دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د نړۍ تر ټولو لوی ډېموکراټیک هېواد پر مسلمانو ښځو ظلم کوي چې «ازادې» یې کړي!

خبر:

د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې په ۲۲مه نېټه د هند په نوي ډهلي ښار کې د کرناټکا حکومت لخوا پر حجاب د بندیز حکم صادر شو او وروسته د هند سترې محکمې لخوا تایید شو. تحلیلګرانو د زده‌کوونکو په ټولنو کې د دې پرېکړې پر ټولنیزو پایلو بحث وکړ. د مدني ازادیو لپاره د خلکو اتحادیې (PUCL) وویل: « دا کار به په بالقوه توګه د ښوونې او روزنې د ګوښه کېدو سبب شي؛ حجاب اغوستنونکې زده‌کوونکې به هغو انسټېټیوټونو ته د ځان بدلولو هڅه وکړي چې د مسلمانانو لخوا اداره کېږي. په دې توګه به د نورو ټولنو له زده کوونکو سره د دوی تعامل محدود شي».

تبصره:

وروستۍ څېړنې ښیي چې یادو قوانینو پر ځوانو مسلمانو ښځو پراخ رواني اغېز کړی. دې کار په هغو زده کوونکو کې د ژور خپګان او ګوښي‌والي احساس راپیدا کړی چې دغو تبعیضي قوانینو له بد وضعیت سره مخ کړې او زيانمنې کړې دي.

 بدبختي دلته ده چې د دغو خویندو راتلونکی د داسې واکمنو په لاس کې دی، چې دوی ته درناوی نه لري او د ښځو ازادۍ جعلي او درواغجنې مفکورې په کارولو سره غواړي د بشر حقونو تر پښو لاندې کول او له هغو ناوړه استفاده توجیه کړي.

د کرناټکا سترې محکمې اعلان وکړ، چې «د مسلمانانو ښځو له لوري حجاب اغوستل په اسلامي عقیده کې اړین مذهبي عمل نه دی او همدارنګه د هند د اساسي قانون د ۲۵مې مادې پر اساس د دینې ازادۍ د حق په برخه کې یې ملاتړ او ساتنه نه کېږي.»

د روانې میاشتې په لومړیو کې د هند په ستره محکمه کې د حجاب د بندېدو په غبرګون کې د استناف غوښتلو پر مهال یوه بې بنسټه او پوچه ادعا وشوه چې «د جامو اغوستلو په حق کې به د جامو نه اغوستلو حق هم شاملېږي.»

د PUCL په راپور کې راغلي چې د سترې محکمې په پرېکړه کې ښځې د حجاب په برخه کې د انتخاب او اختیار له حق څخه هم محرومې شوې.

د واکمنو، لیبرال ډېموکراټیکو نظامونو منافقت او ریاکاري ورځ په ورځ څرګندېږي، له یوې خوا د مسلمانو ښځو د حجاب پر وړاندې  ظالمانه قوانین وضع کوي او هغه ښځې چې حجاب مرعاتوي، سزا ورکوي او له بلې خوا هڅه کوي چې په ایران کې ښځې له دا ډول سختو قوانینو څخه ازادې کړي.

لیبرال ډیموکراټیک فکر د شرعي قانون د بدنامولو او بد ښودلو لپاره د افغانستان دولت له لوري د ښځو پر تعلیم بندیز غندي؛ خو همداکار بیا پخپله د غربي اېډیالونو د لمانځنې او ښه ښودلو لپاره کوي.

د یادونې وړ ده چې په هند کې ډېری ښځې، مذهب ته له پام پرته، غوره بولي چې خپل سر پټ کړي، چې دا کار د دوی په کلتور پورې تړلی او له دې سره د خوندیتوب احساس کوي؛ دا قانون پر دغو ښځو نه پلی کېږي؛ چې دا په ښکاره له اسلام سره د هند دښمني ښيي او په ځانګړي ډول یې اسلام د برید هدف دی. د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر وړاندې هم په هند کې په کاري چاپېریال کې د مسلمانو ښځو پر وړاندې د تبعیض په اړه خبر او تبصرې خپرې کړې وې، لکه تر سیکولر قوانینو لاندې د ښځو درواغجنه ازادي. یوازینۍ لار چې مسلمانې ښځې کولای شي خپل حقونه ترلاسه او له استعداونو او وړتیاوو یې کار واخلي، د خلافت حاکمیت دی، چې له تبعیض پرته به د دولت د اتباعو په توګه د ښځو ټولې اړتیاوې پوره کوي.

اسلام د ښځو تعلیم ته ارزښت ورکړی او په شرعي قوانینو کې هېڅ داسې مسله نشته چې ښځې له  زده کړې منعه کړي. 

﴿يُؤتِى الْحِكْمَةَ مَنْ يَشاءُ وَمَنْ يُؤتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ اُوتِىَ خَيْراً كَثِيراً وَمَا يَذَّكَّرُ اِلَّا اُولُوا الاَلْبَابِ﴾ 

ژباړه: (الله سبحانه و تعالی) چې هر چا ته وغواړي (او وړ یې وبولي) علم او حکمت ورکوي او هر چا ته چې علم ورکړل شي، لوی خیر ورکړل شوی. له هوښیارانو پرته بل څوک (دا حقایق نه درک کوي او) دا نصیحت او تذکر نه اخلي. [بقره: ۲۶۹]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

عمرانه محمد

ژباړه: محمد هارون رؤفي

د مطلب ادامه...

د واکمنانو د بې پروایۍ له امله، سېلابونو میلیونونه کسان زیانمن کړل. Featured

  • خپور شوی په پاکستان

اې د قدرت څښتنانو! له دې بې رحمه او ظالمو واکمنانو څخه لاس واخلئ او پر ځای یې بیا خلافت تاسیس کړئ

د پاکستان یو پر درېیمه برخه ځمکه سېلابونو لاندې کړه. تر ۱۵۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. یو میلیون کورونه ړنګ شول. دغو سېلابونو ۳۵ ميلیونه خلک، چې ۱۶ میلیونه یې ماشومان وو، زیانمن کړل. خو د پاکستان د ډيموکراټيکې رهبرۍ لپاره مرګ او ویجاړي یوازې د عکس اخیستلو یو فرصت و؛ ځانونه یې لانده کړل او خلکو ته یې یو څه خوراکي توکي ووېشل. د بې ځایه شویو او بې وزلو کسانو د هوایي سروې په کولو یې له خلکو سره خواخوږي وښوده او داسې یې وګڼله چې ګواکي خپل مسوولیت یې ادا کړ.

سیاسي رهبري د دې پرځای چې له سېلاب ځپلو سره پوره مرسته وکړي؛ د پوځ د نوي مشر پر انتصاب او ټاکنیزو لوبو بوخته ده او پوځي رهبري یې هم د راتلونکي مشر پر سر په مبارزه لګیا ده. لومړی وزیر شهباز شریف د ملکې الیزابت د جنازې د مراسمو لپاره لندن ته لاړ؛ فکر کوي چې که دی نه وي، جنازه نه کېږي. په همدې توګه، PTI مخالف ګوند په لاریونونو، تبلیغاتي غونډو، پر ټولنیزو رسنیو په کمپاینونو او د دروازو تر شا پر پټو ناستو بوخت دی. د پنجاب او خیبر پښتونخوا ایالتي دولتونه په خپلو سیاسي او شخصي ګټو پسې دي. دا ټول په داسې حال کې ده چې سېلاب ځپلي تر شنه اسمان لاندې د خوړو او لومړنیو اړتیاوو لپاره ژاړي او چغې وهي. دوی له ککړو اوبو څخه د پیدا شویو ساري ناروغیو؛ لکه کولرا، ډينګی او ملاریا پر وړاندې د مبارزې وس نه لري.

د اټکل له مخې، د سېلابونو له امله د اوښتو زيانونه کچه تر دېرش ملياردو ډالرو زیاته ده. ولاړ فصلونه له منځه ولاړل. په میلیونونو څاروي د سېلاب له امله زیانمن شوي. په داسې سخت حالت کې باید ټوله دولتي دستګاه، واکمنان، بیروکراسي، پوځ، پولیس، مدني مدافعین، وزیران، د خلکو استازي، دولتي او روغتیايي کارکوونکي او ... بسیج شي؛ خو دلته داسې څه نه دي تر سترګو شوي. حکومت یې د غلې دانې ذخیره خلاصه نه کړه. د دغې ذخیرې خوله د خلکو لپاره نه، بلکې یوازې د سود د ورکړې لپاره خلاصیږي. دلته د حکامو لومړیتوب له خپلو خلکو سره په درد کې شریکېدل نه، بلکې د استعمارګرې بریتانیې د ملکې په مړینه ماتم کول دي.

راشده خلافت ښودلې چې څنګه د قحطۍ او سېلابونو په شان افتونو سره مقابله وکړي. کله چې په ۱۸مه هجري پېړۍ کې په حجاز کې قحطي راغله، ټوله دولتي دستګاه د ناورین د کمولو لپاره بسیج شوه او ټوله رهبري په بشپړه توګه د مرستې رسولو په برخه کې بوخته وه. له مصر او شام ولایتونو څخه د خوراکي توکو او جامو په ګډون پام وړ مرستې ولیږل شوي. خلیفه عمر رضی الله تعالی عنه پخپله په مرسته رسولو کې بوخت و. دا د طبیعي ناورین په ځواب کې د خلافت د پام وړ او د امت پراخ غبرګون و چې له ډیموکراسۍ سره بشپړ توپیر لري. شهباز شریف د نړۍ د تودوخې په اړه څېړنې بیانوي چې په دې پلمه خیرات راټول کړي.

د دغو سېلابونو پر مهال دومره غفلت دا په ډاګه کړه چې اوس د سیکولر ډیموکراسۍ د ښخولو وخت دی. له همدې واکمنانو یوه یې هم تر سېلابونو وړاندې د مسوولیت احساس نه درلود، نو اوس او په راتلونکي کې به یې څه ولري؟ اوس هغه وخت را رسېدلی چې دوی نسکور شي، لرې شي او بېرته خلافت تاسیس شي.

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو افسرانو! د بسیج کېدو لپاره نور کوم دلیل غواړئ؟ په سند او بلوچستان کې د دولتي دستګاه غفلت ښکاره دی. واکمن ګوند او اپوزیسیون د پنجاب صوبې پر سر د واک په جنجال کې ښکېل دي، په داسې حال کې چې د سند او بلوچستان رایې په دغه جنجال کې نه شمېرل کېږي. د ملیونونو خلکو ژوند او راتلونکی ستاسو په پرېکړه، دریځ او عمل پورې تړلی دی. همدا اوس د خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورکړئ او خپل ولس له دغه ظالم نظام او بې پروا حکامو خلاص کړئ. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا أَنْصَارَ اللَّه...)

ژباړه: «اې مومنانو! د الله تعالی انصار شئ...» [صف: ۱۴]

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

د ظالمانو ملاتړ مه کوئ

خبر:

ولسمشر رجب طیب اردوغان د لومړي ځل لپاره د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) په ۲۲مه غوڼده کې ګډون کوي. دا خبره چې ترکیه د دې سازمان غړیتوب نه لري، خو په خبرو اترو کې یې ګډون کوي او د دغې غونډې له ګډونوالو سره به ګډ عکس هم اخلي؛ د دې لپاره مهمه ده چې له دغو هېوادونو سره د ترکیې اړیکې ټینګېږي او دا یې د اسیا له تر ټولو ځواکمن امنیتي سازمان سره، چې د چین، روسیې او هند پشان غړي لري، خبرې اترې پیاوړې کوي. (۲۰۲۲م کال، د سپټمبر ۱۶مه - خبري آژانسونه) 

تبصره:

د شانګهای همکاریو سازمان ۲۲مه غونډه چې د کرونا وبا پر وخت پیل شوه، د اوکراین له جګړې سره هم‌مهاله وه او د خوراکي توکو او انرژۍ د نړیوال بحران تر سیوري لاندې ترسره شوه، د نړۍ هېوادونه ورته لېواله دي. د دغې لېوالتیا تمرکز پر دې دی چې روسیه د اروپايي هېوادونو د طبعي ګاز او اړتیا وړ خوراکي توکو د پام وړ برخه کنټرولوي چې اروپا سخته اړتیا ورته لري. د اوکراین په اوږده جګړه کې د روسیې ګواښوونکې او له خپلو داخلي تولیداتو د ملاتړ پالیسي له شک پرته تر ټولو ډېر اروپایي هیوادونه ګواښي.

دا غونډه په دې سبب هم یو څه مهمه ده چې امریکا هڅه کوي چې په ځانګړي ډول په اقتصادي او سیاسي برخو کې د روسیې د ګوښه کولو لپاره د خپلې پالیسۍ له مخې روسیه له چین څخه جلا کړي. د امریکا پالیسۍ تر دې دمه روسیه له پوځي، سیاسي او اقتصادي پلوه کمزورې کړې او غواړي چین له روسیې سره په اړیکو کې د ارامۍ احساس ونه کړي. خو که چین په بېلابېلو سیاسي لوبو کې بوخت نه کړای شي، په همدې انګېزه د دې چارې دوام له احتماله لري خبره ده.

په دې غونډه کې اصلي خبره چې باید بحث پرې وشي د مسلمانانو د حکامو او د دوی د بې هویتۍ موضوع ده ... د دې غونډې له ګډونوالو یو يې چین دی چې مسلمانان شکنجه کوي، نسل‌وژنه يې کوي، ګوښه کوي یې او قتل عام کوي يې. یوازې پر دې بسنه نه کوي، بلکې د مسلمانانو عقاید، ارزښتونه او مقدسات تر پښو لاندې کوي او په ډېرو سپکو لارو د دوی عزت او کرامت ته سپکاوی کوي.

بلې خوا ته حکام د روسيې له ولسمشر سره په ورین تندي عکسونه اخلي چې په سوریه کې له ظالم اسد سره ملیونونه مسلمانان سلاخي کوي او له نیږدې لسو کالو راهیسې د دوی د کډوال کېدو سبب ګرځي. همدارنګه ټولو ته د ازبک او قزاق واکمنانو ظلمونه هم معلوم دي، چې پر خپلو خلکو یې کوي. د دغو ظالمو، کافرو او ترهګرو دولتونو له مشرانو سره یوځای کېدل او له هغوی سره په ورین تندي او موسکه خوله عکس اخیستل،  ویاړ نه، بلکې شرم دی. سربېره پر دې، مسلمانان باید د دغو بې عقلانو دغو شعوري کړنو ته متوجه وي؛ ځکه چې دوی دې سیاسی ذلت ته د خپلې سیاسي هوښیارۍ په سترګه ګوري.

هر عاقل انسان پر دې پوهېږي، چې په ختیځ او لوېدیځ کې د غربي کفارو لخوا رهبري کېدونکي او تاسیس شوي سازمانونه، تړونونه او تاسیسات یوازې د کفارو د ګټو ساتلو وسیلې دي؛ خو د اسلامي هېوادونو سطحي فکره حکام دې ته خوشحاله دي چې په یادو سازمانونو کې تشه برخه واخلي. هغه پوښتنه چې هر مسلمانا یې باید له خپلو واکمنانو وکړي دا ده چې؛ له کفارو مو ملاتړ بس نه دی؟ ایا له کفارو سره په ګډه مو پر مسلمانانو ظلم او د دوی ټول‌وژنې بس نه دي؟

په حقیقت کې مسلمانان په هغو عکسونو خوشاله کېږي چې حکام یې له مظلومانو سره د ظالمانو پر وړاندې د درېدو پر وخت اخلي. هغه حکام چې د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو د وینې د یوه څاڅکي بهېدو په سبب د کفارو پر وړاندې ټول پوځونه بسیج کړي. مسلمانان پر دې خوشاله کېږي چې د اسلامي هېوادونو واکمنان باید د چین ظالم رژیم په ناپاکو پیسو خپل لاسونه ککړ نه کړي، ځکه چې ختیځ ترکستان او ورته سیمې د چین د ظالم رژیم له لاسه د مرستې لپاره چغې وهي. مسلمانان پر دې خوشاله کېږي چې حکام یې د خدای د رضا لپاره له پوتین سره، چې لاسونه یې د ملیونونو مسلمانانو په وینو سره دي، د دښمن په توګه چلند وکړي. دا چې مسلمان حکام د امریکا او اروپا په امر او استازیتوب عمل ونه کړي. مسلمانان داسې واکمنان غواړي چې له ټولو کفارو مخ واړوي او د خپلو مسلمانو وروڼو ترڅنګ ودرېږي. دا هغه سیاست دی، چې تاسې به پرې ویاړئ او خپل ارزښت به پیدا کړئ. 

دا کار د خلفاوو دی، هغوی له فرصتونه ګټه پورته کوي، یوازې له الله سبحانه وتعالې څخه ویره لري او خپله شتمني د الله د دین په لار کې لګوي. موږ الله سبحانه وتعالې ته دعا کوو، چې دا ورځې ژر راولي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

احمد سپا

ژباړه: محمد هارون رؤفي

د مطلب ادامه...

مه په غوسه کېږه!

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: جاء رجل فقال: يا رسول الله، أوصني. فقال: لا تغضب. ثم ردد مرارا فقال: لا تغضب. رواه البخاري.

له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، هغه وايي: یو سړی راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! ماته نصیحت وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مه غوسه کېږه. سړي په تکرار سره دا کار وکړ (د نصيحت غوښتتنه يې وکړه) او رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته همدا ويل چې «مه په غوسه کېږه».

غضب په لغت کې د رضایت ضد دی او په اصطلاح کې د غچ په نيت د وینې په جوش راتلو ته غضب (غوسه) وايي.

پورته حدیث شریف کې ليدل کېږي، چې دغه سړی رسول الله صلی الله علیه و سلم ته د دې لپاره راغی چې هغه ورته پر یوه جامع او کلي خبره نصیحت وکړي. کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وايي چې مه غوسه کېږه، نو سړی فکر کوي چې دا به جزئي خبره وي، له همدې امله سړی خپله خبره تکراروي او بيا بيا د نصيحت غوښتنه کوي. خو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هر وار همدا ورته وايي چې «مه په غوسه کېږه» نو سړی هم پوهیږي چې همدا جامع خبره ده. د «مه به غوسه کېږه» قول دوه لويې خبرې رانغاړي:

لومړی: د اسبابو پر چمتو کولو امر: د ښو اخلاقو، صبر او زغم تمرين کول او د خلکو د قولي او فعلي اذيت پر وړاندې زغم کول.

دویم: چې غوسه غلبه ونکړي: که څه هم په غالب ډول انسان د غوسه کېدو مخه نه شي نيولی، يعنې نه غوسه کېدل د انسان په واک کې نه دي، خو انسان د غوسې د نفوذ او غلبې مخه نيولی شي. نو پر انسان لازمه ده چې د غضب پر مهال له هغو حرامو کړنو او خبرو خپل نفس منعه کړي چې غوسه یې ترې غواړي.

کله چې يو څوک خپل نفس له غوسې د ناوړه اثر لرونکو فعلونو څخه وساتي، نو دا داسې ده لکه په حقيقت کې چې نه وي په غوسه شوی. لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمايلي:

«ليس الشديد بالصرعة، إنما الشديد الذي يملك نفسه عند الغضب.»

پياوړی په مقابله او سيالۍ کې زورور شخص نه دی، بلکې پیاوړی هغه کس دی چې د غوسې پر مهال پر خپل نفس کنټرول ولري.

غوسه دوه ډوله ده؛ يوه ناوړه او بده غوسه او بله يې ستايل شوې غوسه. ستايل شوې غوسه هغه ده چې د الله تعالی او د هغه د حرماتو په خاطر وي، يعنې د الله له حرماتو څخه پر کوم حرمت باندې د تېري او تجاوز په سبب، يا د مسلمان د قتل له امله، يا په ناحقه د مال د اخيستلو له امله او يا د نورو هغو محرماتو له امله چې د الله په دين کې ترې نهی شوې ده.

عن عائشة رضي الله عنها قالت: "ما ضرب رسول الله صلى الله عليه وسلم شيئا قط بيده، ولا امرأة ولا خادما، إلا أن يجاهد في سبيل الله، وما نيل منه شيء قط فينتقم من صاحبه، إلا أن ينتهك شيء من محارم الله، فينتقم لله عز وجل" رواه مسلم.

له عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی، چې وايي: « رسول الله صلی الله علیه و سلم هېڅکله کوم شی (څوک) په لاس نه دی وهلی، نه ښځه او نه خدمتګار مګر د الله تعالی په لار کې د جهاد په صورت کې. او هېڅکله يې له چا څخه ده ته د رسېدلي اذيت غچ نه دی اخيستی، مګر دا چې کوم چا د الله له محارمو څخه کوم څه تر پښو لاندې کړي وي، نو له هغه څخه يې د الله تعالی په خاطر انتقام اخيتسی او جزا يې ورکړې ده.

ليکنه: عفراء تراب

ژباړه: تميم انصار

د مطلب ادامه...

د شام ګلالي ماشومان مو له نورو کډوالو سره يو ځای په کښتیو کې ډوب شول. له خلافت پرته به نور د څومره کسانو په ویر کېنو؟! Featured

بي بي سي د ۲۰۲۲م کال، د سپټمبر په ۲۳مه راپور ورکړ چې د سوریې سواحلو ته څېرمه په یوه ډوبه شوې کښتۍ کې ۷۱ تنه کډوال په داسې حال کې وموندل شول، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي وو. شل ژغورل شوي کسان د طرطوس ښار یو روغتون ته یوړل شول. په کښتۍ کې د لبنان، سوریې او فلسطین له ۱۲۰ تر ۱۵۰ ښځې او ماشومان وو. زموږ یو مسلمان ورور، مصطفی مستو له خپلو دوو لوڼو او زوی سره ډوب شو. د دغو ماشومانو مور ته دا غم ډېر دروند دی او د دې ناورین د څرنګوالي په اړه د ځواب ویلو لپاره هېڅ نه لري. د هغې په خبره: "هغه له بې وزلۍ او دغه ناوړه حالت څخه وتښتېد چې اوس یې موږ ورته پرېښي یو. سیاستوال مو د ژوند پروا نه لري. هېڅ شی به موږ بېرته سره یو ځای نه کړي او نه به مې ماشومان بیا ووینم."

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په وینا، په لبنان کې د اټکل له مخې ۱.۵ ملیونه سوري او نیږدې ۱۴،۰۰۰ د نورو هېوادونو کډوال دي، دا هېواد د نړۍ په کچه د لوی شمېر کډوالو کوربه‌توب کوي. نړیوالو څارونکو ادارو ویلي چې د نړیوال کړکېچ په سبب د کښتیو له لارې په خطرناکو لارو کډوالي تر ۷۰ سلنه لوړه شوې. د لبنان تر ۸۰ سلنه ډېر نفوس خواړه او درمل په سختۍ پيدا کوي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې له دغه هیواد څخه د وتونکو کسانو شمیر د ۲۰۲۰م کال په پرتله په ۲۰۲۱م کې نیږدې دوه برابره شوی.

د زرګونو ډوب شویو کډوالو ناوړه حالت ښيي چې د سمندرونو له خطرناکو او وژونکو لارو کډوالي څومره عامه شوې. ارزانه جعلي جاکټونه او ناقانونه انساني قاچاق په یوه لوی کاروبار بدل شوي او دا کاروبار په بشپړه توګه د نړیوال قانون پلي کوونکو ادارو له کنټرول څخه وتلی. زموږ له معصومو ماشومانو سره د ښه ژوند په هیله چل کېږي؛ دوی باور کوي او په بدل کې یې خیانت او فرېب ویني.

د خلافت په ریښتینې رهبرۍ کې د امت د چارو څارونکی او سمبالوونکی خلیفه به هېڅکله د انسانانو په ژوند کې دا ګواښ او د مایوسۍ اوږد حالت ونه مني. جبري مهاجرت د ناکراره او نهیلو مسلمانانو یو تریخ حقیقت دی. مور او پلار هېڅکله خپل ماشومان له خطر سره نه مخ کوي؛ پرته له دې چې د دوی د ژوند او مرګ د لاملونو په اړه فکر وکړي. له بل اړخه، کوم نارینه سرپرست خپله مېرمن او ماشومان د مرګ غېږې ته استوي؟ ایا تاسو د هغه وحشت تصور کولای شئ چې ډوب یاست، هېڅوک مو غږ نه اوري او ماشومان مو وینئ چې د مرستې لپاره چغې وهي؛ خو هېڅ مو له وسه نه کېږي؟

موږ د الله سبحانه وتعالی دربار ته لاسونه لپه کوو چې له داسې غمونو مو وساتي او ژر تر ژره زموږ ډال او ساتونکى، د نبوت پر منهج خلافت، بیا را تاسیس کړي؛ امت له دې ناورين څخه راوباسي؛ دا ظلمونه او کړاوونه ورک کړي او د مسلمانانو امنیت او خوندیتوب بیرته را وګرځوي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ)

ژباړه: «او (هغه وخت رایاد کړه) چې ستا رب پریښتو ته وویل: «زه به په ځمکه کې یو خلیفه  پیدا کوم!» پریښتو وویل: «پروردګاره!» ایا ته پر ځمکه داسې یو څوک ټاکې، چې فساد وکړي او ویني تویې کړي؟  موږ ستا حمد او ثنا وایو او تقدیس دې کوو.  الله سبحانه و تعالی وویل: «زه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ!» [بقرة: ۳۰]

د حزب التحریرـ ښځو برخې مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

بې‌ساری اقتصادي نظام

لومړۍ برخه

د اسلام اقتصادي نظام په اړه پوهې ته جدي اړتیا

د اقتصادي بېدارۍ او پرمختګ عقیدې او افکارو ته ارزښت ورکول د یوه دولت د ځواکمنتیا له هغو مهمو عناصرو څخه بلل کېږي، چې د ټولنې په نېکمرغۍ، د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو، د ژوند له نعمتونو د ګټې اخیستنې او اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لوبوي. یو دولت د خپلې جغرافیې، نظام، داخلي او بهرني امنیت د ملاتړ او همدارنګه د خپل پرمختګ او د پرمختګ د وسایلو د درلودلو لپاره اقتصادي ځواک ته اړتیا لري. که څه هم اقتصادي ځواک په نړیوال سیاسي موقف او د یوه دولت د افکارو په لېږدولو کې ډېره اغېزه لري؛ خو بیا هم اقتصاد د ځواک تر ټولو مهم لامل نه دی، ځکه تر اقتصاد مهم هغه فکر دی چې دولت یې پر بنسټ جوړ شوی وي، امت یې په خپل ژوند کې لېږدوي او د هغوی د ژوند کولو بڼه  رامنځته کوي.

تر اقتصاد عقیده مهمه ده؛ هغه عقیده چې د انسان د افکارو قاعده تشکیلوي، ځکه له دې عقیدې پرته چې کوم افکار رامنځته کېږي د تغییر او له منځه تلو امکان یې شته. همدارنګه د دې عقیدې په نشت سره دولت کمزوری او پاشل کېږي او په ټولنه کې د یووالي عوامل او وسایل له منځه ځي او په دې سره به امت هم خپل هغه افکار له لاسه ورکړي، چې له نورو یې بېل او ځانګړی کړی دی. ان له دغو افکارو پرته به د ژوند لپاره ټاکلې طریقه هم ونه لري، یووالی او د ځواک عناصر به یې له منځه ولاړ شي. یعنې د واقعیت په ډګر کې یې زوال حتمي دی، که ظاهري چوکاټ یې باقي پاتې هم شي. کله چې ټولنه او امت خپل هغه مفاهیم او افکار له لاسه ورکړي، چې د دوی د ژوند چلند او جوړښت یې رامنځته کړی، نو په ډاډ سره ویلی شو چې خپل کلتور او علوم له لاسه ورکوي. دغه راز د خپل تاریخ په اړه به ناخبره وي، هغه به هېر کړي او حتی ترې منکر به شي.

ښکاره بېلګې او شواهد پورته واقعیت په ډاګه کوي او هېڅ شک پکې نشته. د مسلمانانو هغه دولت چپه شو چې د یووالي رمز، د دین او امنیت ساتونکی او د امنیت او عزت سرچینه و. د امت قدرت خلافت (وروسته له دې چې امت د اسلامي افکارو په درک کې کمزوری شو) چپه شو او قدرت یې پای ته ورسېد. که څه هم له اسلام څخه تر لاسه شوي ټول افکار یې له لاسه ورنه کړل. په همدې توګه عقیده، چې د افکارو بنسټ یې و، له لاسه يې ورنه کړه؛ بلکې د اسلامي افکارو په فهم کې له جدي کمزورۍ سره مخ شول او سقوط یې وکړ. په دې ډول اسلامي امت خپل یووالی له لاسه ورکړ، په بېلابېلو برخو ووېشل شو، غیر مسلمانان یې د خپلو چارو رهبران وټاکل، ټولنې یې د ژوند د ډېرو برخو په چلند او افکارو کې له اسلام څخه کفر ته نږدې شوې. همدا راز په امت کې ډېر داسې کسان راپیداشول چې په چل او فرېب سره یې ځان مفکر، رهبر او عالم باله او د حکومت، اقتصاد او قانون جوړونې په برخه کې یې له غیر اسلامي اساساتو کار اخیسته. په ځانګړي ډول په ډېرو ټولنیزو چارو او اړیکو کې یې فتواوې او نظرونه ورکړل، حتی اسلام یې رد کړ، انکار یې ترې وکړ او د اسلام پر افکارو او تاریخ یې برید وکړ. دغه کسان د اسلام لېږدونکي ظالم او تروریست بولي او تل د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې دسیسې جوړوي.‎

نو تر هغو چې مسلمانان د اسلامي افکارو ملاتړ ونه کړي او خپل چلند له اسلامي افکارو سره سم نه کړي، دا حالت به په همدې ډول دوام ومومي. د وحې پر بنسټ د اسلامي افکارو پلي کولو وجوب باید عام شي. په داسې ډول چې ټول وانګیري، چې دا افکار د هغه شریعت دي چې الله سبحانه وتعالی د وحې له لارې رالېږلي او په هېڅ حالت کې جوړجاړی نه شو پرې کولی، د ګټې تر لاسه کولو او د خطرونو او ګواښونو په حالت کې یې له کومې برخې نه شو تېرېدلی. دا افکار د تعدیل وړ نه دي چې د اړتیا، پراختیا او تنوع په پلمه به هېڅ وخت تحریف نه شي. تر هغه چې دا افکار په همدې ډول په عامه رایه بدل نه شي، نو د امت د نهضت لپاره بله هېڅ لاره نشته او دولت به تاسیس نه شي. همدا راز اسلامي ژوند به یې بیا په نصیب نه شي، نړیوالو ته به د اسلام دعوت ونه رسيږي او مسلمانان به د لا اله الا الله محمد رسول الله تر بیرغ لاندې راټول نه شي.

اسلام ته د ژوند په هره برخه کې د شامل او کامل نظام په توګه د امت راګرځېدل:

پر امت ډېر مصیبتونه، بلاوې او سختۍ راغلې، څو څو ځلې وځپل شو، د محوه کولو لپاره یې دښمنانو ډېرې دسیسې جوړې کړې، خو اوس امت یو ځل بیا پر خپل دین منګولې لګولي او بېرته خپل دین ته ورګرځېدلی دی. امت اوس پر دې پوه شوی چې اسلام کهنوتي دین نه دی او نه هم کومه خالي روحي او عبادتي عقیده ده، بلکې یوه داسې عقیده ده چې عقل ته یې قناعت ورکړی او له دغې عقیدې څخه د خلکو فردي او ټولنیزو چارو، دولت، مسلمانانو او غیر مسلمانانو او همدارنګه د ټولو اړیکو د تنظیم لپاره نظام رامنځته کوي. دغه مسئله په مسلمانانو کې پر عمومي رایه بدله شوې او دا هغه څه دي چې د کفارو مشران، د لویو دولتونو حکام او د هغوی مزدوران یې وېرولي او تل په دې فکر کې دي، چې څه ډول د دې مسئلې مخه ونیسي.

د دې مسئلې د اثبات لپاره شواهد نه وړاندې کوو، ځکه زموږ د بحث محورې موضوع نه ده، یوازې پر دې بسنه کوو، چې د اسلامي ژوند بیا راګرځېدو د مخنیوي لپاره لویو دولتونو او د هغوی مزدورانو توجه کړې او ترورېزم ورته وایي. دغو لویو قدرتونو له اسلام سره د مبارزې لپاره قوانین تصویب او نړیوال کړل، هغوی چې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره کار کوي تروریستان او تندلاري یې بولي او له دې لارې دوی او افکار یې له منځه وړي. دغه راز د همدې موخې لپاره یې قوانین جوړ او پر نړیوال عرف یې بدل کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې، چې د سوریې د انقلاب پر وړاندې او خپل قصاب بشار اسد ته پکې برائت ورکوي، د هغوی موخې ښې په ډاګه کوي، چې ویې ویل: «په سوریه کې روان حالت د دېکتاتورۍ پر وړاندې او د ډيموکراسۍ لپاره نه دی، بلکې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې او د اسلامي امت د راپورته کېدو لپاره دی.» دا د نړۍ ستر اواز دی او د خپلو تشویشونو په بدل کې په وحشیانه ډول وژنو ته دوام ورکوي. الله سبحانه وتعالی څه ښه فرمایلي دي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ۳۶]

ژباړه: کفار خپل مالونه د الله تعالی له لارې د خلکو د راګرځولو لپاره کاروي، هغوی دغه مالونه (چې د تر لاسه کولو لپاره یې زیار ایستلی) په دې لاره کې لګوي، خو د خپګان او ارمان لامل به یې شي او ماتې به وخوري. په آخرت کې به ټول کفار دوزخ ته د تلو لپاره راټولیږي.

په حقیقت کې د اسلام، د اسلامي دولت د حاکمیت او همدارنګه د شته تپل شوو نظامونو د له منځه وړلو لپاره عامه رایه رامنځته شوې، خو لا هم د مسلمانانو لپاره د اسلامي نظامونو، د هغو د قواعدو او تفصیل ځينې برخې ګونګې دي. دلیل یې په دولت کې د اسلام د پلي کولو له دوران څخه لرېوالی او د اسلام پر وړاندې د شته نظامونو او دولتونو مبازره ده. بل دلیل یې درباري علماء دي چې مسلمانان یې د خپل دین له واقعیت څخه منحرف کړي او اوسنی حالت یې پرې حاکم کړی دی. مسلمانان له اوسني حاکم حالت او غربي افکارو اغېزمن شوي، اسلامي احکامو ته نه ګوري او نه یې درک کوي. تر ټولو مهم څيز چې مسلمانان یې په اړه په جهل کې دي؛ په اسلام کې د حکومتولۍ او اقتصادي نظام دی.

د اسلام د اقتصادي نظام په اړه ناپوهي:

په اسلام کې د حکومتولۍ نظام او د دغه نظام د قواعدو، اساساتو او ډېرو نورو احکامو په اړه تر یوې کچې عامه پوهاوی رامنځته شوی، البته دغې مهمې برخې ته د دعوتګرانو د تمرکز له امله؛ خو لا هم په اقتصادي نظام کې پوره پوهای نه دی رامنځته شوی. موخه مو عوام مسلمانان نه دي، ډېر علماء، مخور او مسلمان متخصصین او ان د ډېرو اسلامي حرکتونو کې دعوتګران په دې برخه کې ناپوهه او بې خبره دي. دا هغه څه دي چې په فکري جنجالونو کې د کمزورۍ لامل ګرځي او ډېر ژر باید دا ستونزه حل شي. په هېڅ وجه په دې برخه کې غفلت جواز نه لري. اسلامي نظام باید متخصصینو او نورو ټولو کسانو ته وروپېژندل شي او پر عامه رایه بدل شي. د اسلام اقتصادي نظام افکار باید د حقیقتونو او شرعي احکامو په توګه، چې قوي دلایل لري، باید خلکو، ټولنې او نړیوالو ته د ستونزو د حل په توګه وړاندې شي. باید دغه افکار مسلمانو کارپوهانو او متخصصینو لپاره پر مفاهیمو بدل شي.

اوسمهال نړۍ د پانګوال نظام تر ظلم لاندې او په بد حالت کې ده. د داسې یوه نظام تر ظلم لاندې چې مفکوره يې د دین او دنیا د بېلتون پر بنسټ ولاړه ده؛ هغه مفکوره چې په حقوقو او وجايبو کې ترې د عمومي ازادۍ، په حکومتولۍ کې ترې د ډيموکراسۍ او په اقتصاد کې ترې د پانګوالۍ افکار اخيستل شوي دي. که څه هم یو څه وخت غرب په اسلامي خاورو کې د دغو افکارو پر بنسټ بریالی او مسلمانان کمزوري شوي وو او په شرق او غرب کې د کفر مشران له دغه حالته خوښ وو. خو په لنډ وخت کې مسلمانان هوښیار او د غفلت له خوبه پاڅيدل، ترڅو په شرق او غرب کې د کفر له چټلیو ځان وژغوري. دغه راز د ذلت درانه بارونه یې له خپلو اوږو ښکته کړل، د خوارۍ کړۍ یې له خپلې غاړې وایستلې، د ښکېلاکګرو پر وړاندې یې دا ډول شعارونه ورکړل: «نه؛ نه شرقي او نه غربي، اسلامي، اسلامي.» نه ډيموکراسي او نه پانګوالي، بلکې اسلامي خلافت.»

د کفارو له چل او فرېب، د مسلمانانو له قربانیو، سختیو، الله تعالی ته یې له پناه وروړلو او د «یا الله له تا پرته څوک نه لرو!» شعارونو او ستونزو وروسته د غرب او د غرب له مشرانو پرده پورته شوه، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یې کینه، له حق، حقیقت او اسلامي دولت څخه یې وېره په ډاګه شوه. انساني شیطانان او وحشیان ټولو ته په ډاګه شول، د ازادۍ، حقونو، قوانینو او ارزښتونو په اړه یې ګومانونه او باورونه له منځه ولاړل. کفري او وحشي ارزښتونو په خپلو انحرافاتو کې د انساني فطرت ټولې کرښې تر پښو لاندې کړي دي. د خپل شهوت او نفسي غوښتنو غلامان شوي، مادیت پرستي کوي، انساني روحي او اخلاقي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي دي. نفسي غوښتنې پرې لاسبرې شوي او له مادیت پرته نور هېڅ شی هم ارزښت نه ورته لري. حتی په مادیاتو کې یې هم ماتې خوړلې ده، له خپګان، وېرې او ناروغیو سره مخ دي، دغو انحرافاتو نړۍ له بدمرغۍ سره مخ کړې او په دې اور کې  سوځي. د اسلام د ځلېدو، د پانګوالۍ د بحران او د اسلام پر وړاندې د غرب د جګړې په دغه پړاو او لانجو کې یوازې د اسلام اقتصادي نظام له سترګو لوېدلی، چې صحنې ته به راووځي. د پانګوالۍ اقتصادي نظام په زور او چل سره د نړۍ پر اقتصاد برلاسی شوی او غرب په دې ښه پوهېږي، چې که یې د اقتصادي نظام تسلط له لاسه ورکړ، نو ډېر ژر به راوپرځي او اېډیولوژي او د ژوند طریقه به یې له منځه ولاړه شي.

استعمار یوازې اقتصادي تسلط نه، بلکې فکري، سیاسي او نظامي تسلط دی. خو غرب له فکری پلوه سقوط کړی، ځينې غربي رهبرانو او قوماندانانو د مسلمانانو پر وړاندې پر خپلې فکري او سیاسي ماتې اعتراف کړی او دا په ډاګه شوې چې غرب دروغجن او فرېبکار دی. دغه راز د خپلو پروګرامونو، سیاستونو او نقشو د پلي کولو لپاره له پوځي ځواک پرته بل څه په واک کې نه لري. غرب له اسلامي امت سره په پوځي جګړه کې ښکېل دی، مسلمانان وژني او کورونه یې ویجاړوي. خو هېڅ وخت یې جګړه پای ته ونه رسېده او د بریا لامل یې نه شوه. په سیاست کې یې له څېرې پرده پورته شوه او له اخلاقي پلوه رسوا شو. امت د غرب ډېرې خامۍ درک کړي او د خپل دین او ځان په  اړه ډېر پوه شوی دی، د الله سبحانه وتعالی پر نصرت یې باور زیات شوی او د خلافت په بیا راګرځېدو ډاډمن شوی! دغه راز د یووالي پر لور ګړندي ګامونه اخلي او د ښکېلاکګرو کفارو له لوري د اسلامي خاورو تر منځ رسم شوو لیکو ته ارزښت نه ورکوي.

د انساني ستونزو د حل، د انرژۍ د کشف، تولید او له هغې څخه د استفادې، د ژوند په ټولو برخو کې د پانګونې، هر فرد (هغوی چې د دې نظام تر چتر لاندې ژوند کوي) د پانګې د وېش او د دغه پراخ نظام تر چتر لاندې د ټولو اتباعو د احکامو  په برخه کې د اسلام اقتصادي نظام ځانګړتیاوې او نور ټول موارد د غوره ژوند لپاره دي، چې د یوه کامل او شامل نظام تر څنګ به د خلکو د ژوند اقتصادي ستونزې حل کړي. حتی د خلکو عزت، کرامت، امنیت، اخلاق او ارامتیا خوندي کوي. له دغه نظام څخه بې خبري په دې مانا ده چې دعوتګرانو د ځواک یوه سرچینه له لاسه ورکړې او ستونزې به یې پر ځای پاتې شي. له دغه نظام څخه بې خبري ښېکلاکګرو کفارو او دښمن ته د ډېر فرېب چانس په لاس ورکوي، د امت د نهضت د وروسته‌والي او نورو موخو په برخه کې له هغوی سره مرسته کوي.

د اقتصاد په برخه کې د اسلامي احکامو په اړه د ناپوهۍ ځينې نښې:

د دغې ناپوهۍ نښې او د اسلامي امت د انحطاط سرچینې پر مسلمانانو د غربي کفارو د پانګوالۍ اوږدمهاله تسلط دی. دغه راز یوه مشهور عالم اندکي د ۲۰۰۸م، د نړۍ له مالي بحران وروسته وویل، چې امریکا ډېر ژر له بحراني حالت څخه وځي، ځکه پانګوالي، د خپلې ادعا او ګومان پر اساس، بېرته خپل لومړي حالت ته ورګرځي او بیا کتنه کوي. نوموړی د دې پر ځای چې ووايي پانګوالي پر نړۍ د ظلم او د نړۍ د بدمرغۍ لامل ده، خو له دغه حقیقت څخه یې سترګې پټې کړې. په داسې حال کې چې د پانګوالۍ فکري چټلۍ، جنایتونه او ویجاړۍ ټول اسلامي امت ته په ډاګه شوي دي.  

اندکي د دې پر ځای چې د پانګوالۍ حقیقت تشریح کړي ـ چې پانګې یې لوټ کړي، پانګوال یې غریب او غریب یې له منځه وړي او د وحشي حیوان په توګه د خلکو وینې او غوښې خوري او د دې پر ځای چې ښکاره کړي، چې پخپله داسې خپل ځان له منځه وړي لکه اور چې لرګي ختموي او ډېر ژر به پانګوالي د وچو لرګیو په څېر په اور کې وسوځي او ایرې به شي ـ شایعات خپروي چې پانګوالۍ ته بیاکتنه کوي او بېرته لومړي حالت ته ورګرځي؛ ګومان کوي چې پانګوالي د انسانانو تر منځ د عدالت سمبول او د اقتصاد په برخه کې یو نوښت دی.

د جهالت دغه نښې، د خلافت په دولت د تطبيقيدونکي راتلونکي اسلامي نظام لپاره مبارزه، په اسلام کې د اقتصادي نظام او د هغه د قواعدو او احکامو په بيانولو باندې تمرکز او په ځينو عربي هېوادونو کې د انقلابونو د رامنځته کېدو په ترڅ کې د هغه چا لور ته د ولسونو پام اوښتل چې د اسلام د تطبيق هڅه يې کوله، دوې خبرې په ډاګه کوي:

لومړی: ټولو خلکو اسلام غوښت، خو ډېری خلکو د حکومتي او اقتصادي نظام او نړیوالو اړیکو په برخه کې، چې کوم د اسلام  او کوم د اسلام نه دي، توپیر نه شو کولی. دا ستونزه یوازې په عوامو کې نه وه، بلکې په مشایخو، علماوو، رهبرانو او د اسلام په مخکښانو کې هم وه. دا مساله د مصر له اساسي قانون څخه څرګندېږي، چې په ۲۰۱۲م، کې تصویب شو. ډېرو علمي او اسلامي مرکزونو هغه اسلامي اساسي قانون باله، په داسې حال کې چې کفر پکې له ورایه ښکارېده.

دویم: کله چې خلکو د اسلام اقتصادي نظام پلي کول غوښتل او دا مسئله مطرح شوه، سیکولریستي کړیو، رسنیو او مختلفو شخصیتونو اعتراض وکړ او د اسلام اقتصادي نظام د رد او پر هغه د رشخند په موخه يې لاندې پوښتنې سره تبادله کولې: د اسلام اقتصادي نظام څه شی دی!؟ ایا اسلام کې اقتصادي نظام هم شته!؟ ایا له پانګوال نظام څخه پرته چې نړۍ یې پېژني، کوم بل نظام هم شته!؟ له هغه نظام پرته کوم بل نظام هم شته چې د پرمختګ وروستی بريد تمثيلوي او بشري نبوغ ترې سرچينه اخلي!؟

دغه دوې مسئلې د مسلمانانو پر کمزورۍ دلالت کوي، چې د عامو مسلمانانو، علماوو، متخصصینو او دعوتګرانو د مخاطبولو پر مهال باید تمرکز پرې وشي. ځکه د صحیح اسلامي عمومي رایې رامنځته کول، له بلې هرې مفکورې لرېوالی او د هغو په دامونو کې نه لوېدل یوه جدي اړتیا ده. په ځانګړي ډول په هغه څه کې چې غیر اسلامي اساسي قوانین دي، خو د اسلامي ګومان ورباندې کېږي، په داسې حال کې چې په غیر اسلامي حکومتي او اقتصادي نظامونو پورې تړلي دي. اوسنی واقعیت او د کمزورۍ ټکي ډېرې پاملرنې او هڅو ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول د اسلام اقتصادي نظام.

د پانګوالۍ اېډیولوژي مخ پر ځوړ ده، چې پر مسلمانانو د دغه نظام تپل او هغوی ته یې د اسلام د بدیل په توګه وړاندې کول یوازې یو فرېب دی، چې د اسلامي امت ناپوهي او پر مومنانو د اسلام او اسلامي عقیدې اغېزه په ډاګه کوي. یعنې په هغه وخت او حالت کې چې مومنانو له اسلامي افکارو او احکامو څخه ملاتړ کړی او د هغوی لپاره پر مفاهیمو بدل شوي، نو په هغه وخت کې د مسلمانانو پر وړاندې غربي فکري جګړې ډېرې اغېزې نه درلودې، خو د اقتصاد او سیاسي اقتصاد په برخه کې یې اغېزې ډېرې وې. نو اقتصادي نظام د هغو احکامو او افکارو ته باید ډېره پاملرنه وشي، ځکه اقتصاد او اقتصادي قدرت په ژوند، د دولتي قدرت په پروژو او فعالیتونو کې ځانګړی رول لوبوي. اکثریت فردي او دولتي چارې له اقتصاد پرته نه شي تر سره کېدای، لکه څرنګه چې ویل کېږي شتمني او اقتصاد د ژوند شریانونه دي.

د دغه بحث په پای کې باید د اسلام اقتصادي نظام، د غربي پانګوال نظام له بدمرغیو، چل، فرېب او ظلم سره پرتله کړو. دا چې د یوه شي ښه والی د هغه متقابل او ضد ښه په ډاګه کولی شي، نو د اسلام اقتصادي نظام عمومي قواعد او پروګرامونه باید په ډاګه شي او په دې برخه کې د شیخ تقی الدین نبهاني کتاب «د اسلام اقتصادي نظام» یوه غوره سرچینه ده. څومره ژوروالی، ټول‌شمولوالی، محوریت او نبوغ چې په دغه کتاب کې دی، په بل کې یې نه شئ موندلی. دغه راز په دې برخه کې بله غوره سرچينه د شیخ صاحب لخوا د اساسي قانون لپاره ترتيب شوې د اساسي قانون مادې دي چې حزب التحرير د راتلونکي اسلامي دولت لپاره د اساسي قانون د مسودې په توګه وړاندې کړی او پوره جزئيات يې د حزب التحرير لخوا د دغه قانون په شرح «د اساسي قانون شرح او د هغه اړين دلايل» او دغه راز د حزب التحرير نور منشورات دي.  

د دغه قانون موخه د بېلګې په توګه د اسلام اساسي قانون وړاندې کول دي، چې د اسلامي دولت لپاره اساسي قانون شي او هغو کسانو ته چې د اسلام هغه اقتصادي نظام، چې الله تعالی پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحې له لارې نازل کړی نه مني او ردوي یې، ځواب شي. هغه نظام چې احکام او قواعد یې د شرعي اجتهاد له لارې یوازې د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو، شرعي قیاس او صحابه وو له اجماع څخه استنباط شوي دي. نو موږ له ځان سره د اسلام عصري اقتصادي نظام لرو، چې احکام یې زموږ د سلف صالحينو د استنباط په طريقې استنباط شوي او هغه نظام چې باید بې‌ساري اقتصادي نظام ورته ووایو... هغه څه چې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره غواړو په راتلونکې ګڼه کې ورته اشاره وکړو، تر څو مو بحث تکمیل شي.

دوام لري...

لیکوال: محمود عبدالهادي

ژباړن: حبیب الله حبیب

سرچينه: الوعی مجله (۴۳۱) ګڼه

د مطلب ادامه...

د سېلابونو بحران د پاکستان بې کفایته رهبري ورخطا کړې

خبر:

په پاکستان کې وروستي سېلابونه د ویجاړیو تر څنګ په دغه هېواد کې د ۲۰۱۰ کال له سېلابونو او د ۲۰۰۴ کال له زلزلې د لوی ناورین سبب شوي. د دغه هیواد تر درېیمې زیاته برخه اوبو لاندې کړې او تر ۳۳ میلیونو ډېر خلک یې بې کوره کړي ( CNN). تر اوسه د مړو شمېر له ۱۰۰۰ تنو اوښتی؛ د ناروغیو د خپرېدو او د خوړو، تازه اوبو او سرپناه د نشتون له کبله ښایي دا شمېره لوړه شي. دغې پېښې ته د نړیوالې ټولنې غبرګون هم ډېرعادي و. په ورته وخت کې دغه پېښه د ملکي او پوځي مشرتابه ترمنځ د جنجال لامل شوه، دواړو خواوو یو بل ملامتول چې زیانمنو ته یې کافي مرسته نه ده رسولې.

تبصره:

دا سېلابونه په داسې وخت کې راغلل چې پاکستان په ډېرو سختو شرایطو کې و. دغه هېواد لا دمخه د نړیوال انفلاسیون، د انرژۍ د بیو د لوړوالي، د تادیاتو کسر او د پیسو نړیوال صندوق (IFM) د شرایطو له امله له قتصادي بحران سره مخ و. سربېره پر دې، کرونا وبا هم د دغه هیواد ورو اقتصادي وده په ټپه ودروله. دغو دواړو؛ اقتصادي بحران او کرونا وبا د پاکستان کرنیز اقتصاد، چې د دغه هیواد د داخلي ناخالصو تولیداتو بنسټ دی، ویجاړ نه کړ. خو د وروستیو سېلابونو راتګ د فصلونو پراخه برخه په بشپړه توګه له منځه یوړه، دا دوې مهمې پایلې لري.

لومړی، ملیونونه خلک به ځان ته خوراکي توکي برابر نه شي کړای او دا به په فدرالي حکومت ډېر دروند بار واچوي. دویم، د اصلي خوراکي توکو صادرات به په جدي توګه کم شي او دا به د پاکستان لپاره ستونزمنه کړي چې د خپلو پورونو د سود د ورکړې لپاره کافي نغدې پیسې پیدا کړي.

له بهر څخه راتلونکې مرستې دومره نه دي چې د لیکلو ارزښت ولري؛ دا د پاکستان پر زخمونو مالګه دوړوي. امریکا ۳۰ ملیونه ډالر مرسته کړې، چې ۳۳ ملیونه بې ځایه شویو ته د هر کس پر سر تر یوه ډالر کم رسېږي. کاناډا ۵ ملیونه ډالر ورکړي، چې هر بې ځایه شوي کس ته تر ۲۰ سېنټو کم رسېري او انګلستان ۸۰۰۰۰۰ پونډه مرسته کړې چې هر بېځایه شوي ته ۲ برېتانوۍ سکې (یا د امریکا دوه سېنټه) رسېږي. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ۴۴ ملیونه نفوس له غرب څخه په میلیاردونو ډالرو مرسته ترلاسه کړې ده.

د پاکستان پروړاندې د غرب منافقت تر دې لږو مرستو پورې محدود نه دی؛ بلکې غرب د (IMF) تر څار لاندې په تېرو څلورو لسیزو کې پر پاکستان خورا سخت اقتصادي شرایط وضع کړي، چې د دغه هېواد صنعتي بنسټ یې کمزوری کړی، اقتصادي حاکمیت یې له منځه وړی او پر دغه هیواد يې د بهرنیو پورونو بار ۱۳۲ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړی. د دغو پورونو ډېره برخه د غرب او د دوی د څو اړخیزو سازمانونو لکه د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او نړیوال بانک (WB) ده. که غرب دغو سختو شرایطو ته په کتو د مرستو په کولو کې رېښتینی وی، نو لږ تر لږه باید پاکستان ته یې یاد پور معاف کړی وای. دا کار د دې سبب کېده چې د سود د ورکړې لپاره ځانګړي شوي ملیاردونه ډالر په اوسني ناورین کې، چې سخته اړتیا ده ورته، لګېدلې وای.

په پاکستان کې چې اوس کوم ناورین رامنځته شوی، ملامتیا یې د غرب په پرتله ډېره پخپله د پاکستان د پوځي او ملکي مشرتابه پرغاړه ده. که د پاکستان مشرتابه د اقتصادي ځان بسیاینې لاره غوره کړې وای او د (IMF) له جوړښتیز سمون پروګرام (SAP) څخه یې ځان لرې کړی وای، نو د دغه هیواد اقتصادي بنسټونه به د دا ډول ناورینونو پر وړاندې کلک وای. سربېره پردې، د پاکستان مشرتابه د اوسني حالت په څېر پېښو ته د چمتووالي په برخه کې ډېر کم کار کړی. دوی باید خلکو ته اجازه نه وای ورکړې چې د سېلاب مخې ته پرتو سیمو کې مېشت شي او د دا ډول طبعي پېښو د مدیریت لپاره یې لا دمخه چمتوالی لرلای. دوی باید له تېرو ناورینونو پند اخیستی وای او د داسې پېښو په کمولو کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي وای.

پر دې سربېره، ډېره بده خبره د پاکستان د مشرتابه د ټولو عناصرو ترمنځ اختلاف دی چې هر څوک ځان ښيي چې ګواکي ما ډېره مرسته وکړه؛ په داسې حال کې چې دا سېلاب ځپلي د ډېر څه مستحق وو. د پاکستان د خلکو لپاره د دې وخت را رسېدلی چې د دولت ملت سیستم ته د پای ټکی کېږدي، ځکه همدا مفکوره ده چې د پرلپسې بحرانونو په پايله کې یې د پاکستان  رهبري کمزورې کړې او تل یې د بهرنیو قدرتونو تابع ګرځولي دي. دا کار هغه وخت شونی دی چې موږ د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړو.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

عبدالمجید بهاټي

ژباړه: محمد هارون رؤفي

د مطلب ادامه...

بې‌ساری اقتصادي نظام؛ لومړۍ برخه، د اسلام اقتصادي نظام په اړه پوهې ته جدي اړتیا

د اقتصادي بېدارۍ او پرمختګ عقیدې او افکارو ته ارزښت ورکول د یوه دولت د ځواکمنتیا له هغو مهمو عناصرو څخه بلل کېږي، چې د ټولنې په نېکمرغۍ، د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو، د ژوند له نعمتونو د ګټې اخیستنې او اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لوبوي. یو دولت د خپلې جغرافیې، نظام، داخلي او بهرني امنیت د ملاتړ او همدارنګه د خپل پرمختګ او د پرمختګ د وسایلو د درلودلو لپاره اقتصادي ځواک ته اړتیا لري. که څه هم اقتصادي ځواک په نړیوال سیاسي موقف او د یوه دولت د افکارو په لېږدولو کې ډېره اغېزه لري؛ خو بیا هم اقتصاد د ځواک تر ټولو مهم لامل نه دی، ځکه تر اقتصاد مهم هغه فکر دی چې دولت یې پر بنسټ جوړ شوی وي، امت یې په خپل ژوند کې لېږدوي او د هغوی د ژوند کولو بڼه رامنځته کوي.
تر اقتصاد عقیده مهمه ده؛ هغه عقیده چې د انسان د افکارو قاعده تشکیلوي، ځکه له دې عقیدې پرته چې کوم افکار رامنځته کېږي د تغییر او له منځه تلو امکان یې شته. همدارنګه د دې عقیدې په نشت سره دولت کمزوری او پاشل کېږي او په ټولنه کې د یووالي عوامل او وسایل له منځه ځي او په دې سره به امت هم خپل هغه افکار له لاسه ورکړي، چې له نورو یې بېل او ځانګړی کړی دی. ان له دغو افکارو پرته به د ژوند لپاره ټاکلې طریقه هم ونه لري، یووالی او د ځواک عناصر به یې له منځه ولاړ شي. یعنې د واقعیت په ډګر کې یې زوال حتمي دی، که ظاهري چوکاټ یې باقي پاتې هم شي. کله چې ټولنه او امت خپل هغه مفاهیم او افکار له لاسه ورکړي، چې د دوی د ژوند چلند او جوړښت یې رامنځته کړی، نو په ډاډ سره ویلی شو چې خپل کلتور او علوم له لاسه ورکوي. دغه راز د خپل تاریخ په اړه به ناخبره وي، هغه به هېر کړي او حتی ترې منکر به شي.
ښکاره بېلګې او شواهد پورته واقعیت په ډاګه کوي او هېڅ شک پکې نشته. د مسلمانانو هغه دولت چپه شو چې د یووالي رمز، د دین او امنیت ساتونکی او د امنیت او عزت سرچینه و. د امت قدرت خلافت (وروسته له دې چې امت د اسلامي افکارو په درک کې کمزوری شو) چپه شو او قدرت یې پای ته ورسېد. که څه هم له اسلام څخه تر لاسه شوي ټول افکار یې له لاسه ورنه کړل. په همدې توګه عقیده، چې د افکارو بنسټ یې و، له لاسه يې ورنه کړه؛ بلکې د اسلامي افکارو په فهم کې له جدي کمزورۍ سره مخ شول او سقوط یې وکړ. په دې ډول اسلامي امت خپل یووالی له لاسه ورکړ، په بېلابېلو برخو ووېشل شو، غیر مسلمانان یې د خپلو چارو رهبران وټاکل، ټولنې یې د ژوند د ډېرو برخو په چلند او افکارو کې له اسلام څخه کفر ته نږدې شوې. همدا راز په امت کې ډېر داسې کسان راپیداشول چې په چل او فرېب سره یې ځان مفکر، رهبر او عالم باله او د حکومت، اقتصاد او قانون جوړونې په برخه کې یې له غیر اسلامي اساساتو کار اخیسته. په ځانګړي ډول په ډېرو ټولنیزو چارو او اړیکو کې یې فتواوې او نظرونه ورکړل، حتی اسلام یې رد کړ، انکار یې ترې وکړ او د اسلام پر افکارو او تاریخ یې برید وکړ. دغه کسان د اسلام لېږدونکي ظالم او تروریست بولي او تل د اسلام او اسلامي امت پر وړاندې دسیسې جوړوي.‎
نو تر هغو چې مسلمانان د اسلامي افکارو ملاتړ ونه کړي او خپل چلند له اسلامي افکارو سره سم نه کړي، دا حالت به په همدې ډول دوام ومومي. د وحې پر بنسټ د اسلامي افکارو پلي کولو وجوب باید عام شي. په داسې ډول چې ټول وانګیري، چې دا افکار د هغه شریعت دي چې الله سبحانه وتعالی د وحې له لارې رالېږلي او په هېڅ حالت کې جوړجاړی نه شو پرې کولی، د ګټې تر لاسه کولو او د خطرونو او ګواښونو په حالت کې یې له کومې برخې نه شو تېرېدلی. دا افکار د تعدیل وړ نه دي چې د اړتیا، پراختیا او تنوع په پلمه به هېڅ وخت تحریف نه شي. تر هغه چې دا افکار په همدې ډول په عامه رایه بدل نه شي، نو د امت د نهضت لپاره بله هېڅ لاره نشته او دولت به تاسیس نه شي. همدا راز اسلامي ژوند به یې بیا په نصیب نه شي، نړیوالو ته به د اسلام دعوت ونه رسيږي او مسلمانان به د لا اله الا الله محمد رسول الله تر بیرغ لاندې راټول نه شي.
اسلام ته د ژوند په هره برخه کې د شامل او کامل نظام په توګه د امت راګرځېدل:
پر امت ډېر مصیبتونه، بلاوې او سختۍ راغلې، څو څو ځلې وځپل شو، د محوه کولو لپاره یې دښمنانو ډېرې دسیسې جوړې کړې، خو اوس امت یو ځل بیا پر خپل دین منګولې لګولي او بېرته خپل دین ته ورګرځېدلی دی. امت اوس پر دې پوه شوی چې اسلام کهنوتي دین نه دی او نه هم کومه خالي روحي او عبادتي عقیده ده، بلکې یوه داسې عقیده ده چې عقل ته یې قناعت ورکړی او له دغې عقیدې څخه د خلکو فردي او ټولنیزو چارو، دولت، مسلمانانو او غیر مسلمانانو او همدارنګه د ټولو اړیکو د تنظیم لپاره نظام رامنځته کوي. دغه مسئله په مسلمانانو کې پر عمومي رایه بدله شوې او دا هغه څه دي چې د کفارو مشران، د لویو دولتونو حکام او د هغوی مزدوران یې وېرولي او تل په دې فکر کې دي، چې څه ډول د دې مسئلې مخه ونیسي.
د دې مسئلې د اثبات لپاره شواهد نه وړاندې کوو، ځکه زموږ د بحث محورې موضوع نه ده، یوازې پر دې بسنه کوو، چې د اسلامي ژوند بیا راګرځېدو د مخنیوي لپاره لویو دولتونو او د هغوی مزدورانو توجه کړې او ترورېزم ورته وایي. دغو لویو قدرتونو له اسلام سره د مبارزې لپاره قوانین تصویب او نړیوال کړل، هغوی چې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره کار کوي تروریستان او تندلاري یې بولي او له دې لارې دوی او افکار یې له منځه وړي. دغه راز د همدې موخې لپاره یې قوانین جوړ او پر نړیوال عرف یې بدل کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې، چې د سوریې د انقلاب پر وړاندې او خپل قصاب بشار اسد ته پکې برائت ورکوي، د هغوی موخې ښې په ډاګه کوي، چې ویې ویل: «په سوریه کې روان حالت د دېکتاتورۍ پر وړاندې او د ډيموکراسۍ لپاره نه دی، بلکې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې او د اسلامي امت د راپورته کېدو لپاره دی.» دا د نړۍ ستر اواز دی او د خپلو تشویشونو په بدل کې په وحشیانه ډول وژنو ته دوام ورکوي. الله سبحانه وتعالی څه ښه فرمایلي دي:
﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ۳۶]
ژباړه: کفار خپل مالونه د الله تعالی له لارې د خلکو د راګرځولو لپاره کاروي، هغوی دغه مالونه (چې د تر لاسه کولو لپاره یې زیار ایستلی) په دې لاره کې لګوي، خو د خپګان او ارمان لامل به یې شي او ماتې به وخوري. په آخرت کې به ټول کفار دوزخ ته د تلو لپاره راټولیږي.
په حقیقت کې د اسلام، د اسلامي دولت د حاکمیت او همدارنګه د شته تپل شوو نظامونو د له منځه وړلو لپاره عامه رایه رامنځته شوې، خو لا هم د مسلمانانو لپاره د اسلامي نظامونو، د هغو د قواعدو او تفصیل ځينې برخې ګونګې دي. دلیل یې په دولت کې د اسلام د پلي کولو له دوران څخه لرېوالی او د اسلام پر وړاندې د شته نظامونو او دولتونو مبازره ده. بل دلیل یې درباري علماء دي چې مسلمانان یې د خپل دین له واقعیت څخه منحرف کړي او اوسنی حالت یې پرې حاکم کړی دی. مسلمانان له اوسني حاکم حالت او غربي افکارو اغېزمن شوي، اسلامي احکامو ته نه ګوري او نه یې درک کوي. تر ټولو مهم څيز چې مسلمانان یې په اړه په جهل کې دي؛ په اسلام کې د حکومتولۍ او اقتصادي نظام دی.
د اسلام د اقتصادي نظام په اړه ناپوهي:
په اسلام کې د حکومتولۍ نظام او د دغه نظام د قواعدو، اساساتو او ډېرو نورو احکامو په اړه تر یوې کچې عامه پوهاوی رامنځته شوی، البته دغې مهمې برخې ته د دعوتګرانو د تمرکز له امله؛ خو لا هم په اقتصادي نظام کې پوره پوهای نه دی رامنځته شوی. موخه مو عوام مسلمانان نه دي، ډېر علماء، مخور او مسلمان متخصصین او ان د ډېرو اسلامي حرکتونو کې دعوتګران په دې برخه کې ناپوهه او بې خبره دي. دا هغه څه دي چې په فکري جنجالونو کې د کمزورۍ لامل ګرځي او ډېر ژر باید دا ستونزه حل شي. په هېڅ وجه په دې برخه کې غفلت جواز نه لري. اسلامي نظام باید متخصصینو او نورو ټولو کسانو ته وروپېژندل شي او پر عامه رایه بدل شي. د اسلام اقتصادي نظام افکار باید د حقیقتونو او شرعي احکامو په توګه، چې قوي دلایل لري، باید خلکو، ټولنې او نړیوالو ته د ستونزو د حل په توګه وړاندې شي. باید دغه افکار مسلمانو کارپوهانو او متخصصینو لپاره پر مفاهیمو بدل شي.
اوسمهال نړۍ د پانګوال نظام تر ظلم لاندې او په بد حالت کې ده. د داسې یوه نظام تر ظلم لاندې چې مفکوره يې د دین او دنیا د بېلتون پر بنسټ ولاړه ده؛ هغه مفکوره چې په حقوقو او وجايبو کې ترې د عمومي ازادۍ، په حکومتولۍ کې ترې د ډيموکراسۍ او په اقتصاد کې ترې د پانګوالۍ افکار اخيستل شوي دي. که څه هم یو څه وخت غرب په اسلامي خاورو کې د دغو افکارو پر بنسټ بریالی او مسلمانان کمزوري شوي وو او په شرق او غرب کې د کفر مشران له دغه حالته خوښ وو. خو په لنډ وخت کې مسلمانان هوښیار او د غفلت له خوبه پاڅيدل، ترڅو په شرق او غرب کې د کفر له چټلیو ځان وژغوري. دغه راز د ذلت درانه بارونه یې له خپلو اوږو ښکته کړل، د خوارۍ کړۍ یې له خپلې غاړې وایستلې، د ښکېلاکګرو پر وړاندې یې دا ډول شعارونه ورکړل: «نه؛ نه شرقي او نه غربي، اسلامي، اسلامي.» نه ډيموکراسي او نه پانګوالي، بلکې اسلامي خلافت.»
د کفارو له چل او فرېب، د مسلمانانو له قربانیو، سختیو، الله تعالی ته یې له پناه وروړلو او د «یا الله له تا پرته څوک نه لرو!» شعارونو او ستونزو وروسته د غرب او د غرب له مشرانو پرده پورته شوه، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یې کینه، له حق، حقیقت او اسلامي دولت څخه یې وېره په ډاګه شوه. انساني شیطانان او وحشیان ټولو ته په ډاګه شول، د ازادۍ، حقونو، قوانینو او ارزښتونو په اړه یې ګومانونه او باورونه له منځه ولاړل. کفري او وحشي ارزښتونو په خپلو انحرافاتو کې د انساني فطرت ټولې کرښې تر پښو لاندې کړي دي. د خپل شهوت او نفسي غوښتنو غلامان شوي، مادیت پرستي کوي، انساني روحي او اخلاقي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي دي. نفسي غوښتنې پرې لاسبرې شوي او له مادیت پرته نور هېڅ شی هم ارزښت نه ورته لري. حتی په مادیاتو کې یې هم ماتې خوړلې ده، له خپګان، وېرې او ناروغیو سره مخ دي، دغو انحرافاتو نړۍ له بدمرغۍ سره مخ کړې او په دې اور کې سوځي. د اسلام د ځلېدو، د پانګوالۍ د بحران او د اسلام پر وړاندې د غرب د جګړې په دغه پړاو او لانجو کې یوازې د اسلام اقتصادي نظام له سترګو لوېدلی، چې صحنې ته به راووځي. د پانګوالۍ اقتصادي نظام په زور او چل سره د نړۍ پر اقتصاد برلاسی شوی او غرب په دې ښه پوهېږي، چې که یې د اقتصادي نظام تسلط له لاسه ورکړ، نو ډېر ژر به راوپرځي او اېډیولوژي او د ژوند طریقه به یې له منځه ولاړه شي.
استعمار یوازې اقتصادي تسلط نه، بلکې فکري، سیاسي او نظامي تسلط دی. خو غرب له فکری پلوه سقوط کړی، ځينې غربي رهبرانو او قوماندانانو د مسلمانانو پر وړاندې پر خپلې فکري او سیاسي ماتې اعتراف کړی او دا په ډاګه شوې چې غرب دروغجن او فرېبکار دی. دغه راز د خپلو پروګرامونو، سیاستونو او نقشو د پلي کولو لپاره له پوځي ځواک پرته بل څه په واک کې نه لري. غرب له اسلامي امت سره په پوځي جګړه کې ښکېل دی، مسلمانان وژني او کورونه یې ویجاړوي. خو هېڅ وخت یې جګړه پای ته ونه رسېده او د بریا لامل یې نه شوه. په سیاست کې یې له څېرې پرده پورته شوه او له اخلاقي پلوه رسوا شو. امت د غرب ډېرې خامۍ درک کړي او د خپل دین او ځان په اړه ډېر پوه شوی دی، د الله سبحانه وتعالی پر نصرت یې باور زیات شوی او د خلافت په بیا راګرځېدو ډاډمن شوی! دغه راز د یووالي پر لور ګړندي ګامونه اخلي او د ښکېلاکګرو کفارو له لوري د اسلامي خاورو تر منځ رسم شوو لیکو ته ارزښت نه ورکوي.
د انساني ستونزو د حل، د انرژۍ د کشف، تولید او له هغې څخه د استفادې، د ژوند په ټولو برخو کې د پانګونې، هر فرد (هغوی چې د دې نظام تر چتر لاندې ژوند کوي) د پانګې د وېش او د دغه پراخ نظام تر چتر لاندې د ټولو اتباعو د احکامو په برخه کې د اسلام اقتصادي نظام ځانګړتیاوې او نور ټول موارد د غوره ژوند لپاره دي، چې د یوه کامل او شامل نظام تر څنګ به د خلکو د ژوند اقتصادي ستونزې حل کړي. حتی د خلکو عزت، کرامت، امنیت، اخلاق او ارامتیا خوندي کوي. له دغه نظام څخه بې خبري په دې مانا ده چې دعوتګرانو د ځواک یوه سرچینه له لاسه ورکړې او ستونزې به یې پر ځای پاتې شي. له دغه نظام څخه بې خبري ښېکلاکګرو کفارو او دښمن ته د ډېر فرېب چانس په لاس ورکوي، د امت د نهضت د وروسته‌والي او نورو موخو په برخه کې له هغوی سره مرسته کوي.
د اقتصاد په برخه کې د اسلامي احکامو په اړه د ناپوهۍ ځينې نښې:
د دغې ناپوهۍ نښې او د اسلامي امت د انحطاط سرچینې پر مسلمانانو د غربي کفارو د پانګوالۍ اوږدمهاله تسلط دی. دغه راز یوه مشهور عالم اندکي د ۲۰۰۸م، د نړۍ له مالي بحران وروسته وویل، چې امریکا ډېر ژر له بحراني حالت څخه وځي، ځکه پانګوالي، د خپلې ادعا او ګومان پر اساس، بېرته خپل لومړي حالت ته ورګرځي او بیا کتنه کوي. نوموړی د دې پر ځای چې ووايي پانګوالي پر نړۍ د ظلم او د نړۍ د بدمرغۍ لامل ده، خو له دغه حقیقت څخه یې سترګې پټې کړې. په داسې حال کې چې د پانګوالۍ فکري چټلۍ، جنایتونه او ویجاړۍ ټول اسلامي امت ته په ډاګه شوي دي.
اندکي د دې پر ځای چې د پانګوالۍ حقیقت تشریح کړي ـ چې پانګې یې لوټ کړي، پانګوال یې غریب او غریب یې له منځه وړي او د وحشي حیوان په توګه د خلکو وینې او غوښې خوري او د دې پر ځای چې ښکاره کړي، چې پخپله داسې خپل ځان له منځه وړي لکه اور چې لرګي ختموي او ډېر ژر به پانګوالي د وچو لرګیو په څېر په اور کې وسوځي او ایرې به شي ـ شایعات خپروي چې پانګوالۍ ته بیاکتنه کوي او بېرته لومړي حالت ته ورګرځي؛ ګومان کوي چې پانګوالي د انسانانو تر منځ د عدالت سمبول او د اقتصاد په برخه کې یو نوښت دی.
د جهالت دغه نښې، د خلافت په دولت د تطبيقيدونکي راتلونکي اسلامي نظام لپاره مبارزه، په اسلام کې د اقتصادي نظام او د هغه د قواعدو او احکامو په بيانولو باندې تمرکز او په ځينو عربي هېوادونو کې د انقلابونو د رامنځته کېدو په ترڅ کې د هغه چا لور ته د ولسونو پام اوښتل چې د اسلام د تطبيق هڅه يې کوله، دوې خبرې په ډاګه کوي:
لومړی: ټولو خلکو اسلام غوښت، خو ډېری خلکو د حکومتي او اقتصادي نظام او نړیوالو اړیکو په برخه کې، چې کوم د اسلام او کوم د اسلام نه دي، توپیر نه شو کولی. دا ستونزه یوازې په عوامو کې نه وه، بلکې په مشایخو، علماوو، رهبرانو او د اسلام په مخکښانو کې هم وه. دا مساله د مصر له اساسي قانون څخه څرګندېږي، چې په ۲۰۱۲م، کې تصویب شو. ډېرو علمي او اسلامي مرکزونو هغه اسلامي اساسي قانون باله، په داسې حال کې چې کفر پکې له ورایه ښکارېده.
دویم: کله چې خلکو د اسلام اقتصادي نظام پلي کول غوښتل او دا مسئله مطرح شوه، سیکولریستي کړیو، رسنیو او مختلفو شخصیتونو اعتراض وکړ او د اسلام اقتصادي نظام د رد او پر هغه د رشخند په موخه يې لاندې پوښتنې سره تبادله کولې: د اسلام اقتصادي نظام څه شی دی!؟ ایا اسلام کې اقتصادي نظام هم شته!؟ ایا له پانګوال نظام څخه پرته چې نړۍ یې پېژني، کوم بل نظام هم شته!؟ له هغه نظام پرته کوم بل نظام هم شته چې د پرمختګ وروستی بريد تمثيلوي او بشري نبوغ ترې سرچينه اخلي!؟
دغه دوې مسئلې د مسلمانانو پر کمزورۍ دلالت کوي، چې د عامو مسلمانانو، علماوو، متخصصینو او دعوتګرانو د مخاطبولو پر مهال باید تمرکز پرې وشي. ځکه د صحیح اسلامي عمومي رایې رامنځته کول، له بلې هرې مفکورې لرېوالی او د هغو په دامونو کې نه لوېدل یوه جدي اړتیا ده. په ځانګړي ډول په هغه څه کې چې غیر اسلامي اساسي قوانین دي، خو د اسلامي ګومان ورباندې کېږي، په داسې حال کې چې په غیر اسلامي حکومتي او اقتصادي نظامونو پورې تړلي دي. اوسنی واقعیت او د کمزورۍ ټکي ډېرې پاملرنې او هڅو ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول د اسلام اقتصادي نظام.
د پانګوالۍ اېډیولوژي مخ پر ځوړ ده، چې پر مسلمانانو د دغه نظام تپل او هغوی ته یې د اسلام د بدیل په توګه وړاندې کول یوازې یو فرېب دی، چې د اسلامي امت ناپوهي او پر مومنانو د اسلام او اسلامي عقیدې اغېزه په ډاګه کوي. یعنې په هغه وخت او حالت کې چې مومنانو له اسلامي افکارو او احکامو څخه ملاتړ کړی او د هغوی لپاره پر مفاهیمو بدل شوي، نو په هغه وخت کې د مسلمانانو پر وړاندې غربي فکري جګړې ډېرې اغېزې نه درلودې، خو د اقتصاد او سیاسي اقتصاد په برخه کې یې اغېزې ډېرې وې. نو اقتصادي نظام د هغو احکامو او افکارو ته باید ډېره پاملرنه وشي، ځکه اقتصاد او اقتصادي قدرت په ژوند، د دولتي قدرت په پروژو او فعالیتونو کې ځانګړی رول لوبوي. اکثریت فردي او دولتي چارې له اقتصاد پرته نه شي تر سره کېدای، لکه څرنګه چې ویل کېږي شتمني او اقتصاد د ژوند شریانونه دي.
د دغه بحث په پای کې باید د اسلام اقتصادي نظام، د غربي پانګوال نظام له بدمرغیو، چل، فرېب او ظلم سره پرتله کړو. دا چې د یوه شي ښه والی د هغه متقابل او ضد ښه په ډاګه کولی شي، نو د اسلام اقتصادي نظام عمومي قواعد او پروګرامونه باید په ډاګه شي او په دې برخه کې د شیخ تقی الدین نبهاني کتاب «د اسلام اقتصادي نظام» یوه غوره سرچینه ده. څومره ژوروالی، ټول‌شمولوالی، محوریت او نبوغ چې په دغه کتاب کې دی، په بل کې یې نه شئ موندلی. دغه راز په دې برخه کې بله غوره سرچينه د شیخ صاحب لخوا د اساسي قانون لپاره ترتيب شوې د اساسي قانون مادې دي چې حزب التحرير د راتلونکي اسلامي دولت لپاره د اساسي قانون د مسودې په توګه وړاندې کړی او پوره جزئيات يې د حزب التحرير لخوا د دغه قانون په شرح «د اساسي قانون شرح او د هغه اړين دلايل» او دغه راز د حزب التحرير نور منشورات دي.
د دغه قانون موخه د بېلګې په توګه د اسلام اساسي قانون وړاندې کول دي، چې د اسلامي دولت لپاره اساسي قانون شي او هغو کسانو ته چې د اسلام هغه اقتصادي نظام، چې الله تعالی پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحې له لارې نازل کړی نه مني او ردوي یې، ځواب شي. هغه نظام چې احکام او قواعد یې د شرعي اجتهاد له لارې یوازې د الله تعالی له کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو، شرعي قیاس او صحابه وو له اجماع څخه استنباط شوي دي. نو موږ له ځان سره د اسلام عصري اقتصادي نظام لرو، چې احکام یې زموږ د سلف صالحينو د استنباط په طريقې استنباط شوي او هغه نظام چې باید بې‌ساري اقتصادي نظام ورته ووایو... هغه څه چې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره غواړو په راتلونکې ګڼه کې ورته اشاره وکړو، تر څو مو بحث تکمیل شي.
دوام لري...

لیکوال: محمود عبدالهادي
ژباړن: حبیب الله حبیب

د مطلب ادامه...

د نرښځیو د خوندیتوب قانون پر اسلام او د اسلامي کورنۍ پر ارزښتونو برید دی؛ د پاکستان واکمنان د غرب غلامان دي او غواړي زموږ نوی نسل تباه کړي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

سناتور مشتاق احمد د ۲۰۲۲م کال، د سپټمبر په ۵مه د سنا د بشر حقونو دایمي کمېټې ته د ټرانسجنډر (نرښځو) د ملاتړ قانون د اصلاحاتو لایحه وړاندې کړه. مشتاق احمد په دې غونډه کې وویل: «ټرانسجنډر یوه امریکايي اصطلاح ده چې په اسلام کې هېڅ ځای نه لري. په ټرانسجنډر ټولنه پورې اړوند قوانین د قرآن او سنتو خلاف دي، چې د همجنسپالنې د ترويج لامل کېږي.» موږ غواړو واقعیت روښانه کړو او بحث داسې پای ته ورسوو چې الله سبحانه وتعالی راضي شي.
غرب خپل تمدن په دې مفهوم رامنځته کړی چې انسان الهي لارښوونو ته اړ نه دی؛ د دغه يو اړخ شخصي ازادي ده. په دې وروستیو کې، د ښځو د آزادۍ مفهوم په اړه غرب دې پایلې ته رسیدلی چې د یوې ښځې جنسیت د هغې د بیولوژیکي واقعیت له مخې نه ټاکل کېږي. ښځې کولای شي د خپلې آزادې ارادې او له ځان څخه د خپل درک پر بنسټ د یوې ښځې په توګه د ځان پیژندلو پرېکړه وکړي. ټولنه پر دوی دا هویت نه شي تپلی، ځکه دا د ازادۍ د بنسټیز مفهوم خلاف کار دی. همدا مفهوم د غرب له لوري د نارینه‌وو په اړه هم وړاندې شوی دی. نو له آزادۍ څخه غربي درک انسان ته اجازه ورکوي چې د خپلې آزادې ارادې له مخې پریکړه وکړي؛ هغه که نارینه دي که ښځینه او که د نارینه او ښځینه‌وو ترکیب یا بل څوک. دغه مفهوم دی چې د ټرانسجنډر کس مفهوم یې راپورته کړی.
د مسلمانانو حکام چې د غرب په غلامۍ کې له یو بل سره سیالي کوي، د دې ویجاړوونکې مفکورې پر بنسټ یې د ټرانسجنډر د ساتنې قانون نافذ کړی او اوس پکې تعدیلات راوړي. قانون ټینګار کوي چې د جنسیت پیژندل د زیږون په واسطه نه ټاکل کېږي، بلکې د رواني او ټولنیزو عواملو له لوري اغیزمنېږي او د همدغو عواملو تر اغیز لاندې بدلون مومي. دا قانون ټاکي چې د ځان په اړه د یو کس احساس چې هغه ښځه ده یو احساس دی چې ورته د درناوی تر څنګ باید قانوني خوندیتوب ورکړل شي. په دغه قانون کې د ټرانسجنډر شخص په تعریف کې هر هغه څوک شامل دی چې د خپل ځان په اړه د داسې جنسیت احساس لري چې د ده له هغه جنسیتي هویت سره توپیر ولري چې د بیولوژیکي واقعیتونو له لارې د زیږون پرمهال ورته ټاکل شوی وي. يعنې هر څوک کولای شي په هر وخت کې د خپل ځان د احساس په څرګندولو سره په قانوني توګه د نارينه او ښځينه يا د نر او ښځې د يو ځای کېدو او يا له دوی پرته بل هويت غوره کړي. په دغو شرایطو کې، د دغه شخص هېڅ ډول روغتیایي یا رواني معاینه نه شي ترسره کېدی.
د ټرانسجنډر د خوندیتوب قانون له مخې، کله چې یو سړی د خپل ځان احساس څرګندوي او په قانوني توګه ځان ښځه کوي، هغه د ښځو ټول حقوق ترلاسه کولی شي؛ لکه د ښځو خونو ته لاسرسی، د ښځو د تشنابونو کارول، د نجونو په ښوونځیو کې داخله او له سړي سره د واده کولو حق. همدا ډول کله چې ښځه خپل ځان نارینه وګڼي، د ميراث په مسايلو کې به د نارينه‌وو د ميراث اصول ورته پلي کيږي او له هرې ښځې سره واده کولی شي. د دغه قانون پلي کېدل د دې ثبوت دی چې زموږ حکام د غرب په غلامۍ کې له ټولو پولو تېر شوي او د دې لپاره فعالیت کوي چې مسلمانان له خپل دین څخه کاږه او پردي کړي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الْأَنْعَامِ وَلَآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا﴾ [نسأ: ۱۱۹]
ژباړه: هغوی ګمراه کوم! او په هیلو کې یې مصروفوم! او دوی ته امر کوم چې (خرافاتي اعمال وکړي او) د څارویو غوږونه سوري کړي او پاک خدایي خلقت بدل کړي! او څوک چې د خدای پر ځای شیطان خپل ولي ونیسي، ښکاره زیان یې کړی دی.

ترمذي په دې اړه روایت کوي:

«لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ الْمُتَشَبِّهَاتِ بِالرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْمُتَشَبِّهِينَ بِالنِّسَاءِ مِنَ الرِّجَالِ» (ترمذي)
ژباړه: رسول صلی الله علیه وسلم پر هغو ښځو لعنت ویلی چې د سړیو په بڼه ځان جوړوي او پر هغو نارینه‌وو یې هم لعنت ویلی چې د ښځو په بڼه ځان جوړوي.‎

اې د پاکستان مسلمانانو! د ټرانسجنډر (نرښځو) د خوندیتوب قانون د ما انز الله خلاف حکم دی. دا طاغوت دی چې باید رد شي. دا قانون به زموږ ټولنیز ارزښتونه تر پښو لاندې کړي او زموږ د کورنۍ جوړښت به له منځه یوسي. د یوه سړي لپاره له بل سړي سره د واده کولو او د یوې ښځې لپاره له بلې ښځې سره د واده کولو لپاره د شرعي حکم په وړاندې کولو سره، دا قانون د هغې ګناه توجیه ده چې له امله یې د لوط علیه السلام قوم مجازات شوی دی. د دغه ناروا قانون پر حقایقو له پوهېدو وروسته دا زموږ دنده ده چې دا قانون رد کړو؛ کټ مټ لکه زموږ دا دنده چې باید د خپل دین د بشپړ تطبیق لپاره مبارزه وکړو.
د نرښځو د خوندیتوب قانون د احکامو پرخلاف، په اسلام کې یوازې دوه قانوني جنیسیتونه دي؛ نارینه او ښځینه. جنسیت د بیولوژیکي اساساتو له مخې ټاکل کېږي. بیولوژيکي اساساتو ته له کتو پرته، د خپل درک پر بنسټ د جنسیت بیا ټاکل جواز نه لري. که د چا په جنسیت کې شک وي، نو که له بيولوژيکي اړخه پر هغوی ښځينه فکټورونه غالب وي، باید ښځه ثابته شي او که نارينه فکتورونه غالب وي، نارينه ټاکل کېږي. که پر دې سربېره بیا هم شک وي، طبي متخصصین د اړوندو کسانو رواني او طبي معاینه کوي او دا تشخیصوي چې کس نر دی که ښځینه.
یوازې د نبوت پر منهج خلافت د الله سبحانه وتعالی له لوري نازل شوی دین تطبیقوي او د غربي تمدن له لوري رامنځته شوي ناروا او له شر څخه ډک اعمال له منځه وړي. خلافت دولت به ټول خلک د نورو له پیروۍ به يې خلاص کړي، د الله سبحانه وتعالی پیروۍ ته به یې راوبولي او نړۍ ته به د هدایت لاره روښانه کړي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلاً مَا تَذَكَّرُونَ​﴾ [اعراف: ۳]
ژباړه: د هغه څه پيروي وکړئ چې د خپل رب له لوري درته رانازل شوي او له خپل رب پرته د نورو ولیانو پيروي مه کوئ، خو تاسو تذکر او نصحیت ډېر لږ منئ.


د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د کينيا ولسمشريزې ټاکنې

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

«د کينيا اپوزيسيون مشر، اوډينګا، دوشنبه د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۲۲مه سترې محکمې ته د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو په اړه - چې مرستيال ولسمشر ويليم ريتو ګټلې - رسمي عریضه وکړه. د اسوشيټيد پرېس د راپور له مخې، اوډينګا نن سهار سترې محکمې ته خپله عریضه وسپارله او د قانون له مخې بايد د ۱۴ ورځو په جریان کې ځواب ورکړل شي» (انادولو خبري اژانس، ۲۲/۸/۲۰۲۲). د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۱۵مه اعلان وکړ چې ويليم ريتو خپل سيال اوډينګا ته په ولسمشريزو ټاکنو کې په لږ توپير سره ماتې ورکړې ده. يادې ټاکنې د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۹مه وشوې... په دغه ټاکنیز کمپاین کې څرګنده شوه چې مخکينی ولسمشر، کينياتا د خپل مرستيال ويليم ريتو مخالف دی او د هغه له سيال او د مخالف ګوند مشر، اوډينګا سره یې تر پخلاينې وروسته د ده ملاتړ پیل کړ. له اوډینګا څخه ملاتړ او د خپل مرستیال مخالفت ايا د خپل مرستیال د بري ډاډمنولو لپاره د کينياتا لوبه نه وه؟ د کينيا پر وړاندې د امريکا پټ اقدام څه دی؟ ايا د امريکا او برېتانيې ترمنځ لانجه شته؟

ځواب:

د دې لپاره چې د پورته پوښتنو لپاره ځواب پيدا کړو، د موضوع په تړاو لاندې ټکي تشريح کوو:

۱- د کينيا په اړه زموږ لېوالتيا له دې امله ده چې دا د افريقا د ښاخ سیمې یوه داسې برخه ده چې د يوې سټراټېژيکې او اقتصادي اسلامي سيمې په سترګه ورته کتل کېږي. د دې سيمې ډېری خلک مسلمانان دي او چارې يې د اسلام پر اساس مخ ته وړل کېدې. د افریقا د ښاخ هېوادونه يو له بل سره تړاو لري او ډېری يې تر برېتانوي استعمار لاندې وو. کينيا د مسلمان سلطان، زنګبار تر حاکميت لاندې وه او د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د برېتانوي استعمار تر حاکميت لاندې راغله. که څه هم د ۱۹۶۳م کال په پای کې کينيا خپلواکي ترلاسه کړه، خو دا خپلواکي تشريفاتي وه، ځکه برېتانيا اوس هم کينيا د خپلو مزدورانو په توګه اداره کوي. تر خپلواکۍ وروسته، په ۱۹۷۸ کې د جومو کينياتا له واکمنۍ پيل، تر ۲۰۰۲ کال پورې د دنيېل ارپ موی تر واکمنۍ، تر ۲۰۱۳ پورې د ماوي کيبکي په واکمنۍ کې او د پخواني ولسمشر جومو کینیاتا د زوی، اوهورو کينياتا تر واکمنۍ پورې کينيا د بريتانيې د مزدورانو له لوري اداره کېده. اوهورو کينياتا د ۲۰۱۷ کال ټاکنې بيا ځلې وګټلې. برېتاینا له پلرونو نيولې تر زامنو خپل مزدوران او لاسپوڅی جوړوي؛ دا لاسپوڅي هغه چا ته واک نه سپاري چې د دوی په څېر غلام او استعمار ته وفادار نه وي.

۲- امريکا وکولی شول چې په اپوزيسيون کې ځان ته مزدوران پيدا کړي؛ په ځانګړي ډول اوډينګا چې له قومي اړخه په هېواد کې له دريېم لوی قوم څخه دی. له همدې امله دا هېواد د قبیلوي کرکټرونو د سياسي استعماري شخړې شاهد و. د ياد هېواد ګوندونه قبيلوي دي او په عمومي ډول د خپلو پلويانو ملاتړ له همدې لارې ترلاسه کوي. قومي تړاو د يوه ګوند د غړو ترمنځ اساس دی. کله چې ټاکنې ترسره کېدې، د ټاکنو د پايلو تر اعلان وروسته لاريونونه کېدل او د قوم په پلوۍ وينې پکې تویېدې. ويليم ريتو چې له کلينجين قبيلې څخه دی؛ په وروستيو ټاکنو کې یې خپل بری اعلان کړ. مخکيني ولسمشر، ډانيل ارپ هم له همدې قبيلې څخه و. ريتو په دې وياړي چې د مخکيني ولسمشر شاګرد او له ۱۹۹۲ کال راهیسې د هغه د ګوند غړی دی.

۳- د ټاکنو رسمي پايلې اعلان شوې چې ريتو يې په لږ توپير سره ۵۰.۵٪ رايي ګټلي وې. په داسې حال کې چې اوډينګا ۴۸.۸٪ رايي خپلې کړې وې. د يادونې وړ ده چې د ټاکنو لوی کميسيون کې اختلاف شته. د ټاکنو د کميسيون مشر وفولا چيبوکتي وويل: «موږ د کينيايانو لپاره ازاد، عادلانه او باوري ټاکنې ډاډمنوو او دا يوه اسانه لار نه ده»، په داسې حال کې چې د نوموړي مرستيال جوليانا چيرا وويل، «موږ هغه پايلې نه شو منلی چې وروسته به اعلان شي؛ ځکه د عمومي ټاکنو د وروستي پړاو ماهيت تت و» (بي بي سي، ۱۵/۸/۲۰۲۲). د ټاکنو د کميسيون له اوو څخه څلورو غړو د ټاکنو پايلې ونه منلې او د فساد ادعاوې يې وکړې. د پايلو په اعتراض کې لاریونونه وشول. اوډينګا وويل: «د شک د لرې کولو په موخه، غواړم تکرار کړم چې موږ هغه پايلې چې پرون د چيبوکتي له لوري اعلان شوې، په بشپړه توګه ردوو.» (انادولو، ۱۶/۸/۲۰۲۲). نوموړي سترې محکمې ته رسمي شکايت وکړ. د امريکايي خبري اژانس، اسوشيټيد پرېس د خبر له مخې «اوډينګا نن سهار، د ۲۰۲۲م کال د اګېسټ په ۲۲مه خپلې اعتراض‌پاڼې سترې محکمې ته وړاندې کړې، چې د قانون له مخې بايد په ۱۴ ورځو کې ځواب شي». که محکمه ياد وړانديز ومني، د قانون له مخې به په ۶۰ ورځو کې ټاکنې بيا ځلې وشي او د اپوزیسیون د غلي کولو لپاره د دې احتمال شته؛ ځکه د دواړو ګوندونو ترمنځ تفاوت ډېر کم دی او د ټاکنو کمېسیون وېشل شوی دی؛ د دې لپاره تاوتريخوالی او ګډوډي هم نه رامنځته کېږي. دویم پړاو ته د ټاکنو تګ اپوزيسيون ته د ګټلو يوه هيله ورکوي؛ يا دا چې د دواړو ګوندونو ترمنځ اوډينګا ته صدر اعظمۍ ورکولو پر سر جوړجاړی وشي.

۴- له معمول سره سم، بایلونکی اپوزيسيون ادعا کوي چې په ټاکنو کې لاسوهنه شوې؛ په ځانګړي ډول په کینیا کې چې اپوزيسيون امريکايي پلوی وي او ګټوونکی برېتانوي پلوی وي. په نورو هيوادونو کې چې د امريکا مزدوران واکمن وي، خبره برعکس وي. ځکه هره ډله غواړي له هرې ممکنې لارې ګټوونکې شي او د خپلې واکمنۍ پر وخت خپل نفوذ وکاروي. په ۲۰۰۷ ټاکنو کې هر لوري د ټاکنو د ګټلو ادعاوې کولې. د دواړو لورو ترمنځ نښتې رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې یې وينه توی شوه؛ ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او د قبيلوي بريدونو له امله سلګونو زره خلک له خپلو مېنو بې ځايه شول. په اوسنۍ سناريو کې برېتانيې د اپوزيسيون د غلي کولو لپاره له چالاکۍ کار واخيست. بريتانيې داسې لومه په پام کې لرله: اوډينګا دې صدر اعظم شي، کيباکي دې د دولت رییس وي او ټول واک دې ورسره وي؛ د لومړي وزير د صلاحيتونو پر وړاندې به خنډونه راولاړېږي. خو کينياتا چې د ۲۰۱۳ ټاکنې وګټلې، د صدر اعظمۍ مقام يې منحل او ټول واک يې ځان ته محدود کړ.

د ۲۰۱۷م کال په ټاکنو کې، اپوزيسيون په ټاکنو کې د فساد اعاوې کولې او له سترې محکمې څخه يې د ټاکنو د بياځلي ترسره کولو غوښتنه کوله. ټاکنې د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر کې بیا وشوې، اپوزيسيون تحريم کړې او کينياتا او مرستيال يې، ويليم ريتو ګټوونکي اعلان شول. دې ته په کتو سره، د امريکا ولسمشر، بارک اوباما هغه وخت منځګړيتوب وکړ؛ ځکه هغه هم کينيايي اصلیت لري! نوموړي د ارامۍ او د ټاکنو د پايلو د منلو غوښتنه وکړه، ځکه هغه پوهېده چې که ټاکنې بیا وشي نو د برېتانيې مزدوران يې ګټي. ځکه چې دوی هغه وخت هم دولت اداره کاوه. اوباما د کينيا له واکمنانو وغوښتل چې خبره یې ومني او پر کینیا د امریکا نفوذ زیات شي. دغه راز یې له فشارونو کار واخيست چې د کينيا راتلونکي واکمنان د امریکا مزدوران وي. برېتانيې په دوامداره توګه په کينيا کې د خپل له ګواښ سره مخ نفوذ ساتلو په موخه سياسي لوبې کوي. د برېتانيې مزدور کينياتا د امريکا له مزدور، اوډينګا سره د دوستۍ لوبه پيل کړه او له بل لوري يې ريتو پرېښود چې ټاکنې وګټي.

۵- دا پنځم ځل دی چې ريلا اوډينګا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ځان نوماندوي، مبارزه کوي او ټاکنې بايلي. نوموړی مخکې څلور ځله په ۱۹۹۷، ۲۰۰۷، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کې نوماند و؛ خو د انګليس مزدوران چې د کينيا د سياسي صحنې واک ورسره دی، نوموړي ته اجازه نه ورکوي چې ټاکنې وګټي. نوموړي هيله لرله چې د اوهورو کينياتا ځاینایستی شي، ځکه هغه دوې دورې بشپړي کړې وې او د اساسي قانون له مخې یې درېيم ځل ځان نه شوی نوماندولای. اوډينګا او صالح کينياتا د ۲۰۱۸م کال د مارچ په ۹مه، د خپلو پلويانو تر څو مياشتیني خونړي تاوتريخوالي وروسته ايتلاف وکړ. ځکه مخکې اوډينګا د کينياتا بری په رسميت نه پېژانده او ځان يې د کينيا ولسمشر اعلان کړی و. دواړو لورو د لاس په ورکولو اختلافونه ختم کړل کينياتا يې د ولسمشر په توګه په رسيمت وپېژانده. اوډينګا ځکه کينياتا وستايه چې په وينا يې «نوموړی يو هېوادپال شخص دی او د پخلاينې لپاره يې لاره هواره کړه». ځينو فکر کاوه چې هغوی يوې موافقې ته رسېدلي دي چې په ترڅ کې به یې اوډينګا د کينياتا ځایناستی شي، يا په بل عبارت اوډينګا د بريتانيې مزدور شوی دی! خو کينياتا او د بريتانيې نور مزدوران په رامنځته شوې پخلاينه نه تېر وځي، بلکې ګټه ترې اخلي. کينياتا د ټاکنيز کمپاین په ترڅ کې يوه لوبه وکړه چې ځان د اوډينګا ملاتړی وښيي. نوموړي وویل: «ريتو حق نه لري او بايد په هېواد کې لوړ مقام ترلاسه نه کړي». ريتو یې په ځواب کې وویل چې کينياتا غواړي اوډينګا يې ځایناستی شي؛ ځکه هغه يو مزدور ولسمشر غواړي. (بي بي سي، ۱۶/۸/۲۰۲۲).

۶- د ريتو ګوند په ۲۰۱۲ کې تر توافق وروسته د کينياتا له ګوند سره يوځای شو. واکمن ګوند، جوبيلي د ۲۰۱۶م کال د سپټمبر په ۸مه له ۱۱ نورو ګوندونو سره د ۲۰۱۷ کال په ټاکنو کې برخه واخيسته او مشري یې کينياتا کوله. دا ایتلاف په ۲۰۱۳م کال کې په ټاکنو کې د کینیاتا د ملاتړ لپاره جوړ شوی و. ريتو په دواړو دورو کې متحد او مرستيال و او نوموړی د انګليس د پخواني مزدور، دنيېال ارف مای ملاتړی و. نوموړي ځوانان د هغه د ملاتړ لپاره هڅول، نو ځکه يې د پخواني ولسمشر دنيېال ارف مای ملاتړ راخپل کړ او په حکومتي اډانه کې يې لوړو بستونو ته ترفيع وکړه. نوموړي په دې ډول د کورنيو چارو، کرهڼې او لوړو زده کړو وزير په توګه کار کړی. دی او کينياتا د جرمونو نړيوالې محکمې له لوري په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې په جرمونو متهم شوي وو، خو د اروپا تنظيموونکې محکمې له لوري دواړه مبرا شول. کينياتا په ۲۰۱۴ او ريتو په ۲۰۱۶ کې، د ۲۰۱۷ ټاکنو کې نوماند کېدو په موخه د محکمې له لوري برائت واخيست او په ټاکنو کې یې بريا ترلاسه کړه. کينياتا ولسمشر او ريتو يې مرستيال شو. له همدې امله ريتو د انګليس له متعهدو مزدورانو څخه دی، د تړون له مخې، نوموړی په اسانۍ سره له واکه نه شي ليرې کېدای او د امريکا مزدور اوډينګا يې نه شي ځایناستی کېدی؛ دا د انګليس چالاکي ښيي!

۷- کينياتا په ۲۶-۲۹/۷/۲۰۲۱ نېټه برېتانيې ته لاړ او د دغه هېواد له لومړي وزير، بوريس جانسن سره يې وکتل. ده وویل چې د لیدنې موخه یې د «کينيا او بريتانيې ترمنځ د سټراټيژيک مشارکت پياوړتيا ده». دواړو لورو د نوې دفاعي همکارۍ تړون لاسليک کړ. نوموړي اعلان وکړ چې د تړون موخه «د دواړو هيوادونو ترمنځ په ختيځه افريقا کې د ګډو امنيتي ګواښونو پر وړاندې د همکارۍ پياوړتيا ده.» (بي بي سي). کينياتا چې امریکا ته لاړ، هلته پرې د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو او فساد کې د ښکېلتيا تورونه ولګيدل او د ده په اړه پندروما اسناد افشا شول؛ په داسې حال کې چې برېتانيې ته د سفر پر وخت هېڅ کوم تور پرې ونه لګېد؛ دا ځکه چې دی د برېتانيې وفادار مزدور دی! د يادونې وړ ده چې برېتانيه په کينيا کې د يوه تړون له مخې دوې نظامي اډې لري، چې يوه يې د کينيا پلازمېنې نايروبي ته څېرمه پرته ده او دنده يې په کينيا کې د بريتانيې نفوذ ساتلو په موخه د کينيا له سياسي ثبات سره مرسته کول دي او د دغه نفوذ ساتلو په موخه د يادې اډې پوځيان تل د تیارۍ په حال کې وي. بله اډه يې د کينيا په شمال کې پرته ده چې دنده يې د بريتانوي ځواکونو روزنه ده چې په صحرايي او نيمه صحرايي سيمو کې یې جګړې ته چمتو کړي. بريتانوي ځواکونو په يو داسې سيمه کې په ریښتینو وسلو ریښتیې جګړې ته ورته پوځي مانورونه ترسره کړل چې په خپل هېواد کې یې د پوځیانو لخوا کارېدونکې سیمې څلور برابره ده. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې جنګېدونکو برېتانیوي سرتېرو ته په همدغه اډه کې روزنه ورکول کېده. د بريتانوي اډو د شتون له امله، امريکا کينيا ته ارزښت ورکوي او هڅه کوي چې دا اډې بندي کړي.

۸- داسې ښکاري چې بريتانيې له کينياتا څخه غوښتي چې امريکا ته د دې لپاره يو سفر وکړي چې له اوډينګا سره خپله پخلاينه تاييد کړي، ترڅو امريکا په راتلونکو ټاکنو کې تحريموونکي اقدامات ونه کړي.

له همدې امله، د پلان له مخې کينياتا له بريتانيې څخه تر ليدنې دوې مياشتې وروسته امريکا ته لاړ. په ۱۴/۱۰/۲۰۲۱ نېټه د امريکا ولسمشر، جو بايډن د کينيا له ولسمشر، اوهورو کينياتا سره وکتل. نوموړی لومړنی افريقايي ولسمشر و چې له سپينې ماڼۍ يې ليدنه وکړه. د سپينې ماڼې وياندې جن ساکي وويل چې دواړه ولسمشران به «د امريکا-کينيا د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او اړتيا په موخه په کورني او بهرني مالي سيستم کې روڼتيا او حساب ورکونه رامنځته کړي».

نړيوالو څېړونکو ژورنالستانو د «پندورا په اسنادو» د کينياتا نوم ذکر کړی دی، چې پکې راغلي دي چې کينياتا د فساد پر وړاندې مبارزه کې خپله ژمنتيا نه ده ښودلې. دی او د کورنۍ شپږ غړي یې په پټه د ۱۱ کارخونو څښتنان دي؛ يو یې ان د ۳۰ مېليونو ډالرو ونډه پکې لري. د دې معلوماتو په ځواب کې جن ساکي زياته کړه، «ولسمشر په پراخه کچه په نړيوال مالي سيستم کې دغه بې نظمۍ (د پېسو ناوړه کارونه) غندي. د دې مانا دا ده چې موږ به له هغو خلکو سره نه کېنو چې له موږ سره توافق نه لري. يو شمېر مسايل شته چې موږ يې د کار کولو په تړاو لېواله یو او هغه به د دوو ولسمشرانو ترمنځ اصلي هدف وي. دواړه ولسمشران به له ډيموکراسۍ او بشري حقوقو څخه د دفاع، د سولې او امنيت ټینګښت، اقتصادي ودې غوړېدو او اقليمي بدلون پر هڅو باندې متمرکز وي» (فرانس پرېس، ۱۴/۱۰/۲۰۲۱). امريکا پر کينياتا له فشارونو څخه کار اخلي چې نوموړی د اوډينګا له نوماندۍ ملاتړ وکړي؛ نوموړي همداسې وکړل او ظاهراً ښکاري چې هغه د اوډينګا پلوی دی، خو دغه ملاتړ جدي نه دی، له منافقته ډک دی او موخه یې دا ده چې خپله رسوايي پټه کړي او امريکا يې پر وړاندې پاروونکي اقدامات ونه کړي او بدنام نه شي. د نوموړي لپاره ستونزمنه ده چې د درېيم ځل لپاره په ټاکنو کې نوماند شي. امريکا له دې خبرې سره خپل مخالفت وښود ... د امريکا بهرنيو چارو وزير، انتوني بلينکين په ۱۷/۱۱/۲۰۲۱ نېټه د افريقا د سفر په ترڅ کې کينيا، نايجريا او سينګال ته په اووه ورځني سفر لاړ. نوموړي د نايجريا په پلازمېنه کې وويل: «حکومتونه لږ راڼه دي. موږ په افريقا کې دغه شی وينو، مشران خپلې ټاکنيزي دورې له پامه غورځوي، په ټاکنو کې لاسوهنه کېږي يا يې ځنډوي، د قدرت لاسته راوړلو او ساتلو په موخه له ټولنيزو شيکايتونو څخه په خپله ګټه کار اخلي، مخالفې څېرې نیسي، رسنۍ ځپي او امنيتي ځواکونو ته امر کوي چې د کرونا ناروغۍ محدوديتونه په زور او جبر پلي کړي. (شرق الاوسط، ۲۱/۱۱/۲۰۲۱)

په ورته وخت کې، د کينياتا ګوند د ريتو د ملاتړ په موخه لاريونونه کول، د ګوند دننه د برېتانيې مزدوران په لوبه پوهېدل او پر مخالفت سربېره يې بیا هم ريتو وټاکه.

۹- په افريقا کې د کينيا او سينګال په ګډون - چې د اروپا تر اغېز لاندې دي- ګڼ هېوادونه هڅه کوي چې د امريکا پر وړاندې له چين سره اړيکې پياوړي کړي. چين غواړي هلته خپل نفوذ پراخ کړي. سينګال چې د فرانسې تر نفوذ لاندې دی، له چين سره خپلې اړيکې پياوړي کوي. دا هېواد په ۲۹-۳۰/۱۱/۲۰۲۱ نېټه د چين-افريقا د همکارۍ غونډې کوربه و. د سينګال د بهرنيو چارو مرستیال وزير وويل: «موږ غښتلې ديپلوماسي لرو چې هېڅوک نه شو ترې بهر کولی». په داسې حال کې چې د بريتانيې او فرانسې په پرتله د امريکا نفوذ محدود دی، دا هېواد هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو خپل نفوذ زیات کړي او هڅه کوي چې د چين له اقتصادي نفوذ سره سيالي وکړي؛ هغه اقتصادي نفوذ چې په مټ يې برېتانيا او فرانسه غواړي په افريقا کې خپل مزدوران ځواکمن کړي. په دې وروستيو کې، د چين بهرنيو چارو وزير، وانګ يي په ۶/۱/۲۰۲۲ نېټه کينيا ته لاړ او هلته یې له ولسمشر کينياتا سره وکتل. کينياتا وويل: «چين يوازې د کينيا ريښتنی ملګری نه، بلکې د نیږدې همکارۍ يو پرمختللی همکار دی... د کينيا پراختيايي لاسته راوړنې به د چين له پياوړي ملاتړ پرته نه وای ترلاسه شوې... کينيا کلک هوډ لري چې د عامه پرمختګ په موخه له چين سره دوه اړخيزه سوداګريزه همکاري لا زياته کړي.» د چين د بهرنيو چارو وزير، وانګ يي وويل: «چين کلک هوډ لري چې له کينيا سره هر اړخيزه همکاري پياوړې کړي، ترڅو کينيا په نړيوالو او ګډ مليتي چارو کې خپلې انکشافي وړتياوې لوړې کړي، صنعت پراخ کړي او پيوستون او همږغۍ ته وده ورکړي». وانګ د «افريقا لپاره سوله‌ايز پراختايي پلان» وړاندې کړ. کينياتا وويل چې دا پلان د افريقايي هيوادونو مهمې اړتياوې پوره کوي او نوموړي په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ. (شينهوا، ۶/۱/۲۰۲۲). امريکا چې په افريقا کې د اروپا د اغېز د له منځه وړلو او همدا رنګه د چين مخ پر زياتېدونکي ځواک محدودولو په موخه کار کوي، پورتنیو خبرو نهيلې کړې ده.

۱۰- په پايله کې ويلای شو: په کينيا کې د برېتانيې نفوذ ډېر دی او ګڼ شمېر سياسي لوبغاړي يې مزدوران دي. برېتانيا ده چې دا کسان اړتیا ته په کتو سره یو ځای کوي یا یې بېلوي. که د بريتانيې د مزدورانو او د امريکا د مزدورانو ترمنځ د تړون  اړتيا وي، نو کله چې يې مزدوران قدرت ته رسېږي بيا واک د امريکا له مزدورانو سره شريکوي، په دې صورت کې هغه خپلو مزدورانو ته لارښوونه کوي چې د امريکا له مزدورانو سره يو ځای شي او په دې برخه کې تړون ورسره وکړي. که هغه (بريتانيا) د دې توان لري چې خپل مزدور، ريتو واک ته ورسوي او اپوزيسيون غلی کړي، نو له خپلو مزدورانو څخه د واک شريکولو غوښتنه نه کوي؛ ځکه مزدوران د هغې په ولکه کې دي او  د امریکا د مزدورانو پشان يوازې صلاحيت غواړي. دا په هر هېواد کې د مزدورانو فطرت دی. امريکا به ياد هېواد پرې نه ږدي او هڅه به وکړي چې په کینیا کې خپل نفوذ پياوړی کړي. دوی په کينيا او نورو افريقايي هيوادونو کې د وینې تویېدنې، ګډوډۍ او ناارامۍ په اړه اندېښنه نه لري؛ له بېلا بېلو لارو کار اخلي، هغه که اقتصادي وي او که سياسي، امنيتي يا پوځي. امریکا هڅه کوي چې په دوو برخو کې؛ امنيتي پانګونې او د پوځ او امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د مرستې تر نامه لاندې مزدوران پيدا کړي. وروسته کار کوي او کودتاوو لپاره چمتووالی نيسي؛ لکه په مالي کې یې چې وکړه. يا لکه په چاد کې یې چې خلک پاڅون ته وهڅول او د دې پاڅون په پايله کې د فرانسې مزدور، ادرس ديبي ومړ.

ځکه نو ياد هيوادونه او ډېری اسلامي هيوادونه د امريکا، بريتانيې او فرانسې له لوري د نړيوالو شخړو په ډګر اوښتي دي. د کينيا لپاره هيڅ هيله نشته چې له هغه استعماري شخړې څخه چې د ياد هيواد د وروسته پاتې والي لامل شوې ده، ځان وژغوري او یو شتمن هېواد دې شي. دا کار یوازې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر منهج د خلافت له بیا تاسیس کولو سره کېدای شي. رسول الله صلی الله عليه وسلم یې د بیا تاسیس کېدو په اړه زېری راکوي چې:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي» [احمد]

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې