دوشنبه, ۳۰ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د سعودي او قطر د کړکېچ تر شاه!
بسم الله الرحمن الرحيم
د سعودي او قطر د کړکېچ تر شاه!

(ژباړه)

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

ټرامپ په یو خبري کنفرانس کې چې د ۲۰۱۷م د جون پر ۹مه په سپینه ماڼۍ کې جوړ شوی و، له خپل روماني سیال سره وویل: «ټول هېوادونه د ټروریزم د ملاتړ پر بندولو توافق لري، هغه که مالي ملاتړ وي او یا نظامي او اخلاقي؛ له بده مرغه چې د قطر دولت له اوږدې مودې راهیسې او په لوړه کچه د ټروریزم مالي تمویل لري او د دولتونو تر ناستې وروسته ټول د ټروریزم د مالي ملاتړ په بندولو متحد شول او موږ له قطر سره خبرې وکړې، پر موږ لازمه ده چې د ټروریزم تمویل بند کړو. ما او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د اردو له جنرالانو سره هوډ وکړ چې قطر د ټروریزم د تمویل پای ته رسولو ته راوبولو....» (۲۰۱۷ د جون ۹مه د اومې ورځې خپرونه)

دا په دې مانا ده چې د سعودي او قطر تر منځ کړکېچ د امریکا په پارولو رامنځته شوی؟ که موضوع همداسې وي، په داسې حال کې چې امریکا پر دې پوهیږي چې د سیمې په کچه په قطر کې تر ټولو لویې نظامي اډې لري، ولې د قطر پر وړاندې دا ډول دریځ نیسي؟ پر دې سربېره ټولې رسنۍ د سعودي او قطر تر منځ د اختلاف لامل د قطر او ایران تر منځ اختلافونو او د اخوان المسلمین او قطر تر منځ اختلافونه او همدارنګه د حماس او قطر تر منځ اختلافونو پورې تړلي بولي....، نو د ټرامپ څرګندونې او هغه څه چې رسنۍ یې خپروي، نه پوهېږم چې د یادو کړکېچونو پایله به څه وي؟ دغه کړکېچونه به له خلیج هېوادونو څخه د قطر د وتلو لامل شي؟ له تاسو نه مننه.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

لومړی: هو، هغه کړکېچونه چې خبرې پرې وشوې، رامنځته کوونکې یې امریکا ده یا په بل عبارت چا چې دغه کړکېچونه رامنځته کړي، د امریکا ولسمشر ټرامپ دی؛ خو وړاندې له دې چې یاده موضوع تشریح کړم، ستاسو د وروستۍ پوښتنې ځواب پیلوم: داسې ګمان کېږي چې له خلیج هېوادونو سره د قطر د کړکېچ دلیل څرنګه چې رسنۍ او داسې نور وایي، همغه له اخوان المسلمین څخه د قطر ملاتړ او له ایران سره یې یوځای کېدل دي. له بل لوري ځینې په دې نظر دي چې د یاد کړکېچ واقعي دلیل د ال حمد او ال زاید تر منځ پخوانیو اختلافونو ته چې په اوومه لسیزه کې د اماراتو د دولت تاسیس په دوام کې شته وو، ورګرځي او دقیقا همدې موضوع سعودي اړ کړی چې د خپل تړون کوونکي اماراتو تر څنګ ودرېږي او پر قطر برید وکړي. لکه څنګه چې په دې اړه ځینې لیکوال شته چې له قطر سره د سعودي د اړیکو د پرې کېدو ستونزه په اسراییلو پورې تړلې بولي؛ د بېلګې په توګه: جیک نوفاک په «سي ان بي سي» خپرونه کې ویلي دي: «په څرګند ډول معلومېږي چې د سعودي او قطر تر منځ رامنځته شوی کړکېچ ایران دی، لکه څنګه چې سعودي له دې امله چې ایران په منځني ختیځ کې نفوذ کوي، بې خبره پاتې شوی و او وېرېږي، خو که د مسلې عمق ته وګورو، څرګندېږي چې له یادې ستونزې سره د قطر د مخ کولو موخه اسراییل دي.» (سرچینه: ۲۰۱۷ م د جون ۱۷مه عربي)

خو دغې مسلې ته په ژور نظر سره معلومېږي چې دغه موضوع جدي نه ده چې قطر یې په دې وروستیو کې تر سره کوي؛ بلکې له ډېره وخته دا کار تر سره کوي. له حماس او ایران سره د قطر اړیکه مشهوره ده او د یهودو له دولت (په فلسطین کې غاصب دولت) سره د قطر د اړیکې اغېز هم مشهور دی. همدارنګه د سعودي، متحده عربي اماراتو او اسراییلو اړیکه څرګند امر دی او د یادو هېوادونو تر منځ اړیکه دومره ځواکمنه ده چې قوي اړیکه هم دې کرښې ته نه ده رسېدلې. دغه ټول مسایل هغه څه دي چې له یادو کړکېچونو وړاندې شته وو او اوس هم شته دي؛ نو د یادو هېوادونو تر منځ د کړکېچ رښتیني دلیلونه  دا نه دي.

دویم: څنګه چې په لومړیو کې وویل شول د سعودي او قطر تر منځ د کړکېچ رښتینی دلیل امریکا او د هغه ولسمشر دی، د یادې موضوع د پوهېدو لپاره لاندې موارد وړاندې کوم:

د دغې پېړۍ له پیل څخه د قطر کوچینی دولت په سیمه کې د انګلیس د سیاستونو د تولید لپاره په لویه کوره بدل شوی، د همدې دلیل له مخې د الجزیرې ټلویزیوني شبکه د سیمې په کچه د امریکا د سیاستونو پر وړاندې د پرازیټ د خپرولو لپاره د تبغلیاتو لویه برخه ګرځېدلې ده. بل لامل چې پر همدې ورزیات شوی، هغه سیاسي پیسې دي، هغه سیاسي پیسې چې په لوی مقناطیس بدلې شوې او سیاسي قوتونه راجذبوي. قطر له همدې دوو وسیلو څخه په ګټې اخیستنې په ځانګړي ډول د اسلامي خوځښتونو (منځلارو) په اړه په مصر، لیبیا، تونس او نورو هېوادونو کې لویه بریا تر لاسه کړې. په قطر کې دوحه د یادو خوځښتونو د رهبررانو په پټنځای، د انګلیس د پلانونو پلي کولو په مرکز او د امریکا او مزدورانو د سیاستونو پر وړاندې د پرازیټ په خپرولو بدله شوې. دا د انګلیس عادت دی چې په ښکاره ځان د امریکا ملګری ښیي، په داسې حال کې چې د سیاستونو پر وړاندې یې پرازیټ خپروي.

لکه څنګه چې قطر د انګلیس د دغې ادعا د ثبوت لپاره د انګلیس په لوبه کې ښه رول ولوباوه او په لومړي ځل یې په ۱۹۹۱م کال کې د امریکا العدید اډې ته؛ چې په سیمه کې د امریکا لویه اډه ده، قطر ته راوباله. هغه مرکزي اډه چې د امریکا لپاره سټراټیژیکه اډه ده او له هغه ځایه امریکایي الوتکې په افغانستان، عراق، یمن او سوریه کې مسلمانان په نښه کوي او وژني.

په داسې حال کې چې انګلیس خپله سیاسي اډه د روانې پېړۍ له پیل څخه په قطر کې پیل کړې، چې خپل پلانونه پلي کړي. په همدې بڼه د انګلیس د خدمت لپاره د قطر رول د چمتو شوي پلان اړوند په روانه بڼه د انګلیس له لوري پراخ شوی دی.  امریکا د قطر له یاد رول څخه ناارامه وه او ناارامي یې دې کچې ته ورسېده چې زوی بوش د ۲۰۰۵ م د نومبر پر ۲۲مه د (DW) خپرونې د خبر پر بنسټ غوښتل چې الجزیره شبکه بمبار کړي. انګلیسي ډيلي ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ په پټه توګه د انګلیس د لومړي وزیر له دفتر څخه له یو یادښت نه په نقل سره وویل چې د امریکا ولسمشر بوش په ۲۰۰۴ م کال کې په قطر کې د الجزیرې شبکې د بمبارولو په اړه فکر وکړ. (سرچینه: DW، ۲۰۰۵ م د نومبر ۲۲مه)

دغه دریځ په خلیج هېوادونو کې دوام وکړ، تر دې چې ملک سلمان واک تر لاسه کړ او له هغه وروسته سعودي عربستان د امریکا ملګری شو. هغه وخت د اوباما ادارې په پام کې ونیوله چې د خپل مزدور سلمان لپاره په سیمه کې مهم رول ورکړي، چې د قطر پر وړاندې ودرېږي او له بل لوري د امریکا له برنامو سره همغږی وي. له همدې امله د امریکا د مزدورانو رول ډېر شو او د سعودي او قطر تر منځ اختلاف دې کچې ته ورسېد چې په بشپړه توګه د قطر رول ګواښي. کله چې د امریکا ولسمشر ټرامپ ته د کال په پیل کې واک وسپارل شو، د نړیوالو قضیو لکه د قطر پر وړاندې د امریکا سیاست ګرم شو. 

د ۲۰۱۷ م د مې پر ۲۰ ـ ۲۱مه له ریاض څخه د ټرامپ د لیدو په دوام کې او د اسلامي خاورو ۵۰ تنو حکامو راټولول لکه سلمان او دې ته اشاره کول چې قطر د ټروریزم ملاتړ کوي، قطر د انګلیس په دغې اشارې پوه شو چې امریکا د سعود د رول لوړلو او د قطر د رول ټیټولو لپاره او له همدې لارې په سیمه کې د انګلیس رول کمولو لپاره نوي ګامونه اخلي. له همدې امله د خلیج په سیمه کې انګلیسي ورځپاڼو او انباء قطري ورځپاڼې د ۲۰۱۷م د مې پر ۲۳مه له ریاض څخه له بېرته راګرځېدو وروسته د قطر د امیر تمیم ال ثاني څرګندونې  نقل کړې: «قطر چې له کومو ظالمانه بندیزونو سره مخ شوی، له سیمې څخه د امریکا د ولسمشر د لیدو له امله دي، چې د ټرامپ د یاد عمل موخه له ټروریزم سره د قطر اړیکې درلودل دي.» موږ په پرېکنده ډول له ټروریزم څخه د ملاتړ تور ردوو... هېڅوک دا حق نه لري چې پر موږ د ټروریزم تور ولګوي، ولې چې د اخوان المسلمین ډله یوه تروریسټي ډله ده. د مصر، متحده عربي اماراتو او بحرین هېوادونو په منفي تګلارو سربېره، د امریکا د حکومت له ادارې څخه د قطر پر وړاندې د دښمنۍدریځ نیول او له امریکا سره کلکې اړیکې ټینګېدل وغوښتل.

پر دې سربېره ډاډه یم چې شته حالات به دوام ونه کړي او د هغو عادلانه څېړنو پر بنسټ چې تر سره شوې او هغه مخالفتونه او تېري چې ولسمشر یې کوي، که څه هم چې د العدید اډه د قطر د ګاونډیو هېوادونو د هیلې مخنیوي لپاره ده، خو یاده اډه په سیمه کې د امریکا د نظام د پراخوالي لپاره یو وسیله او فرصت دی. قطر د ټروریزم او افراطیت ملاتړ نه کوي، بلکې قطر  د حماس، د فلسطین د خلکو مشروع استازي او اسراییلو تر منځ د عادلانه سولې د رامنځته کېدو  په ګډون کې د تلپاتې اړیکې ټینګېدو لپاره هڅې کوي. قطر د امریکا او ایران د اړیکو په قوی کېدو کې په دې وخت کې بریالی شوی، د ایران اسلامي او سیمه ییز تعادل ته په کتو د هغه رول له پامه نه شو غورځولی او دا به ښه نه وي چې له هغه سره شخړو ته لمن ووهل شي. نو دغه څرګندونې دې اشاره کوي چې قطر ټرامپ تورنوي چې د یاد هېواد د بندیزونو تر شاه  د دې لپاره چې قطر د ټروریزم ملاتړی او رامنځته کوونکی دی، د اسلامي نړۍ د رژیمونو له استازو سره د ټرامپ تر ناستې وروسته او هغوی چې ټرامپ پخپله رهبرۍ کې امریکایي موخو ته د رسېدو لپاره هڅوي، په دغې قضیې کې ښکېل دي. د اسلامي هېوادونو له استازو او ولسمشرانو سره د ټرامپ تر ناستې وروسته، چې امریکا د امریکایي موخو لپاره هڅوي، ټرامپ یادونه وکړه؛ چې ځینو هېوادونو په یاده ناسته کې اشاره وکړه، چې قطر د ټروریزم ملاتړی دی. همدارنګه دغه څرګندونې د ټرامپ پر وړاندې د قطر غبرګون راپاروي او د دې غوښتنه کوي چې په عادلانه څېړنو سره پر قطر لګېدلي بندیزونه لرې شي.

درېیم: د سعودي د پاچا او د خلیج، عربي نړۍ او اسلامي نړۍ د ۵۵ نورو پلورل شوو ولسمشرانو او رهبرانو په راټولولو سره، د عربستان رهبرۍ د امریکا د برنامو عملي کولو لپاره په خپلو څرګندونو سره چمتوالي وښوده او دغه چمتووالی هغه څه دی چې د واشنګټن له لوري ورکړل شوي اشارې يې عملي کړې. واشنګټن له یو لوري سعودي ته د ایران د ګواښ په پلمه د سعودي د تېلو ذخیرې په خپل واک کې اخلي  او له بل لوري د سعودي په رهبرۍ د خلیج دولتونو په منځ کې د انګلیس د نفوذ لمبې مړې کوي او خلیج هېوادونه د سعودي تګلارې ته رابولي؛ هغه تګلاره چې په حقیقت کې د امریکا دسیاستونو تګلاره ده. په همدې بڼه د سعودي دولت په سیمه کې له خپلې رهبرۍ څخه د سرغړونې د زغملو توان نه لري، د قطر حالت ته یې سترګې پټې کړې او دې ته په تمه دی چې څه وخت پر قطر برید کېږي.

 له همدې امله د سعودي او امریکا پر وړاندې د قطر د دښمنو څرګندونو په اړه د سعودي غبرګون سخت دی،  هغه څرګندونې چې د قطر ورځپانې د ۲۰۱۷م د جون پر ۲۳ مه خپرې کړې او څرګنده یې کړه چې د قطر استخباراتي انټرنېټي انس سیایټ سعودي عربستان حک کړی دی؛ خو سعودي د قطر د سایټ حک کېدل ونه منل. دا د سعودي پر وړاندې د قطر د کړکېچ دلیل دی. نو سعودي له قطر سره د خپلو اړیکو پرېکون اعلان کړ او د قطر پر وړاندې یې پرېکنده او جدي دریځ ونیو، تر دې کچې چې د ۲۰۱۴ م د مارچ پر ۵مه یې له قطر څخه خپل سفیران وایستل؛ چې دا پخپله د قطر پر وړاندې د بندیز بېلګه ده او ډېر اغېز لري. له همدې لارې د سعودي د پلانونو پر بنسټ قطر ته زیان رسوي او سعودي د قطر ډیپلوماټانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ، چې د سعودي خاوره پرېږدي او د امریکا له تګلارې سره په همغږۍ قطر ته په زیان رسولو کې له سعودي سره پر یو وخت مصر قطري مدني الوتکو ته له کوم مخکیني ګواښ پرته خپلې خاورې ته د دننه کېدو اجازه ورنه کړه؛ همدارنګه نور خلیجي دولتونه هم له سعودي سره یو ځای د قطر پر وړاندې ودرېدل.

 داسې تر سترګو کېږي چې قطر د اړیکو د پرېکېدو پر بنسټ د هوډونو له نیولو څخه بې خبره پاتې شوی او ډېر زیان یې لیدلی. څنګه چې د قطر د بهرینو چارو وزیر د ۲۰۱۷م د جون پر ۶مه له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل: «له شک پرته چې د هېواد پر وړاندې یې شوي عملیات زیانمنونکي وو او څه چې پېښ شوي، په سیمه کې د درېیو هېوادونو له لوري یو ټولنیز عذاب دی او د قطر د بندیز او خلکو پر وړاندې تر سره شوي.» د قطر لپاره دا جرات چې له امریکا او د هغې له مزدورانو لکه سعودي سره مبارزه وکړي، په دې برخه کې د یو لوی هېواد له مرستې او ملاتړ پرته ناشونې ده. طبیعتاً دا هېواد به انګلیس وي چې قطر او سیاستونو ته يې د پردې تر شا، بلکې له پردې پرته(!) لوری ورکوي. د انګلیس موخه د ګواښونو رامنځته کول او په سیمه او ځانکړي ډول خلیج کې د امریکا د نفوذ د ټینګښت لپاره يې نقشې له منځه وړي. نو پر همدې اساس په قطر کې یې خپلو مزدورانو ته دنده ورکړې، چې دغه کار تر سره کړي او داسې ګومان یې نه کاوه چې د کار ځواب به په دومره کچه زیانمنونکی وي، بلکې دا فکر یې کاوه چې دا به هم په ۲۰۱۴ م کال کې د سفیرانو د وتلو موضوع په کچه وي او له کوم لوی اغېز پرته به پای ته ورسېږي. په ځانګړې توګه قطر د امریکا په لویې نظامي اډې سره ساتل شوی بلل کېږي؛ له همدې امله د قطر د امیر په څرګندونو کې چې د قطر خبري اژانس د ۲۰۱۷م د مې پر ۲۳ مه خپرې کړې او وروسته یې له منځه یوړې او ادعا يې وکړه چې سیاست یې کشف شوی او خپلې خبرې یې رد کړې: «د العدید نظامي اډه چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د قطر ساتونکې په توګه فعالیت کوي، خو دا په سیمه کې د امریکا د نفوذ لپاره یو فرصت کېدای شي؛ یعنې دا چې قطر په همدې مسلې په تکیې سره په سیمه کې د امریکا او مزدورانو لپاره د الجزیرې خبري کانال له لارې ګواښونه رامنځته کړي او باور یې په سیمه کې د امریکا پر لویې نظامي اډې و، چې ګنې امریکا به یې پر وړاندې چوپه پاتې شي! نو پر همدې اساس دغه سخت عملیات یې له تمې لرې وو.»

څلورم: همدارنګه د کړکېچ رښتینی علت هغه نوی رول دی چې ټرامپ د سلمان لپاره رسم کړی او هغه یې د خلیج سیمې سلطان بللی دی، چې د امریکا سیاستونه عملي کړي او د انګلیس هېڅ مزدور ته دا اجازه ورنه کړي، چې ګواښونه رامنځته کړي، ځکه قطر هغه هېواد دی چې انګلیس په سیمه کې د امریکا د نقشو پر وړاندې خپلې نقشې ورته رسم کړې. له همدې امله یاده مسله تر پخوا ډېره جدي شوه، نو امریکا د پر دې تر شاه په یاد کړکېچ کې ښکېله ده او سعودي پټه نه ده ساتلې، بلکې په تدریج سره  یې له خپل مخ څخه پرده لرې کړي ده.

العربیه نېټ د ۲۰۱۷ م د جون پر ۶مه د امریکا په اداره کې له یو لوړ پوړي چارواکي څخه چې له رویټرز خبري اژانس سره یې خبرې وکړې، داسې نقل قول کړی دی: «د قطر ډېری کړنې په خلیج سیمه کې د ګاونډیو او د امریکا متحده ایالاتونو د غوسې لامل شوې دي.» اژانس له یاد چارواکي څخه د دوشنبې په ورځ خبرې رانقل کړې، چې د امریکا متحده ایالاتونه د خلیج هېوادونو تر منځ تلپاتې اختلافونه نه غواړي؛ دا له هغه وروسته وه چې د خلیج او عربو ځینو هېوادونو له قطر سره اړیکې له اسلامپالو او ایران سره د یاد هېواد د مرستې له امله پرې کړې. پر دې سربېره امریکایي چارواکي زیاته کړه چې د قطر ډېری کړنې نه یوازې د ګاونډیو هېوادونو لپاره، بلکې د امریکا د متحده ایالاتونو د غوسې لامل هم شوې دي او زیاته یې کړه چې موږ غواړو هغه سم مسیر ته راولو.

بي بي سي د ۲۰۱۷ م د جون پر ۶مه د امریکا د ولسمشر ټرامپ څرګندونې له خلیج څخه د وروستۍ لیدنې د اغېز پر بنسټ له قطر سره د اړیکو په پرېکولو سره نقل کړې؛ ټرامپ ویلي چې نوموړی د یادې لیدنې په دوام کې له داسې معلوماتو سره مخ شوی، چې داښیي دوحه سخت ایډیولوژیکي خوځښتونه تمویلوي. نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه کې داسې وویل: «منځنۍ اسیا ته د وروستي سفر په دوام کې مې وویل چې  د سختدریځې ایډیولوژۍ د تمویل ادامه امکان نه لري. مسولینو قطر ته اشاره وکړه، وګورۍ! وروسته یې دوام ورکړ: سم فکر کوم چې له سعودي څخه مې وروستۍ لیدنه او له ملک سلمان او له ۵۰ نورو مسولینو سره زما خبرو نور نتیجه ورکړه؛ هغوی وویل چې ډېر ژر د افراطیت پر وړاندې اقدامونه کوو؛ ټولې اشارې د قطر لور ته وې، کېدای شي دا د هغه دهشت پای ته رسېدل وي چې ټروریزم یې رامنځته کړی دی.» نو د ۲۰۱۷ م د جون پر ۹مه د ټرامپ څرګندونې پر دې ټینګار کوي چې امریکا د سعودي د یادو کړنو تر شاه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د جمعې په ورځ وویل: «قطر باید ژر تر ژره د ټروریزم تمویل ودروي، نوموړي هیله وښوده چې د سعودي عربستان په پلازمېنه کې ناسته به د ټروریزم د پای ته رسېدو پایله وي. ټرامپ په سپینه ماڼۍ کې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې چې له خپل روماني سیال سره یې درلود زیاته کړه: «قطر د ټروریزم په تمویل کې تاریخي هېواد دی.» (سرچینه: عربي سکای نیوز ۲۰۱۷م  د جون ۹مه) د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل: «ټولو د ټروریزم پر مالي، نظامي او اخلاقي مرستو بندولو هوکړه کړې؛ له بده مرغه چې قطر د ټروریزم په تمول کې اوږد تاریخ لري. ټول هېوادونه یو ځای شوي او زموږ لپاره یې له قطر سره د مبارزې پر وړاندې وویل چې پر موږ لازمه ده چې ټروریزم ودروو. له بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د اردو له جنرالانو سره مې تصمیم ونیو چې له قطر څخه وغواړي، چې د ټروریزم تمویل پای ته ورسوي.»

پنځم: خو د قطر کړکېچ ډېرېدل به تر کومه ځایه ورسېږي؟ ځکه قطر تر دغو زیانونو او قوي دریځونو لاندې دی چې په سعودي او مصر کې د امریکا ګومارل شوو او د انګلیس ځینو ګومارل شوو پرې لګولي، چې په اماراتو، بحرین او نورو هېوادونو کې یې د انګلیس پر تګلاره د دندنې وېشلو له امله ملګرتیا وکړه، لکه څنګه چې په هغه ځواب کې چې د ۲۰۱۷ م د اپرېل پر ۹مه مو صادر کړ، هلته مو وویل: «... په دې سره څرګندېږي چې انګلیس د خپلو ګومارل شوو کسانو دندې له یو بل سره د ټکر په ډول وېشي؛ خو په پایله کې د انګلیس موخې رښتیا کوي؛ انګلیس خپل مزدوران په یو لوري نه روانوي، په ځانګړي ډول چې ګټه یې ډېره وي.» لکه څنګه مو چې وویل قطر دا تمه نه درلوده چې په دومره لویه کچه دې شخړې قوي شي. د سعودي ګامونه زیانمنونکي بلل شوي، قطري ډیپلوماټانو ته یې یوازې ۴۸ ساعته وخت ورکړ چې د سعودي خاوره پرېږدي. د سعودي له ګامونو سره پر یوخت مصر هم د قطر ملکي الوتکې له کوم مخکیني ګواښ پرته وګرځولې او مصر ته یې د ننوتو اجازه ورنه کړه؛ نورو هېوادونو هم له سعودي سره یوځای د قطر پر وړاندې همداسې وکړل.

شپږم: دغه مسله به د خلیج هېوادونو له ډلې څخه قطر وباسي؟ ځکه که دا وروستي درمل وي، یو ممکن امر به وي، خو رښتیا دا دي چې د درملنې امکان اوس هم شته دی؛ ځکه امریکا او انګلیستان دواړه په موخه کې د اختلافونو په شتون سره په خلیج هېوادونو کې د قطر پاتې کېدل غواړي. خو امریکا چې مخکې مو هم وویل، اراده لري چې قطر د سعودي تر نفوذ لاندې وي او نقشې یې له کوم ګواښ او سرخوږي پرته تر سره کړي. لومړی دا چې امریکا غواړي چې نظامي اډه یې پر ځای پاتې وي او له همغه ځایه خپل کارونه له کومې ستونزې پرته تر سره کړي؛ په ورته وخت کې پر دې پوهېږي چې انګلیس د قطر تر شاه ولاړ دي او په خپلو له فرېبه ډکو طریقو سره کولی شي چې له خلیج هېوادونو څخه د قطر تر وتلو  وروسته د دوی نظامي اډې لپاره د ستونزو پیدا کېدو سبب شي او همدارنګه امریکا له قطر څخه غواړي چې نقشې یې د سعودي پر تګلاره سرته ورسوي او په عین حال کې په خلیج هېوادونو کې هم شامل وي.

انګلیس هم دا غواړي چې قطر په خلیج هېوادونو کې پاتې شي؛ په هغه صورت کې قطر کولی شي چې د پردې تر شاه د انګلیس نقشې د انګلیس په خوښه ـ هغه هېواد چې دوه مخه لري، په ښکاره ملګري کوي او له شاه په خنجر وهل ـ تر سره کړي، چې په همدې ډله کې شامل وي. لکه څنګه مو چې وویل حل لاره به د نه پرېکون په محور کې د قطر او خلیج ډلې په منځ کې وڅرخیږي، خو داچې وروستۍ درملنه به څه وي؟ ډېر کم تر سترګو کېږي چې وتل به وروستۍ درملنه وي، په څو دلیلونو سره:

أ‌-        ټرامپ د ۲۰۱۷ م د جون پر ۹مه د قطر لپاره د منځني حل فرصت پرې نه ښود، ځکه چې نوموړي قطر ته په خطاب کې داسې وویل: «له بده مرغه چې قطر د ټروریزم په تمویل کې اوږد تاریخ لري؛ له کنفرانس وروسته هېوادونه سره متحد شول او د قطر پر وړاندې یې د مبارزې په اړه خبرې وکړې؛ پر موږ لازمه ده چې د ټروریسټانو تمویل بند کړو، له بهرینو چارو وزیر او جنرالانو سره مې تصمیم نیولی چې له قطر څخه وغواړي چې د ټروریزم تمویل پای ته ورسوي.» (۲۰۱۷ د جون ۹مه اوومه ورځ) دا ښکاره ده چې قطر خپل سیاست پخپله نه جوړي، بلکې انګلیس د قطر لپاره سیاست طرحه کوي. انګلیس اوسمهال له امریکا سره مبارزه نه کوي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې غواړي له اروپایي اتحادیي څخه ووځي؛ ځکه غواړي چې په ښکاره امریکا ته نږدې شي.

ب‌-  د ټرامپ مفکوره د یو سوداګر مفکوره ده، نو پیسې په یاده موضوع کې اغېزمنې دي. که قطر څه چې ټرامپ غواړي، ورکړي، له شک پرته چې ټرامپ ملک سلمان ته امر کوي چې منځنی حل ومني. د نړیوالې پالیسۍ په انسټیټوټ (World Policy Institute) کې امریکایي څېړونکي جوناثان کریسټول الزمیل وویل: «په سپینه ماڼۍ کې د ټرامپ په شتون سره پیسې بنسټیز محور او له قطر سره د سعودي، اماراتو او بحرین د اړیکو پرېکېدو په کړکېچ کې اغېزمنې دي. کرسټول پخپله لیکنه کې روښانه کوي: د سعودي په دیپلوماسۍ او اقتصادي فشار سره د قطر د خلاصون لپاره یوازنۍ لار چې د امریکا او تړونکوونکو په همغږۍ رامنځته شوې، له پیسو څخه ګټه اخیستل دي.» (سرچینه: CNN او عربي ۲۱، ۲۰۱۷ م د جون ۶مه)

غوره دا ده چې د مسلې حل په پیسو تر سره شي، ځکه چې قطر خپل سیاست په یوازې توګه نه اداره کوي، بلکې انګلیس یې اداره کوي؛ که له خلیج هېوادونو څخه د قطر په تلو کې د انګلیس مصلحت تامین شو، ایستل کېږي او که یې پاتې کېدل غوښتل، پاتې به شي.

اووم:  په وروستیو کې په سعودي کې د امریکا له ګومارل شوو  او هغه کسان چې له هغوی سره په یاده موضوع کې ملګري دي، هېڅ خیر نشته؛ دوی هغه کسان دي چې هېوادونه او انسانان د خپلو څوکیو لپاره چې نن او یا سبا به ماتې شي، د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته سپاري. همدارنګه د قطر لپاره هم چې د انګلیس پر مټو پاتې دی، کوم خیر نشته؛ وروسته  دهغه په واسطه مسلمانانو ته زیان رسوي، امریکا ته د لویې نظامي اډې اجازه ورکوي، چې له همغه ځایه یې الوتکې وژنو او ویجاړیو په ارادې سره حرکت وکړي، په سوریه او عراق کې د مسلمانانو زامن ووژني او کورونه یې ونړوي. وروسته له یهودو سره سوله وړاندې کوي او له حماس غواړي چې له فتح حزب سره یوځای شي. همدارنکه په پیسو په ځینو سوري ډلو اغېز کوي، چې له جنایت کوونکي نظام سره خبرو ته حاضر شي. دغه هېواد ځینو کسانو ته چې اسلامي کړنلارې لري، فریب ورکوي او په پیسو یې راضي کوي او کړنلارې او مفکورې یې بدلوي. دا ټول هغه ناوړه نقشه ده چې انګلیس ورته جوړه کړې. نو پر همدې اساس که کوم کس د «بدوالي او لږ بدوالي» په دلیل له دغه او یا هغه نظام سره انعطاف وښیي، خیانت کوي؛ ځکه د امت قضیې د بدوالي او لږ بدوالي په میزان کې نه اېښودل کېږي، بلکې د حق او باطل په میزان کې سنجول کېږي. نو د امت پر ټولو بچیانو لازمه ده چې دغه خیانت کوونکي نظامونه د الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو لپاره پرېږدي او له خپلو مخلصو وروڼو سره د دغو نظامونو د نسکورېدو او د خپل دولت پر پښو درېدو لپاره کار وکړي؛ هغه دولت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې زېری ورکړی. راشده خلافت دولت چې چارې یې په امن او امنیت په جماعت، کور او سفر کې تنظیموي، اسلام او مسلمانان په هغه سره عزت تر لاسه کوي او ښکېلاکګر کفار به په هغه سره ذلیل شي. دا هغه امر دی چې د ټرامپ، مزدورانو او ګومارل شوو له سترګو یې خوب تښتوي (الله سبحانه وتعالی پر خپلو کارونو برلاسی دی، خو ډېری خلک پر دې نه پوهېږي).

Last modified onیکشنبه, 16 جولای 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې