دوشنبه, ۰۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بنګلدیش د لومړۍ وزیرې استعفا او بهر ته یې تېښته
بسم الله الرحمن الرحيم
د بنګلدیش د لومړۍ وزیرې استعفا او بهر ته یې تېښته

پوښتنه:

د ۲۰۲۴م کال د اګسټ په ۵مه اعلان وشو چې د بنګلدیش لومړۍ وزیرې استعفا کړې او بهر ته تښتېدلې. دا استعفا تر هغو لاریونونو وروسته وشوه چې د میاشتې له پیل راهیسې د دولتي دندو د سهمیه‌بندۍ د سیستم پر وړاندې پیل شول. دا لاریونونه د تېرې میاشتې له نیمايي وروسته په تاوتریخوالي بدل شول او د حاکم حزب ملاتړي له لاریونوالو سره ونښتل. پوځ اعلان وکړ چې قدرت یې نیولی او ولسمشر هم اعلان وکړ چې مجلس یې منحل کړی او لنډمهاله دولت جوړ شوی. داسې پوښتنې مطرح کېږي چې ایا دا لاریونونه پلان شوي وو؟ ایا د پوځ مداخله د توافق له مخې وه؟ او ایا دا موضوع د دغه هیواد پر سر له نړیوالو کشمکشونو سره اړیکه لري؟

ځواب:

د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره لومړی باید لاندې ټکي وڅېړو:

۱. بنګلدیش یوه اسلامي خاوره ده. د دیارلسمې میلادي پېړۍ په لومړیو کې مسلمانانو د بنګال سیمه فتحه کړه؛ دا فتحه د ۱۱۹۲م کال په وروستیو کې د محمد غوري د لښکرکشیو په پایله کې پیل شوه چې تر ډېره وخته یې د هند په شمال کې دوام درلود. بنګلدیش د نفوس له اړخه د نړۍ اتم لوی هیواد دی او شاوخوا ۱۷۱ ملیونه نفوس لري. بنګلدیش د اسیا په سویل کې پروت دی او له میانمار او هند سره ګډه پوله لري. تر ۹۰ سلنه زیات خلک یې مسلمانان دي او اسلام یې رسمي دین دی. د بریتانیې د «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» سیاست د یوې برخې په توګه، بریتانیې له «عوامي حزب» چې د بریتانیې د مزدور شیخ مجیب الرحمن په مشرۍ په ختیځ پاکستان (اوسني بنګلدیش) کې و، ملاتړ وکړ. د بریتانیې له ملاتړ سره، دې ډلې په ۱۹۷۱ کې له پاکستان سره تر جګړې وروسته له پاکستانه خپله خپلواکي اعلان کړه.

۲. د بنګلدیش لومړۍ وزیرې، حسینې له خپل پلار، مجیب الرحمن څخه چې هغه وخت د بنګلدیش ولسمشر او د عوامي حزب رهبر و، په میراث واخیست. مجیب الرحمن او د کورنۍ غړي یې په ۱۹۷۵ کې د هغو افسرانو لخوا اعدام شول چې د هغه پر وړاندې یې کودتاه کړې وه. حسینه هغه وخت له هیواده بهر وه، ځکه ژوندۍ پاتې شوه. وروسته په بریتانیا کې اوسېده، تر دې چې په ۱۹۸۱ کې یې هیواد ته د بیا تګ او سیاسي فعالیت اجازه ترلاسه کړه. حسینې لومړی د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د دولت رهبري پر غاړه لرله او بیا له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر اوسه په واک کې وه. هغه د روان کال په ټاکنو کې په درغلۍ تورنه شوه؛ په دغو ټاکنو کې د هغې حزب، یعنې عوامي حزب په پارلمان کې غوڅ اکثریت رایې ترلاسه کړې او له ۳۰۰ څخه ۲۳۳ څوکۍ یې ترلاسه کړې؛ له دې سره یې ۹ نورې څوکۍ د متحد حزب وې. نورو حزبونو دا پایلې رد کړې او ټاکنې یې نمایشي وبللې؛ امریکا هم نیوکه پرې وکړه. سره له له دې، د حسینې نظام دا بریا رسماً تایید کړه.

۳. حسینې د خپل حکومت پر مهال هڅه وکړه چې د امریکایانو نفوذ کم او په پوځ، سیاست او نورو مهمو برخو کې د بریتانیې قدرت زیات کړي. هغه له خپلې سیاسي سیالې او د ملي بنګالي حزب له رهبرې، خالدې ضیاء سره په مقابله کې وه. خالدې ضیاء مسولیت له خپل خاوند، جنرال ضیاء الرحمن څخه په میراث وړی و چې په ۱۹۷۷ کې واک ته ورسېد او په ۱۹۸۱ کې د انګلستان اجنټانو له منځه یووړ. خالده ضیاء دوه ځله د ۱۹۹۱-۱۹۹۶ او ۲۰۰۱-۲۰۰۶ کلونو ترمنځ ولسمشره وه. بیا په فساد او له واک څخه په ناړه استفادې تورنه شوه. د ۲۰۲۴م کال د اګسټ په ۵مه د حسینې تر تېښتې وروسته هغه او نور زندانیان ازاد شول. نو په بنګلدیش کې د انګلستان –چې نفوذ یې پیاوړی دی- او امریکا – چې په پوځ او سیاست کې د نفوذ له لارې غواړي واک ترلاسه کړي- ترمنځ سیالي شته. سره له دې تر اوسه د انګلستان نفوذ غالب دی.

۴. حسینه او دولت یې واک ته د اسلام پالو د رسېدو کلک مخالفین وو؛ ځکه چې هغه او حزب یې ملي‌پال سیکولر دي او په غربي استعمار پورې تړلي دي. ځکه خو یې د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر په ۲۲مه حزب التحریر، چې د خلافت دولت د بیا تاسیس غوښتنه یې کوله، منع اعلان کړ. په داسې حال کې چې حزب التحریر یو اسلامي سیاسي حزب دی چې د اسلامي اصولو پر بنسټ کار کوي او هڅه یې د مادي اقداماتو له لارې نه، بلکې د سیاسي او فکري مبارزې له لارې ده. د دې ترڅنګ یې د څلورو نورو اسلامي ډلو فعالیت هم منع کړ؛ د حزب التحریر او نورو ډلو ډیر ځوانان یې بندیان کړل او ځینې اسلامي رهبران یې اعدام کړل.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې، حسینې د جماعت اسلامي په سیاسي تصفیه پیل وکړ او په دې پلمه یې هغوی وځپل چې د دې ډلې غړي جنګي مجرمین دي چې د بنګلدیش خپلواکي یې رد کړې. د حسینې اصلي موخه د اسلامي جریان حذف و. د جماعت اسلامي له رهبارنو څخه تر اوسه پنځه کسه اعدام شوي او دوه نور یې تر اعدام وړاندې وفات شوي (سرچینه: ۲۰۲۴/۸/۶؛ https://alestiklal.net/)

حسینه د اسلام، د اسلام د حاکمولو او د مسلمانانو د وحدت کلکه مخالفه ده او د یوه سیکولر حزب رهبري یې پر غاړه ده چې پلار يې تاسیس کړی دی؛ پلار یې یو لوی خیانت وکړ چې په ۱۹۷۱م کال کې یې د بریتانیا او په هند کې د هغو د مزدورانو په ملاتړ، ختیځ پاکستان (بنګلدیش) له غربي پاکستان څخه بېل کړ.

۵. بنګلدیش د ودې او پراختیا نشتون او په بهرنیو سیاسي او اقتصادي قدرتونو پورې د تړاو په سبب له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی. اټکل کېږي چې ۱۸ مېليونه بنګالي ځوانان د کار په لټه کې دي او د پوهنتونونو فارغین په لوړه کچه له بېکارۍ سره مخ دي. تر ۴۰ سلنه زیات د ۱۵-۲۴ کلونو ترمنځ بنګالي وګړي نه کار کوي او نه تحصیل. په ۲۰۲۴/۸/۵ بي بي سي د بنګلدیش د اقتصادي وضعیت په اړه راپور ورکړ چې د لندن پوهنتون کې موقت استاد، لطفي صدیقي وايي: «له اقتصادي اړخه په بنګلدیش کې د نظام بدلون حتمي دی او څه چې وشول یوازې د وخت موضوع وه. د حسینې دولت د حکومت حق او قدرت له لاسه ورکړی او د هغې لپاره به هم د سرچینو له کمښت سره مخ وي. بنګلدیش د اقتصادي پاشل کېدو په درشل کې دی.» دې ته په کتو چې د حسینې دولت د خپل هیواد اقتصاد او سرچینې بهرنیو، په ځانګړي ډول بریتانیايي، امریکايي، چینایي او هندي شرکتونو ته ورکړې، خو د پیسو نړیوال صندوق د لوړ سود او سختو شرایطو لرونکو پورونو پورې تړلی. دا موسسې د امریکا او د اسیا پراختیايي چینايي بانک تر تسلط لاندې دي. ځکه خو د بنګلدیش اقتصادي وضعیت سخت بحراني او د انفجار په درشل کې دی.

۶. بنګلدیش د ۲۰۲۴م کال د جولای له لومړۍ نېټې راهیسې د ګومارنې (استخدام) سیسټم پر وړاندې د زده‌کوونکو د لاریونونو شاهد و. دا لاریونونه په دولتي برخه کې سهمیه‌بندۍ د هغه سیسټم د لغوې په پایله کې پیل شول چې ۵۶ سلنه دندې یې ځانګړو ډلو ته ځانګړې کولې. دغه سیسټم ولسمشر او ملاتړو ته یې دا امکان ورکاوه چې خپل ملاتړي او خپلوان وګوماري او مخالفین یې له دولتي دندو بې برخې کړي. د دندو لپاره ځانګړو شوو دغو ډلو کې داسې کسان وو چې له خپل پلار او بچیانو سره یې د ۱۹۷۱م کال په لوی خیانت، د ختیځ پاکستان (بنګلدیش) بېلولو په جګړه کې، چې د بریتانیې او هغې د اجنټانو ملاتړ ورسره و، ګډون درلود.

دا د ګومارنې هغه سیسټم و چې پر وړاندې یې لاریونونه پیل شول او زده‌کوونکو غوښتل چې ګومارنې د فردي وړتیا پر بنسټ وي. دا لاریونونه د نظام د سقوط سبب شول او د بنګلدیش سترې محکمې د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۲۱مه اعلان وکړ چې د سهمیو د بیا راوستلو پرېکړه ناقانونه ده. سره له دې، دغې پرېکړې د لاریونونو مخه ونه شوه نیولی. د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۱۶مه په دغو لاریونونو کې لومړنۍ وژنه وشوه؛ دا پېښه هغه وخت وشوه چې د حسینې د دولت ملاتړو په ډاکه کې پر لاریونوالو په ډبرو او لرګیو برید وکړ.

۷. د دغو لاریونونو د درولو لپاره، د حسینې دولت امر وکړ چې په ټول هیواد کې دې ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شي. حسینې همداراز له زده‌کوونکو وغوښتل چې ارام اوسي او ژمنه یې وکړه چې د لاریونونو پر مهال به د هغو ټولو جنایتونو څېړنه وشي چې د وژنې سبب شول. خو لاریونوالو یې خبرې ونه منلې او په ځانګړي ډول یې پر هغې برید وکړ او «د دیکتاتورې سقوط» له شعار سره یې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړ. دوی دغه راز د بنګلدیش د ملي راډیو تلویزیون دفتر او لسګونه نور دولتي ودانۍ وسوځولې. دولت هم د انټرنټ خدمتونه پرې کړل. لاریونونه زیات شول او د مړو او ټپیانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېده. دولت له دغه وضعیت سره د مقابلې لپاره، د شپې او ورځې ټولو ساعتونو لپاره پر تګ راتګ سخت محدودیتونه وضع کړل او له نظامي ځواکونو یې کار واخیست. پولیسو پر لاریونوالو ډزې وکړې، اوښکې بهوونکی ګاز یې وکاراوه او د هیواد په کچه فوق العاده وضعیت اعلان شو. د امنیت د ټینګښت لپاره پوځیان هم ځای پر ځای شول. د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۱۹مه د ۱۰۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. د لومړۍ وزیرې د دفتر ویاند، نعیم اسلام خان اعلان وکړ چې «دولت له مدني چارواکو سره د مرستې لپاره پر تګ راتګ د سختو محدودیتونو لګولو او پوځیانو د ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې ده». (سرچینه: د فرانسې خبري اژانس؛ ۲۰۲۴/۷/۱۹) د لاریونونو د ځپلو لپاره اړیکې، خبري پروګرامونه او ځینې د مبایل خدمتونه پرې شول. لاریونوالو پر یوه زندان برید وکړ او د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۱۹مه یې سلګونه زندانیان ازاد کړل او د زندان ودانۍ یې وسوځوله.

د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په بنګلدیش کې په لاریونونو کې د وژل شوو کسانو شمېر شاوخوا ۴۰۹ کسانو ته ورسېد؛ دا شمېر د پولیسو، دولتي چارواکو او ډاکټرانو د معلوماتو له مخې ښودل شوی. داسې ښکاري چې دا لاریونونه د ګومارنې د هغه قانون پر وړاندې د زده‌کوونکو د اعتراض په توګه پیل شول چې ډیری کسان یې له دندو محرومول. دا لاریونونه تر زده‌کوونکو محدود نه شول، د ټولو قشرونو خلک ورسره ملګري شول چې شمېر یې تر ۴۰۰ زرو کسانو رسېده. دا لاریونونه د حسینې د استبدادي حکومت لپاره، چې ۱۵ کاله واک ورسره و، یو جدي ګواښ او ننګونه وګڼل شوه.

۸. د بنګلدیش د پوځ مشر، جنرال وقرالزمان په ۲۰۲۴/۸/۵ نېټه اعلان وکړ چې د حسینې تر استعفا او تېښتې وروسته به دی د هیواد بشپړ مسولیت پر غاړه واخلي او موقعت دولت به جوړ کړي. هغه په رسمي تلویزیون کې وویل: «له تاسو سره ژمنه کوم چې ټولې نارضایتۍ به حل شي». ده زیاته کړه: «هیواد سخت زیانمن شوی، اقتصاد زیان لیدلی او ډیر خلک وږي دي؛ اوس د دې وخت دی چې تاوتریخوالی ودرول شي». (سرچینه: د فرانسې خبري اژانس؛ ۲۰۲۴/۸/۵)

جنرال وقرالزمان چې تر دې وړاندې د پیاده نظام افسر و، په جون کې د پوځ مشر وټاکل شو. حسینې د لرې کورنۍ اړیکې په سبب باور پرې وکړ او د هغې د سلاکار په توګه یې په دفتر کې و. د هغې د ښځې پلار هم د حسینې په لومړي ځل حکومت کې، له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د پوځ مشر و. وقرالزمان په بریتانیا کې نظامي زده‌کړې کړې او د دفاعي څېړنو په برخه کې له بنګلدیش پوهنتون او په لندن کې له سلطنتي «کینګز کالج» څخه ماسټري لري. دا د حسینې نظام او بریتانیې ته د هغه نیږدې‌والی ښيي. داسې ښکاري چې بریتانیې هغه په بنګلدیش کې د خپل نفوذ خوندي کولو لپاره واک ته رسولی او هوکړه یې کړې چې حسینه د خپل ځان ژغورلو لپاره له هیواده ووځي؛ ځکه چې د هغې شتون وضعیت لا بحراني کاوه او لا ډیرې وینې تویېدې. وروسته له دې پوځ هڅه وکړه چې لاریونوالو ته نږدې شي او وضعیت ارام کړي. ځکه خو په وروستۍ ورځ، د واک تر بشپړ اخیستو وړاندې، پوځ لاریونونو ته اجازه ورکړه او پر لاریونوالو یې ډزې ونه کړې؛ په دغه کار یې غوښتل لاریونوالو ته نږدې شي او وضعیت ارام کړي.

۹. کله چې د پوځ مشر، جنرال وقرالزمان د هیواد د چارو په لاس کې اخیستو خبر ورکړ، ژمنه يې وکړکه چې ژر به موقت دولت جوړوي او د حسینې له حزب پرته به له نورو اصلي مخالفو حزبونو او د مدني ټولنې له غړو سره خبرې اترې کوي. د امریکا د رضایت ترلاسه کولو او د انګلستان د سیاستونو د نفوذ د مخنيوي لپاره، د بنګلدیش ولسمشر د ۲۰۲۴م کال د اګسټ په ۷مه اعلان وکړ چې د نوبل د سولې جایزې ګټونکی، محمد یونس به د دولت موقت ریاست پر غاړه واخلي. د ولسمشر دفتر په بیانیه کې راغلي: «د ولسمشر محمد شهاب الدین، د پوځ لوړپوړو افسرانو او د تبعیض مخالفو زده‌کوونکو د مشرانو په جلسه کې د محمد یونس په مشرۍ موقت دولت د جوړولو پرېکړه وشوه». دغه راز ویل شوي: «ولسمشر له خلکو غوښتي چې له هغه سره له بحران څخه د وتو په برخه کې مرسته وکړي او دا چې پر بحران د غلبې لپاره د موقت دولت جوړول اړين وو.» (سرچینه: د فرانسې خبري اژانس؛ ۲۰۲۴/۸/۷) وروسته تر دې محمد یونس، چې ۸۴ کلن دی او په اروپا کې اوسده، اعلان وکړ چې د موقت دولت د مشرۍ پر غاړه اخیستو لپاره تیار دی.

نو انګلیس، وروسته له هغه چې مزدوران یې په یوه نظامي هلیکوپتر کې د لاریونونو تر فشار لاندې هند ته وتښتېدل، هڅه وړکه چې د خپل نفوذ له لاسه ورکولو مخه ونیسي. د دولت او مجلس انحلال یې د پوځ د کنټرول په ترلاسه کولو او د محمد یونس غوندې د امریکا پخواني مامور په ټاکلو سره د مجلس تر راتلونکو ټاکنو او د نوي منتخب دولت تر جوړولو اعلان کړ. په دغه ډول یې هڅه وکړه چې د حسینې په ایستلو سره لاریونوال ارام کړي او د محمد یونس، چې امریکا ته وفادار دی، په ټاکلو سره امریکا هم خوشاله کړي. تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر، بیل کلینټن هغه د نوبل د سولې جایزې وړ بللی و.«پروفیسور محمد یونس د نوبل جایزه وګټله. د نوبل د سولې جایزه په ۲۰۰۶م کال کې، له بانک ګرامین سره په ګډه ... او بیل کلینټن محمد یونس ته د دغې جایزې له ورکولو ملاتړ کوي؛ ولسمشر کلینټن په ۲۰۰۲ کې یونس د داسې کس په توګه توصیف کړ چې باید ډیر وخت وړاندې یې د نوبل د سولې جایزه اخیستې وای.» (سرچینه: الجمهور؛ ۲۰۲۴/۶/۸/).

دې ته په کتو چې حسینې تر دې وړاندې له یونس سره مخالفت کړی و او د بنګلدیش محکمې د ۲۰۲۴م کال د جنوري په لومړۍ نېټه هغه د کار قوانینو د نقض په سب په شپږ میاشتو بند محکوم کړی و؛ قاضي خورشید علم دوشنبه د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د بنګلدیش د کار قانون د نقض په سبب په هغه دوسیه کې تورن شوی چې پلویان یې وايي سیاسي انګېزه لري. هغه زیاته کړه چې یونس او همکاران یې د کار قانون له مخې مجرم پيژندل شوي او په شپږ میاشتو بند محکوم دي او د وثیقې له مخې ازاد شوي چې استیناف محکمې ته په تمه شي. د بارک اوباما او بانکي مون په ګډون ۱۶۰ نړیوالو شخصیتونو یو ګډ لیک خپور کړ چې په هغې کې یې د یونس پر وړاندې د قضایي ځورونو د دوام په اړه نیوکه کړې او د هغه د ازادۍ او امنیت په اړه یې اندېښنې ښودلې. (سرچینه: شرق الاوسط؛ ۲۰۲۴/۱/۱)

نو، محمد یونس د تایید وړ کس و؛ انګلستان د حسینې په لرې کولو لاریونونه کم کړل او په امریکا پورې تړلي زاړه کس په ګومارلو یې د امریکا رضایت هم خپل کړ. نو بریتانیا لا هم د پوځ د مشر له لارې د بنګلدیش پر وضعیت کنټرول لري او د هیواد وضعیت یې د حسینې تر تېښتې وړاندې وضعیت ته بېرته یووړ.

۱۰. نو په بنګلدیش کې نړیوالې لانجې او کشمکشونه لا هم دوام لري. څوک چې د استعمارګرو پر نظریاتو تکیه کوي او د هغو د ګټو خوندي کولو په لټه کې دي، په دنیا او اخرت کې زیان کوي. په دنیا کې به د خپلو ګناهونو په سبب رسوا کېږي او په اخرت کې یې هم سخت عذاب په تمه دی.

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾

ژباړه: ژر به هغه کسان چې مجرمان دي د الله پر وړاندې له حقارت او سپکوالي او سخت عذاب سره مخ شي، د دوی د هغو مکرونو په سبب چې کول يې.

که دغو کسانو عقل لرلی، په نورو هیوادونو په ځانګړي ډول اسلامي خاورو کې به یې د ځان پشان نورو کسانو له برخلیک څخه عبرت اخیستی وای. هغوی یا زنداني کېږي، یا وژل کېږي یا هم په ذلت تښتي. خو دا کسان عبرت نه اخلي او لا هم په خپله ګمراهۍ کې پاتې کېږي. ایا دوی باید د خپل رب لوري ته ونه ګرځي او دین ته یې بابند نه وي؟ ایا دوی باید د هغو کسانو له هڅو ملاتړ ونه کړي چې د نبوت پر منهج د خلافت دولت د بیا تاسیس لپاره کار کوي؟ هغه خلافت چې په اړه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: بيا به د نبوت په منهج خلافت راشي.

که دوی عقل لرلای، خپل رب ته نه ورګرځېدل؟

﴿إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾

ژباړه: بېشکه په دې کې تذکر او لوی عبرت دی د هغو کسانو لپاره چې زړه لري (تعقل کوي) او په قلبي حضور او توجه سره غوږ نيسي.

۱۴۴۶هـ.ق کال د صفر الخیر ۱۱مه

۲۰۲۴م کال د ګسټ ۱۶مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې