اسلام ته د خالد بن ولید راتګ او له اسلام او مسلمانانو څخه د هغه نا ماتېدونکی ملاتړ له دې امله و چې هغه تکړه جنګیالی و. د داسې یو اتل او تکړه جنګیالي دریځ چې په هېڅ جګړه کې یې ماتې نه ده خوړلې. که په کفر کې پاتې شوی او د خپلو نیکونو غوندې مړی شوی وای، لکه ابو جهل او ولید بن مغیره، نو په دې دنیا او په اخرت کې به د بایلونکو په منځ کې و.
په حقیقت کې د خالد بن ولید ژوند د اوسنیو اسلامي پوځونو افسرانو ته ځواکمن او له پنده ډک درسونه ورکوي، هغو کسانو ته چې د ظالمانو د تاج او تخت ساتلو لپاره ورته امر شوی او د الله سبحانه وتعالی له طرفه له نازل کړل شوو امرونو پرته د هغو امرونو د پلي کېدو پیاوړتیا ورکوي چې د بشر او دوی خوښه وي. یعنې د الله سبحانه وتعالی د احکامو له پلي کېدو څخه یې راګرځوي. اوس که دغه افسران د اسلامي اردو د پیاوړي قومندان خالد بن ولید لار څارې او پر هغه عمل کوي، نو پایله به یې د خالد بن ولید د کړنو او د الله سبحانه وتعالی د دین لپاره د «تورې» له پایلې سره ورته وي؛ انشاءالله.
پر همدغه اساس، که د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، داسې افسران به هغه ورځ ډېر خوشحاله شي چې په هغه ورځ به له خالد بن ولید او نورو اصحابه رضی الله عنهما سره یوځای محشور کېږي، څومره د خوشحالۍ ورځ به وي!
په هر حال، که هغوی په اسلامي نړۍ کې د سېکولر نظامونو په ساتلو سره خپل ځانونه همداسې چوپ او غلي نیسي، د ملتپالنې دولتونو له پولو څخه ساتنه کوي، چې د خلافت دولت له ځمکو څخه تراشل شوي او لېرې شوي دي، مسلمانان یې وېشلي دي، نو د دوی لپاره به یې پایلې ګواښوونکې او د افسوس وړ وي.
په حقیقت کې د یو مسلمان افسر لپاره نه ده پکار چې الله سبحانه وتعالی او رسول صلی الله علیه وسلم ته غیرت لري او بیا د ظالمانو له تاج او تخت څخه ساتنه وکړي او د داسې نظامونو لپاره خپل نظامي ژوند تېر کړي چې د غرب د رژیم اجنټان دي او د کفر د پروژو پلي کېدو لپاره هڅې کوي.
پرېږدئ چې مسلمان افسران چې د نظامي تاریخي تورو بېلګو او هغو کسانو ته پام وکړي چې د ظالمو واکمنانو د تاج او تخت لپاره ووژل شول، لکه شاه ریجارډ، ناپیلیون او ظالم هټلر او یو شمېر نور چې اوس مړه دي. په حقیقت کې به یاد کسان او فافلین په جهنوم کې وسوزي.
له اسلام او مسلمانو سره د خالد بن ولید مخامخ کېدو او مبارزې دومره وخت ونه نیو. یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري د ولید بن ولید بن مغیره په مرسته هغه ته پیغام ورسېد. همدا لنډ پیغام هغه ته بسنه وکړه، مسلمان شو چې کفري نړۍ یې ولړزوله. دا هر څه نوموړي د خپل اخرت لپاره وکړل.
خالد بن ولید د حدیبیې پر ۱۳ م اسلام ومانه او دا هغه وخت و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په عمره جبراني کې مکې ته دننه شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم له ولید څخه د هغه د ورور خالد په اړه پوښتنه وکړه. ویې ویل، «أين خالد؟» خالد چېرته دی؟ ولید وویل: « يأتي به الله» الله سبحانه وتعالی به هغه راولي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
, «ما مثله يجهل الإسلام، ولو كان يجعل نكايته مع المسلمين على المشركين كان خيرا له، ولقدّمناه على غيره»
ژباړه: د هغه په څېر هېڅوک داسې نه دي چې له اسلام څخه بې خبره وي. که له مسلمانو سره یوځای د مشرکینو پر وړاندې درېدلی وای، د هغه لپاره غوره وه. موږ هغه پر نورو غوره بولو
ولید خپل ورور ولټاوه، خو پیدا یې نه کړ، وروسته یې یو پیغام ورته پرېښود او په هغه کې ویل شوي وو: « بسم الله الرحمن الرحيم أما بعد: فإني لم أر أعجب من ذهاب رأيك عن الإسلام، وعقلك عقلك! ومِثْلُ الإسلام يَجْهَلُهُ أحد؟! وقد سألني رسول الله صلى الله عليه وسلم عنك، فقال: أين خالد؟ ... فاستدرك يا أخي ما قد فاتك، وقد فاتتك مواطن صالحة »
د الله سبحانه وتعالی په سپڅلي نامه، چې ډېر رحیم او مهربانه دی. هغه څه چې په راتلونکي کې راځي، د اسلام په اړه ستا نظر زه حیران کړم، په داسې حال کې چې ستا ذهن ستا دی. په هر حال، ایا د اسلام په اړه هېڅوک نه پوهېږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم له ما څخه ستا په اړه پوښتنه وکړه، ویې ویل: أين خالد؟ خالد چېرته دی؟ زما وروره! هغه څه بشپړه درک کړه چې په تېر وخت کې دې ترسره کړي دي. له خپلو ملګرو او د سیمې له خلکو تېر شوې. خالد بن ولید تر دې وړاندې هم د اسلام په اړه فکر کاوه او کله یې چې د خپل ورور پیغام ولوست، ډېر خوشحاله شو. همدارنګه نوموړی د خپل ځان په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وینا حیران شوی و. الله سبحانه وتعالی د هغه زړه پرانیست او اسلام یې ومانه. مخکې تر دې نوموړي خوب لیدلی و چې په ډېر نازک ځای کې وي او له هغه ځایه زرغون ځای ته ولاړ شي. کله چې نوموړي ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته خپل خوب تېر کړ، کله چې دی په مدینه کې و. ابوبکر صدیق رضی الله عنه ورته وویل: « هو مخرجُكَ الذي هداك الله للإسلام، والضيقُ الذي كنتَ فيه من الشرك» له هغه ځایه ستا وتل په دې مانا دي چې الله سبحانه وتعالی ته په اسلام مشرف کړې او هغه نازک ځای شرک و. پر همدغه اساس، دغه لنډ پیغام او د خالد بن ولید خوب د اسلامي لښکرو د مشر په توګه د هغه د ټاکل کېدو لپاره بسنه وکړه. تر هغه وروسته یې پر هغه څه عمل وکړ چې الله سبحانه وتعالی دی ورته پیدا کړی و، همدارنګه یې د الله سبحانه وتعالی عبادت او د هغه په لاره کې یې جهاد وکړ.
خالد بن ولید په رښتیا یو پیاوړی او غښتلی نظامي قومندان و. د احد په غزا کې نوموړي د مشرکینو د لښکر رهبري پر غاړه درلوده، چې مسلمان پکې تر یوه حده بریالي نه شول. وروسته له هغه کله چې نوموړی مسلمان شو، له مسلمانانو سره پیاوړی قومندان و. له مسلمانو سره د هغه یوځایوالی د «موته» په غزا کې و چې په یاده جګړه کې نوموړي د مسلمانانو بیرغ پورته کړ. هغه جګړه چې نوموړي ته پکې د «صفي الله» لقب ورکړل شو، یعنې د الله سبحانه وتعالی توره. نوموړي له مسلمانانو یو ځای له سلو په ډېرو جګړو کې برخه اخیستې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«نِعْمَ عبدُ اللهِ وأخو العَشيرةِ خالدُ بنُ الوليدٍ سيفٌ مِن سيوفِ اللهِ سلَّه اللهُ على الكفَّارِ والمنافقين»
ژباړه: د الله سبحانه وتعالی څومره ښه بنده او د خالد بن ولید د قبیلې دی. هغه د الله سبحانه وتعالی تور دی چې الله سبحانه وتعالی د کافرانو او منافقینو پر وړاندې سپر کړی دی.
خالد بن ولید د مکې مکرمې د فتحې په جریان کې شتون درلود، د همدې صحنې شاهد و او د حوناین په جګړه کې یې هم ګډون درلود. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل سر وېښتانو یو وېښته هغه ته ورکړل او خالد د خپلې لونګۍ په مخکنۍ برخه کې وساته. خالد بن ولید د خپل دښمن تر ماتې پرته له هغوی سره نه مخ کېده. ابوبکر صدیق رضي الله عنه نوموړی د ټول پوځ او د قومندانانو پر سر قومندان وټاکه چې په ترڅ کې یې نوموړي او اوبو عبیده دمشق فتحه کړ. دا ټولې قربانۍ د رښتینو او واقعي جنګیالیو لپاره وې چې په نظامي تاریخ کې په یاد پاتې شوې او غوره امت یې بشریت ته راوړی. د ده قربانۍ ډېرې درنې دي، هغه ورځ چې نه زامن او نه هم پیسې ګټه کوي.
د خالد بن ولید نمونه په اوسنیو افسرانو کې چې په اسلامي پوځونو کې دندې ترسره کوي او د رتبو تر لاسه کېدو په لټه کې دي، نه لیدل کېږي. دا رتبې د اسلام او مسلمانانو لپاره له کومې لاسته راوړنې پرته تر لاسه کوي او همدارنګه په نړۍ کې د ښکېلاکګرو پوځونو د لومړیتونونو او د ملګرو ملتونو د موخو ساتلو لپاره خدمت کوي. په حقیقت کې د خالد بن ولید او اوسنیو افسرانو تر منځ ډېر توپیر شته او مړینه یې هم ورسره توپیر لري.
په اصل کې د اسلامي پوځونو افسران د امت تر ټولو غوره خدمت کوونکي دي. هغوی ژمن دي چې خپل امام او مقدسات وساتي. دوی د هغو ظالمو واکمنانو خدمت نه کوي چې هغوی د الله سبحانه وتعالی له لوري پر رالېږل شوو امرونو عمل نه کوي، یا هغه نه عملي کوي. په حقیقت کې واکمنان باید د خلکو خدمت کوونکي وي؛ په داسې حال کې چې دغو واکمنانو خیانت وکړ او د خپل ډیموکراټیک نظام لپاره یې د خلکو شتمنۍ غصب کړې.
د افسرانو لپاره! که دوی له خپلو خلکو سره کړنو ژمنو ته درناوی ونه لري او هغه یې پر ځای نه کړې، هغوی هم لاسته راغلي ناوړه مالونه خوړل او خپل زامن یې پرې مړول. په اصل کې، حرامې پیسې یوازې هغه نه دي چې غلا شي. همدارنګه دا هم حرامې پیسې دي، که کوم کس ته یو مسولیت ورکړل شوی وي او هغه یې په ښه ډول ترسره نه کړي او په مقابل کې یې مزد یا پیسې واخلي.
دا سختې قربانۍ د دې لپاره نه دي چې افسران او د هغوی کورنۍ یوازې د امت له شتمنۍ خوند واخلي، یا تر دې هم ناوړه دا چې د دښمن لپاره خدمت وکړي. دا قربانۍ د دې لپاره دي چې له امت، مقدساتو او دین څخه یې دفاع وشي. که د مسلمانو پوځونو افسرانو خپلې ژمنې پر ځای نه کړې، نو دا په دې مانا ده چې هغوی ځانونه او کورنۍ په حرامو مړې کړې دي. نو پرېږدئ چې مسلمان افسران د حرامو له خوړلو څخه راوګرځي. جابېر له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په نقل سره ویلي:
, «لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ لَحْمٌ نبَتَ منَ السُّحْتِ وكلُّ لحمٍ نبَتَ منَ السُّحْتِ كَانَتِ النَّارُ أَوْلَى بِهِ»
ژباړه: هغه غوښه چې له حرامې پانګې څخه تر لاسه شوې وي، جنت ته به داخله نه شي، خو د حرامې تر لاسه شوې غوښې لپاره دوزخ بهتره دی.
له ابوبکر صدیق رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ جَسَدٌ غُذِّيَ بالحرَامِ»
ژباړه: هغه بدن چې په حرامو تغذیه شوی وي، هغه به جنت ته داخل نه شي او د هغه لپاره اور ډېر مناسب دی.
نو څنکه به هغه افسر چې پر الله سبحانه وتعالی او د حساب او کتاب پر ورځ باور لري، خپله کورنۍ د دوزخ اور ته د غورځېدو په حالت کې وویني؟! هغه افسر چې له باوري او لوړې کچې درلونکي پوهنتون څخه د خپل زوی پر فارغېدو او زده کړو خوشحاله وي، نو باید خوښ وي چې زوی یې د دوزخ اور لپاره روزلی دی؟
دا د لمر غوندې څرګنده ده چې د امت اوسنی بدبخته حالت د خلکو له لوري د نصرت په ورکولو سره بدلېدایشي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
(إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ) [رعد: ۱۱]
ژباړه: په حقیقت کې الله سبحانه وتعالی د هغه قوم حالت نه بدلوي، څو هغوی پخپله خپل حالت بدل نه کړي.
په حقیقت کې اسلامي امت بیا ځلي د الله سبحانه وتعالی د قوانینو پلي کېدو غوښتنه وکړه او په بربنډو سینو واټونو ته راووتل او د کفري ښکېلاکګرو نظامونو د چپه کېدو او د اسلامي حکومت غوښتنه یې وکړه. خو څه چې امت ته یې ماتې ورکړې، مسلمان افسران او قومندانان دي.
دوی همدارنګه امت د هغه حق په تر لاسه کېدو کې ناهیلی کړ چې ډېری مسلمانو کورنیو د دغه حقیقت لپاره هڅې وکړې. پر دې سربېره، مسلمان افسران د ظالمو واکمنانو ګناهونه پر ځان اخلي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
(إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ) [قصص: ۸]
ژباړه: په حقیقت سره چې فرعون، هامان او د هغوی لښکرې ګناهکاران وو.
هدف دا دی چې فاسقان او ګناهګاران د فرعون او د هغه د وزیر هامان په لښکرو کې شاملېږي.
د یو سرتېري او افسر لپاره دا جایزه نه ده چې د کفارو او ظالمو پر وړاندې په دې ادعا سره چې دی کوم مسولیت نه لري، خپل ځان له مسولیت څخه خلاص وبولي او ځان وبښي. په حقیقت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کسان غندلي څوک چې د ظالمو واکمنانو په امر منلو کې بیا هم خپل ځانته اجازه ورکوي او ځان مسول نه بولي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«اسْمَعُوا هَلْ سَمِعْتُمْ أَنَّهُ سَيَكُونُ بَعْدِي أُمَرَاءُ فَمَنْ دَخَلَ عَلَيْهِمْ فَصَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَلَيْسَ مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُ وَلَيْسَ بِوَارِدٍ عَلَىَّ الْحَوْضَ وَمَنْ لَمْ يَدْخُلْ عَلَيْهِمْ وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ وَلَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ فَهُوَ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُ وَهُوَ وَارِدٌ عَلَىَّ الْحَوْضَ» (ترمذی، نسیه او احمد)
ژباړه: واورئ! ایا اورېدلي به مو وي چې تر ما وروسته به نور مشران او رهبران راځي، هر چا چې د هغه درواغ ومنل او د هغه په ظلم کې مرسته ورسره وکړي، هغه له ما څخه نه دی او زه هم له هغه څخه نه یم. هغه به له ما سره په حوض کې نه وي. هر څوک که له هغوی سره یوځای نه شي او له هغوی سره مرسته ونه کړي، پر درواغو یې سترګې پټې نه کړي، هغه له ما څخه دی او زه هم له هغه سره یم او له ماسره په حوض کې پاتې کېږي.
امام ابن حمبل (رح) د زندان په اړه وایي، چې یو زنداني راغی او هغه ته یې وویل: « الحديث الذي رُوي في الظلمة وأعوانهم هل هو صحيح؟» ایا دغه راغلی حدیث د ظالمانو او د هغوی د مرسته کوونکو په اړه راغلی و، صحح دی؟ ده وویل: هو. زنداني وویل: « وأنا من أعوان الظلمة؟» ایا زه له ظالمانو سره مرسته کوونکی یم؟ ابن حنبل هغه ته وویل: « أعوان الظلمة من يأخذ شعرك ويغسل ثوبك ويصلح طعامك ويبيع ويشتري منك أما أنت فمن الظَّلَمَة » له ظالمانو سره مرسته کوونکي هغه کسان دي چې ستا وېښتان لنډ کړي، ستاسو کالي ومینځي، تا ته خواړه چمتو کړي او له تا څخه پېر او پلور وکړي.
او ته خپله له ظالمانو څخه یې. (مناقب الامام احمد ابن جوزی)
کله چې موږ د هغه چا په اړه خبرې کوو چې پر امام احمد باندې یې ظلم وکړ، موږ د المامون په اړه خبرې کوو، د مسلمانانو واکمن او هغه چا چې د الله سبحانه وتعالی له لوري پر رالېږل شوو حکم وکړ او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې یې جهاد وکړ. امام احمد د هغه په اړه داسې ویلي دي.
موږ د مسلمانانو د اوسنیو واکمنانو په اړه خبرې نه کوو، چا چې د مسلمانانو مقسدسات نقض کړي دي، جهاد او د شریعت ټول احکام یې ځنډولي او خوشي کړي دي. دغو کسانو واک غصب کړی، ګناهکاران او ظالمان دي. په هېڅ بڼه هغوی د مامون غوندې نه دي. دا کسان د نن وخت فرعونان دي.
هغه هوښیار افسران چې پر الله سبحانه وتعالی او د اخرت په ورځ ایمان لري، نو د خالد بن ولید غوندې دې خپل مسولیت تر سره کړي. په حقیقت کې، مرګ او د اخرت ورځ راتلونکې ده. خالد بن ولید د مرګ پر بستر وویل: « شهدت مئة زحف أو زهاءها، وما في جسمي موضع شبرٍ إلا وفيه ضربة أو طعنة أو رمية، ثم ها أنا ذَا أموت على فراشي كما يموت البعير، فلا نامت أعين الجبناء» زه تر سلو د ډېرو جګړو شاهد وم. زما په بدن کې داسې برخه نشته چې خوږ شوې نه وي. اوس زه پخپله بستره کې داسې مړ کېږم لکه اوښ، نو د ډار په حالت کې سترګې پټې نه کړئ.
د چارو تنظیمول په یو څه سره شوني دي چې له هغه پرته بل څه نه شي کېدای. دا اصل په روژه، لمانځه، صدقې ورکولو او حج سره نه پر ځای کېږي. د افسرانو اصلاح یوازې د مسلمانانو تر څنګ په درېدلو سره کېږي، یعنې اسلام ته په نصرت ورکولو او د مسلمانانو د ژوند په بیا راژوندي کولو سره. همدارنګه د خلکو لپاره د یو حکومتي نظام په توګه د اسلام بیا راګرځېدل او د نظام د تاسیس لپاره حزب التحریر ته په نصرت ورکولو سره شوني دي؛ څو په دې سره یو ځل بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلارې سره اسلامي دولت تاسیس شي. که مسلمانو افسرانو داسې کړی وای، بریالی کېدل؛ څنګه چې خالد بن ولید رضی الله عنه وکړل. که مخالفت ورسره وشي، هغه کسان دوزخ ته ځي او الله سبحانه وتعالی دا څه منع کړي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
(قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ) [توبه: ۲۴]
ژباړه: ووایئ! که ستاسو پلاران، زامن، وروڼه او مېرمنې او ستاسو طایفه، هغه مالونه مو چې تر لاسه کړي او هغه سوداګري چې له نه ترسره کېدو یې ډارېږئ، هغه کورونه چې ستاسو خوښېږي، چې تاسو ته له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوره دي، په دې صورت کې د الله سبحانه وتعالی عذاب ته په تمه شئ. الله سبحانه وتعالی فرمان نه منونکو ته هدایت نه کوي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر
لیکوال: بلال «مهاجر»
ژباړه: بهیر «ویاړ»