سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

شل کلن اشغال، چې ډنمارکي سیاسیون هم پکې ښکېل وو، افغانستان په یوه ویجاړ حالت کې پرېښود!

  • خپور شوی په ډنمارک

له شل کلن اشغال وروسته، غربي دښمنو هېوادونو او له دې ډلې ډنمارک هم له افغانستان څخه پښې سپکې کړې. په شلو کلونو کې غربي هېوادونو سلګونه زره ماشومان، ښځې او بې ګناه خلک ووژل،  هېواد یې بمبارد او ویجاړ کړ. دغه جنګ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو د ژغورلو تر عنوان لاندې پر مخ وړل کېده. 

په دغه اشغال کې ډنمارک د امریکا په خدمت کې و، د مخدره توکو او جنګ سالارانو له مفسدو اربابانو سره یې همکاري وکړه، د شکنجې لپاره یې زندانونه جوړ کړل او له تاوتریخوالي څخه په ډکو جنګي جنایتونو کې ښکېل شول. شل کلنه جګړه د افغانستان د خلکو لپاره یو اوږد کابوس (خپسکه؛ په خوب کې وېره او د تنفس بندېدل) و او دغه هېواد یې په تاریخي اړو دوړ کې پرېښود. د ۲۰۰۱م، له صلیبي جکړې مخکې طالبانو په ټول هېواد کې امنیت راوستی و.

دا ستونزمنه ده چې په افغانستان کې د ډنمارک مشارکت د ډنمارکي سیاسیونو له انتخاب وړاندې د امریکا په جګړه کې د ډنمارکي ځوانو نارینه او ښځینه وو ښکېلېدل وکتل شي. حقیقت دا دی چې د ډنمارک دغه ګډون مرګ، ويجاړۍ او دولتي ترهګرۍ پر ځای پاتې پرېښودې!

په دې سره، د ډنمارکي سیاسیونو په منځ کې د څارنې وړ ځان ازمویل نشته، خو د متکبرانه اصرار پر ځای له ښځو سره د طالبانو چلن، په جګړه کې د ګډون توجیه کېدای شي، کله چې له کپنهاګن څخه اړیکه ونیول شوه، په واشنګټن کې ټلیفون پورته شو!

همدارنګه د ډنمارکي رسنیو په منځ کې چې په تېرو شلو کلونو کې یې د سیاسیونو د مایکروفون د حامل په توګه عمل کړی، ځان ازمویل نشته. ډنمارکي تش په نوم ازادې رسنۍ پر هغه څه سترګې پټوي چې ډنمارک د وحشیانه اشغال د یوې برخې په توګه په ډله ییزه وژنه کې ښکېل و او پر ځای یې له ډنمارکي سرتېرو څخه داسې یادونه کړې، چې ګواکي دوی د افغان مېرمنو د ژوند ژغورلو لپاره هلته لېږل شوې دي.

په دې سره، په افغانستان کې د ښځو په اړه د ډنمارکي سیاسیونو اندېښنه نه یوازې یو پوچ عمل دی، بلکې یو کلتوري استکبار هم بلل کېدای شي. دا په داسې حال کې رابرسېره کېږي، چې د ډنمارک په اساسي قانون کې د ښځو ازادي محدوده ده او پر وړاندې یې له تاو تریخوالي کار اخیستل کېږي!

د افغانستان په اشغال کې د ډنمارک ګډون یو تاریخي تور ټکی دی، چې له مسوولیت څخه د اوږو خالي کولو لپاره یې خپلې پښې سپکې کړې او پر موضوع د بیا تمرکز لپاره چې اوس یې موږ د ډنمارک دولت او سیاسیونو له لوري شاهدان یو، ډېر نه دی ښودل شوی.

سیاسیون د تاریخي تېروتنې او ماتې منلو پر ځای وایي، چې موږ بې‌ځایه هېواد نه دی بمبارد کړی او سرتېري مو بې‌ځایه نه دي وژل شوي، چې په دې سره خپل ځان دوکه کوي.

په همدې توګه، تاریخ په دغه صلیبي جګړه کې ټول ښکېل لاسونه د جنایتکارانو په توګه محکوموي او د عمومي تعقیب او شدیدو مجازاتو مستحق یې بولي، ځکه چې په ډله ییزه توګه یې خلک، ښځې او افغان ماشومان وژلي دي.

د حزب التحریرـ ډنمارک مطبوعاتي دفتر

  Afganistan# 

#افغانستان   

د مطلب ادامه...

د واحد خلافت دولت تر چتر لاندې د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسیا په یوځای کولو سره د پرځېدونکې امریکایي استعمار واکمنۍ ته وروستی ګزار ورکړئ

  • خپور شوی په پاکستان

نن د ۱۴۴۳ هـ ق کال د محرم پر اوومه، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې نېټې سره سمون خوري، د نړۍ مسلمانان کابل ته د افغان مجاهدینو د ننوتلو له امله خوښي لمانځي. بل لور ته امریکا په چټکۍ په وتو ده او د غرب مزدور اشرف غني هم تښتېدلی. په دې ډول په ساده وسلو سمبالو زرګونو مجاهدینو د دریم استعمارګر ځواک غرور تر پښو لاندې کړ. کټ مټ هماغسې لکه د دوی پلرونو او نیکونو چې تر دې مخکې د شوروي اتحاد او بریتانوي امپراتورۍ غرور له خاورو سره خاورې کړ. اوس داسې یو متحرک ځواک را منځ ته شوی چې دا خبره یقیني کوي چې په سیمه کې په پوره توګه د امریکا ریښې له بېخه ایستل شوي، داسې چې بیا هیڅکله دلته وده ونه کړي. هماغسې چې د بریتانوي هند او پخواني شوري اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته، د دوی ریښې وچې او هیڅکله یې بیا سر را پورته نه کړ.

اې  د پاکستان مسلمانانو!

د دې وخت دی چې د پرځېدونکې امریکایي استعمار واکمنۍ ته وروستی ګزار ورکړئ!

اوس یو متحرک قوت  ایجاد شوی او غواړي چې د ځمکني او هوایي اکمالاتو لارې چې زموږ له اسمانونو او خاورې تېرېږي وتړل شي، ځکه دا په سیمه کې د امریکا د تخریبي لاسوهنې لپاره حیاتي ارزښت لري. تر هغو چې د پاکستان حکام د امریکا اکمالاتي لارې پرانستې پرېږدي د امریکا تخریبي حضور به پر خپل ځای وي او لا به وده کوي.

اوس یو متحرک قوت ایجاد شوی او غواړي په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت او کراچۍ کې د امریکا د قونسلګرۍ جاسوسي اډې وتړل شي. دا هغه مداخله‌ګرې سترګې دي چې په ورځ کې ۲۴ ساعته او د اوونۍ اوه ورځې پرانستي وي، که دا نه وي د امریکا ټوله اداره به ړنده شي.

که نور هم د پاکستان حکام د امریکا استخاراتي اډو ته اجازه ورکړي، نو زموږ محرم نظامي او استخباراتي اړیکې به خوندي نه وي او امریکا به زموږ په سیمه کې پاته وي.

اوس یو متحرک قوت ایجاد شوی او غواړي د امریکا، د هغې د سیمه‌ییزو لاسپوڅو او افغان مجاهدینو تر منځ د خبرو اترو له بهیر سره روانه مرسته ودرېږي. دا په اصل کې د کفر له لورې هغه غولونکې تګلاره ده چې غواړي مسلمانانو ته د خبرو اترو د وړاندیز له لارې زیانونه په مسمانانو تحمیل کړي او ګټې خپلو ځانونو ته خوندي کړي. دوی هله دا کار کوي چې پوه شي اسلامي امت د جګړې په ډګر کې بریا خپلولی شي او په دې ډول خپلې ګټې تضمینوي او ماته جبرانوي. تر څو چې د پاکستان حکام د خبرو اترو اسانتیاوې برابروي، دښمن ته به د مخ پر دراوزې له وتلو وروسته د شا له دروازې څخه د بیا داخلېدو لار خلاصه وي.

اوس یې وخت دی چې پر پرځېدونکې امریکایي استعمار وروستی ګزار وشي او له امریکا سره د ټولو نظامي ملګرتیاو او اقتصادي اړیکو د پای ته رسولو غوښتنه وشي، ځکه دا هیواد د اسلام او مسلمانانو ښکاره دښمن دی او له نورو دولتونو سره د اسلام پر وړاندې د دښمنۍ په پاللو کې مرسته کوي . موږ باید د حکامو له دې سترې ګناه څخه ځانونه لرې وساتو، ترڅو د الله تعالی له غضب او عذاب څخه خلاص شو.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

إِنَّمَا يَنْهٰىكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قٰتَلُوكُمْ فِى الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيٰرِكُمْ وَظٰهَرُوا عَلٰىٓ إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُونَ ]الممتحنه: ۹[

ژباړه: "بېشکه همدا خبره ده چې الله سبحانه وتعالی تاسې د هغو خلکو د دوستۍ څخه منع کوي، چې ستاسي سره د دين په معامله کښې جنګېدلي دي، تاسي یې د خپلو کورونو څخه ایستلي یاست او ستاسي په ايستلو کښي یې يو د بل ملاتړ کړی دى. له هغو سره چې كوم كسان دوستي وکړي، همغوى ظالمان دي"

اې د پاکستان وسلوالو ځواکونو او مجاهدینو!

پاکستان، افغانستان او منځنۍ آسیا څخه د خلافت واحد دولت جوړ کړئ!

پوه شئ! چې د اسلامي دولتونو ترمنځ پولې د استعمارچيانو هغه حربه ده چې موږ کمزوره وي، ويشي او راباندې مسلط کیږي. په داسې حال کې چې د اسلام تر بیرغ لاندې، زموږ قدرت په واحد دولت کې زموږ په وحدت کې پروت دی.

زموږ په سيمه کې د ډيورنډ تپل شوې کرښې افغانستان کمزوری کړی دی، او د افغانستان د اسلامي امت د دښمنانو لکه، روسيې له ۱۹۸۹ م کال څخه مخکې، هند او امريکا له ۲۰۰۱م کال راهيسې له دوامدارو لاسوهنو، بهرني نفوذ او اشغال سره مخ کړی دی. دا د ډيورنډ کرغېړنه کرښه ده، چې د افغانستان باعزته مسلمانان يې د سترو لوبو، دسيسو  او دوه مخه لوبو له امله په خپله سيمه کې له قربانۍ او کډوالۍ سره مخ کړي دي او له امله یې سل ګونه زره شهيدان ورکړي دي. دا د ډيورنډ کرغېړنه کرښه ده، چې د مسلمانانو ترمنځ يې بې باوري، کرکه او دښمني رامنځ ته کړې او د دوی ترمنځ يې درز رامنځ ته کړی، ترڅو کفار وکولی شي له شمال، سوېل، ختيځ او لوېديځ څخه د ورانکارو شېطانانو په څېر په اسانۍ افغانستان ته دننه شي.

زموږ سيمې ته د دښمنانو د دننه کېدو د مخنيوي غوره طريقه دا ده، چې د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسيا په يوځای کولو سره يو واحد اسلامي خلافت رامنځ ته کړو. له شک پرته، زموږ ځواک د مسلمانانو له دښمنانو سره، هغه که په ختيځ کې چين يا لوېديځ کې امريکا ده د ايتلاف، پر هغوی د باور او تکيې له لارې نه پياوړی کېږي. زموږ ځواک د يو امت او يو دولت، يو پوځ او يو اقتصاد په توګه د اسلامي خلافت تر چتر لاندې د الله سبحانه وتعالی د رضايت په موخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت په يوځای کولو کې نغښتی دی، چې الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمايي:

الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا [النساء: ۱۳۹]

ژباړه: "هغه كسان چې له مومنانو پرته كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه عزت ټول د الله سبحانه وتعالی لپاره دى"

 اوس په تاسو اړه لري چې خپل ځواکونه د ډيورنډ کرښې په له منځه وړلو سره، چې تاسې يې د خپل دښمن پر وړاندې سره ويشلي او کمزوري کړي ياست، د وروڼو په څېر په يوه صف کې د امريکا او هند پر ضد ودروئ، لکه څرنګه چې مخکې د شوروي اتحاد پر ضد درېدلي واست.

د نړيوال نظم يا د دې نظم د استعماري ساتوونکو موافقه په پام کې مه نيسئ، له دوی سره مذاکرات مه کوئ، ځکه دا مذاکرات يوه لومه ده چې اسلامي امت باندې د ګذار لپاره کار ترې اخيستل کېږي. هغه خوله، وينه، زور او ځواک چې  د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد له لارې تاسو د دې سيمې د نيولو لپاره کارولی دی، استعمارچيان او د هغوی مزدوران غواړي د مذاکراتو له لاري تاسې په لومه کې ښکېل کړي. اوسنی نړيوال نظم زموږ د دورې د جنايتکارو دولتونو نظم دی، هغوی له لاتيني امريکا تر سوېلي ختيځي اسيا پورې ټوله نړۍ به بې رحمه ډول وزبېښله.  ياد نړيوال نظم د اوسني غربي حاکمانو او د هغوی شريرو سلفو رامنځ ته کړی و، ترڅو د اسلامي خلافت د پرمختګ مخه ونيسي- هغه خلافت چې د غربي دولتونو تر پلازمينو رسېدلی و. د دغه بې رحمه صليبي نظم له امله د میليونونو اسلامي پوځونو له شتون سره، سره د فلسطين، اشغال شوي کشمير او نورو اسلامي خاورو د ازادۍ مخه د ډېر وخت راهيسې ډب ده. نن ورځ د حق دين په برکت، اسلامي امت ګڼې سرچينې او بشري ځواک لري چې په مټ يې ياد فاسد نظم نسکورلی او بشريت ته ښيرازي ورکولی شي او خالص نظام د الله سبحانه وتعالی د حکمونو سره سم تاسيسولی شي، لکه څرنګه چې د خلافت په دوره کې ياد نظام په پيړيو پيړيو دوام وکړ.

د اوسنيو  حکامو تېرايستنې، درواغ، لومې او خيانتونه بس دي. هغوی د اسلامي امت پر اوږو يو بار دی چې بايد ستاسې په لاسونو لېري شي. همدا اوس حزب التحرير ته په نصرت ورکولو سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر منهج خلافت بيا ځلې تاسيس کړئ، چې په ترڅ کې به يې د امت نظامي ځواک او اقتصادي سرچينې سره يوځای او په مټ به يې استعمارګره امريکا نسکوره او خلافت به د يو سيمه ييز ځواک په توګه راڅرګند شي او په دې ډول به د نړۍ مخکښ دولت شي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ ۖ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ ۗ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
[آل عمران: ۱۶۰]

ژباړه: "كه چېرې الله سبحانه وتعالی ستاسو نصرت وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب کېدونکی نشته او كه چېرې ستاسو نصرت ونکړي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه وروسته به ستاسو نصرت وكړي؟ نو لازمه ده چې مومنان خاص په الله سبحانه وتعالی باندې توكل وكړي"

 
د مطلب ادامه...

د حزب التحریر د دعوتګر «حمید الرحمن شریفي» د شهادت تسلیت وایو!

د روان کال د زمري په ۱۷مه نېټه د کندز په جګړه کې د یوه هاوان د لګېدلو له امله د حزب التحریر غړی حمید الرحمن شریفي په شهادت ورسېد.

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ!

شریفي د اقتصاد له پوهنځي فارغ او د حزب التحریر فعال غړی و. نوموړي تل هڅې کولې چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره له اخلاصه ډکې قربانۍ ورکړي. الله سبحانه وتعالی یې د شهادت په خپل دربار کې قبول او نوموړي ته د اسلام د لومړنيو شهیدانو مقام ور په برخه کړي.
د افغانستان روانه جګړه د امریکا د شل کلن ښکېلاک پایله ده، چې د «ترورېزم» پر وړاندې د جګړې په نامه یې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې پیل کړه. له همدې امله په افغانستان کې د امریکا نیت او ستراتيژي له پیله د ټیکاو او سولې راوستل نه وو، بلکې د اسلام او مسلمانانو د ځپلو لپاره یې پر دغه خاوره یرغل وکړ.
له شک پرته چې امریکا د میلیاردونو ډالرو د لګولو سربېره هم په افغانستان کې ماتې وخوړه، له همدې امله له بوش نېولې تر اوباما او له ټرامپ نېولې تر جوبایډن پورې سخت ځورېږي. د سوریې، عراق، یمن او لېبیا غوندې د افغانستان په هر سړک او کوڅه کې د جګړې لمبې د بې ثباتۍ لپاره د امریکا نیت څرګندوي. هغه کسان چې تېر شل کلونه یې په امریکا اعتماد وکړ او اوس هم تمه کوي چې امریکا به د مرستې لاس ورکړي، له ښکېلاکګرو سره د ملګرتیا پایله یې باید اوس درک کړې وي، چې د خلکو پر برخلیک څه کوي. ښکېلاک نه یوازې دا چې جګړه او ناامني کمه نه کړه، بلکې فساد، بې وزلي، بې کاري، کډوالي او تر ټولو مهمه دا چې د غربي ارزښتونو ترویج یې ډېر کړ.
اوسمهال د جګړې د زیاتوالي او همدارنګه د امریکا د B-52 الوتکو له بمبار سره هره ورځ لسګونه او حتا سلګونه ملکي خلک مړه او زخمیان کېږي. سربېره پر دې ډلې ډلې خلک له خپلو کورونو بې ځایه کېږي.
پر همدې بنسټ؛ د افغانستان سیاسي مشران، متنفذین او علما‌ء باید د امریکا او غرب شل کلن ښکېلاک، وژنې او جنایتونه په یاد ولري او د دوی او د دوی د لاسپوڅو پر وړاندې باید ودرېږي، څو د غرب دا فاسد نظام له جګړې، ظلم او بدبختیو سره یوځای له موږ څخه کډه شي. د همدې لپاره د حزب التحریر له دعوتګرانو سره د نبوت پر منهج د خلافت د نظام د جوړولو لپاره لاس په کار شئ. هغه نظام چې د الله سبحانه وتعالی د خوشالۍ او د خلکو د ځانونو، مالونو او مقدساتو د ساتنې سبب کيږي. لکه څنګه چې حمید الرحمن شریفي هم له هغو کسانو څخه و، چې همدغې موخې ته یې دعوت کاوه او د همدغو دعوتګرو د سرښندونو پایله ده چې نن د افغانستان په ګوټ ګوټ کې زرګونه کسان د اسلامي ژوند د بیاراتګ لپاره کار کوي. 

مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا [احزاب: 23]
په مومنانو کې داسې سړي دي، چې له الله سبحانه وتعالی سره په خپلو کړیو ژمنو کې ريښتیني دي، ځینو خپلې ژمنې پوره کړلې (د شهادت شربت یې وڅښل) او ځینې نور منتظر دي او دوی په خپلو ژمنو کې هېڅ بدلون نه دی راوستلی.
د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

متنفذین او سياسي مشران باید خلک د ډیموکراتیک نظام او دوه پاسپورته چارواکو لپاره د جګړې د لومړۍ کرښې مدافعین ونه ګرځوي

د افغانستان جمهور رییس اشرف غني د ځینو سیاسي مشرانو او قومي متنفذینو سره د جمهوریت پر پایښت او دوام ټینګار وکړ او د دولت د وسلوالو مخالفینو د بریدونو پر وړاندې د ولسي پاڅونوالو د انسجام، همغږۍ، پیاوړتیا او چټک تجهیز پر سر تفاهم ته رسېدلي دي.

د حزب التحریرـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر مخلصو قومي متنفذینو او سیاسي مشرانو ته خبرادری ورکوي، چې په دې ویجاړوونکې جګړه کې خلک ښکېل نه کړي او د اوسني وراسته، فاسد او وینه څښونکي نظام د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره د مسلمانو ځوانانو وینې بې ځایه تویې نه کړي. 
حاکم ټيم هغه څو پاسپورته فاسد کسان دي، چې د افغانستان د خلکو د شتمنۍ پر غلا بوخت دي او د وضعیت له ترینګلتیا سره غرب ته تښتي. دغه پوړکی د دې خاورې خلکو ته په هېڅ ارزښت او اهمیت نه دي قایل. مګر اوس چې د مرګ او ژوند له برخلیک سره لاس او ګرېوان دي او د قدرت ستنې یې لړزېدلې دي، نو مشرانو او متنفذینو ته یې رجوع کړې، څو د دوی د نفوذ په کارولو او په جګړه کې د خلکو په ښکېلولو سره یې فاسد حاکمیت څو ورځې نور هم وغځېږي. 
اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې مخلص سیاسي مشران او قومي متنفذین په داسې حال کې چې خلک له هرې خوا کورنیو او بهرنيو فتنو کلابند کړي دي، هوښیاري وکړي، خپل اصلي رسالت ته پام وکړي او خپل شرعي تکلیف ادا کړي، څو هسې نه چې د پردیو د شومو پلانونو په دام کې ولوېږي او د وینې بهېدو د مخنيوي پر ځای، د جګړې د لمبو په زیاتولو کې مرسته وکړي. ځکه د ښکېلاکګرو قدرتونو، د دوی د لاسپوڅو او جاسوسي شبکو اصلي موخه د افغانستان د خلکو وژل او د ګډوډۍ راوستل دي، څو د زیاتو وینو په بهولو سره زیاته ګټه تر لاسه کړي. نو په داسې ګټوره او وینه بهوونکې سوداګرۍ کې باید ولسي پاڅونوال ګډون ونه کړي او خلک د لاسپوڅي او فاسد نظام د لومړۍ کرښې مدافعین ونه ګرځول شي. که نه، په جګړه کې د خلکو د ښکېلولو او هڅولو په اړه دغو مشرانو ته دغه آیت لوی خبرداری دی:

وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا [نساء:93]
که چا یو مومن مسلمان قصداً وواژه، نو جهنم به یې سزا وي او د تل لپاره به هلته وي او د الله سبحانه وتعالی په غضب به اخته وي او له خپل رحمت څخه یې لرې کوي او لوی عذاب یې ورته چمتو کړی دی.

د دې پر ځای حزب التحریر په افغانستان کې د امت مخلصین، ډلې، د ځواک او قدرت څښتنان دې ته رابولي؛ څو د خلافت د برخلیک ټاکونکې قضیې فرضیت او اهمیت درک کړي او پوه شي چې د افغانستان او سیمې د ستونزو حل، د سولې په پروسه او د جګړې په دوام کې نه دی نغښتی، بلکې د خلافت په تاسیس او د اسلام په هر اړخیز تطبیق کې نغښتی دی. نو په دې لاره کې له حزب التحریر سره یو ځای شئ او پوه شئ، چې د الله سبحانه وتعالی د مرستې لاس له هغو لاسونو سره دی چې اسلام اقامه کوي او هغه ته نصرت ورکوي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

افغانستان د خلافت د تاسیس او بشري نظامونو ترمنځ په یوه تاریخي ازموینه کې دی، مه پرېږدئ چې د خلافت جوړلو فرصت له لاسه ووځي

خورا چټک او د وړاندوېینې نه وړ بدلونونو یو ځل بیا افغانستان په یو داسې ځای درولی دی، چې ګڼ سیاسي لوري، قومي مشران او متنفذین د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه کوي.  

د حزب التحریرـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر ټولو سیاسي مشرانو، قومي متنفذینو، پخوانیو مجاهدینو، ډلو، د قدرت او ځواک څښتنانو ته وریادوي چې افغانستان د یوه تاریخي فرصت په درشل کې دی، چې دوې ټاکنې يې په مخ کې دي: لومړۍ ټاکنه؛ د الله د دین اقامه کول او د خلافت جوړول او دوهمه ټاکنه؛ بشري نظامونه او د تېرو ترخو تجربو تکرار دی.

اوسمهال امریکا، اورپا، ملګري ملتونه او د سیمې هېوادونه له ګڼو سیاسي لوریو سره د یوه داسې مشارکتي نظام په طرحه باندې کار کوي چې اسلامي مختاړی او وروستاړی به لري، د نړیوالو قوانینو پیروي به کوي، په ملي پولو پورې به محدود وي او د سېکولرېزم او اسلام مشترکه ګډوله به وي. څو د افغانستان راتلونکی نظام د نړیوالې ټولنې د منلو وړ وګرځي. داسې نظام چې په هغو کې څېرې بدلې شوې وي، اما قوانين، د نظام بنسټونه او جوړښت يې پرځای پاتې وي. په تېرو څو لسیزو کې پر دا ډول نسخو باندې منګولې لګولو، افغانستان کورنیو جګړو، ړنګېدو او سیاسي ګډوډیو ته بېولی و، چې ورپسې یې ښکېلاک ته لاره هواره کړه.

له بل اړخه، د زیاترو افغانانو غوښتنه د اسلامي دولت جوړول او د اسلام حاکمیت دی. دا یو داسې فرصت دی، چې د ښکېلاکګرو پر وړاندې له کلونو سیاسي، فکري او پوځي مبارزې وروسته تر لاسه شوی دی او په دومره سادګۍ او معامله باید له لاسه ونه وځي. لکه څنګه چې څو ځلې د سیاسي حزبونو او متنفذینو د تېروتنو له امله له لاسه ووت.

حزب التحریر یو ځل بیا له ټولو سیاسي مشرانو، قومي متنفذینو او ډلو د زړه له تله غواړي، چې د افغانستان د راتلونکي نظام د ډول په اړه د امریکا، ملګرو ملتونو او سیمه ییزو هېوادونو طرحه په غوڅه توګه رد کړي او پرېنږدي،  چې د اسلام د حاکمیت په لاره کې مو ورکړې قربانۍ یو ځل بیا معامله شي او مطلوبې پایلې ته ونه رسېږي.  رښتیا خبره دا ده چې افغانستان او سیمه په خپل زړه کې خورا لوړ فکري، سیاسي، اقتصادي او پوځي ظرفیتونه روزلي دي، چې د الله سبحانه وتعالی د دین د اقامې غوښتنې ته د مثبت ځواب ويلو په صورت کې به ان شاء الله د نړۍ په دغه برخه کې د دغه دردېدلي قوم په مشرۍ لوی بدلونونه راشي. مګر دا هغه مهال شونې ده، چې داسې سړي شته وي، چې په دغه موخه ایمان ولري او د سختیو پر وړاندې استقامت وکړي او د عمل معیار یې شرعي حکم وي. د انصار الله کېدلو فرصت او د دین اقامه د هغو خلکو لپاره یو لوی فرصت دی، چې غواړي د اصحابو کرامو پر لاره قدم کېږدي او د جنت باغونو ته د دنیا په ژر پناه کېدونکو خوندونو باندې ترجېح ورکړي. د هوښيارانو لپاره څومره یو ستر فرصت دی!

َا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ [انفال:24]

اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، د الله متعال او د هغه د رسول «ص» غوښتنه ومنئ، کله چې تاسو داسې یو څه ته رابولي چې په هغه کې مو ژوند دی او پوه شئ چې الله متعال د انسان او د هغه د زړه ترمنځ حایل کېږي او د قیامت په ورځ به د همده خواته راټولېږئ.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په ژنیف کې د امریکا او روسیې مشرانو د ناستې څنډې

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د ۲۰۲۱م، د جون په ۱۶مه، د امریکا او روسیې ولسمشرانو بایډن او پوتین تر منځ په ژنیف کې لومړۍ ناسته وشوه. د دغې ناستې پایله څه ده او موخه به یې څه وي؟ په ژنیف کې د دوو ولسمشرانو له ناستې د مثبتو پایلو تمه کېدای شي؛ په دې مانا چې د دوو هېوادونو په تاریخ کې له کلونو تاریخي ترینګلو اړیکو وروسته به یې اړیکې ښې شي؟

ځواب:

د امریکا او روسیې د مشرانو د ناستې درک کول ستونزمن نه دي؛ خو که په هغو چارو پوه شو، چې پخوا یې د دغو دوو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابې کړي، چې په لاندې ډول دي:

۱ـ یو زیات شمېر رسنۍ او ځینې سیاستوال امریکا او روسیې ته د لویو هېوادونو صفت کاروي. البته دا د واقعیت هغه انځور دی، چې د خلکو په ذهنونو کې ناست دي، امریکا او شوروي اتحاد په نړۍ کې دوه هغه لوی هېوادونه دي، چې پایګاوې لري. واقعیت دا دی، چې روسیه د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته، لویه ضربه ولیده او په رقابت کې یې له امریکا سره د دغه هېواد کچه راټيټه کړه. نو د دواړو هېوادونو د ناستې مقام د امریکا او شوروي اتحاد د ناستې په پرتله ډېر ټیټ او کم ارزښته دی. ځکه هغو ناستو ډېر پیغامونه درلودل، ځکه اوسمهال له روسیې سره یوازې پوځي ځواک پاتې دی، په ځانګړي ډول له هسته یي، موشکي او فضایي ځواک پرته یې پخوانۍ لویي نه ده پاتې.

۲ـ له امریکا سره د روسیې اړیکې د «اوباما» د حکومت له پای ته رسېدو سره خرابې شوې، ځکه په ۲۰۱۴م، کې امریکا د کریمه جزیرې د نیولو له امله پر روسیې بندیزونه ولګول او له (اتمه ډله) یې هغه ویست. وروسته یې په ۲۰۱۶م، کې د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې له امله بندیزونه پرې ولګول. د اوباما حکومت د ۲۰۱۶م، د ډسمبر په وروستیو کې ۳۵تنه روسي دېپلوماتان له امریکا وایستل او د دغه هېواد پر رسنیزو سرویسونو یې بندیزونه ولګول؛ یعنې په ټاکنو کې د (ټرامپ) له بریالي کېدو او مخکې له دې چې د هېواد واک په لاس کې واخلي. سرچینه: (دویچې وله، ۲۰۱۷م، د جنوري ۱۴مه)

پوتین ته د ټرامپ له خوږو خبرو سره سره، امریکا همېشه پر روسیه بندیزونه لګول او د دواړو هېوادونو اړیکې یې ترینګلې کړي دي. ځکه د امریکا په زیاتو ښارونو کې یې د روسیې څانګې او قونسلګرۍ وتړلې، په امریکا کې د روسیې پر رسنیزو کانالونو او له موجه او ناموجه لارو یې پر روسیه بندیزونه ولګول.   

د روسیې دولت مخالف (ناوالني) د نیول کېدو په خاطر  بندیز ولګېد. په ۲۰۱۸م، کې په برېټانیا کې د روسیې دولت مخالف (سکریبال) د مسموم کولو د تور په خاطر بندیز ولګېد. د ټرامپ حکومت په وروستیو کې د سایبري بریدونو په تور، د روسیې د ټکنالوژۍ پر شرکتونو بندیزونه ولګېدل.

کله چې (بایډن) واک تر لاسه کړ، اړیکې نورې هم بحراني شوې. د امریکا ولسمشر بایډن د روسیې ولسمشر پوتین قاتل وباله او ادعا ویې وکړه، چې ډېر ژر به د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې بیه پرې کړي. سرچینه: (سکای نیوز عربي، ۲۰۲۱م، د مارچ ۱۷مه)

د ۲۰۲۱م، د مارچ په میاشت کې د نظر له وړاندې کولو وروسته د روسیې سفیر له واشنګټن څخه ووت او په بله میاشت کې د امریکا سفیر مسکو ترک کړ او امریکا، روسیه له نړیوال مالي سیسټم څخه په ایستلو وګواښله.

۳ـ بایډن چې په ډیموکراټ حزب پورې تړلی، د روسیې او ولسمشر پوتین پر وړاندې یې زیات نفرت ایجاد کړ او هغه یې د ۲۰۱۶م، په ټاکنو کې د هېلاري کلېنټون د ناکامۍ لامل وباله. ډیموکراټانو، د ټرامپ د واکمنۍ له جمهوري غوښتونکو وغوښتل، چې د روسیې لپاره جزا وټاکي او ټرامپ یې په دې تورن کړ، چې روسیې ته جزا نه ورکوي او په دې برخه کې یې پر ټرامپ فشار راوست او روسیې ته به یې خبرداری ورکاوه، چې که یې د ۲۰۲۰م، ټاکنې وګټې، نو تېرې کړنې په جبرانوي. کله چې د ډیموکراټانو مشر بایډن ټاکنې وګټلې، همهاله پر (سولار ویندوز) شرکت قوي سایبري بریدونه وشول؛ هغه شرکت چې د امریکا د اطلاعاتو له حساسو سازمانونو سره کار کوي.

د امریکا د اطلاعاتو سازمان، روسیه په دې سایبري بریدونو تورنه کړه او امریکا روسیه خپله دښمنه وبلله. همدارنګه له دغې ناستې دوې ورځې مخکې بایډن خبرداری ورکړ، چې اوکراین د ناټو له تړون سره یو ځای کوي! نو په دې ډلو دغه ناسته، د دواړو هېوادونو تر منځ د شته ستونزو په موجودیت کې په یوه مسیر نه وه روانه، بله څېره یې درلوده، چې د دغې ناستې د پردې شاته خبرو ته په ژوره توګه کتو او د همدې ناستې جریان واضح کوي، چې:

الف: د دوو ولسمشرانو تر منځ ناسته له دوو نیمو ساعتونو وروسته پای ته ورسېده. دا په داسې حال کې ده، چې په پام کې و، ناسته څلور ساعته دوام وکړي او د دوو ولسمشرانو تر منځ ګډ مطبوعاتي کنفرانس هم ونه شو او دواړو بېل بېل مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړل. دواړه مطبوعاتي کنفرانسونه د ۲۰۲۱م، د جون په ۱۶مه، الجزیرې شبکې او نورو رسنیو په مستقیم ډول خپاره کړل.

د دواړو اړخونو تر منځ ګډه بیانیه، په لاندې موضوعاتو توافق ښيي:

یو دا چې هسته یي جګړه به هېڅ بریالی ونه لري؛ که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ د دغه ډول جګړې کوم څرک نشته. د امریکا ولسمشر بایډن د استارت۳ هوکړې ته، چې د استراتیژي (د تړون تړلو) وسلو د تولید کمول، باید واشنګټن لازم وباله او همدارنګه په یوه داسې کمسیون هوکړه وشوه، چې د دغې موضوع بریا وڅاري.

د دواړو هېوادونو تر منځ په زیاتو اختلافي مسایلو بحث وشو. همدارنګه په دغه ناسته کې د روسیې ولسمشر له خپل امریکایي سیال وپوښتل چې ده ته یې ولې قاتل ویلي. بایډن په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې په زندان کې د روسیې دولت مخالف «ناوالني» وژل کېدو له امله د ناوړه پایلو خبرداری ورکړ، خو ناسته یې ګټوره او مثبته وبلله او په ضمني ډول یې اعتراف وکړ، چې دغه لیدنه د روسیې لپاره د ګواښ پیام هم درلودلای شي، که چېرې یې بیا ځلې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه او بیا یې سایبري بریدونه تر سره کړل.

د روسیې ولسمشر پوتین په خبرې کنفرانس کې وویل: «د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کېدل به ستونزمن وي، خو هیله ورته شته.» هغه د بشري حقونو په برخه کې پر امریکا برید وکړ او په ګوانتانامو کې یې د امریکا د استخباراتو او اطلاعاتو او د تور پوستو پر وړاندې یې د امریکا د غیر انساني کړنو یادونه وکړه. دا په روسیه کې د بشري حقونو د نقضولو په اړه د امریکا د نیوکو پر وړاندې غبرګون و.

بایډن د دواړو هېوادونو تر منځ د هر ډول ناسم درک د نشت په پار، د دواړو ولسمشرانو تر منځ د مستقیمې اړیکې د ارزښت خبر ورکړ او دا یې واضح کړه، چې راتلونکې اړیکې د روسیې په کړنو پورې مشروطې دي.

ب ـ که پام وکړو، پوهېږو چې امریکا پر روسیه د فشار راوړلو قدم پورته کړی او دا امریکا وه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو بحراني کولو ته لمن وهلې ده. په هغه کچه چې د روسیې ولسمشر پوتین یو څه وخت مخکې هغه ډېره خرابوونکې وبللې. دغه راز امریکا د دواړو هېوادونو د ناستې اقدام وکړ، پرته له دې چې پر اختلافي ټکو توافق وشي.

دغه ناسته د روسیې لپاره یو زیری و، خو هغه یې په یوه جنجال بدله کړه، ځکه روسیې فکر کاوه، چې بایډن د امریکا لومړنی ولسمشر دی، چې په خپل بهرني سیاست کې یې له روسیې سره د ناستې پرېکړه کړې ده او دا یې د دې لپاره دلیل باله، چې امریکا روسیې ته ارزښت ورکوي.

د امریکا ولسمشر بایډن په خپل عمل سره، د روسیې ناسم درک رد کړ، ځکه له انګلستان څخه یې هم لیدنه وکړه او د دغه هیواد له لومړي وزیر (جانسون) سره یې وکتل او همدارنګه په G7 ناستو کې یې په حضوري ډول ګډون وکړ. البته له دې وروسته چې تمه کېده، څو د انټرنېټ پواسطه د ټولنیزو شبکو له لارې ګډون وکړي. د دې په زیاتولو سره چې بایډن په حضوري بڼه په بروکسېل کې د ناټو تړون په ناستو کې هم ګډون وکړ او هلته یې ډېرې ناستې لکه د ترکیې ولسمشر اردوغان سره هم ناسته تر سره کړه.

دغه راز بایډن په بروکسل کې د اروپا رییسانو شورا «چارلز میشل» او اورپا کمسیون له رییس «اورزولا فون در لاین» سره نادره لیدنه درلوده. په دې ترتیب د بایډن او پوتین تر منځ لیدنه، یوه له هغو لیدنو وه، چې د امریکا ولسمشر بایډن اروپا ته په خپل سفر کې درلوده. یعنې د دې غلط فهمۍ د رفع کولو لپاره، چې ګواکي روسیه فکر کوي؛ امریکا په دغو ناستو کې په ځانګړي ډول له دوی سره ناستې لري.

ج ـ د پورته مسایلو په پام کې نیولو سره ویلی شو، چې د دوو رهبرانو د ناستې پایلې ډېرې کمې وې، چې په لنډه توګه یې یادونه کوو؛ د دواړو هېوادونو د سفیرانو بیا لېږل د یوه او بل پلازمېنو ته، پر استارت۳ ستراتیژیک تړون التزام، د اړیکو ښه کېدل د روسیې په راتلونکو کړنو پورې تړل، یعنې د روسیې بیا تېروتنه، لکه په سوریه کې یې چې د امریکا په مصلحت تېروتنه وکړه.

پوتین د ۲۰۱۵م، د سپټمبر په ۲۸مه، په نیویارک کې د امریکا له پخواني ولسمشر اوباما سره له ناستې وروسته، اعلان وکړ، چې په سوریه کې پوځي مداخله کوي. په حقیقت کې یې په دغه کار سره، خپل پوځي خدمتونه د امریکا په ګټه وکارول. شاید روسیې ته له اسلام سره کینې، انګېزه ورکړې وي، څو د سوریې د مسلمانانو په وژنه کې برخه واخلي او یا هم شاید د خپلې نړیوالې انزوا، چې په ۲۰۱۴م، کې د کریمه شبه جزیرې له اشغال وروسته، چې غربي بندیزونه یې هم درلودل، په سوریه کې د مداخلې انګېزه ورکړي وي. خو تر دې مهمه دا ده، چې امریکا د روسیې د پوځي خدمتونو خوند څکلی او په سوریه کې یې ارزښت ورمعلوم شوی او اوس په زیاتې تمې سره غواړي دا مهم ماموریت د چین په اقیانوس کې روسیې ته ورکړي.

په سوریه کې د روسیې مداخلي، سره له دې چې روسیه پوهېده، چې بشار اسد د امریکا مزدور دی، د ستراتېژۍ لویه تېروتنه وه، چې د خپلواک دولت هېڅ عقلمند رهبر یې نه تر سره کوي.

د ـ خو پر روسیه د امریکا له نااعلان شوو فشارونو موخه دا ده، چې د چین پر وړاندې د امریکا ستراتیژي، د یوې نړیوالې ډبرې په توګه وکاروي. پر چین د فشار راوستلو او له امریکا سره د سوله ییز ژوند کولو ته اړ کوونکې ستراتیژۍ مهندس، د شپېتمې لسیزې په منځ کې او د ویتنام جګړې پر مهال، د امریکا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر و. د امریکا سیاسي دفترونه همېشه دغه بوخت سپین ږیري ته د یوه سیاسي متفکر، ستراتیژیست او په نړیوال سیاست کې د یوه باهوښه نظر لرونکي په توګه ورځي. په همدې خاطر دغو سیاسي دفترونو هغه ته په ۲۰۱۶م، دوې مهمې غونډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې دی شاوخوا نوي کلن دی. دغه دوې ناستې چې په انفرادي ډول ولسمشرۍ ته د دوو نوماندانو هېلرې کلېټن او ټرامپ سره درلودې او هغوی ته یې توصیه دا وه، چې پر چین د فشار راوړلو کې روسیه له دوی سره یو ډول موضع غوره کړي.

هـ ـ سره له دې چې د امریکا دا موخه سري (پټه) وه، خو امریکا په یوه بڼه هغه روسیې ته ورانتقال کړې او روسیه ښه پرې پوهیږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «لاوروف» وویل: «امریکا به پر دې ونه توانیږي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره روسیه وسیله وګرځوي او د چین پر وړاندې یې وکاروي... اوسمهال په جدي ډول په دې بحث کوي، چې څه ډول روسیه د چین پر وړاندې په خپله ګټه وکاروي... غواړي موږ د امریکا متحده ایالاتو د خدمت لپاره یوه وسیله وګرځوي.» هغه زیاته کړه: «خو په خپله دغه طرحه کې به بریالي نه شي.» سرچینه: آرټي، ۲۰۱۸م، د ډسمبر ۲۴مه)

و ـ د امریکا د ګټو لپاره د روسیې کارول هغه څه دي، چې امریکا یې غواړي. په همدې دلیل یې د کسینجر د مفکورې د پلي کولو په خاطر، له روسیې سره په ګډه د چین مهارلو لپاره پر روسیه فشار راوستلی او اړیکې یې ورسره جنجالي کړي دي. له دې پرته روسیه له امریکا سره په سیالۍ کې نه ده، نه په اقتصاد او نه هم په نړیوال سیاست کې او روسیه له پوځي وسایلو پرته، د یوه لوی دولت امکانات نه لري. امریکا د شوري اتحاد او وروسته د روسیې د پوځي وسایلو له ګواښ څخه د تړونونو په وسیله ځان ژغورلی دی. نه یوازې دا بلکې امریکا له زیاتو تړونونو وتلې ده او د خپل موشکې سپر پر جوړولو یې پیل کړی دی، خو روسیه دومره قوي اقتصاد نه لري، چې د امریکا په شان خپل پوځي ځواک پراخه کړي... نو د روسیې هسته یې او ستراتیژیک ځواک له امریکا سره د اړیکو د ترينګلتیا له امله نه دی. له روسیه سره یې د اړیکو خرابولو موخه دا وه، تر څو پر روسیه فشار  راوړي، چې د امریکا د تمرکز له محور (چین) سره ښې اړیکې ونه ساتي او ترې لیرې شي. د امریکا پخوانی د دفاع وزیر «پاتریک شاناهان» د پوځ له رهبر څخه وغوښتل، څو پر چین تمرکز وکړي او ویې ویل: «چین، بیا چین او بیا هم چین.» سرچینه: (الجزیره نټ، ۲۰۱۹، د جنوري ۳مه)  

زـ له دې ټولو سره سره، امریکا له روسیې سره د اړیکو په جنجالي کولو سربېره، روسیې ته د چین پر وړاندې انګېزه ورکولو کې ناکامه وه. په ځانګړي ډول دا چې پر روسیه فشار له چین سره همهاله و، البته سوداګریزه جګړه، چې د دغې هېواد پر وړاندې یې پیل کړه. دغه کار له چین سره د روسیې د نیږدې کېدو لامل شوی... په دې مانا چې پر روسیه فشار د دې لپاره و، چې د چین پر وړاندې له هغې سره ودریږي، خو برعکس پایله یې درلوده او له شک پرته چې امریکا د روسیې او چین د نیږدې کېدو په خطر پوهیږي... په همدې دلیل د بایډن حکومت پرېکړه کړې، څو د فشار وسیله پرېږدي او پر ځای یې د ناستو په وسیله هیله بښونکې وسیله وکاروي او وروسته تر ممکنې کچې د روسیې او چین نیږدې کېدل ستونزمن او لیرې کړي... او هغه کمسیون چې د دوو رهبرانو په ناسته کې جوړ شو، له روسیې سره یې په لوړه کچه خبرې اترې پیل کړې.

۴ـ له پوتین سره د بایډن لیدنه د دغې موخې د تر لاسه کولو لپاره وه، یعنې د امید ورکولو په خاطر، څو لانجه له منځه ولاړه شي او هغه فشارونه ترې لیرې کړي، چې امریکا غوښتل روسیه، د چین پر وړاندې د دوی له دريځ څخه ملاتړ وکړي او یا لږ تر لږه د روسیې او چین د لیرې کېدو لامل شي.

خو د دواړو هېوادونو تر منځ نورې اختلافي مسالې (لکه پورته مساله) ارزښت نه لري، د بېلګې په ډول د سوریې پر سر د دوی تر منځ بحث. ځکه امریکا غواړي د سوریې بحران په داسې ډول حل کړي، چې روسیه ورسره مخالفه نه وي. که د روسیې عزت خوندي پاتې شي، نو په دغه برخه کې مخالفت نه کوي. دغه راز د افغانستان په برخه کې، د دې توان نه لري، چې په افغانستان کې امریکایانو ته لانجه جوړه کړي، لکه څنګه چې امریکا په اتیایمه لسیزه کې روسیې ته جوړه کړې وه. نو د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه، د نوې وسیلې په توګه د انټرنېټ کارول او د هغې اغېزې دي او یا هم شاید روسیه د امریکا د غبرګون په اړه نه وه پوهه، ګنې له دغې مداخلې لاس پر سر کېده.

خو هغه سایبري بریدونه چې امریکا روسیه پرې تورنوي، دومره سختې اغېزې یې نه درلودې چې د ترمیم وړ نه وي. د دغو بریدونو له غندلو او د له پوتین سره تر ناستو وروسته بایډن وویل، چې که امریکا یو ځل بیا د امریکا اطلاعاتو ته د نفوذ هڅه وکړي. امریکا د روسیې انټرنېټي بریدونو ته د نفوذ او د هغوی د الکترونیکي شبکې د تخریب زیات توان لري او د روسیې د تېلو لولې تخریب یې د بېلګې په ډول وړاندې کړه.

۵ـ د روسیې ولسمشر ژنیف په داسې حال کې ترک کړ، چې پوهېده امریکا په راتلونکو میاشتو کې د روسیې راتلونکو قدمونو ته په تمه ده او ګډ جوړ شوی کمسیون د دغو اقداماتو د څېړلو په لټه کې دی او د روسیې ولسمشر په ښه ډول پوهېږي، چې پر روسیه د امریکا فشار توان زیات دی او د دغو فشارونو له ډلې یې، ځينې امریکا ازمویلي دي، دغه راز پوهیږي، چې چین به یې ترک کړي او غرب ته به پام وروګرځوي. ځکه د روسیې په پرتله یې څو چنده له غرب سره د سوداګرۍ ګټه زیاته ده. نو په زیات احتمال چې راتلونکو میاشتو کې به د روسیې او امریکا اړیکې ښې شي او د چین او روسیې اړیکې به پیکه شي. په کومه کچه چې د روسیې او امریکا اړیکې ښې کېږي، په هماغه کچه یې اړیکې له چین سره پیکه کېږي. که چېرې داسې وشي، نو له پوتين سره د بایډن ناسته به له چین سره د روسیې د نیږدې کېدو مخه ونیسي او روسیه به پر چین د فشار راوستلو لپاره د یوې وسیلې په توګه وکارول شي. که څه هم د کسینجر د لیدلوري پر بنسټ، د امریکا له تمو په کمه کچه وي.

که روسیې دغه کار تر سره نه کړ او د روسیې په داخل کې د پوتین په مشرۍ د امریکا پر وړاندې یې سرکشۍ دوام ورکړ، نو د دې تمه کېږي، چې د بایډن حکومت به د روسیې پر وړاندې فشارونه زیات کړي او دغه هېواد به د اور په کمربند سره وګواښي. په قفقاز کې؛ هغه ځای چې د آذریانو او ارمنیانو جګړه ده پکې او وروسته د اوکراین په موضوع کې، د دغه هېواد د خاورې توحید کولو په پار د غرب ملاتړ اعلان کړي...

دغه طاغوتي هېوادونه چې په راس کې یې امریکا ده، د هغه څه په اړه فکر نه کوي، چې د خلکو مصلحت دی پکې، یوازې د خپلو ګټو په اړه فکر کوي، که د خلکو د وژلو په قیمت هم وي.

﴿أُوْلَـئِكَ شَرٌّ مَّكَاناً وَأَضَلُّ عَن سَوَاء السَّبِيلِ﴾ {فرقان:34}

ژباړه: هغوی تر ټولو بد ځای او منحرف ترینه لاره لري.

د حزب التحریر امير

ژباړن: حبیب الله حبیب

د مطلب ادامه...

امنیتي ځواکونو د حزب التحریر یو غړی برمته کړ

  • خپور شوی په تونس

محمد الاحمدي

په یوه ویرونکي ننداره کې، د امنیتي ځواکونو یو لوی ځواک، د حزب التحریر غړی، محمد الاحمدي د ۲۰۲۱م، د جولای په ۲۹مه، د سیدي بوزید په لویه لار کې د حزب التحریر ـ ولایه تونس له لوري د یوې مطبوعاتي اعلامیې د ویشلو پر مهال برمته کړ. هغه غوښتل چې د ولسمشر سعید له لوري نیول شوي اقدامات افشا کړي، د تونس پر خلکو او په اردو کې پر وفادارو غړو یې غږ کاوه، چې حزب التحریر ته واک وسپاري، څو د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي او هېواد د پردیو له نفوذ  څخه وژغوري.

د حزب التحریر له یوه غړي څخه د پولیسو په مرکز کې د هغې مطبوعاتي اعلامیې په اړه وپوښتل شول چې سرلیک یې و: د ۸۰مې مادې فعالول؛ له نویو څېرو سره د هماغه نظام ساتنه ده ایا له اغزيو څخه انګور تر لاسه کېدای شي!؟ بیا له هغه څخه وغوښتل شول، چې له راتلونکې دوشنبې وړاندې د لوی څارنوال پر وړاندې حاضر شي.

اې د تونس واکمنانو!  ایا ستاسو په فاسد رژیم کې د امنیتي ځواکونو رول همدا دی؟ د هغه چا وېرول او نیول چې د غدارانو پر وړاندې خپل غږ پورته کوي او د دوی دسیسې خلکو ته افشا کوي!؟

موږ حزب التحریرـ ولایه تونس دا تاییدوو، چې د وېرې پیغام، له برمته کېدو سره مل دی او موږ د ګوښه شوي ولسمشر د سیاسي پولیسو په فکر کې اچوي، د ظالمو واکمنانو او د هغوی د بادارانو پر وړاندې له مبارزې یې نه شي راګرځولی. موږ یو ځل بیا د تونس له خلکو او متنفذینو څخه غواړو چې د دې خلکو مخنیوی وکړي، چې د الله سبحانه و تعالی له لارې خلک باسي او اور پر اور ډېروي او یوازې د خپلو منافعو په فکر کې دي.

الله سبحانه و تعالی فرمايي:

 [وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجاً] [اعراف: ۸۶]

ژباړه: او پر هره لاره د شکولو لپاره مه کښېنئ چې: خلک ووېروئ، مومنان د الله تعالی له لارې منع کړئ او د سمې لارې د کږولو په هڅه کې شئ.

حزب التحریرـ ولایه تونس

 

د مطلب ادامه...

ایا داسې څوک شته چې د ښکېلاکګرې امریکا نفاق بربنډ کړي او په نړیوال نظم کې د بدلون غږ پورته کړي؟!

خبر:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د روان کال د اګېست په درېیمه د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ټلیفوني اړيکه کې «له افغانستان سره د امریکا د پیاوړې او تلپاتې ژمنې» په اړه خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ دواړو لوریو د طالبانو بریدونه، چې بشري حقونو او انساني ژوند ته پکې ډېره کمه پاملرنه کېږي وغندل او همدارنګه د افغانستان د سولې د خبرو اترو او سیاسي تفاهم په اړتیا يې ټینګار وکړ. خبرپاڼه زیاتوي چې دوی د سیاسي تفاهم په ټول شمول‌والي، د ښځو او لږکیو په شمول د ټولو افغانانو حقونو ته په درناوي، د ولسمشر په اړه د خلکو د ټاکنې په حق او د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د افغانستان د خاورې په نه کارولو باندې ټینګار وکړ. 

تبصره:

د امریکا حکومتونه د افغانستان د اشغال له پیله تر اوسه د یوې شېبې لپاره هم، نه له خپلو خلکو او نه هم د افغانستان له خلکو سره ريښتیني وو. امریکا د ښکېلاک په لوموړیو کې د ملت جوړونې، دولت جوړونې، ډیموکراسۍ، بیارغاونې، د ښځو او بشري حقونو په اړه خبرې کولې، په داسې حال کې چې ټرامپ او بایډن په خورا څرګنده توګه په افغانستان کې د امریکا موخې د یادو شعارونو سره خلاف اعلان کړلې. ټرامپ وویل: «موږ ملت جوړونه نه کوو، موږ تروریستان وژنو» او «په افغانستان کې مو شتون د وخت ضایع کول دي». اوس بایډن هم وايي چې: «موږ افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي». 

امریکا د افغانستان تر ښکېلاک او د دوی پر وړاندې د افغانستان د مجاهد ولس تر سخت مقاومت وروسته، چې افغانانو ته یې درانه ځاني او مالي تلفات واړول، د سولې د پروسې زمزمه پیل کړه. دوی د دوحې تر تړون وروسته د خپلو سرتېرو د وتلو او اوس د دغه پروسې د بشپړېدلو په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې چې د امریکا هوايي ځواکونه هره ورځ د طالبانو سنګرونه بمباروي، چې زیاتره وخت ملکي خلک، ماشومان او ښځې پکې له منځه ځي او یو زیات شمېر نور یې له خپلو کورونو څخه بې ځایه کېږي. 

نو پوه شئ چې امريکا د افغانستان د اشغال په اړه هم خپل ولس، هم نړئ او هم افغانانو ته دروغ ويلي دي او پوه شئ چې د سولې پروسه هم ښکرور دروغ دي. ځکه هغه د سولې پروسه نه، بلکې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو د خوندي ایستلو پروسه ده. اوس هم امریکا له يوې خوا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ګام په ګام وتل اعلانوي، خو له بل پلوه د جګړې په ميدانونو کې د توازن په موخه د خپل لاسپوڅي دولت په ګټه بمبارد کوي. همداراز امريکا افغان ځواکونه تمويل او تجهيزوي او د بهرنيو چارو وزير یې له اشرف غني سره پر ټليفون «له افغانستان سره د متحده ايالاتو د پیاوړي او همېشني تعهد» خبره کوي، ترڅو د افغانستان خلک یو ځل بيا له یوې تيارې شوې جګړې سره مخ کړي او له دې لارې له افغانانو، په افغانستان کې د خپلو لګښتونو، تلفاتو او شرموونکې ماتې انتقام واخلي او پرې نږدي چې فاتحه اسلامي ډله په امت کې د استعمار ضد نورو ډلو لپاره الهام بښونکې نمونه وګرځي.‌

دغه بالفعل او بالقوه شیطان په دې هم بسنه نه کوي، بلکې د افغانانو په منځ کې د وحشت د فضا جوړولو لپاره د سفارتخونو، یوناما، سیګار او بشري حقونو د کمیسیون لخوا داسې راپورونه خپروي، څو داسې وښيي چې افغانستان نور د وحشت او وېرې ځای دی او نور د دوی د ژباړونکو او د يرغلګرو ځواکونو د همکارانو لپاره د ژوند کولو ځای نه دی. له همدې امله یې امریکا او اورپا ته د دوی د لېږد بېلابېل پروګرامونه اعلان کړي دي. په داسې حال کې چې د جګړې، بې کارۍ، بې وزلۍ او بې کورۍ دغه وضعیت خپله امریکایانو او په نظام کې د دوی د مزدورانو تر څنګ د پاکستان، ترکیې، ایران، هند، قطر، اماراتو او سعودي لاسپوڅو حکومتونو پر افغانانو تپلی دی. 

په نړۍ او امریکا کې ويښ وجدانونه باید له ښکېلاکګرو وپوښتي، چې ایا په افغانستان کې ددغه وضعیت یوازینی لامل خپله امریکا او د دوی ملګري نه دي؟! آیا دغه ناوړه وضعیت همدا اوس د امریکا لخوا لا نه ګړندی کيږي؟!

د افغانستان لپاره د امریکا د بیا جوړونې د سرمتفش دفتر (سیګار) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي دي چې افغان حکومت د (پایښت له ناورین) سره مخ دی. ایا دا خپله امریکا نه ده چې جګړه یې د جمهوریت د پایښت، د تېرو شلو کلونو د ارزښتونو او ... لپاره سخته کړې ده، له یوې خوا یې له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د خوندي وتلو لپاره له طالبانو سره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی او له بلې خوا دولت تجهیزوي او تمویلوي او د سقوط مخنیوی یې کوي او د بمبار له لارې د جبهو توازن ساتي؟!

پر همدې بنسټ طالبان او نور ټول هغه اړخونه چې په زړونو کې یې د ایمان یوه ذره هم شتون ولري، د امریکا دغه نفاق باید درک کړي او د خپلمنځۍ جګړې، ملکي تلفاتو او عام المنفعه بنسټونو د ورانولو پر ځای دې د ښکېلاکګرو او د دوی د پاتې شوونو پر وړاندې سره متحد شي او د ښکېلاکګرو او د دوی د مزدورانو د وروستي سرتیري تر وتلو پورې دې جهاد وکړي او د امت بنسټيزې قضيې ته چې یوه پېړۍ کېږي له نړیوال ډګر څخه لیرې شوې ده د خورا لويې فریضې په توګه جدي پاملرنه وکړي او د سیمې د مسلمانانو او حزب التحریر د دعوتګرانو په مرسته دې د راشده منهج پر بنسټ خلافت تاسیس کړي. پرېنږدئ چې امریکا او متحدین یې د اسلام په جامه کې یو سېکولر نظام د افغانستان په مجاهد ولس وتپي. ځکه چې دا نظام نه د افغانانو ستونزه حلولی شي او نه الله سبحانه وتعالی ته د منلو وړ دی.

سیف الله مستنیر

د حزب التحریر - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

په افغانستان کې زیانمنې سیاسي پایلې

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د ۲۰۲۱ م کال د جولای پر ۱۷مه اعلان شوه چې د قطر هېواد پلازمېنه دوحه کې به د بین الافغاني مذاکراتو د لوړپوړو پلاوو تر منځ ناسته وشي او په دې ناسته کې دواړه لوري پر اساسي مسایلو خبرې کوي؛ چې د افغان حکومت او طالبانو اووه، اووه کسیز پلاوي به پکې ګډون وکړي. دا ناسته پر داسې مهال جوړه شوه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۲۱ میلادي کال د جولای میاشتې پر ۸مه له خپلې پخوانۍ ژمنې څخه په شاه شو او اعلان یې وکړ چې ټول ځواکونه به یې د اګېسټ میاشتې تر ۳۱مې له افغانستان څخه وباسي. په ورته وخت کې بیا وسله والو طالبانو اعلان وکړ، چې د افغانستان ۸۵ سلنه خاوره د دوی په لاس کې ده.

د دوحې د هوکړې له مخې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې باید سیاسي مشارکت ته د رسېدو لپاره ترسره شي. ایا طالبان به پر حکومت واکمن شي او که به په حکومت کې ورګډ شي؟ ایا امریکا به په رښتیا هم له افغانستان څخه ووځي او که به یې نفوذ د تل لپاره پاتې شي؟

ځواب:

د دې لپاره چې غوره لیدلوری بیان کړو، پر لاندې مواردو باید بحث وکړو:

۱- کله چې امریکا د ۲۰۱۰ په وروستیو او د ۲۰۱۱ م په لومړیو کې په جدي ډول له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو وتل پیل کړل، نو دغه هېواد د طالبانو له مشرانو سره په جدي ډول خبرې پیل کړي، چې پاکستان د دغو خبرو اترو منځګړی و. په هغه وخت کې امریکا د طالبانو پر وړاندې نرمي وښوده، په همدې توګه یې په ۲۰۱۴ م کال کې له «ګوانتانامو» زندان څخه پنځه لوړ پوړي طالب زندانیان ازاد کړل. دغه طالب زندانیان د یوه امریکایي ظابط «بوبرګال» په بدل کې ازاد شول. تر دې وروسته د خبرو اترو لړۍ چټکه شوه، چې دوو تنو د تمثیلوونکي لوري لپاره ډېره خدمتونه وکړل او دا دوه تنه زلمی خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر وو. د ۲۰۱۸ م کال د سپټمبر پر ۵مه زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو او دنده ورکړل شوه چې په افغانستان کې د امریکا د نظامي اشغال پایته رسېدل پر غاړه واخلي. د خلیلزاد تر ټاکنې دوې میاشتې وروسته د ۲۰۱۸ م کال په اکټوبر کې پاکستان «ملا عبدالغني برادر» له زندان څخه ازاد کړ. نوموړی د ۲۰۱۰ م کال د فبروري پر ۸مه په کراچۍ ښار کې د برید په تور زنداني شوی و، چې تر ازادېدو وروسته د طالبانو د قطر دفتر د رییس په توګه وټاکل شو. «بي بي سي» د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ پر ۲۵مه لیکي: د ملا عبدالغني برادر نوم د هغو طالب زندانیانو د لړلیک په سر کې و، چې طالبانو له امریکایي چارواکو او افغان حکومت سره په پرلپسې خبرو کې د هغه د ازادۍ غوښتنه کوله. بیا هغه و چې ملابرادر د ۲۰۱۸ م کال په اکټوبر کې زاد شو او د طالبانو د قطر دفتر مسولیت یې په تېرې جنورۍ کې پر غاړه واخیست. دغو دواړو کسانو په خبرو اترو کې مهم رول درولود.

۲- له دغو خبرو اترو وروسته د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړه لاسلیک شوه، چې جزیات یې «بي بي سي» په دې توګه خپاره کړل: افغان او امریکایي چارواکو اعلان وکړ، په هغه صورت کې چې طالبان له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي، امریکا او په ناټو کې د هغې ملاتړي به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي. په دې اړه افغان حکومت او امریکا په ګډه په کابل کې اعلامیه خپره کړه. 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ وویل: «دا په افغانستان کې تر ټولو اوږد او سخت سفر و.» هغه زیاته کړه: «اوس د دغو ټولو کلونو وروسته هغه وخت رارسېدلی، چې خپل سرتېري بیرته امریکا ته ولېږدوي.» یادې خبرپاڼې اعلان وکړ، چې د افغانستان په جګړه کې له ۲۴۰۰ څخه ډېر امریکایي سرتېري وژل شوي دي.

۳- د دوحې تر هوکړې وروسته د نظرونو تبادله چټکه شوه او د لیدنو کچه به هم کله کمه او کله زیاته کېدله.

ـ CNN د جوبایډن نظر رانقلوي، چې هغه اعلان وکړ: «زه اوس د امریکا څلورم ولسمشر یم، چې په افغانستان کې امریکایي سرتېري مدیریت کوم. دوه ولسمشران له جمهوري غوښتونکو څخه او دوه نور له ډیموکراتانو څخه وو. زه به هېڅکله دغه مسوولیت پینځم ولسمشر ته پرېنږدم. اوس هغه وخت رارسېدلی چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوم.»

بایډن د ۲۰۲۱ م کال د جولای پر ۸مه خبري کنفرانس جوړ کړ، چې د امریکا او نړۍ تلویزیونو پوښښ ورکړ. نوموړي په هغه خبري کنفرانس کې وویل: «د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې پایته رسېدل اعلانوم. زموږ دنده په افغانستان کې بریالۍ وه. القاعده مو ماته کړه، د دې ډلې مشر اسامه بن لادن مو وواژه او زموږ نظامي مسوولیت به د اګېسټ تر پایه ختم شي.» هغه زیاته کړه: «امریکایي ځواکونه افغانستان ته د دغه هېواد د رغولو لپاره نه وو تللي، ځکه دا د افغانانو خپله دنده ده او څه ډول چې مناسبه ښکاري، همغسې دې د خپل هېواد اداره مخته یوسي. اوس له افغانستان څخه بهر د ګواښ احساس کېږي او زموږ لومړیتوب له چین سره ستراتیژیکه سیالي او له ګویډ ۱۹ او سایبري ترهګرۍ سره مبارزه ده. که شل کاله وړاندې جګړې ته بیا هم دوام ورکړو، دغه هدف ته نشو رسېدلی.» د سپینې ماڼۍ ویاندې «جین ساکي» په څرګندو ټکو دغې موضوع ته اشاره وکړه: «له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د بشپړ پرشاتګ د نمانځلو لپاره هېڅ پلان نشته دی. موږ به هېڅکله د هغې جګړې بریا ونه نمانځو، چې ۲۰ کاله یې له کومې بریا پرته دوام وکړ.» سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د جولای ۸مه، اناتولي خبري اژانس)

یعنې امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ ډول بریا خپله نه کړه. حتا دغه هېوا له نورو اډو وروسته د ۲۰۲۱ م کال د جولای پر ۲مه د بګرام ستره هوایي اډه هم پرېښوده. په همدې ترتیب خپلې صلیبي جګړې ته یې له رسمي نېټې وړاندې، چې ولسمشر بایډن مخکې د سپټمبر ۱۱مه ښودلې وه، د پای ټکی کېښود او حتا له دویمې نېټې څخه هم وړاندې و، چې هغه په خپلو خبرو کې د اګېسټ ۳۱ اعلان کړې وه.

ـ په دې وخت کې طالبانو خپلو نظامي بریدونو ته زور ورکړ او د افغانستان په شمال، جنوب، لویدیځ او مرکزي برخو کې یې ولسوالۍ سقوط کړې او پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پراخوالی د پام وړ و. په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره پر پولو او د تېرېدو پر لارو. په خبرو اترو کې د دغې ډلې یوه پلاوي شهاب الدین دلاور د ۲۰۲۱ م کال د جولای پر ۹مه په مسکو کې خبریالانو ته وویل: «د طالبانو ډله د افغانستان پر ۸۵ سلنه خاوره واکمني لري.» د افغانستان د امنیتي ځواکونو ویاند اجمل شینواري د طالبانو د یاد غړي دا خبرې رد کړې او ویې ویل: «دا موضوع ناسمه ده، ځکه د افغانستان په ډېر شمېر سیمو کې جګړې روانې دي.» (۲۰۲۱ م د جولای ۱۱مه، فرانس پرېس خبري اژانس)

د طالبانو تحریک ژمنه وکړه، چې ګاونډیو او دوستو هېوادونو ته به زیان نه رسوي او بریدونو به نه پرې کوي. دا چې له مسکو څخه د طالبانو د لیدنې هدف د ټولو هغو معلوماتو وړاندې کول وو، چې اسلامي امارت یې په واک کې لري او بل دا چې په افغانستان کې به د داعش ډلې پراخوالي ته اجازه نه ورکوي. همدارنګه دغه ډله به د ټولنې له استازو سره د دولت د جوړښت په موخه خبرو ته دوام ورکوي، چې یاد کار د بشپړېدو په حال کې دی او همدارنګه د یادې ډلې هدف هم د یو اړخیزه حکومت جوړول نه دي. (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د جولای نمه، الجزیره)

۴- د ۲۰۲۱ د جولای پر ۱۷مه اعلان وشو، چې نن شنبه په دوحه کې د دواړو لوریو د ۱۴ کسیز کمېسیون پر جوړېدو توافق وکړو، ترڅو د هغو خبرو پر اجنډا بحث وکړي، چې برخلیک ټاکونکي موضوعات پکې ځای په ځای شوي دي. د الجزیرې ټلویزیون د مرکچي پلاوي له یوه غړي څخه په نقل سره راپور ورکړ، چې د خبرو لپاره پرانیست غونډه مثبته پایته ورسېده. د افغان حکومت او طالب ډلې تر منځ د خبرو اترو نوی پړاو نن ورځ په دوحه کې پیل شو او په دې پړاو کې د برخلیک ټاکونکو لیدنو، موضوعاتو او قضیو په اړه بحث کېږي. د ملي مصالحې شورا او حکومتي پلاوي رییس عبدالله عبدالله وویل: «په هېواد کې رښتینې سوله هغه وخت راتلای شي، چې دواړه لوري نرمي وښيي.» هغه زیاته کړه: «اوس د سولې لپاره زمینه مناسبه ده» بلخوا په دوحه کې د طالبانو د دفتر رییس ملا عبدالغني برادر وویل: «موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو، ترڅو د افغان سولې هغه خبرې مثبتې پایلې ته ورسېږي، چې نن ورځ په دوحه کې پیل شوې دي.» (سرچینه: الجزیره او یو شمېر نورې رسنۍ»

۵ـ وروسته دغه کمیسیون د ۲۰۲۱م، د جولای په ۱۸مه خپل کار پای ته ورساوه او د دغې ناستې ګډه بیانیه یې صادره کړه، چې په دوحه کې د الجزیرې خبریال یې په اړه داسې راپور ورکوي: د افغان حکومت او طالبانو پلاوي په دوحه کې د قطر په منځګړیتوب د خبرو د جاري ساتلو لپاره د یوې ګډې نهایي بیانیې په اړه هوکړه وکړه او یادونه یې وکړه چې ډېر ژر به د دوحې د ناستو په تړاو یوه بله ناسته جوړه کړي. دغه راز پر دې یې هم هوکړه وکړه، چې د څو کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره به د یوې عادلانه حللارې په موخه خبرې اترې چټکې کړي. د افغان حکومت او طالبانو د پلاوو تر منځ ګډه بیانیه دا ښيي، چې یوې رښتنیې حللارې ته د رسېدو په موخه دې د خبرو اترو پر چټکتیا هوکړه وشي او ان تر دې چې دغه خبرې دې د لوړ پوړو په کچه تر سره شي، ترڅو اختلافات پای ته ورسېږي. د افغان سولې د خبرو بیانیه له دویمې ناستې وروسته ورکړل شوه. دا هغه ناسته ده، چې موخه یې له کلونو جګړې وروسته یوې سیاسي حللارې ته رسېدل دي، ترڅو هېواد ته سوله راوړي. له طالب پلاوي څخه د سرچینې په توګه رانقل کېږي، چې دغې ډلې داسې وړاندیزونه کړي، چې عملي کول یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د باور رامنځته کولو ضمانت کوي او هغه له دواړو اړخونو د زندانیانو ازادول او په لوی اختر کې اوربند دی. سرچینه: (الجزیره او نورې خبري شبکې)  

۶ـ  څه چې د یادولو وړ دي، هغه د ځینو هېوادونو موضوع ده، چې امریکا له طالبانو سره په خبرو اترو کې ګټه ترې اخلي. لکه:

الف ـ پاکستان: پاکستان هغه هېواد دی، چې طالبان یې په ۲۰۱۸م کال کې له امریکا سره خبرو ته اړ کړل او زلمي خلیلزاد هم له پاکستان څخه مننه وکړه، چې د خبرو اترو لپاره یې دوحې ته د طالبانو د سفر چارې اسانه کړې.

د امریکا دفاع وزیر «لوید اوستین» د ۲۰۲۱م کال په مارچ کې د افغان سولې له پروسې څخه د ملاتړ په موخه له خپل پاکستاني سیال څخه مننه وکړه. سرچینه: (فجر مجله، سرلیک «د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان له رول څخه د پنټاګون رییس » ۲۰۲۱م، د مارچ۲۳مه)

د پاکستان لوړپوړو افسرانو او سیاسي کړۍ په افغانستان کې د امریکا په ستراتیژۍ کې اصلي رول ولوباوه. همدارنګه د پاکستان رول لوی او تاریخي دی. افغان طالبان پاکستانۍ غوښتنې لري، د پاکستان اطلاعاتو او استخباراتو په افغانستان کې نفوذ لري او په طالبانو کې یې خپل خلک ځای په ځای کړي او له هغوی سره په اړیکه کې دي. په همدې دلیل امریکا د پاکستان رول ته جدي اړتیا لري.

ب ـ ترکیه: لکه څنګه یې چې په سوریه او لېبیا کې د امریکا په ګټه کار وکړ، په همدې توګه یې د افغانستان پر لوري هم حرکت کړی او د امریکا د بهرني سیاست له موخو سره مرسته کوي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د نړیوالې ناستې په بهیر کې د ترکیې د سمندري ښار آنتالیا په استراحت ځای کې د کابل هوایي ډګر د مدیریت او امنیت خبره مطرح کړه.

واشنګټن هم په بروکسل کې د بایډن او اردوغان د تېرې میاشتې له ناستې وروسته د کابل هوایي ډګر د امنیت د خوندي کولو په برخه کې د اصلي رول لوبولو په موخه د انقرې له څرګندې ژمنې څخه مننه وکړه.

امریکا له ترکیې څخه غواړي چې د هوایي ډګر د ساتنې مسوولیت پر غاړه واخلي، په داسې حال کې چې تر دې مهاله یې هوايي ډګر ته څېرمه ۵۰۰ سرتېري پراته دي. بایډن په خپلو وروستیو خبرو کې دغې موضوع ته په اشارې سره وویل: «موږ په پوره ډول د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت د ساتنې لپاره له خپلو ملګرو سره همغږي شوي یو.» اردوغان وویل: «موږ له امریکا متحده ایالاتو او ناټو تړون سره راتلونکي مهم پروګرامونه او هغه څه چې د منلو او نه منلو وړ دي، مشخص کړي دي. دغه موضوع مو د ناټو ناستې په بهیر کې، له بایډن سره په لیدنه کې او د هغو خبرو اترو په بهیر کې مطرح کړې، چې زموږ د پلاوي لخوا ترسره شوې دي. دغه امر به په افغانستان کې د امکان تر حده په ښه توګه پر مخ یوسو.» سرچینه: (الجزیره، ۲۰۲۱م، د جولای ۹مه) 

د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند «ابراهیم کالین» وویل: «ترکیه به د ناټو ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د غوځ ملاتړ د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته په روان اوړي کې د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت چارې پر غاړه واخلي.» سرچینه: (الشرق الاوسط، ۲۰۲۱م، د جولای ۳مه)

طالبانو د ترکیې شتون غندلی او په خپله بیانیه کې یې ویلي: «موږ له هېواد څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د ترکي ځواکونو شتون غندو او په دې ټینګار کوو چې دا ډول پرېکړه تېروتنه ده او د ترکیې د رهبرانو دا پرېکړه حکیمانه نه ده، ځکه زموږ د حاکمیت، یووالي او جغرافیې نقض ګڼل کېږي او زموږ له ملي ګټو سره په ټکر کې ده.» سرچینه: (الجزیره، ۲۰۲۱م، د جولای ۱۳مه)

ج ـ منځنۍ اسیا: د امریکا متحده ایالاتو د منځنۍ اسیا له ځینو رهبرانو سره په دغو سیمو کې د خپلو ځواکونو د ځای په ځای کولو په اړه خبرې کړې دي. له نیویارک ټایمز ورځپاڼې څخه رانقلوي، چې امریکايي مسوولینو د قزاقستان، ازبکستان او تاجیکستان له چارواکو سره په سیمه کې د ځینو اډو د جوړولو پر سر خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلېنکېن» د خپلو ټويټرونو په یوه سلسله کې ویلي، چې د ازبکستان او قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یې د اپرېل په ۲۲مه په سیمه کې د امریکايي او ناټو ځواکونو د پوځي اډو د جوړولو په اړه خبرې کړې او نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د ساتنې لپاره به بې‌پيلوټه الوتکې، لیرې واټن ویشتونکي بمونه او د جاسوسۍ شبکې فعالې کړي. سرچینه: (نیویارک ټایمز، ۲۰۲۱م، د اپرېل ۲۷مه)

۷. له دې خبرو څخه څرګندېږي چې:

الف: د خبرو اترو دوام له افغانستان څخه د امریکا د ایستلو لامل نه کېږي، بلکې د امریکا د فرېب خوړلو لامل کېږي؛ ځکه دا هېواد له مخکنۍ دروازې څخه بهر شو، خو بېرته د شا له دروازې څخه را داخلېږي. د شا د دروازې ساتونکي په پاکستان، ترکیه او ایران کې د امریکا مزدوران او هغه کسان دي چې په داخل د افغانستان کې د امریکا لاسپوڅي ګڼل کېږي او له دغو مزدورانو سره په یو ځای په افغانستان کې د امریکا د نفوذ ساتلو لپاره اصلي رول لوبوي.

ب: قطر د خبرو اترو د فضا له چمتو کولو څخه دوې موخې لري: اول، له امریکا سره د بدل او عوض له امله؛ ترڅو په دې توګه د سعودي لخوا پرې لګول شوی اقتصادي فشار ختم کړي او دا هغه څخه و، چې په ځانګړې توګه په ۲۰۲۰ د فبرورۍ ۲۰مه د دوحې له تړون څخه وروسته د ټرمپ د حکومت پرمهال پایلې ته ورسېدل. 

دویم، قطر او ورپسې انګلیس هڅه کوي، چې پر امریکا د فشار لپاره له طالبانو سره له خپلو اړیکو څخه ګټه واخلي او په قصدي توګه امریکا له اندېښنې سره مخ کړي. په همدې توګه قطر له طالبانو سره مالي مرستې کړې، د استازیتوب دفتر او رسنیز منبر ورته چمتو کوي او له هغې وروسته امریکا له طالبانو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د قطر رول لوبولو ته اړ کېږي. په همدې ترتیب انګلیس له رامنځته شوو حالاتو څخه ګټه اخلي او له طالبانو سره د اړیکو په جوړلو کې د قطر رول ته د امریکا له اړتیا څخه استفاده کوي او په پایله کې قطر او خلیج د خپلو ګټو لپاره د وسایلو په توګه کاروي.

ج: له امریکا او د افغانستان په نظام کې د هغې له مزدورانو سره د طالبانو خبرې اترې یوه لویه تېروتنه وه. له الله تعالی څخه غواړو، چې د افغانستان مسلمانان یې له شر څخه په امن شي.

استعمارګر کفار یوازې د خپلو ګټو او حالاتو لپاره خبرې اترې کوي. څوک چې د امریکا شرایطو او حالاتو ته پام وکړي او د زړه له تله یې تعقیب کړي، نو له لاندې حالاتو او پایلو سره مخ کېږي:

لومړی: په روانه پېړۍ کې د نظامي او اقتصادي ځواک په توګه د چین را پورته کېدل د امریکا ګټې ګواښي او تر بل هر وخت یې د امریکا پام ډېر ځانته اړولی دی. د امریکایي چارواکو څرګندونې همدا ادعا کوي، لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه؛ بایډن د ۲۰۲۱م د جولای په ۸مه په خپلو خبرو کې وویل: «... خطر له افغانستان څخه بهر دی او اوسنی لومړیتوب دا ښيي، چې له چین سره ستراتیژیکه سیالي وکړي.»

دویم: هغه تلفات چې امریکا د افغانستان د اشغال پرمهال ورسره مخ شوه: لکه څنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه BBC News د ۲۰۲۰م د فبرورۍ په ۲۹مه د دوحې د تړون په اړه په یوه تبصره کې وایي: «په افغانستان کې ۲۴۰۰ امریکایان وژل شوي دي.»

پورتنيو شرایطو ته په کتو ښکاري، چې امریکا له خبرو اترو پرته بیاه هم ماتې خوړله او له افغانستان څخه وتله. یعنې پرته له هغو خبرو اترو چې غواړي خپل نفوذ پرې وساتي، هغه نفوذ چې د جګړې له لارې ورته ونه رسېده!

د: موږ پوهېږو چې د طالبانو تر منځ رښتینې او مخلص وروڼه هم شته دي، نو هغوی زموږ د خبرو مخاطب دي او ورته وایو:

ـ که غواړي چې موضوع جبران کړي، نو خبرې اترې دې ودروي او امریکا باید هغه څه ته پرېنږدي، چې د جګړې له لارې یې تر لاسه نه کړل.

ـ پر دې باوري شي، چې د مسلمانانو اصلي قضیه له ډېر وخت وروسته د خلافت بېرته راګرځول دي؛ یعنې هغه موضوع چې د الله سبحانه وتعالی لخوا فرض ده او هغې ته رسېدل له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پیروي ګڼل کېږي.

ـ پر دې باید پوه شي، چې الله سبحانه وتعالی د اسلام او سېکولرېزم په ګډ حکومت کې ګډون کول نه مني؛ ځکه الله سبحانه وتعالی یوازې پاک شیان قبلوي.

حق دا دی:

﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ﴾ (یونس: 32)

ژباړه: ایا له حق وروسته له ګمراهۍ پرته نور څه پاتې شول؟ 

له حق څخه پیروي به طالبان، خاوره، د هغې اوسېدونکي او ټول مسلمانان وژغوري. دا تاسو ته د حزب التحریر لخوا نصیحت دی؛ لکه څنګه یې چې تاسو ته ستاسو د حکومت په پیل کې هم د خلافت د اعلان نصیحت وکړ، خو تاسو هغه رد کړ او وروسته مو خپلې تېروتنې ته پام شو؛ په همدې توګه له ملا عمر څخه په یوه غونډه کې رانقل شوي دي. خو تاسو داسې وخت متوجه شوئ، چې کار له کار څخه تېر و، خو هر ځل خپل دغه نصیحت تکراروو. ایا څوک شته، چې لبیک ورته ووایي؟

‏ ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ (انفال: 24)

 ‏ژباړه: اې مومنانو! د الله او د هغه د رسول امر ومنئ، کله چې پیغمبر تاسو هغه شي ته راوبولي، چې تاسو ته ژوند (مادي او معنوي، دنیوي او خروي) دربښي او پوه شئ، چې الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی (کولی شي چې انسان د خپل زړه غوښتنو ته ونه رسوي او پرې یې نږدي، چې اوږد ژوند وکړي او دا د هر انسان د زړه ټولو مهمه هیله ده) او پوه شئ چې تاسو ټول به د هغه لوري ته ور وبلل شئ (ستاسو حساب او کتاب ته رسېدنه کوي).

 

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لخوا ځانګړی پوښښ له دوو لسیزو صلیبي جګړو وروسته افغانستان چېرته ورسېد؟

 

CMO ar

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

ځانګړی پوښښ

له دوو لسیزو صلیبي جګړو وروسته

افغانستان چېرته ورسېد؟

 

 

N CMO

 

 

logo for info pashto

N CMO

 

 

د ۲۰۰۱ م، د اکتوبر په ۷مه، د کفر مشرې امریکا او د هغه متحد انګلستان، د مسلمانانو پر وړاندې وحشیانه جګړه پیل کړه. متحده ایالاتو کابل، قندهار، جلال اباد او د افغانستان نور ښارونه پر توماهاوک راکټونو، بمب غورځونکو او نورو وسلو تر سخت بمبار لاندې ونیول. دغه راکټونه او بمب غورځونکي د مسلمانانو پر فضأ (هوا) او اوبو توغول کېدل. خاینو حاکمو، په ځانګړي ډول د پاکستان او ازبکستان حاکمانو دغو یرغلګرو ته د دوی له هوا او اوبو څخه د یادو وسلو د استفادې اجازه ورکړه. دغه کار د څو اونیو لپاره، پرته له کومې لاسوهنې، دوام وکړ. مسلمانانو د یرغلګرو  پر وړاندې د دوی وسلو ته په کتو، پر ډېرو کمزورو او ساده وسلو بې ساری مقاومت او فوق العاده عزم وښود. د یرغلګرو وحشیانه بریدونو او د ګاونډيو هېوادونو د واکمنانو خیانت، په ۲۰۰۱ م، کې افغانستان د امریکا لاسونو ته وغورځاوه.

 

د تېرې پېړۍ د یوې ربعې په جریان کې د افغان قربانیانو شمېر له دوو میلیونو اوښتی دی. دغه شمېر قربانیان یو ځل په ۱۹۷۹م، کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د برید پر مهال او  بیا په ۲۰۰۱ م، د متحده ایالاتو د یرغل له امله قرباني شوي دي. له بده مرغه د افغانانو دغه بې شمېره قربانۍ په افغانستان کې د امریکا د ګوډاګي په توګه د حامد کرزي په ټاکلو سره ولمانځل شوې.

 

د بن هوکړه‌لیک د افغانستان نوی اساسي قانون وټاکه او دغه قانون د ۲۰۰۱م، د ډسمبر په ۵ نېټه تصویب شو. امریکا له امنیت شورا څخه د دغې سند د ملاتړ په موخه، ۱۳۸۶ شمېره پرېکړه لیک ترلاسه کړ.  هغه اساسي قانون چې په دغه سند کې یې یادونه شوې، د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې امریکا ته په کې د افغانستان د کورنیو او بهرنیو چارو په پرېکړو او په افغانستان کې د هرې بلې مسالې په اړه ځانګړی رول ورکړی دی. په دې ډول د دغه قانون په ټولو برخو لکه، د اساسي قانون د کمېټې په جوړولو، د دولتي کارمندانو د کمېټې جوړلو، د دولت په دندو او کړنو، په ټولو دولتي څانګو کې د اړوندو قوانینو هر ډول بدلون او د هغه پر څارنه د امریکایانو شتون او کنټرول مشخص کړی و. مانا داده چې امریکا خپل ځان د دغه هېواد اصلي حاکم ټاکلی و، تر دې چې الله سبحانه وتعالی له دې پرته بل څه وغواړي. دا د امریکا هغه پټه موخه په ډاګه کوي، چې ښایي د دوی د یرغل اصلي موخه د اسلامي خاورو کنټرول وو، نه دا ادعا چې دوی د لېبرال واک او قدرت د رامنځته کولو په لټه کې دي. په حقیقت کې دغه جګړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې یې پیل کړې وه، د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د صلیبي جګړې معرفي وه. امریکا غواړي خپل واک د مسلمانانو پر خاوره پیاوړی او د دوی له ژوند څخه اسلام بېل کړي. دوی دغه کار په عراق او افغانستان کې ترسره کړی او کوي یې او همدا د لوی منځني ختیځ لپاره د دوی په وړاندیز کې هم شامل دي. دا یوه صلیبي جګړه ده، چې د پوځي، سیاسي او روزنیزو کړنو له لارې، په واضح ډول ښکاره کېږي او امریکا یې د اسلامي خاورې په هره هغه سیمه کې چې دوی پکې مېشت کېږي، تعقیبوي. بوش جونئر ان دغه موخه د ۲۰۰۱/۹/۱۱ پېښو له لومړیو ورځو راهیسي افشا کړې وه. دا دې ده د  ۲۰۰۱م، د سپټمبر ۱۶مې، په وینا کې راغلي؛ په هغه وینا کې چې ده اعلان وکړ، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د هغه جګړه صلیبي جګړه ده. دا په داسې حال کې ده، چې دده وینا له لویې چاودنې یوازې څلور ورځې وروسته راغله، په داسې حال کې چې د یوې پېښې په اړه د څېړنو د بشپړولو لپاره دومره وخت کافي نه دی؛ هغه چې د دغې پېښې یوه سلنه ده. دغه کار په اصل کې د اسلام او مسلمانانو په اړه د پردې تر شا د امریکایي سیاستوالو پټ پلانونه په ډاګه کوي. که څه هم هغه وویل دغه «صلیبي جګړه» په خپله شاوخوا باندې د اسلام د دښمنانو د راټولولو لپاره وه، خو هغې مسلمانان راټول کړل او د ده پر وړاندې یې مقاومت وکړ.

 

امریکایي ځواکونه د ایساف د ځواکونو په همکارۍ او د ناټو په مشرۍ، پرته له پلازمېنې، د خپل اشغال په کنټرول کې پاتې راغلل. له پلازمېنې بهر د افغانستان نورې سیمې تل له کابل څخه د وحشي پوځي عملیاتو شاهدې وې، چې د امریکا لخوا د افغانستان له اشغال وروسته یوه ورځ هم ونه درول شول.

 

دغو ټولو ښودله چې امریکا به له افغانستان څخه په داسې حال کې، چې ساه یې پښو ته رارسېدلې وي، وځي؛ خو دا چې د هغو خبرو اترو له لارې ووځي، چې د امریکا هغه نفوذ خوندي کوي، چې د جګړې له لارې یې نه شو ساتلی!

 

موږ حزب التحریر پوهېږو، چې په طالبانو کې رښتیني او صادق وروڼه شته، نو د همدې لپاره موږ دوی ته وایو :

۱. دا چې دوی د خبرو اترو د لړۍ په ختمولو سره مسایل حل کړي، ترڅو په دې ډول امریکا قادره نه کړي؛ هغه څه چې د جنګ له لارې یې ترلاسه نه شو کړای، تر لاسه یې کړي...

۲. دا چې دوی ډاډه دي، چې د مسلمانانو لپاره تر ټولو اړینه مساله له یوې اوږدې غیر حاضرۍ وروسته، د خلافت بیا را ژوندي کول (تاسیس) دی، ځکه دا د الله سبحانه وتعالی لخوا یو فرض شوی فرض او د رسول الله صلی علیه وسلم اطاعت دی...

۳. دا چې دوی پوهېږي چې د اسلام او سیکولرېزم په ترکیب کې برخه اخیستل، د الله سبحانه وتعالی لپاره د منلو وړ نه دي، ځکه مطلق قادر او عظیم ذات له ښو (روا او جایزو) پرته بل څه نه خوښوي...

حقیقت دادی چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ[یونس:۳۲]

ژباړه: نو له حق وروسته له ګمراهۍ پرته نور څه پاتې شول؟

 

یوازې له حق څخه پیروي هغه څه دي، چې طالبان، هېواد، خلک او ټول مسلمانان ژغورلی شي. دا هغه څه دي چې حزب التحریر یې تاسو ته توصیه کوي، لکه څنګه مو چې تاسو ته د حکومت په پیل کې توصیه کړې وه، چې خلافت اعلان کړئ. تاسو انکار وکړ او وروسته مو درک کړه، چې تاسو په دغه انکار سره تېروتي وئ، لکه څنګه چې ملا عمر په یوه ناسته کې ویلي و، خو هغه وخت ډېره ناوخته شوې وه. موږ دلته یو ځل بیا توصیه ورته تکراروو او ایا مثبت ځواب شته؟

 

 

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ۲۴]

ژباړه: اې مؤمنانو! الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول الله صلی علیه وسلم ته ځواب ورکړئ، کله چې دوی تاسو هغه څه ته دعوتوي، چې تاسو ته دنیوي او اخروي ژوند درکوي. پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د یوه کس او د هغه د زړه تر منځ دی او تاسو ټول به د هغه لوري ته راټول شئ.

۱۴۴۲هـ.ق، د ذولحجې ۲۰ مه، جمعه

۲۰۲۱م، د جولای ۳۰ مه

 

 

N CMO

 

Other Afg

 

En

Tr

Ur

Gr

photo 2021 08 02 19 22 34

 

 

N CMO

 

د انجنير صلاح الدين عضاضه ويډيويي خبرې
د حزب التحرير د مرکزي مطبوعاتي دفتر رييس
په افغانستان کې د صليبي جګړې د پايلو په تړاو

 

 
 

 

 

pic1 pashto

 

N CMO

 

جواب سؤال صادر عن حزب التحرير

بعنوان

"التداعيات السياسية في أفغانستان"

يوم عرفة - الاثنين، 09 ذو الحجة 1442هـ الموافق 19 تموز/يوليو 2021م

للقراءة اضغط هنا

 

 pic2 pashto

 

N CMO

 

Hashtag Afg 

   

#أفغانستان Af Facebook Afg Twetter Afg Inst

Afghanistan#

 

Af Facebook Afg Twetter Afg Inst

Afganistan#

 

Af Facebook Afg Twetter Afg Inst

 

 

 

N CMO

 

bannar pashto

 

N CMO

 

 

Events

 

 

 

Nashrat

    

 جواب سؤال

التداعيات السياسية في أفغانستان

9 من ذي الحجة 1442هـ  19 تموز/يوليو 2021م

 

نظام باجوا/ عمران يهرع لدعم الولايات المتحدة بعد تعثرها في أفغانستان

الخلافة على منهاج النبوة وحدها هي التي ستقتلع المستعمر الإقليمي الأمريكي من جذوره

6 من ذي الحجة 1442هـ  16 تموز/يوليو 2021م

 

 

 

    

 

Bayanat

 

ترکیه په افغانستان کې د امریکا په استازیتوب ښکېلېږي!

سه شنبه, 13 جولای 2021 م

 ولاية أفغانستان

د بګرام له پوځي اډې څخه د امریکا بشپړ وتل په افغانستان او نړۍ کې د امریکا د واکمنۍ د زوال او ماتې ښکارندوی دی

یکشنبه, 04 جولای 2021 م

 ولاية أفغانستان

د افغانستان روانه جګړه د امریکا د منافقانه سیاستونو پایله ده چې ملېشه‌جوړنه یې زیاتوي

پنج شنبه, 24 جون 2021 م

 ولاية أفغانستان

د عالمانو ترور او په جوماتونو کې چاودنې د وحشت او له الله سبحانه وتعالی سره د دښمنۍ اوج دی

یکشنبه, 06 جون 2021 م

 ولاية أفغانستان

ماته شوې امريکا باید دې ته پرېنښودل شي چې په سيمه کې خپل نظامي حضور پراخ کړي!

پنج شنبه, 27 می 2021 م

 ولاية أفغانستان

چین د امریکا په شان د مسلمانانو دښمن دی او هر ډول سیاسي او نظامي معامله ورسره خیانت ګڼل کېږي

چهارشنبه, 19 می 2021 م

 ولاية أفغانستان

د خلافت د سقوط د سلمې کلیزې په مناسبت د حزب‌التحریر نړیوال کمپاین په بریا پای ته ورسېد

شنبه, 13 مارچ 2021 م

 ولاية أفغانستان

اصلي ستونزه د حزب‌التحریر په فعالیت کې نه؛ بلکې د افغانستان په قوانینو کې ده

یکشنبه, 28 فبروری 2021 م

 ولاية أفغانستان

د سولې په خبرو اترو کې ګډون؛ د اسلام او مسلمانانو له تر ټولو بدو دښمنانو سره مرسته ده

چهارشنبه, 06 فبروری 2019م

 ولاية أفغانستان

مه پرېږدئ چې د پنځلس کلن اشغال له امله رامنځ ته شوي ناورینونه نور هم ژور شي!

پنج شنبه, 06 اکتوبر 2016م

 

ولاية أفغانستان

 

مه پریږدئ چې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو په وینو د امریکا ګټې تامین شي!

  چهارشنبه, 22 جون 2016م

 

ولاية أفغانستان

د افغانستان د چارواکو وعدې هغه سراب دى، چې تږي ته اوبه ښکاري

التي يجري تكثيفها من خلال إضفاء الطابع العسكري (العسكرة)

 چهارشنبه, 04 نومبر 2009مم

 

ولاية أفغانستان

 

 

 

 

Maqalat 

 

حرب أفغانستان؛ من الأكاذيب الملتبسة إلى الحقائق الواضحة!

 2 من شوال 1442هـ   14 أيار/مايو 2021م

 

سيف الله مستنير

 

 

News C

 

طالبان والاتفاق على تمكين أمريكا من الانسحاب الآمن من أفغانستان

  • 17 من ذي الحجة 1442هـ  27 تموز/يوليو 2021م

د. محمد جيلاني

يجب أن يكون هذا الآتي من الجبل طرد الساكن في الكرمة

17 من ذي الحجة 1442هـ   27 تموز/يوليو 2021م

 

رمضان أبو فرقان

حزب التحرير ورعاية شؤون الأمة

16من ذي الحجة 1442هـ  26 تموز/يوليو 2021م

 

محمد عبد الملك

الانسحاب العسكري الأمريكي من أفغانستان

14 من ذي الحجة 1442هـ  24 تموز/يوليو 2021م

 

د. محمد الطميزي 

تدهور الأمن الداخلي هو نتيجة لوجود أمريكا الشريرة في باكستان وأفغانستان

  • 12 من ذي الحجة 1442هـ 22 تموز/يوليو 2021م
 شاهزاد شيخ

 باستطاعة باكستان وأفغانستان إنهاء التدخل الأمريكي

  • 11 من ذي الحجة 1442هـ  21 تموز/يوليو 2021م
عبد المجيد بهاتي 

أفغانستان ووجوب الوعي السياسي

  • 9 من ذي الحجة 1442هـ   19 تموز/يوليو 2021م
حسن حمدان 

دور تركي جديد في أفغانستان

3 من ذي الحجة 1442هـ   13 تموز/يوليو 2021م

 

 حسام الدين مصطفى

باكستان تتخذ نهجا استباقيا لخدمة أمريكا

2 من ذي الحجة 1442هـ  12 تموز/يوليو 2021م

 

محمد عادل 

 أمريكا وطالبان

29 من ذي القعدة 1442هـ  10 تموز/يوليو 2021م

 

المهندس إسماعيل الوحواح 

 أفغانستان تحولت إلى أخبار مخيبة للأمل بالنسبة للقوة العظمى!

29 من ذي القعدة 1442هـ  10 تموز/يوليو 2021م

 

سيف الله مستنير 

 المرض الذي يحتاج إلى علاج عاجل: قصر النظر الفكري والسياسي

17 من ذي القعدة 1442هـ   28 حزيران/يونيو 2021م

 

رمضان أبو فرقان 

سياسة "الفوضى الخلّاقة" في أفغانستان وضرب المسلمين بعضهم ببعض

15 من ذي القعدة 1442هـ  26 حزيران/يونيو 2021م

بلال المهاجر 

من المرجح أن تنقذ باكستان أمريكا المتعثرة في أفغانستان

2 من ذي القعدة 1442هـ  13 حزيران/يونيو 2021م

 

عبد المجيد بهاتي 

اغسل عينيك بماء الإيمان بتغيير رأيك ضد أمريكا!

28 من شوال 1442هـ 09 حزيران/يونيو 2021م

 

سيف الله مستنير 

﴿وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ

27 من رمــضان المبارك 1442هـ  09 أيار/مايو 2021م

المهندس إسماعيل الوحواح 

إلى أين ستؤدي ثروة أفغانستان الجيوسياسية وموارد المنطقة؟!

17 من ذي القعدة 1441هـ  08 تموز/يوليو 2020م

سيف الله مستنير 

 حكام باكستان يسعون جاهدين لتأمين المصالح الأمريكية في أفغانستان بدلاً من تحرير كشمير المحتلة!

1 من ذي القعدة 1441هـ  22 حزيران/يونيو 2020م

شاهزاد شيخ 

السلام عند أمريكا هو أحد القيم ولكنه لا يتجاوز قيمة الحرب لديها

16 من رمــضان المبارك 1441هـ  09 أيار/مايو 2020م

سيف الله مستنير 

أمريكا ما زالت تُمارس سياسة الهيمنة بالرغم من مُتغيّرات جائحة كورونا

21 من شـعبان 1441هـ  14 نيسان/ابريل 2020م

أحمد الخطواني 

أهل أفغانستان بين حرب، وبطالة، وجوع، وفقر، وجائحة كورونا، ورئيسيْن!

19 من شـعبان 1441هـ  12 نيسان/ابريل 2020م

آمنة عابد 

أمريكا تنذر وتعاقب العملاء في أفغانستان!
هل اقترب موعد تسليمها الحكم لطالبان؟!

3 من شـعبان 1441هـ  27 آذار/مارس 2020م

أسعد منصور 

بعد إهانة اتفاق طالبان، أمريكا بدأت انسحاباً جزئياً من أفغانستان 

25 من رجب 1441هـ 20 آذار/مارس 2020م

فائق نجاح 

نظام باجوا/ عمران يضمن وجوداً أمريكياً دائماً في أفغانستان، مما يعرّض أمن المسلمين للخطر

25 من رجب 1441هـ 20 آذار/مارس 2020م

شاهزاد شيخ 

يجب على طالبان رفض صفقة الشر الأمريكية

17 من رجب 1441هـ 12 آذار/مارس 2020م

محمد عادل 

المؤمن الفطن هو الذي لا يُلدغ من جُحر الأعداء مرتين

16 من رجب 1441هـ 11 آذار/مارس 2020م

عبد المجيد بهاتي 

محادثات السلام، استمرار خطر لعبة أمريكا في أفغانستان

14 من رجب 1441هـ 09 آذار/مارس 2020م

 سيف الله مستنير

 متى تنتهي الغفلة أيها المسلمون؟!

7 من رجب 1441هـ 02 آذار/مارس 2020م

 أسماء الجعبة

فلتحذر حركة طالبان من شِراك أمريكا

1 من رجب 1441هـ 25 شباط/فبراير 2020م

 محمد عبد الملك

نظام باجوا/ عمران يتذرّع بفرقة العمل المالية للعمل كمرتزقة

من أجل ضمان وجود دائم لأمريكا في أفغانستان

  • 26 من جمادى الثانية 1441هـ  20 شباط/فبراير 2020م
شاهزاد شيخ 

مهمة خليل زاد ليست إحلال السلام، ولكن استسلام طالبان!

14 من جمادى الثانية 1441هـ 08 شباط/فبراير 2020م

 سيف الله مستنير

في الديمقراطيات المفروضة؛ السيادة تأتي من السفارات، وليس من الشعب!

12 من جمادى الأولى 1441هـ  07 كانون الثاني/يناير 2020م

سيف الله مستنير 

 

 

News 

 

جريدة الراية

جواب سؤال

التداعيات السياسية في أفغانستان

 18 من ذي الحجة 1442هـ   28 تموز/يوليو 2021م

Al Raya sahafa

جريدة الراية

نهاية الحرب الأمريكية

هل ستحافظ أفغانستان على السلام المنشود؟

 23 من رمــضان المبارك 1442هـ  05 أيار/مايو 2021م

Al Raya sahafa
جريدة الراية

أستراليا تؤكد ارتكاب جنودها جرائم حرب في أفغانستان

 24 من ربيع الثاني 1442هـ  09 كانون الأول/ديسمبر 2020م

Al Raya sahafa
جريدة الراية Al Raya sahafa
جريدة الراية

جريدة الراية: أمريكا وطالبان... من الرابح ومن الخاسر؟

8 من شـعبان 1441هـ  01 نيسان/ابريل 2020م

Al Raya sahafa
 جريدة الراية

جريدة الراية: إلى أين تمضي مفاوضات طالبان مع الأمريكان؟

2 من رجب 1441هـ 26 شباط/فبراير 2020م

 Al Raya sahafa
جريدة الراية 

جريدة الراية:

تخفيض أمريكا التكتيكي والسياسي لقواتها في أفغانستان

11 من جمادى الثانية 1441هـ 05 شباط/فبراير 2020م

Al Raya sahafa 
جريدة الراية

جريدة الراية:

أمريكا تجازي عملاءها بعد انتهاء أدوارهم جزاء سنمار

 فهل من متعظ؟!

27 من جمادى الأولى 1441هـ  22 كانون الثاني/يناير 2020م

Al Raya sahafa 
جريدة الراية

جريدة الراية :كيف تتآمر أمريكا على حركة طالبان عبر عملية السلام؟

14 من ربيع الثاني 1441هـ  11 كانون الأول/ديسمبر 2019م

Al Raya sahafa

 

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې