یکشنبه, ۲۹ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په هلسینګي کې د امریکا او روسیې تر منځ دوه اړخیزه ناسته
بسم الله الرحمن الرحيم
په هلسینګي کې د امریکا او روسیې تر منځ دوه اړخیزه ناسته

(ژباړه)

پوښتنه:

 د امریکا او روسیې ولسمشرانو د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۱۶مه د فنلنډ په پلازمېنه هلسینګي کې له یو بل سره لیده کاته او خبرې وکړې. ایا دغه لیدنه د دواړو دولتونو تر منځ د شخړو پای ته رسېدو مانا لري او ایا دغه لیدنه د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۱۲مه د ناټو هېوادونو په ناستې او له دغې ناستې څخه راټوکېدولو شخړو پورې اړه لري او که نه؟ بله دا چې دغه خبرې به د چین او روسیې پر اړیکو اغېز وکړي؟ او وروستۍ پوښتنه دا چې دغه لیدنه د سوریې د قضیې په حلولو کې اغېز لري؟

ځواب:

له اوږدې مودې وروسته چې د امریکا او روسیې تر منځ په اړیکو کې د شخړو راپورته کېدو تېرېږي، د دواړو هېوادونو تر منځ په لوړه کچه لیدنې بندې شوې وې. دغو شخړو له ۲۰۱۴ م کال وروسته او هغه وخت زور واخیست چې روسیې د کریمیې جزیره خپله کړه. امریکا او اروپا د روسیې د دغه اقدام په غبرګون کې پر روسیې اقتصادي بندیزونه ولګول. یادې شخړې د اوباما د حکومت په وروستیو کې د ټرامپ په ګټه په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په تورنېدو لوړې کچې ته ورسېدې او له هغه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ په لوړه کچه لیدل بند شول. که څه هم د دواړو هېوادونو ولسمشرانو له دغې لیدنې وړاندې دوه ځلې له یو بل سره لیدلي وو، دوی لومړی د ۲۰۱۷ م د جولای په میاشت کې په هامبورګ کې د ۲۰ هېوادونو په ناسته او په بیا یې د ۲۰۱۷ م د نومبر په میاشت کې په ویتنام کې په یوه اقتصادي غونډه کې له یو بل سره لیده کاته او خبرې وکړې؛ خو دغه لیدنه د یوې ناستې په کچه وه او د مهمو قضیو د څېړنې لپاره وخت نه و.

د ټرامپ د حکومت په یو نیم کلنه دوره کې روسیې په ځلونه دا هڅه وکړه چې د دواړو هېوانونو ولسمشران په یوه ګډه خبري غوڼده کې خبرې وکړې؛ خو امریکا پرلپسې دا ډول غونډې ځنډولې او د دغه کار موخه یې پر روسیې فشار راوړل و. روسیه تل په دې تمه وه چې ټرامپ د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو ښه کېدو لپاره نوښت وکړي، خو په عین حال کې یې دا هم درک کوله چې ټرامپ د داسې کار لپاره له ډېرو ستونرو سره لاس او ګېروان و؛ ځکه امریکا د ټرامپ د تګلارو په دلیل سره د مخالفتونو له لویو څپو سره مخه ده، چې ځینې پایلې یې د روسیې پر وړاندې په څېړنه او له روسیې سره د ټرامپ د اړیکو له امله د نوموړي د ټیم د ډېر شمېر غړو په استعفا کې لیدلی شو.

په همدغه ترتیب، له امریکا سره د یوې ناستې په کچه بشپړه لیدنه، تل د روسیې له لویو هیلو څخه همداسې پاتې شوه، چې روسان یې په پوره کېدو کې پاتې راغلي وو او دغه کار هغه وخت شونی شو چې امریکا پخپله د دا ډول ناستې هوډ ونیو. په دې اړه د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند هاریت مارکویس د ۲۰۱۸ م د جون پر ۲۱مه اعلان وکړ چې د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار بولټون به د روانې میاشتې په وروستیو کې مسکو ته لاړ شي، چې د امریکا او روسیې تر منځ د ګډې ناستې لپاره لازمه همغږي وڅېړي.» (سرچینه: سپوټنیک روسیي خبري اژانس، ۲۰۱۸ م د جولای ۲۴مه) پر همدې بنسټ، تر ټولو مهم څیز چې باید د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۱۶مه په دغه لیدنه کې وڅېړل شي، دا دی چې ولې امریکا د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو تر منځ د دا ډول ناستو هوډ ونیو او امریکا د دغو لیدنو په ترڅ کې د څه شي په لټه کې ده؟ د دغې پوښتنې د څېړلو لپاره پر لاندې مواردو بحث کوو:

۱- ټولې نښې دا ښيي چې پر روسیه د امریکا فشارونه بیاهم روان دي، لکه څنګه چې د دغې ناستې تر جوړېدو دوې ورځې وړاندې امریکا د روسیې یو شمېر اسختبارات پر دې تورن کړل چې د امریکا په ټاکنو کې یې لاسوهنه درلوده. د امریکا عدلیې وزارت د روسیې د استخباراتو ۱۲ تنه مامورین پر دې تورن کړل چې د ۲۰۱۶ م کال په ټاکنو کې د امریکا د ډیموکراټ حزب د چارواکو انټرنټي حسابونو ته دننه شوي دي. د امریکا د عدلیې وزیر مرستیال رود روزنشټاین وویل چې دغو تورنو «په نېزه ښکار» تر سرلیک لاندې له پیغامونو څخه په ګټې اخیستنې او په ځینو کمپوټري پرګرامونو سره دغه کار کړی دی. سپنې ماڼۍ اعلان وکړ چې د ټرامپ او پوتین تر منځ لیدنې به پر ټاکلې نېټې تر سره شي» (سرچینه: د الغد مصرۍ ورځپاڼه، ۲۰۱۸ م د جولای ۱۴مه) په ورته وخت کې، په هلسینګي کې د ټرامپ او پوتین تر منځ له کتنو وروسته الجزیرې شبکې اعلان وکړ چې امریکا یوه روسۍ مېرمن په واشنګټن کې د روسیې لپاره د جاجوسۍ په تور ونیوه.

هغو اقدامونو ته په کتو کې چې د امریکا د حکومت دستګاوو د روسیې پر وړاندې تر سره کړل، داسې تمه نه کېږي چې د دواړو ولسمشرانو د لیدنو له امله دې پر روسیه د امریکا فشارونه راټیټ شي او دا په دې مانا ده چې امریکا د نورو انګېزو درلودو پر بنسټ دې ته چمتو شوې چې روسیه د دواړو د لیدنو لپاره د روسیې پخوانۍ او نوې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي. دغه انګېزې د دغې لیدنې د چاپېریال شرطونو ته په کتو سره څېړلی شو.

۲- د امریکا او روسیې تر منځ لیدنې پر داسې مهال تر سره کېږي چې امریکا له خپل لوی سوداګریز دښمن سره په جګړه ده: یوه اورپایي ټولنه او بل چین. په ښکار له دغو لیدنو څخه د امریکا موخه د دغو دوو دښمنو پر وړاندې له روسیې څخه ګټه اخیستل دي.

د اروپایي اتحادیې په اړه: امریکا هوډ وکړ چې په بروکسل کې د ناټو د غړو تر ناستې او د امریکا او اروپایي ټولنې تر منځ له ژورو اختلافونو وروسته ژر تر ژره له روسیې سره وګوري. «په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو ناسته پر داسې مهال پیل شوه چې تمه کېږي ډېرې شخړې رامنځته شي؛ په ځانګړي ډول د واشنګټن او اورپایي ملاتړو تر منځ د هغو اختلافونو پر سره چې په سوداګریز سکټور، دفاعي لګښتونو او له ایران سره په اټومي هوکړه کې دوام لري. د ناټو سرمنشي ینس اسټولټنبرګ ومنله چې د دغو پلویانو تر منځ د نظر اختلافونه شته دي.» (سرچینه: نن روسیه، د ۲۰۱۸ م د جولای ۱۱مه) 

د امریکا ولسمشر ټرامپ د لومړي ځل لپاره د اتلانتیک تړون د غړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په تاریخ کې اورپايي ټولنې ته د دښمنې خطاب وکړ. له روسانو سره لیدنه پر اورپایي ټولنې د امریکا د فشارونو لګولو تر ټولو مهم ابزار و. نور جزیات په لاندې ډول دي: 

الف) د امریکا ولسمشر اروپایانو ته ګواښ وکړ چې د اوکراین په اړه له روسیې سره خبرې وکړي، چې په دې اړه د اروپا د شورا رییس ډونالډ ټوسک پخپلو څرګندونو کې وویل: «ډونالډ ټرامپ راته وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د سیاست انګېزو د اوکراین پام ځانته اړولی دی او دایې منلې چې د اوکراین په اړه یې لږ احساسات درلودل. ټوسک، چې له TVN24 ټلویزیوني شبکې سره خبرې کولې، زیاته کړه: «ډونالډ ټرامپ چې له ماسره خبرې کولې، هېڅ وخت یې دا هڅه نه کوله چې د اوکراین د قضیې په اړه خپل کمزوری احساس پټ کړي او داسې تر سترګو کېږي چې نوموړی څه چې روسیې په اوکراین کې تر سره کړل، پراخه نظر لري. (سرچینه: نن روسیه، ۲۰۱۸ د جولای ۱۵مه) هغه څه چې قضیه حساسوي دا دي چې د امریکا ولسمشر د نړۍ د اوو سترو هېوادونو په غونډه کې اعلان وکړ: «روسیې ځکه کریمه له خپل ځان سره الحاق کړه چې د هغه ځای ډېرو اوسېدونکو په روسي ژبه خبرې کولې.» (سرچینه: نن روسیه، ۲۰۱۸ د جولای ۱۵مه) په اروپا کې دا خبره ډېره حساسه مسئله ده، ځکه اورپایان په اوکراین کې د روسیې کړنې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره ګواښ بولي. دوی په دې نظر دي چې دغې قضیې ته باید په سپک نظر ونه کتل شي. همدا دلیل دی چې په دې اړه د ټرامپ څرګندونې د اورپایي ټولنې په نظر د اورپا لپاره ډېرې ګواښوونکې بلل کېږي، ځکه دغه څرګندونې د سرحدي حریم ماتولو لپاره اروپا ته د شین څراغ ښودلو او له ختیځ څخه د اورپا د نقشې له منځه وړلو په مانا دي.

ب) د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو ته د روسیې د بیرته ستنېدو په اړه اورپایانو ته د ټرامپ ګواښ: «د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۸ م د جون پر ۸مه د نړي د اوو سترو صنعتي هېوادونو له نورو غړو وغوښتل چې دغې ډلې ته د روسیې د بیرته ستنېدو په اړه فکر وکړي. ټرامپ په دغه ناست کې د ګډون لپاره کاناډا ته تر سفر وړاندې وویل: «هغوی روسیه له دې ډلې بهر کړه او اوس اړ دي چې بیرته روسیه په دغه ډله کې شامله کړي؛ ځکه روسیه باید زموږ په دغه ناسته کې له موږ سره په خبرو کې ګډون ولري.» د یادولو وړ ده چې روسیې د کریمیې تر الحاق وروسته د اتو هېوادونو له ډلې ووتله او وروسته له دې دغه ډله یوازې اووه غړي لري.» (سرچینه: العربیه نټ شبکه، ۲۰۱۸ م د جولای ۸مه)

ج) الجزیرې شبکې د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۱۵مه یعنې د ناټو د غونډې تر پای ته رسېدو وروسته په راپور کې داسې وویل: «د اروپا مشران د امریکا او روسیې له نېږدې کېدو څخه وېرېدلي دي.» د روسیې او امریکا له نېږدې کېدو څخه د دغه لوی خطر د احساس یوه نښه د المان د بهرینو چارو د وزیر څرګندونې دي: «د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ډونالډ ټرامپ ته ګواښ وکړ چې کېدایشي ډونالډ ټرامپ د روسیې له ولسمشر پوتین سره د لیدنو په دوام کې د خپلو اروپایي تړون کوونکو په استازیتوب یوه اړخیزه معامله ونه کړي. ماس چې له (Bild) ورځپاڼې سره مرکه کوله، زیاته کړه: «د تړون کوونکو په استازیتوب به هر ډول یو اړخیزه معاله امریکا هم زیان منه کړي. له شک پرته څوک چې خپلو تړون کوونکو ته زیان ورسوي، اصلي بازي له ګواښ سره مخه کوي.» (سرچینه: نن روسیه، ۲۰۱۸ م د جولای ۱۵مه» د امریکا او روسیې نېږدې کېدل شاید اورپا ته زیانونه ورسوي، ځکه چې د دې لامل ګرځي چې پر روسیه د اروپا لګېدلي بندیزونه د کریمیې د قضیې په دلیل سره، چې هر شپږ میاشتې غځېږي، بې اغېزې شي او هغه وخت به روسیه اروپایي دولتونو ته پام ونه وکړي.

د) د امریکا ولسمشر ټرامپ، چې سیاسي حکومت نه لري، د اروپا پر وړاندې له ښکاره بریده لاس نه اخلي، په ځانګړي ډول د روسیې د ګازو په اړه چې پر المان یې پلوري. څنګه چې د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۱۷ مه مو د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه ته اشاره وکړه چې هغه یو ځل اروپایي ټولنې ته دښمنه وویله، بیا نور د اروپا پر وړاندې راپاروي، څنګه چې په لندن کې ټرامپ د انګلیس له نوموړي سره په لیدنه کې نوموړي ته نصیحت کاوه. «ټرامپ له بي بي سي سره د ټرامپ د نصیحت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: نوموړي ماته وویل چې زه باید له اروپايي ټولنې سره د خبرو پر ځای، یاده ټولنه ټینګه کړم.» (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۱۸ م د جولای۱۵مه) که څه هم انګلیس په ښکاره دا هوډ لري چې له اروپایي ټولنې ووځي، خو د روسیې په اړه له اروپايي ټولنې سره یو ډول نظر لري او لېرې نه ده چې د امریکا او روسیې د لیدنو ګډوډلو په موخه د روسیې پر وړاندې د انګلیس اقدامونه تر سره شي. Mil Radar سایټ چې د هوایي خوځښتونو په اړه فعالیت کوي، پخپل خبر کې وویل چې د انګلیس په هوایي ځواکونو پورې اړونده یوه الوتکه د روسیې د کریمیې د شبه جزیرې په سواحلو کې الوتنه کړې او اطلاعاتي عملیات یې تر سره کړي.» (سرچینه: نن روسیه، ۲۰۱۸ م د جولای ۱۵مه)

په همدې ترتیب، پر اروپا د امریکا فشارونه، چې هغه اوو سترو صنعتي هېوادونو ته د روسیې بیرته ګرځول، په غیر مستقیم ډول د روسیې د خاورې په توګه د کریمیې د جزیزې په رسمیت پېژندل، د دغه هېواد په ختیځ کې د روسي وګړو د بریدونو پر وړاندې د اوکراین نه ملاتړ ته په بې پامۍ (د ډونیتسک او لوغانسک څلور لارې ته» او د دوه اړخیزو غونډو له لارې د روسیې او امریکا اړیکې ښه کېدل؛ دغه ټول هغه لوی ګواښونه دي چې امریکا د اروپا پام ورته رااړوي. دغه ګواښونه که څه هم ټول په غیر مستقیم ډول تر سره کېږي، خو موخه یې دا ده چې امریکا له اروپا څخه غواړي چې د ناټو په لګښتونو کې ونډه واخلي؛ یعنې امریکا روسیې ته د نېږدې کېدو له لارې پر اروپایي ټولنې فشار راوړي او دغه له پوتین سره د ټرامپ د لیدنو بنسټیزې موخې تشکیلوي.

۳- د چین په اړه بیا قضیه دا ډول ده:

الف) د روسیې او امریکا د ولسمشرانو تر منځ لیدنه د چین په اړه هم داسې مهال تر سره کېږي چې امریکا له پیکینګ سره سوداګریزه جګړه پیل کړه. چین د امریکا لپاره خدمتونه تر سره کړل، د شمالي کوریا تند دریځ یې نرم کړ او په همدغه ترتیب امریکا د شمالي کوریا قضیه د سوله ییزو قضیو په نوملړ کې شامله کړه او د کوریا په جزیره کې یې د جګړې مسئله یوې خواته کړه. څنګه چې د شمالي کوریا او امریکا مشرانو د ۲۰۱۸ د جون پر ۱۲مه په سینګاپور کې له یو بل سره ولیدل او په دغه ترڅ کې چین ته د دغو لیدنو د زمینې برابرولو لپاره د امریکا د ولسمشر له لوري مننه وویله شوه. د یادو کارونو پر تر سره کېدو سربیره، امریکا د هغو سیاستونو عملي کول پیل کړل چې تر ولسمشر کېدو وړاندې یې د چین پر وړاندې اعلان کړي وو. امریکا په کلني ډول د چین پر وارداتو ۵۰ میلیارده ډالر مالیه وضعه کړې. چین یې په غبرګون کې د امریکا پر وارداتو ورته مالیې ولګولې. وروسته امریکا اعلان وکړ چې د چین د وارداتو په اړه نوې نقشه لري، چې پر بنسټ به یې هر کال پر چیني وارداتو ۲۰۰ میلیارده ډالره مالیه ولګول شي او دا هغه شمېرې دي چې چین یې پر امریکا د لګولو توان نه لري؛ ځکه له امریکا څخه د چین د وارداتو ټولګه ۱۳۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې امریکا ته د چین صادرات ۵۰۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي. دغه نوې نقشه به چین دې ته اړ کړي چې د امریکا سوداګریزې جګړې ته نور وسایل او تګلارې ولټوي.

ب) د چین یوه تګلاره به دا وي چې روسیې ته ځان نېږدې کړي، ځکه چې په چین د شانګهای سازمان غړو هېوادونو وروستۍ ناسته د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۱۰مه او پر یو وخت یې د ۲۰۱۸ م د جولای پر ۹مه د اوو سترو صنعتي هېوادونو ناسته په کاناډا کې جوړه کړه؛ هغه ناسته چې روسیه په ۲۰۱۴ م کال کې ترې ایستل شوې وه.

دغه دوې غونډې پر دوو ټوټو د نړۍ د وېشل کېدو مانا لري، لودیځ په کاناډا کې راټولېږي او ختیځ په چین کې؛ خو دغه حالت د امریکا لپاره چې په ۱۹۹۱ م کال کې د شوري اتحاد له تیت پرک کېدو وروسته پر نړي خپله ولکه ټینګه کړه، د خوښې وړ خبره نه ده. امریکا پر دې پوهېږي چې چین او روسیه د شانګهای سازمان دوه فعاله غړي دي او واشنګټن له دواړو سره ستونزې لري؛ لکه څنګه یې چې له چین سره یې عملا سوداګریزه جګړه پیل کړه، پر روسیه یې هم سخت بندیزونه ولګول. له بل لوري، امریکا پر دې هم پوهېږي چې شونې ده د چین او روسیې پر وړاندې د سیاستونو تر سیوري لاندې د یاد سازمان دغه دواړه غړي یو بل ته نېږدې شي او اړیکې یې ټینګې شي. امریکا پر دې پوهېږي چې که دغه دواړه هېوادونه په نړیوال سیاست او سوداګرۍ کې دښمن وبلل شي، دغه سیاست به دواړو هېوادونو ته دا انګېزه ورکړي چې یو بل ته نېږدې شي او تر منځ به د نظامي مرستو په کډون نورې مرستې هم ډېرې شي. څنګه چې دواړه هېوادونه به دا احساس کړي چې د یو دښمن پر وړاندې ودرېږي او هغه امریکا ده او دوه اړخیزه مرستې به یې وړتیا لوړه کړي.

 روسیې ته د چین د دفاع وزیر سفر پیغام د دغه واقعیت ښودلو ښه بېلګه وه. «د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو په مسکو کې خپل سیال وی فنګ خا ته ښه راغلاست ووایه. فنګ خا د یو نظامي پلاوي په سر کې او په مسکو کې د نړیوال امنیت په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته لاړ. د چین دغه پلاوی د دې موخې لپاره مسکو ته لاړ چې امریکایان پر دې پوه شي چې د چین او روسیې د وسله والو ځواکونو تر منځ ټینګې اړیکې شتون لري؛ په ځانګړي ډول په روان حالت کې. د چین دفاع وزیر په دغه سفر کې وویل: «موږ دلته یو تر څو مرسته درسره وکړو او چین چمتو دی چې په برابره توګه د مهمو نړیوالو قضیو په اړه له روسیې سره ګډه اندېښنه څرګنده کړي او پر وړاندې یې واحد دریځ اعلان کړي.ِ». (سرچینه: نن روسیه، ۲۰۱۸ م د اپریل ۳مه)

ج) نو پر همدغه بنسټ، امریکا پر دې پوهېږي چې روسیې ته نېږدې کېدل او هیله ورکول به د دې لامل شي چې د روسیې او چین تر منځ واټن رامنځته شي او په وروستیو کې دغه سست تړون له بشپړېدو وړاندې د هغې بنسټیزې ستنې، په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې ړنګې کړي. څنګه چې امریکا د روسیې پر نظامي وړتیا ښه خبره ده او پوهېږي چې که دغه وړتیا او یایې یوه برخه د چین له نظامي وړتیا سره یوځای شي، چین به سخت ځواکمن کړي او هغه ته به جرات ورکړي چې د امریکا د سیاستونو پر وړاندې ودرېږي؛ یعنې د واشنګټن غوښتنې ونه مني. واشنګټن دې پایلې ته رسېدلی چې د دغه کار څېړنه اسانه ده، ځکه روسیه هغه ناوړه اړیکې چې له غرب سره یې لري، شونې ده چې چین ته مخ وروګرځوي او د یوې نوې ستراتیژۍ په توګه له هغه سره مرسته وکړي او که چېرته امریکا په داسې شرایطو کې روسیې ته زړه ښه کړي، ځان ورته نېږدې کړي او له فشارونو یې شاه ته شي، له چین سره له نېږدې کېدو به ډډه وکړي.

دغو دلیلونو ته په کتو، واشنګټن دې پایلې ته رسېدلی چې روسیې ته د هیلې دروازې پرانیزي او اړیکي د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د لیدنو له لارې مخکني حالت ته وګرځوي؛ یعنې چین ته روسیې د نېږدې کېدو درېدو په موخه. دا به ډېره ژر وي چې د روسیې او امریکا د ناستې او لیدنې د موخې په اړه نظر ورکړو او داچې شونې ده چې وروستۍ موخه یې مسکو ته نېږدې د امریکا په وروستیو ګامونو پورې اړه ولري؛ خو تر اوسه دا ادعا کولی شو چې امریکا د چین او روسیې تر منځ سست او مجهول تړون په اسانۍ ماتولی شي. امریکا د دغه کار د تر سره کېدو په لاره کې بې شمېره ګامونه اخیستلی شي؛ ځینې وختونه د روسانو پر لور، لکه دغه ګډه لیدنه او ځینې وخت چنایانو ته. ځکه له امریکا سره د چین سوداګریزې ګټې له مسکو سره تر هر ډول اړیکو لویې دي او لومړیتوب ورته لري.

۴- د دې لپاره چې د ټرامپ پیغامونه پر اروپایي ټولنې او چین اغېز وکړي، ټرامپ له پوتین سره ولیدل، تر څو په هر وخت کې لازمه وي، نوموړی وخوځوي، یعنې دغه به وروستي ګامونه وي. همدا دلیل و چې له پوتین سره تر لیدو وروسته یې اعلان وکړ چې دغه لیدنه ښه پیل و. (سرچینه: نن روسیه، ۲۰۱۸ م د جولای ۱۶) د نن روسیې ټلویزیون د اټومي وسلو د له منځه وړلو هوکړه  جریان د ددواړو هېوادونو د خبرو اترو د پراخوالي په اړه چې په ۲۰۱۰ کې د واړو لورو تر منځ لاسلیک شوی و او په ۲۰۲۱ کال کې به پای ته ورسېږي، په ژوند بڼه خپراوه. ټرامپ په دغه جریان کې اعلان وکړ چې څلور ساعته وړاندې له روسیې سره اړیکې ډېرې ناوړه وې، خو اوس بدلې شوې. هغه څه چې ټرامپ وویل، عامې خبرې دي او د جان بولټون له خبرو سره بشپړې همغږې شوې وې. د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جون بولټون د اې بي یي شبکې په اونیز پرګرام کې وویل: «موږ له روسیې څخه غوښتنه وکړه چې د دواړو ولسمشرانو لیدنه په پرانیستي ډول تر سره شي او هغوی ومنله.» موږ د محسوسو پایلو په هڅه کې نه یو. په روسیه کې د امریکا سفیر هانتسمان هم له ان بي سي ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل: «دغه یوه ناسته نه، بلکې یوه غونډه ده. دغه هغه هڅه ده تر څو ووینو چې د امریکا او روسیې تر منځ شته ګواښونه کمېږي که نه؟. (سرچینه: رویټرز، ۲۰۱۸ م د جولای ۱۶مه)

۵- دغه چارې دا ښيي چې امریکا اوس هم هوډ نه لري چې له روسیې سره اړیکې ښې کړي او د روسیې پر وړاندې د فشار له سیاست څخه ګټه اخلي، خو له اورپا او چین سره د سوداګریزو جګړه په دلیل سره امریکا دې پایلې ته رسېدلې چې روسیې ته په نېږدې کېدو اورپا ووېروي او روسانو ته د هیلې دروازې پرانیزي او له امریکا سره یې اړیکې ښې کړي. دغه ټول کارونه د دې موخې لپاره تر سره شول چې له یوه اړخه چین ته د روسیې د نېږدې کېدو مخه ونیسي او له بل لوري شونې ده چې وروسته د نړیوالو قضیو تر څنګ د امریکا غوښتنې ومني. څنګه چې په سوریه کې یې د امریکا سیاست پلی کړ او په ټول توان یې هڅه وکړه چې په سوریه کې د امریکا مزدور نظام پر پښو ولاړ وساتي.

پر همدغه بنسټ، د دغو لیدنو موخه د ځینو نړیوال قضیو حلول نه وو، بلکې هغه ګرم پیغام و چې چین او اروپایي ټولنې ته ولېږل شو او هغه څه چې له دغې موخې لوړ ښودل شوي، عامې خبرې دي او کومه ځانګړې موخه یې نه درلوده. د دواړو لورو څرګندونې دا واقعیت ښيي؛ څنګه چې ټرامپ وویل: «له پوتین سره په خبرو کې ټول څیزونه شامل وو، له سوداګرۍ نیولې، تر نظامي چارو توغندیو او له چین سره تر سوداګریزې جګړې پورې. لږ به د چین او نېږدې ملګري «شي» په اړه هم خبرې وکړو.ِ» په ورته وخت کې، د روسیې ولسمشر پوتین په هلسینګي کې د خبرو په پیل کې ټرامپ ته په خطاب کې وویل: «اوس د دې وخت رارسېدلی چې د واشنګټن او مسکو تر منځ د اړیکو په اړه خبرې وشي. نوموړي زیاته کړه چې موږ اړ یو چې پېچلې او څو اړخیزې نړیوالې قضیې وڅېړو.» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۱۸ م د جولای ۱۶مه) د روسیې د بهرینو چارو وزیر سرګي لاوروف هم په دې اړه وویل: «د هلسینګي په لیدنه کې به پر ټولو پېچلو موضوعاتو خبرې وشي، هغه موضوعات چې مختلف دریځونه پکې لرو، تر څو پر دې وتوانېږو چې د دغو ستونزو د حلولو لپاره یو کار وکړو. (سرچینه: جزیره نټ، ۲۰۱۸ م د جولای ۱۶مه)

دغه دغه خبرې داښيي چې د دغې لیدنې موخه، د نړیوالو ځانګړو قضیو حلول نه وو او دغه مسله د دغو لیدنو له پایلو څخه په ښه ډول لیدل کېږي، هغه پایلې چې په نړیوالو رسنیو کې بحث ورباندې وشو. د بېلګې په ډول: دواړو لورو لپاره د یهودي دولت د امنیت لپاره یو لیدلوری درلودل. ټرامپ وویل: «د اسراییلو امنیت هغه څه دی چې زه او پوتین یې غواړو، زه غواړم چې دغه خبرې په لوړه کچه تر سره شي.» (سرچینه: رویټرز، ۲۰۱۸ م د جولای۱۶مه) همدارنګه دواړو لورو له سوریې څخه وغوښتل چې خپل ځواکونو هغو سیمو ته وګرځوي چې په ۱۹۷۴ یم میلادي کال او د سوریې سویل تر جګړو وروسته چې د هغه په اړه هوکړه شوې وه. دغه موضوعات نوي نه دي، ځکه امریکا او روسیه ډېر وخت کېږي په ښکاره یې اعلانوي، نو دغه مسله دومره جدي نه ده چې د امریکا او روسیې ولسمشران د هغه لپاره له یو بل سره ویني. همدارنګه د دواړو لورو د اټومي وسلو له منځه وړل هم نوې خبره نه ده. ټرامپ وویل: «د اټومي وسلو له منځ وړل هغه بنسټیزه ستونزه ده چې باید د دواړو لورو (روسیې او امریکا) تر منځ حل شي.» نوموړي له «فاکس نیوز» سره په خبرو کې وویل چې د نړۍ ۹۰ سلنه اټومي وسلې په امریکا او روسیه کې دي او دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما وړاندې تر دې په دې باور و چې د ځمکې ګرمېدل او د حرارت درجه لوړېدل تر ټولو جدي ستونزه ده، چې باید تمرکز پرې وشي.» (سرچینه: نن روسیه، ۲۰۱۸ م د جولای ۱۷مه)

په همدغه ترتیب هر څوک پر دې پوهېږي چې امریکا او روسیه هېڅ وخت د خپلو اټومي وسلو د له منځه وړلو په موخه له یو بل سره ویني؛ که هر څومره دغه ادعا تکرار کړي. پر همدغه بنسټ د دواړو لورو تر منځ لیدنه په هېڅ ډول په دې موخه نه وه.

۶- د سوریې پر قضیې د دغو لیدنو د اغېزو په اړه ویلی شو چې د سوریې په اړه د روسیې او امریکا په سیاست کې هېڅ نوې خبره نه ده مطرح شوې. دواړه دولتونه دا غواړي چې د سوریې انقلاب یو اړ خیزه شي او دواړو هېوادونو د دغې قضیې اړ خونه وو او په دې اړه همغږي دي چې دغه کار تر سره شي. رښتیا دا دي چې د ۲۰۱۵ م د سپټمبر پر ۲۹ مه کله چې اوباما او پوتین د سوریې د قضیې په اړه له یو بل سره ولیدل، روسیه تر اوسه په سوریه کې د امریکا سیاست پلی کوي او ټولې چارې له امریکا سره په همغږۍ تر سره کېږي. کله چې روسیې نېغ په نېغه نظامي فعالیتونه تر سره کول، لکه د درعا د ښار بمباري. په همدغه وخت کې امریکا د روسیې پیاوړي کول پیل کړل، څنګه چې د سوریې مخالفینو ته یې دا پیغام ورکړ چې امریکا د درعا برید په اړه له هغوی سره هېڅ ډول مرسته نه کوي. پر همدغه بنسټ، په نظامي ډول د سوریې د قضیې یو اړخ ته کولو په اړه د روسیې د هڅو او د امریکا په واسطه د اسانتیاوو برابرولو په اړه په دغه لیدنه کې هېڅ کوم نوی شی مطرح نه شول.

امریکا پرلپسې د سوریې د قضیې سیاسي حل لاره ځنډوي، څو د روسیې او بشار حکومت پر دې وتوانېږي چې د وسله والو مخالفینو پاکول بشپړ کړي. وروسته به امریکا په مستقیم ډول مخکې شي او د خپلو ګټو پر بنسټ به د سیاسي حل لارې بهیر مخکې کړي. دا هغه لړۍ ده چې شونې ده روسیه هم ځانګړی رول پکې ولري او یا هېڅ رول ونه لري. په دې لیدنه کې دغې لړۍ ته هېڅ اشاره ونه شوه او دا په دې مانا ده چې امریکا دا هوډ لري چې هغه وځنډوي او یا داسې هوډ لري چې روسیه ونډه پکې ولري او دا هم شونې ده چې دواړه لوري مطرح وي. لېرې نه ده چې روسیه هم دا درک کړي چې په سوریه کې د امریکا د سیاست موخه به روسیې ته د ګډون اجازه ورنه کړي، خو روسان هیله مند دي چې امریکا د اکراین په قضیه کې پر روسیه فشار رانه وړي، په ځانګړي ډول د کریمیې په قضیه کې. ټرامپ د کریمیې د قضیې په اړه د روسیې احساسات مسخره کړل، څنګه چې مخکې مو هم اشاره ورته وکړه، ځکه امریکا د اوو سترو صنعتي هېوادونو په غونډه کې اعلان کړه چې روسیې د کریمیې جزیره ځکه په خپل هېواد پورې تړلې چې د هغه ځای اوسېدونکي په روسي ژبه خبرې کوي. (سرچینه: نن روسیه، ۲۰۱۸ د جولای ۱۵مه)

دغه مسله د اورپا لپاره ډېره ګواښوونکې ده، ځکه د اورپا په نظر، روسیه د اروپا سرحدونه د ختیځ له لوري ګډوډوي. لېرې نه ده چې روسیه به د ټرامپ پر دغو څرګندونو وغولېږي او د وحشایه اقدامونو هڅه به وکړي؛ البته عملا یې دغه کار کړی، ځکه روسیې چې د امریکا لپاره د مسلمانانو پر وړاندې کوم جنایتونه تر سره کړي، مسلمانانو ته یې څېره سخته توره شوې او دغه جنایتونه به د امریکا، روسې او مزدورانو پر وړاندې یې د مسلمانانو په حافظو کې د تل لپاره پاتې وي. دا به نه هېروو چې ژوند د بدلون په حال کې دی او دغه جنایتونه به هېڅ وخت بې ځوابه پاتې نه شي.

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾

[أنعام: 124]

ژباړه: ډېر ژر به هغه کسان چې ګناه یې کړې وي، الله سبحانه وتعالی سخته سزا ورکړي.

 

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې