دوشنبه, ۲۵ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ربیع الاول 1446

میلادی نېټه :     یکشنبه, 29 سپټمبر 2024 م

شمېره:      د صدور ګڼه: ۰۳۱/ ۱۴۴۶

ولاية الكويت
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې علماوو! د غزې ملاتړ په غونډو نه کېږي!

(ژباړه)

د سپټمبر په ۲۶مه، پنجشنبه، په استانبول کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د "طوفان الاقصی" د یوه کال د تېرېدو په مناسبت، د "طوفان د ملاتړ لپاره د امت د علماوو نوښت" فعالیتونه پیل شول. دغه غونډه د ګڼ شمېر مسلمان علماوو په ګډون، هم په حضوري او هم د ثبت شویو پیغامونو په بڼه ترسره شوه، چې سلګونو ترکي وګړو او په استانبول کې مېشتو عرب کډوالو هم ګډون پکې کړی و. ګډونوالو دوه رکعته لمونځ وکړ او دعای قنوت یې ولوست؛ خپل لاسونه یې د الله سبحانه وتعالی دربار ته پورته کړل او د غزې د خلکو د بریا او د هغوی د محاصرې د پای ته رسېدو لپاره یې دعا وکړه.

یقیناً موږ پوهېږو چې په غزه کې زموږ د وروڼو او خوېندو رنځونو او کړاوونو ټول مسلمانان دردولي او هیڅوک له دې غافل نه دي. هر چا په یو ډول خواخوږي او همدردي ښودلې او د غزې د مظلومو خلکو د دردناک او زړه بوږنوونکي حالت په اړه یې خپل احساسات څرګند کړي دي؛ داسې یو حالت چې له غم او درد څخه زړونه اوبه کوي.

هغه کسان چې په اسلامي خاورو کې ولسي خوځښتونه څاري، په څرګنده توګه ګوري چې اسلامي امت څومره یو موټی او همغږی دی او څرنګه د دغو هېوادونو خلک د حکامو په حضور او د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې خپله غوسه څرګندوي او د غزې، لویدیځې غاړې او اوس د لبنان له خلکو سره خواخوږي کوي.

همدارنګه، د اروپا او امریکا کوڅې د پراخو لاریونونو شاهدې دي چې پکې د صهیونیستي رژیم له لوري په بې شرمانه او متکبرانه توګه د ترسره شویو ټول وژنو او وحشیانه قتلونو پر وړاندې خپله غوسه او اعتراضونه څرګندوي. دا یو داسې رژیم دی چې نه له نړیوالو محکمو څخه ویره لري، نه د ملګرو ملتونو پریکړو ته پاملرنه کوي، نه پرې بندیزونه اغېز کوي او نه کوم ګواښ او غندنه کولای شي چې هغوی له خپلو وحشیانه اعمالو څخه راوګرځوي.

اوس په څرګنده توګه لیدل کېږي چې له دغو ټولو لاریونونو، غونډو، جشنونو او ویناوو سره سره، په غزه کې د مرستې په برخه کې هیڅ کوچنی بدلون هم نه دی راغلی او صهیونیستي رژیم لا هم خپلو وحشیانه بریدونو ته ادامه ورکوي. لا هم ټول‌وژنه کوي، خلک وژني او کورونه یې ویجاړوي. یو بشپړ کال تېر شوی او هره ورځ موږ د لاریونونو او غونډو شاهدان یو چې هیڅ پایله یې نه ده ورکړې، خو د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې دومره ډېرې پیښې لا هم ونه توانېدلې چې مسلمان علماء د دغو ډول غونډو له ترسره کولو څخه منع کړي. هغوی "د فلسطین د علماوو پلاوي» په همکارۍ دغه نوښت په یوه لوی هدف سره ترسره کړ، خو د "فلسطین د قضیې د ملاتړ لپاره د اسلامي هڅو اتحاد" هدف لا هم مبهم او له عملي برنامې خالي دی.

هغه څه چې حالت نور هم خرابوي دا دي، چې لا هم له خلکو څخه غوښتنه کوي چې د فلسطینیانو لپاره خپل مادي او معنوي ملاتړ جاري وساتي او د دوی ویناوې د خواشینۍ او د فلسطین د خلکو د سختو شرایطو له الفاظو ډکې دي، هغه شرایط چې یو کال پرې تېرېږي. ځینو ویناوالو جرأت کړی او په دې یې ټینګار کړی چې د اشغالګرو پر وړاندې مبارزه باید دوام ولري او ځینې نور د ملاتړ او مقاومت پر پراختیا ټینګار کوي.

اې علماوو او درنو پوهانو! که د خلکو کمزوري او ناپوهي هغوی دې ته اړ کړې وي چې د دنیا مینه ولري او له مرګ څخه ویره وکړي او لا هم ځینې یې سړکونو ته راوځي او لاریون کوي، ترڅو خپله خواخوږي څرګنده کړي، باید ووایو چې دا کېدای شي یوازینی کار وي چې ډېری خلک لکه کارګران، کارکوونکي، انجنیران، ډاکټران او میندې یې کولای شي.

دغه حالت او د امت جمود د ظالمو حکامو د ظلم او ناوړه سیاستونو پایله ده، چې خلکو ته اجازه نه ورکوي چې په اغيزناکه توګه عمل وکړي. له همدې امله یې په منځ کې ویره او کمزوري خپره شوې او هغوی نه شي کولای چې په اغيزناکه توګه د ټولنې او په نړیواله کچه حرکت وکړي.

له شک پرته، د دیني علماوو او فقهاوو مکلفیت دا دی چې خلک وپوهوي او هغوی ته ورزده کړي چې څنګه په اغيزناکه توګه عمل وکړي، ترڅو وضعیت بدل شي او له مظلومانو سره مرسته وشي. له همدې امله، د حیرانتیا وړ خبره ده چې ستاسو غونډې یوازې تر ویناوو او معنوي فعالیتونو محدودې شوې او د غزې د ملاتړ اصلي اړتیاوو ته پکې پاملرنه نه ده شوې. خواشینونکې ده چې دغه غونډه نه ده توانېدلې چې عملي حللارې وړاندې کړي او یوازې په غندنو او نیوکو یې بسنه کړې ده. دغه ویناوې دومره تکراري شوې دي چې خلک نور ورته پاملرنه نه کوي او په پایله کې به هیڅ اغېز ونه لري.

اې علماوو او درنو پوهانو! تاسو د پیغمبرانو وارثان یاست او اسلامي امت پر تاسو باور کړی دی. له تاسو تمه کېږي چې یوازې تکراري ویناوې ونه کړئ، بلکې عملي ګامونه واخلئ. ستاسو مکلفیت دی چې دغه امت د سمې لارې لور ته هدایت کړئ او هغه پوهه چې الله سبحانه وتعالی تاسو ته درکړې ده، په عمل کې یې پلي کړئ. نو له دې امله، تاسو ته ښايي چې حق په زړورتیا سره ووایئ او له هېچا څخه ویره ونه لرئ، ان که هغه ظالم وي او غواړي تاسو  چوپ کړي.

تاسو ښه پوهېږئ چې جهاد یوازې د غزې، لویدیځې غاړې یا لبنان د خلکو مسوولیت نه دی؛ بلکې دا د ټول اسلامي امت مسوولیت دی، ترڅو فرض کفایي پوره شي. که خلک په جدي توګه میدان ته را نه شي، ټول اسلامي امت به ګناهکار وي.

تاسو علماء د دې مسوولیت اصلي بار پر اوږو لرئ؛ نو د هغه چا پشان مه اوسئ چې الله سبحانه وتعالی خپل ایتونه ورکړي او هغوی مخ ترې اړولی. همدارنګه، د هغو کسانو پشان مه اوسئ چې تورات یې پر اوږو اخیستی خو پرې عمل نه کوي! مه هېروئ چې الله سبحانه وتعالی به له تاسو څخه د هغې پوهې په اړه پوښتنه وکړي چې تاسو ته یې درکړې او د "وَقِفُوهُمْ إِنَّهُم مَّسْئُولُونَ" آیت یاد وساتئ!

اې علماوو او درنو پوهانو! تاسو ته ښايي چې:

  • څوک چې د فلسطین د اشغال او د خلکو د بې ځایه کېدو لامل شوي دي. د اشغال د دوام په برخه کې د نړیوالو سازمانونو همکارۍ افشا کړئ او خلکو ته ووایئ چې د غزې له خلکو څخه د ظلم لیرې کولو لپاره له هغوی سره خبرې کول بې ګټې دي.
  • مسلمان حکام او د هغوی همکاران افشا کړئ او د هغوی خیانت او دسيسه خلکو ته په ډاګه کړئ. ووایئ چې هغوی د یهودو له بریاوو څخه خوښ دي او له مجاهدینو څخه کرکه لري.
  • خلکو ته ووایئ چې اغيزناک حرکت هغه دی چې سیاسي وضعیت بدل کړي، حکام لرې کړي او اسلامي امت سره نږدې کړئ، ترڅو یو ځل بیا خپل ستر مقام ته ورسېږي، نه دا چې یوازې د فلسطین له مسلې څخه ملاتړ وکړئ.
  • د هغو ظالمانو پر وړاندې د دغه امت رهبران شئ، چې د صهیونیستي رژیم ملاتړ کوي او دغه امت یې محدود او غږ یې چوپ کړی دی. تاسو باید دغه امت راویښ کړئ او هغه څه وښایئ چې الله سبحانه وتعالی پرې راضي کېږي؛ ځکه چې دغه امت تاسو ته هیله او امید لري.
  • جهاد اعلان کړئ او یوازې په اعلان بسنه مه کوئ؛ بلکې له زړورو مسلمان پوځونو سره یې پیل کړئ. یوازې له ځوانانو څخه مه غواړئ چې مبارزه وکړي؛ ځکه ځوانان چمتو دي، خو سمبال شوي نه دي. برعکس، هغه پوځونه چې په قرارګاوو کې دي، باید ستاسو هدف وي؛ ځکه هغوی روزل شوي او چمتو دي. ډېری یې د ځان، روح، مال او معنویت له پلوه د سرښندنې لپاره چمتو دي، خو لوی خنډ دغه فاسد نظام دی چې ترې لاندې یې ژوند کوي او د هغوی د خوځښت مخه نیسي. نو تاسو ته ښايي چې هغوی د خپلو مسوولیتونو او د دغه امت له اړتیاوو خبر کړئ، ترڅو هغوی د جهاد لپاره پورته شي او اسلامي امت د خپلو دښمنانو پر وړاندې سمبال کړي.
  • اې علماء کرامو، تاسو باید د عز بن عبدالسلام او امام احمد بن حنبل په څېر له مجاهدو علماوو څخه درس واخلئ. دغه شخصیتونه هېڅکله د ظلم او فساد پر وړاندې غلي پاتې نه شول او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې یې د حق لپاره جهاد وکړ. تاسو د دوی کیسې لولئ او په اسلام کې د دوی د ملاتړ او د مسلمانانو د مرسته کولو فضایل پیژنئ.

تاسو ته د الله سبحانه وتعالی دا قول یادوم چې په سوره صف کې فرمایي:

﴿إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنْيَانٌ مَّرْصُوصٌ﴾

ژباړه: «الله تعالی هغه کسان خوښوي، چې د هغه په لاره کې داسې يو موټی او يو صف جګړه کوي، لکه د فولادو پیاوړی دیوال چې وي

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د ربيع الاول ۲۶مه

۲۰۲۴م کال، د سپټمبر ۲۹مه

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې