شنبه, ۲۸ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     21 محرم 1446

میلادی نېټه :     شنبه, 27 جولای 2024 م

شمېره:      د صدرو ګڼه: ۱۴۴۶ه/۰۰۷


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د امریکا کانګرېس په شور، ولولو او پرله‌پسې چکچکو سره د غزې د خونخوار هرکلی وکړ!

(ژباړه)

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ﴾ [آل عمران: ۱۱۸]

ژباړه: «په رښتیا چې کرکه او دښمني یې له وینا څخه څرګنده ده او هغه څه چې په سینو کې یې پټوي، تر دې هم ستر دي.»

په غزه کې د بې ګناه وګړو له عام‌وژنې لس میاشتې وروسته، چې شهادتونه یې په خورا دقت سره د تصویر، غږ او شمېر له مخې مستند شوي؛ د امریکا کانګرېس په شور او ولولو د صهیونیستي رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه د خپلو خلکو د یوه «اتل» په توګه تود هرکلی وکړ. داسې لکه د کانګرېس غړو چې ورته ویلي وي: «موږ غواړو چې تا پخپل استازیتوب د غزې د بې ګناه وګړو د وژل کېدو له امله وستایو.» الله سبحانه وتعالی په قران کریم کې فرمایي:

﴿إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُواْ بِهَا﴾ [آل عمران: ۱۲۰]

ژباړه: «که چېرې تاسو ته نېکي در په برخه شي (او نعمتونه لکه بریا او غنیمتونه ترلاسه کړئ، نو کافران) ناارامه کېږي او که چېرې زیان در ورسېږي، خوشحاله کېږي.»

همدارنګه دا پېښې څرګندوي چې کافر او استعمارګر غرب اسلامي امت ته یوازې د مات شوي امت او خاورو ته یې د خپلې مستعمرې په سترګه ګوري. که غرب دا توان درلودلی، نو مسلمانان به یې ان د ځمکې له مخ څخه ورک کړي وای.

د غرب په لیدلوري کې صلیبي جګړې پای ته نه دي رسېدلې، یوازې نومونه یې بدل شوي دي. هر ځل چې د استعمار یو پړاو پای ته رسېږي، نو بل پړاو یې پیلېږي؛ یوازې څېرې او نومونه بدلېږي، خو کړنې د تېر په څېر پاتې کېږي. همدارنګه نظامي، اقتصادي او فرهنګي بریدونه، له مسلمانانو د دې حق اخیستل چې ځانونه انسانان وګڼي، له ځان، خاورې، عقیدې څخه دفاع وکړي او د دې تر څنګ د استعمار او چپاول د اسانۍ لپاره له خاینو او جنایتکارو حکامو څخه ملاتړ همداسې دوام لري.

هو، له اسلام څخه کرکه کول کافر غرب ته له خپلو صلیبي نیکونو څخه په میراث پاتې ده. که څه هم غرب د رنسانس مسیر وهلی دی، چې د منځنۍ پېړۍ له تیارو څخه یې را ایستلی؛ خو زړه یې اوس هم په همغه تیارو کې ډوب دی؛ په ځانګړي ډول کله چې له اسلام او مسلمانانو سره چلند کوي. همدا دلیل دی چې اوس هم د اسلام په لوري د خپل ذهن له خلاصولو وېرېږي او ښکاره بېلګه یې د مسلمانانو له عفت سره جګړه ده؛ که څه هم ښه پوهېږي چې دغه عفت څه شی دی!

دا غرب دی او دایې سیاستوال دي، چې د غزې د ظالم او جنایتکار نتانیاهو لپاره چکچکې وهي!

 اې مسلمانانو... اې غوره امته چې د خلکو د هدایت او لارښوونې لپاره پیدا شوي یئ!

موږ مسلمانان باید هر څومره چې ژر کېږي خپله نړۍ ورغوو، چې په هغې کې خپل کرامت وساتو او د خپل دین هیبت او دبدبه لوړه کړو او همدارنګه د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړو! پام مو وي چې د اسلام د حاکمیت له راوستولو پرته ستاسو ژوند هېڅ ثبات نشي موندلی. ثبات ته یوازې هغه مهال رسېدلی شو، چې خاین حکام ګوښه کړو، قدرت بیرته ترلاسه کړو، د اسلام حاکمیت راولو او له اسلامي خاورو څخه د کافر او استعمارګر غرب نفوذ ختم کړو.

اې مسلمانانو... اې د منبرونو او رسنیو خاوندانو!

تاسو وګورئ چې کافر غرب څه ډول د غزې خونخوار ته چکچکې ووهلې؛ په داسې حال چې لاسونه یې اوس هم د فلسطین د مبارکې خاورې د اوسېدونکو په وینو رنګ دي! ایا دا تاسو نه را پاروي چې د مسلمانانو د مسایلو په اړه په اسلامي رسنیو کې پر خپل رسالت له سره غور وکړئ!؟ د اسلام دښمنان وتوانېدل چې غزه په کنډواله بدله کړي؛ په داسې حال کې چې ستاسو کمرې هر شېبه یادو پېښو ته پوښښ ورکوي او دوی دغه کار یوازې د دې لپاره ترسره کړ، چې ډاډه وو چې اسلامي پوځونو ته د حرکت نه کولو دستور ورکول کېږي؛ هغه پوځونه چې سرتېري یې ستاسو بچیان او وروڼه دي او ستاسو په پیسو او شتمنیو دوی ته زده کړې ورکړل شوې او ذخیره شوي دي.

پر همدغه اساس چوپ مه پاتې کېږئ، بلکې خپلې ویناوې مو د قدرت او نفوذ خاوندانو ته ورسوئ، ترڅو پوځونه په حرکت راولي او خاین او جنایتکاره حکام رانسکور کړي.

اې د مسلمانانو په پوځونو کې سرتېرو!

لس میاشتې کېږي چې پخپلو اډو کې ناست یئ او د یهودانو له خوا د غزې د ویجاړۍ او د مظلومو خلکو د وژنو ننداره کوئ. په کومو سترګو به د قیامت په ورځ د قهار الله پر وړاندې درېږئ؛ په داسې حال کې چې د مبارکې خاورې خلک ستاسو د سترګو پر وړاندې وژل کېږي او ستاسو په لاسونو کې وسلې دي!؟ له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ستاسو محبت او دوستي چېري دي؟ او چېرې ده له مومنانو سره ستاسو ملګرتیا؟

ایا تاسو په رښتیا سره د الله سبحانه وتعالی عبادت کوئ او له پیغمبر سره یې مینه لرئ او که د حکامو او پیسو عبادت یې کوئ؟ ستاسو غیرت او مېړانه چېرې دي؟ د کومې جګړې لپاره چمتو کېږئ؟ ایا پر دې د پوهېدو وخت نه دی رارسېدلی چې ستاسو حکام له تاسو څخه یوازې د خپلو خلکو د کورونو د ورانولو لپاره ګټه اخلي؟ نو څه ته په تمه یئ!؟

اسلام پر تاسو واجبوي چې همدا اوس د یهودي رژیم له جنایتونو څخه د خلاصون لپاره د فلسطین د مظلومو وګړو ژوغورلو ته ودانګئ او که مو حکام دا اجازه نه درکوي او مخه مو نیسي، نو دا ستاسو دنده ده چې هغوی د خپل خیانت پر اساس محاکمه کړئ! اوس د مسیر د سمون وخت دی؛ نو د فلسطین مبارکې خاورې او خپلو وروڼو ته د نصرت ورکولو لپاره سره راټول شئ او حرکت وکړئ! ټول امت تاسو ته په تمه دی او دې ته چمتو دی چې له استعمار او د هغه له نفوذ څخه د ازادۍ لپاره ستاسو ملګرتیا وکړي؛ نو څه ته په تمه یئ او څه کوئ!؟ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَالَّذِينَ آوَواْ وَّنَصَرُواْ أُوْلَـٰٓئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ﴾ [انفال: ۷۴]ژباړه: «چا چې پناه ورکړې او مرسته یې کړې (دواړې ډلې( هغوی حقیقي مومنان او ایمان لرونکي دي او د دوی لپاره بښنه (د الله لخوا د ګناهونو) او ډېر د عزت رزق (په جنت کې) دی.»

 لیکوال: د حزب التحریز د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس - انجنیر صلاح الدین عضاضه

۱۴۴۶هـ.ق د محرم ۲۱مه

۲۰۲۴م د جولای ۲۷مه

ژباړه: بهیر (ویاړ)

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې