شنبه, ۲۳ ذیحجه ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۶/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 ذولحجه 1445

میلادی نېټه :     یکشنبه, 16 جون 2024 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۱۴۴۵/۴۱

ولاية الكويت
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۱۴۴۵هـ.ق کال د لوی اختر مبارکۍ پیغام

الله أکبر الله أکبر الله أکبر لا إله إلا الله.... الله اکبر الله أکبر و لله الحمد!

(ژباړه)

بسم الله الرحمن الرحیم والحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی أفضل المرسلین سیدنا محمد وعلی آله وصحبه أجمعین!

حزب التحریر د لوی اختر رارسېدو په مناسبت ټول اسلامي امت –چې په مستقیم او نامستقیم ډول د استعمار نېش وهلي او صبر او استقامت کوي- او په ځانګړي ډول د غزې او ټول فلسطین صابرو خلکو ته مبارکي وايي. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې د دغه اختر ورځې یې زړونو ته ارامتیا وبښي؛ هغه ارامتیا چې کینه‌کښ کفار حیران کړي او دا ارامتیا یوازې هغه مسلمانان لري چې زړونه یې د الله تعالی په رضایت پورې تړلي.

خوښ یم چې خپل، د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس او په بېلابېلو ادارو او واحدونو کې د خپلو وروڼو او خویندو مبارکي د حزب التحریر امیر، جلیل القدر عالم عطاء بن خلیل ابوالرشته حفظه الله ته وړاندې کړم او له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې د نوموړي په لاسونو اسلامي امت ته د نصرت او تمکین په ورکولو عزت ورکړي!

دا لوی اختر په داسې حال کې رارسېږي چې اسلامي امت د ځمکې په هر کونج کې د استعمار له درانده بار سره مخ دی؛ د غزې او مبارکې خاورې د نورو برخو د مسلمانانو پر وړاندې له دوامدارو جنایتونو نیولې د هند او کشمیر مسلمانانو تر ځور؛ د سوډان په ښارونو کې نیابتي جګړې؛ د سوریې د خلکو پر وړاندې تحقیروونکو سیاستونو؛ له جزیرة العرب څخه د اسلامي عفت ورکولو سیاست او د هغو کسانو ځورولو پورې چې له غزې سره همدردي ښيي؛ هغه که د غزې شاوخوا خاورو کې وي او که په غربي دولتونو کې. مسلمانان د دغو استعماري شرایطو په منځ کې اختر لمانځي.

اې مسلمانانو، اې تر ټولو غوره امته چې د خلکو د لارښوونې لپاره پیدا شوي یئ!

د غزې په خاوره کې چې کومه جګړه روانه ده، زموږ د ټولو خاورو پر وړاندې د غربي کافرو استعمارګرو دسیسې او ناوړه نیتونه ښيي. زموږ له ژونده د غرب لاس یوازې هغه وخت لنډېږي چې پرې یې کړو او دا یوازې هغه وخت کولی شئ چې خپل واک او ځواک له خاینو او لاسپوڅو حکامو واخلئ؛ ستاسو واک او سلطه به مو بېرته د ځواک په خلکو او پوځونو کې ستاسو بچیان بېرته درته راګرځوي.

کوم امت چې واک او اقتدار ونه لري؛ عزت، شان او شوکت نه لري! د خپلو حکامو او د هغو د شاوخوا کسانو درواغ چې وایي د دغه وضعیت په اړه څه نه کېږي یا هر څه ښه دي، مه منئ! دا د هر طاغوت خبره ده چې خپلو خلکو ته یې وايي چې د تل لپاره یې خپل غلام وساتي. پوه شئ چې اسلامي امت دومره وړتیا او سرچینې لري چې په نړۍ کې تر ټولو پیاوړی دولت کېدلی شي؛ داسې دولت چې پر ګټو یې لوبه خورا سخته ده؛ بلکې دومره وړتیا او سرچینې لري چې د فلسطین سپېڅلې خاوره ازادولی شي. د غزې مجاهدو ځوانانو ټول امت، په ځانګړي ډول د امت پوځونو ته وښوده چې یهود او یهودي رژیم د هغو کسانو پر وړاندې هيڅ نه دي چې لږ تیاری ولري؛ ان امریکا او وسلې یې د اسلامي امت د مبارزینو پر یوې کوچنۍ ډلې د لاسبري لپاره بسنه نه کوي؛ نو که د شاوخوا خاورو پوځونه له دغې کوچنۍ ډلې سره یو ځای شي څه به کېږي!!

اې مسلمانانو، د منبرونو خاوندانو او رسنیو!

دا یو حقیقت دی چې اسلامي خاورې تر اوسه تر استعمار لاندې دي. نو د دغه حقیقت په افشا کې شک مه کوئ. دا ستاسو په خاورو کې د امنیت او خوندیتوب د نشتون ستونزه ده؛ نو اسلامي امت له دغه حقیقت څخه مه منحرف کوئ؛ بلکې امت تحریک کړئ چې د ځواک او مقاومت له خاوندانو وغواړي چې د لاسپوڅو حکامو په لرې کولو سره هغوی له دغه استعماري وضعیت څخه وژغوري. اسلامي امت باید یو واحد دولت ولري چې هغوی یې له ټولو وړتیاوو سره یو ځای کړي او په زړونو کې یې انس او الفت رامنځته کړي؛ یعنې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت.

موږ، حزب التحریر تاسو رابولو چې هغو مطالبو ته چې حزب له قران او سنتو را ایستلي او د خلافت د بیا تاسیس لپاره يې د پلان په توګه یې تیار کړي؛ پام وکړئ!

اې د پوځونو سرتېرو!

که مو وسلې، تجهیزات او روزنې د اسلامي امت له دښمن سره د مبارزې او قتال لپاره نه دي؛ نو څه ته مو ساتلي؟ ایا د خپلو خاینو حکامو امر ته په تمه یئ؟ نو پوه شئ چې دغه حکام یوازې د خپلو خلکو د وژلو، خپلو خاورو ویجاړولو او له دښمن سره جګړې نه کولو امر درکوي! فکر وکړئ چې څنګه مو د خپلو ښارونو د ځپلو لپاره رابولي او پاروي؛ خو له یهودي رژیم سره د مبارزې او د فلسطین سپېڅلې خاورې د ازادولو لپاره جګړې په اړه خبرداری درکوي! هو، تاسو یې له نږدې پېژنئ چې څنګه د امریکا او غربي استعمارګرو د غوښتنو پر وړاندې سر ټیټوي خو د خلکو غوښتنې ردوي!

حزب التحریر تاسو رابولي چې د اسلام او اسلامي امت په صف کې شئ؛ خپلې خاورې د دغو حکامو له خیانت څخه وژغورئ، د استعمارګرو لاسونه ترې پرې کړئ او د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت په اعلان سره د الله سبحانه و تعالی شریعت حاکم کړئ؛ بیا د مسلمانانو د خلیفه تر امر لاندې د فلسطین مبارکې خاورې د ازادولو لپاره حرکت وکړئ؛ مسلمانان به مو تر شا مرسته وکړي او د الله سبحانه و تعالی د نصرت لپاره به د تکبیر نارې وهي!

اې مسلمانانو!

په دغه لوی اختر کې د الله سبحانه و تعالی دربار ته لاسونه لپه کړئ؛ د اختر خوشالي د خپل عزم او ارادې نوي کولو او د دښمن لپاره غوسې تازه کولو په توګه په پام کې ونیسئ؛ بیا د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره د حزب التحریر ځوانانو ته لاس ورکړئ او د دغې موخې لپاره ګډه هڅه وکړئ! الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿یَاأیُّهَاالذِینَ آمَنُوا إنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ* وَالَّذِینَ کَفَرُوا فَتَعسًا لَّهُم وَ أَضَلَّ أعمَالَهُم﴾ [محمد: 7-8]

ژباړه:«اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! كه د الله (د دين) مرسته وكړئ؛ نو هغه به ستاسو مرسته وكړي او پښې به مو ټينګې كړي (قدمونه به مو ثابت کړي). او څوک چې کافران شوي؛ نو پر هغوی دې مرګ وي! او (نېک) عملونه یې دې باطل وي»

الله أکبر الله أکبر الله أکبر لا إله إلا الله.... الله اکبر الله أکبر و لله الحمد!

اختر مو مبارک والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

انجنیر صلاح الدین عضاضة

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

۱۴۴۵هـ.ق د ذي‌الحجې ۱۰مه

۲۰۲۴م کال د جون ۱۶مه

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې