دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

له ګوانتنامو څخه زموږ د تر ټولو مشر زنداني ورور ازادېدل

خبر:

NPR خبري اژانس راپور ورکړی چې د ګوانتنامو زندان تر ټولو لوړ عمر لرونکی زنداني، د ۷۵ کالو په عمر ازاد شو چې له دې سره په یاد زندان کې د پاتې کسانو شمېر ۳۵ ته راټیټ شو.  سیف الله پاراچا د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر میاشتې په وروستۍ اونۍ کې خپل پلرني ټاټوبي، پاکستان ته واستول شو. د نوموړي ازادي ځکه تایید شوه چې پر وړاندې یې هېڅ شواهد نه وو او په زندان کې د ساتلو لپاره یې نوره کومه توجیه نه وه. د نوموړي د ازادېدو پر وخت، د NPR خبریال ساچا فایفر په سیمه کې و او ویې کولی شوی چې په دغه بدنامه زندان کې د بندیانو د شرایطو په اړه لومړی لاس سرچینو ته لاسرسی ولري.

تبصره:

پر دغه مشر ورور د ظلم کیسه له ۲۰۰۲ کال څخه پیلېږي چې دی د امریکايي ځواکونو لخوا په پاکستان کې د القاعده ډلې سره د تړاو په تور ونیول شو. په ګوانتنامو کې له ۷۰۰ نورو بندیانو سره تر زنداني کېدو وړاندې؛ دی لومړی افغانستان ته یوړل شو او هلته شکنجه شو. ده ته «د تل لپاره زنداني» لقب ورکړل شوی و؛ دا کلیمه به هغو زندانیانو ته کارېده چې د بند موده به یې نامعلومه او د ازادېدو امکان به یې نه و. سره له دې هم د الله سبحانه و تعالی په اراده ازاد شو؛ دا موږ ته تذکر راکوي چې الله سبحانه و تعالی د مومنانو چارې سمبالوي او سموي او دا چې موږ باید د دنیا شکنجو ته له پام پرته پر خپل ایمان ثابت قدمه پاتې شو.

قُلْ مَنۢ بِيَدِهِۦ مَلَكُوتُ كُلِّ شَىْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ.

ژباړه: «دوی ته ووايه: كه پوهیږئ ووايئ چې د هر څه او واك له چا سره دی؟ او هغه ذات څوك دى چي پناه وركوي او پر وړاندې یې هېڅ پناه ورکوونکی نشته؟» [المؤمنون ۲۳: ۸۸]

د ګوانټامو د مشروطې ازادۍ پلاوي دا ارزونه وکړه چې دی نور د امریکا حکومت ته ګواښ نه دی او له شل کاله نا عادلانه زندان وروسته پایله دا شوه چې ازاد یې کړي. سبحان الله؛ یوازې د جنت بدله هغو ګڼ شمېر مسلمانانو ته عدالت دی چې د خپلې خوښې خلاف شکنجه او بندي کېږي. موږ لا هم نه پوهېږو چې زموږ له خور، ډاکټرې عافیې صدیقي سره څه وشول؛ زموږ هغه مسلمانه خور چې د سپټمبر ۱۱مې پېښه کې د لاس لرلو په بې بنسټه تور له کلونو راهیسې د خپلو ماشومانو پرېښودو ته اړ ایستل شوې او د زندان په توره خونه کې ده.

د دین د خدمت په لار کې د مومنانو ژوند نه ضایع کېږي؛ باید هېڅکله اجازه ور نه کړو چې د خلافت د بیا راوستلو لپاره د کار په لار کې مو دا بېلګې زړونو ته وېره واچوي. دوی غواړي چې د دغو مسمانانو په بېلګو موږ د الله سبحانه و تعالی د رضایت لپاره کار څخه راوګرځوي. موږ دعا کوو چې د نړۍ په هر کونج کې مسمانان له خپلو کورنیو او ماشومانو سره یو ځای شي. د ریښتیني خلافت د تاسیس لپاره دعا کوو چې له دې ډاډمن شو چې د الله سبحانه و تعالی د دښمنانو په لاس دا ناعادلانه کړنې په یو ځل او د تل لپاره پای ته رسېږي.

د حزب اتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عمرانه محمد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

د امریکا په مشرۍ پانګوال نړیوال نظم او د دغه نظم واکمني او اړوند بنسټونه به تل پاکستان خپل غلام ساتي

خبر:

د ۲۰۲۲ کال د نومبر په دویمه نېټه د ریکو ډیک (Reko Diq) د مسو او سرو زرو د کان پروژې په اړه د ولسمشرۍ مرجع (Presidential Reference) اورېدو پر وخت قاضي منیب اختر د پانګې اچونې د شخړو د هواري لپاره نړیوال مرکز (ICSID) لخوا د پاکستان پر وړاندې د ۶،۵ بیلیونو ډالرو وروستۍ پرېکړه «اټومي بم» وباله؛ ځکه چې د نړۍ په هر ځای کې یې د پلي کېدو لپاره په پام کې نیولی شو.

تبصره:

د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۱۲مه، د نړیوال بانک محکمې، پاکستان ۶.۵ ملیارده ډالر جریمه کړ؛ دا پرېکړه یې د پاکستان د حکومت او تیتیان مسو کمپنۍ ((TCCP ترمنځ د ریکو ډيک ستر کان پر سر د شخړې د حل په موخه وکړه. دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د بلوچستان د کانونو ادارې د سترې محکمې د ۲۰۱۳ کال حکم په تعقیب دTCCP  شرکت هغه غوښتنلیک رد کړ چې په یاد ایالت کې یې د څو ملیونو ډالرو کان د کېندنې اجاره غوښتله. د سوداګرۍ نړیوالې خونې د منځګړیتوب له مخې، که پاکستان د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر تر ۱۵مې کومې هوکړې ته ونه رسېږي؛ دغه هېواد د ۲ تر ۳ ملیارده اضافي جریمې له ګواښ سره مخ کېږي. په پاکستان کې د بهرنۍ پانګونې د ودې او ساتلو قانون ۲۰۲۲ (FIPPA) لخوا پر پاکستان د فشار د بلې دروازې د پرانیستل کېدو په مانا ده.

د حکومت لپاره دا نا معمولي خبره ده چې له سترې محکمې وغواړي چې د یوه «خپلواک» هېواد، پاکستان او د نړۍ تر ټولو مخکښ د کان کیندنې کمپنۍ تر منځ داسې سوداګریزیه معامله له وړاندې پاکه وښيي؛ هغه کمپنۍ چې د پانګې اچونې د شخړو د هواري لپاره نړیوال مرکز (ICSID) امر، چې په نړیواله کچه د پلي کېدو وړ دی، له ځان سره لري.

دا څرګنده ده چې په اوسني نړیوال نظم کې له لویو قدرتونو پرته هېڅ دولت خپلواکي نه لري. هغه «ملي خپلواکي او حاکمیت» چې په اوسنی نړیوال نظم کې «پاک او سپېڅلی» ګڼل کیږي؛ له فرېب او دوکې پرته بل څه نه دي. له یوې خوا دولتونو ته اجازه ورکړل شوې چې د ملي حاکمیت او خپلواکۍ په نوم خپل قوانین جوړ کړي؛ خو له بل لوري د ICSID پشان د نړیوالو قوانیونو او بنسټونو په نوم نور قوانین ورباندې تحمیلېږي.

نړیوال حاکمیت او قوانین تر ملي قانون پورته او برلاسي دي، ځکه دولتونه باید د ډیموکراټیک نظام له مخې قوانین جوړ کړي. نو قوانین د استعماري هېوادونو له حکمونو سره سم جوړېږي، ترڅو د نړیوالو قوانینو او پرېکړو برلاسي ډاډمنه شي؛ لکه په پاکستان کې د بهرنۍ پانګونې د ودې او ساتلو قانون ۲۰۲۲ (FIPPA) کې مو چې ولیدل.

نو کله چې یو دولت د ملګرو ملتونو، سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO)، د عدالت نړیوالې محکمې، FATF او IMF غړیتوب واخلي، نو بیا د ملي حاکمیت او ریښتني خپلواکۍ خبرې بېځایه دي. ډیموکراټیک نظام، نړیوال نظم او نړیوال استعماری بنسټونه زموږ د دښمنانو هغه «اټومی بمونه» دي، چې له لارې یې موږ د ریښتینو وسلو له کارولو پرته خپل غلامان جوړوي.

د ریښتینې خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې اوسنۍ نړیوال  نظم ختم کړل شي او دا  د نبوت پر منهج خلافت له تاسیس پرته ناشونې ده. خلافت هغه دولت دی چې قوانین یې له قران او نبوي سنتو څخه اخیستل شوي او د نړۍ بل هېڅ قانون نه شي ورباندې برلاسی کېدلی.

خلافت د حکومتولی هغه نظام دی چې اسلامي ځمکې به سره یوځای کړي او د هغوی بشري او طبیعي زېرمې به په یوه ستر ځواک بدلې کړي؛ هغه وخت به اړتیا نه وي چې خپل حاکمیت او خپلواکي د کومې بهرنۍ پانګې پانګونې ته وسپارو. همدا یوازینۍ لار ده چې کولای شو خپل عزت، سوکالي او د الله سبحانه وتعالې رضایت ترلاسه کړو.

 [وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللّٰهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً]

ژباړه: «... او څوك چې پر هغه ژمنه ودرېږي چې له الله سره یې کړې، الله به ډېر ژر لوی اجر ورکړي» [الفتح، ۴۸:۱۰]

   

د حزب التحریر  مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

انجنیر شهزاد شیخ، د حزب التحریر ولایه – پاکستان مرستیال ویاند

د مطلب ادامه...

د ښځو او عدالت پنځمه نړیواله ناسته د CEDAW خدمت کوي Featured

په استانبول کې د ۲۰۲۲م کال، د نومبر له ۴ تر ۵مې «د ښځو او عدالت پنځمه نړیواله ناسته» د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وینا سره پرانېستل شوه. دا ناسته د ښځو د مدافع ډلې، د ښځو او ډيموکراسۍ ټولنې (KADEM) د کورنیو او ټولنیزو خدمتونو وزارت په ملتیا تنظیم کړې وه. د یادې ناستې په وروستۍ اعلامیه کې د پیاوړې ټولنې لپاره د یوې پیاوړې کورنۍ پر اړتیا ټینګار شوی.

سږنۍ ناسته، چې اصلي موضوع یې "فرهنګي کوډونه او میرمنې" ده، له لومړۍ جملې تر وروستۍ اعلامیې له فرېب ډکه ده. دا سرلیک په حقیقت کې د CEDAW (د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون) "د تعصب او دودونو له منځه وړل" د یوې اصلي مادې په چوکاټ شامل دی او ښکاره ده چې نړیوال استعماري فرهنګ ته خدمت کوي. په دې اعلامیه کې راغلي چې د موډرنیزاسیون ترڅنګ، «د نړۍ د ټولو ښځو لپاره د یو واحد فرهنګي کوډ تحمیلي دی او باید چلنج او پر وړاندې یې اعتراض وشي» او زیاتوي: «د دغه تحميل پروړاندې درېدل د فرهنګ په اړه د غفلت په مانا نه،  بلکې د هغو قوانینو او ګډوډیو چلنج او تر پوښتنې لاندې راوستل دي چې د بې عدالتۍ، نابرابرۍ او تبعیض لامل کېږي.»

مهمه ده چې د دغو مراسمو په اوږدو کې څو څرګند شوي ټکي وارزول شي:

۱. "ښځې، په ځانګړې توګه هغه چې د استعمار سابقې لرونکو هېوادونو کې ژوند کوي او پر خلکو یې حاکم فرهنګ مسلط کړای شوی، د فرهنګي کوډونو له فشار سره مخ دي"

زموږ خاورو ته د استعمارګرانو له ننوتلو وړاندې، اسلامي فرهنګ مسلمانو او نامسلمانو ښځو ته هغه ازادۍ ډالۍ کړې چې د غرب ښځې یې ان نن هم نه لري. په اسلامي فرهنګ کې د علم، ساینس او سیاست په برخه کې د ښځو لاسته راوړنې ان په دایرة المعارف کې نه ځایېږي. سربیره پردې، موږ د "استعماري ماضي" خبرې نه شو کولای، ځکه چې په اسلامي هیوادونو کې استعمار پای ته نه دی رسیدلی، یوازې بڼه یې بدله کړې ده. اوس مسلمانې ښځې د یوه «فرهنګي استعمار» تر ظلم لاندې دي چې له پوځي هغه ډېر خطرناک دی او دغه راز د هغو مغزونو تر تحمیل لاندې چې په دغه «فرهنګي استعمار» ککړ دي!

۲. "په ډیری هیوادونو کې ښځې د خپلې عقیدې له امله له تبعیض سره مخ دي."

له دې جملې څخه موخه دا ده چې د فرهنګي اشغال له لوري مسموم شوي ذهنونه څنګه د خپلو دیني خویندو پر وړاندې تبعیض کوي. ځکه مسلمانې ښځې دا تبعیض په اسلامي واکمنۍ کې نه، بلکې د غرب د مذهبي او فرهنګي جبر او د غرب د ګوډاګیو او مزدورو رژیمونو له امله تجربه کوي! همدا دوی دي چې د مسلمانو ښځو وطنونه، کورونه، مالونه، ژوند او فرهنګي ارزښتونه او عقیدې لوټوي!

۳.  "ښځې باید هغه دندې وا نه خلي چې په عمومي توګه د نارینه وو دنده ګڼل کیږي."

په داسې حال کې چې نارینه په خپله په دنده کې استثمارېږي، تاسو پرته له دې چې له مورولۍ څخه د ښځو د بېلولو او له ماشومانو څخه د دوی د میندو د بېلولو په قیمت ښځې د استثماري پانګوالې نړۍ په څرخ کې له ډېر ناوړه حالت سره مخ کړئ، نور څه وړاندیز لرلی شئ؟ د اسلامي ثقافت او د اسلامي اقتصادي نظام تر تسلط لاندې ښځې د شریعت له حکم سره سم هر هغه کار او مسلک مخته وړلی شي چې غواړي يې.

۴. تاسو دا هم وویل، "له واکمن قدرت پرته قانوني بیخ‌بنسټ د ښځو لپاره خوندي چاپيریال رامنځ ته کوي؛ نو داسې اساسي قانون چې د عدالت له محور څخه انحراف نه کوي د ښځو حقوق تضمینوي.»

اې KADEM او دې ته ورته ټولنو! په دې کې شک نشته، لکه له نوم څخه مو چې ښکاري، حللاره په ډیموکراسۍ او غربي فرهنګ کې ګورئ. نو تاسو یوازې د اوسني نظام د ګټو لپاره کار کوئ. تاسو په ښکاره دا خبره وکړه چې "اسلام د اوسنۍ نړۍ د ستونزو لپاره د حل لاره نه لري"، تاسو وویل چې د استعمار او انسان په لاس جوړ شوی د استانبول کنوانسیون، CEDAW، د بیجینګ اعلامیه او د دې پر بنسټ قوانین غوره ګڼئ. تاسو هغه وخت مقاومت وکړ، چې ترکیې پریکړه وکړه، چې په ۲۰۲۱م کې د "انقرې کنوانسیون" په بدل کې د استانبول کنوانسیون ته غاړه کیږدي. تاسو د ۶۲۸۴ قانون شمېرې دفاع کوئ، چې کورنۍ تباه کوي او هغه مدني قانون ته مو غاړه اېښې چې کورني تاوتریخوالي ته لار هواروي او د زنا سزا ردوي. تاسو د هغو مسلمانانو پروړاندې اقدام وکړ، چې ستاسو د افکارو د باطلوالي په اړه خبرې کوي. نو بیا څنګه د عدالت په اړه خبرې کولی شئ؟

تاسو د هغو مسلمانو ښځو په ځورولو چوپه خوله ياست چې سیاسي افکار او دریځ یې د اسلامي ژوند غوښتنه کوي او له قدرت ترلاسه کولو څخه ستاسو د درک مخالف نظر لري. تاسو په وار وار ثابته کړې چې د ډیموکراسۍ او فیمینیزم کوډونه غوره ګڼئ. تاسو ولې په ترکیه کې د هغو ښځو له حقونو دفاع نه کوئ، چې د نړۍ د نورو ښځو په څیر د "خلافت تاسیس کړئ!" په شعار ورکولو نیول کیږي، یا هغه څوک چې له چادر سره د درس ورکولو په تور قانوني محاکمې ته کش کېږي. په زندانونو کې په خپلسري ډول لوڅې پلټل کېږي او هغه چې مېړونه یې د وختي واده له امله تر ۸ کلونو زندان محکوم شوي؟  

موږ مسلمانې ښځې؛ نه تاسو ته اړتیا لرو، نه مو سازمانونو او نه مو ناستو ته. یوازې مزاحمت مه راته کوئ! کله چې د الله سبحانه و تعالی له ژمنې سر سم د نبوت پر منهج راشده خلافت ډیر ژر بیا تاسیس شي؛ مسلمانې او نا مسلمانې ښځې به له خپلو بشپړو حقونو برخمنې شي؛ په کورنۍ او ټولنه کې به ارام او هوسا ژوند لري. د ځینو برعکس چې یوازې د نورو تر پښو لاندې ګرد دی، دوی به پر سیاست ریښتینی اغیز ولري. بیا به موږ مسلمانې ښځې، نړۍ د یوه ځانګړي فرهنګ ـ د اسلام په وقار او عزت ـ سره پياوړې کړو.

د حزب التحریرـ ښځو برخې مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

سياسي بحثونه د ځينو شبابو د پوښتنو ځوابونه

  • خپور شوی په سیاسي

۱- یو چا پوښتلي چې: ايا شونې ده چې امريکا له چين سره هم يو تړون وکړي، لکه څرنګه چې په ۱۹۶۱ م کې د کينيډي او خروشچف ترمنځ شوی و. ايا موږ داسې ويلی شو؟ په ځانګړي ډول د دې لپاره چې چين يو نړيوال اقتصادي ځواک او د امريکا لپاره لومړۍ درجه ګواښ دی؟ همدارنګه په ټایوان کې د چین پر وړاندې د امریکا ګواښ له دې مسلې سره څه تړاو لرلی شي؟

ځواب: له چين سره داسې يو تړون ناشونی برېښي. د تړون پر ځای، امريکا هڅه کوي چې چين په ټايوان کې ښکېل کړي او په دې ډول يې مهار کړي، د خپلې ارادې تابع يې کړي او په اوکراين کې یې د روسيې له ملاتړ څخه منعه کړي. امريکا د چين لمڅولو په موخه يو شمېر اقدامات کوي؛ د دغه هېواد پر وړاندې متحدین راټولوي چې پر ضد يې کار وکړي او بنديزونه پرې وضع کړي. امريکا په حقیقت کې د چين پر وړاندې سوداګريزه جګړه اعلان کړې او ښکاري چې په يو ډول د ټايوان د ستونزې تر حلولو پورې به خپلو پاروونکو اقداماتو ته ادامه ورکوي؛ ځکه چين په دې خبره ټینګار کوي چې ټايوان، که په زور هم وي، باید له خپلې خاورې سره یو ځای کړي. ولسمشر شي جين پينګ، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره یې خپله درېيمه ولسمشريزه دوره پيل کړه وويل: «چين حق لري چې په سختو حالتو کې د وروستي انتخاب په توګه د ټايوان پر سر له زوره کار واخلي» (الجزيره، ۱۶/۱۰/۲۰۲۲). چين په اوکراين کې اوسنۍ او راتلونکې پېښې د دې لپاره څاري چې که روسيه په اوکراين کې له درنې مرګژوبلې سره مخ شي، چين به په ټايوان کې له ښکېلېدو ډډه وکړي.

چين که څه هم په پیل کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی و او د نامحدودې همکارۍ تړون یې لاسلیک کړ، په اوکراين کې د روسيې له ملاتړ څخه لاس په سر شو او د بې طرفۍ درېځ یې غوره کړ. ياد درېځ روسيه زيانمنه کړه او پوتين ځکه متوازن درېځ وباله چې که هغه پر چين نيوکه يا اعتراض وکړي، ښايي د چين همدغه کم ملاتړ هم له لاسه ورکړي. له همدې امله، امريکا له چين سره تر هغه وخته د پخواني شوروي اتحاد پشان د نړيوال مشارکت تړون نه کوي چې ټولې چارې يې پای ته نه وي رسولې. امريکا همدارنګه له چین سره د دغه هېواد په سوېل او ختیځ سمندرونو کې د نفوذ سیمې رامنځته کولو پر سر هم تړون نه کوي؛ امريکا د دې سيمو شاوخوا هېوادونه هڅوي چې د چين پر ضد اقدامات وکړي او په دې سيمو کې د چين مخه ونيسي.

۲- بل کس پوښتي چې: (روسيه کولی شي د کیوبا د توغوندیو د بحران پشان په ګواښ سره امریکا ته ځواب ورکړي؛ لکه شوروي اتحاد چې وکړل؛ روسیې ولې تر اوسه دا کار نه دی کړی؟

ځواب: پورته بيان د روسيې په اړه ریالیستیک نه دی؛ ځکه روسیه پوهېږي او احساسوي یې چې امريکا تر دوی ځواکمنه ده. شوروي اتحاد له امريکا متحده ايالاتونو سره موازي ځواک و. که ياده موضوع په ژوره توګه تحليل کړو، دواړه هيوادونه د اټومي ځواک له پلوه سره مساوي دي، خو امريکا د توغنديو ضد داسې یو سيستم لري چې د روسيې د توغنديو دفاع کولی شي؛ دا سیستم له روسیې سره نشته. روسيې چې د توغنديو ضد سيستم جوړولو په اړه کوم اعلان وکړ؛ کار یې لا په لومړیو پړاوونو کې دی؛ یعنې د روسې د هغو فعالو توغنديو شمېر ډېر کم دی چې امريکا ته رسېږي او د توغنديز ضد سیستم څخه تېرېږي؛ برعکس د امريکا پخواني نصب شوي توغندي چې د روسيې خاورې ته رسېږي؛ ټول شته.

امريکا په معمولي وسلو کې په حيرانوونکي ډول پرمختګ کړی دی، لکه؛ بې پيلوټه الوتکې، نه کشفېدونکې الوتکې او ځيرک توغندي او روسيه په دې برخه کې له امريکا سره د پرتلې وړ نه ده. د اوکراين په جګړه کې د روسيې د هوايي ځواک کمزوري ښکاره شوه چې ان د اوکراين په څېر هېواد هوايي حریم يې مهار نشوای کړی او بې پيلوټه الوتکې يې نيمګړتياوې لري. د راپورونو له مخې، روسيه د اوکراين په جګړه کې له ايراني بې پيلوټه الوتکو څخه کار اخلي. د اکراین جګړې د روسي ځواکونو کمزوري هم افشا کړه. دا څنګه ابرځواک دی چې په شاوخوا اتو مياشتو کې یې د اکراین پشان يوه کوچني هيواد ته، که څه هم د غرب ملاتړ ورسره و، ماتې ور نه شوی کړی!؟ روسیه د جګړې په لومړيو کې د غربي ملاتړ تر ډېرېدو وړاندې، د پلازمېنې کېيف له شاوخوا په بيړه ووتله، دا څنګه لویوالی دی؟ هغه وخت خو له اکراین سره دومره زور نه و! نو، لکه مخکې مو چې وويل؛ دا خبره چې (روسيه کولی شي داسې ځواب ورکړي لکه څرنګه چې د «کيوبا د توغنديو کړکېچ» په وخت کې پخواني شوروي اتحاد امريکا په نیږدې کېدو وګواښله)؛ له واقعیت څخه لرې ده؛ ځکه روسیه د هغه شوروي اتحاد په څېر نه ده چې د کیوبا د توغندیو د کړکېچ پېښېدو پر وخت و.

۳- په پوښتنه کې چې د نړیوال مشارکت خبره شوې؛ په دې اړه باید ووایو چې د امریکا لپاره نړیوال مشارکت په دې معنی دی چې لوی هېوادونه باید د امریکا په موافقت او له نړیوالو ګټو او عوایدو څخه د لږې برخې په بدل کې د امریکا د ګټو لپاره کار وکړي؛ لکه روسيې چې هوکړه وکړه چې په سوريه کې د امريکا ګټي خوندي کوي، دوی په ۲۰۱۵ کې په سوريه کې پوځي مداخله وکړه، روسيه د يوه لوی هېواد په توګه راپورته شوه او په امنيت شورا کې یې د ويټو حق وپېژندل شو؛ دغه يو نړيوال رشوت و چې سترګې نه شي پرې پټېدای. بیا امريکا وغوښتل چې د روسیې خدمت د چین حوزې او هلته د چین او شمالي کوريا پر ضد د امریکا لپاره کار کولو ته بدل کړي؛ خو روسیې رد کړه. کله چې امريکا ډاډمنه شوه چې روسيه په دې برخه کې کار نه ورته کوي؛ په سوريه کې يې د زياتېدونکي رول په کمولو پيل وکړ او په نورو برخو، لکه د اذربایجان او ارمنستان په جګړه کې یې هم پر روسیې فشار راوړ او همداسې ډېرې نورې برخې.

دا امريکايي فکر دی؛ واشنګټن یې خپل نفوذ له چا سره نه شريکوي، بلکې په دې اړه فکر کوي چې له لویو هېوادونو ګټه واخلي او له دې لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلو ګټو ته ورسېږي؛ امریکا د دغې مرستې په بدل کې دغو هېوادونو ته د نړيوالو ګټو يوه برخه ورکوي. امريکا د چين، روسيې او اروپايي هيوادونو پر وړاندې همدا فکر لري. نن ورځ امريکا په ختيځه اروپا کې د روسيې پر ضد د المان رول پراخ کړی دی، خو دغه رول د امريکا تر مشرۍ او پلان جوړولو لاندې څارل کېږي. که المان د امريکايي مشرۍ او پلان جوړولو پرته پخپله کوم کار وکړي؛ امريکا زیان ورته رسوي. د امريکايي فکر منطق همدا دی.

۴- بله پوښتنه دا وه، چې «ولې امريکا پر هند بنديزونه نه لګوي؟ په داسې حال کې چې هند له روسيې څخه د تېلو پر واردولو هوکړه کړې.»

ځواب: امریکا پر هند بندیزونه نه لګوي؛ که دا کار وکړي، د امريکا د ګوډاګي مودي او د ده د ګوند، بهارتیاجاناتا برخلیک له ګواښ سره مخ کېږي. نو امريکا د هند پر وړاندې له روسيې څخه د ګازو او تېلو واردولو په تړاو غبرګون نه ښيي؛ ځکه چې بدیل نه شي ورته پیدا کولی. که هند د المان په څېر له روسيې څخه د انرژۍ سرچینو واردات ودروي، په دغه هېواد کې بيې دوه برابره کېږي او خلک به يې د پېرلو توان ونه لري. دا بیا په هند کې د مودي پر امريکايي پلوي حکومت باندې اغېز کولی شي؛ هند کې د کانګرېس ګوند غړي چې د انګليس مزدوران دي؛ دې فرصت ته په تمه دي. امريکا ان هند ته د روسي وسلو پيرلو اجازه هم ورکوي، ځکه دا کار د کانګريس ګوند له تاسيس څخه ۱۹۴۷ تر ۱۹۸۸ پورې چې پر هند واکمن و، دود و. د هند ملتپال بهارتیاجاناتا ګوند (BJP) په لومړي ځل تر ۲۰۰۴ کال پورې په هند کې واکمن و او وروسته کانګريس ګوند تر ۲۰۱۴ پورې په هند کې واکمن و. وروسته تر هغه د هند ملتپال ګوند بیا واکمن شو او تر نن ورځې پورې یې د بریالیتوب دلیل د پاکستان د لاسپوڅو حکامو شاتګ دی؛ په ځانګړي ډول د کشمیر په مسله کې چې د امریکا په امر پر شا شول.

پاکستان د امريکا په امر کشمير هند ته وسپاره او په دې سره د هند د ملتپال ګوند محبوبیت زيات شو. کله چې هند له روسیې څخه S-400 توغندي وپېرل، امريکا د ترکیې په څېر بندیز پرې ونه لګاوه. امريکا، هند د بنديزونو له لارې د امريکا د سيالانو د مخنيوي قانون یا CAATSA له مخې له بندیزونو معاف کړ او د امريکا د استازو جرګې هم په ۱۴/۷/۲۰۲۲ نېټه د ۲۰۲۳ کال لپاره د امريکا دفاع وزرارت بوديجه د يوې برخې په توګه دا پرېکړه تایید کړه او ویې ویل «چې دا معافیت به د امريکا او هند ترمنځ دفاعي اړيکې پياوړي کړې» (انادولو، ۱۶/۷/۲۰۲۲). د مور ميرې چلند ته په کتو، د دې قانون په چوکاټ کې پر ترکيه بنديزونه لګول کېږي او پر هند له دې وېرې بنديزونه نه لګول کېږي چې ګواکې امريکا خپل نفوذ له لاسه ورکوي، که هند د روسيې د انرژۍ له پېرلو منع شي، نو مودي او هندو ملتپال ګوند به يې له واکه لري شي. په داسې حال کې چې دغه څه پر اردوغان او حکومت يې چې د امريکا پر محور څرخي، اغېز نه کوي؛  برعکس د هغه شهرت ډېروي او له امريکا سره يې اړيکې پټوي.

۵- د تېلو او ګازو په تړاو د نورو پوښتنو په ځواب کې بايد ووايو چې:

الف: د روسيې انرژۍ د بنديدو لومړۍ درجه قرباني اروپا ده، ځکه اروپا خپل لور ته د روسيې پراخوالي ته د خطر په سترګه ګوري، که د روسيې پر ګازو او تېلو د اروپا تکيه کمه شي، اروپا له امريکا سره په همغږۍ چمتو ده چې له روسيې سره ښکېله شي او راتلونکې پايلې ومني.

له همدې امله، امريکا، اروپا د روسيې د انرژۍ له پېرلو نه منعه کوي، که څه هم دا د امريکا مخکينۍ ستراتيژي ده. امريکا په اوکراين کې د روسيې په ښکېلولو سره، اوکراين د غرب لور ته مايل کړ، يعنې، امريکا په اوکراين کې د لسيزو مداخلې په ترڅ کې په دې وتوانيدله چې روسيه منزوي کړي او ټولې اروپا ته يې يو ګواښ معرفي کړي. کله چې د روسيې ګواښ د اروپا لپاره واقعي شو اروپايي هېوادونه په داوطلبانه ډول د امريکا له تګلارې سره يوځای شول او د روسيې انرژي يې پرې کړه. په دې سره په اروپا کې د هغو ګازو بيه لوړه شوه چې د بحري ټانکرونو له لارې لېږدول کېده، چې مايع ګاز دي او هغه ګاز چې د نليکو له لارې انتقاليدل د هغو بيه بيا هم ارزانه ده. کله چې د ګازو نل‌ليکې پرې شوې، اروپا مجبوره شوه چې د ټانکرونو له لارې ګاز وارد کړي او دا ګاز ګران ځکه دی چې په صادروونکي هېواد کې ګاز لومړی په مايع بدلېږي او تر انتقالېدو وروسته په واردوونکي اروپايي هيواد کې بيرته په ګاز بدلېږي.

ب: له ګازو پرته، د تېلو بيې په نړيواله کچه نه يوازې په اروپا کې بلکې په ټوله نړۍ کې لوړې شوې دي. په امريکا کې هم د تېلو بيې لوړې شوې او همدا رنګه د اوکراین د جګړې له امله د غلو دانو بيې هم لوړې شوې دي. یعنې د غلو دانو بيې هم نه يوازې په اروپا، بلکې په نړيواله کچه لوړې شوې. له اوکراين او روسيې پرته، په اروپا او نوره نړۍ کې د غلو دانو او تېلو کموالی د بيو د لوړوالي له امله دی او بل لامل يې له نورو سيمو څخه انتقال دی. د طبعي ګاز مسله توپیر کوي. د طبعي ګاز د بیو لوړېدو سبب د ګاز د مایع کولو صنعت او د لېږدوونکو ټانکرو کموالی دی.  همداراز د طبعي ګاز په مصرف پورې د نړۍ ډېر تړاو یې بل سبب دی؛ یعنې دا چې له ګاز څخه ډېره ګټه اخیستل کېږي چې د ډبرو سکرو او اټومي انرژۍ په سبب د هوا ککړتیا او نور ګواښونه کم کړي.

ج: امريکا غواړي چې د طبيعي ګازو پېر او پلور په ډالر وشي، دا یوه جدي مسله ده خو پر وړاندې يې ډېر خنډونه شته؛ مثلاً روسيې له چين او يو شمېر نورو هېوادونو سره هوکړه کړې ده چې سوداګري به په محلي پولي واحدونو وي؛ له ۲۰۱۴ کال راهيسې د روسیې تګلاره همدا ده. کله چې ګڼ هېوادونه پوه شول چې پر امريکايي ډالر يې تکيه زياته شوې ده، نو د ۲۰۰۹ کال له مالي بحران راهيسې د ورته تګلارې په اړه فکر کوي. په دې توګه ویلی شو چې له ډالر پرته پر نورو پولي واحدونو سوداګریزه راکړه ورکړه دود شوې خو لا محدوده ده. په امريکا کې د سود کچې زياتوالی او د ډالرو نوې پياوړې تګلاره چې په ۲۰۲۲ کې منل شوې ده، امريکا پورته تګلارې ته په پام سره، غواړي چې پر ډالر باندې اعتبار بيرته زیات کړي او په محلي پولي واحدونو سوداګريزه راکړه ورکړه کمزورې کړي. په اوږد مهال کې اقليمي سیاست په نړيواله کچه پر طبيعي ګاز تکيه ډېروي او د يادې انرژۍ ارزښت هم ډېروي، له همدې امله یې په ډالرو بیه ټاکل امریکا ته لویه ګټه رسوي.

د: امريکا د روسيې او اروپا ترمنځ د نلیکې له لارې د ګازو پرې کولو کې بريالۍ شوه، د نارډ سټريم نل‌لیکې یې پرې کړې ځکه هغه د امريکا له کنترول څخه بهر وې. خو د روسيې يوه بله نل‌لیکه د ترکيې له لارې اروپا ته ګاز لېږدوي او امريکا پر ترکيې ځکه فشار نه راوړي چې ورپورې تړلې ده. د روسيې ولسمشر، پوتين په ترکيه کې د ترکي مرکز د تاسيسولو اعلان وکړ چې اروپا ته ګاز لېږدوي، يعنې امريکا غواړي چې په راتلونکي کې اروپا ته د روسيې ګاز ولېږدول شي؛ خو دا کار دې له هغو لارو وشي چې واشنګټن یې کنټرولوي.

 

 

د مطلب ادامه...

له قصاب بشار سره د حماس لیدونکي پلاوي ته: «أَلَا وَإِنَّ الإِيمَانَ حِينَ تَقَعُ الْفِتَنُ بِالشَّامِ» Featured

په ډېرې خواشینۍ سره مو ولیدل چې د حماس او د خلیل الحية په مشرۍ د فلسطیني ډلو پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له ظالم بشار سره لیدنه وکړه، دا لومړی ځل دی چې حماس د سپټمبر په ۱۵مه اعلان وکړ چې له کفري بعثي رژیم سره به خپلې اړیکې بیا رغوي. د ۲۰۱۲م کال د ګډوډیو پرمهال د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د پرېکون دلیل داسې بیان کړ: «موږ د یوه داسې رژیم ترڅنګ نه شو درېدلی چې خپل خلک وژني او څوک چې له موږ سره په حق درېدلي وي، موږ به پر باطل نه ورسره درېږو."

هنيه دغه څرګندونې د بشار د ظالم رژيم د جنايت د پيل پرمهال کړې وې، چې لا يې په سوريه کې تر دوو ميليونو ډېر مسلمانان نه وو وژلي، انساني سپيو یې په زندانونو کې پر زرګونو مسلمانو ښځو جنسي تيري نه و کړی، زرګونه بمونه یې نه وو غورځولي، د سوريې ښارونه يې نه وو ويجاړ کړي؛ تر شکنجو لاندې د وژل شويو زرګونو کسانو عکسونه نه وو افشا شوي او داسې نور وحشيانه بشري جنايتونه چې یوازې وحشي انسانان یې له الله، د هغه له رسول او مؤمنانو سره په دښمنۍ کې کوي؛ دا جرمونه لا روان دي.

موږ حیران یو؛ څه بدل شوي چې حماس خپل چلند ورسره بدل کړ؟ موږ له حماس څخه د یوه اسلامي حرکت په توګه پوښتنه کوو چې د دې جنایتکار رژیم لپاره کوم شرعي حکم شته چې زموږ عزت یې تر پښو لاندې کړی، زموږ وینه یې توی کړې، کورونه یې را ويجاړ کړي او له خاورې یې شړلي یو؟

په داسې حال کې چې موږ له درد او وير څخه ډک وضعیت کې سوځو، تاسو ته وایو چې دا هغه څه نه دي چې موږ یې ستاسو په اړه فکر کاوه. ايا اسلامي ورورولي همداسې وي!؟ ایا دا پر یوه مسلمان د بل مسلمان حق دی؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«الْمُسْلِمُ ‌أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ»

ژباړه: «مسلمان د مسلمان ورور دی، نه ظلم پرې کوي او نه يې دښمن ته سپاري»

«المُسْلِمُ ‌أَخُو المُسْلِمِ، لَا يَخُونُهُ وَلَا يَكْذِبُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ»
ژباړه: «مسلمان د مسلمان ورور دی، نه خیانت ورسره کوي، نه دروغ پسې وايي او نه يې رسوا کوي.»

ایا دا رسوايۍ او لوېدو ته د شام د خلکو پرېښودل نه دي!؟

موږ نه پوهیږو چې تاسو ولې جنایتکار بشار ته لاسونه ورکوئ، هغه څوک چې د شام د خلکو وینې تویولو ته دوام ورکوي، ایا اسلام تاسو پر همدې مکلف کړي یئ!؟

ګرانو وروڼو: د اسلام دښمنان لګیا دي چې د مسلمانانو پر وړاندې د خپلو جنايتکارو سياستونو په پلي کولو سره په سیمه کې دغه ظلم ته ځای ورکړي او تاسو په دغه جنايت کې ورسره شريک ياست او ان ښکاري چې ملاتړ مو یې کړی، نو په دې کار سره به څنګه له خپل رب سره مخامخ کېږئ!؟

اې زموږ وروڼو: د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد لپاره باید څه وشي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او د مسلمانانو ملاتړ وشي او د الله سبحانه و تعالی او د رسول صلی الله علیه وسلم له دښمنانو څخه خلاص شو. ظالم بشار د الله سبحانه و تعالی دښمن دی، نو ولې د الله تعالی په خاطر نه په قهر کېږئ؟!

اې زموږ وروڼو: دا ستاسو مرګ دی چې خپل ځانونه مو د ګوډاګیو واکمنانو په واک کې ورکړي، سیاسي پرېکړې مو په قطر او ایران پورې تړلې، چې په مردارو سیاسي پیسو مو دوکه کوي او په دې سره مو واک او اختیار په لاس کې اخلي. نو تاسو صادقانه د اسلام بیان نه شئ کولای او د هغو کړنو د ترسره کولو حقیقي اراده نه لرئ چې اسلام یې حکم کوي. تاسو ډاډه ياست چې دا سپېڅلې خاوره به له یهودو څخه ترهغه وخت پورې نه ازادېږي، چې څو اسلامي امت او د اسلامي امت د لښکرو په مرسته د خلافت په  تاسیس سره د مسلمانانو له لښکرو سره یو ځای د قدس په لور روان نه شئ، نو څه شی مو مخه نیسي؟ ایا دا د ګوډاګیو واکمنانو او د هغوی په مردارو سیاسي پیسو ستاسو انحصار نه دی؟!

اې زموږ وروڼو: د شام هېوادونه يو دي. بیت المقدس، د بیت المقدس شاوخوا او زموږ دښمن یو دی؛ یهودي دولت او د حاکمانو او جنایتکارانو ډله چې د اسلام د دښمنانو سیاستونه پلي کوي. ستاسو دنده دا ده چې له هغو کسانو سره دښمني وکړئ چې د الله سبحانه وتعالی، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو سره دښمني لري.

اې زموږ وروڼو: پر موږ ګران ياست. نو ځکه سپارښتنه درته کوو چې تقوا وکړئ، له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ او په اخلاص توبه وکړئ؛ هغه سبحانه و تعالی به ستاسو ګناهونه وبښي او پوه شئ چې د الله تعالی فتح تر هغه وخت پورې نه راځي، تر څو مو د هغه پر ټینګه رسۍ منګولې نه وي لګولې او د شرعي حکم پیروي مو نه وي کړې، چې د امت پر وړاندې مو له جرمونو څخه پر خلاصون مکلفوي. موږ تاسو ته بلنه درکوو چې د الله سبحانه وتعالی په کلام کې تدبر وکړئ:

(وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ * إِذْ ‌تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ * وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ)

ژباړه: «خو د الله تعالی پر یووالي د دې څرګندو نښو نښانو د لیدلو سربېره ځینې خلک له الله تعالی پرته نور د هغه شريکان ګر ځوي، له هغوی سره داسې محبت لري لکه څنګه چې له الله سره محبت لرل ښايي. په داسې حال کې چې ایمان لرونکو ته تر هر چا ډېر الله تعالی محبوب وي. هغه ادراک او احساس چې ظالمانو ته د عذاب د لیدو پرمهال پیدا کېدونکی دی، که همدا نن  دوی لیدلی وای، نو باور به یې راغلی و چې ټول قوت او ټولې واکمنۍ یوازې د الله تعالی دي او په دې به یې هم باور شوی و چې له الله تعالی سره ډېر سخت عذاب شته. کله چې هغه سزا ورکړي، په هغه وخت کې به حالت داسې وي چې هماغه مشران او رهبران چې په دنیا کې یې پیروي کوله، له خپلو پيروانو څخه به بېزاري څرګنده کړي، خو په عذاب به اخته شي او د هغوی د ټولو سببونو او وسایلو بار په پرې کړل شي. هغه خلک چې په دنیا کې یې د هغوی پیروي کوله،   وبه وایي: کاش چې یو ځل بېرته دنیا ته زموږ تګ شوی وای، نو څنګه چې نن دوی له موږ څخه بيزاري څرګندوي نو موږ به هم له دوی څخه بيزراي ښکاره کړو. دغه راز به الله تعالی د دې خلکو هغه عملونه چې په دنیا کې یې کړي وو، داسې د دوی مخې ته کښېږدي چې دوی به د افسوس او پښېمانتیا لاسونه ومروړي خو له اور څخه د وتلو هېڅ لاره به پيدا نه کړي.» [بقره: ۱۶۵- ۱۶۷ ]

بل ځای فرمايي:

 (إِنَّ الَّذِينَ ارْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْهُدَى الشَّيْطَانُ سَوَّلَ لَهُمْ وَأَمْلَى لَهُمْ * ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ * فَكَيْفَ إِذَا تَوَفَّتْهُمُ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ *)

ژباړه: «حقیقت دا دی کوم کسان چې د هدایت له روښانه کېدو څخه وروسته په شا وګرځېدل، د هغو لپاره شیطان دغه کړنلاره اسانه کړې ده او د درواغجنو هیلو لړۍ یې د هغوی لپاره اوږده کړې ده. له همدې امله دوی د الله تعالی د نازل کړي دین بد ګڼونکو ته وویل چې په ځینو چارو کې به موږ ستاسو (حکم) منو. الله تعالی د دوی په دغو پټو خبرو ښه پوهېږي. نو په هغه وخت کې به څه حال وي چې پرښتې د دوی ساګانې اخلي او پر مخونو او شاګانو یې وهي؟» [محمد: ۲۵ـ ۲۸]

په پایله کې: زموږ خبرې ښايي پر تاسو سختې تمامې شوې وي، خو دومره سختې نه دي چې زموږ او د خپل امت د بچیانو او په ځانګړې توګه د سوریې د خلکو زړونه مو ظالم بشار ته په موسکه خوله لاس ورکولو ډک کړل. موږ تاسو ته د هغه څه خطاب کړی چې اسلام امر پرې کړی. له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې ستاسو زړونه د توبې لپاره خلاص کړي او الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړئ، ترڅو په قوي توګه اسلام پرمخ بوزئ. تاسو به د اسلام او مسلمانانو په ډګر کې د اسلام له دښمنانو او د هغوی له غلامو او ظالمو واکمنانو سره مقابله کوئ. پر الله سبحانه وتعالی توکل وکړئ، چې فتح یوازې د هغه سبحانه و تعالی په ​​واک کې ده.

فتح او بری د قطر، ایران او یا د ظالم بشار په لاس کې نه دی؛ اصلي بری د دوی جنايتونو ته په غاړه نه اېښودو کې دی. نو پر الله تعالی ایمان راوړئ او هغه سبحانه وتعالی به پر تاسو باور وکړي او که داسې ونه کړئ، نو د الله سبحانه وتعالی له لوري قهر او غضب ته په تمه شئ چې زغمل یې ډېر سخت دي.

یا الله، زمونږ د وروڼو لپاره د هدایت لاره اسانه کړه او د هغوی سینه ستا د اطاعت او د دین د ملاتړ لپاره خلاصه کړه.

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام؛ یوه تاریخي بدنامي

خبر:

په څو ورځو کې به د ډنمارک د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۲م کال نړیوال جام کې د ګډون په موخه قطر ته لاړه شي. ډنمارکي لوبغاړي به د لوبې پر مهال تورې جامې واغوندي؛ دا د ویر نښه ده او په دې توګه د قطر له رژیم څخه خپله ناخوښي ښيي. دوی وايي له داسې هېواد څخه باید ملاتړ ونه شي، چې له بشري حقونو سرغړونه کوي، د جنسي تمایل ښودلو باندې بندیز لګوي او له کډوالو کارګرو سره ناوړه چلند کوي. کومو هېوادونو چې دغو لوبو ته لار موندلې؛ ټول ګډون کوي، ځينې خو یې ان سیاسي استازولي کوي.

تبصره:

له څو میاشتو د فوټبال نړیوال جام د کوربه په توګه د قطر د ټاکل کېدو په اړه بحثونه روان دي؛ ډېرو اروپايي سیاسیونو پر قطر سختې نیوکې وکړې او په ځانګړي ډول د همجنسپالو د ملاتړ لپاره یې د لوبو د وروستي پړاو د بایکاټ غوښتنه وکړه. په دې ورستیو کې د ډنمارک دولتي تلویزون، DR، چې د دغه هېواد د کلتور وزارت د چارچوکاټ له مخې خپرونې کوي، یو مستند خپور کړ. دا مستند د نړیوال جام فاسد او ظالمانه اړخ ښيي. کله چې دا سیالۍ په ۲۰۱۹ کال کې په روسیه کې کېدې؛ سره له دې چې د لوبغالو کارګران له سختو او وژونکو شرایطو سره مخ وو او روسي ځواکونو په سوریه کې په خپلو بمباریو د بې ګناه وګړو ژوند اخیست؛ دا ډول مستندونه نه وو. هغه وخت يې ویل چې سپورټ او سیاست باید سره یوځای نه کړو. بیا چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، نو دغه هېواد یې له نړیوال جام څخه منع کړ.

په دې کې هېڅ شک نشته چې قطر یو توکمپال، ظالم او دېکتاتور هیواد دی، چې ګډوال کارګر استثماروي او په عصري غلامۍ کې یې ساتي او دې کار یې تر ۶۵۰۰ زیات کارګر وژلي. ډنمارک له همدغه دېکتاتور دولت سره له لسیزو راهیسې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري چې تر اوسه روانې دي. د ډنمارک حکومت د هند له قصاب مودي سره همکاري کوي، په داسې حال کې چې د مودي لاسونه د بی ګناه مسلمانانو په وینو سره دي. همداسې په منځني ختیځ کې؛ چې د ډیموکراسۍ تر حاکمیت لاندې د اشغال شوي فلسطین پر خلکو ظلم روان دی. په دغو حالتونو کې بیا د لاریونونو، اعتراضونو او د اړیکو پرې کولو خبرې نشته! او که بشري حقونه یوازې د همجنس پالو ټولنو او اوکراینیانو لپاره دي؟

په ډنمارک کې اوکرایني کډوالو ته ځانګړې قوانین جوړ شول؛ په دې توګه به له دوی سره د سوریې د کډوالو په څېر نا انساني چلند نه کېږي. ډنمارک په قطر کې د کډوالو کارګرو په اړه اندېښمن دی او د عدالت غوښتنه ورته کوي، په داسې حال کې چې د سوریې کډوال یې بېرته د دغه هېواد دېکتاتور ته تسلیم کړل.

د قطر لپاره د نړیوال جام کوربه‌توب له هر اړخه یو تاریخي شرم دی؛ پر دغو مراسمو تر ۲۰۰ ملیاردو ډالرو ډېر لګښت راځي؛ دا کچه له نړۍ څخه د بې‌وزلۍ ورکولو لپاره تر بس هم ډېره ده! دغه رژیم خپلې د نفتو پراخې سرچینې، چې د ټول اسلامي امت دي، د خپل نوم لوړولو لپاره کاروي؛ په داسې حال کې چې د دغو سرچینو اصلي خاوندان په بې وزلۍ او سختو اقتصادي ستونزو کې ژوند کوي.

غربي ځان ښودونکي او منافقین د قطر د ملامتولو هېڅ حق نه لري. خپل لاسونه یې د استعمار په وینو ککړ دي، پر استبدادي رژیمونو وسلي پلوري او په افغانستان او عراق کې د وژنو او ویجاړۍ لامل شوي. دوی نورو ملتونو ته د انساني حقونو د خوندي کولو په اړه د درس ورکولو هېڅ حق نه لري. دا د غرب منافقت او دوه‌ګوني معیارونه دي چې غواړي خپل وحشت او شیطاني کارونه وپوښي!

نړۍ یوه ايډيولوژیک بدیل ته اړتیا لري چې له تبعیض او منافقت پرته؛ ثابت او نه بدلېدونکی اخلاقیت او انسانیت پلی کړي. د پانګوالۍ دوه‌ګونو معیارونو ته یوازینی بدیل ریښتیني اسلامي اخلاق دي چې په هغو کې معیار ګټه نه، بلکې هغه احکام دي چې د کایناتو خالق را نازل کړي؛ بېلګې یې د اسلامي دولت «خلافت» په پالیسيو کې وینئ.

[وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ]

ژباړه: «او په هغو كسانو كې چې مونږ پیدا كړي دي، یوه ډله داسې هم شته چې له حق سره سمه نېغه لار ښیي او په دې (حق) سره عدالت كوي.»  [اعراف:۱۸۱]

 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ابراهیم عطرچ

ژباړه: محمد هارون ر‌ؤفي

د مطلب ادامه...

په قرآن کې له معنی پرته زیادت نشته

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

د دې خبرې صحت څومره دی؟ د نحوې او بلاغت دوو علماوو تر منځ د (أنْ) حرف په اړه د نظر اختلاف او مناقشه پیداه شوې چي هغه بلاغي عالم "ابن اثیر" دی او د دوی د مناقشي مثال د الله سبحانه وتعالی دغه قول دی:

﴿فَأَصْبَحَ فِى ٱلْمَدِينَةِ خَآئِفاً يَتَرَقَّبُ فَإِذَا ٱلَّذِى ٱسْتَنصَرَهُۥ بِٱلْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُۥ قَالَ لَهُۥ مُوسَىٰٓ إِنَّكَ لَغَوِىٌّ مُّبِينٌ (18) فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا قَالَ يَا مُوسَىٰ أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْساً بِالْأَمْسِ...[قصص: 18-19]

ژباړه: موسی په ښار کې په وېره شپه تېره کړه، ناڅاپه یې ولیدل چې همغه سړی چې پرون یې مرسته ترې غوښتې وه، بیا ده فریاد کاوه او مرسته یې ترې غوښته. موسی ورته وویل ته په ښکاره ګمراه یې. کله چې موسی وغوښتل له هغه چا سره چې د دواړو دښمن و، په جنګ شي، هغه وویل: ایا ته غواړې ما ووژنې لکه پرون دې چې یو کس وواژه؟

نحوي ویلي دي: لومړی (أنْ) زائد دی؛ که حذف شي، ویل کېږي: ﴿فلمّا أراد أن يبطش﴾ او په دغه حالت معنی همغه معنی ده او بدلون نه پکې راځي لکه د الله سبحانه وتعالی دغه قول: ﴿فَلَمَّا أَنْ جَاءَ الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَى وَجْهِهِ﴾ ټولو نحوي علماوو پر دې اتفاق کړی چې کله (أنْ) تر "لما" وروسته او تر فعل مخکې واقع شي، زائد دی؛ خو "ابن اثیر" د نحوي علماوو پر رد ویلي دي چې د نحوې علماء په بلاغت او فصاحت کې فهم نه لري او د فصاحت او بلاغت اسرار نه پېژني؛ په داسې حال کې چې نحوي علما دې پایلې ته رسېدلي چې کله (أنْ) تر "لما" وروسته او تر فعل مخکې په قرآن کریم او یا د "فصحاوو" په کلام کې واقع شي، معنی همغه معنی ده چې د سقوط په حالت کې یې ده. له همدې امله یې ویلي چې (أنْ) حرف زائد دی؛ حال دا چې واقعیت داسې نه دی؛ بلکې کله چې "لما" ذکر شو او تر "لما" وروسته "أنْ" حرف راشي او تر "أنْ" حرف وروسته فعل راشي دا پر دې دلیل دی چې موسی علیه السلام د دویم شخص پر قتل مبادرت نه دی کړی، لکه د لومړي پر قتل یې چې کړی؛ بلکې د هغه له وژلو یې لاس اخیستی دی. له همدې امله قرآن کریم داسې تعبیر کړی دی: ﴿فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ﴾ تر "لما" وروسته د "أنْ" په زیاتېدو او کله چې فعل تر "لما" وروسته د "أنْ" په سقوط واقع شي، پر دې دلالت کوي چې فعل په فوري ډول دی او "ابن اثیر" خپله مناقشه په دغه قول پای ته رسولې ده: دا مسایل‌، باریک مسایل دي چې له نحویونو څخه یې د فهم تمه نه کېږي؛ ځکه نحويون د دې وړتيا نه لري ده چې دا ډول مسایل ذکر کړي. پوښتنه دا ده: څه چې "ابن اثیر" په دې اړه ویلي دقیق دي؟ که د "ابن اثیر" خبرې  دقیقې نه وي؛ نو آیا په قرآن کریم زائد کلام شته؟

ځواب:

و علیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

ښکاري چې د "ابن اثیر" مناقشه او د مناقشې موضوع یې بشپړه نه ده ذکر شوې... څنګه چې زه د مسئلې په اړه فکر کوم، موضوع په لاندې ډول ده:

دغه آیت کریمه ﴿فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا﴾ دوې مسئلې لري، چې د دغو دوو مسئلو فهم اړین دی او د (أن يبطش) او (فلما أن) په برخه کې دی:

1-     لومړی "أن" ناصب حرف چې پر  مضارع فعل داخل شوی، دغه حرف، مصدري، ناصب او مستقبل حرف دی؛ یعنې دغه حرف خپل مابعد په تأویل مصدر ګرځوي؛ مثلاً؛ ﴿يُرِيدُ اللهُ أَنْ يُخَفِّفَ عَنْكُمْ﴾ په تأویل (يريد الله التخفيف عنكم) کېږي او دغه حرف مضارع ته نصب ورکړی؛ خو دغه حرف مستقبل حرف دی، ځکه چې مضارع د استقبال په معنی خالصوي. په همدې توګه د مضارع فعل ټول ناصبه حروف. خو مضارع فعل د ناصبه حرف له دخول پرته د حال او استقبال احتمال لري؛ نو له دې امله چې د ناصبه حرف معنی پورته ذکر شوې؛ د ﴿أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا﴾ معنی ته ترجیح ورکول کېږي چې موسی علیه السلام د شخص فوري نیولو لپاره بیړه نه ده کړې؛ بلکې په دې فکر کې شوی چې ویې نیسي؛ ځکه نص وايي ﴿أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ﴾ او ویې نه ویل (أراد يبطش)؛ که داسې نه وای د حال او استقبال احتمال یې درلود، یعنې د تصمیم نیولو  لپاره یې د بیړې او فکر کولو معنی افاده کوله. نو له همدې امله داسې قرینې ته اړتیا وه  چې حال او مستقبل فعل ته مو ترجیح ورکړې وای؛ خو ﴿أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ﴾ جمله د استقبال لپاره ده، نه د حال؛ یعنې د فکر کولو له کم مهلت وروسته؛ که څه هم کم وي.

2-     خو تر"لما" وروسته د "أن" استعمال له ژبني او لفظي اړخه زائد دی؛ ځکه "لما أن أراد" د ژبني جوړښت له مخې د "لما أراد" غوندې دی؛ خو "أن" حرف د خاصې معنی په موخه اضافه شوی چې په بطش او نیولو تاکید دی؛ یعنی تر "أن" وروسته تاکید او په نیولو کې بیړه نه کول او د یوه فکر پر اساس او ځنډ کول دي که څه هم چې د وخت له نظره کم وي.

3-     په همدغه ترتیب لومړی "أن" چې په آیت کې "أن أراد" د ژبني جوړښت له مخې زائد دی؛ خو د خاص هدف لپاره چې له "أن" څخه وروسته راغلي بطش او نیولو کې پر ځنډ تاکید کې ونه ویل شي چې تاکیدکوونکی عامل له زماني او د ژبني جوړښت له اړخه تر موکد وروسته په فتحه واقع کېږي؛ لکه ﴿فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ﴾ چې دغه تاکید زماني دی او موکد ته نږدې په فتحه ذکر شوی لکه ("جاء جاء علي" أو"لا، لا أبوح بالسر"؛ علي راته راغی او یا نه، نه زه راز نه افشا کوم) چې له جوړښتي نظره دا دوه مثالونه تاکید دی... هو، دا صحیح دی؛ خو کله چې تاکید د تاکید له باب څخه مترادف وي، جایزه ده چې  په فتحه موکد او په کسره موکد د تقدیم او تاخیر په پام کې نیولو پرته یو ځای ذکر شي... په همدغه ترتیب (فلما أن أراد) ځنډ او مهلت ورکول افاده کوي؛ یعنې په بیړنۍ توګه نه وي او همدارنګه (أن يبطش) چې مضارع منصوب فعل دی او دا ناصبه حرف هغه په مستقبل پورې مخصوصوي، د مترادف تاکید له باب څخه دی. نو "أن" په (فلما أن أراد) جمله کې دا قول ممکنوي چې لغتاً زائد ورته ووایو؛ خو دغه زیادت د تأکید لپاره دی چې د (أن يبطش) په لور مترادف تاکید دی، چې موسی علیه السلام خپل دښمن او مقابل طرف په فوري توګه ونه نیوه؛ بلکې په دې برخه کې یې فکر وکړ او مهلت یې ورکړ...

4-     خو آیا په قرآن کریم کې زائده حروف شته که نه؟ که د حرف د زیادت موخه له معنی پرته زیادت وي، زه دا نظر ردوم؛ نو زما په نظر په قرآن کریم کې له معنی پرته هېڅ زائد حرف نشته. ما خپل کتاب (التيسير في أصول التفسير - سورة البقرة) کې یادونه کړې او د ﴿فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ﴾ آیت په تفسیر کې داسې راغلي: «په قرآن کریم کې له معنی پرته تکرار او زیادت نشته. له همدې امله هر څه چې په قرآن کریم کې راغلي او په ښکاره تکرار او زیادت ښکاري، په حقیقت کې زائد نه دی، بلکې د ځانګړې معنی په موخه اضافه شوی، لکه (مِن) چې په دغه مبارک آیت کې د تاکید معنی یعنې د تېر چلنج تاکید معنی افاده کوي.»

خو که له زائده حروفو څخه موخه هغه حروف وي چې د هدف لپاره ذکر شوي، دا حروف په قرآن کریم کې شته دي لکه په بقره سوره کې د الله سبحانه و تعالی دغه قول: ﴿فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ﴾، دلته "من" له لغوي او ژبني اړخه زائد دی خو له معنوي لحاظه بې معنی نه دی؛ بلکې دا حرف زماني تاکید افاده کوي، یعنې د یوه تېر امر لپاره دی. یعنې دا چلنج د دغه آیت تر نزول وړاندې وارد شوی و، وروسته د "من" کلمه د دغه آیت تر ذکر کولو وروسته د پخواني چلنج تاکید افاده کوي. د دغه کتاب په آیاتونو کې په تدبر کولو سره روښانه کېږي چې دغه چلنج تر هغه مخکې په مکه مکرمه کې په یونس سوره کې نازل شوی دی: ﴿أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِثْلِهِ﴾ او یونس سوره مکي او بقره سوره مدني ده، چې تر یونس سورې وروسته نازله شوې ده. نو د بقره سورت آیت د یونس سورت د آیت لپاره تاکید دی، چې تر هغه مخکې نازل شوی او دغه تاکید د "من" په زیادت حاصلېږي، چې په بقره سوره کې ذکر شوی او تر هغه مخکې په یونس سوره کې نازل شوی و. نو دغه حرف د خپل ماقبل چلنج تاکید افاده کوي او بې معنی نه دی.

زه دغه مسئله کې داسې فکر کوم چې په قرآن کې هېڅ زیادت بې معنی نه دی او الله سبحانه وتعالی تر ټولو عالم او باحکمته دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

 

د مطلب ادامه...

په ټاکنو کې د وحشي یهودي ادارې د «لاپید» د ګوند په ګټه د عامه افکارو جلبولو لپاره د پاکو او مخلصو فلسطینیانو وژل

خبر:

د فلسطین رسمي خبري اژانس، WAFA راپور ورکړ چې لسګونو زرو فلسطینیانو سه شنبه د هغو پینځو فلسطینیانو په جنازه کې ګډون وکړ چې سهار وختي د اسرایلي سرتېرو لخوا د نابلس ښار د لوېدیځې غاړې په شمال کې وژل شوي وو.

په وژل شویو کسانو کې، ۳۱ کلن وديع الحوح؛ ۳۵ کلن حمد شرف؛ ۲۶ کلن علي انطار؛ ۳۰ کلن حمد قیيم او ۲۷ کلن میشال بغدادي دي. پر دې سربېره ۲۱ تنه نور ټپیان دي چې د ځینو روغتیايي حالت نازک دی.

په همدې حال کې؛ د دې پېښې په غبرګون کې په لاریونونو کې اسرایلي پوځیانو د رام‌الله په شمال، نبي صالح کلي کې ۱۹ کلن قصی تمیمي هم وژلی چې په خپل کلي کې خاورته وسپارل شو.

د لویدیځې غاړې په بېلابیلو سیمو کې د فلسطینیانو او اسرایلي پوځيانو ترمنځ نښتې وشوې؛ اسرایلي پوځيانو پر فلسطینی لاریون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي مرمۍ وکارولې چې له امله یې یو شمېر فلسطینیان ټپیان هم شول.

په اشغال شویو سیمو کې هم خلکو د وژلو شویو کسانو په ویر او د اسرایلي پوځيانو د بریدونو په غبرګون کې عمومي لاریون وکړ. ( فلسطین کرانیکل؛ ۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۲۵مه).

د اسراییلو سر پرست لومړي وزیر، یائېر لاپید په یوه خبري کنفرانس کې تایید کړه چې د دوی ځواکونو د شپې ناوخته دLion Den Group  (عرين الأسود) ډلې یو مشر، وديع الحوح وژلی، نوموړي زیاته کړه چې دا عملیات «یو دقیق او خونړی برید و چې پر هغو ترهګرو ترسره شو چې غوښتل یې بریدونه وکړي.» (اسوشېټېډ پرس خبري اژانس)

تبصره:

نابلس له تېرو۱۶ ورځو راهیسې د یهودي ځواکونو تر محاصرې لاندې دی او په یوه ازاد زندان بدل شوی. د ننوتو ټولې دروازې یې تړلې او په شاوخوا سیمو کې یې پلټنځايونه (چک پاينټونه) جوړ کړي. په نابلس کې نجاح ملي پوهنتون د لارې د تړل کېدو له امله خپل ټولګې انلاین مخته بیايي او همدارنګه په ښار کې د یادو شهیدانو په ویر دوکانونه تړل شوي. موږ هره ورځ د استعمارګرو له لوري د خپلو خلکو د شهادت خبرونه اورو؛ دغه راز تر دې دمه ۲۱ تنه ټپیان دي او ۴۰ نور یې له عرين الأسود ډلې سره د اړیکو لرلو په تور نیولي دي.

د Haartez اسرایلي ورځپاڼې له لوري په خپرو شوو خبرونو کې ویل شوي چې اسرایلي ځواکونو په نابلس کې د عرين الأسود ډلې د «بم جوړولو فابریکه» ویجاړه کړې او دا یې یوه لویه بریا بللې. په داسې حال کې چې دا یو کوچنی زوړ کور و او ابتدایي چاودېدونکي توکي پکې جوړېدل چې په نابلس کې د اسرایلي ځواکونو پر وړاندې د غچ اخیستنې په موخه وکارول شي. له بلې خوا پوځ د یادو کسانو د وژلو او کور د له منځه وړلو لپاره له پرمختللې ټیکنالوژۍ او عصري وسلو څخه کار اخیسته.

نابلس د الف (د فلسطین تر کټرول لاندې) سیمې په توګه ډلبندې شوې؛ دا په دې معنی ده چې یهودان او په زور مېشت شوي خلک دې سیمې ته نه شي تلای، خو بیا هم لوی شمېر یهودي پوځیانو په زور پر نابلس برید وکړ او محاصره یې کړ.

له سیاسي اړه خه؛ د اسراییلو ټاکنې د نومبر په لومړۍ نېټه ترسره کېدونکې دي؛ د دغه هېواد لومړی وزیر، لاپید د رایو خپلولو هڅه کوي او د دې لپاره ډاروونکي تکتیکونه کاروي؛ لکه «د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې» شعارونه. خو په حقیقت کې د مخلصو او پاکو فلسطیني ځوانانو ژوند اخلي او ټپي کوي یې. د لومړي وزیر موخه د ډېرو رایو ګټل دي او په دې کارونو یې غواړي ځان د «اسرایلو» لپاره وړ رهبر وښيي؛ له همدې امله یې په ټول فلسطین کې عملیات پیل کړي او د جېنین او شفاعت پر کمپ یې بریدونه وکړل.

ډېره سپکه خبره دا ده چې د یهودي ادارې لومړي وزیر په ډېر جرات د فلسطینې ادارې له مشر، محمود عباس څخه وغوښتل، چې که سوله‌ییز ژوند غواړي، فلسطینیان دې کابو او ارام کړي.

دا د فلسطیني ادارې د چارواکو ذلالت ښيي چې د فلسطین د خلکو پر وړاند د دښمن همکاري او دسیسې مني. د نابلس زاړه ښار ته د ننوتو لار خورا حساسه ده او له فلسطینی امنیتي سرتېرو او یهودي اشغالګرو سره له تخنیکي همغږۍ پرته څوک په اسانۍ نه شي ورتلای. ولس د دوی له دا ډول همغږیو خبر دی او له دې خیانت کوونکو څخه د امنیت او ملاتړ هېڅ تمه نه لري. هغه کسان چې ناراضه دي او تېری پرې شوی؛ د عرين الأسود په نامه نوې ډلې ملاتړ کوي؛ دوی له بېلابېلو فلسطیني ډلو څخه د هر ډول سیاسي، مالي او د وسلو مرسته رد کړې او دې کار یهودان اندېښمن کړي. یهودانو ولیدل چې له ځوانانو جوړه شوې دغه ډله په کوچنیو بریدونو کې پر دوی بریالۍ وه؛ په ورته وخت کې په ډېرو ښارونو کې خلکو د شهیدانو وير وکړ، په زرګونو کسان سړکونو ته راووتل او دا د یهودي دولت لپاره یوه وحشتناکه منظره وه.

که یوه ریښتینې اسلامي رهبري وای چې په ټول قوت سره د یهودو او د هغوی د ملاتړو پروړاندې ودرېږي؛ نو ځوانانو او سپینږیرو به یو ځای د اسلامي پوځ د یوې برخې په توګه اشغالګر، د دوی ملاتړي او له دوی سره د عادي اړیکو جوړوونکي له منځه وړي وای. موږ ولیدل چې یوې نوې جوړې شوې کوچنۍ ډلې یهودي رژیم څومره وېرولی او ذلیل کړی، نو تصور وکړئ که یو اسلامي پوځ تر مخلصې رهبرۍ لاند تنظیم شي، د اقصی سپېڅلې خاوره او ورپسې نورې اسلامي ځمکې به څنګه یوه په بله پسې له ظلم څخه خلاصې او څنګه به لوی ویاړ او بریا د اسلامي امت په برخه شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

منال بدېر

ژباړه: محمد هارون ر‌ؤفي

د مطلب ادامه...

د ایران لاریونونه بریالي کېدی شي؟

  • خپور شوی په سیاسي

 په ایران کې له یوې میاشتې راهیسې لاریونونه روان دي؛ دغو لاریونونو د مهسا امیني له مړینې وروسته زور واخیست؛ نوموړې د ایران اخلاقي پولیسو د اخلاقي اصولو تر پښو لاندې کولو په تور نیولې وه. د ایران آخوندي رژیم ډېر وخت له دومره پراخو لاریونونو سره نه و مخ شوی. دا رژیم د 1979 کال له انقلاب وروسته واک ته ورسېد؛ خو د څو لسیزو فساد، بې‌کفایتۍ او ناسم اقتصادي مدیریت په سبب له بل هر وخت څخه کمزوری شوی. د ایران د حاکم رژیم د رانسکورېدو احتمال نه لیدل کېږي؛ خو شرایطو ته په کتو د دې احتمال هم نشته چې په همدې حالت دې پاتې شي.

شاه په 1979 کې له واکه لرې کړای شو؛ د ایران آخوندي رژیم چې د امریکا ضد و د اسلامي انقلاب له لارې واک ته ورسېد. د آيت الله روح الله خميني لخوا ټول پر یوه فکر راټول شول او هیله یې دا وه چې ایران به په سیمه‌ایز ځواک بدلوي. سره له دې چې انقلاب ته اسلامي ويل کیږي، خو د دغه انقلاب کوونکې ډېری ډلې نا اسلامي وې چې کمونېستان، اکاډمیک کسان، کيڼ اړخي، اتحادیې او نور ډېر داسې کسان پکې وو چې موخه یې یو اسلامي انقلاب نه و. کله چې خميني واک ته ورسید، ټوله هڅه یې دا وه چې څنګه نظام وپايي او د دې لپاره یې ټولو هغو کسانو ته شا کړه چې واک ته په رسېدو کې یې مرسته ورسره وکړه. خميني ډېر بدګومانه و، پر پوځ یې باور نه درلود، نو د اسلامي انقلاب ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران انقلاب اسلامي) یې رامنځته کړ.

په واک کې پاتي کېدو لپاره آخوندي رژیم ډېر شمېر ارګانونه او دولتي بنسټونه رامنځته کړل. داسې سیاسي جوړښت يې رامنځته کړ چې وکولی شي ایران او سیاسي پرېکړې یې په خپل لاس کې ولري. د ایران رژیم په سر کې، تر ټولو ځواکمن کس، «معظم رهبر» دی، تر اوسه دوو کسانو دغه مقام خپل کړی. لومړی د اسلامي جمهوریت بنسټګر، آیت الله خمیني، له ۱۹۷۹ څخه  تر ۱۹۸۹ پورې. وروسته د هغه وارث چې دوې دورې ولسمشر هم وو، آیت الله علی خامنه‌يی واک ته ورسېد، درې لیسزي کیږي چې دی د ایران رهبر دی. دا مقام د خلکو په رایو نه، بلکې د «مجلس خبرګان رهبری» لخوا ټاکل کېږي؛ دا د آخوندانو یوه ډله ده. رهبر پراخ واکونه لري او د دغه هېواد د مهمو بنسټونو؛ لکه صدا و سیما، ګډ ځواک، سپاه پاسداران او شورای نګهبان مشران ټاکي.

آخوندي رژیم له دوی څخه مخکې پهلوي رژیم په څېر متمرکز سيستم رامنځته کړی، ځکه چې د ایران ۵۰ - ۶۰ سلنه نفوس فارسيان دي. په ایران کې ډېر شمېر قومونه اوسېږي، نو آخوندي رژیم د تېر رژیم په څېر امنیت ته پام کوي؛ ځکه دوی د خپل رژيم د پایښت تر څنګ غواړي پر هغو لږکيو قومونو چې کېدای شي رژیم ته ګواښ وي، هم حکومت وکړي. د ایران په شمال لوېديځ کې کرد او آذري قومونه ژوند کوي چې ځانونه فارسيان نه بولي. آذریان په اردبيل ولایت کې بیلتون غوښتونکی خوځښت لري او غواړي چې له آذربايجان سره یوځای شي. د کردۍ مهسا امیني پر مرګ په دغه ولایت کې د نظام پر وړاندي ستر لاریونونه ترسره شول. کردان او آذریان پر رژیم باور نه لري، ځکه چې له ډېر وخت راهیسې له دوی سره بد چلند کوي. د ایران په سوېل لوېدیځ کې خوزستان پروت دی، په دغه سټراټېژیکه سیمه کې د دغه هېواد د انرژۍ سرچینې هم دي. په خوزستان کې له پخوا عرب اوسېږي او دغې سیمې ته اهواز وایي، خو رژيم د دې لپاره چې دا نوم فارسي وي، خوزستان یې کړ. آخوندي رژیم د خوزستان د انرژۍ زیرمې وړي، خو د سیمې خلک بې وزله او بې روزګاره دي. په ختیځ کې پر افغان پوله او سیستان-بلوچستان سیمه کې له پخوا ستونزې وې؛ د دغو سیمو ډیری وګړي سني مذهبه دي او د خلکو د بې وزلۍ په سبب تل بې ثباته سیمه وه. رژيم د دغې سیمې خلکو ته د شک په سترګه ګوري. ایران ستر هېواد دی، د اوسیدو وړ دښتي او غرونه لري چې ګردچاپېر يې د فارسیانو کلي او ښارونه دي. دا سیمې بیا لږکیو چاپېر کړې او په ګډه فارسي نفوس جوړوي.

آخوندي رژیم په خپل څلور لسیزې حکومت کې له دا ډول ډېرو خوځښتونو او لاریونونو سره مخ شوی. روان خوځښت یې یوازې اوسنۍ بڼه ده. د تهران پوهنتون؛ ایراني ټولنپوه محمد فاضلي وايي: دا لاریونونه د وروستیو پېښو په سبب نه، بلکې په ایران کې د تېرو څلورو لسیزو خرابې حکومتولۍ زیږنده دي. فاضلي زیاتوي چې له تېرو څلور لسیزو راهیسې په ایران کې ډیرې داسې ناحل شوې ستونزې شته چې تر اوسه يې حکومت د حل هڅه نه ده کړې. هغه وویل: «کله چې ولسمشر، رییسي وايي چې د مهسا امیني د مرګ په اړه به څېړنه وکړي، خلک باور نه شي پرې کولی؛ ځکه چې په تېر کې دې ته ورته پیښې نا حل شوې پرېښودل شوې.» د دې ترڅنګ، له څلورو لسیزو وروسته؛ لوړ انفلاسیون، صفر ته نیږدې اقتصادي ودې، د اداري سیستم ځوړ او نورو فکتورونو د ایراني رژیم پر وړاندې د خلکو غوسه راپارولې او ډېری ایرانیان اوس د ایران د ناکام آخوندي حکومت پر وړاندې له غږ پورته کولو او لاریون څخه نه وېرېږي.

څه چې ډېری ایرانیان يې د رژیم پر وړاندې راپورته کړي؛ دا دي چې له څلورو لسیزو وروسته یې اقتصاد ویجاړ کړی، خلک یې بې‌وزله کړي او د خلکو د ځپلو لړۍ روانه ده. د ایران GDP یا ناخالص داخلي تولیدات  ۷۰ سلنه کم شوي؛ د ایران د GDP کچه په ۲۰۱۲م کال کې ۵۹۹ میلیارده ډالر وه خو اوس ۱۹۱ ملیارده ډالرو ته را ښکته شوې! نن ورځ په ایران کې د ژوند سټنډرډونه په تېره یوه پیړۍ کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلي. بیې دومره لوړې دي چې د ډېرو ایرانیانو لپاره اړین توکې؛ لکه خواړه او درمل د لاسرسي وړ نه دي.

له تاریخي لحاظه په ایران کې بدلون له دوو لارو راغلی. يا کوم بهرني ځواک په ایران کې پر یوه ډله یرغل یا یې ملاتړ کړی؛ لکه روسيې او بریتانیې چې د لومړۍ او دویمې نړیوالو جګړو په پیل کې پر ایران برید وکړ چې د جګړې لپاره د دغه هېواد د انرژۍ له زېرمو ګټه واخیستلی شي. په ١٩٧٩ کې فارسيان، لږکي او د ټولنې بېلابېل قشرونه د شاه د ګوښه کولو لپاره سره راټول شول. نن ورځ لږکي د رژیم پرځولو لپاره د فارسيانو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري. مخالف خوځښت اوس پراخ لاریون پر مخ بیايي خو خواره دي؛ ځکه یو رهبر نه لري او کلیوالې سیمې یې نه دي بسیج کړي چې هلته د اخوندانو د ملاتړ بنسټ دی.

ایران په تدریج سره له تئوکراتیک دولته چې آخوندان يې اداره کوي، په داسې دولت بدلیږي چې د سپاه پاسداران لخوا اداره کېږي؛ دا هغه پوځ دی چې ځان ته د ١٩٧٩ کال انقلاب ساتونکي وايي. آخوندانو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی، د خامنه‌يي له مرګ وروسته، لرې ده چې سپاه پاسداران دې په واک کې د پاتې کېدو لپاره «رهبر معظم» ته اړتیا ولري؛ ممکن یو سمبولیک رهبر وټاکي خو واکونه به يې محدود وي. د ایران راتلونکی ښايي یو زورواکی او مطلق دولت وي چې رهبري یې د پوځ یو رهبر کوي. لکه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې چې رضا خان په ١٩٢١ کال کې لومړی وزیر شو، په ١٩٢٥ کې یې احمدشاه له واکه لرې او پهلوي سلسله یې رامنځته کړه.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عدنان خان

 

د مطلب ادامه...

د خلیج هېوادونو د واکمنانو په "زغم" کې له اسلام او مسلمانانو پرته نورې ټولې برخې او قوانین شاملېږي! Featured

د اماراتو واکمنانو په جبل علي سیمه کې د «زغم» تر سپک نامه لاندې د کفارو د یوه دین لپاره نوی معبد پرانېست. وړاندې له دې یې هم د مسیحیانو او یهودانو لپاره د څو کلیساوو او کنیسو په پرانیستلو د مسلمانانو احساسات راپارولي وو. دوی د «زغم» په نوم وزارت له لارې چې په ۲۰۱۶م کې رامنځ ته شو، غواړي د «زغم» تر نامه لاندې د نا مسلمانانو لپاره د لا ډېرو معابدو جوړولو بازار ګرم کړي. دا ځل یې لوی ګام واخیست؛ د ۱۶ میلیونو ډالرو په لګښت یې د هندوانو لپاره یو معبد پرانیست! دا په داسې حال کې ده چې افراطي هندوان د هند د نیمې وچې مسلمانان د اماراتو د واکمنانو د سترګو پر وړاندې په بېلا بېلو بڼو شکنجه کوي. جوماتونه پر هندو معابدو بدلوي؛ په کوڅو کې پر مسلمانو ښځو بريدونه او تېري کوي؛ په پوهنتونونو کې یې پر حجاب بندیز لګولی؛ په آسام کې مسلمانان له خپلو کورونو باسي او لسګونه کلونه کېږي چې د کشمیر مسلمانان وژني، شکنجه کوي یې او د پوځ تر مستقیم واک لاندې یې ساتلی. دوی مسلمانان له خپلو مدني حقوقو بې برخې کړي، پر مسلمانو ځوانانو د ترهګرو تورونه لګوي او په دې پلمه یې نیسي او بندي کوي یې. د هندوانو ډلې په کوڅو او بازارونو کې ګرځي؛ پر مسلمانانو بریدونه کوي، ځوروي یې او ان وژني یې.

د اماراتو واکمنان په هند کې د مسلمانانو پر وړاندې پر ټولو جنایتونو سترګې پټوي او بیا د هندوانو لپاره د ۱۶ میلیونو ډالرو په لګښت یو لوی معبد جوړوي!

دوی همداراز د اسلامي امت پر غوسې سربېره، د سپېڅلې خاورې او الاقصی مسجد پر وړاندې د یهودي ادارې پر جنایتونو سترګې پټې کړي. د اماراتو واکمنانو هېر کړي چې:

(إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)

ژباړه: «بېشکه چې الله تعالی تاسو د هغو خلکو له ملګرتیا څخه منع کوي چې له تاسو سره د دین په معامله کې جنګېدلي؛ تاسو یې له خپلو کورونو ایستلي ياست او ستاسو په ایستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی. له دوی سره چې څوک ملګرتیا وکړي، هغوی ظالمان دي.» [ممتحنة: ۹]

که د اماراتو واکمنانو غوښتلای چې په هند کې د اسلام او مسلمانانو ملاتړ وکړي، نو دا کار به یې نه و کړی. دوی د هند پر ګټو د فشار راوړلو لپاره ډېر انتخابونه لري. لومړی یې په اماراتو کې د ۳.۵ میلیونه هنديانو شتون دی چې هند ته لویه اقتصادي ګټه رسوي. دوی همداراز په اماراتو کې پر الکټرونیکي پوځ سربېره یو لوی رسنیز کمپلکس لري چې نړیوالې او سیمه‌ایزې رسنۍ پکې دي. د دې ټولو تر څنګ د سیمه‌ایزو او نړیوالو اړیکو پر شبکه د اماراتو د نفوذ وړتیا د پام وړ انتخاب دی. د اماراتو واکمنان دا ټول وسايل او وړتیاوې لري، خو له اسلام او مسلمانانو سره خواخوږي نه لري.

دوی د بعث حزب د وژونکو جنایتکارانو له پیل کوونکو څخه دي. پر امنیتي او سیاسي اړخونو سربېره، د شام د خلکو پر وړاندې د دوی په جنایتکارانه اعمالو کې وژل، بې ځایه کول، عزت ته سپکاوی او کیمیاوي وسلې هم شاملې دي. د اماراتو واکمنان خلک د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو پر وړاندې زغم ته وربولي؛ خو د اسلام د حاکمیت پر وړاندې جنګېږي او اسلام له حکومت او د خلکو له ژوند څخه لرې کوي.

په داسې حال کې چې د اماراتو واکمنان د کفارو لپاره د ډېرو معبدونو د پرانستلو پر سر سیالي کوي؛ د بحرین واکمنان غواړي چې د ۲۰۲۲م کال، د نومبر له ۳مې تر ۶مې پورې د کاتولیک پاپ کوربه توب وکړي او په پلان کې ده چې کاتولیک پاپ او د کلیسا غړي به په بحرین کې د الازهر له شیخ، احمد الطیب او د ده په مشرۍ "د مسلمانانو مشرانو شورا" له غړو سره وګوري. وړاندې هم د ۲۰۱۹م کال، د فبرورۍ په ۴مه د اماراتو واکمنانو د کاتولیک پاپ او د الازهر د شیخ کوربه‌توب وکړ او دواړو اړخونو د بشري ورورولۍ سند لاسلیک کړ.

داسې ښکاري چې خلیج هېوادونه په عربو جزیره کې د کفارو لپاره د نویو معبدونو د شتون د مشروعیت لپاره هڅې کوي او د الازهر شیخ د همدې لپاره راولي. که د الازهر شیخ دا مسله تایید نه کړي، ښايي هغه ځان په یو نوي مهم واقعیت کې ومومي، په ځانګړې توګه که چیرې د آل سعود کورنۍ واکمنان د "زغم" په نوم کنفرانس کې د هغه کوربه توب وکړي، ترڅو د دوو سپېڅلو مسجدونو په خاوره کې د کفارو لپاره معبدونه جوړ کړي.

اې مسلمانانو:

د اسلام سپېڅلي دين د ټولو اړیکو په ګډون له نا مسلمانو سره اړیکې په داسې تفصيلي ډول تنظيم کړې دي چې انسان له ګډوډۍ سره نه مخ کوي، د دولت تر حاکمیت لاندې یې په ټولنه کې د اړیکو چوکاټ جوړ کړی دی. نو ایا مسلمانانو ته پکار ده چې په عربو جزیره کې د کفارو لپاره معبدونه جوړ کړي، چې الله سبحانه و تعالی ټول کفر ته حرام کړي دي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«أَخْرِجُوا الْمُشْرِكِينَ مِنْ جَزِيرَةِ الْعَرَبِ»

ژباړه: «مشرکین له عربو جزیرې څخه وشړئ»

د هغه عمري تړون په اړه څه فکر کوئ چې وايي مشرکین به په اسلامي خاورو کې نوي معبدونه نه جوړوي؟

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ * فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَن تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَن يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِّنْ عِندِهِ فَيُصْبِحُواْ عَلَى مَا أَسَرُّواْ فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ)

ژباړه: «اې مؤمنانو! یهودان او عیسویان خپل ملګري مه نیسئ، دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي. که له تاسو څخه څوک هغوی خپل ملګري ونیسي، نو د همدوی له ډلې ګڼل کېږي. په دې کې شک نشته چې الله تعالی ظالمان له خپلې لارښوونې څخه بې برخې کوي. ته ګورې د چا په زړونو کې چې د نفاق ناروغي ده، هغوی په هماغه کې په منډو ترړو اوړي را اوړي. وايي: «موږ وېرېږو چې په کوم غم اخته نه شو.» خو لیرې نه ده چې الله تعالی تاسو ته غوڅ بری در په برخه کړي؛ یا له خپل لوري څخه کومه بله خبره څرګنده کړي، نو دا خلک به په خپل دغه منافقت چې په زړونو کې یې پټوي، پښېمانه وي.  [مائده: ۵۱-۵۲]

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې