یکشنبه, ۲۹ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د نفتو د بیو لوړېدل
بسم الله الرحمن الرحيم
د نفتو د بیو لوړېدل

(ژباړه)

پوښتنه:

د نفتو بیه د ۲۰۱۸ میلادي کال د مې پر ۲۴مه په بې ساري ډول لوړه شوه، د بېلګې په توګه د هر بېلر خامو نفتو بیه ۷۹ ډالر ته ورسېده او د تکزاس د هر بېلر اومو نفتو بیه ۷۱ ډالرو ته ورسېده. د نفتو دغه لوړه بیه له هغه ټیټېدو وروسته ده چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې موږ شاهد وو، ایا دغه چاره دا مانا لري چې نړۍ د نفتو د بیو لوړېدو نوي پړاو ته دې ننه کېږي او ایا شونې ده چې د نفتو بیو لوړېدل مخکنیو لوړېدو ته ورته وي، چې هر بېلر بیه ۱۵۰ ډالرو ته وسېد؛ دلیلونه یې څه دي؟

ځواب:

نفت د هر ډول توکو په څېر د وړاندیز او غوښتنې له امله اغېزمنېږي، خو په عین حال کې د نورو توکو پر خلاف، د نفتو د بیو لوړېدو اټکل نه شو کولی، یعنې دا چې هر ډول بدلون د نفتو پر بیو نېغ اغېز کولی شي او دغه واقعیت د نفتو بازار طبیعت ته ورګرځي او په عین حال کې مالیات هم په ځانګړي ډول په سیاسي شخړو کې د نفتو د بازار پر نه ټیکاو اغېز کوي. د موضوع د روښانه کېدو لپاره لاندې موارد څېړو.

۱- عرضه:

الف) د نفتو د صادروونکو هېوادونو سازمان (اوپک) او په دغه سازمان کې نورو هېوادونو هوکړه کړې چې د وړاندې شوو نفتو کچه په بازار کې راټیټه کړي، څنګه چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروسیتو کې چې د روسیې او اوپک دولتونو تر منځ وشوه. دا پرېکړه وشوه چې په ورځ کې دې د ۱.۸ میلیونه بېلره اومو نفتو راایستل راټیټ شي، تر څو په همدغه ترتیب سره د نفتو د کچې لوړېدل په بازار کې راټیټ شي او بیې یې لوړې کړي. هغه څېړنه چې د اندبورز اوپک ستندرد سازمان تر سره کړې، ښيي چې اوپک هېوادونه په اپرېل میاشت د پرلپسې درېیمې میاشتې لپاره له یو کاله راپدېخوا د خپلو نفتو تر ټولو ټیټه کچه وایستله. څنګه چې په تېره میاشت کې یې هر ورځ ۳۲ میلیونه بېلره نفت وایستل. یعنې ۱۴۰.۰۰۰ بېلره د مارچ تر میاشتې لږ او د نن ورځې د ایستلو کچه یې په ورځ کې ۳۲.۷۳ میلیونه بېلره وه، له هغه څه څخه لږ وه چې د اوپک سازمان مشخصه کړې وه.

د اوپک د پرېکړې پر بنسټ، باید هر ورځ ۷۳۰ زره بېلره وایستل شي. په پام کې ده چې د اوپک دغه هوکړه د یو بل کال لپاره هم دوام وکړي او د اوسني حالت د دوام په صورت کې په اغلب ګومان د اومو تېلو بیه به ډېره لوړه شي. دا هغه څه دي چې د انرژۍ د اوږدمهاله مشوره ورکولو څېړنیز مرکز (Aspects) ورته اشاره وکړه: «هغه څه چې نن یې موږ شاهدان یو، په راتلونکې کې به تر دې ډېر پېښ شي او هغه دا چې د عرضې ستونزې به په پراخه کچه پر بیو اغېز وکړي.» (سرچینه: Https://www.marketwatch.com))

ب) د وینزویلا اقتصادي او سیاسي حالت به د دغه هېواد پر وړتیاوو د تولیدي موخو په تر لاسه کولو کې ډېر اغېز ولري، لکه څنګه چې د ۲۰۱۸ م د اپرېل په میاشت کې یې په ورځ ۱.۴۱ میلیونه بېلره تولید درلود او دغه کچه ښيي چې د همدې میاشتې په تناسب یې تېره کال پر همدغه ورځ (۲۰۱۸ م مارچ) ۸۰ زره بېلره او د ۲۰۱۷ م کال په نتاسب ۵۴۰ زره بېلره په ورځ کې تولید کړي دي.

له شک پرته چې د دغو راټیټېدو یو اصلی دلیل د وینزویلا د دولت سیاست دی، لکه څنګه چې د «ډي وینزویلا یا PDVSA» د نفتو شرکت په ناوړه ډول اداره کېږي او د «کونوکوفیلیپس» شرکت په تېره میاشت کې په یوه قضیه کې د PDVSA  شرکت پر وړاندې د دوه میلیارده ډالر په ارزښت د دوو نفتي پروژو په صادرولو سره بریالی شو او د PDVSA شرکت پر دې ونه توانېد چې د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت خپل پورونه ورکړي. دغو ټولو مواردو د وینزویلا دولتي شرکت د تولید کچې په راټیټولو کې رول درلود؛ چې په وروستیو کې د عرضې په کچه کې د راټیټولو لامل کېږي او په همدغه ترتیب د نفتو د بیو په لوړېدو او عرضې د کچې په راټیټولو پورې تړلي دي.

ج) له ایران سره تر اټومي هوکړې د ټرامپ د وتلو پایلې او په ۲۰۱۲ م کال کې د اوباما په حکومت کې د ایران د نفتو صنعت پر وړاندې د نوو بندیزونو څرنګوالی ته ورته بندیزونه طرحه شوي وو. داسې اټکل کولی شو چې دغه بندیزونه به د دې لامل شي چې د ایران د نفتو د تولید کچه تر ۲۰ سلنې پورې راټیټه شي. یعنې په ورځ کې به له ۵۰۰ بېلره څخه ۴۰۰ بېلره ته د یو میلیارد ډالرو په معادل سره پر اوسنۍ بیې ور ډېر شي. (سرچینه: (http://foreignpolicy.com) دا په داسې حال کې ده چې امریکا تر اوسه نه ده څرګنده کړې چې د ایران پر وړاندې کوم اقدامونه ولري، خو ګومانونه ښيي چې بندیزونه پر  لاره دي، چې د ایران د نفتو صنعت موخه وګرځوي. دغه درې واړه تدبیرونه چې یاد شول، د  نفتو د عرضې د کچې په راټیټېدو کې برخه لري او لکه څنګه چې ولیدل شول چې د نفتو بیې یې لوړې کړې.

۲- غوښتنه:

الف) د نفتو د غوښتنې کچې هم ډېروالی درلود او د نرژۍ نړیوال اژانس اعلان وکړ چې شونې ده په ۲۰۱۷ م کال کې د نړۍ د نفتو غوښتنه له ۹۷.۸ میلیونه بېلره څخه ۹۹.۳ میلیونه بېلره ته ډېر شي. یاد اژانس چې مرکز یې په پاریس کې دی، تمه لري چې په ۲۰۱۸ م کال کې د نړۍ د نفتو غوښتنه په ورځ کې له ۱.۳ میلیونه بېلره څخه ۱.۴ میلیونه ته لوړه شي او دغه مسله وروسته له هغه مطرح شوه چې د پیسو نړیوال صندوق په روان او راتلونکي کال کې د نړۍ اقتصادي وده مخ په ډېرېدو وبلله. د انرژۍ نړیوال اژانس پخپل میاشتني راپور کې د نړیوالو بازارونو په اړه وویل چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د نفتو غوښتنه په ورځ کې د ۱.۶ میلیونه بېلره په کچې ډېروالی ښيي. (سرچینه: : https://www.reuters.com))

ب)  چین د نفتو د غوښتنې په وده کې یو بل دلیل په ګوته کېږي. څنګه چې تمه کېده چې چین په ۲۰۱۸ م په اپرېل کې هره ورځ له ۹ میلیونه بېلره څخه ډېر اومه نفت ولګوي، یعنې له بل هر وخته ډېر او دغه شمېر د نفتو د نړیوال لګښت ۱۰ سلنه او په اسیا کې له یو پير درېیمې څخه ډېره غوښتنه ښيي. په هغه صورت کې چې د هر بېلر اوومو نفتو بیه ۷۵ ډالرو ته ورسېږي، نو دا مانا به ولري چې په هره میاشت کې به د چین د وارداتو لګښت له ۲۰ میلیونه ډالرو څخه ډېر شي. دا په داسې حال کې ده چې دغه کچه تر هغه څه ډېره ده چې معمولا به د وارداتو کچه راټیټېده او همدارنګه دا څرګندوي چې د چین د نفتو غوښتنه له هغې کچې څخه ډېره ده؛ چې تمه یې کېده. امریکایي ساکس جولدمان بانګ خپلو کارکوونکو ته په نوټ کې داسې وایي: «د چین غوښتنه په ډېرېدو ده او شونې ده چې له اوسنیو اټکلونو ډېره شي.» (سرچینه:  : https://www.reuters.com) دغو معلوماتو ته په پام سره، نړیواله غوښتنه په ډېرېدو ده او دغه چاره د دې لامل شوې چې د نفتو بیه لوړه شي.

۳- د بورس بازار: دغه بازار په هغه حالت کې چې د نفتو غوښتنې کچه په چټکۍ ټکان خوري، فعالېږي. په همدغه ترتیب، د بورس بازار د نفتو د بیې لوړېدو او ټیټېدو په وخت کې روښانه کېږي او د نفتو په بازار کې لوی صندقونه لوی رول لوبوي او دغه کار د نفتي اسنادو د پېر او یا پلور له لارې تر سره کوي. په همدغه ترتیب لیدل کېږي چې د بورس بازار تورې ته ورته دی، چې شونې ده په غوښتنه اغېز وکړي او په پایله کې د بیې لوړېدو لامل شي او دا هم شونې ده چې د غوښتنې په راټیټېدو اغېز وکړي، چې د نفتو د بیو راټیټېدو لامل کېږي. په هر حال د بورس بازار په اوس وخت کې د نفتو د بیو په لوړېدو کې دومره اغېز نه کوي، بلکې د عرضې او غوښتنې په مسله کې لوی رول لري چې پورته بیان شو.

هغه څه چې رښتیا دي، لېرې تر سترګو کېږي چې د نفتو بیه په پخوانۍ کچې سره، چې تر ۱۵۰ ډالرو رسېدلې وه، لوړه شي، څکه د نړۍ اوسنی اقتصادي حالت یې زغم نه لري او په همدغه ترتیب تمه کېږي چې د نفتو بیه په پڅ ډول لوړه شي او ۱۰۰ ډالرو ته تر رسېدو وړاندې ودرېږي. په ځانګړي ډ‌ول دې ته په کتو چې د امریکا او چین سوداګریزه او نېږدې پېښېدونکې جګړه د غوښتنې راټیټېدو لامل شي او په ترڅ کې به یې د نفتو بیه په اسانه راټیټه شي. دا په هغه صورت کې چې که د امریکا د غوښتنې خلاف د نفتو بیه لوړه وي، د اوپک پر هېوادونو به د سعودي عربستان له لارې فشارونه د تولید د کچې په ډېرېدو کې ځانګړی اغېز ولري.

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې