- مطابق
رښتیا هم چې، د کربلا پېښه د اسلام په تاریخ کې خورا خواشینوونکې پېښه ده او تل د مسلمانانو له سترګو اوښکې تویوي. یادې پېښې، له یوې خوا اسلامي نړۍ ته ټکان ورکړ؛ خو له بلې خوا یې امت ته ډېر اړین درسونه پرېښودل. په هر حال د دې لپاره چې سمې پایلې ته ورسېږو او له دغې پېښې څخه پر را پاتې شوو درسونو باندې ځانونه پوه کړو؛ اړینه ده چې دغه پېښه د اسلامي قوانینو په رڼا کې وڅېړو.
لومړی باید پر هغو قوانینو ځان پوه کړو، چې اسلام د حاکم د ټاکلو د تګلارې لپاره وضع کړي. یوازینۍ تګلاره چې اسلام یې د حاکم د ټاکلو لپاره مني؛ «بیعت» دی او پر دغه اساس حاکم هغه قوانین عملي کوي، چې له قران او سنتو څخه اخیستل شوي. همدغه بیعت دی چې له یو کس څخه د مسلمانانو خلیفه جوړوي. بیعت د امت حق دی او دوی له دغې لارې کولی شي چې خپل خلیفه په خپل زړه وټاکي. څلور واړه راشده خلفاء د مسلمانانو د بیعت له لارې ټاکل شوي. دوی یوازې هغه وخت خلیفه کېدلی شي، چې مسلمانان له کوم جبر پرته ورسره بیعت وکړي.
په اسلام کې نه د شاهي نظام او نه هم د ولیعهد د ټاکلو کوم مفهوم شته. باید په یاد ولرو چې پر مسلمانانو د هغه چا له واکه لرې کول فرض دي، چې واک یې له بیعت پرته غصب کړی وي او امت هغه د خپل حاکم په توګه نه مني.
د ګران رسول الله صل الله علیه وسلم له رحلت ورسته؛ ابوبکر رضي الله عنه خلیفه شو بیا عمر، عثمان او علي، ور پسې حسن رضي الله عنه، امام حسن رضي الله عنه د امیر معاویه په غوښتنه واک معاویه ته پرېښود، چې د مسلمانانو خلیفه شي؛ خو امیر معاویه په خپل ژوند د خپل زوی یزید لپاره د بیعت اخیستلو هڅې کولې په هر حال، هغه اصحاب کرام چې هغه وخت ژوندي وو؛ د ولیعهد ټاکل یې ونه منل او ویې ویل، چې دا د رسول الله صل الله علیه وسلم سنت نه، بلکې د سزار او خسرو سنت دي. په طبعي توګه امت باید د امیر معاویه له مړینې څخه ورسته د اهل حل و عقد(د امت د استازي) د مشورې پر اساس یو نوی خلیفه ټاکلی وی؛ خو داسې ونه شول،پر ځای یې یزید په شام( د پلار د واکمنۍ مرکز) کې قدرت په زور ونیو.
هغه وخت مسلمانانو درې مرکزونه درلودل؛ مدینه منوره، کوفه او شام. د مدینې منورې او کوفې خلکو غوښتل چې امام حسین رضي الله عنه خلیفه وټاکي، په داسې حال کې چې د شام خلکو یزید غوښتلو. د یادونې وړ ده چې شام د امیر معاویه تر واک لاندې د زیاتې مودې لپاره د خلافت پلازمېنه وه؛ نو امام حسین رضي الله عنه غوښتل، چې د مدینې او کوفې د خلکو بیعت واخلي، تر څو اکثریت تر لاسه کړي او وکولی شي، چې یزید(هغه څوک چې په غیر قانوني توګه یې قدرت غصب کړی و او له امت څخه یې د هغوی حق اخیستی و) وګواښي.
امام حسین رضي الله عنه له اسلامي قوانینو څخه د یزید سرغړونه داسې فکر وکړ، چې خلافت به میراثي شي او دغه کار به د اسلامي دولت د کمزوري کېدو سبب شي. هغه پر دې پوهېدو چې که د اسلام دغه اساسي غوټه خلاصه شوه، نو د اسلام له نورو قوانینو څخه به انحراف ته لاره هواره کړي.
نو له دې امله؛ دا ډېره اړینه وه چې یزید وګواښي او د خپل ځواک د زیاتولو لپاره امام حسین رضي الله عنه کوفې ته د تګ نیت وکړ؛ د هغه ځای خلکو ده ته ویلي وو، چې ملاتړ به یې کوي، خو کله چې امام حسین رضي الله عنه پر لاره و یزید یې د درولو هڅه وکړه، د امام حسین رضي الله عنه مخه هغو سرتېرو ونیوه؛ چې د کوفې والي ابن زیاد رالېږلي وو. له امام حسن رضي الله عنه سره یې د کورنۍ کابو ۱۰۰ تنه غړي وو پوځ هڅه وکړه چې امام حسن رضي الله عنه اطاعت ته اړ کړي د پخلاینې هېڅ کومه لار یې ورته پرېنښوده؛ خو امام حسن رضی الله عنه یې اطاعت ونه کړ، د نیولو پر وړاندې یې مقاومت وکړ او په بشپړ زور یې جګړه وکړه.
د ابن زیاید پوځ یې په کیسه کې نه شو او خپلې تورې یې د هغه شخصیت پر وړاندې را پورته کړې، چې رسول الله علیه وسلم یې په اړه فرمایي:
«حُسَيْنٌ مِنِّي وَأَنَا مِنْ حُسَيْنٍ أَحَبَّ اللَّهُ مَنْ أَحَبَّ حُسَيْنًا»
ژباړه:حسین زما او زه د حسین یم او الله له هغه چا سره مینه لري څوک چې له حسین سره مینه لري.
دغه کوچنی کاروان د مخالفو سرتېرو له خوا کم شو او دا کار د دې لامل شو، چې د کربلا میدان د سپېڅلو اصحابو کرامو او رسول الله علیه وسلم د لمسي پر پاکو وینو رنګ شي. دغې پېښې له یزیده د ظالمانو سرلاری جوړ کړ او امام حسین رضي الله عنه یې د امت لپاره یو ښه مثال وګرځوو، چې د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې به چوپ نه کېنئ.
د کربلا له پېښې څخه درسونه:
د کربلا پېښه داسې یوه پېښه نه ده، چې یوازې د ځینو کیسو په څېر روایت شي. له شک پرته چې دا داسې کومه پېښه نه ده چې په ساده ډول به خلک یو ځای کولو ته وهڅوي او یا هم د خلکو احساسات راوپاروي، بلکې له ځان سره داسې درسونه لري؛ چې موږ باید ورته پام وکړو. د حسین رضي الله عنه قرباني مومن ته یو لوی درس ورکوي، چې باید د اسلام په قوانینو کې لږ سرغړونه هم ونه کړي. د یزید د ظالم حاکمیت منل په دې معنی وو، چې یو کس د اسلام په قانون کې ګوتې وهل ومنل، چې موږ ته دا څرګندوي چې بیعت د امت حق دی او همدا راز دا د دوی حق دی؛ چې خلیفه له کوم جبر پرته وټاکي. امام حسین رضي الله عنه په کلکه له دغه قانون څخه د سرغړونې پر وړاندې ودرېد، په داسې حال کې چې نن موږ وینو چې د اسلام یو قانون نه، بلکې ټول اسلام د دولت په توګه له پامه غورځول شوی. په اوسني حالت کې موږ په اسلامي نړۍ کې داسې حاکمان لرو، چې د اسلام یو قانون نه، بلکې د خلافت ټول سیستم یې ځنډولی. پر دې سربېره دوی پر دغې ګناه بسنه ونه کړه، دوی د خلافت له راګرځیدو څخه د مخنوي لپاره له کافرانو سره یو ځای شول. که موږ غواړو چې د حسین رضي الله عنه له ژوند څخه درسونه زده کړو؛ نو بیا پر موږ دا فرض کېږي چې دغه حاکمان وګواښو او د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره هلې ځلې وکړو.
او که پر اسلامي امت د حکمرانۍ دغه اوسنی ناوړه وضعیت موږ راویښ نه کړي، نو موږ باید له خپل ځان سره فکر وکړو او له خپله ځانه دا وپوښتو؛ چې ایا موږ رښتیا هم د امام حسین رضي الله عنه ریښتیني مینوال یو؟
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
لیکوال: عثمان عدیل
ژباړن: علي عسکري