شنبه, ۲۸ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سوریه کې وروستي پرمختګونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په سوریه کې وروستي پرمختګونه

د اردوغان له لوري د فرات پر ختيځ باندې د بريد اعلان او د ټرمپ له لوري له سوريې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان

پوښتنه:

د فرات پر ختیځ د بريد په تړاو د اردوغان بیانیه، بیا د بريد ځنډول، ورپسې یې یو ځل بیا د بريد اعلانول او له سوري رژیم څخه د کردانو د ځان ژغورنې له غوښتنې وروسته، په چټکۍ له روسیې څخه په عملیاتو کې د همږغۍ غوښتنه، چې هغوی هم ومنله. همداراز ټرمپ اعلان وکړ چې دی به امریکایي سرتېري د فرات له ختیځ څخه وباسي... او بیا وروسته د تشې ډکولو په اړه خبرې کول او داسې نور... هغه څه دي چې دغه پوښتنې رامنځته کوي: اردوغان ولې د فرات سیند پر ختیځ باندې د بريد په تړاو زړه نازړه دی؟ ایا دغه کړنې او بیانیې له امریکا سره په همږغۍ او یا له همږغۍ پرته کېږي او ایا د ټرمپ او اردوغان د تګلارو تر منځ توپیر په ډاګه کوي؟ او له سوریې څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو انګېزه څه ده؟ د پوښتنې د اوږدېدو له امله بخښنه غواړم الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته په نېکیو سره بدله درکړي.

ځواب:

هغه وخت چې اردوغان د فرات پر ختيځ باندې د بريد اعلان وکړ او ټرمپ له سوريې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، یادې ټولې پېښې تر ننه پورې څېړو:

لومړی: د اردوغان پالیسي د امریکا له پالیسۍ سره همږغې ده او د امریکا له پالیسۍ څخه توپیر نه لري، خو لکه څرنګه چې ده یې ویلي و، په ښه توګه یې پلې کوي، په دې ډول:

۱- د سوریې لپاره د امریکا استازی جیمز جیفري د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۱۲مه انقرې ته له ترکي چارواکو سره د لیدو کتو په موخه ورسېد او د سوريې په تړاو يې د امريکا اوسنی پلان په ځانګړې توګه د منبيج او ادلیب په اړه ورته په ډاګه کړ. جیفري ټینګار وکړ چې د منبيج همکاري  په سوریه کې د سولې لپاره یو بېلګه شوه، «د امريکا او ترکيې له نږدې همکارۍ پرته هلته وروستۍ پرېکړه ناشونې ده». د کردي ملېشو په تړاو ده وویل: «موږ تل وايو چې د سوریې له دیموکراټیک ځواک سره زموږ کار د داعش پر وړاندې لنډ مهاله او تاکتیکي دی...»

 (آر ټي انلاین، ۲۰۱۸/۱۲/۸). له دې کتنې څلور ورځې وروسته اردوغان د تلویزيون له لارې د فرات پر ختیځ باندې د بريد نوی پلان اعلان کړ، ترکي ولسمشر وویل: «موږ به د څو ورځو په ترڅ کې هلته پوځي عملیات پیل کړو، ترڅو د فرات سیند خیتځ لوری له بېلتون غوښتنکو تروریستانو څخه پاک کړو. د ده اشاره هغو سیمو ته وه، چې د خلکو د ژغورنې ډلې (YPG) له لوري اداره کېږي.» (بي بي سي، ۲۰۱۸/۱۲/۱۲)

۲- د فرات سیند په ختیځ کې د ترکیې د نوي پوځي عملياتو له اعلان څخه څو ساعته وروسته د امریکا د دفاع وزارت له لوري يو شمېر بیانیې خپرې شوې، چې د يادو عملیاتو پر ضد وې. د پینتاګون وياند سین رابرټسن په یوې اعلامیه کې وویل: «د سوریې په شمال ختیځ کې به هر ډول یو اړخیز پوځي اقدامات «لوی ګواښ» رامنځته کړي او په دې ډول به په بالقوه توګه هغه امریکایي ځواکونه په خطر کې ولوېږي چې له سوري دیموکراتیک ځواک سره په سیمه کې کار کوي». ده زیاته کړه: «موږ ته دغه ډول اقدامات د منلو وړ نه دي» (نوی ګولپ پوسټ، ۲۰۱۸/۱۲/۱۳). تر دغه مخالفت وروسته ترکيې خپل ځان د دوو بېلو نظرونو، پنتاګون او په سنا کې د  جمهوريت غوښتنکو ترمنځ وليد، چې د دواړو سرچینې له واشنګټن څخه وې. نو د ترکیې پلان د واشنګټن د وروستي نظر تر څرګندېدو پورې وځنډېد! دوشنبه د ۲۰۱۸ م د ډيسمبر پر ۱۷مه، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، چې د ده هیواد ښایي هر وخت په سوریه کې نوي نظامي عملیات وکړي... اردغان د هیواد په مرکزي سیمې کونیه کې د وینا پر مهال وویل: «موږ په رسمي ډول دا اعلانوو چې موږ به نظامي عملیات د فرات سیند په ختیځ کې پیل کړو». ده زیاته کړه: «موږ په دې اړه له ښاغلي ټرمپ سره ږغېدلي یو او د ده ځواب مثبت و.» (رویټرز، ۲۰۱۸/۱۲/۱۷)

۳- ولسمشر ټرمپ چهارشنبې د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۱۹ ناڅاپه اعلان وکړ، چې امریکایي ځواکونه له سوریې څخه وباسي او دا ځکه چې دوی خپله دنده چې هغه د «داعش» ماتول و، پای ته رسولې. ټرمپ وویل: «د داعش پر وړاندې تر تاریخي بریا وروسته اوس د دې وخت دی چې زموږ غيرتي ځوانان کور ته راستانه شي.» (روسي سپوتنیک نیوز اژانس، ۲۰۱۸/۱۲/۲۰). په دې وتلو سره امریکا وښوده، چې دوی د فرات سیند ختیځې سیمې، ترکیې ته ور پرېږدي او  له ځنډ پرته د اردغان پلان نوې ساه واخیسته، د ځینو سرچینو په وینا، د هیواد سوېل ته له سوریې سره پر پوله مېشتو ځواکونو ته د ترکي پوځ له لوري نوي مرستندوی ځواکونه ولېږل شول.

۴- له سوریې څخه د ولسمشر له لوري د ځواکونو د ایستلو پرېکړې په واشنګټن کې د سیاستوالو تر منځ د نیوکو یو طوفان را ولاړ کړ او دا پرېکړه د جمهوريت غوښتونکو ګوند د وتلو غړو له مخالفت سره مخ شوه، د دې پرېکړې له امله د دفاع وزیر ناڅاپي استعفا وکړه. «د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس له خپلې دندې استعفا وکړه. په خپل استعفا لیک کې متېس له ټرمپ سره د پالیسۍ توپیر ته  اشاره کړې...» (بي بي سي، ۲۰۱۸/۱۲/۲۱). د واشنګټن له لوري له دې شرم سره سره ترکي ولسمشر په استنبول کې د وینا پر مهال وویل: «موږ تېره اونۍ پرېکړه کړې وه چې د فرات سیند پر ختیځ لوري به پوځي بريد کوو... موږ د ټلیفون له لارې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړې او هلته د دیپلوماتانو او امنیتي چارواکو تر منځ اړیکې شتون لري، امریکا بیانیې خپرې کړي دي، ترڅو موږ اړ باسي چې د یو څه مودې لپاره له زغم څخه کار واخلو». اردغان زیاته کړه: «موږ د "کردي جنګیالیو" پر وړاندې هغه پوځي عملیات وځنډول، چې د فرات سیند په ختیځه څنډه کې پام کې وو. موږ په سیمه کې له سوريې څخه د امریکا د وتلو د پرېکړې پایلې لیدلی شو». (رویټرز، ۲۰۱۸/۱۲/۲۲).

له همدې امله د ترکیې پوځي عملیات د فرات په ختیځ کې د دوو ورځو په ترڅ کې وځنډېده، ځکه ترکیه د واشنګټن راتلونکې پرېکړې ته په تمه ده، چې ښايي عمليات وکړي يا يې ونه کړي. د جيفري تر ليدنې وروسته د بريد اعلانول يا ځنډول په امريکا پورې اړه لري. يانې ترکیه په سوریه کې کومه بېله پالیسي نه لري پرته له دې چې یو څه له واشنګټن څخه ورته راشي، ترکیې داسې حالت غوره کړی چې د امریکا د ګټو پر مدار را څرخي او یو مزدور ته ورته ده. په ترکیه کې رژیم تر خپلو ګټو زیات د امریکا په ګټو پسې ګرځي او دا کار څو ځلې شوی دی، لکه د فرات سپر او د زیتون څانګې په عملیاتو کې! کله چې ترکيې په منبيج کې عمليات پيل کړل، بيرته يې ودرول، ځکه دا د امريکا لپاره سرې کرښې دي او ترکيه له دې سرو کرښو نشي اوښتی!

دوهم: له سوريې څخه د ټرمپ پرېکړې تر شا چې خپل ځواکونه له سوريې څخه باسي لاندې ټکې د پوهېدو وړ دي:

1. د افغانستان او عراق تر نيواک وروسته د امريکا نهيلي د دې لامل شوه چې ولسمشر اوباما د لاسوهنې يوه نوې بڼه چې د امريکايي ځواکونو وتل يا کمول پکې نغښتي وه، خپله کړي او پر خپلو متحدينو يې زړه وتاړه چې دوی به د جګړې لپاره پوځونه تياروي. د سوريې پاڅون له پيل څخه امريکا په سيمه کې خپل لاسپوڅي، لکه ترکيه، ايران، د خليج د همکاريو شورا هيوادونه او همدا رنګه اروپايي اتحاديه وهڅول، چې د اسد رژيم پر خلاف د پاڅون په خنثی کولو کې فعاله ونډه واخلي. کله چې يادې چارې بسنه ونه کړه، امريکا په ډاګه له روسيې څخه وغوښتل چې د ژينوا تړونونو له لارې د سوريې لپاره ديپلوماتيک حل په پيدا کولو کې له امريکا سره مرسته وکړي. که څه هم امريکا په سوريه کې له نظامي ښکېلتيا څخه ډډه  وکړه.

کله چې ټرمپ واک ته ورسېد، ده يادې موضوع ته پاملرنه زياته کړه. د وتلو پرېکړه د ۲۰۱۸ م د ډيسمبر پر ۱۹ نېټه وشوه. ټرمپ د خپلې پرېکړې دفاع وکړه. ده پر خپله ټويټرپاڼه د ۲۰۱۸ م د ډيسمبر پر ۲۰مه څو ټويټونه وکړه: « دی خپله هغه ژمنه چې د ۲۰۱۶ د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ کې یې کړې وه چې له سوريې څخه به خپل ځواکونه وباسي، ترسره کوي». له سوريې څخه وتل هېښوونکي نه دي. ما له کلونو راهيسې او شپږ مياشتې مخکې همدغه هلې ځلې کولې، کله چې ما په رسمي توګه وغوښتل چې ياد کار وکړم، نو پرېکړه مي تر ډېرې مودې وځنډوله. روسيه، ايران، سوريه او نور د داعش ځايي دښمنان دي. موږ هلته خپل کار کړی دی. اوس يې وخت دی چې خپل ټاټوبي ته ستانه شو. ټرمپ په خپله رسمي ټويټر پاڼه ټويټ کړی: «موږ هلته بايد درې مياشتي وای، خو هلته مو اوه کاله تېر کړه- هغه ځای مو پرې نښود». دی زياتوي: «کله چې زه ولسمشر شوم، داعش پياوړی شو. اوس داعش په پراخه کچه ماته خوړلې او د ترکيې په ګډون د سيمې نور هيوادونه بايد په اساني وکولی شي چې د داعش پاتې شونې له منځه يوسي. موږ خپل ټاټوبي ته ستنېږو!» (روسيه ټوډې ورځپاڼه، ۲۰۱۸/۱۲/۲۲)

په ورته وخت کې ده په ۲۰۱۸/۹/۱۷ مه له روسيې، ايران، سوري رژيم او اردغان څخه د هغه ستر چوپړ له امله مننه وکړه چې د ادليب په تړاو د سوچي په تړون کې یې د امريکا لپاره ترسره کړ. ده همدا رنګه دوی ته ور په زړه کړه چې دا دی و، ويې غوښتل چې د سوچې تړون وشي او دوی د ده غوښتنې ته ځواب ووايه... دی پوهېږي چې روسيه، ايران او د هغه ګوند (حزب الله) او ملاتړي یې په لبنان، ترکيه، سعودي عرب او نور ځایونو کې د ده تیار لاسپوڅي دي او کولای شي د امريکايي موخو لپاره جګړه وکړي، د سوريې رژيم د پرځولو مخه ونيسي او د اسلام بيرته ستنولو مخه ونيسي. دوی په په ژينوا، استانه او سوچي کې پټ او ښکاره تړونونه وکړل. امريکا د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د سوريې په تړاو ځانګړې ۲۲۵۴ شمېره پرېکړه وړاندې کړه چې يادو ښکېلو هيوادونو د رايو په اتفاق سره ومنله، دوی او نورو د يادې پرېکړې د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه. موږ د ۲۰۱۸/۷/۲۹ نېټې د پوښتنې په ځواب کې ويلي وو چې دا د امريکا له پلانونو څخه يو و، چې په لاندې ډول يې دلته بيا يادونه کوو:

« پر سيمه ييزو ځواکونو د "سوله ساتې ماموريت" تر نامه لاندې  زړه تړل او دوی ښايي مصري، سعودي او ترکي ځواکونه د يادې موخې لپاره وګماري. دا نوي څه نه دي... د امريکا له انده د سوريې شخړې لپاره حللاره دا ده چې بهرني ځواکونو ته ياد ماموريت وسپاري... د ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې د امريکايي ځواکونو ځای عرب ځواکونه ونيسي، ترڅو په شمالي ختيځ کې د داعش تر ماتولو وروسته هلته ثبات او ټيکاو وساتل شي».

2. ټرمپ يو سوداګر دی، چې د هر څه ګټه او زيان په نظر کې نيسي. دی غواړي چې د امريکايي ځواکونو لګښتونه د امريکا په خزانه کې وسپموي. که څه هم سعودي عرب او متحده عربي امارات د کردي ځواکونو لګښتونه تمويلوي او دوی په وسلو سمبالوي او همدا رنګه د نړيوال ايیتلاف د لګښتونو لپاره هم بسپنه ورکوي: «سعودي عرب او متحده عربي امارات په دې وروستيو کې په سوريه د سړې جګړې ډېر مهم لوبغاړي وو، د هغو راپورونو پر ضد چې ګواکې رياض د ترکيې پر پوله د سوري کردانو ملاتړ کوي» (العربيه مصر، ۲۰۱۸/۱۲/۴). سعودي عرب همدا راز د ۲۰۱۸ م د ډيسمبر پر ۱۴ مه د امريکا په مشري ايیتلاف ته د يوې اندازه پيسو د ورکړې اعلان وکړ. «سعودي عرب ۱۰۰ مېليونه ډالر بسپنه ورکړه، په داسې حال کې چې متحده عربي اماراتو د ۵۰ میليونه ډالرو نوې بسپنې ژمنه وکړه، يادې څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند هايدر نورټ وکړې». (خليج انلاين، ۲۰۱۸/۱۲/۱۷)

که څه هم ده د خپلو پوځيانو د تګ راتګ او وسلو لګښتونه څرګند نه کړه، ځکه دی د يو سوداګر په څېر ياد لګښتونه يو زيان ګڼي او دی غواړي چې خپل دغه رول يو بل چا ته وسپاري. د ۲۰۱۸/۱۲/۲۰ مه د رويټر خبري اژانس په وینا ټرمپ يادې څرګندونې تر هغې پرېکړې وروسته وکړې چې له سوريې څخه به خپل ځواکونه وباسي. ټرمپ زياته کړه: «ايا امريکا غواړي چې د منځني ختيځ ساتونکې شي او هيڅ هم ترلاسه نه کړي، خو زموږ پوځيان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ترېليونه ډالر مو لګولي، د دې لپاره چې نور وساتو او هغه خلک چې زموږ د کارونو يوه کوچنۍ ستاينه هم نه کوي؟ ايا موږ غواړو چې هلته تل واوسو؟ اوس هغه وخت دی چې نور بايد جګړه وکړئ...» د دې ټولو څخه داسې ښکاري چې امريکا له نورو څخه غواړي د هغې جګړې مخ ته يوسي، ترڅو د امريکا پرځای د هغوی وينه توی شي او د هغوی پيسې د امريکا د پيسو پرځای ولګېږي!

3. ټرمپ له نورو غاړو غواړي چې د امريکا له غوښتنې سره سم په سياسي حللاره کې ښکېل شي، خو دی  په اوسنیو حالاتو کې د نورو د پوځي اقداماتو غوښتنه نه کوي. ده د روسيې پوځ او د رژيم ځواکونه پر ادليب باندې د بريد کولو څخه منع کړه، ځکه دی غواړي چې لومړی له خپل پلان سره سم سياسي حللاره پيدا کړي او يادې پوښتنې ته موږ د ۲۰۱۸/۹/۲۲ ګڼه کې په لاندې ډول اشاره کړې وه:

« روسيه د امريکا په دغه تګلاره پوهېږي... له همدې امله هغې خپل هغه بريد بشپړ نه کړ چې په هغه سره د ادليب کړکېچ پای ته رسېده. ترکيه چې امريکا يې ملاتړ کوي له ياد بريد سره مخالفه ده او ايران غلی دی... له همدې امله د ۲۰۱۸/۹/۷ نېټې ناسته په ايران کې د روسيې پلان چې پر ادليب باندې د بريد په تړاو و او په دې سره ياد کړکېچ د روسيې له پلان سره سم پای مونده، له ناکامۍ سره مخ شو. دغه کار يوازې يو څو ورځې مخکې تر هغه وشو چې اردغان او پوتين ناسته وکړه او د بريد پرځای د خوندي سيمو پر جوړولو یې هوکړه وکړه! دا هر څه د امريکا له برکته وه. ناوسټي خبري اژانس د ۲۰۱۸/۹/۱۸ د يوه امريکايي چارواکي له خولې راپور ورکړ، چې هغه یاد اژانس ته وويل: «موږ د ياد تړون هرکلی کوو او روسيه او ترکيه هڅوو چې د اسد رژيم او د هغه متحدين پر ادليب باندې د بريد کولو د مخنيوی په تړاو عملي ګامونه اخلي...»

له همدې امله روسيې پر ادليب باندې خپلې ډزې بندې کړې او خپلې هغه بېړۍ يې چې په مديترانې سمندرګي کې یې تمرينونه کول، ستنې کړې او روسيه تراوسه هم په نيغه توګه يا هم د ترکيې له لارې امريکا ته ننواتې کوي چې د ادليب موضوع تر سياسې حللارې مخکې په پوځي توګه حل او فصل کړي. خو امريکا د ادليب په تړاو د پوځي حللارې پرځای سياسي حللاره غواړي او له دې څخه د يوه فشار په توګه کار اخلي، ترڅو روسيه او د هغې پوځي اډې په سوريه کې بدنامه کړي او په پای کې مخالف ځواکونه راپورته کړي او د روسيې د پوځي اډو شتون د يوې موضوع په توګه په سياسي حللاره کې راپورته کړي... يانې د ترکيې ګټې او د هغې تر شا د امريکا ګټې په دې کې نغښتي دي چې روسيه پر ادليب باندې له بريد کولو څخه منع کړي، ځکه په دې کې د امريکا ګټه ده او دا د دې لپاره نه دي چې د اسد رژيم دي ادليب تر خپلې ولکې لاندې نه راولي او نه هم د ملکي وګړو د ساتنې په موخه دا اقدامات ترسره کېږي. خو امريکا خپله حللاره تپي ترڅو روسيه اړباسي او حللاره ومني. په دغه صورت کې دوی ادليب د وينو، ملکي او غیرملکي وګړو، خوندي او ناخوندي سيمو په تړاو هيڅ اندېښنه نلري... د سوريې په بېلا بېلو برخو کې تاريخ د دوی پر وحشي کړنو شاهد او د دوی جرمونه له هيچا څخه پټ نه دي...» د خبر پای.

له همدې امله د ټرمپ د وتلو پرېکړې ښکېلې غاړې يادې موخې ته نږدې کړي، ده ترکيه تېرايستله او هيله يې ورکړه چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به ترکيه ياده خلا ډکوي... او د کردانو په زړه کې یې وېره خپره کړه چې دوی اوس د ترکيې له ګواښ سره مخ دي. له همدې امله کردانو د خونديتوب په موخه د سوريې رژيم لوري ته منډه کړه، دا هغه څه دي چې رژيم يې غواړي. په منبيج کې د کردانو پر وړاندې د ترکيې ګواښ، رژيم وهڅاوه چې په منبيج کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړي... ځکه روسيه د رژيم ملاتړ کوي او په ورته وخت کې له ترکيې سره هم هوکړه لري، په دې ډول د ترکيې لپاره ستونزمنه ده چې هم په منبيج کې له رژيم سره جګړه وکړي او هم په سيمه کې نوې اړيکې ورغوي... له همدې امله ټرمپ ښکېلې غاړې پرته له غوراوي پرېښودلې، خو دا چې د خبرو ميز ته کښيني او دا هغه څه دي چې امريکا يې غواړي! ځينو لورو په ښکاره خبرې اترې پيل کړي او نور په پټه خبرې کوي:

الف- د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې وويل: «له سوريې څخه امريکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه بايد يوې هر اړخيزې حللارې سره مرسته وکړي، دې يادونه وکړه چې له سوريې څخه د وتلو مهال ويش پټ دی». (عربي سپوټنيک، ۲۰۱۸/۱۲/۲۶)

ب- د المعدوم خبري سرچينې منلې ده چې د منبيج د مهارولو بهیر کوم چې دوې ورځې مخکې اعلان شو، د ترکيې په غوښتنه بند شوی او دا بهیر په دې موخه ځنډېدلی چې ترکيه له روسيې او امريکا سره لا ډېرې خبرې اترې وکړي». (۲۰۱۸/۱۲/۲۷) پای.

په پايله کې ټرمپ په دې وتوانيد چې د ښکېلو غاړو هڅو ته د سياسي حل يو لوری ورکړي او د ځواکونو د وتلو پرېکړې دا چاره شونې کړه. ده وويل: «... ښکېلو غاړو ته هيڅ غوراوی پاتې نشو، خو د امريکا له پلان سره سم د سوريې کړکېچ ته د پای ټکی ايښودل دي.

4. ټاکنيز شعار هم د ټرمپ له مهمو دلايلو څخه دی. ټرمپ د بهرنيو جګړو په تړاو پخوانی شخصي دريځ لري، د ټاکنيز کمپاين له مخې «لومړۍ امريکا» د ده شعار و، چې همدغه شعار دی بريالی کړ. ځکه نو له سوريې او افغانستان څخه د ځواکونو وتل د راتلونکي ۲۰۲۰ ټاکنيز کمپاين په موخه د ده لپاره په شخصي توګه هم ګټور دي. دی اراده لري چې له سوريې څخه ۲۰۰۰ (ګارډين، ۲۰۱۸/۱۲/۱۹) او له افغانستان څخه ۷۰۰۰ (اين پي آر، ۲۰۱۸/۱۲/۲۱) پوځيان وباسي او په دې سره یې د امريکايانو ترمنځ په عمومي توګه شهرت او ملاتړ ترلاسه کړ او په ۲۰۲۰م ټاکنو کې به بيا ځلې ونومول شي.

دریم: ټرمپ له سوريې څخه د وتلو نه مخکې په سیمه کې خپلو اجنټانو او لاسپوڅو ته سرخوږی جوړ کړ. د ټرمپ له پرېکړو نه ښکاري، چې دی خپلو سیمه ییزو وفادارو ته ارزښت نه ورکوي، خو د ده پلویان په دې خبره نه پوهېږي، که پوه شي، لار به ورنه بېله کړي. ده خپل پلويان د خپلو طرحو د عملي کولو په لاره کې استعمال کړل آن روسیه او اروپا يې هم تېر ایستل.

۱: کردان چې د امریکا ډېر پلویان دي، فکر يې کاوه چې امریکا دوی ته روزنه او وسلې له دې امله ورکوي، چې دوی له سوريې نه بېل شي او يو خپلواک دولت ولري، چې د دې دولت د دفاع ضمانت به خپله امریکا کوي. دوی د همدې ارمان په خاطر د امریکا هر امر پر ځای کاوه. دوی د هرې هغې جګړې په لومړۍ کرښه کې جګړه کوله، کومه چې امریکا پیل کوله. د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر د کرد ځواکونو فعالیتونه وستایل او ويې ویل: «کرد ځواکونو له داعش سره د مبارزې په لاره کې له موږ سره ډېره مرسته وکړه. موږ يې هڅې ستایو او مننه ور څخه کوو. موږ ژمن يو چې په سیمه کې د دوی له رول څخه ملاتړ وکړو» (حریت ورځپاڼه). کردانو فکر کاوه، چې امریکا به په پټه او ښکاره د دوی ملاتړې پاتې شي، خو د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېمز جیفري په خپله یوه بیانیه کې وویل: «موږ هر وخت دا خبره کړې چې له کردانو سره زموږ کار موقت دی او د یوه تاکتیک پر اساس دی». (آر ټي آنلاین)

دوی د امریکا لپاره ښه په اخلاص خدمات وکړ او امریکا هم چې هرځای به يې غوښتل دوی به يې د خپلو ګټو لپاره کارول. اوس چې په سیمه کې د امریکا ګټې تامین شوي، پرته له دې چې د کردانو ګټې په نظر کې ونیسي، له سوریې نه يې د وتلو پرېکړه وکړه او کردان يې د ترکیې خطر ته پرېښودل. په پایله کې کردان بیا ځلې د دمشق رژیم مهربانۍ ته اړ شول. امریکا هم غوښتل چې د سوريې حکومت د بیا ځلې د سوریه پر شمال واکمن شي. «کرد مشران د امریکا د متحده ایالاتونو پرېکړې په سختو اندېښنو کې اچولي. دوی چې پر شمالي سوریه واکمن دي، له مرکزي حکومت او له روسي پوځ نه غوښتنه کړې چې د دې سیمې کنټرول دې بیرته په خپله ولکه کې واخلي. دوی د ترکيې له یرغل نه وېرېږي». (سپوتنیک)

د سوريې ډیموکراټیک ځواکونو د امریکا د متحده ایالاتونو د ناڅاپي وتلو د اعلان په اړه په یوې بیانیه کې وویل: «دا زموږ پر شا د چړې يو ګذار وو او د زرګونو جنګیالیو وینو ته يو سپکاوی دی». د سوريې پر حالاتو د څار ډلې په خپلې یوې بیانیه کې له یوې سرچینې نقل قول کړی دی، چې ویلي وو د امریکا ناڅاپي وتل د سوریې له ډیموکراټیکو ځواکونو او کرد ولس سره يوه جفا ده.

۲: د امریکا دې پرېکړې ترکیه هم په شرمونو وشرموله. تر هغه وروسته چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان له ټرمپ سره په ټلیفون خبرې وکړې، ترکيې فکر کاوه، چې په شمالي سوریه کې چې کومه تشه رامنځته کېږي، دا تشه به ترکیه ډکوي. نن روسیې د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۱۹مه راپور ورکړ: «یوه امریکايي چارواکي له رویټرز خبرې آژانس سره په مرکه کې وویل، چې ټرمپ له هغه وروسته له سوريې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه، چې د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره يې د ټلیفون پر لیکه خبرې وکړې. همدې سرچینې وویل چې دا هرڅه تر ټلیفوني خبرو وروسته پېښ شول».

د ټرمپ او اردغان د ټلیفوني خبرو اترو په اړه د ترکيې انادولو خبرې آژانس د ۲۰۱۸م د ډيسمبر پر ۲۱مه راپور ورکړ: «ترکي ولسمشر وویل: ټرمپ له موږ څخه پوښتنه وکړه: ایا تاسو داعش له منځه وړلی شی؟ اردغان وویل: موږ هغوی له منځه یووړل او په راتلونکې کې هم له هغوی سره مبارزه کولی شو... موږ یوازې ستاسې لوژیستکي مرستو ته اړتیا لرو... په پای کې امریکایان په وتلو شول او اوس زموږ هدف دا دی چې له هغوی سره خپلې ډیپلوماټيکي اړیکې ټینګې وساتو». ځکه نو ترکيې دا فکر کاوه، چې دوی به دا تشه ډکوي. خو کوم څه چې پېښ شول هغه دا وو، چې کردانو له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه ترڅو منبیج ته راشي. «د رژیم نږدې ۱۰۰۰پوځیان چې ټانکونه او درنې وسلې هم ورسره وې پر طیهه نومې سیمه کې راټول شوي او ۴۰ غړي يې د سوريې له ډیموکراټیکو پوځیانو سره يو ځای الاریما ته نږدې الیلاني نومي کلي ته ننوتي. دا د کردانو او سوري حکومت تر هوکړې وروسته د ترکيې او ازادې سوريې پوځونو پر وړاندې لومړني تحرکات دي». (المودون سایټ)

د ۲۰۱۸م د ډیسمبر پر ۲۹مه د ترکيې د دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز په دې اړه سلا مشورې وکړې، خو د ځینو روسي چارواکو غبرګون د ترکيې پر وړاندې پاروونکی و. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخرووا  چهارشنبه د ۲۰۱۸/۱۲/۲۷نېټه وویل: «هغه سیمې چې امریکا ترې وځي باید سوري حکومت يې په واک کې راولي. دا خورا مهمه پوښتنه ده چې د امریکا تر وتلو وروسته به پر دې سیمو څوک واکمن کېږي؟ ښکاره خبره ده چې د نړیوالو قوانینو پر اساس د سوريې مرکزي حکومت به پر دې سیمو واکمن کېږي. موږ له خپلو ترکي همکارانو سره يو ځای پر ګډو پالیسیو کار کوو. موږ دواړو په نظامي او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې يو ځای کار کوو». (المودون سایټ)

وتلې سناتورې لینزي ګراهم هم په خپل یوې څرګندونې کې وویل، چې ټرمپ دې ته ژمن دی، چې ترکیه به د امریکا له وتلو وروسته له کرد ځواکونو سره نښته نه کوي.

وروسته د سوریې د بیا پخلاینې لپاره روسي پوځ د روسیې د همږغۍ مرکز د منبیج ښار په څنډه د المیرا په ښارګوټې کې یو ځل بیا تاسیس کړ حال دا چې روسیه ډېره موده مخکې له دې سیمې وتلې وه.  (المودن سایټ،27/12/2018). دې ټولو د تشې ډکولو لپاره ترکیې ته خنډونه جوړ کړي او جوړوي یې!

۳-  آن روسیه چې په نسبي ډول یو ځواکمن هیواد دی، خو امریکا یې له یوې شخړې څخه بلې شخړې ته بیایي. روسیه پوهېږي چې دوی د سوریې په معما کې هغه مهال غرق شول، چې د ۲۰۱۵ م د اکتوبر پر ۲۹ مه د اوباما او پوتین تر منځ له ناستې وروسته یې په سوریه کې نظامي مداخله وکړه. په بدل کې پوتین هیله درلوده چې د کریمیا په موضوع کې پر روسیې لګول شوي بندیزونه لېرې کېږي، خو هغه څه ونه شول چې تمه یې کوله... د سیاسي حل لارې تر دومره ځنډېدو وروسته بیا روسیې غوښتل ترڅو د ادلیب موضوع په پوځي بڼه حل کړي او د سوریې له پېټي یې اوږې سپکې شي او له دې سخت حالت څخه را ووځي. هیڅ څه به کوم زیان رامنځته نه کړي، تر هغې چې روسیه په سوریه کې له نظامي کړنو څخه بېغمه کېږي، په هر حال امریکا د دې مخه ونیوله او له پخوا یې سیاسي حللاره غوښتله. موږ د ۲۰۱۸ م د اکتوبر پر ۲۲مه پوښتنې ته په ځواب کې همدې ته اشاره کړې وه چې په دې ډول وه: «په دې ډول روسیې د ادلیب له بمبارۍ څخه لاس واخیست او خپلو بېړیو ته وګرځېدل، چې په مدیترانه کې یې نظامي تمرینات تر سره کول او تر اوسه امریکا ته مخامخ او د ترکیې له لارې سوال کوي چې د ادلیب موضوع تر سیاسي حللارې مخکې له پوځي لارې حل او فصل کړي. خو امریکا په ادلیب کې تر هر راز پوځي حللارې مخکې یوه سیاسي حل لاره غواړي، ترڅو له دې څخه د فشار د یوې آلې په توګه کار واخلي او روسیه د دوی د نظامي اډو له امله وګواښي، اپوزیسیون را پاروي ترڅو د سیاسي حللارې پر مهال د روسي اډو موضوع را پورته کړي...»

او بیا له سوریې څخه د وتلو په اړه د ټرمپ د پرېکړې ستونزې، دې زخم ته نور هم زیان واړاوه!!! هغه څه چې تر دې وروسته پېښ شول دا وو چې روسیه په منبیج او د فرات په ختیځ کې د کردانو په سیمه کې د رژیم او ترکیې تر منځ راغله! روسیې د رژیم ملاتړ وکړ، روسیې او ترکیې پخواني تړونونه درلودل او د ترکیې او د رژیم د ځواکونو ډلې ډلې را روانې وې. روسیې ځان د دوی تر منځ ښکېل ولید او فکر یې کاوه چې روسیه به په ستونزه کې واچوي او جګړه رامنځته کېږي... په دې ډول امریکا روسیه له یوې شخړې څخه بلې ته بیایي!

-د اروپا په اړه، ځیني هیوادونو په نړیوال اييتلاف کې برخه درلوده او داسې  فکر کېدو چې دوی به د امریکا له وتلو سره سم په ډاګ او په شرمېدلې حالت کې پاتې شي... هم مهاله دوی غوښتل چې امریکا په سوریه کې وځپل شي او له ورایه په ستونزو کې ښکېل شي! له دې امله دوی نیوکه وکړه او د امریکا له لوري د وتلو پرېکړه یې تر برید لاندې ونیوله. د برتانیې د لمړي وزیرې ویاند وویل: «د داعش پر وړاندې نړیوال اييتلاف ستر پرمختګ کړی، خو لا هم ماموریت بشپړ شوی نه دی او موږ باید د داعش له لوري د پېښېدونکي ګواښ پر وړاندې روحیه له لاسه ور نه کړو، ان كه سیمې د داعش په ولکه کې نه وي بیا هم داعش یو پاتې کېدونکی ګواښ دی، (ايرو نيوز، ۲۰۱۸/۱۲/۱۹) چې دا د ټرمپ د وتلو دلیل نفي او بې اغېزه کوي.  فرانسوي ولسمشر، ایمانویل مکرون هم له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پرېکړه نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې د متحدینو تر منځ باید د باور فضا شتون ولري». او ویې ویل: «زه د سورېې په اړه د ټرمپ له پرېکړې څخه بخښنه غواړم». دا په داسې حال کې ده د چاد هیواد له پلازمېنې انجامانا څخه خبرې کولې. دغه راز مکرون زیاته کړه: «د وحدت او یووالي مانا دا ده چې څنګ په څنګ جګړه مخته یووړل شي. فرانسې له چاد سره د جهادي وسلوالو ګروپونو پر وړاندې ډېرې هلې ځلې کړي دي. (بي بي سي، ۲۰۱۸/۱۲/۲۳).

څلورم: په پای کې، دا ډېر دردونکی حالت دی چې ښکېلاکګر کافر زموږ چارې څاري او بیا یې په تړاو پرېکړې کوي... او د اسلامي هیوادونو چارواکي یې پلي کوي... پرته له دې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او له هغه الله سبحانه وتعالی څخه شرم وکړي چې برلاسۍ او د حکمت څښتن دی. خو کله چې دوی ته حقیقت وړاندې شي، نو د خپلو هغو بادارانو د خوشحالۍ  لپاره له هغه څخه لیروالی غوره کوي، چې دوی یې د دغو مقامونو څښتنان ګرځولي. دوی د خپلو مخکنیو چارواکو له برخلیک څخه عبرت نه اخلي، چې د خپلو بادارنو له لوري له ګټې اخستنې وروسته د بوتل په څېر وغورځول شول. هو، دوی په خپل لاس ځان په خپله په دنیا او اخرت کې د تباهۍ کندې ته و غورځاوه، ځکه له حقیقت څخه یې ډډه وکړه چې کله ورته څرګند شو.

﴿وَهُمْ يَنْهَوْنَ عَنْهُ وَيَنْأَوْنَ عَنْهُ وَإِنْ يُهْلِكُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ﴾

 [الانعام:۲۶]

ژباړه: هغوی د دې حق له منلو څخه خلک منع کوي او په خپله هم ورڅخه لیروالی غوره کوي. په داسې حال کې چې په اصل کې هغوی په خپله د خپلې تباهي وسایل برابروي، خو د دې شعور نه لري.

که همدا حالت ته دوام ورکړي، بیا به یې دنیا او اخرت له لاسه ووځي، په رښتیا سره دا یو لوی زیان دی.

۱۴۴۰ هـق، د ربیع الاخر ۲۳ مه

۲۰۱۸م، د دیسمبر ۳۰ مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې