یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سعودي چمتو دی منځلاري اسلام ته وګرځي!
بسم الله الرحمن الرحيم
سعودي چمتو دی منځلاري اسلام ته وګرځي!

(ژباړه)

د سعودي عربستان اوسني ولیعهد امیر محمد بن سلمان «منځلاري اسلام» ته د ګرځېدو وعده ورکړې او په دې وروستیو کې یې په یو لړ فرهنګي او اقتصادي اصلاحاتو لاس پورې کړی دی. د سعودي ولیعهد په ریاض کې په یوه کنفرانس کې ویلي، چې دی تیار دی ترڅو د نړۍ د هېوادونو او دولتونو تر منځ د نظم د رامنځته کېدو لپاره د تندلارو ایډیالوژیو ریښې له بېخه وباسي. نوموړي زیاته کړه: «نه غواړو چې خپل ۳۰ کلن ژوند له تندلارو ایډیالوژیو سره په اړیکه کې تېر کړو، د هغوی د پاک سازۍ او له بېخه د ریښو ایستلو لپاره به په چټکۍ سره لاس په کار شو. د ده په خبره سعودي له ۱۹۷۹م کال څخه وړاندې په داسې حالت کې چې نن یې شاهد دی، نه و. سعودي او سیمه په ټوله کې له ۱۹۷۹م کال څخه وروسته د نوو بدلونونو شاهدان دي. دغه حالتونه موږ متوجه کوي، ترڅو خپل مخکني حالت ته چې منځلاری اسلام دی وګرځو، چې د نړۍ د ټولو دینونو، رواجونو او خلکو پر مخ پرانستی دی. ښه ده چې ۱۹۷۹م کال ته د سعودي د ولیعهد د اشارې په اړه چې د سعودي هېواد ګډوډ کال و اشاره وکړو؛ ایران او ریاض په ګډه د اسلامي نړۍ د مشرۍ غوښتونکي وو. همدارنګه د سعودي شیعه لږکي په همغه کال د «احسا‌ء» په ولایت کې د مرګوني انقلاب شاهدان وو، له هغې وروسته سعودي عربستان د وهابیت مذهبي روحیې په واسطه خپلې اړیکې ځواکمنې کړې او خپلې سخت دریځۍ یې بیا ونیولې. وهابیت له اسلام څخه یو قرائت دی، چې په مطلق ډول سیادت د الله سبحانه وتعالی بولي، په عامه ځایونو کې د نر او ښځې اختلاط مردود ګڼي او پر ښځو یې ډېر بندیزونه لګولي دي. په ۲۰۱۵م کال کې ملک سلمان له خپل زوی سره هڅه وکړه، ترڅو سعودي له نوي عصر سره اشنا کړي. ملک سلمان د روان کال د جون په میاشت کې د ولیعهدۍ تاج د خپل زوی پر سر کېښود، له هغه وروسته یې له خپل زوی سره یوځای د موسیقۍ د کنسرتونو له ضد مذهبي حرکتونو سره مقابله پیل کړه، په تدریجي ډول یې د ښځو د حقوقو احترام وکړ او هغوی ته به د « واکمنۍ او مشرۍ حق» تر نامه لاندې د ۲۰۱۸م کال په پیلېدو سره د خپلې حکومتولۍ په پروسه کې ځای ورکړي. (سرچینه:CNBC) سعودي په لومړیو کې د وهابیت زانګو و، پر دې سربېره اصلي ستونزه وهابیت نه، بلکې د غربي مشرانو په چوپړ کې د ال سعود د کورنۍ غلامي ده، چې موخه یې په ټولو اسلامي خاورو کې د اسلام پر وړاندې جګړه ده.

لیکوال: عثمان طه

ژباړه: منصور دریځ

Last modified onیکشنبه, 12 نومبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې