحانه وتعالی پر فتحو تل پر ځای پاتې وي او باور لري چې نصرت به یې په برخه شي. حتی که د څه وخت لپاره وهم ځنډېږي. دغه صابران هېڅ وخت د مصیبتونو پر وړاندې نه متزلزل کېږي، که هر څومره سخت هم وي.

هر څومره چې له سختو پېښو سره مخ شي، نه تسلیمېږي او له مبداء څخه تنازل نه کوي. حتی که مهمې او حیاتي ګټې یې هم زیانمنې شي، ځکه د هغوی حقیقي مصلحت او ګټې د الله سبحانه وتعالی رضایت ته په نږدې کېدو او د اسلام او شریعت د احکامو تر چتر لاندې په ژوند کولو پورې تړاو لري. دغه صابران د خپلې قضیې په اړه جوړجاړی نه کوي، حتی که د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره د ژوند له سختیو او ستونزو سره مخ او اړ هم شي.

هو، جوړجاړی نه کوي، که څه هم وسوسې یې ډېرې شي. پر دغو ټولو سربېره، د هغوی قدمونه ثابت پاتې کېږي، شپه او ورځ په ځان یوه کوي، تر څو پخپله برخلیک ټاکونکې قضیه کې بریالي شي او هغه دا چې بنده‌ګان د الله سبحانه وتعالی د شریعت او حکم د اقامې له لارې بنده‌ګۍ او عبادت ته راوګرځوي او داسې دولت تاسیس کړي چې د خپل دین بیرغ ورپوي! بېشکه چې دغه صابران او ثابت قدمي همغه زیري ورکوونکي، رښتیني او بریالي کېدونکي دي! پروردګاره! موږ د هغوی په ډله کې حساب کړه!

دا چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې پر مسلمانانو د کافرانو ښکاره بریدونه وینو، زموږ زغم نه کموي! د مسلمانان حاکمان په ښکاره او له شرم پرته له هغوی سره مرسته کوي، تردې چې تصمیم یې ونیو چې د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې د کافرانو په جګړه کې د کافرانو پلوي وکړي. دا د الله سبحانه وتعالی فضل دی چې صفونه بېل شوي دي، خو په دې جګړه کې پر مومنانو او مخلصینو مصیبتونه نور هم سختېږي!

په دغه پړاو کې ثبات او استقامت ته اړتیا نوره هم ډېرېږي، هغه ثبات چې تر دې وروسته د الله سبحانه وتعالی په غوښتنه نصرت او مبینه فتحه راځي. دلته یهودیان تل د فلسطین پر خلکو یرغلونه او له دوی سره دښمني نوره هم ډېروي، هره ورځ د ښارګوټو خلک اعلان کوي چې یهودیان پر مسجد القصی د برید لپاره هوډ لري، څو د اشغالګرو ځواکونو په ملاتړ خپلې ویناوې عملي کړي. خو وینو چې د مسلمانانو حکام په ښکاره په مصر، اردن، سوریه او ترکیه کې له هغوی سره همکاري کوي او د ال سعود رژیم خپلو کړنو ته مشروع رنګ ورکوي.

پر خشوع او خضوع سربېره، د سوډان او شام یو شمېر حکام، سرتېري او ملکي وګړي له هغوی سره پټو او ښکاره لیدنو ته دوام ورکوي، ډېری علما په دې اړه چوپ دي او یو شمېر نور بیا په ناوړه او غیر اخلاقي چلند سره له یهودانو او کافرانو سره د اړیکو عادي کولو ته خلک رابولي؛ چې په دې سره د دین په حرمت، وینې او ناموس سترګې پټوي.

 په داسې وخت کې چې د فلسطین په ګډون په ډېرو اسلامي خاورو کې هر څه ویجاړ لیدل کېږي او د هغو پېښو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل چې په فلسطین کې پېښېږي، خو د اوکراین له جګړې سره د اسلامي خاورو د حکامو خواخوږي شریکول ریاکاري او نړیوال منافقت دي! همدغه مسئله د چین د اېغور مسلمانانو په اړه هم همداسې تکراېږې. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په راپور کې چې د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ پر درېیمه خپور شوی، راغلي چې په چین کې «له بشري حقونو فاحشه سرغړونه» کېږي. په دغه راپور کې د چین له اېغور مسلمانانو سره چې کوم ظلمونه کېږي، د بشر ضد جنایتونه بلل شوي. (سرچینه: د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر ۹مه الجزیره شبکه)

د ۲۰۱۸ م کال په اګېسټ میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون راپور ورکړ چې چین شاوخوا یو میلیون اېغور مسلمانان د ختیځ ترکستان په پوځي اډو کې ساتي. کله چې چین په ۱۹۴۹ م کال کې پر دغه سیمه واکمن شوی، له همغه وخته تر اوسه دغه کسان په «کمپونو» کې ساتل کېږي. تر دې کچې ظلم ورسره شوی چې ډېری کسان یې «په زور شنډ» کړي دي. د اسټرالیا د ستراتیژیک سیاست موسسې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې یې اټکل کړی و چې شاوخوا ۱۶زره مسجدونه په ختیځ ترکستان کې ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي، چې ډېری یې په ۲۰۱۷ م کال کې د چین دولت د سیاست له کبله ویجاړ او یا هم زیانمن شوي دي.

د افسوس ځای دی چې په اسلامي خاورو کې ناپوه حکام اوس هم له اسلام سره په جګړه کې د اسلام د دښمنانو تر څنګ ولاړ او خپل د خوښې وړ کارونو ته وام ورکوي. د ۲۰۲۱ م کال د اکټوبر پر ۲۲مه ۶۲هېوادونو چې ډېری یې اسلامي او افریقایي هېوادونه وو، د اېغور مسلمانانو پر وړاندې د چین له کړنلارې څخه دفاع وکړه. په هغه بیانیه کې چې د ۶۲هېوادونو له خوا لاسلیک شوې، راغلي: «هغوی د ناسمو اطلاعاتو پر بنسټ په سیاسي انګېزو سره د چین پر وړاندې په بې بنسټه تورونو او د بشري حقونو په پلمه د چین په کورنیو چارو کې له لاسوهنې سره مخالف دي.» له ټولو هېوادونو څخه مصر، سعودي عربستان، پاکستان او المغرب د ملګرو ملتونو ټولو اصولو او موخو ته د دولتونو پر بشپړ ژمن پاتې کېدو او د بې طرفۍ پر ساتل کېدو ټینګار وکړ.

په دې کې شک نشته چې د اسلامي امت نننی واقعیت دردوونکی دی چې نور امتونه د نظام د نشت له امله، چې هغوی راټول او صفونه یې متحد کړي، بریدونه پرې کوي. پر همدغه اساس، د بدلون په موخه د داسې دولت رامنځته کېدل اړین دي چې له مسلمانانو څخه ملاتړ وکړي چې د دعوت لپاره یې تر پخوا ډېر فعالیت وکړ او ثبات او استقامت یې ډېر کړی دی. د قرآن کریم ډېری ایاتونه دا ښيي چې پر غمیزو او مصیبتونو پسې تر صبر او استقامت وروسته نصرت او بریا راځي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَ لَنَبْلُوَنَّكُم بِشَىْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَ الجُوعِ وَ نَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَٰلِ وَ الْأَنفُسِ وَ الثَّمَرَٰتِ وَ بَشِّرِ الصَّٰبِرِينَ* الَّذِينَ إِذَا أَصَٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ رَٰجِعُونَ* أُولَٰئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَٰتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَ رَحْمَةٌ وَ أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ﴾ [بقره: ۱۵۵-۱۵۷]

ژباړه: قطعاً تاسو په ډار، لوږې، په مالي او ځاني زیانونو او د مېوو په کمېدو سره ازمایم او صابرانو ته زېری ورکړه. هغه کسان چې کله مصیبت ورته راځي، وایي: «موږ د الله سبحانه وتعالی یو او د هغه لورته بیرته ورګرځو. هغوی (باایمانه صبر کوونکي دي چې د الله مهرباني، رحمت، احسان او مغفرت یې په برخه کېږي او په رښتیا چې دوی (په حقه لاره او د خیر او نیکمرغۍ په طریقې) سره هدایت موندونکي دي.

الله سبحانه وتعالی د اصحابو کرامو په ستاینه کې فرمایي چې هغوی تر ټولو ګران بیه څیزونه او حتا ځانونه د الله سبحانه وتعالی په لاره کې قرباني کول او دغه ستاینه یې په احزاب سورت کې داسې بیان کړې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحبَهُ وَ مِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَ مَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾ [احزاب: ۲۳]

ژباړه: په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره پر کړې ژمنه صادق او رښتیني ولاړ دي. ځینو خپلې ژمنې پوره کړې (د شهادت شربت یې څښلي) او یو شمېر نور په تمه دي او خپله ژمنه یې هېڅ وخت تغیر او تبدیل نه کړه.

په حقیقت کې د سختۍ پر مهال د ایمان د څښتنو دریځ‌نیوونه او چلند د ځمکې پر سر ټولو ظلم کوونکو ته دا قوي پیغام رسوي چې د ایمان څښتن بریالي کېدونکي دي. دغه کسان د دین د اظهار او خلکو ته د حق رسولو په لاره کې نه ستړي کېږي. هو، هغوی بریالي کېدونکي دي، ځکه باطل ته «نه» او ظالم ته له «ظلم څخه لاس واخله!» وایي. مومنانو ته دغه دریځ‌نیوونه او چلندونه چې په منځ کې یې علماء، د پوځونو مشران او یو شمېر عام خلک شته، پیغمبر او رهبر یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ور زده کړي دي.

هغه رهبر چې استقامت او ثبات یې وښود او پخپل دعوت کې یې په ښه چلند، د مصیبتونو په ډېرېدو، د فشارونو په زیاتېدو او له انسانانو څخه د نصرت ورکړې په کمېدو سربېره یې جوړجاړی ونه کړ. له دغه رهبر سره له الله سبحانه وتعالی پرته بل هېڅوک نه وو، څومره ښه مرسته کوونکی! الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَاللَّهُ یَعصِمُکَ مِنَ النَّاسِ﴾ [مائده: ۶۷]

ژباړه: او الله سبحانه وتعالی تا د کافرانو له احتمالي ګواښونو او ځورونو څخه خوندي ساتي. (ځکه د الله سبحانه وتعالی سنت دا دي چې باطل پر حق نه بریالی کېږي).

الله سبحانه وتعالی همدرانګه فرمایلي دي:

﴿إِنَّ اللَّهَ يُدَٰفِعُ عَنِ الَّذِينَ ءَامَنُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ﴾ [حج: ۳۸]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی د مومنانو دفاع کوي او د ایمان له کبله یې بریالي کوي. ځکه په رښتیا چې الله سبحانه وتعالی خیانت کوونکي کافران نه خوښوي او خپل مومن دوست ملحدو کافرانو ته په لاس نه ورکوي.

نن ورځ موږ د ځمکې پر سر د اسلام د اظهار قضیې لپاره د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت دولت په تاسیس سره ثبات او استقامت ته اړ یو، په داسې حال کې چې پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرو، په ښه بڼه پر خپلې قضیې باور لرو، قوي هوډ لرو، غیرت مو نه کمېږي؛ نو په داسې حال کې الله سبحانه وتعالی څنګه موږ ته نصرت رانه کړي؟!

دوام لري....

الرایه جریده: ۴۱۷مه ګڼه

لیکوال: استاد محمد جامع (أبو أیمن)

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د پاکستان-افغانستان او پاکستان- TTP تر منځ نښتې

  • خپور شوی په سیاسي

پاکستاني واکمنان په سرحدي سیمو کې د وسلوالو ګواښونو ته په دې هیله د نړیوالو پام راګرځوي چې دا خبره د پیسو ترلاسه کولو  لپاره په یوه جیوپولیټیکي سرچینه بدله کړي. پاکستان له همدې امله په سرحدي سیمو کې د وسلوالو ګواښ پیاوړی ښیي.

د پاکستاني چارواکو لخوا پر پولو کلکه څارنه د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د ستونزو د رامنځته کېدلو لامل ګرځېدلی. پاکستاني چارواکي له افغانستان سره د پولو له پرانیستلو څخه ځکه ویره لري، چې فکر کوي دغه چاره د دواړو اقتصادونو د طبیعي ادغام لامل ګرځېدلی شي او د پاکستان تولیدي ظرفیت باید د پاکستان او افغان بازارونو تقاضا (هغه څه چې په حقیقت کې د ځایي صنعت لپاره ګټه ده) پوره کړي. افغانستان ته د ډالرو، سرې (کیمیاوي کوډ)، غنمو او نورو توکو قاچاق د پاکستان د بې کفایته حکامو یوه اندېښنه ده. پاکستاني چارواکي له افغانستان څخه پاکستان ته د وسلوالو له تګ راتګ او له افغان طالبانو سره د اړیکو له لارې په پاکستان کې د شته مدرسو له افراطي کېدلو څخه هم وېره لري. د افغان طالبانو لپاره له پاکستان او د پاکستان له اقتصاد سره اړیکې حیاتي ارزښت لري، ځکه خو د پولې پرانستلو ته لېواله دي. دغه پوله د پښتنو قبایلو لپاره یوه حساسه مسله ده او هېڅکله یې نه ده منلې؛ دوی دغې پولې ته د داسې کرښې په توګه ګوري چې یو قوم په دوو هېوادونو وېشلی.

د پاکستان په سرحدي سیمو کې د هغو وسله والو او پاکستاني دولت ترمنځ نښتې روانې دي چې د افغان طالبانو لخوا یې نامستقیم ملاتړ کېږي. سرحدي قبايلو هيڅکله هم په خپلو سيمو کې د دولتي جوړښتونو ژور نفوذ نه دی منلی او دا ډول جوړښتونه یې د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ تر پښو لاندې کول ګڼلي دي. له همدې امله دوی له خیبر پښتونخوا سره د فاټا (FATA) سیمې یو ځای کېدلو ته د پاکستاني دولت لخوا د دوی پر خپلواکۍ د برید په سترګه ګوري او د دغې ادغام د بیرته ویشلو غوښتنه کوي. دا او د یو امریکایي پلوه سیکولر پاکستاني دولت په توګه پر اوسني نظام د دوی ایډیالوژیکي باور د پاکستان دولت پر وړاندې د دوی د وسلې د پورته کولو لاملونه دي.

افغان طالبان په فعاله او مستقیمه توګه د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) ملاتړ نه کوي، خو په افغانستان کې د دوی د پټنځایونو په نښه کول هم نه مني. افغان طالبان په لاندې دلایلو نه غواړي چې په خپله خوا کې د TTP پټنځایونه په نښه شي:

الف- د دوی په اند، پاکستان او امریکا چې په سرحدي سیمو کې وسله‌وال ونه شو ځپلی، دوی یې هم نه شي کولی.

ب- افغان طالبان دا وړتیا نه لري چې په سرحدي سیمو کې د وسله‌والو پر وړاندې دومره پراخه عملیات وکړي.

ج- که افغان طالبان د خپلو جهادي ملګرو پر وړاندې ګام پورته کړي، نو په دې کار سره دوی خپل جهادي مشروعیت ته زیان رسوي. دوی وېرېږي چې که په افغانستان کې د TTP پر وړاندې عملیات وکړي، نو د خپلو کادرونو په منځ کې به مشروعیت له لاسه ورکړي.

د- د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت پخپله د داعش-خراسان ډلې لخوا تر پرلپسې بریدونو لاندې دی. دوی وېره لري چې د TTP پر وړاندې هر ډول عملیات به د TTP غړي دې ته وهڅوي چې داعش-خراسان له لیکو سره یوځای شي یا هم ممکن پخپله د افغان دولت پر وړاندې وسله پورته کړي. د دوی په اند که له هوښیارۍ کار وا نخیستل شي، د افغانستان په ختیځ کې د وسلوالو ګواښ د افغان طالبانو ضد جبهې باندې بدلیدلی شي.

هـ - افغان طالبان غواړي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې ستونزې حل کړي. په سرحدي سیمو کې د TTP ګواښ او د TTP پر وړاندې د پاکستان د پوځ پوځي عملیات به دغې موخې ته د افغان طالبانو د رسېدو لار سخته کړي. د دې لپاره افغان طالبان غواړي له پاکستان سره د TTP د ګواښ په لرې کولو کې داسې مرسته وکړي، چې پخپله زیانمن نه شي. دوی ته د دې لپاره تر ټولو غوره لار د پاکستاني چارواکو او TTP تر منځ د خبرو اترو تسهیلول ښکاري؛ دوی د دې کار د پیل هڅه هم وکړه، خو د پام وړ پایله یې نه لرله.

افغان طالبان په سرحدي سیمو کې د TTP شته ګواښ ته په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ د پر شا تمبولو د یوې لارې په سترګه ګوري. دوی ممکن دغې چارې ته د پاکستاني دولت پر وړاندې د یوې ګټورې وسیلې په سترګه وګوري. سره له دې هم دا ډول پالیسي له TTP څخه د فعال ملاتړ په معنی ده ده، بلکې، لکه وړاندې چې یادونه وشوه، دا د TTP او د پاکستان دولت ترمنځ د خبرو اترو په تسهیل کې په مرستې، یو ډول نامستقیم ملاتړ دی.

د پاکستان پر دولت د TTP د وسله‌والو جنګیالیو بریدونه د سرحدي قبایلو د خودمختارۍ او خپلواکۍ ساتلو لپاره د دوی د ټیټې کچې مبارزه منعکسوي او دا له پاکستاني چارواکو سره یوه داسې جوړجاړي ته رسیدل دي، چې وکولی شي په هغه کې د فاټا سیمې لپاره یو څه خپلواکي او خودمختاري رامنځته کړی شي. د پاکستان پوځ نه غواړي په سرحدي سیمو کې وسلوالو ته دومره مجال ورکړي؛ ځکه دوی له هغو جهادي اړیکو ويرېږي، چې له واڼې تر کابل پورې غزېږي. پاکستانی پوځ له افغان طالبانو غواړي چې پر TTP فشار راوړي، ځکه دوی نه غواړي چې په سرحدي سیمو کې پراخ عملیات وکړي؛ د دغه ډول عملیاتو لپاره پر پاکستان دولت لوی اقتصادي او پوځي لګښت راځي. دوی همداراز د دغه ډول عملیاتو له اقتصادي پایلو وېرېږي، ځکه دا عملیات بهرني پانګوال وېروي او پاکستان پرېږدي. د پاکستان رژیم غواړي د عامه لفاظۍ او خبرو له لارې پر افغان طالبانو فشار راوړي او له TTP سره په مبارزه کې د دوی مرسته غواړي.

امریکا د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د وسلوالو حرکتونو د شتون مسالې ته د سیمې په امنیتي چارو کې د لاسوهنې او په سیمه کې د ترهګرۍ ضد بنسټونو د ساتلو لپاره د یوې پلمې په نظر ګوري. داسې ښکاري چې امریکا غواړي پر افغان طالبانو د پاکستان د پوځي تاسیساتو له فشار څخه په ګټه اخیستلو سره هغوی دې ته اړ کړي چې نړیوال لیبرال نظم ته تسلیم شي او د دې ترڅنګ خپله دا غوښتنه پرې ومني چې د افغانستان سیاسي نظام دروازه په پخواني دولت کې د امریکایي اجنټانو پر مخ پرانیزي او په افغان دولت کې اصلاحات راولي. د افغان طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د پولې پر سر نښته د دې سبب کېږي چې پر خپله لوېدیځه پوله تمرکز وکړي او د پاکستاني پوځ پام له ختیځې پولې راواوړي؛ له دې سره هند هم دا فرصت پیدا کوي چې د پاکستان له اړخه بې غمه شي او خپل پوځي چمتووالی د پاکستان پر ځای پر چین متمرکز کړي.

په پایله کې، د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ نښته په حقیقت کې د مسلمانانو تر منځ هغه جګړه ده چې سبب یې د انګریزي استعمار لخوا د دوو مسلمانو وروڼو ترمنځ د مصنوعي پولې جوړېدل دي. یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت کولی شي چې د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا مسلمانان د اسلام تر حاکمیت لاندې سره یو کړي، د وروڼو قومونو تر منځ دښمني له منځه یوسي او د مسلمانانو ځمکې، ځواک او سرچینې سره واحدې، امنیت یې خوندي، او اسلامي ټولنه سوکالۍ ته ورسوي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاي دفتر

انجنیر معز - ولایه پاکستان

د مطلب ادامه...

د مظلومانو د حق پوښتنه به څوک کوي؟ د مسلمانانو اتل چېرې دی؟

  • خپور شوی په سیاسي

د چیلي ولسمشر، ګابرییل بوریک د ۲۰۲۲ کال ډسمبر په ۲۱مه د دغه هېواد په پلازمېنه، سنتیاګو ښار کې په شخصي مراسمو کې وویل چې پلان لري د فلسطین په «اشغال شوو سیمو» کې سفارت پرانیزي. ده وویل چې دا به نړیوالو حقونو ته د درناوي په معنی وي. د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر د دغه پلان هرکلی وکړ.

دا خبر د چیلي د بهرنیو چارو وزیرې، انتونیا اورېیولا هم تایید کړ؛ نوموړې وویل: « تر اوسه د دې لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې؛ چیلي دواړه هېوادونه، فلسطین او اسراییل، په رسمیت پېژني.»

د مظلومو خلکو او اشغال شوې سیمې ملاتړ ښه خبره ده، خو له ۱۹۴۹ راهیسې یوه ظالم ته مشروعیت ورکول بیخي ناسم کار دی. خو هېڅوک په دې اړه خبرې نه کوي او نه وايي چې ولې باید د دوو دلتونو د حللارې ملاتړ وشي چې موږ، د محمد صلي الله علیه وسلم امت یې هېڅکله نه منو (باید یوازې فلسطین وي).

موږ باید ګابرییل بوریک ته د شاباسي په ورکولو کې دومره بیړه ونه کړو او نه فکر وکړو چې فلسطین یې له اشغالګرو ازاد کړ. بوریک باید خپل د جنوبي امریکا ملګري، چيګوارا خبرو ته پام وکړي. چيګوارا فلسطیني کډوالو ته ویلي وو چې دوی باید د خپلې خاورې د ازادولو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي. هغه ویلي وو چې د استعمار پر وړاندې له مقاومت پرته بله لار نشته. ده ویلي وو چې د فلسطینیانو قضیه ځکه «پېچلې» وه چې نویو یهودي کډوالو یې کورونه اشغال کړي. ده ټینګار کړی و چې «بلاخره باید حق بېرته واخیستل شي».

دا مه هېروئ چې په ۲۰۱۴ کې د چیلي په ګډون د جنوبي امریکا څو هیوادونو د جګړې په غبرګون کې له یهودي دولت څخه خپل سفیران راوغوښتل خو لږ وخت وروسته، چیلي او څو نورو هېوادونو بېرته خپل سفیران ور واستول. وینزویلا په جنوبي امریکا کې یوازینی هیواد دی چې تر اوسه یې یهودي دولت په رسمیت نه دی پیژندلی.

بوریک د ۲۰۲۲م کال په لومړیو کې د یوه فلسطیني ماشوم د وژنې په اعتراض کې د یهودي دولت د سفر د باورلیک له منلو انکار وکړ؛ خو دوې اونۍ وروسته یې بېرته ومانه.

توپیر نه کوي چې دا ډول کړنې د اعتراض په بڼه کوي که د ملاتړ. پر څه چې موږ پوهیږو هغه دا دي چې پر خپل کیڼ اړخي سیاست سربېره به بوریک د خپلو سیاسي هیلو لپاره جوړجاړی وکړي. د چیلي اقتصاد پر صادراتو ډېر ولاړ دی او اصلي مصرفوونکي یې امریکا او چین دي. د مسو صادراتو له دغه هېواد څخه د نړۍ د فلزاتو تر ټولو لوی تولیدوونکی جوړ کړی. په ټاکنو کې له بریا وړاندې بوریک د BDS خوځښت (د اسرایلو د انزوا، په دغه هېواد کې د پانګونې نه کولو او پر یاد هېواد د تحریمونو خوځښت) غړی و، خو اوس ښکاري چې له هغه فکر څخه یې لار بېله کړې؛ سیاستوال له ټاکنو وړاندې یو څه وايي، خو کله چې واک ته ورسېدل بل څه کوي. لکه چې وايي، د عمل غږ تر تشو خبرو لوړ وي.

په چیلي کې له ۳۵۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰۰ فلسطیني الاصله وګړي ژوند کوي؛ د چیلي د پخوانی ولسمشر نیکه هم فلسطینی کډوال و. دا تر ټولو لویه عربي ټولنه ده چې له عربي هېوادونو بهر اوسېږي. له دې ښکاري چې په چیلي کې د فلسطینیانو رایه ارزښت لري او بوریک له دې خبرې ګټه اخلي؛ خو جدي اقدام نه کوي، ځکه دی پوهیږي چې د ولسمشرۍ دورې دوام يې په پياوړي اقتصاد پورې تړلی دی. دا د دوو هېوادونو په نامه حللارې روایت د ترویجولو او پياوړي کولو لپاره هڅه ده. آیا موږ نن ورځ د خپلو خاورو د استعمار لپاره عملي او پراګماټيکه حللاره منو؟ دا یو ډېر خام روایت دی چې ژر له منځه ځي. دا فکر ناسم دی چې فلسطین به د دوو هېوادونو په نامه حللارې له لارې بشپړ ازاد شي.

د دې نظریې په منلو سره څوک تېر باسو؟ ته چې دا لولوې، ایا دا غواړي چې د هغه څه پر خلاف عمل وکړې چې ستا دین، اسلام له اووم اسمانه نازل کړي؟

آیا زموږ دین په دې برخه کې نیمګړی دی چې وایو اوس تر هېڅ حللارې عملي حللاره هم ښه ده؟ ولې داسې ناکام فکر کوو؟

ایا نړیوال نورمونه او نړیوال سیاستونه که څه هم له اسلام سره په ټکر کې هم وي، باید پلي شي. له یوې خوا وایو چې دین مو بشپړ دی؛ له بلې خوا د خپلو ستونزو حللارې په نورو سرچینو کې لټوو. ولې داسې شوو؟ ولې دا ډول فکر کوو؟

د اسلامي خاورو اوسني حکام د اسلام اتلان نه دي. سره له دې چې حکامو د عادي کولو یا نارملایزشن هڅه کوله، د نړیوال جام پر مهال له مظلومو فلسطینیانو څخه د خلکو ملاتړ د دغو حکامو تر ملاتړ ډېر زیات و. د مراکش د ټیم لوبغاړو د مراکش د خلکو او پاچا تر منځ د نظر روښانه اختلاف وښود؛ خلکو یې د مظلومو فلسطینیانو ملاتړ کاوه او پاچا یې له اسرایلو سره د اړیکو عادي کول منلي.

نړۍ نن ورځ داسې فعالو کسانو ته اړتیا لري چې د اسلام بیرغ، لواء پورته کړي. نړۍ نن له تاسو غواړي چې پورته شئ او وښاياست چې ستاسو دین د فلسطین سپېڅلې خاوره ازادولی شي. نو هغه کار به وکړئ چې تاسو ته ژوند در بښي؟

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا۟ اسْتَجِيبُوا۟ لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا۟ أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ)[الانفال:۲۴]

ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د الله او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک وواياست چې کله پیغمبر تاسو ته د هغه څه په لورې بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. او پوه شئ چې الله د انسان او د هغه زړه تر منځ حایل دی. او د همغه لوري ته به تاسو ورټولېږئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عبدالناصر ابو مازین

 

د مطلب ادامه...

د جاپان نوې دفاعي سټراټېژي

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

جاپان څو ورځې وړاندې نوې دفاعي سټراټېژي اعلان کړه چې د پوځي بودیجې د پام وړ زیاتوالی پکې لیدل کېږي. ايا دا په دې معنی ده چې جاپان غواړي تر دویمې نړیوالې جګړې وړاندې وخت په څېر ځواکمن شي؟ د دې اقدام موخه څه ده؟ او ایا دا پرېکړې خپلواکې دي او که د کوم بهرني اړخ، په ځانګړي ډول امریکا تر اغېز لاندې دي؟  

ځواب:

هو، د جاپان حکومت نوې دفاعي سټراټېژي جوړه او په خپل قانون کې یې ځینې تعدیلات راوستل؛ د جاپان لومړي وزیر، فومیوکشیدا د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۱۶مه درې دفاعي سندونه تایید کړل؛ لومړی د جاپان د ملي امنيتي سټراټېژي، دويېم ملي دفاعي سټراټېژي او درېيم د دفاع جوړولو پروګرام. جاپان له تېرو اوو لسيزو راهيسې او تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د يوه مات شوي دولت په څېر و، اوس غواړي دا حالت بدل کړي. نو جاپان ډېره هڅه کوي چې یو ځل بیا خپلې پوځي وړتیاوې لوړې کړي. له دغه اقدام څخه د جاپان پر موخو د لا ښه پوهېدو لپاره لاندې ټکي ارزوو:

لومړی: د دغې سټراټيژۍ ځينې مادې په لاندې ډول دي:

۱- د دغې نوې سټراټيژۍ له مخې، جاپان د اساسي قانون هغه مادې لغوه اعلان کړې چې د جاپان د اشغال پر مهال د امريکا له لوري پرې تپل شوې وې او له ۱۹۴۷ راهيسې د پلي کېدو وړ وې. د جاپان د اساسي قانون له مخې، دا هېواد د پوځي ځواک له لرلو او له خپلو پولو بهر هر ډول پوځي کړنو څخه بې برخې و. که څه هم، د جاپان نوې سټراټېژي کې په مشروط ډول د «متقابل بريد» يادونه شوې او رقابتي جګړه استثنا کوي،  خو بیا هم دا لومړی ځل دی چې جاپان له خپلو پولو بهر د پوځي فعالیت محدودیت تر پښو لاندې کوي. د دغې سټراټيژۍ له مخې، د جاپان پوځي بودیجه تر ۲۰۲۷م پورې د ناخالصو کورنیو تولیداتو له یو سلنه څخه ۲ سلنه (د ناټو د غړو هېوادونو پوځي بودیجې ته ورته) ته پورته کېږي؛ دا د دولت د بودیجې ۱۰ سلنه تشکیلوي. (الجزيره نېټ، ۱۶/۱۲/۲۰۲۲). په دې توګه به جاپان په نړۍ کې تر امريکا او چين وروسته درېیمه لویه پوځي بودیجه لري.

۲- دغه سټراټېژي همداراز د «تر ټولو ناوړه سناریو» لپاره د تیاري غوښتنه کوي او دا تر دوېيمې نړيوالې جګړې وروسته «تر ټولو سخت او پېچلی امنيتي وضعيت» او له بهرنیو ګواښونو سره مقابله بولي؛ چې د دې لپاره باید لوی شمېر له لویو وچو تېرېدونکي «۵۰۰» امریکايي «ټوماهوک» او ايس ايم-۶ توغوندي وپېري تر څو وکولی شي د هر ډول لرې واټن بريدونو پر وړاندې چمتو وي.

۳- د جاپان اساسي قانون ۹ ماده وايي «د جاپان خلک تل د دولت لپاره د حاکمیت د حق په توګه، د نړیوالو شخړو د حللارې په توګه له جګړې او هر ډول تاوتریخوالي او له ګواښه ډکې کړنې څخه لاس اخلي. د دغې پرېکړې د ریښتیا کېدو لپاره به جاپان هېڅ ځمکني، سمندري، هوايي او نور پوځونه نه لري او دولت ځان ته حق نه ورکوي چې په جګړو کې ښکېل شي». دا ماده لغوه شوه؛ څو جاپان وکولی شي د جګړې د نوي سیاست پر وړاندې ودرېږي، دا سیاست د پوځي لګښت، پوځي صنعت او پوځ/ريښتیني پوځ جوړولو په ګډون پراخو کورنیو بدلونونو ته اړتیا لري او دا خلکو ته له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې د جاپان پراخ پوځي ځواک او زور وریادوي.

۴- له خپلو ګاونډيانو او نړيوالو قدرتونو سره د جاپان د ګډ سوله‌ييز ژوند تګلاره پای ته رسېدونکې ده، د اساسي قانون په دې نويو تعديلاتو کې جاپان حق لري چې د هر دښمن هيواد پر ضد متقابل بريد وکړي. په دې نوې سټراټيژۍ کې له «درېیو شريرو» هيوادونه سره د مقابلې يادونه شوې؛ که څه هم جاپان دا نوم نه ورکوي. په دغو درېیو هېوادونو یا «شریر مثلث» کې لومړی هېواد چین دی چې جاپان یې د ځان لپاره «تر ټولو ستر سټراټېژیک ګواښ» بولي؛ دویم هېواد شمالي کوريا ده چې جاپان یې «د نن ورځې جاپان لپاره خطرناک او قریب الوقوع» ګواښ بولي او په درېیم ځای کې روسیه راځي چې جاپان کلکې نیوکې پرې وکړې او د دغو نیوکو سبب هم دا و چې «روسیه د خپلو ځانګړو امنیتي موخو لپاره له زور څخه کار اخلي؛ لکه د اکراین مسله. بل سبب یې په اسیا او ارام سمندر کې د روسیې پوځي فعالیت او له چین – چې پخپله د جاپان یوه لویه امنیتي اندېښنه ده- سره د دغه هېواد سټراټېژیکه همکاري ده.»(فرانس ۲۴، ۱۶/۱۲/۲۰۲۲).

دويم: د دغې سټراټیژۍ پر وړاندې د نړیوالو دریځونو په پام کې نیولو سره؛ لاندې ټکي روښانه کېږي:

۱- چين د دغې سټراټيژۍ کلک مخالفت وکړ او رسماً یې پر وړاندې اعتراض وکړ: [د جاپان نوې سټراټېژي تر رسمي اعلان وړاندې لا د بيجينګ له مخالفت سره مخ شوه. بیجینګ تل د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د جاپان د هغو وحشیانه پوځي تمایلاتو په اړه خبرې کوي چې چین یې هم قرباني و. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند، وانګ وين بين، جمعه وويل: «جاپان پر واقعيتونو سترګې پټوي، له دوو اړخیزو ښو اړیکو او پر ګډ تفاهم له پابندۍ لرې کېږي او د چین اعتبار او شهرت ته زیان رسوي. موږ د جاپان دا کار په کلکه غندو.» (فرانس ۲۴، ۱۶/۱۲/۲۰۲۲)].

۲- شمالي کوريا خبرداری ورکړ چې دا پرېکړه به جاپان منزوي کړي؛ [د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل: «جاپان د یوه خطرناک امنیتي ناورین د رامنځته کولو په حال کې دی او پر خپله نوې امنیتي سټراټيژۍ پر باور سره عملاً پر نورو دولتونو د دفاعي برید کولو ته رسمي بڼه ورکوي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د جاپان د تېري نوي پلان ته رسمي بڼه ورکول د ختیځې اسیا امنیتي چاپېریال په بنسټیزه توګه بدلوي.» نوموړي خبرداری ورکړ چې توکیو به ژر پوه شي چې «دا یوه خطرناکه او ډېره بده ټاکنه وه.» (سکای نيوز عربي، ۲۰/۱۲/۲۰۲۲)].

۳- د امريکا په تړاو، [واشنګټن د يادې سټراټيژۍ هرکلی وکړ. د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار، جيک سوليوان وويل: «په دفاعي برخه کې د جاپان د پام وړ بانګونه به د امريکا-جاپان ايتلاف پياوړی او عصري کړي.» (فرانس ۲۴، ۱۶/۱۲/۲۰۲۲)]؛ د امريکا دفاع وزير لوييد اسټين هم د جاپان لخوا د خپلې نوې سټراټيژۍ د اسنادو د خپرولو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې: [«د جاپان د ملي دفاعي سټراټېژي او د امریکا د ملي دفاع په سټراټيژۍ کې د مشخصو شوو لومړیتوبونو او لیدلورو تر منځ ورته والی مهم دی.» (الشرق الاوسط، ۱۲/۱۷/۲۰۲۲)] او [ولسمشر بايډن وويل چې «هيواد يې له جاپان سره په دې حساسو شېبو کې ولاړ دی او د هند او ارام سمندرونو په سیمه کې زموږ ایتلاف مهم دی». سپينه ماڼۍ د جاپان نوي دفاعي پلان ته له امريکا سره د پوځي ایتلاف د پياوړتيا په سترګه ګوري. (الجزيره نټ، ۱۶/۱۲/۲۰۲۲)].

درېيم: د جاپان د نوي دفاعي سټراټېژيک پلان له ارزولو وروسته دغه موارد روښانه کېږي:

۱- د جاپان نوې دفاعي سټراټېژي چې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۱۶مه اعلان شوه، که څه هم لویه پېښه وه او د جاپان د څه باندې اوو لسیزو پوځي ځواک ختموي، خو حیرانوونکې نه وه؛ ځکه چې د جاپان دفاع وزارت د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۲۲مه، د «سپن کتاب» تر نامه لاندې خپله سټراټېژي خپره کړه او په هغه کې يې هغه دفاعي تګلارې په ګوته کړې چې د نړيوالو ننګونو پر وړاندې بايد ځواب ويوونکې وي. نو «سپین کتاب» د هغو ګواښونو پر وړاندې د لرلید په روښانه کولو، چې جاپان ورسره مخ دی، دا وضعیت ختم کړ. جاپان له دغو ګواښونو سره مخ دی؛ د چین مخ پر ودې پوځي ځواک او د تایوان پر وړاندې یې د جګړې خطر؛ د چین او روسیې د پوځي همکارۍ خطر او په اسیا کې د چین، روسیې او شمالي کوریا له لوري د جګړې پیلولو خطر. د جاپان د دفاع وزارت دا «سپین کتاب» چې له یادو ګواښونو سره د جاپان د مخامخ کېدو لپاره د پوځي بوديجې پر لوړالي او په پوځي ټکنالوژۍ کې پر پانګونې او دغه راز د فضا په ګډون څو اړخیز پوځي ځواک جوړولو پر اړتیا ټینګار کوي؛ دا ښيي چې د جاپان هیلې لویې دي او داسې ځای ته رسېدلی چې په دویمه نړیواله جګړه کې د ماتې دوړې له ځانه وڅنډي، بیا راپورته شي او د چین د سویلي سمندر – چې د چین او جاپان تر لاندجې لاندې ټاپوګان پکې دي- په ګډون د ارام سمندر په سیمه کې شته سیالیو سره یو ځای شي.

۲- له دې وړاندې د جاپان پخوانی لومړی وزیر، شینزو ابې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره پر ارام او هند سمندرونو د ډېر تمرکز لپاره د امریکا او جاپان تر منځ د ګډې سټراټيژۍ پلان له اصلي جوړوونکو څخه و. دا پلان امریکا ومانه او په دې کې په ارام او هند سمندرونو کې د کښتيو د امنیت ټینګولو په موخه په سوداګرۍ، پانګونو او ګډو همکاریو کې د جاپان، امریکا او نورو شریکانو همکاري او د اسټرالیا او هند راګډول شامل وو. (العربيه، ۸/۱۱/۲۰۱۷).

۳- له همدې امله، د جاپان له نوي سټراټېژۍ او پخوانۍ هغې توپير څخه په ډاګه کېږي، چې جاپان اوسمهال پوځي ځواک بيرته ستنولو ته ګرځي، خپل تېر هېروي او په اسيا کې د جګړې لپاره په چمتوالي بوخت دی. که څه هم جاپان پخوا یو لوی هېواد و او په ځانګړي ډول يې په اسیا کې ځانګړی ځایګی درلود. د دویمې نړیوالې جګړې په لومړیو کلونو کې پر سیمه واکمن هېواد ګڼل کېده؛ چين، کوريا، سمندري ټاپوګان او په اسيا کې يو شمېر نور هيوادونه يې له مخې لرې کول؛ لکه المان چې اروپايي هېوادونه یې له مخې لرې کول. دواړو هیوادونو وروسته ماتې وخوړه او جاپان پکې د اټومي بريد قرباني شو. امريکا د ۱۹۴۵م کال په اګېسټ کې د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اټومي بمونه وغورځول چې په پايله کې یې تر دوو لکو ډېر کسان ووژل؛ جاپان له دغو بریدونو یوه اونۍ وروسته د ۱۹۴۵م کال د اګېسټ په ۱۵مه تسلیم شو او د امريکا په مشرۍ متفقینو جاپان اشغال کړ.

۴- د جاپان امپراتورۍ تېر تاريخ ته په کتو، پوځي سياست ته ستنېدل د جاپانيانو له پراخ هرکلي سره مخ شول. خو د اوږدې مودې لپاره له جنګي سياست څخه د جاپان لرې پاتې کېدل او په جاپان کې د متفقینو له وتلو وروسته تر نن ورځې پورې د امريکايي پوځي اډو شتون د دې سبب شوی چې د پوځي ځواک بیا ترلاسه کولو لپاره د جاپان انګېزي بشپړې خپلواکې نه وي.

۵- ښايي د امریکايي له چټکو او د پوځ، پوځي ایتلافونو او سیمې د ګواښونو په اړه د جاپان له سټراټيژۍ سره موافقو اظهاراتو سره نور په دې اړه شک نه وي پاتې چې د جاپان پوځي کېده په حقیقت کې هغه د تهداب ډبره ده چې د امریکا په سټراټيژۍ کې د چین د ګواښونو پر وړاندې ایښودل شوې ده. امریکا خپل پوځیان د چین سمندر ته لېږدولي، د تایوان شاوخوا پاروونکې کړنې کوي او هڅه کوي په دغه سیمه کې اندېښنې زیاتې کړي. امریکا ان ځان د چین پر وړاندې جګړې ته تیاروي؛ د امریکا له ولسمشر، بایډن څخه وپوښتل شول چې که چین پر تایوان برید وکړي، امریکا مستقیماً په جګړه کې ښکېلېږي؟ ده يې په ځواب کې وویل: هو.

۶- همدا رنګه، د پخواني ولسمشر ټرمپ ادارې د شمالي کوريا پر ضد پاروونکې څرګندونې کولې او هڅه یې کوله چې د جاپان پوځیان وهڅوي؛ ده په ۲۰۱۷ کې جاپان ته د «جنګيالی ملت» خطاب وکړ: [... ټرمپ دا څرګندونې د ولسمشر په توګه اسيا ته تر خپل اوږد او مهم لومړي سفر وړاندې وکړې. د ټرمپ په دې سفر کې په ځانګړي ډول جاپان او شمالي کوریا شامله ده او د شمالي کوریا د اټومي ګواښ دوسیه هم پکې راځي. ټرمپ فاکس نيوز ته وويل، «جاپان يو جنګيالی ملت دی او زه چين او هر بل هېواد ته وایم چې که پرېږدئ چې شمالي کوریا همداسې دوام ورکړي، نو په نږدې راتلونکي کې به د جاپان لخوا له لویې ستونزې سره مخ شئ.» (مرصد نيوز- نړيوالې چارې- جمعه- نومبر ۳، ۲۰۱۷)]. ټرمپ په دغو خبرو کې چین ته ګواښ وکړ چې ممکن جاپان پر شمالي کوریا پوځي برید وکړي؛ ته به وايي چې د جاپان په استازیتوب خبرې کوي! که څه هم هغو نویو شرایطو ته په کتو چې د اسیا په ختیځ کې رامنځته شوي، اړتیا لري ځان یو ځل بیا پوځي کړي، خو دا د امریکا یو هر اړخیز پلان هم دی؛ ځکه چې جاپان د امریکا په لیدلوري کې له چین سره د مقابلې لپاره په یوه مرکزي دولت بدل شوی.

څلورم: اوس د پوښتنې پر وروستۍ برخه رڼا اچوو؛ چې ایا دغه پرېکړې خپلواکې دي او که له بهرنیو لوریو، په ځانګړي ډول امریکا اغېزمنې شوې؟ که پورته ویل شویو خبرو ته ځیر شو، دا موارد روښانه کېږي:

۱- جاپان د چين پر وړاندې د برياوو اوږده مخينه لري؛ د امريکا او اروپايي هيوادونو له لوري د جاپاني استعمار تر مخنيوي وړاندې، چين د ډېرې مودې لپاره د جاپان له لوري اشغال شوی و. د چین د خلکو تر اوسه هغه وخت په یاد دی او له جاپان څخه د چین لخوا د غرامت غوښتل او د تاریخ په اوږدو کې د کړو جنایتونو په سبب د  جاپان د بښنې غوښتلو موضوع د دې ښکارندوی ده. له بل اړخه، جاپان تر امريکا او چين وروسته درېیم لوی اقتصادي ځواک دی؛ دا له جاپان سره مرسته کوي چې له چين سره په هر اړخيز ډول ښکېل شي. همدا رنګه په صنعت او ټېکنالوژۍ کې د جاپان وړتياوو ته په کتو، که دغه هېواد خپل پوځي ځواک بیا ترلاسه کړي، په یوازې ځان د چین پر وړاندې درېدلی شي.

۲- امريکا غواړي چې جاپان د خپل ايتلاف په اډانه کې د چين پر وړاندې ودرېږي، داسې چې د جاپان دا سیاست د امریکا د پراخ پلان یوه برخه پاتې شي او په جاپان کې د ځواک کشمکش را ژوندی نه شي او له امریکا سره د دښمنۍ یادونه ور تازه نه کړي، په ځانګړي ډول پر جاپان د امریکا اټومي برید؛ ځکه جاپان له امریکا سره د شخړې اوږد تاریخ لري. دغو ټولو مواردو ته په کتو، امریکا غواړي د امریکا د نوې پوځي سټراټيژۍ پر ټولو جزیاتو واکمن وي تر څو دا سټراټیژي يوازې له چين سره د ښکېلتيا لپاره وي او د امريکا د اټومي بريد ياد را تازه نه کړي! د امريکايي سټراټېژۍ له مخې؛ د جاپان پوځي سياست او پوځي ځواک جوړونه باید يوازې په اسيا کې له چين سره تر ښکېلېدو محدوده وي او په اروپا کې د المان پوځي وړتیاوې د اروپا په ختیځ کې له روسیې د مقابلې لپاره وي.

۳- له دې ټولو سره سره، باید ووایو چې جاپان هم د المان پشان د پوځي وړتایوو په بیا ترلاسه کولو کې ناوخته کړی. که هم څه دا ملتونه ژوندي او فعال دي؛ خو په سوداګرۍ او پيسو ټولو روږدي شوي او د دې په پایله کې یې د هوساینې او رفاه ژور احساس پیدا کړی، عزت او کرامت یې کمزوری شوی او په رهبرانو کې یې د جګړې او نفوذ همت ورک دی. او جاپان او المان له امریکا او اروپا سره داسې چلند کوي چې له یوه پيرو او تر لاسر لاندې دولت سره توپیر نه لري.

له همدې امله، جاپان او المان څه د پاسه اووه لسيزې د پوځ جوړولو کار وځنډاوه تر هغه چې امريکا دې کار ته وهڅول. د يادو هيوادونو خلک د پرمختللي پوځونو جوړولو لپاره د پام وړ کچه انرژي او هوډ لري چې په بيړه په اټومي ځواک هم بدليدای شي او په نیږدې راتلونکې کې د ځواک او دبدبې خوند تر څکلو وروسته يو ځلې بيا خپله د امريکا لپاره هم ستونزې جوړولی شي او هغه وخت به په خپلو کې سره ښکېل شي. له همدې امله، امريکا د جاپان او المان پوځي سټراټيژي ډېره په ځير او او خلاصو سترګو څاري!

پینځم: د هغو دولتونو د واقعیت په څارلو چې نن ورځ لوی دولتونه ګڼل کېږي، وینو چې دا دولتونه هېڅ راز ښېګڼې او عدالت ته ارزښت نه ورکوي؛ د هغوی له انده ښېګڼه هغه څه ده چې که د نورو په زیان هم وي، خو د دوی غوښتنې پوره کړی. دوی عدالت دې ته وايي چې نورو ته د زيان رسولو په پايله کې ګټه لاسته راوړي او پر نورو حاکميت ولري؛ دا که ظلم ښکاره ظلم او نابرابري هم وي توپير نه ورته کوي. نو د هغوی په ارزښتونو کې ښېګڼه او عدالت نشته.  ته به وایې چې تاریخ تکرارېږي؛ کله چې فارس او روم له کوم خیر، ښېګڼې او عدالت پرته پر جهان واک درلود، اسلام له عدالت سره راغی او نړۍ یې رڼا کړه؛ په دې توګه حق راغی او باطل کډه وکړه. د نن ورځې حالت هم د پرون په څېر دی؛ دا حالت تر هغه نه سمېږي، څو هماغه د پخوا پشان د نبوت پر منهج خلافت را نه شي. دې واقعیت ته په کتو اوس د خلافت بیاراتګ یو محسوس واقعیت شوی او ښايي ژر راشي؛ رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَة عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» ثُمَّ سَكَتَ.

ژباړه: «وروسته به جبريه حکومتونه وي، دا به تر هغه وخته وي چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي او وروسته به يې الله سبحانه وتعالی په خپله اراده له منځه يوسي. وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي». بیا هغه صلی الله عليه وسلم چوپ شو. [د دې حديث روايت امام احمد او ابو داود الطیالسي کړی دی].

(وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) (يوسف: ۲۱)

ژباړه: او الله پر خپل کار غالب دی، خو ډېر خلک نه پوهېږي.

 

د مطلب ادامه...

د کډوالو مړینه

  • خپور شوی په سیاسي

د ۲۰۲۲ کال د نومبر ۲۵ مه د هغو ۳۱ کډوالو تلین دی چې په ټوپي کښتۍ کې له انګلش یا مانش کانال څخه تېرېدل؛ د دغو کډوالو اکثریت مسلمانان وو.

دا په یاد کانال کې په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو بده سمندري پېښه ګڼل شوې چې د پېښېدو شرایط یې لا ډېر د اندېښنې وړ دي.

د ژغورنې رضاکار، چارلز ډېواس د پېښې په سیمه کې له لومړیو حاضرو کسانو و. ده سلګونه داسې کوچنۍ کښتۍ لیدلې چې له خپل حد زیاتې بار شوې، د چلولو وړ نه دي او له هغه ګڼ مسیر څخه تېرېږي چې د لویو باروړونکو کښتیو لپاره دی. بدې هوا، څپو او جریانونو له کلونو راهیسې د سلګونه خلکو ژوند اخیستی، خو د نومبر د ۲۷مې پېښه ډېره وحشتناکه وه.

کښتۍ بې ثباته شوه او پکې سپاره کسان پوی شول چې په خطر کې دي. د ځان ژغورلو لپاره یې ټلیفوني اړیکې ونیولې. کښتۍ د فرانسې په اوبو کې وه؛ خو فرانسوي چارواکو ونه غوښتل چې د ژغورنې مسولیت یې واخلي. کډوالو ته وویل شول چې د انګلستان د ژغورنې خدمتونو ته زنګ ووهي؛ د انګلستاني لوري لخوا پر دې ټینګار کېده چې کښتۍ د فرانسې په اوبو کې ده او له مرستې یې ډډه وکړه. د یو بل پر غاړه د مسولیت غورځولو دغې لوبې څو ساعته ونیول؛ تر دې چې یخنۍ ۲۷ واړه کډوال یو یو وواژه.

په دې کښتۍ کې ۷ ښځې او ۳ ماشومان وو. یوه ښځه امېندواره وه. په دې ټولو کې یو کس هم د دې وړ ونه ګڼل شو چې مرسته دې ورسره وشي.

نن ورځ د هغو کسانو شمېر لا زیات شوی چې له افغانستان، سوډان، ایراق، اریتریا او نورو سیمو څخه د جګړو او لوږې په سبب تښتي او په کوچنیو او د سمندري سفر لپاره نامناسبو کښتو کې له فرانسې څخه برېتانیا ته په دې موخه ځي چې ګوندې پناه واخیستی شي او د ښه ژوند فرصتونه ورته برابر شي. قاچاقبران بې رحمه دي؛ د داسې کډوالو راپورونه شته چې کله د ډېر بار او ناخوندیتوب په سبب په کښتۍ کې له سپرېدو انکار کوي، قاچاقبر یې ماشومانو ته وسله نیسي، وېروي یې او اړ باسي یې چې خپل سفر ته دوام ورکړي. پیسې تر اخلاقیاتو وړاندې ګڼل، د دولتونو او جنایتکارو ډلو تر منځ یوازینی ګډ ارزښت او هڅوونکی عامل دی.

د دغه ناوړه وضعیت سبب مریض نشنلستي ارزښتونه دي. کډوالو ته د هغو انسانانو په سترګه نه کتل کېږي چې له استعماري جګړو او او د طمعې اقتصادي پالیسیو څخه ځورېږي.

غربي هېوادونه په اسلامي خاورو کې د ستونزو سبب کېږي او بیا تمه لري چې خلک یې دې کېني او په تمه دې شي چې بمونه او لوږه یې ووژني. د کپیټلېسټي هېوادونو په لیبرال ارزښتونو کې د همجنسپالو بشري حقونه تر دغو انسانانو ډېر ارزښت لري.

د خلافت په نشتون کې یوازې دومره کولی شو چې نورو دغه ډول پېښو او د هغو تلین نمانځلو ته په تمه شو. خلیفه به هېڅکله دا و نه مني چې یو اړ انسان دې پرېښودل شي چې مړ شي. د شریعت غوره ارزښتنونه دې ډول حالت ته اجازه نه ورکوي او د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې د یوه انسان ژوند تر ټولې نړۍ ارزښت لري.

(مِنْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاءتْهُمْ رُسُلُنَا بِالبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ)

ژباړه: «له همدې امله موږ بني اسرائيلو ته فرمان ورکړی و چې، چا چې يو انسان د وينې له بدلې يا په ځمکه کې له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسې ده لكه ټول انسانان یې چې وژلي وي او چا چې څوك له مرګه وژغوره، داسې ده لكه ټول انسانان یې چې ژغورلي وي." - خو د هغو حال دا دى چې زموږ پېغمبران پرلپسې له روښانه لارښوونو سره ورته راغلل؛ سره له دې هم د هغو زياتره كسان په ځمکه کې زياتى كوونكي دي.» [مائده:۳۲]

د مسلمان ژوند او عزت به تر هغه خوندي نه شي، تر څو پر ځمکه بشري نظامونه حاکم وي. یوازینۍ د باور وړ حللاره د خلافت بشپړ راتګ دی.

له ابومریم الازدي څخه روایت دی چې وايي: کله چې د معاویه لیدو ته ورغلم، راته ویې ویل: «په راتلو دې څومره خوشاله کړو اې د فلاني پلاره.» (عربان په دې ډول حالاتو کې همداسې اصطلاح کاروي). ما ورته وویل: «د دې لپاره راغلی یم چې یو حدیث درته ووایم چې اورېدلی مې دی او غواړم ترې خبر دې کړم. له رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي چې فرمايي»:

مَنْ ولَّاهُ الله عز وجل شيئًا مِنْ أَمْر المسلمين فاحْتَجَبَ دُونَ حاجَتِهم وخَلَّتِهِم وفقرهم، احْتَجَبَ الله عنه دون حاجَتِه وخَلَّتِهِ وفقره

ژباړه: «کله چې الله عزوجل یو چا ته د مسلمانانو د یوې چارې مسولیت ورکړي او هغه یې اړتیاوو، فقر او ستونزو ته رسیدګي ونه کړي؛ الله تعالی د هغه کس اړتیاوو، فقر او ستونزو ته پام نه کوي. (نو معاویه بیا یو کس وټاکه چې د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي)» [ترمذي]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

د ډالرو ناورین د نورو پورونو لپاره په سوال کولو او اقتصادي منشور نه حلېږي؛ بلکې یوازې د خلافت نړیوال اقتصادي نظام په بشپړ پلي کولو حلېدی شي! Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د وارداتو او پورونو ورکولو لپاره له صادراتو او بهر ته د پاکستانیانو له حوالو څخه د ډالرو راټولولو پالیسي بشپړه ناکامه شوې. نورې ټولې اقتصادي پالیسۍ هم ناکامې شوې؛ ځکه چې دا اقتصادي پالیسۍ او ماډلونه نړیوال استعمارګر نظم ته د غلامۍ پر بنسټ دي. پاکستان اوس یوازې دومره ډالر لري چې تر یوې میاشتې کم واردات پرې وکړی شي.

پاکستان په سوال د نورو پورونو غوښتلو او دغو پورونو لپاره د مهالوېش په جوړولو هڅه کوي یوه حتمي ناکامي وځنډوي. د ډالرو ناورین د حل کولو لپاره د وارداتو درول، یوازې دومره کوي چې صنعت زیانمن شي. اقتصادي فعالیتونه عملاً په ټپه ولاړ دي او کاروبارونه خپل سلګونه او زرګونه کارکوونکي له دندو لرې کوي.

واکمن ګوندونه او اپوزیسیون هم کومه اقتصادي حللاره نه لري. دا ټول ګوندونه یوازې پانګوال اقتصادي ماډل او پالیسۍ پلې کوي. نو که اقتصادي منشور هم لاسلیک کړي، دا ګوندونه د ناکامۍ مخه نه شي نیولی. د تکنوکراتانو حللارې هم پخوا څو څو ځله ناکامې شوې دي، ځکه چې دوی هم د پانګوال نظام پالیسۍ پلې کوي. خبره له مالي فساده وتلې، نو د «صادقو او رښتینو» خلکو ګومارل هم ستونزه نه شي حل کولی. د پانګوال نظام ماته ټولو ته څرګنده ده. یوازې د اسلام انقلابي اقتصادي ماډل او پالیسۍ دغو اقتصادي ستونزو ته حللارې وړاندې کولی شي!

د اسلام اقتصادي ماډل له اوسني نړیوال نظم، له واشنګټن وروسته اجماع (post-Washington Consensus)، د پیسو نړیوال صندوق او نورو غربي بنسټونو څخه نه راوځي. د اسلام اقتصادي ماډل د غربي پانګول نظام تر واک لاندې کار نه کوي، چې زموږ اقتصاد د غربي اقتصادونو لپاره د ارزانه اکمالاتي ځنځیرونو په توګه وکاروي. په دې خبره کولو کې هېڅ د ویاړ ځای نشته چې دغه هېواد غرب ته د دغو توکو او خدمتونو په وړاندې کولو ډالر ګټي.

اسلام خپل نړیوال نظم رامنځته کوي او ټوله نړۍ له پانګوال استثماري نظام څخه ازادوي. خلافت په نړۍ کې اسلامي اقتصادي نظم نافذوي. خلافت به د نړیوالې سوداګرۍ لپاره ډالر د اسعارو په توګه ونه مني، بلکې معاملې به په سرو او سپینو زرو کوي؛ په دې توګه به د امریکا د واکمنۍ اصلي ستن چپه کړي. خلافت به د اسلامي نړۍ په یو ځای کولو سره د دولت-ملت فکر په پایله کې رامنځته شوی د شتمنۍ ناعادلانه وېش ختم کړي. د سرچینو په راټولولو سره به خلافت دولت په ټوله اسلامي نړۍ کې د نفتو، ګازو، کرنیزو محصولاتو، کانونو او بشري سرچینو کمښت پای ته ورسوي.

د اسلام له منشور پرته بل هېڅ منشور دا ستونزې نه شي حل کولی. څومره چې د اسلام له بشپړ پلي کولو لرې کېږو، هومره مو ستونزې زیاتې او پېچلې کېږي. اسلامي نړۍ د خلافت د تاسیس لپاره چمتو ده. جبریه واک پای ته رسیدو ته نږدې دی. نو اې د پاکستان وسله‌وال ځواکه! چمتو یئ چې حزب التحریر ته په نصرت ورکولو سره پر خپله غاړه پروت مسولیت ترسره کړئ؟ امت مو ځواب ته په تمه دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: «...ورپسې به جبریه او ظالم حکومتونه راشي، تر کله چې د الله تعالی خوښه وي، دوام به وکړي، بیا چې کله الله تعالی وغواړي، لیرې کوي یې او یو ځل بیا به د نبوت پر منهج خلافت راځي. بیا (رسول الله صلی الله علیه وسلم) چوپ شو.» [مسند احمد]

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د عربي هيوادونو له مشرانو سره د چينايي چارواکو د ناستو موخې

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

الجزيرې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۹مه پر خپله وېبپاڼه خبر خپور کړ چې: «د خليج هيوادونو د همکارۍ شورا، د خليج-چين او عرب-چين ۴۳مه ناسته جمعه د سعودي په پلازمېنه، رياض کې د يو شمېر عربي چارواکو او د چین ولسمشر، شي‌جين‌پينګ په حضور کې پیل شوه.» د سعودي، خليج هيوادونو او عربي هيوادونو له مشرانو سره د چينايي چارواکو د ناستو موخې څه دي؟ دې ته په کتو چې روسيه د زور په مټ د نفوذ او د نړۍ د څوقطبي کېدو غوښتونکې ده، ايا چين له سياسي لارې څو قطبي نړۍ غواړي او په دې ډول خپل سياسي نفوذ پراخوي او ځان د يوه لوی نړيوال قطب په توګه مطرح کوي؟ د عربي نړۍ حکام به د چین د دغه اسلوب هرکلی وکړي؟ په دې اړه د امريکا غبرګون څه دی؟  

ځواب:

د دغو پوښتنو د ځواب لپاره پر لاندې موضوعاتو رڼا اچوو:

۱- د چین ولسمشر د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۸مه سعودي ته ورسېد او د دغه هيواد له پاچا او وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره یې وليدل. د چین د ولسمشر تود هرکلی وشو او دواړه لورو هراړخيز اقتصادي او د مشارکت تړون لاسلیک کړ؛ په دې کې د ۳۰ میلياردو ډالرو په ارزښت د انرژۍ او بېخ‌بنسټونو په برخه کې تړون هم شامل و. د دغو تړونونو موخه د چین د «یو کمربند یوه لار» (د ورېښمو نوې لار) سټراټېژۍ او د «د ۲۰۳۰ لرلید» په نامه د بن سلمان پروژو – چې لویه موخه یې سرګرمي ده- په چوکاټ کې د چينايي پروژو تر منځ همغږي وه. په دغه ناسته کې په سیمه کې د بازارموندنې لپاره په سعودي کې د چین پر لوی صنعتي موقعیت هم خبرې وشوې. په دويمه ورځ چينايي پلاوې په رياض کې د خليج هيوادونو له چارواکو او ورپسې په همدغه ورځ د عربي هيوادونو له مشرانو سره ناستې وکړې چې د عربي هېوادونو ډېرو مشرانو ګډون پکې وکړ؛ د چين د بهرنيو چارو وزارت د دغې ناستې په اړه وویل: «دغه ناسته د چین د خلکو جمهوریت له تاسیس راهیسې د چین او عربي نړۍ تر منځ تر ټولو پراخه ډیپلوماټیک فعالیت ښيي. » (بي بي سي، ۲۰۲۲/۱۲/۸). په دواړو ناستو کې د چين او عربي هيوادونو ترمنځ پر مشارکت او دوه اړخیزه همکارۍ ټينګار وشو او په وروستي بيانیه کې يې پر عامو موضوعاتو لکه؛ اوسني نړيوال نظم ته درناوی، د هيوادونو حاکميت ته درناوی، د ځواک نه کارول، د ښه ګاونډيتوب اصولو ته درناوی، د فلسطين قضيې مرکزیت او د هستوي وسلو د پراختيا مخنيوي؛ باندې ټينګار وشو. چین له خلیج هېوادونو سره د ناستې په وروستۍ بیانیه کې پر ايران نيوکه کړې او ترې غوښتي يې چې خپلو ګاونډیو ته درناوی وکړي. [«خليج هیوادونو او چين پرون په رياض کې د چين-خليج ناستې په پای کې يوه ګډه بیانیه خپره کړه. په دغې بیانیه کې د هغو درې‌ګونو ټاپوګونو په اړه چې ایران یې خپل ملکیت ګڼي، د متحده عربي اماراتو لخوا د خبرو اترو او سوله‌ایزې لارې حل ملاتړ وشو. دغه راز له ایران څخه وغوښتل شول چې د اټومي هوکړې خبرې اترې له سره جدي پیل کړي.» (المیادين، ۱۰/۱۲/۲۰۲۲)]. د یادولو وړ ده چې د چين د دغه دریځ په غبرګون کې تهران د یا هیواد سفیر احضار کړی.

۲- د امريکا د نوې سټراټېژۍ له مخې چين د امريکايي واکمنۍ پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ ګڼل کېږي او د دوی په باور چين د دې وړتيا لري چې په نړۍ کې خپل نفوذ پراخ کړي؛ ځکه چين تر امريکا وروسته دويم اقتصادي ځواک دی او د پوځي بودیجې د تخصیص له مخې هم په نړۍ کې دوهم ځای لري. له همدې امله، امريکا د چين اقدامات له نیږدې څاري، د پياوړتيا مخه يې نيسي او ان له چین سره جګړې ته ځان چمتو کوي. د تايوان د کړکېچ په تړاو د ولسمشر بايډن وروستۍ څرګندونې همداسې ښيي. امريکا سعودي ته د چين د ولسمشر سفر داسې وارزاوه: [سپینې ماڼۍ چهارشنبه په یوه بیانیه کې وویل: «سعودي ته د چين د ولسمشر سفر د حيرانتيا وړ نه دی؛ ځکه موږ پوهېږو چې بيجينګ په منځني ختيځ کې د خپل نفوذ زیاتولو په هڅه کې دی.» د امريکا د ملي امنيت شورا د سټراټیژیکو اړیکو د همغږۍ مسول، جان کربي وويل: «موږ هغه نفوذ چې چین یې به نړۍ کې زیاتول غواړي، درک کوو.» نوموړي زياته کړه، «د چین سفر حیرانوونکی نه دی او دا خبره هم نه ده حیرانوونکې چي د سفر لپاره یې منځنی ختیځ وټاکه.» (سي ان ان عربي، ۱۸/۱۲/۲۰۲۲)].

۳- له بل پلوه، چين هڅه کوي داسې وښيي چې د امريکايي نړيوال نظم مخالف نه دی؛ د امریکا غوښتنې تکراروي؛ په دغه سفر کې د چین د ولسمشر له خبرو همداسې ښکارېده، په ځانګړي ډول د ناستې په وروستۍ بيانيه کې یې د نړيوال قانون له مخې د نړيوال نظم پر ساتلو، د اټومي وسلو د پراختيا پر مخنيوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه باندې ټینګار کړی؛ په دې بیانیه کې یې ان په ضمني ډول پر روسيه نيوکه کړې؛ دا چې د هيوادونو حاکميت ته درناوی، د ځواک او ګواښ کارولو مخنیوی او د ښه ګاونډيتوب اصولو ته درناوی یادوي، اشارتاً په اوکراين کې د روسيې جګړې ته ګوته نيول شوې. همدا رنګه په دې بيانيه کې چين پر ايران نيوکه کړې او ترې غوښتي یې چې د ښه ګاونډيتوب اصولو ته ژمن پاتې شي او د خليجي هيوادونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي؛ دا نیوکه یې هم د غربي هيوادونو او امريکا نيوکو ته ورته ده چې تل پر ايران مستقیماً ورته نيوکې کوي. د ايران لخوا د چين د سفير احضار یو ځل بیا ښيي چې د روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا په استازیتوب د یوه «نوی نړيوال بلاک» د جوړېدو ادعا خيالي ده او په واقعيت کې هيڅ نشته.

۴- له عربي هېوادونو سره د چین د اړیکو په اړه باید ووایو چې په سعودي کې دغو ناستو له نړیوال اړخه د دوی په اړیکو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی. دا سمه ده چې سعودي د چين د ولسمشر تود هرکلی وکړ او د ۲۰۲۲م کال په جولای کې د امريکا د ولسمشر هرکلی دومره تود نه و؛ خو د دې سبب دا و چې سعودي له ډیموکراټ ګوند سره د جمهوري غوښتونکو په سیالۍ کې د جمهوري غوښتونکو پر خوا دی او له ډیموکراټ ګوند او شخصاً بایډن سره یې اړیکې سړې دي؛ بل دا چې بايډن د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان ته ځان دومره نه دی نیږدې کړی او ډېر درناوی نه ورته لري. سربېره پردې، عربي هيوادونو له هند او المان سره هم د سټراټيژيک مشارکت تړونونه لاسليک کړل؛ خو دغو تړونونو ته د تړاو یا په سیاسي تړاو کې د بدلون په سترګه نه کتل کېږي.

۵- دا چې چین په خپل شاوخوا کې له لویو سیاسي ستونزو کړېږي؛ لکه له تایوان سره ستونزه، چې تایوان خپله خاوره بولي خو له ځان سره یې د یو ځای کولو وړتیا نه لرئ، له ویتنام سره ستونزه او یا له ګڼو نورو هيوادونو سره د ټاپوګانو پر سر ستونزې. دغه راز دا چې چین خپلې نیږدې او دوستانه اړیکې تقریباً له شمالي کوریا سره خلاصه کوي؛ دغو ټولو ته په کتو باید ووایو چې له شک پرته چین نه په عربي هېوادونو کې د سیاسي تړاو هیله لري او نه پلان؛ په ځانګړي ډول دا چې له امریکا او انګلستان سره د عربي هېوادونو د حکامو له پخو اړیکو خبر دی. نو عربي هيوادونو ته د چين د ولسمشر سفر، هلته د ناستو کول او اقتصادي تړونونه په هېڅ صورت د نیږدې یا لرې سیاسي تړاو په معنی نه دي، يوازې د هيوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې رانغاړي او باید يوازې له اقتصادي اړخه ورته وکتل شي. دا سفر ممکن ځینې سیاسي دلالتونه هم ولري، خو دا دلالتونه له سیمې یا یې د حکامو له سیاسي تړاو سره کومه اړیکه نه لري. مثلاً پر ایران د چین نیوکه د دې لپاره وه چې له غرب سره خپل دریځ یو کړي او دا ثابتوي چې چین پر ایران د نړۍ له انتقادي دریځ اخوا حرکت نه کوي او دا کار یې دا پایله نه لري چې له خلیج هېوادونو سره د ایران پر وړاندې سیاسي مداخله وکړي. دغه راز یې په وروستۍ بیانیه کې پر روسیه ضمني نیوکه لکه؛ د هيوادونو حاکميت ته درناوی، د ځواک نه کارول او د ښه ګاونډيتوب اصولو ته ژمنتیا؛ له دې ټولو څخه ښکاري چې چين له روسيې سره د اوکراين په جګړه کې ملتیا نه کوي او له نړۍ سره په اړيکو کې خپله سوله‌ييزه ډيپلوماټيکه تګلاره پرمخ وړي.

۶- چين له خليج هيوادونو سره اقتصادي اړيکې ځکه پالي چې د امريکا او اروپا له لوري یې د صنعتي ځنځیر له پرې کولو وېرېږي؛ په ځانګړي ډول غربي مارکېټونو ته د چين د صادراتو له بندولو. هغه تعامل چې نن د روسیې پر انرژۍ د زیات باور په سبب د اروپا د سټراټېژیکي تېروتنې په اړه کېږي، هغه څه دي چې په راتلونکي کې به د چین پر تولیداتو د غرب د ډېر باور په اړه وشي او د دغه تعامل نښې نښانې عملاً ښکاره شوې؛ د المان د بهرنيو چارو وزير، بېربوک وويل: [«موږ به نور پرې نه ږدو چې د خپلو حیاتي قضیو په برخه کې پر هغو دولتونو باور وکړو چې له موږ سره ګډ ارزښتونه نه لري. له شک پرته د هیله‌مندۍ پر بنسټ بشپړ اقتصادي باور موږ له سياسي ګواښ سره مخ کوي.» (المیادين، ۲/۱۱/۲۰۲۲)]. دغه راز د جرمني لومړي وزير، اولوف شولتز له بيجينګ څخه تر وتلو وړاندې «فرانکفرټر تزايتونګ» ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې ولیکل:«المان بايد چین ته په نیږدې کېدو کې چې د مارکس او لیلین سیاسي لیدلوري پر اساس نیږدې کېدو خواته روان دی، بدلون راولي.»  نومړي زياته کړه، «الماني شرکتونه بايد په صنعت کې پر چينايي توکو خپله خطرناکه تکيه کمه کړي.» (شرق الاوسط ورځپاڼه، ۴/۱۱/۲۰۲۲). چين د دې لپاره يو شمېر مخنيوونکې اقدامات وکړل چې ځینې یې دا دي:

الف: له روسيې څخه ځان لرې کول: چين تمه لرله چې ولسمشر پوتين به په اوکراين کې خپل اهداف لاسته راوړي او چين به د روسيې له نړيوال رول څخه ګټه واخلي؛ پر اوکراين د روسيې برید په تړاو د چين دریځ له پيله مبهم و. د امريکا او اروپا پراخ ملاتړ اوکراين ته د مقاومت توان ورکړ او دې کار چين له روسيې څخه لرې کړ او نامستقیماً يې پر روسيې نيوکې زياتې کړې؛ دا خبره د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې د چين کمونيست ګوند له وروستۍ غونډې وروسته ښکاره شوه؛ په دې غونډه کې شي‌جین‌پینګ ټول واخل په لاس کې واخیست او خپل سیالان یې د ګوند له دفتره وایستل. له دې وروسته چين له متعادلې روسیې ځان نور هم په چټکۍ لرې کړ. چین دا نه شي زغملی چې امريکا او اروپا یې د روسیې د انرژۍ تولیداتو پشان توليدات ور بند کړي؛ چین دغه احتمال په خپلو محاسبو کې ځای کړی.

ب: له غربي درېځونو سره ورته والی: چين امريکايي نړيوال نظم ته ژمنتيا اعلان کړه او پر هر هغه څه چې غرب نیوکه کوي، دوی یې هم کوي؛ لکه د خليج هيوادونو په چارو کې د ايران پر لاسوهنه نيوکه. چين غواړي غرب ته ووايې چې چین د نړۍ له «متمدنو» هېوادونو دی چې د ځينو هيوادونو بې رحمه تګلارې ردوي. ښايي په راتلونکو ورځو کې د چين د دا ډول درځونو د ډېرو بېلګو شاهدان وو؛ لکه دا چې له نظامي اړخه به له تایوان څخه لرې شي او له امریکا به وغواړي چې شخړې یې کمې کړي او دغه راز به د شمالي کوریا د اټومي بحران په حل کې همکاري وکړي. چین دا کارونه ځکه کوي چې امریکا او اروپا غرب ته د دوی تولیدات بند نه کړي.

ج: اقتصادي بدیلونو ته پام زیاتول: چين د عربي هيوادونو بازارونو ته د يوه بديل په سترګه ګوري؛ که څه هم غربي مارکېټونو ته دومره مهمه نه ده. يعنې که امريکايي او اروپايي مارکېټونو ته د چين توليدات بند شي، نو عربي بازارونه ورته بدیل کېدی شي؛ که څه هم دا بازارونه د امريکايي او غربي بازارونو په پرتله ګڼل کېږي. که امريکا او اروپا پر چين خپله تکيه کموي، عربي مارکېټونو له افريقايي او لاتيني امريکا له مارکېټونو سره يوځای، د چين د اقتصاد لپاره د يوې لارې په توګه کارېدی شي.

۷- د عربي هيوادونو اقتصادي اړخ ته په کتو، له عربي او خلیج هېوادونو سره د چین ناستې داسې ارزولی شو:

الف: په عربي هيوادونو کې له لسيزو ناکام حاکمیت وروسته او دا هېوادونه د وچ ځنګل په څېر دي چې ممکن په هره کوچنۍ جرقه اور واخلي؛ ځینې خپل نیم راټول شوي مالیات د سودي پورونو پرې کولو لپاره ورکوي. د ناکامو اقتصادي تګلارو او پر غرب ډېرې تکيې په پايله کې يې پولي واحدونه په چټکۍ خپل ارزښت بایلي او د توکو بیې په لوړېدو دي چې دا د خلکو د لاریونونو ګواښ زیاتوي. له خليج هيوادونو پرته کابو ټول عربي هېوادونه له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي؛ دا واقعیت د دې سبب شوی چې د دغو هیوادونو حکام چین ته د خپل اقتصاد د احتمالي ژغورونکي په سترګه وګوري؛ داسې چې ډېر پورونه ترې اخیستی شي او د پيسو نړيوال صندوق له ځینو سختو شرايطو څخه خلاص شي. چين هم فرصت لري چې د لویو بهرنیو پروژو له لارې په دغو هيوادونو کې سترې پانګونې وکړي چې ګټه یې د پراخ حکومتي فساد په سبب عربو حکامو او د هغو ملاتړو ته رسېږي.

ب: امريکا د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره پر خپلو مزدورانو ډېره تکيه کوي؛ لکه له سعودي سره د ټرمپ ادارې د وسلو خيالي تړون. امریکا د خپلو اقتصادي ګټو د تامین په موخه ان د خپلو سیالانو پر مزدورانو هم فشار راوړي؛ لکه پر قطر، چې د انګلستان مزدور دی، یې چې فشار راوړ؛ تر دې چې په امریکا کې د قطر پانګونې د دغه هیواد حکامو ته د ژغورنې رسۍ شوه او له دې لارې کولی شي په حاکمیت کې پاتې شي؛ ان تر دې چې ټرمپ د خپلې ادارې پر وخت د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د دوی د ملاتړ په بدل کې پیسې ورکړي. د هغو لویو ستونزو په سبب چې عرب حکام یې لري؛ امریکا دوی هڅوي او یا لږ تر لږه له اقتصادي اړخه چین ته د دوی د مخ اړولو خنډ نه ګرځي. ممکن دا د امریکا د پلان یوه برخه وي چې د چین اقتصاد د امریکا له مزدورانو سره د اقتصادي مرستو له لارې کمزوری کړي او دا د چین د ودې د مخنیوي لپاره د امریکا د سیاست یوه برخه وي. نو د چين-عربي هيوادونو اقتصادي همکاري او مشارکت د امريکا لپاره هيڅ ګواښ نه دی او نه د امريکا مزدوران د چين لور ته مايل کوي. 

۸- له دې ټولو سره سره، له دغو ناستو څخه د چين موخې اقتصادي دي او چین په عربي نړۍ کې له امريکا او اروپا سره د سياسي نفوذ په سر سيالي نه کوي؛ ځکه چې تر اوسه یې وړتياو او اراده نه لري. چين ان په خپل ګاونډ، ختيځه اسيا کې تر اوسه سياسي نفوذ لاسته نه دی راوړی. چين د دغو غونډو او اقتصادي تړونونو له لارې غواړي په عربي نړۍ کې يوه اقتصادي لار پيدا کړي او خپل پياوړی وساتي؛ د خليج او عربي هيوادونو له انرژۍ څخه د خپلو کارخونو چلولو لپاره کار واخلي، ځان د مدني نړۍ د يوه غړي په توګه مطرح کړي او ووایي چې موږ د هغو هیوادونو له ډلې نه یو چې غرب یې «سرکشه دولتونه» بولي، لکه ايران او شمالي کوريا. چین دغه راز نه غواړي له هغه نړیوال عزلت سره مخ شي چې نن یې د روسیې مرۍ ټینګه نیولې؛ چین غواړي له عربي نړۍ، افريقا او لاتيني امريکا سره يوازې اقتصادي اړيکې ولري، دا کار د هغې احتمالي وېرې په سبب کوي چې غربي بازارونو ته د امریکا او اروپا له لوري د خپلو تولیداتو له بندېدو یې لري؛ چين د خپلې دوستانه تګلارې پر مټ غواړي غرب ته ځان نیږدې وښيي او له روسيې څخه ځان لېري کړي.

۹- د يادونې وړ ده چې عربي چارواکي د ختيځ ترکستان پر مسلمانانو د چين د بې رحمه کړنو په تړاو هيڅ اندېښه نه لري. هغوی د چين له ولسمشر سره په دومره په صميمانه فضا کې خبرې کولې، چې ګواکي د ايغور د مسلمان مسله اصلاً نشته!  له دې ښکاري چې دغه حکام ډېر کمزوري شوي، د اسلامي امت له ملتیا یې لاس اخیستی او دوی ته د مسلمانانو چارې او وضعیت هېڅ ارزښت نه لری. دوی ته تر ټولو اساسي او برخلیک ټاکونکې موضوع د خلکو د اعتراضونو پر وړاندې د خپلو څوکیو ساتل دي. دوی په خپلو ټولو سیاستونو کې ناکام شوي او د خپلو خلکو لپاره څه نه شي کولی. په ناستو کې ټولې خبرې اترې پر اقتصادي اړیکو او نړیوالې سوداګرۍ متمرکزې وې؛ ته به وايې چې د ایغور د مسلمانانو پر وړاندې وحشت او جنایتونه بیخي په بله نړۍ کې پېښېږي!

۱۰- په دې کې هېڅ شک نشته چې د خلافت له ړنګېدو وروسته عرب او د ټولو مسلمانانو حکام په ډېر ناوړه وضعیت کې دي؛ دا وضعیت د دوی د نابودۍ د نیږدې کېدو خبر ورکوي. ځکه د هغو ویجاړیو لویه کچه چې دوی له امریکا، اروپا او چین سره په همغږۍ راوړې، دومره ده چې له دوی څخه یې د جبران کولو لار ورکه کړې او نور په هېڅ صورت نه شي کولی هغه موقعیت ته لاړ شي چې په حاکمیت کې د دوی بقا توجه کړي. دوی به د الله سبحانه و تعالی له قهر او عذاب سره مخ کېږي؛ ځکه چې اسلام یې پرېښی او له هغو کسانو سره په جګړه بوخت دي چې پر ځمکه د اسلامي ژوند بیا راتګ غواړي. دوی د استعمارګرو کفارو امرونه داسې مني چې ته به وایې ړانده دي او د ښه او بد توپیر نه شي کولی.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(النحل:۲۱){أَمْوَاتٌ غَيْرُ أَحْيَاءٍ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُون}

ژباړه:«دوی ژوندي نه، بلکې مړه دي او نه پوهېږي چې كله به راپاڅول شي(بیا راژوندي کړای شي).

 

 

د مطلب ادامه...

هغه بدلون چې پاکستان اړتیا ورته لري؛ نوی سیاست او د الله سبحانه وتعالی د وحې پر بنسټ نوی دولت، یعنې د نبوت پر منهج خلافت دی

  • خپور شوی په سیاسي

په وروستیو څو کلونو کې د اقتصادي ستونزو له امله د پاکستان د مسلمانانو کړاوونه څو چنده زیات شوي. د دې ترڅنګ په یاده موده کې په پاکستان کې سیاسي ګډوډي، بې ثباتي او د حکومت ناکامي هم زیاته شوې ده. دولت او ادارې یې د ولس د ستونزو د حل په برخه کې لټې بې پروا او بې علاقې دي او دغه چاره د ولس د بدبختیو د لازیاتېدلو لامل ګرځېدلې ده.

د پاکستان د ننني سیاسي فلجوالي او بې ثباتۍ لامل د هغه ناکام سیاست مستقیمه پایله ده، چې واکمنه سیاسي طبقه یې پلی کوي. له غربي مفکورې څخه په اغېزمنتیا د پاکستان تحریک انصاف، مسلم لیګ -نواز، د پاکستان د خلکو ګوند او نورو سیاسي ګوندونو سیاست پر دې راڅرخي چې په هره بیه چې وي، واک ترلاسه کړي او همدارنګه د واکمنو سیاستوالو، جنرالانو او قضایه قوې ګټې خوندي کړي. د ملکي برترۍ، د قانون حاکمیت او د ولس حاکمیت تر شعارونو لاندې په دغه سیاست کې سیاستوال، جنرالان او قاضیان د خپل واک د زیاتولو او د خپل ځان لپاره له مناسبو سرچینو څخه د خپلې برخې د ترلاسه کولو لپاره په مبارزه بوخت دي. دا د معاملې کولو سیاست دی، چې یوازې غربي ګټو او نړیوالو بنسټونو ته خدمت کوي، داسې قوانین تصویبوي چې د جنرالانو، سیاستوالو او قاضیانو لپاره د واک مودې غځوي او سیاسي ګوندونو، سیاسي وفادارانو او د هغوی تمویل کوونکو ته انعام ورکول تنظیموي. د اوسني سیاست -چې یوازې د واک په لټه کې دی- له بشپړ ردولو او د اسلام پر بنسټ د نوي سیاست له پلي کولو پرته، بل هېڅ شی د پاکستان د مسلمانانو روانه بدبختي او بدمرغي پای ته نه شي رسولی.

پاکستان یوه داسې نوي سیاست ته اړتیا لري چې د خلکو د چارو پر تنظیمولو تمرکز وکړي. هغه سياست چې د اسلامي شريعت په پلي کېدلو ولاړ وي، حاکمان د قران او نبوي سنتو څخه اخیستل شوي احکام پلي کوي او امت د اسلام په پلي کولو کې د غفلت له امله حاکم محاسبه کوي. داسې سیاست چې د اسلامي شریعت له مخې د امت ګټې په پام کې نیسي او امت د اشغالګرو کفارو له دسیسو او پلانونو څخه ژغوري. داسې سیاست چې د امت د اقتصادي سرچینو پر یووالي متمرکز وي او د ټولو مسلمانانو لپاره یې مصرفوي. یو داسې نوی سیاست چې غواړي د اشغال شوي فلسطین او کشمیر د ازادولو لپاره د امت پوځي ځواک سره یو کړي. داسې سیاست چې ټولې نړۍ ته د اسلام پر پیغام رسولو تمرکز وکړي. داسې سیاست چې واکمنان یې د امت غمخوار ساتونکي وي.

رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالأَمِيرُ رَاعٍ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ،وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ زَوْجِهَا وَوَلَدِهِ، فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»‏

ژباړه: «تاسو ټول ساتونکي او د خپل رعیت مسول یاست. حاکم ساتونکی دی او سړی د خپلې کورنۍ ساتونکی دی. ښځه ساتونکې ده او د خپل میړه د کور او د هغې د اولادونو مسوله ده او په دې توګه تاسو ټول ساتونکي یئ او د خپل رعیت مسول یئ.» (بخاري)

د نوي سیاست ترڅنګ پاکستان یوه نوي دولت ته اړتیا لري. د غربي سیاسي حکومتولۍ (ډیموکراسۍ) په پلي کولو سره اوسنی دولت سیاستوالو ته اجازه ورکوي، چې یوازې د خپلو ګټو او خپلو غربي بادارانو د ګټو د خوندي کولو لپاره قوانین جوړ کړي. پیاوړې سوداګریزې ګټې د قانون جوړونې پر پروسه او دولتي ادارو باندې اغیزه کوي، ترڅو داسې قوانین او پالیسۍ تصویب کړي چې کپیټلېسټانو ته سبسایډي ورکوي. د درې اړخیزه فدرالي دولت جوړښت پرېکړه کول او پالیسي جوړول فلجوي. سوبې او ځایي حکومتونه چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو لخوا اداره کیږي، د یو بل او د فدرالي حکومت د کمزوري کولو هڅې کوي. د واک دغه ویش هم د حکومت په ټولو برخو کې واکمنانو ته اجازه ورکوي چې د امت د چارو د څارنې له مسولیت څخه ځان خلاص کړي.

د سند د سېلاب ځپلو کډوالو لپاره د پنجاب سرچینې نه ورکول کیږي او فدرالي حکومت د سند، بلوچستان او خیبر پښتونخواه له سېلاب ځپلو کډوالو سره ځکه مرسته نه کوي، چې واکمن مسلم لیګ-نواز ګوند دوی ته د خپلو اصلي رایه ورکوونکو په سترګه نه ګوري. په هرو پنځو کلونو کې کېدونکو ټولټاکنو او د حکومتونو او مقننه اسمبلۍ د منحلولو حق، په پاکستان کې د دوامداره سیاسي بې ثباتۍ لامل ګرځېدلی او دولت یې فلج کړی. له بهرني اړخه د پاکستان دولت تل د بهرنیو قدرتونو او نړیوالو مالي موسسو پر پورونو تکیه کوي. دغې چارې د پاکستان حکومت له ستونزمنو اقتصادي او سیاسي شرایطو سره مخ کړی او د پاکستان اقتصادي او بهرنۍ پالیسي یې د بهرنیو قدرتونو تابع کړې ده.

په نوي دولت، د نبوت پر منهج دوهم راشده خلافت، کې امت د ټول ژوند لپاره خلیفه ټاکي او په دې شرط به ورسره بیعت کوي چې خلیفه به د امت د اطاعت په بدل کې اسلامي شریعت پلی کوي او جهاد به کوي. خلیفه هغه وخت له خلافت څخه لرې کېږي چې ښکاره یا بواح کفر پلی کړي. دا چاره د سیاسي ثبات لامل ګرځي او خلیفه ته وخت ورکوي چې د امت د وضعت ښه کولو لپاره اوږد مهاله پالیسۍ جوړې کړي. خلیفه د ولایتونو والیان او د ښارونو عاملین ټاکي. دوی خلیفه ته راپور ورکوي او خلیفه د دوی د کړنو په اړه امت ته ځواب ویونکی دی. خلافت د خپلو اتباعو حقونه د نژاد، توکم او سياسي واک په بنسټ نه، بلکې د اسلامي شريعت پر بنسټ تضمينوي. خلیفه قانون نه شي جوړولی. هغه د اسلامي شریعت پابند دی او باید له قرآن او نبوي سنتو څخه اخیستل شوي قوانین پلي کړي. اسلام، مسلمانان د کفر واک او قدرت ته له تسلیمېدو منع کوي. د خلافت دولت اجازه نه لري چې د هغو نړیوالو سیاسي او مالي بنسټونو برخه شي چې په هغو کې کفار پر مسلمانانو برلاسي وي. اسلام، مسلمانان د جنګ په چارو کې له کفارو څخه له مرستې اخیستو په کلکه منع کړي دي. په دې توګه د دوهم راشده خلافت نوی دولت به پر موږ باندې د وحی پر بنسټ حکومت کوي او د الله سبحانه وتعالی له خوا په قران او نبوي سنتو کې نازل شوي قوانین او تګلارې به پلي کوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(وَأَنِ احكُم بَينَهُم بِما أَنزَلَ اللَّهُ وَلا تَتَّبِع أَهواءَهُم وَاحذَرهُم أَن يَفتِنوكَ عَن بَعضِ ما أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيكَ)

ژباړه: «د خلکو ترمنځ د الله سبحانه وتعالی له لوري په نازل شوو احکامو قضاوت وکړه او د دوی د هیلو (هوا نفس) پیروي مه کوه. تقوا وکړه، داسې نه چې دوی د بعضې هغه څه په اړه چې الله سبحانه وتعالی پر تا نازل کړي دي، په فتنه کې واچوي» [مائده : ۴۹]

خلافت د اسلام سیاسي جوړښت دی. امت ته د دې اجازه نشته چې له دريو ورځو او دريو شپو زیات وخت بې خلیفه تېر کړي. پر مسلمانانو لازمه ده چې خلیفه وټاکي، له هغه سره د اطاعت بیعت وکړي او د اسلامي شریعت په پلي کولو او ټولې نړۍ ته د اسلام د پیغام د رسولو لپاره جهاد کې د خلیفه مرسته وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبِيَاءُ، كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ، وَإِنَّهُ لاَ نَبِيَّ بَعْدِي، وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ‏.‏ قَالُوا فَمَا تَأْمُرُنَا قَالَ فُوا بِبَيْعَةِ الأَوَّلِ فَالأَوَّلِ، أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ، فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»‏

ژباړه: «پر بني اسرائیلو باندې پیغمبرانو سياست کاوه، کله به چې یو پیغمبر مړ شو نو بل به یې پر ځای راغی. له ما وروسته به بل نبي نه وي، خو خلفاء به وي چې شمېر به يې زيات وي. «خلکو وپوښتل: یا رسول الله! موږ ته څه حکم کوې؟ هغه وفرمایل: د هغه چا اطاعت وکړئ چې لومړی بیعت ورسره وشي. د دوی حقونه ادا کړئ، ځکه چې الله سبحانه وتعالی به له دوی څخه د دوی د سرپرستۍ په اړه پوښتنه وکړي.»

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو افسرانو!

رسول الله صلی الله علیه وسلم د رب العالمین د وحې پر بنسټ بشریت ته یو نوی لید وړاندې کړ. هغه صلی علیه وسلم داسې نوی سیاست، نوی دولت او نوې ټولنه رامنځته کړل، چې د ټولې نړۍ لپاره یې د رڼا څراغ روښانه کړ. له رسول الله صلی علیه وسلم سره د هغه په ماموریت کې د انصارو رضی الله عنهم مبارکو کسانو په پوځي قوت سره مرسته وکړه او د لومړي اسلامي دولت د جوړولو لپاره یې خپل ځواک د نصرت په ورکړه کې وکاروه.

دغه شرعي مسؤلیت نن ورځ ستاسو پر اوږو دی. د اسلامي نړۍ لپاره د نوي لید د وړاندې کولو لپاره خپل مادي ملاتړ (نصرت) ورکړئ. د نبوت پر منهج د دوهم راشده خلافت د تاسیس لپاره د نصرت عهد وکړئ او له دې لارې د خپل رب رضا او په دنیا او اخرت کې بریالیتوب ترلاسه کړئ.

حزب التحریر – ولایه پاکستان

 

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې