یکشنبه, ۱۷ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     12 ربیع الاول 1446

میلادی نېټه :     یکشنبه, 15 سپټمبر 2024 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۲۳/ ۱۴۴۶

ولاية الكويت
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د اسلامي امت پر وړاندې د ناوړه او لاسپوڅو حکامو پرله‌پسې خیانت

(ژباړه)

د آل سعود حکومت یو ځل بیا د اسلامي امت پر زړه ګوزارونه کوي، دا ځل د ناوړه حکامو په همکارۍ په اسلامي خاورو کې له غاصب رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره په امریکا کې د سعودي سفیرې ریما بنت بندر آل سعود په واشنګټن کې د امریکایي منځني ختیځ د خبرو اترو په ناسته کې ګډون وکړ، که څه هم د دغه رژیم له لوري د مسلمانانو پر وړاندې په غزه او لویدیځه غاړه کې ظلم او ترور روان دی. دغه غونډه د اسراییلي رسنیو له لوري د "تاریخي ګام" په توګه توصیف شوې او نورو لوړپوړو چارواکو لکه؛ د مراکش او بحرین سفیرانو هم په دغه ناسته کې ګډون کړی و. د دې غونډې رسمي ویب‌پاڼې اعلان کړی، چې د غونډې موخه د امریکا او منځني ختیځ تر منځ د مهمو خبرو اترو پیاوړتیا ده. دغه ناسته هر کال د ایتلافونو د پیاوړي کولو او د راتلونکو سیاستونو د ترتیبولو لپاره ترسره کیږي. 

له شک پرته دغه اقدامات د همدغو حکامو د هغو هڅو لپاره دي، چې دوی یې "د اړیکو عادي کول" بولي. داسې ښکاري چې دوی په خپلو مجلسونو او کلپونو کې د فلسطین خاوره او خلک په ډېره ارزانه بیه معامله کوي. د اسراییلي رسنیو له یوه لوړپوړي چارواکي څخه نقل شوي، هغه وړاندوینه کړې چې احتمالاً د عادي کولو تړون به له نومبر څخه چې د امریکا د ټاکنو پیل دی او د نوي ولسمشر د ټاکلو تر منځ په جنوري کې لاسلیک شي او ټینګار شوی دی، چې دغه اقدام "په غزه کې د اوربند او د فلسطین د مسلې د حل په اړه نظرونو" ته اړتیا لري. 

دغه شرایط د دې پر ځای چې د غاصب اسراییلي رژیم له منځه یوسي، برعکس هغه ته امنیت ورکوي. دغه موضوع د سعودي سفیرې د ۲۰۲۴م کال، په جنوري میاشت په داووس کې په نړیوال اقتصادي کنفرانس کې په خپلو څرګندونو کې تایید کړه، هغې ویلي یې وو: "سعودي په ښه توګه د اسراییلو د امنیت اړتیا درک کوي او دغه امنیت باید د فلسطین د خلکو په بیه نه وي." دغه څرګندونې د آل سعود حکامو لوی خیانت په ډاګه کوي، چې خپل ځان یې د یهودانو خدمت ته ورکړی دی او هغوی ته د سیاسي او اقتصادي ملاتړ زمینه برابروي، ترڅو په فلسطین کې د مسلمانانو پر وړاندې ظلم او ستم ته دوام ورکړي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په هایټي کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: "موږ هیله لرو چې د اسراییلو او سعودي ترمنځ د اړیکو د عادي کولو تړون به د جو بایډن د ولسمشرۍ دورې تر پای ته رسېدو وړاندې د ۲۰۲۵م کال په جنوري کې لاسلیک شي." 

موږ پوهیږو چې دغه غوښتنې له کوم ځای څخه راځي او څوک دغه فاسد سیاستونه رهبري کوي. امریکا په جدي توګه هڅه کوي چې یو داسې تړون ترسره کړي، چې په بدل کې یې سعودي په عامه توګه د اسراییلو رژیم په رسمیت وپیژني؛ لکه څنګه چې په دغه تړون کې د ریاض او واشنګټن تر منځ د امنیتي اړیکو پیاوړي کول، سعودي ته د امریکایي مرستو ورکول او په غیر نظامي اټومي پروګرام کې د سعودي غښتلي کول، چې د یورانیمو د غني کولو ظرفیت ولري، شامل دي. امریکا د آل سعود حکومت ثبات د دغه عادي کولو د بیې په توګه، په خپلو لاسونو کې ګڼي؛ لکه څنګه چې وړاندې له متحده عربي اماراتو، بحرین او مراکش سره ترسره شوی او ژر به سوډان هم د په همدې پلونو ګامونه کېږدي.

ورپسې د سیمې په اړه د سعودي د سفیرې د خبرو یادونه شوې، چې هغې ویلي دي: "څومره چې جګړه اوږده شي، همدومره د یو قانون ماتوونکي رژیم د راتګ سبب کیږي او یا داسې تېروتنه رامنځته کیږي، چې موږ او په ځانګړې توګه زه له دې خبرې کرکه لرم او موږ د ډبرو زمانې یا شاتګ ته ور ګرځوي. دا یوه ګرمه او ناارامه سیمه ده." هغې دا درک کړې چې که دغه زهرجنه سیمه وچوي، د هغوی پر رژیمونو منفي اغېزې کوي او د هغوی سلطنت ته د پای ټکی ږدي. دغه کار د هغه رژیم له لوري چې هغه یې "قانون ماتوونکی" بولي نه ترسره کیږي، بلکې د یو قوي دولت له لوري ترسره کېدای شي، چې اسلامي امت ته سلطه او ځواک ورکوي. دغه دولت د شریعت او اسلامي عقایدو پر بنسټ د نبوت پر منهج د راشده خلافت پر اساس رامنځته کېږي. دا د ډبرو زمانې ته ور ګرځېدل نه دي، بلکې د غفلت له خوب څخه د امت بیدارول دي؛ یعنې له شاتګ څخه خلاصون او د ازادۍ لپاره مبارزه ده، هغه مبارزه چې ټول دغه فاسد رژیمونه او خاين حکومتونه به له منځه وړي او ظلم ته به د پای ټکی ږدي. 

موږ دغو لاسپوڅو حکامو ته د الله سبحانه وتعالی دغه قول ور یادوو او هغوی ته خبرداری ورکوو: 

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾ [المائده: ۵۱]

ژباړه:  اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! د یهودو او نصاراوو ملګرتيا مه کوئ، ځکه دوی يو د بل دوستان دي، که له تاسو څخه څوک د هغوی ملګری شي، نو د دوی په ډله کې شمېرل کېږي. په رښتیا چې الله سبحانه وتعالی ظالمو خلکو ته لارښونه نه کوي.

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۱۲مه

۲۰۲۴م کال، د سپټمبر ۱۵مه

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې