سه شنبه, ۰۷ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۱۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د مالي-نیجر-بورکینافاسو درې اړخیز هوکړه لیک
بسم الله الرحمن الرحيم
د مالي-نیجر-بورکینافاسو درې اړخیز هوکړه لیک

 (ژباړه)

پوښتنه:

په بورکینافاسو، نیجر او مالي کې د نظامي شورا رهبرۍ د ۲۰۲۴م د جولای په ۶مه د نیجر په پلازمېنه نیامي کې د یوې ناستې پرمهال د "کنفډريشن" هوکړه‌لیک د لاسلیکولو خبر ورکړ. ایا د دغه اعلان تر شا کوم نړیوال قدرت دی؟ که داسې وي، نو کوم یو دی؟ یا دا چې دغه هوکړه‌لیک پخپله د دغو دولتونو خپل او داخلي اقدام دی؟ له تاسو ډېره مننه!

ځواب:

د دې لپاره چې موضوع ښه واضح شي، لاندې مسایلو ته کتنه کوو:

۱ـ دغه دری دولتونه له هغو انقلابونو وروسته چې په ۲۰۲۰م -۲۰۲۳م کلونو کې رامنځته شول، د غرب مزدوران شول او د هغه په امر عمل کوي؛ لکه څنګه چې موږ د ۲۰۲۰م د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پوښتنې په ځواب کې د ګویتا اسیمي په رهبرۍ د مالي د انقلاب په اړه، همداراز د ۲۰۲۳م د فبرورۍ په ۷مه مو د پوښتنې په ځواب کې د ابراهیم تراوري په رهبرۍ د بورکینافاسو د انقلاب په اړه او همدارنګه د ۲۰۲۳م د اګېسټ په ۱۵ مو د عبدالرحمن تیچاني په رهبرۍ د نیجر د انقلاب په اړه ځوابونه ویلي وو. دا دری واړه خاورې اسلامي دي.

الف: مالي اسلامي خاوره ده، چې اسلام په یوولسمه پېړۍ کې هلته رسېدلی او اوس هم په مالي کې د اسلام دین تر ټولو مخکې دی، چې شاوخوا ۹۰سلنه خلک یې مسلمانان دي، ۵ سلنه نصرانيان او ۵ سلنه یې د نورو دینونو پیروان دي. پلازمېنه یې باماکو ده.

ب: بورکینافاسو د افریقا په لویدیځ کې هغه دولت دی، چې اسلامي خاوره ګڼل کېږي. د ۲۰۰۶م کال د احصایې له مخې تر ۶۰.۵٪ ډېر اوسېدونکي یې مسلمانان دي، شاوخوا ۲۳٪ نصرانيان او پاتې یې د نورو دینونو پیروان دي. د دې خاورې مساحت ۲۷۴۲۰۰ کیلومتره مربع دی، د اوسېدونکو شمېر یې ۲۱۵۱۰۱۸۱ کسانو ته رسېږي او د خپل اقتصاد په برخه کې پر زراعت تکیه دی او "واګادو وګو" یې پلازمېنه ده، چې د اسلامي خاورو یو مهم ښار ګڼل کېږي.

ج: نیجر د افریقا په لویدیځ کې موقعیت لري او د نیجر سيند ته یې نسبت ورکول کېږي، نو ځکه د نیجر په نوم یادېږي. دا خاوره د جنوب لخوا له نایجریا او بینین سره او د لویدیځ لخوا له بورکینیافاسو او مالي سره او د شمال لخوا له الحزایر او لیبیا سره ګډه پوله لري؛ په داسې حال کې چې تیچاد له ختیځې خوا ورسره ګډه پوله لري. په ټولیزه توګه د نیجر مساحت شاوخوا ۱۲۷۰۰۰۰ کیلومتره مربع دی. نیجر اسلامي خاوره ده او اسلام د دې خاورې تر ټولو لوی دین دی چې په دې خاوره کې د مسلمانانو شمېر ۹۹.۳٪ ته رسېږي. نیجر ته په ۱۵مه پېړۍ کې اسلام د سونګای د حاکمیت د پراخوالي او د عربي مراکش او مصر د صحرا له لارې د سوداګریزو اغېزو په سبب خپور شوی دی او د دې خاورې پلازمېنه نیامي ده.

په دې ترتیب هغه انقلابونه چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳م کلونو کې په مالي، نیجر او بورکینافاسو کې رامنځته شول، د امریکا په سرپرستۍ او ملاتړ وو.

۲ـ یادو دریو دولتونو د ۲۰۲۳م د سپټمبر په ۱۶مه نېټه "د ساحل دولتونو تړون" په نیجر کې د افریقا د غربي دولتونو د اقتصادي ډلې د نظامي احتمالي مداخلې د ګواښونو پر ضد د ګډ دفاعي ځواک د رامنځته کېدو لپاره ترسره کړ.

د مالي ولسمشر "عاصمي ګویتا"، د نیجر ولسمشر جنرال "عبدالرحمن تیاني" او د بورکینیا ولسمشر "ابراهیم تراوري" د ۲۰۲۳م په سپټمبر کې تړون لاسلیک کړ، چې د مالي د بهرنیو چارو وزیر "عبدالله دیوب" په دغه سازمان کې څرګنده کړه: «ډېر ژر به د دغو دریو دولتونو تر منځ د نظامي او اقتصادي هڅو یو ترکیب رامنځته شي.»

دغه ګډ تړون چې د مالي، بورکینافاسو او نیجر رهبرۍ د ۲۰۲۳م د سپټمبر په ۱۶مه لاسلیک کړ، په اصل کې "د ساحلي دولتونو ایتلاف" جوړوي او د ایتلاف د تاسیس میثاق له ۱۷ مادو څخه جوړ شوی، چې لومړۍ ماده یې د دغه تړون نوم "لیبتا-ګورما" بیانوي او لاسلیکوونکو اړخونو د ساحلي دولتونو د ایتلاف پر رامنځته کېدو هوکړه کړې او په "AES" سره اختصارېږي. د دغه تړون د دویمې مادې پر اساس، له دغه تړون څخه موخه د یوه ټولیز جوړښت رامنځته کېدل او د لاسلیکوونکو اړخونو لپاره متقابلې مرستې دي. همدارنګه د دغه میثاق په ۶مه ماده کې راځي: «د دغه ایتلاف د یوه لوري پر رهبرۍ او ځمکنۍ بشپړتیا برید کول، په حقیقت کې د نورو لپاره دښمني ګڼل کېږي او همدا مسله ده چې متقابله همکاري لازمي کوي او د امنیت د ټینګښت په موخه وسلوال ځواکونه تنظیمېږي.» د دغه تړون په ۱۱مه ماده کې راځي: «دا یو پرانیستی ایتلاف دی، چې هر بل دولت له دغو دریو دولتونو سره په ورته جغرافیوي، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي واقعیتونو کې یو ځای کېدلی شي او د دغه تړون موخې منلی شي.» (سرچینه: د الجزیرې څېړنیزه موسسه / ۲۵جون ۲۰۲۴م)

دا ایتلاف چې دغه درې دولتونه یې جوړوي، پخپله ۶مه او ۱۱مه ماده کې بیانوي، چې د دغه ایتلاف له رامنځته کېدو څخه موخه د پردیو د احتمالي نظامي مداخلو په ځانګړې توګه د فرانسې پر وړاندې مقابله او غبرګون دی؛ هغه احتمالي نظامي مداخلې چې د افریقا د غربي دولتونو د اقتصادي ډلې له لارې ممکنې دي او له دغه ایتلاف څخه موخه د یرغل په حالت کې د فرانسې د بهرني نظام زیانمنول دي. د دغه ایتلاف بل هدف دا دی، چې د افریقا د لویدیځو دولتونو د اقتصادي ډلې په دننه کې درز رامنځته کړي؛ لکه څنګه چې د دغه تړون له ۱۱ مادې څخه څرګندېږي او هم له دغه ایتلاف سره د یو ځای کېدو په موخه د اقتصادي ډلې د غړو دولتونو له هڅولو څخه معلومېږي.

۳ـ مالي، نیجر او بورکینافاسو د ۲۰۲۴م د سپټمبر په ۶مه د کنفډريشن هوکړه لیک د رامنځته کېدو خبر ورکړ او په همدغه تاریخ دغو هېوادونو د نیجر په پلازمېنه کې لاسلیک کړ، چې په حقیقت کې د ساحلي دولتونو ایتلاف د هوکړه لیک بشپړوونکی و، کوم چې په لومړۍ ناسته کې لاسلیک شو.

«بورکینافاسو، مالي او نیجر چې د افریفا په ساحلي سیمه کې پراته دي؛ د شنبې په ورځ یې خپل اتحاد د یوه کنفډريشن په توګه اعلان کړ. دغو درې ګونو دولتونو په خپله وروستۍ بیانیه کې، د خپلې لومړۍ ناستې په بهیر کې د شنبې په ورځ د نیجر په پلازمېنه نیامي کې وویل: «د دغو دریو دولتونو مشرانو تصمیم نیولی، چې دغه غړي دولتونه باید له یوه ابتدایي پړاو څخه یوه ژور پړاو ته لاړ شي او له همدې امله یې هوکړه رامنځته کړه، چې د بورکینافاسو، مالي او نیجر تر منځ "د ساحلي دولتونو کنفډريشن" په نامه یو کنفډريشن جوړوي.» (سرچینه: الاحاد الاماراتیة ۶ جولای ۲۰۲۴م)

۴ـ که څه هم امریکا په دې اړه مستقیمې څرګندونې نه دي کړې؛ خو ټولې نښې پر دې دلالت کوي چې امریکا د پردې تر شا د ساحلي دولتونو د کنفډريشن د تاسیس هڅه کوله او امریکا غواړي چې له دغه کنفډريشن څخه د یوې ساتونکې کلا په توګه ګټه واخلي، ترڅو په دغو دولتونو کې یې مزدوران د "اکوواس" ډلې له فشارونو څخه خوندي کړي؛ په ځانګړې توګه دغه درې دولتونه چې تقریبا محاصره دي او اوبو ته د نه لاسرسي په سبب یې سوداګري له ستونزو سره مخ ده. له بل اړخه امریکا غواړي چې دغه درې هېوادونه باید یو ایتلاف وي، ترڅو د "اکوواس" پر وړاندې ودرېږي؛ هغه اکوواس چې فرانسه او بریتانیا پرې تسلط لري. همدارنګه همدا اوس د دغه کنفډريشن په اړه د "اکوواس" ډلې په دننه کې نیوکې راپورته شوې دي او د هغو د اصلاح غوښتنه یې کړې او دغه نیوکې د سنېګال د ولسمشر په خبرو کې څرګندې شوې. په دې معنا چې د کنفډريشن په لوري له "اکوواس" څخه د دغو دولتونو وتل یوه ممکنه چاره شوې ده.

۵ـ نو دغه کنفډريشن خپلسری او بې‌حسابه نه و، بلکې امریکا د دغو دریو مزدورو دولتونو تر منځ دغه کنفډريشن رامنځته کړ، ترڅو له دې لارې خپلې مستعمرې خوندي کړي او د اروپا په ځانګړې توګه د فرانسې د نفوذ مخه ونیسي، چې یو ځل بیا خپلو مستعمرو ته را ونه ګرځي. همدارنګه هغه پلانونه او اقدامات چې دغو دولتونو له دې اتحادیې وړاندې ترسره کړي، پر دې مسله ټینګار کوي چې ځینې پلانونه یې په لاندې ډول دي:

ا- بورکینافاسو او نیجر د ۲۰۲۳م د نومبر په میاشت کې اعلان وکړ، چې د ساحل د پنځه ګونو دولتونو ډلې د کار له ځواک څخه ووتل؛ لکه څنګه چې مالي هم د ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې د ساحل د پنځه ګونو دولتونو ډلې د کار له ځواک څخه ووت. بورکینافاسو او نیجر د شنبې په ورځ د ساحلي دولتونو له ډلې څخه د وتلو اعلان وکړ؛ البته دا د مالي له وتلو څخه یو نیم کال وروسته وو، چې له افریقایي ټولنې څخه بهر شو. د بورکینافاسو او نیجر حکومتونو په ګډه بیانیه کې چې د بورکینافاسو رسمي خبري مرکز نشر کړه، داسې راغلي وو: «دا د رهبرۍ تصمیم دی، چې له ژورې ارزونې وروسته دغه ډله او د هغې کړنلاره رامنځته شوې ده.» دا بیانیه زیاتوي: «په ساحل کې د پنځه ګونې ډلې لپاره ممکنه نه ده، چې د ساحل اړوند ملت د زیان لپاره د پردیو ګټو ته خدمت وکړي؛ دا خو څه کوې چې یو قدرت دې د ګمراه کوونکي او ماشومانه شراکت په نامه د فشار له لارې زموږ د ملت او دولت د حاکمیت له حق څخه منکر شي. نو بورکینافاسو او نیجر په بشپړ وضاحت سره له دې سیمې د وتلو تاریخي مسوولیت پر غاړه لري.» (سرچینه: انادولو خبري اژانس؛ ۳ اکتوبر ۲۰۲۳م)

د مالي نظامي شورا د یکشنبې په بیانیه کې خبر ورکړ، چې هغه څو ملتي نظامي ځواک له ساحلي سیمې څخه د افریقا لویدیځ ته لاړ، چې په ۲۰۱۴م کال د جهادیانو پر ضد رامنځته شوی و. نظامي شورا د ځواکونو د وتلو دغه تصمیم په دې توجیه سره ونیو، چې مالي د ساحل د پنځه ګونو دولتونو د ډلې له اداره کولو څخه منعه شو؛ په داسې حال کې چې وړاندوینه داسې وه، چې باماکو به د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د موریتانیا، چاد، بورکینافاسو او نیجر دولتونو د رهبرۍ لپاره د دغه کنفرانس کوربه وي؛ د اجازې نه ورکولو لامل د مالي داخلي بې ثباتي ښودل شوې وه، چې نظامي انقلاب یې شاهد و او د دغه نظامي انقلاب پر اساس نظامي شورا قدرت ته ورسېده. (سرچینه: فرانس ۲۴؛ ۱۶ مې ۲۰۲۲م)

ب: هر یوه مالي، نیجر او بورکینافاسو د ۲۰۲۴م کال په جنوري کې له "اکوواس" څخه د وتلو دلیل دا اعلان کړ، چې د فرانسې له نفوذ څخه ځان خلاصوي او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په پلمه د هغې نظامي لاسوهنو ته نوره اجازه نه ورکوي؛ همدارنګه په دې بیانیه کې راغلي دي: «مالي، بورکینافاسو او نیجر د یکشنبې په ورځ د افریقا د لویدیځو دولتونو له اقتصادي ډلې (اکوواس) څخه د وتلو تصمیم ونیو.» په دې ګډه بیانیه کې چې د ساحل د دری ګونو دولتونو لخوا صادره شوه، داسې راپور وړاندې شوی چې درې ګوني دولتونه به له "اکوواس" څخه چې ۱۵ غړي لري، ډېر ژر بهر شي. درې ګوني دولتونه هغه دي، چې رهبري یې نظامي شوراوې او لنډمهاله انتقالي حکومتونه پر غاړه لري. دا بیانیه زیاتوي: «اکوواس له پردیو څخه پر اغېزمنتیا او خپلو باورونو ته پر خیانت تورن دی، چې دغه اغېزمنتیا او خیانتونه د دغو دریو دولتونو لپاره ګواښ دی.» (سرچینه: انادولو خبري اژانس؛ ۲۸ جنوري ۲۰۲۴م)

۶ـ ټول دغه موارد څرګندوي چې دغه درې ګوني دولتونه د فرانسې تر نفوذ او اغېز لاندې سازمانونو څخه بهر شول، ترڅو د فرانسې له اغېز څخه ځان وژغوري. مګر دا لرې خبره ده چې دغه دولتونه دې په خپله اراده او تصمیم د امریکا له ملاتړ پرته دغه ډول اقدام وکړي؛ بلکې د امریکا په امر یې کنفډريشن رامنځته کړ او د هغې په غوښتنه او اراده و، ترڅو "اکوواس" ټوټه ټوټه کړي او یا یې کمزوری کړي. همدغه دلیل دی چې په دغو دریو مهمو هېوادونو کې، چې ۷۰ میلیونه اوسېدونکي لري، د فرانسې نفوذ له تزلزل سره مخ دی.

دغه درې دولتونه د انرژۍ او معادنو په برخه کې پرېمانه سرچینې لري، چې د فرانسې شرکتونو ورڅخه ګټه اخیسته، خو له دې وروسته همدغه کنفډريشن او د رهبرۍ دغه بصیرت ورته یو ګواښ دی، چې د ساحل په سیمه کې به ډېر دولتونه د فرانسې د نفوذ له دایرې څخه وباسي. هغه بې‌ثباته حکومتونه دي، چې د دغو خاورو د سرچینو لوټلو ته یې د فرانسې په واسطه زمینه برابره کړې ده او د دې لامل شول چې له حکامو څخه دې شدید فقر او پراخ فساد په میراث پاتې شي. د دغو نويو واقعیتونو پر اساس امریکا هغه نظامیان چې ورسره په اړیکه کې ده، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې، د تمرین ورکولو او نظامي ملاتړ تر نامه لاندې ځان ته جذبوي او فرېب ورکوي.

په ټوله کې ویلی شو چې د دغو دریو دولتونو د رهبرانو مقاومت د فرانسې پر وړاندې یو لوی ګواښ ګڼل کېږي، چې د فرانسې د نفوذ پر وړاندې رامنځته شوی دی، که څه هم د فرانسې نفوذ دلته له ډېر وخت راهیسې دوام درلود.

۷ـ په دې توګه واضح کېږي چې د اسلامي خاورو حکام د اسلامي خاورو تابعیت او پیروي له یوه استعمارګر دولت څخه بل استعمارګر دولت ته سپاري؛ دوی فرانسې ته شا کوي چې د مسلمانانو شتمنۍ یې لوټلې؛ خو امریکا ته مخ اړوي، هغه امریکا چې د مسلمانانو پاتې شتمنۍ یې چې له فقر او بېوزلۍ سره مخ دي، غلا کوي. داسې لکه مسلمانان چې د خپلو خاورو له حاکمیت او کنټرول څخه عاجز وي؛ که څه هم دغه تریخ واقعیت ټولې اسلامي خاورې نیولې دي، خو د افریقا په خاورو کې د نورو په پرتله شدید او ژور دی.  

نو په هره کچه چې د مسلمانانو سیاسي ځيرکتیا او درک د خپل دین په اړه زیاتېږي او په دې باوري کېږي چې د دنیا او اخرت له عذاب څخه د خلاصون یوازینۍ لاره پر دین منګولې لګول دي، په همغه اندازه د الله سبحانه وتعالی رضایت ته نږدې کېږي او د استعمارګرو کفارو پر وړاندې یې کینه او نفرت زیاتېږي؛ هغه استعمارګر کفار چې د دوی د خاورو شتمنۍ خوري او دوی ته یې پر ځای فقر او بېوزلي پرېږدي. همدغه سیاسي ځيرکتيا او درک دی چې مسلمانانو ته همت ورکوي او د دین د اقامې او د اسلامي دولت د تاسیس له لارې د اسلامي ژوند د بیا راګرځولو لپاره دوی ته ځواک بښي؛ هغه اسلامي دولت چې مسلمانانو ته یووالي ورکوي، هغه دویم راشده خلافت دولت چې د نبوت پر منهج له ظالمو پاچاهانو وروسته تاسیس کېږي؛ هغه ظالم پاچاهان چې اوسمهال مسلمانان د دوی په عصر کې ژوند کوي.

موږ د الله سبحانه وتعالی په مرسته په هغه پړاو کې یو، چې د صبر کاسه مو ډکه شوې او مسلمانان یوازې یو ګام د خلافت دولت له تاسیس، د اسلامي خاورو له یو ځای کولو او د هر استعمارګر کافر دولت له شړلو څخه لرې دي؛ بلکې هغو دولتونو ته به هدایت لېږي.

له شک پرته چې د دغه ډول واقعیت راوستل د الله سبحانه وتعالی لپاره سخت نه دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه حدیث کې چې احمد له حذیفه رضی الله عنه څخه روایت کړی، فرمایلي دي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»

ژباړه: وروسته به جبریه پاچاهان راځي، تر هغه وخته چې الله (سبحانه وتعالی) وغواړي، کله چې وغواړي هغه به له منځه یوسي او وروسته به د نبوت پر منهج خلافت راځي؛ بيا چوپ شو.

۱۴۴۶هـ.ق کال د محرم الحرام  ۱۸مه

۲۰۲۴م کال د جولای ۲۴مه

ژباړن: ابوبکر منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې