دوشنبه, ۳۰ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په افغانستان کې د امریکا نوې ستراتیژي
بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې د امریکا نوې ستراتیژي

پوښتنه:

د ۲۰۱۷ م کال د اګېسټ په ۱۵مه د طالبانو ډلې د امریکا له ولسمشر څخه په یوه پرانیستي لیک کې د افغانستان له خاورې څخه د امریکایي ځواکونو د شاتګ او د نورو ځواکونو د نه رالېږلو غوښتنه وکړه. د ۲۰۱۷ م د اګېسټ پر ۱۵مه د نن روسیې نووسټي ـ RT نه په نقل سره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ  په سرلیک د طالبانو ډلې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو غوښتنه وکړه او ده ته يې ګواښ وکړ، چې دغه هېواد ته، چې تل يې له واشنګټن سره مقابله کړې، نور ځواکونه ونه لېږي.

دغه ټول افغانستان ته د نوو ځواکونو رالېږلو پر بنسټ د ټرامپ د هوډ پر وړاندې غبرګون و، چې د خپلې نوې سټراټیژۍ په اډانه کې یې پلی کوي. لکه څنګه چې د سپینې ماڼۍ د مسؤولینو څرګندونې دې سټراټیژۍ ته په نږدې کېدو زیاتې شوې او طالبان له دې وېره لري چې دغه ستراتیژي به امریکایي ځواکونه زیات کړي.

دغه سایټ د ۲۰۱۷ م د اګیسټ پر ۱۰مه د ټرامپ خبرې خبریالانو ته رانقلوي، چې هغه وویل: «د نوموړي حکومت په ډېره نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه نوې ستراتیژي اعلانوي...» ده زیاته کړه: «دا به زما ډېر لوی هوډ وي. ما بې نظمي په میراث وړې او موږ هڅه کوو چې راکمه یې کړو...» ایا دغه ټول دا ښیي چې امریکا رښتیا هم په افغانستان کې نوې ستراتیژي وضع کوي او ایا دغه ستراتیژي به د نوو ځواکونو په رالېږلو یا د نوو ځواکونو له رالېږلو پرته پاکستان او هند ته په فعال رول ورکولو تر سره شي؟

الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي.

ځواب:

هو، دا ویلی شو چې امریکا په چټکۍ په افغانستان کې د خپلې سټراټیژۍ څېړنه پیل کړې، چې هغو ستونزو ته حل لاره پیدا کړي چې په افغانستان کې د لاسوهنې «وروستی پړاو» بلل کیږي. ټرامپ په افغانستان کې پر نظامي رهبرۍ غوسه دی، لکه څنګه چې رویټرز د ۲۰۱۷ م د اګیسټ پر ۳مه د امریکا د ولسمشر او واشنګټن د نظامي مسؤولینو له غالمغاله ډکې ناستې څخه خبر خپور کړی چې لیکي: «ټرامپ په دغه ناسته کې هغه وخت شخړې راپورته کړې چې ویې وویل: «د دفاع وزیر جیمس متیس او د قوماندنۍ رییس جوزیف ډانفورډ باید په ګډه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قومندان جنرال جان نیکلسون ایستل وڅېړي، ځکه چې نوموړی د دغه هېواد په جګړه کې بریالی نه و.» په دې ډول ټرامپ د افغانستان له خلکو سره د امریکا د جګړې په اړه شک او تردیدونه نندارې ته وړاندې کوي؛ که هر څومره د اوباما حکومت وروستی حکومت و چې په افغانستان کې یې د امریکا ستراتیژي مطالعه او اصلاح کړه؛ خو هغه څېړنه چې د ټرامپ حکومت یې نن تر سره کوي، خاصې ځانګړنې لري. دغه څېړنه په داسې وخت کې تر سره کېږي چې د امریکا نړیوالې ستونزې له حده اوښتې او نړیوال دریځ یې داغ پيدا کړی، چې په لاندې ډول یې توضح کوو:

لومړی: امریکا د ۲۰۰۱ م کال په وروستیو کې د سپټمبر د ۱۱مې برید ته د ځواب په پلمه د افغانستان له خلکو سره خپله جګړه اعلان کړه. دا په داسې حال کې وه چې هغه محافظه کاران چې د بوش تر څنګ وو؛ هڅه یې کوله چې د دې جګړې د پیل لپاره نوموړي ته انګېزه ورکړي. له دوو کلونو کم وخت تېرېدو وروسته امریکا پر عراق برید وکړ او اشغال یې کړ. دې جګړې دومره له ستونزو سره مخ کړل، چې د وتلو لپاره یې مرسته غوښته او د عراق په جګړه کې د امریکا د ډوبېدو په پرتله د افغانستان جګړې څخه کوم څه نه ترلاسه کېږي. له هغه وروسته چې عراق او مقاومت یې د بوش او له نوموړي وروسته د اوباما د حکومت په اصلي اندېښنې بدل شوی و؛ امریکا خپلې ټولې هڅې له اعراق څخه د خپلو سرتېرو ایستلو لپاره د جګړې پر پرېښودو متمرکزې کړې. په ۲۰۱۱ م کال کې له عراق څخه د امریکا د ډېرو جنګي سرتېرو په وتلو کې د اوباما په بریالیتوب نوموړی د چین له بلندپروازیو سره د مخامخ کېدو لپاره نوې سټراټيژي چمتو کوله او دغه مسله یې د ولسمشرۍ په دویم پړاو کې ګرمه وه. د دې سټراټیژۍ تر پای ته رسېدو وړاندې امریکا خپل نفوذ د عربي پسرلي انقلابونو له امله په عربي هېوادونو په ځانګړي ډول سوریه کې په خطر کې ولید. همدارنګه نفوذ یې په لرې ختیځ کې د چین پر وړاندې له ګواښ سره مخ شوی و. د چیني جزیرو جوړول یې وغندل، د جاپان د اردو پیاوړتیا لپاره یې هڅه وکړه او له شمالي کوریا سره یې هم اړیکې ترینګلې شوې.

په دغه واقعیت او په افغانستان کې د لږې مرګ ژوبلې لپاره په افغانستان کې د امریکا جګړه له پامه وغورځېده. که څه هم دا په دې مانا نه ده چې امریکا دې د خپلو لومړیتوبونو لپاره، چې د پام وړ ټکي یې وو، د افغانستان قضیه بشپړه هېره کړې وي.

دویم:  په افغانستان کې د ۱۶ کلنې جګړې په اوږدو کې په جرات سره دا ویلی شو، چې امریکایي او ناټو ځواکونه په ګډه جکړه کې د طالبانو د مقاومت په له منځه وړلو کې په بشپړه رسوایۍ له ماتې سره مخ شول؛ هغه خوځښت چې طالبان یې نماینده ګي کوي او په ۲۰۰۱ م کال کې د امریکا په مداخلې له واکه لرې شول. همدارنګه په افغانستان کې د امریکا د مزدورانو ثبات لپاره د امریکا د ټولو انتخابونو د پاتې راتلو او ناکامۍ ادعا په جرات سره کولی شو. لکه څنګه چې هند هم پر دې ونه توانېد چې له امریکا سره د هغه څه په درولو کې مرسته وکړي، چې شورش یاداوه. همدارنګه هغه جګړه چې مزدورانو یې په وزیرستان او د پاکستان په نورو سیمو ګې په افغانستان کې د امریکا د تلفاتو کمولو په موخه پیل کړې وه؛ په ناکامۍ پای ته ورسېده او له طالبانو سره د سولې خبرو هڅو هم پرمختګ نه درلود. په دې ترتیب په افغانستان کې د امریکا اوضاع د ۱۶ کلنې جګړې له تېرېدو وروسته ډېره تیاره معلومېږي. د طالبانو ډله د افغانستان په ډېرو سیمو کې په ډېرې خپلواکۍ تګ راتګ کوي او د کابل مزدور حکومت پر هغوی هېڅ ولکه نه لري. همدارنګه د طالبانو ډله د افغانستان په ډېرو سیمو کې وحشتناک او سخت بریدونه کوي، لکه پلازمېنه کابل چې د امریکا پوځ یې هم د امنیت په ټینګېدو نه دی بریالی شوی. نه یوازې دا، بلکې ډېری بریدونه چې پر امریکایي ځواکونو تر سره کېږي؛ منبع يې د افغانستان د اردو کسان دي، چې واشنګټن زده کړې ورکړې دي. په دې ترتیب په افغانستان کې د امریکا انتخابونه محدود شوي دي.

در توصیف واقعیت افغانستان، گزارش مؤسسه کارنگی امریکا بتاریخ ۲۲ می ۲۰۱۷م چنین می نگارد: «ترکیب ضعیف نظام افغانستان و بازگشت غیر قابل کنترول طالبان می تواند منجر به فروپاشی فاجعه آمیز نظام و حکومت افغانستان شود که در نهایت منجر به بازگشت هرج و مرج و یا هم به وجود آمدن گروه های تروریستی خواهد شد.» این گزارش بر این تأکید می کند که نبرد افغانستان باید خاتمه بپذیرد، نه تنها به خاطری این که سالانه ۲۳ ملیارد دالر برای امریکا هزینه دارد، بلکه بخاطر گزینه های محدودی که برای حل موضوع افغانستان مطرح است، در اولویت قرار گیرد.

د ۲۰۱۷ م کال د مې پر ۲۲مه د افغانستان د واقعیت په ستاینه کې د امریکا کارنګي موسسه په خپل راپور کې داسې لیکي: «د افغانستان د نظام کمزوری ترکیب او د طالبانو نه کنټرولېدونکی راتګ د افغانستان د حکومت او نظام د له منځه تلو سبب کېدای شي، چې په پایله کې به د شخړو بیرته راتګ او یاهم د تروریستي ډلو رامنځته کېدو لامل شي.» دغه راپور پر دې ټینګار کوي، چې د افغانستان جګړه باید پای ته ورسېږي. دا به نه یوازې د امریکا لپاره ۲۳ میلیارده ډالر کلنۍ ګټه ولري، بلکې د محدودو انتخابونو لپاره به چې د افغانستان د موضوع د حل لپاره مطرح دي، په لومړیتوبونو کې شي.

دې ته په کتو چې په افغانستان کې ډېری امریکایي ځواکونه د اوباما د حکومت له وخته بهر شوي دي، لکه څنګه چې یوازې ۱۰۰۰۰ په دغه هېواد کې چې د ناټو ۳۰۰۰ ځواکونه یې ملاتړ کوي، د امریکا د ۲۰۰۰۰ زره خصوصي امنیتي شرکتونو د سرتېرو په ګډون پاتې دي؛ خو د سرتېرو دغه وتل د بریا هېڅ پایله او پرمختګ نه دی. څنګه چې طالبانو ټولې هغه اډې چې امریکایي ځواکونه پرېښودې، په چټکۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې. داسې نه تر سترګو کېږي چې د افغانستان د مزدور حکومت اردو دې په زیات شمېر او هغو هڅو سربېره چې د امریکا د دوی د تمرین لپاره تر سره کړې، له کابل بهر هېڅ ډول هڅې وکړي. دا له نظامي پلوه و.

درېیم: خو له سیاسي پلوه؛ له هغه وروسته چې امریکا په افغانستان کې خپل محدود انتخابونه درک کړل او د هند ټاکنې هم اغېزه ونه کړ، له طالبانو سره د سولې خبرو ته په دې هیله مخه کړه، چې هغوی په افغانستان کې  د امریکا په حکومت کې مدغم کړي. دې موخې ته د رسېدو لپاره یې په پاکستان کې خپل مزدوران سولې ته د طالبانو راکشولو لپاره استخدام کړل. پر دې سربېره دا ټولې هڅې ناکامې شوې او امریکا نه له نظامي پلوه او نه هم له سیاسي پلوه په افغانستان کې بریالۍ وه. امریکا د دې مسئلې لپاره ځانګړې طرحه نه درلوده او د داسې برنامې د نشت په دلیل نیوکې پرې کېږي. د «انټرفاکس» خبري اژانس د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې له یوې سرچینې څخه په نقل سره ویلي: «په افغانستان کې د یو ځانګړي سیاست وړاندې کولو لپاره د ولسمشر ټرامپ بې وسي په دغه هېواد کې بله بې ثباتي تشکیلوي؛ پر دې سربېره دغه حالت د افغانستان د حکومت سختي او په یاد هېواد کې د پاتې کېدو لپاره د ناټو غړو هېوادونو دریځ د هېواد د حالاتو لرلید شکمن کړی دی.» (سرچینه: نن روسیه، ۲۰۱۷ م د اګیسټ ۳مه)

څلورم: په دې ترتیب په افغانستان کې د امریکا د کړکېچ عمق او په دغه هېواد کې د دوی د انتخابونو کموالی روښانه کېږي؛ خو څه چې حقیقت لري هغه دا چې که امریکا ته د افغانستان جګړې بشپړ پای ته رسول ناشوني وي؛ نو دې ته سخته اړتیا لري چې په افغانستان کې د جګړې جبهه سړه کړي؛ ځکه باید د خپلو نظامیانو د وژلو او د دې جګړې بې شمېره لګښتونو مخه ونیسي.

د امریکا یو شمېر نظامي رهبران په دې باور دي، چې پر طالبانو د بریا لپاره باید د امریکا نظامي ځواکونه ډېر شي؛ خو ولسمشر د دې نظریې منلو لپاره لنډمهاله برنامه او ښکاره او محسوسې لاسته راوړنې شرط اېښې دي او دا هغه شرط دی چې د امریکا نظامیان یې هغو ترخو تجربو ته په کتو نه شي منلی، چې د ۱۶ کلونو په اوږدو کې یې په افغانستان کې لري. خو هغه څه چې دا ټاکنه د یوې نظریې په کچه د مېز پر مخ ږدي، دا دی چې ټرامپ په افغانستان کې شته معدني بې شمېره پانګې ته سترګې پټې کړې دي؛ هغه پانګه چې امریکا یې بیه یو ټریلیون ډالر اټکل کړې ده. پر دې سربېره د افغانستان جغرافیایي موقعیت هم د منځنۍ اسیا د نفتو د لارې په توګه خورا مهم دی.

د دستور ورځپاڼې انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۷ م د جولای پر ۲۶مه له نیویارک ټایمز نه په نقل سره داسې ولیکل: «سپینه ماڼۍ د احتمالاتو د څېړنې په موخه اراده لري، چې کابل ته یو استازی ولېږي چې له مسولینو سره خبرې اترې وکړي. همدارنګه اشاره یې وکړه: په ورته وخت کې چې سپینه ماڼۍ په تېره اونۍ کې د افغانستان د سیاست په اړه شخړې ته دننه شوې، د ټرامپ درېیو تکړه همکارانو د یو کیمیایي شرکت (امریکن المنټس) له اجرايي مدیر مایکل ان سلفر سره خبرې وکړې او د افغانستان د ځمکنیو کمو پیداکېدونکو کانونو د را ایستو د شونتیا د څرنګوالي په اړه یې نظریات تبادله کړل.» د ډېرو ځواکونو لېږلو انتخاب او د افغانستان په زیربناوو کې پانګونې لکه د کانونو ایستلو د امکان په موخه د اوسپنې پټلۍ او سړکونه حتی د سوداګریزو معامله کوونکو له نظره چې د ولسمشر پر فکر واک لري، دا هم یوه امن او بې خطره ټاکنه نه بلله کېږي، ځکه دا احتمالي کانونونه په هغو سیمو کې دي، چې د طالبانو ډله پرې واکمنه ده.

نو پر دغه اساس هغه ټاکنه چې په زیات احتمال د ټرامپ حکومت به يې په افغانستان کې خپله کړي، دا ده چې امریکایي ځواکونه به بیرته خپلو اډو ته ولېږل شي، چې له همغه ځایه په دغه خاوره کې د حاکم مزدور حکومت ساتنه وکړي او د نسکورېدو مخه یې ونیسي. په ورته وخت کې به د پاکستان حکومت سخت راوپاروي او لارښوونه به ورته وکړي، چې د هند تر کمزوري کېدو وروسته بیا افغانستان ته راوګرځي. امریکا به دغه هڅې د طالبانو ډلې ته د قناعت ورکولو په موخه په کابل کې له امریکایي سیاسي نظام سره د یوځای کېدو او د افغانستان انقلاب پای ته رسولو لپاره وکاروي؛ چې وروستۍ موخه یې د امریکا  جګړې د اوږدېدو مخنیوی دی.

په دغه ډول امریکا هیله لري چې په افغانستان کې د جګړې لګښت خپلو نظامي اډو ته د نظامیانو بیرته راتګ له لارې او د ګواښ په وخت کې له هغوی نه ګټه اخیستل تر ډېرې کچې راټیټ کړي او دغه اډې به تر ډېره په خلیج سیمه کې د امریکا نظامي اډو ته ورته وي. پر دې سربېره به په پاکستان کې له خپلو مزدورانو څخه چې تر اوسه یې له طالبانو سره اړیکې نه دي پرې کړې؛ ګټه واخلي. امکان لري فضا داسې چمتو کړي چې طالبان د پاکستان له لارې د امریکا شرطونو ته غاړه کېږدي. البته امریکا د اوباما په وخت کې هم په پاکستان کې له خپلو مزدورانو څخه په بریالیتوب کار واخیست، لکه څنګه چې د افغانستان حکومت له حزب اسلامي سره چي په دغه هېواد کې دویمه تندلاره ډله بلله کېږي، هوکړه وکړه. دا هوکړه د دغه حزب د رهبر ګلبدین حکمتیار په غیاب کې وشوه. هوکړه لیک د دې وسله والې ډلې استازو له ولسمشر غني سره لاسلیک کړ. (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۱۶م، د سپټمبر ۲۲مه)

دا مسله امریکا هڅوي چې د طالبانو په اړه هم له پاکستانه کار واخلي، په ځانګړي ډول د حکمتیار اوسني دریځ ته په کتو، چې له سولې او کابل ته تر راتګ وروسته یې نیولی دی. لکه څنګه چې نوموړي له طالبانو وغوښتل چې له سیاسي نظام سره یوځای شي. د افغانستان د اسلامي حزب رهبر ګلبدین حکمتیار د طالبانو له ډلې وغوښتل چې له حکومت سره د خبرو له لارې هوکړې ته ورسېږي. نوموړي کابل ته تر راتګ وروسته په خپله لومړی بیانیه کې د طالبانو ډله وهڅوله چې د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره له سوله ییزې لارې مرسته وکړي. (سرچینه: الجزیره نېټ، ۲۰۱۷ م، د مې ۶مه)

پنځم: امریکا د چین له لوري له لویو ګواښونو سره مخ  ده، په ځانګړي ډول په شمالي کوریا کې د حالت ګرمېدو ته په کتو. له بل لوري په سوریه کې هم د دوی پر وړاندې ګواښونه شته دي. د دغه هېواد د اقتصاد ژغورنې لپاره د امریکا ټول سیاستونه ناکام شول. له بل پلوه په افغانستان کې امریکایي ځواکونو هم خپل مورال له لاسه ورکړی او بریا ته له رسېدو څخه نهیلي شوي دي. په افغانستان او سیمه کې د هند د رول پر ماتېدو سربېره او هغه هیلې چې د حکمتیار له راتګ سره زیاتې شوې، له دغو ټولو واقعیتونو ښکاري، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره د داسې سولې رامنځته کېدو په لټه کې ده، چې د جګړې له لارې ورته ونه رسېدل.

همدا لامل دی چې په افغانستان کې یې د پاکستان رول نوی فعال کړ او پر یاد هېواد يې د هغوی بریدونه راکم کړل؛ هغه که کورني او یا هم پر مرزونو بریدونه وو. لکه څنګه چې د باجوا په ریاست د نوې رهبرۍ په دوام کې چې اته میاشتې وړاندې پیل شوې، پاکستان تر اوسه د راحیل شریف د عملیاتو په څېر هېڅ ډول لوی عملیات نه دي تر سره کړي. راحیل شریف چې د پاکستان پخوانی نظامي قوماندان و، د «نېش لرونکی برید» په نوم عملیات یې د هغو کسانو پر وړاندې چې شریف تروریستان بلل، په مختلفو مرحلو او د افغانستان په مرزونو کې پیل کړي وو. بل خوا، د باجوا د رهبرۍ په دوام کې د کشمیر په مرز کې د پاکستان او هند د اردو تر منځ وړې نښتې تر سترګو کېږي چې دغو  نښتو ته د پاکستان له دننه او د طالبانو رهبري هرکلی وايي.

په ورته وخت کې د پاکستان د اردو نوی قومندان جنرال باجوا هڅه کوي چې له داعش سره د مبارزې په نامه له افغانستان سره همکاري پراخه کړي؛ یعنې هڅه به وکړي چې له تروریزم سره د جګړې مفهوم تمرکز له طالبانو او د وزیرستان مجاهدینو څخه له داعش ډلې سره جګړې ته راوګرځوي او په دغو کړنلارو کې د افغانستان حکومت هم شامل دی. د پاکستاني قبایلو هغه کرکه هم پکې شامله ده، چې له پخواني قوماندان راحیل شریف څخه یې په زوړنو کې لري. لکه څنګه چې باجوا په خپلو خبرو ې د افغانستان د طالبانو له ډلې سره هغه ته اشاره وکړه.

د پاکستان د اردو قومندان قمر جاوید باجوا د داعش ډلې له ګواښونو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته د ګډې همکارۍ لاس اوږد کړ. د ګډې همکارۍ دا غوښتنه د دوو ګاونډیو دولتونو تر منځ کم سارې دوه اړخیزه اړیکه بلل کېږي. جنرال باجوا د دې همکارۍ د پیل لپاره خپلې هڅې د جمعې ورځې په هغه ناسته کې یادې کړې، چې د افغانستان له مرز سره نېږدې یې په کرم سیمه کې د قبایلو له یو شمېر مشرانو سره درلوده. کرم یو اداري واحد دی، چې د قبایلو په سیمه کې پرته او د پاکستان قومي اتحادیو راچاپېره کړې ده. د پاکستان د اردو نوي قوماندان له کابل سره د دوه اړخیزو اړیکو په کم ساري تحول کې د دواړو هېوادونو له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې له یو بل سره یو موټي او بیدار اوسي. نوموړي د کرم سیمې له قبایلو سره په لیدنه کې وویل: «موږ باید د دغو ګواښونو پر وړاندې له یوبل سره یوځای، چمتو او بیدار وو.» (سرچینه: خلیج انلاین، ۲۰۱۷م، د جولای ۱)

امریکا د افغانستان د مجاهدینو په ځانګړي ډول طالبانو ډلې پر وړاندې عاجزه شوه او هغه څه چې دغه واقعیت ښه ښکاره کوي، د افغانستان د ولسمشر وروستۍ څرګندونې دي چې په سعودي کې یې د ټرامپ تر لیدو وروسته یادې کړې. نوموړي وویل: «هغه څه چې د اهمیت وړ دی، دا دی چې د افغانستان حکومت د سولې په هڅه کې دی. له طالبانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې یوه لاره وټاکي، که هغوی د سولې لاره وټاکي، خپلې هرې غوښتنې ته له سیاسي او قانوني پلوه رسېدی شي او بیا هم زموږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې له ترویستانو څخه واټن پیدا کړي.» (سرچینه: د منځني ختیځ ورځپاڼه، ۲۰۱۷م، د مې ۲۵مه) دغه څرګندونې داښیي چې د امریکا سیاست په دې هڅه کې دی چې طالبانو ته اشاره وکړي، چې د طالبانو ډله د ټروریزم پر وړاندې د امریکا له جګړې څخه بېرون ده، بلکې له هغوی غواړي چې په دغه جګړه کې د افغانستان له حکومت سره په یوه لیکه کې ودرېږي او غوښتنې یې له افغانستان څخه د بشپړو امریکایي ځواکونو وتلو پر بنسټ له سوله ییزې لارې تر لاسه کولی شي، نه د جګړې له لارې.

شپږم: لنډه دا چې په افغانستان کې د ولسمشر ټرامپ پر ستراتیژي هغو شخړو او خطرونو ته په پام بیا غور کېږي، چې د امریکا سیاست د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورسره لاس او ګرېوان دی. پورتنیو واقعیتونو ته په پام، په غالب ګومان په افغانستان کې د امریکا پر سیاست بیا غور، لاندې مسایل په بر کې نیسي:

۱. په دغه بیاکتنه یا غور کې د افغانستان د جګړې جبهه تر ډېره سړه شوې، د امریکایانو حضور په نظامي اډو کې محدود شوی، له دوی څخه به یوازې د خطر پر مهال ګټه اخیستل کېږي او داسې به ښودل کېږي، چې د دوی مسؤولیت د داعش ډلې پر وړاندې درېدل دي او بس.

۲. لرې ښکاري چې امریکا نوي ځواکونه، د جګړې او د هغې د سختولو په موخه ولېږي، احتمالاً به ځواکونه د لنډ مهال لپاره ولېږي، خو نه د جګړې په موخه؛ بلکې سولې ته د مجبورولو لپاره له طالبانو سره د چنې وهلو په موخه؛ د بېلګې په ډول: امریکا به ووايي چې موږ حاضر یو له خپل موقفه راکښته شو او دا اضافي ځواکونه بېرته ولېږو، په دغه شرط چې طالبان يې په بدل کې د سولې خبرې اترې ومني او د افغانستان په حکومت کې برخه واخلي. البته په طبیعي ډول دا بهیر باید په هېڅ ډول د امریکا ګټو ته تاوان پېښ نه کړي.

۳. پر طالبانو د دې کړنلارې د منلو د اسانتیا لپاره به امریکا په افغانستان کې د پاکستان رول له سره پياوړی کړي. داسې چې د پاکستان نوې رهبري به طالبانو ته زیاته نرمي وښيي، تر څو يې په کابل کې له مزدور حکومت سره د خبرو اترو او په افغانستان کې په امریکايي سیاسي نظام کې د برخې اخیستنې لپاره رهنمایي کړي.

اووم: په پای کې خبرداری درکوو، چې هسې نه په پاکستان کې د امریکا پر مزدورانو تکیه وکړئ او د هغوی نرمښت فرېب وخورئ، چې نظامي رهبران يې د افغانستان پر وړاندې ښيي. باید له تېره درس واخلئ، پوهېږو چې ممکنه نه وه چې د امریکا پښه په پاکستان کې يې د مزدورانو له مرستې پرته افغانستان ته راخلاصه شي. د طالبانو پر وړاندې د پاکستان حکومت نوی سیاست له یوې ډرامې پرته بل څه نه دی، چې امریکا يې خپله سناریو لیکلې او موخه يې هغه خطرونه لرې کول دي، چې په افغانستان کې یې مزدور حکومت احاطه کړی. امریکا غواړي چې دا خطرونه د امریکا له زیات لګښت لرونکې مداخلې او یا یوې وړې مداخلې پرته دفع شي. نو پر دغه اساس د پاکستان نوي چارواکي په اصل کې د امریکا د دې نقشې نوې او افشا شوې څېره ده. یو ځل یې د پاکستان له مزدورو او په دوی پورې له تړلو چارواکو وغوښتل چې د افغانستان پر جهاد فشار راوړي او شان و شوکت يې له منځه یوسي. لکه څنګه چې راحېل د اوباما د نقشې پر اساس په وزیرستان کې تر سره کړل او اوس د پاکستان مزدورو مشرانو ته د امریکا دستور دا دی، چې طالبان د ټرامپ د نقشې پر اساس وغولوي او فعالیتونه يې له سیاسي لارې مهار کړي.

ټرامپ دا نقشه تر هغه وروسته په لاس کې واخیسته، چې د امریکا مخکیني سیاستونه، چې د هلاکت او تباهۍ (خبرو اترو) مېز ته د طالبانو کشول او د دوی د جهادي موخو له منځه وړل له نظامي او د زور له لارې وو؛ په ناکامۍ پای ته ورسېدل. په دغه ترتیب د امریکا هڅه دا ده چې پاکستان طالبانو ته نږدې کړي او پاکستان طالبان له ګمراه کولو او غولولو وروسته د خبرو اترو مېز ته راولي. زموږ خبرداری دا دی چې هسې نه ځانونه د امریکا او د هغې د مزدورانو لمن ته وغورځوئ او یا پر هغوی تکیه وکړئ. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ﴾ [هود: ۱۱۳]

ترجمه: او پر ظالمانو تکیه مه کوئ، چې د دوزخ اور به مو چاپېر کړي. هغه مهال به له الله پرته هېڅ ولي او سرپرست نه لرئ او مرسته به نه درسره کېږي.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې