امانت څنګه ضایع کېږي؟
- خپور شوی په له حدیث شریف سره
(ژباړه)
امام بخاري رحمه الله له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إِذَا ضُيِّعَتْ الْأَمَانَةُ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ قَالَ: كَيْفَ إِضَاعَتُهَا يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: إِذَا أُسْنِدَ الْأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرْ السَّاعَةَ»
ژباړه: کله چې امانت ضایع شي، نو قیامت ته په تمه شئ. ویې ویل: اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! امانت څنګه ضایع کېږي؟ ویې فرمایل: هر کله چې چارې نااهلو ته وسپارل شي، نو قیامت ته په تمه شئ.
کرماني ويلي: له «امر» څخه موخه په دین پورې ټولې تړلې چارې لکه امارت، خلافت، افتاء، قضاء او نور دي. همدارنګه کرماني وایي: د «اسند الامر الی غیر اهله» لفظ یعنې دا چې الله سبحانه وتعالی د حکامو ټاکل د خپلو بندګانو پر غاړه یو امانت اېښی دی او پر هغوی یې فرض کړې چې خپل حکام محاسبه او نصیحت کړي. په همدغه اساس پر مسلمانانو لازمه ده چې خپلې چارې د دین اهل ته وسپاري، ځکه که چېرې د خپلو چارو مسوولیت د دین اهل کسانو ته ونه وسپاري؛ په حقیقت کې یې هغه امانت ضایع کړی چې الله سبحانه وتعالی ورته سپارلی دی.
موږ په داسې یوه وخت کې ژوند کوو، چې د چارو مسوولیت که څه هم یوه اساسي موضوع ده، خو بیا هم خاینو حکامو ته سپارل شوې ده، چې وړتیا یې نه لري او موږ هره ورځ ورسره مخ یو. دغه وګړي د حکومتولۍ اهل نه دي، ځکه د ښکېلاکګرو کفارو له لوري ټاکل شوي او پر مسلمانانو واکمن دي. دغه حکام د مسلمانانو شکنجه کول روا ګڼي او پر ښکاره کفر حکم کوي؛ په داسې حال کې چې دغه خاین حکام د یو ساده کار د ترسره کولو وس هم نه لري او داسې نااهله او ځان غوښتونکي دي چې امانت یې ضایع کړی او خیانت د امانت ځای نیولی دی. د دوی حاکمیت هغه کسان مني چې ترې راضي وي، د هغوی په بدیو کې شریک وي او داسې کاذب علماء، مفتیان او قاضیان شته چې د دوی پیروي کوي، له حاکمیت څخه یې خوشحاله دي او هېڅ ناوړه عمل یې نه محکوموي او نه یې غندي.
دغو کسانو له الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو سره خیانت کړی او له هغه امانت سره یې هم په ښکاره توګه خیانت کړی، چې دوی ته سپارل شوی دی. دوی هغه کسان دي چې د الله سبحانه وتعالی پر ایتونو یې ملنډې وهلې، د الله تعالی د کلام مفهوم یې تحریف کړی دی او دوی هغه ګمراه کوونکي دي چې د علم او حکم امانت یې ضایع کړی دی.
امانت به هېڅکله ځمکې ته را ونه ګرځي، خو دا چې امر (حکومت) خپل اهل یعنې د دین اهل ته وسپارل شي؛ یعنې هغه کسانو ته چې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره دعوت کوي؛ هغه خلافت چې خیانت له منځه وړي او امانت پر ځای کوي.
اې ربه! خلافت ژر راوله او موږ د مسلمانانو د لښکرو برخه وګرځوه، ترڅو د حاکمیت شاهدان یې شو!
ژباړه: بهیر «ویاړ»