جمعه, ۲۷ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په سوډان کې لاریونونه؛ مسولیتونه او لاسته راوړنې
بسم الله الرحمن الرحيم
په سوډان کې لاریونونه؛ مسولیتونه او لاسته راوړنې

(ژباړه)

پوښتنه:

هغه لاریونونه چې دوې میاشتې وړاندې په سوډان کې پیل شول، همداسې روان دي؛ ایا دغه لاریونونه د ناوړه اقتصادي حالت له امله دي او که په هغو شخړو پورې تړاو لري چې د ۲۰۱۷م کال د نومبر په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال جان سولیفان تر سفر وروسته یې زور ونیو؟ ځکه  داسې ویل کېږي چې له سوډاني لوري سره د نوموړي په خبرو کې چې کومه مسله یاده شوې، هغه د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې د کاندیداتورۍ مسله وه او بشیر له دغې طرحې ناخوښ شو، د امریکا د ځورولو لپاره یې روسیې ته سفر وکړ او له روسانو سره یې د نظامي اډو پر جوړېدو هوکړه وکړه. ایا دا په دې مانا ده چې امریکا هوډ لري بشیر له واکه ګوښه کړي او همدا دلیل دی چې د سوډان اقتصادي کړۍ یې تنګه کړې ده؛ څنګه چې مزدوارن یې په ځانګړي ډول سعودي یې له سوډان سره له مرستې کولو منع کړ؟

بله پوښتنه دا چې له دغو لاریونونو د «صادق مهدي ملاتړ څنګه ارزوئ؟ ایا دا مانا لري چې انګلیس  هم په دغې قضیه کې لاس لري؟ د پوښتنې د اوږدېدو له امله بښنه غواړم. جزا کم الله خیر

ځواب:

د ځواب روښانه کېدو لپاره باید لاندې موارد وڅېړو:

۱. هو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان سولیفان د ۲۰۱۷ م د نومبر پر ۱۶مه سوډان ته سفر وکړ او د سوډان د مالیې او بهرنیو چارو وزیرانو، د وسلوالو ځواکونو د ګډو ارګانونو له پلاوي، د کورنیو چارو له استازو او امنیتي دستګاوو له چارواکو سره یې ولیدل. نوموړي په امریکا کې هم د سوډان له سفیر له ولیدل او د تړلو دروازو تر شا یې له دیني رهبرانو سره هم خبرې وکړې او وروسته یې د قران کریم په پوهنتون پورې اړوند د «شهید» په سالون کې په کنفرانس کې وینا وکړه او هلته یې د سوډان پر وړاندې د امریکا د سیاست په اړه خبرې وکړې. د هغو معلوماتو پر بنسټ چې رسنیو او د «سوډان ټایمز» په انټرنېټي سایت خپاره کړل، دغه امریکایي ډیپلوماټ پخپلو خبرو کې د سوډان له حکومته غوښتنه وکړه چې ځینې قوانین په ځانګړي ډول د مرتدو کسانو د اعدام قانون لغوه کړي. نوموړي د عام نظام په قانون کې په جامو پورې اړوندې مادې لغوه کېدل هم وغوښتل؛ هغه ماده چې که لغوه شوي، مېرمنې به د داسې جامو اغوستلو ته اړې شي چې بربنډې به وي.

نوموړي وویل: «د سوډان د نوي اساسي قانون د جوړېدو په وخت کې باید د دینی ازادۍ ساتنه د ټولو لپاره په پام کې ونیول شي.» (سرچینه: ۲۰۱۷، د نومبر ۱۸مه، سوډان تریبیون)

۲. داهم سمه ده چې د رسنیو د خپرو کړو معلوماتو پر بنست، سولیفان له بشیر غوښتي وو چې د ۲۰۲۰ م کال په ټاکنو کې خپل ځان نوماند نه کړي او بشیر د امریکا بهرنیو چارو د وزیر استازي دغو خبرو خواشنی کړی و، همدغه موضوع د دواړو لورو تر منځ د شخړې لامل شوه. خو داسې واقعیت ډېر لېرې تر سترګو کېږي، ځکه بشیر د خپل بادار(امریکا) له امرونو سرغړونه نه شي کولی او که امریکا ونه غواړي، نوموړی به په هېڅ ډول خپل ځان نوماند نه کړي. که داسې وګڼو چې نوموړی به د امریکا له امر نه سرغړونه وکړي او خپل ځان به د ۲۰۲۰ م کال په ټاکنو کې نوماند کړي، په ډاډ سره ویلی شو چې امریکا به د نوموړي پر وړاندې انقلاب وکړي او له واکه به یې ګوښه کړي؛ کټ مټ په همدغه ډول چې نوموړی یې د ۱۹۸۹ م د جون په ۳۰ مه په انقلاب کې واک ته ورساوه.  پر دې سربېره، کله چې په ټولنیزو رسنیو کې دغه خبر خپور شو، چې امریکا ډیپلوماټ له بشیر غوښتي چې د ۲۰۲۰ م کال په ټاکنو کې خپل ځان نوماند نه کړي، د سوډان د بهرینو چارو وزیر ابراهیم غندور دغه مسله رد کړه. نوموړي وویل: «متحده ایالاتونو هېڅ داسې مسله نه ده مطرح کړې چې له تروریزم څخه د ملاتړو هېوادونو له لېست څخه د سوډان د نوم ایستلو په بدل کې دې د سوډان ولسمشر عمر بشیر د ۲۰۲۰ م کال په ټاکنو کې نه نوماندېږي.» نوموړي زیاته کړه: «ټول هغه څه چې موږ خرطوم ته امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال جان سولیفان په سفر کې مطرح کړل، په بشري حقونو پورې اړوندې قضیې او دیني ازادۍ وې.» (سرچینه: ۲۰۱۷م، د نومبر ۱۴مه، قدس عربي)

بل ټکی دا دی چې د یاد شوی سفر، یوځای کېدل ښيي، نه شخړې؛ څنګه چې سولیفان د خپل سفر په دوام کې د دولت له مختلفو برخو لیدنه وکړه او ګرم هرکلی ورته وویل شو. همدارنګه، دغه سفر پر داسې مهال تر سره شو چې د امریکا د حکومت ادارې د ۲۰۱۷ م د سپټمبر پر ۲۶مه د سوډان د خلکو د سفر مخنیوی لغوه کړ او تر دې وروسته د ۲۰۱۷ م کال د اکټوبر پر شپږمه پر سوډان اقتصادي بندیزونه لغوه شول؛ چې کابو ۲۰ کاله یې دوام درلود. نو د سفر اصلي موخه دا نه وه چې د نوماندۍ مسله وڅېړي، بلکې اصلي موخه دا وه چې د «تروریزم د ملاتړو دولتونو» له لېست څخه د سوډان نوم لېرې کړي؛ څنګه چې دغه مسله د سوډان تریبیون انټرنېټي سایت هم یاده کړې.

دا د قضیې یو اړخ و، بل اړخ یې دا دی چې بشیر خپله سوډان ته د سولیفان تر سفر لس ورځې وړاندې د نه نوماندۍ پر بنسټ خپله مخکنۍ ژمنه نوې کړه. «د سوډان ولسمشر عمر بشیر د دوشنبې په ورځ خپله مخکنۍ ژمنه پر دې بنسټ نوې کړه چې د ۲۰۲۰ م کال په ټاکنو کې به خپل واک او قدرت پای ته ورسوي. بشیر دغه خبرې د ځوانانو په هغه کنفرانس کې وکړې چې د سوډان د ځوانانو د غیر حکومتي او ملي یووالي د اوومې کلنۍ ورځې د نمانځلو په موخه جوړ شوی و. (سرچینه: ۲۰۱۷ م، د نومبر ۶مه، خلیج انلاین).د دا ډول دولتونو له لورې د ژمنو نقض سخت نه دی، خو له سوډان سره د امریکا اړیکې او څرګندونې داسې نه تر سترګو کېږي چې د دغه سفر موخه دا وه چي بشیر له نوماندۍ منع کړي. تر دغه سفر  او تر لاریونونو وروسته د امریکا او سوډان تر منځ اړیکې همداسې روانې دي او موخه یې د تروریزم د ملاتړو هېوادونو له لېست څخه د سوډان لېرې کول و؛ چې په ۱۹۹۳ م کال چې سوډان په دغه لېست کې شامل شوی و. ځکه د ټرامپ حکومت هغه اقتصادي او سوداګریز بندیزونه لغوه کړل چې په ۱۹۹۷ م کال کې پر سوډان لګول شوي وو؛ خو هغه وخت د ترویزم د ملاتړو هېوادنو له لېسته د سوډان نوم نه و لېرې شوی. د دویم پړاو بشپړېدو لپاره د امریکا لګول شوی شرط، چې له یاد لېست څخه د سوډان د نوم لېرې کول و، دا و چې سوډان باید له تروریزم سره د ملاتړ لپاره خپله مرسته پراخه کړي او بشري حقونه، دیني ازادۍ، سیاسي او غیر سیاسي مسایل نور هم پیاوړي کړي.

۳. همدارنګه باید ووایو؛ د هغو لاریونونو انګېزه چې د ۲۰۱۸ م د ډیسمبر پر ۱۹مه په سوډان کې ډېر شوو د ۲۰۱۷ م د نومبر پر ۱۶مه سوډان ته د سولیفان د سفر په اړه نه دي؛ ځکه د امریکا دریځ تر سفر وروسته او د لاریونونو په دوام کې د حکومت ملاتړ و او نه د حکومت پر وړاندې لاریونونه. ځکه د امریکایي چارواکو څرګندونې او اړیکي دغه ادعا نوره هم پیاوړې کوي.

د افریقا په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی سلاکار سیریل سارتر د افریقا د ملي امنیت ادارې له مدیر سره یوځای د ۲۰۱۷ م د فبرورۍ پر ۱۷مه خرطوم ته ولاړل او په سوډان کې یې خپلې خبرې د ۲۰۱۷ م کال د فبرورۍ پر ۲۰مه پای ته ورسولې. نوموړي د سوډان په ولسمشرۍ مانۍ کې پخپلو څرګندونو کې داسې وویل: «د ولسمشر له مرستیال سره مې ګټورې خبرې درلودې او زه د خبرو دوام په موخه راغلی یم؛ چې دواړه لوري د تروریزم د ملاتړو هېوادونو له لېست څخه د سوډان د نوم لېرې کولو ته خوځوي. نوموړي ټینګار وکړ: په ډېر زغم به حکومت پر دې وتوانېږي چې سیاسي حل لاره پیدا کړي او باید پوه شو چې له سوډان پرته به هېڅ ډول حل لاره پر یاد هېواد ونه تپل شي او دواړه هېوادونه به پر دې وتوانېږي چې په ګډ کار سره پیاوړی ګډون رامنځته کړي.» (سرچینه: ۲۰۱۷، د فبرورۍ ۱۸مه، شرق نیوز)

دغه ټول موارد دا ښيي چې د سولیفان سفر د لاریونونو ډېرېدو انګېزه نه لري، بلکې د بشیر له واکمنۍ سره د امریکا مرسته، د هر ډول بېرونۍ حل لارې نشت او د تروریزم د ملاتړو هېوادونو له لېست څخه د امریکا د شرطونو نه اېښودل په ډاګه کوي.

4. د امریکا مزدوران هم له شته حاکمیت څخه ملاتړ کوي او له اعتراض کوونکو ملاتړ نه کوي او حالت داسې نه دی لکه په پوښتنه کې چې ویل شوی. نور جزییات په لاندې توګه وړاندې کېدای شي:

الف) د عربستان په اړه باید ووایو، چې په یمن کې د نظامي عملیاتو تر پیل ورسته، تل د سوډان په کرهڼیزو چارو کې نوې پانګونه کوي:

- «په ۲۰۱۶م کې سعودي عربستان په سوډان کې ستر پانګه اچوونکی و او کابو ۱۵ملیارد ډالر یې پانګه اچونه کړې وه. دغه پانګه اچونه د خرطوم د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره پر غنمو، جوارو او علفو اچول شوې وه.» (سرچینه: خلیج انلاین، د ۲۰۱۷م د جولای ۱۷مه) د سعودي سفیر په څرګندونو کې وویل: «په سوډان کې د سعودي پانګې اچونې کچه ۱۲ ملیارد ډالرو ته رسېږي.» (سرچینه: بوابه سایت د ۲۰۱۸م د دسمبر ۳مه) او همداراز «د ۲۰۱۸م د مې په ۷مه سوډان اعلان وکړ، چې له سعودي عربستان سره هوکړې ته رسېدلی او یاد هېواد به د پنځه کلونو لپاره د سوډان نفتي اړتیا پوره کړي.» (سرچینه: سوډان تربیون د ۲۰۱۸م د مې ۷مه)

ـ د ۲۰۱۹م د جنوري په ۲۴مه له سعودي وزیرانو څخه جوړ پلاوي خرطوم ته سفر وکړ او د سوډان له ولسمشر سره یې خبرې اترې وکړې او د سوډان پر روان حالت یې خبرې اترې وکړې.

د سعودی د تجارت وزیر ماجد قصبي په خپلو مطبوعاتي څرګندونو کې وویل: «د یاد پلاوي سفر د حرمین شرفین د خادم سلمان بن عبدالعزیز په دستور شوی او موخه یې سوډان سره د اقتصادي اړیکو او دوه اړخیزو راکړو ورکړو پرختیا ده.» هغه زیاته کړه: «سلمان تاکید وکړ چې په سوډان کې امنیت، په سعودي کې امنیت او په سوډان کې ثبات په سعودي کې ثبات دی او له سعودي سره په اړیکو کې تر نورو دولتونو اړ دولت، سوډان دی.» (سرچینه: مصر الوطن نشریه ۲۰۱۹م د جنوري ۲۶مه) یاد شواهد په ښه توګه ښیي چې سعودي د سوډان له ملاتړ څخه نه لاس په سر کېږي.

ب) د مصر په اړه، چې په سیمه کې د امریکا بل مزدور دی، باید ووایو چې د ۲۰۱۹م د جنوري پر ۲۷مه د سوډان ولسمشر عمربشیر مصر ته سفر وکړ او په هوایي ډګر کې سیسي ترې تود هرکلی وکړ. دغه شواهد ښیي چې امریکا هوډ نه لري بشیر ګوښه کړي، که نه سیسي چې د امریکا اساسي رکن دی، په هېڅ ډول دا کار نه کاوه. د سوډان سفیر په مصر کې د بشیر د سفر په اړه وویل: «دغه سفر له زماني او موضوعي اړخه، مهم سفر دی.» (سرچینه: دمصر صباح نشریه د ۲۰۱۹م د جنوري ۲۷مه) د لازیاتو معلوماتو په اړه باید ووایو چې د ۲۰۱۸م د اکتوبر پر ۲۵مه، بشیر له ۱۲وزیرانو او ۱۲هوکړو تر لاسلیک او سوډان ته د سیسي تر سفر وروسته د ۲۰۱۸م د نومبر پر ۶مه مصر ته هم سفر وکړ.

په سوډان کې د لاریونونو تر پیل وروسته، د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري او د مصر د استخباراتو ریس فزارا ډېر ژر سوډان ته سفر وکړ او عمربشیر او د نوموړي له همکارانو سره یې وکتل. شکري تر یادو لېدوکاتو وروسته وویل: «مصر ډاډمن دی چې سوډان به له یادو شرایطو څخه په بریا سره ووځي. مصر تل چمتو دی چې له سوډان سره مرسته وکړي او ترڅنګ یې ودرېږي. په سوډان کې امنیت او ثبات په مصر کې امنیت او ثبات دی.» (سرچینه: بواب مصر، ۲۰۱۸م د دسمبر ۲۷مه) یاد موارد په ډاګه کوي چې مصر لا تر اوسه له سوډان څخه ملاتړ کوي.

ج) د داخلي چارو په اړه باید ووایو چې په سوډان کې د امریکا مهمه اردو د دغه دولت اردو ده، چې د لاریونونو پر وړاندې د بشیر ترڅنګ ودریده او ملاتړ یې ترې وکړ. په یوه اعلامیه کې چې د سوډان اردو خپره کړه داسې راغلي و: «د سوډان تر څنګ درېږو او د خلکو له لاسته راوړنو، امنیت، وینې، عزت او شتمنیو څخه به دفاع وکړو.» (سرچینه: عربي پست ۲۰۱۸م، د دسمبر ۲۳مه) د سوډان د وسلوال پوځ د ارکان مشر عبدالروف کمال د اردو ارشدو نظامیانو ته وویل: «اردو به هېڅکله هېواد د لاریونونو سرکشو رهبرانو او په بهر کې د نامعلومو سازمانونو پلاوو ته تسلیم نه کړي.» (سرچینه: مصر عربي ۲۰۱۹م، د جنوري ۳۰مه) دا له بشیر څخه د اردو ملاتړ ښیي او د نظامي او امنیتي قطعو دریځ هم ورته وو. ځکه: «د سوډان د چټک غبرګون پوځ رهبر محمد حمدان دقلو په خپلو څرګندونو کې ګوت څنډنه وکړه چې د هغو کسانو پر وړاندې به ودرېږي، چې ده ته یې حریص(وږی) ویلي دي.» (سرچینه: المسیره نت ۲۰۱۹م، د دسمبر۲۶مه) د سوډان په پارلمان کې د سوډان د استخباراتو دستګاه مدیر صلاح قوش هم په خپلو تندو څرګندونو کې وویل: «په ډګر کې ډېر پرمختګونه کېږي، خو ټول باید وپوهېږي، چې هېڅ ډول پرمختګ به چې له قانون څخه پورته وي، ونه منل شي.» (سرچینه: الجزیره نت ۲۰۱۹م د فبروري ۲۱مه) امریکا د انقلابو د رامنځته کولو لپاره د سوډان له اردو څخه کار اخلي او له ۱۹۶۹م کال له نمیري انقلاب راهیسې یې په اردو کې قوي نفوذ پیدا کړی دی.

۵ـ په سوډان کې د اپوزېسیون موقف داسې و: «د امت ملي حزب رئیس صادق المهدي دلاریونونو  په څلورمه ورځ د یوه ملي دولت د جوړېدو، چې ټولې خواوې پکې شریکې وي، غوښتونکی شو. ده وویل: «موږ په هېواد کې د خلکو د لاریونونو ملاتړ کوو، خو ټينګار یې وکړ چې حزب به یې ګډون پکې نه کوي.» (سرچینه: د انګلیس راډیو،  ۲۰۱۸م کال د ډسمبر ۲۲مه) خو کله چې د دغو لاریونونو دوام ته ځير شو، اعلان یې وکړ، چې رول پکې لري. د امت ملي حزب او ائتلاف «سودان غږ » رئیس صادق المهدي اعلان وکړ، چې د خلکو هغه خوڅښتونه چې د نظام د سقوط غوښتونکي دي، تائیدوي او مخکې له دې چې د عمر بشیر د لرې کېدو غوښتونکی شي د لاریونکوونکو د وژلو د درولو غوښتونکی شو.» (سرچینه: سوډان ترېبیون، ۲۰۱۹م د جنوري ۲۵مه)  په دې معنا چې هغه د لاریونونو له پیل دوې میاشتې وروسته هڅه وکړه، له هغو څخه د ځان په ګټه استفاده وکړي. ټول پوهېږي چې صادق المهدي په انګلیس پورې تړلی دی او له ۱۹۸۶ نه تر ۱۹۸۹ پورې د سوډان ولسمشر و او عمر بشیر یې پر وړاندې انقلاب وکړ. وروسته المهدي د سوډان د کسبګرو ټولنه په حکومت پورې تړلو رسمي ټولنو سره د یوه موازي حرکت په توګه رامنځته کړه او اروپا د المهدي په واسطه په دغې ټولنه کې زیات تاثیر لري. مهدي هڅه کوي خپله ټولنه د هغو رسمي ټولنو لپاره بدیل وګرځوي، چې حکومت پرې واکمن دی. د دغو ټولنو یو شمېر رهبران چې په بهر کې اوسېږي، ډېری یې په اروپا کې دي. «هغه رهبران چې په بهر کې اوسېږي او ددې ټولنې له ادرسه خبرې کوي: هر یو یې محمد اسباط چې په فرانسه کې یو خبریال دی او په انګلیس کې دوکتوره ساره عبدالجلیل ده.» (سرچینه: د بي بي سي سایټ، ۲۰۱۹م د جنوري ۲۴مه) همدارنګه سیکولرستي او تر څنګ یې نور خوځښتونه، چې په تغیر کې کوم اغیز نه لري، له دغو لاریونونو سره یو ځای شوي دي. که څه هم په دغو خوځښتونو کې انګلیس په ځانګړي ډول د صادق المهدي حزب نفوذ لري، خو دغه نفوذ په روانو تغیراتو کوم اغېز نه لري، خو د لاریونونو دوام دغه اغېزمنتیا ډېرولی شي؛ ځکه انګلیس له داسې لاریونونو نه د استفادې ډېره تجربه لري او په همدې دلیل د المهدي حزب له یوې میاشتې ځنډ وروسته له دغو لاریونونو څخه ملاتړ اعلان کړ، ځکه ګمان یې کاوه چې عمر البشیر دا لاریونونه په لومړیو ورځو کې مړه کولی شي، خو کله چې یې دوام پیدا کړ اوس هڅه کوي چې کنټرول یې کړي.

د لاریونونو له پیل او په هغه کې د المهدي د نفوذ له قوي کېدو دوه میاشتې وروسته اوس ټینګار کوي چې بشیر باید له واکه لرې شي: «ده اعلان وکړ چې موافقې ته د لاسرسي په موخه د نوي نظام پر جزئیاتو د تېرېدو پر اساس د مخالفینو له استازو سره  خبرو ته چمتو دی.» (سرچینه: اسپوتنیک،  ۲۰۱۹م د مارچ ۲مه) په دې ترتیب څومره چې د لاریونونو په درولو کې د حکومت توان کمزوری او ځنډېدلی دی، په هماغه اندازه د انګلیس مزدوران ځواکمن شوي دي او په همدغه دلیل امریکا دا مسئله جدي نیولې او له هر ناڅاپي بدلون څخه د مخنیوي لپاره امریکا له بشیر سره په همغږۍ د حکومت ضد خوځښتونو د متلاشي کولو زمینه برابره کړه، داسې چې په حکومت کې له شریکو ځينو سیاسي حزبونو څخه یې غوښتي، چې په حکومت کې له خپلې برخې تېر شي او په دغه ترتیب پر اپوزېسیون واوړي: «د امت حزب رئیس مبارک فاضل اعلان وکړ چې د حزب شراکت یې له حاکم حزب سره له منځه تللی او له حکومت څخه بېلېږي.» (سرچینه: د نیلین سایټ ۲۰۱۸م، د ډسمبر ۲۸مه) غازي صلاح الدین هم له حکومته ووت «د اصلاح حرکت د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې، چې ددغه حرکت د رئیس غازي صلاح الدین له خوا جوړ شوی و، اعلان وکړ چې یاد حرکت پرېکړه کړې، چې ټول استازي یې د قانون جوړونې له مجلسونو څخه وباسي.» (سرچینه: د سوا خبري اژانس ۲۰۱۹م د جنوري ۱) غازي صلاح الدین د تغیر د ملي جبهې د رئیس په توګه وټاکل شو، «د تغیر د ملي جبهې عمومي ټولنې تېره ورځ دوکتور غازي صلاح الدین ددې جبهې د مجلس د رئیس په ټوګه وټاکه.» (سرچینه: ۳۶۵ خلیج د ۲۰۱۹م د فبروري ۱۴مه) په پورتنیو کړنو سربېره او د لاریونونو د ډېر تحریک او له هغو څخه په بده استفاده کې له اروپا څخه د مخکېوالي په خاطر، امریکا بشیر ته شین څراغ وښود، چې بېړنی حالت اعلانولی شي او بشیر د ۲۰۱۹م کال د فبروري پر ۲۲ نېټه دا کار وکړ.

په پای کې د میرغني حزب د ۲۰۱۹م کال د فبروري پر ۲۸مه نېټه له حکومته ګوښه شو او ټولو ته ښکاره ده چې میرغني تل له امریکا سره اړیکې درلودې، «د محمد عثمان میر غني په مشرۍ د دموکراتیک اتحاد حزب د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له حاکم ملي حزب سره یې ټولې لاسلیک شوې شراکتي پرېکړې لغوه کړې او د سوډان په حکومت کې له خپلې برخې تېرېږي.» سرچینه: د العین خبري شبکه،  ۲۰۱۹م د فبروري ۲۸مه) د مخالفینو د ارامولو لپاره بل ګام دا و، چې بشیر د بې پرۍ اعلان وکړ او ویې ویل، چې له هېڅ طرف سره او د هېڅ طرف پر ضد نه دی. «د سوډان ولسمشر د موتمر ملې حزب د رئیس په ټوګه خپل ټول صلاحیتونه خپل معاون ته پرېښول چې د کړنلارو په کموالي سره یې له ناوړه ناورین سره مخ شي، هغه ناورین چې د درېيو لسیزو په لړ کې یې حکومت ورسره مخ و. ددې پرېکړې په اړه د حزب په بیانیه کې داسې ویل شوي: «دا پرېکړه پر خپل هغه عهد د وفا په خاطر شوې، چې ولسمشر خلکو ته په خپلو خبرو کې کړې وه، چې دده اړیکه به له ټولو سیاسي خوځښتونو سره یوشان وي.» (سرچینه: انلاین میډل ایسټ ۲۰۱۹م د مارچ ۱) په دغه کار سره بشیر، مخکې له دې چې نور وغولوي، خپل ځان غولوي، دی څنګه بې طرفه کیدای شي، په داسې حال کې چې ولسمشر دی او حزب یې حاکم حزب دی؟ ان که کوم بل کس هم د حزب د رئیس په توګه وټاکي، بیا هم دا کار له شکلیاتو پرته بل څه نه دی.

په هر حال کې دا کړنې د لاریونونو د ارامولو لپاه یوه لاره ده او دا ټولې هڅې پر مخالفینو د اغېر او د لاریونونو د کنټرول په موخه تر سره کېږي او په ځانګړي ډول دې ته په کتو چې حکومت اوس پر مخالفینو د تېري توان او ځواک لري او که هغوی مهار نه کړي، هڅه به وکړي رهبري یې په لاس کې واخلي او یا یې په رهبرۍ کې موثر رول ولري او په دې ترتیب به د امریکا تسلط ته دوام وکړي.

۶. مسکو ته د بشیر د سفر په اړه چې د ۲۰۱۷م کال د نومبر له ۲۲مې پیل شو او څلور ورځې یې دوام  وکړ؛ یعنې سوډان ته د سولیفان له سفر شپږ ورځې وروسته، باید  ووایو چې هغه سفر څخه موخه دا نه وه چې بشیر روسیې ته له امریکا نه شکایت وکړي؛ بلکې هغه سفر د امریکا په امر وشو؛ ځکه چې: «د سوډان یوې ورځپاڼې، نن چهار شنبه له هغې معاملې نه پرده پورته کړه چې د خرطوم او واشنګټن تر منځ شوې او له مخې یې هغه الوتکه چې  د سوډان  ولسمشر، عمر بشیر پکې دی، کولای شي په بشپړ امنیت روسیې ته ننوځي؛ خو په دې شرط چې هغه جنجالي قوانین چې امریکا ورسره مخالفه ده، باید لغو شي او دا کار دې مسکو ته د بشیر له سفر سره به یوه وخت کې وشي. ځینو باخبره سرچینو «راکوبة» ورځپاڼې ته ویلي چې د سوډان حکومت، خرطوم ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال، سولیفان په سفر کې ځینې ضمانتونه تر لاسه کړي چې له مخې به یې د هغې الوتکې هېڅ ډول ممناعت نه کېږي چې بشیر پکې ځي، خو په دې شرط چې د دیني فعالیتونو په اړه د امریکا وړاندیزونه آزاد کړای شي او ځینې بحث بر انګیزه قانوني مادې لغو شي؛ په ځانګړې توګه د ارتداد، میراث او تحریکوونکو جامو په اړه قوانین.» (سرچینه: مصراوي، ۲۰۱۷م کال د نومبر ۲۲مه) که د امریکا امر نه وای، بشیر هيڅ کله نه شوای کولی چې د سعودي له فضا نه پرواز وکړي؛ ځکه چې د سعودي دولت د امریکا په استعمارګر دولت پورې تړلی او پر فضا یې بشړ واک لري؛ لکه څنګه چې په ۲۰۱۳م کال کې د انګلیس د مزدور، شاه عبدالله د حکومت پر وخت هم همداسې پېښه وشوه؛ هغه داسې چې د انګلیس زړه نه و چې بشیر ایران ته سفر وکړي، ځکه نه یې غوښتل چې د ایران حکومت د نوي ولسمشر د کار د پیل په مراسمو کې د نړۍ د ډېرو هیوادونو د مشرانو په ګډون سره ، نور هم مشهور شي. له دې وجې سعودي اجازه ور نه کړه چې د عمر بشیر الوتکه د سعودي له اسمانه استفاده وکړي، ځکه چې د انګلیس خوښه نه وه؛ « د سوډان ولسمشرۍ اعلان وکړ چې سعودي اجازه نه ده ورکړې چې د هغه الوتکه چې ولسمشر پکې و، د دوی له اسمان نه د ایران پر لور لاړه شي؛ نو  یاده الوتکه اړ شوه چې بېرته راوګرځي. د سوډان ولسمشر غوښتل د ایران د  نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.» (سرچینه: فرانس۲۴، د ۲۰۱۳م کال د اګېسټ ۴مه)

۷. ټولو ذکر شوو مواردو ته په پام، لېرې ده چې د دغو اعتراضونو تر شا امریکا وي او انګلیس هم د داسې اعتراضونو د پیلولو توان نه لري؛ د دغو اعتراضونو د پيل او دوام کیسه څه ده؟ ځواب دا دی چې اعتراضونو په خودجوشه بڼه او په سوډان کې د ژوند د کړکېچونو د زیاتېدو په نتیجه کې پیل شول او جزیات یې په لاندې توګه دي:

الف) بشیر او شاوخوا کسانو یې فکر کاوه چې که د امریکا په امر له جنوبي سوډانه تېر شي، سوډان به په یوه امن او سوکاله هیواد بدل شي او امریکا به پر سوډان د بندیزونو په لغو کولو مرسته وکړي؛ خو حالت برعکس شو؛ اقتصادي شرایط نور هم ناوړه او کړکیچن شول او دا حالت د ۲۰۱۸م کال په پیلېدو، له سوډان نه د امریکا د بندیزونو له لېرې کولو وروسته نور هم خراب شو. حکومت د ډوډۍ بیه لوړه کړه او د ګمرکي ډالر نرخ یې تر دریو برابرو لوړ کړ، دا د دې سبب شول چې د سوډان د پولي واحد ارزښت راټيټ شي، بیې لوړې شي او د سون موادو  ناورین پیل شي. د ډوډۍ د بیې لوړېدو خبره تر دې حده ورسوله چې یو کس به څو ساعته د نانوایۍ په صف کې ولاړ و او ډوډۍ به یې په تر خپل وس پورته بیه اخیسته. د تورم کچه شاوخوا ۷۰ سلنه ته ورسېده او مرکزي بانک د ډالر د ارزښت د لوړېدو او داخلي پیسو د ارزښت د ټیټېدو د مخنیوي په موخه، له نورو بانکونو نه پيسې منع کړې تر هغه چې اړ شو د پولي واحد ارزښټ تر ۶۰سلنو پورې راټيټ کړي، د یوه ډالر ارزښت ۴۷،۵۰ جنیو ته ورسېد او د ۲۰۱۹م کال د فبروري په ۲۰مه په موازي بازار(آزاد بازار) کې یو ډالر په ۷۵ جنیو و.   

ب) د سوډان په خلکو کې فقر خپل اوج ته ورسېد؛ د ارقامو مرکزي سازمان ټینګار وکړ: «د فقر کچه له درېیو نه تر دوو برخو زیاتو وګړو ته رسېدلې او دغه ارقام د هغو څېړنو د نتایجو پر اساس دي چې په ۲۰۱۱م کال کې له جنوبي سوډان نه تر بېلېدو وروسته په ۲۰۱۴ م کال کې لومړنۍ څېړنه ده.» دا ټول تحولات تر هغه وروسته وشول چې د پیسو نړیوال صندوق په دې برخه کې خپله توصیه؛ بلکې خپل اوامر صادر کړل، لکه په هر بل ځای کې یې چې کوي؛ دوی له حکومته وغوښتل چې پیسې دوران ته واچوي او له سون موادو، برېښنا او غنمو نه خپل ملاتړ ودروي، همدا راز دوی ژمنه وکړه چې د نړیوال بانک په مرسته به د سوډان د اقتصادي اصلاح په پروګرامونو کې تخنیکي مرسته کوي. دا ژمنه یې د ۲۰۱۷م کال  په ډسمبر کې د هغې ناستې په حاشیه کې د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق د استازو تر منځ غونډه کې وکړه چې د اندونیزیا هیواد په بالي جزیره کې وشوه. یاد صندوق ټینګار وکړ چې دا کار په هیود کې د اقتصادي ودې د ټینګښت او د پانګه اچوونکو د پام را اړولو لپاره اړین دی، همدا راز یې له حکومته وغوښتل چې له برېښنا او غنمو دې خپل ملاتړ د ۲۰۱۹م نه ۲۰۲۱م پورې او ګردش ته د پیسو له اچولو وروسته لغو کړي. له دغو اوامرو نه د سوډان د حکومت اطاعت د دې سبب شو چې د خلکو اقتصادي او ژوند وضعه لا خرابه شي. 

ج) دا یې دلیل و چې د سوډان شرایط ډېر ناوړه شول او خلک یې په خودجوشه بڼه سړکو ته راووتل؛ دا ځکه چې بېوزلي ډېره شوه، بیې لوړې شوې، بېکاري ډېره شوه او پانګې په تر ټولو ممکنه بده بڼه ووېشل شوې. د دغې وضعې دلیل دا دی چې عمر بشیر د پانګوالۍ نظام پلی کوي او د مالي سازمانونو، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق توصیې مني او د امریکا فشارونو ته تسلیمېږي. د بشیر حکومت په امریکا پورې تړلی او د هغې سیاستونه پلي کوي، په تېره بیا له سوډان نه د بېلېدو او د دولت د نفتو د لویې زېرمې د له لاسه ورکولو په مسله کې. «په ۲۰۱۱م کال کې د سوډان د جنوب له بېلېدو وروسته خرطوم خپل له څلورو نه درې برخې نفتي مواد له لاسه ورکړل؛ دولت ته یوازې له دغې برخې نه ۸۰سلنه بهرنۍ پیسې راتلې.» (سرچینه: الجزیره نټ، ۲۰۱۸م کال د ډسمبر ۲۶مه) نو لومړی د خلکو ژوند سخت شو، بیا دغه وضعیت د دې سبب شو چې د سوډان انقلاب د ۲۰۱۸م کال د ډسمبر په ۱۹مه لومړی په نهر انیل ولایت او عطبره ښار کې پیل شو او بیا نورو ښارونو ته پراخ شو، تر اوسه دوام لري او اور یې لا نه دی مړی شوی؛ ټول یوه غوښتنه لري، هغه دا چې حاکم نظام دې لرې شي.

په دې ترتیب په سوډان کې اعتراضونه په خودجوشه بڼه پیل شول بیا فرصت طلبو اړخونو او قدرتونو ځانونه ورنیږدې کړل چې د خپل ځان په ګټه استفاده ترې وکړي او د اعراضونو مسیر، لکه چې وویل شول، کوږ کړي.

۸ـ په پای کې باید ووایم: دوې مسلې ډېرې د پام وړ دي:

لومړی) لومړنی شی، چې امریکا یې په خپلو مزدورانو لازموي، دا ده چې په ټول توان به د امریکا د ګټو د ساتلو لپاره هڅې کوي او بشیر عملاً دغه کار وکړ. حتا د امریکا د ګټو د ساتلو لپاره یې خپل قسم مات کړ او جنوبي سوډان یې بېل کړ. امریکا تر ننه له بشیر څخه ملاتړ کوي. د هغو اړیکو پر اساس چې د ده له حکومت سره یې لري، موږ یې پورته بېلګې درته په ګوته کړې، چې ډېرې ښې د دې واقعیت ښکارونديي کوي. خو که لاریونونه دوام پیداکړي او بشیر ونه شي کړای په لنډ وخت کې یې مخه ونیسي؛ د امریکا له پامه به ولوېږي. په دې ډول به د امریکا او د امریکا د ګټو، د خدمت توان ونه لري. نو په اغلب ګومان امریکا به هڅه وکړي، هغه له قدرته لرې کړي. شاید په حکومت کې د حکومت د طرفدارانو، له خپلې برخې تېرېدل، چې له لاریونو سره یو ځای شي. په ځانګړې توګه د میر غني حزب، چې له امریکا سره تړلی، د همدې موخې لپاره وي. یعنې د بدیل د پیداکولو لپاره، د بشیر په لرې کېدو، د یوه داسې کس په لټه کې وي، چې په خلکو منلی وي. امریکا همېش له خپلو مزدورانو سره له دې لارې کار اخلي. لکه څنګه یې چې له حسن مبارک سره وکړل. کله چې حسن مبارک د لاریونونو مخه ونه شوای نیولای، امر یې ورته وکړ، چې لرې شي او هغه هم استعفا ورکړه، پوځي شورای یې په خپل ځای وټاکه. دا د امریکا عامه طریقه ده. په دې طریقه کې مهمه مسله داده، چې د یوه مزدور د لرې کېدو له دستور سره سم باید له هره اړخه بل مزدور تیار شوی وي. ځکه امریکا وېرېږي، داسې نه چې نوی مزدور ترڅو تجربه پیدا کوي، واک صادقو او عادلو کسانو ته په لاس ورشي او د امریکا لپاره خنډ وګرځي. په حکومت کې تر اوسه د بشار د بقا یوازینی دلیل همدا و.

دویم) تشویش دا دی چې وینه تویېدنه، ټپونه او عامه ګټې ټول په اوبو لاهو نه شي او لاریونونه د دې لامل شي، چې د یوه مزدور پر ځای بل مزدور کېني. په دې خاوره کې بشیر جوړ کړی قانون پاتې شي، ډېر خلک له منځه یوسي او د الله سبحانه وتعالی بنده ګان په غم او بلا کې پرېږدي. دا دقیقاً هغه څه دي، چې موږ یې په اړه خبرداری ورکوو. ځکه تر ننه لاریونونه د اسلام شعار نه وایي او د صالح او صادقي تر رهبرۍ لاندې د اسلامي شریعت د احکامو د پلې کېدو غوښتونکي نه دي. چې د بیا اسلامي ژوند په برخه کې، د راشده خلافت د تاسیس لپاره هڅې وکړي. په دې ډول به سیاسي بحران په خپل حال پاتې شي، حتا شاید بد هم شي. د الله سبحانه وتعالی له قوله، چې حق مبین دی او فرمایي:

﴿فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىۖوَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً﴾

[طه: 123-124]

ژباړه: هر څوک چې زما له هدایاتو پیروي کوي، نه ګمراه کېږي او نه به په غم کې وي! هر هغه څوک چې له ما مخ واړوي، ژوند به ورته سخت او تنګ شي.

علیم او حکیم الله څه ښه فرمایي:

﴿فَاعْتَبِرُوا يَاأُولِي الْأَبْصَارِ﴾

[حشر: 2]

ژباړه: عبرت واخلئ اې د بصیرت خاوندانو!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې