دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په قزاقستان کې وروستي لاريونونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په قزاقستان کې وروستي لاريونونه

په قزاقستان کې يو ځلې بيا خلک لارو کوڅو ته ووتل او د څرګندې ناقانونۍ او د رژيم د درواغو پر ضد يې په احتجاج لاس پورې کړ. خو دا ځلې خلکو د ټاکنو پر پايلو اعتراض وکړ چې په ترڅ کې پخوانی ولسمشر نورسلطان نظربايف په حقيقت کې واک خپل اولاد ته پرېښود، خو د واک سرچينې لکه د امنيت شورا او د وطن ګوند اوس هم د ده په لاس کې دي. ده ۳۰ کاله په قزاقستان کې واک وچلاوه، وروسته يې ده ته په اساسي قانون کې د "ايلباسي" (ملي مشر) نوم ورکړ چې دا يو رسمي-سياسي لقب دی چې ده ته ورکړل شو. ډېر احتمال شته چې نظربايف به نوی ټاکل شوی ولسمشر هم بشپړ مهار کړای شي.

د جون پر ۹ مه د د نوي ولسمشر لپاره ټاکنې ترسره شوي او تر رای شمېرنې وروسته، خلک په ټاکنو کې د ټګۍ برګۍ له امله د قزاقستان په بېلابېلو ښارونو په ځانګړې توګه په الماتا، نورسلطان او شيمکنت کې په لاريونونو راووتل. حکومت معترضين ونيول او د جون پر ۱۰ مه او ۱۱ مه هم د خلکو نيول روان وو. 

د رسمي سرچينو له خولې کابو ۷۰۰ تنه په بېلابېلو ښارونو کې نيول شوي، خو د بشري حقونو فعالان دغه شمېر ډېر لوی ښيي. د سپربيک نورپيسوف (د قزاقستان لويه څارنوالۍ) وايې چې محکمې ۹۵۷ تنو ته ادارې جزاګاني ورکړې، ۶۷۰ تنو له ۶ څخه تر ۱۵ ورځو پورې په حبس محکوم کړل او ۱۱۵ تنه يې جريمه کړل.د دې ترځنګ بنديان له فزيکي تاوتريخوالی سره هم مخ شول چې په پايله کې يو لاريونوال پر سر په ډزو ولګېد او سملاسي يې ژوند له لاسه ورکړ. همدارنګه ګڼ شمېر لاريونوال د مخ پټو خلکو له لوري د ښار په بېلابېلو برخو کې تښتول شوي دي.

د قزاقستان نوی ولسمشر کسيم ژومرت توکايف له وال سټريټ ژورنال سره په دې موخه مرکه وکړه چې په لوېديځ کې د قزاقي رژيم تصوير بدل کړي. ده وويل چې دی به په حکومت کې اصلاحات راولي، دی يو "اصلاح غوښتوونکی" دی او دی به دغه "اوسني حالت" ته بدلون ورکړي. له يورونيوز سره په مرکه کې ده وويل: د هغو کسانو په تړاو چې په لاريونونو کې یې برخه اخيستې ده، د هغوی ټولنيزې اړتياوي څېړل کېږي او څرګنده يې کړه چې لاريونونه په هيواد کې "د اقتصادي ستونزو او پولي واحد ارزښت کمولو" په غبرګون کې شوي وو. ده زياته کړه، "چارواکو د دوی اوازونه واوريدل"، لکه څرنګه چې ياد لاريونونه د ده د ټاکنې پر ضد نه وو، خلک د پوليسو تر کوتکو لاندې سړکونو ته راووتلي وو.

په ورته وخت کې يو بل ارام لاريون هم په لاره اچول شوی و، د بېلګې په توګه په الماتا کې ځينو ناپېژاندو کسانو پر يو بنر باندې ليکي وو: "زما ولسمشر نه يې". دغه عبارت د هغو خلکو ترمنځ په شعار واوښت چې د ټاکنو له پايلو سره مخالف وو او په خواله رسنيو کې کښته او پورته شو. چارواکو پر خواله رسنيو بنديز ولګاوه ترڅو د لاريون خبرونه خپاره نشي.

نن ورځ  پر سړکونو لاريونونه پای ته رسېدلي دي او غوسه هغه ځای ته ستنه شوې چې پيل شوې وه- خواله رسنۍ. په زرګونو د خواله رسنيو فعالانو هره ورځ په قزاقستان کې د ستونزو په تړاو شکايت کوي، په ځانګړې توګه د نظربايف خودسری رژيم په تړاو، چې دهيواد چارې يې په زور نيولي دي.

البته ياد لاريونونو په ټوله کې کومه پايله نه ده ورکړې، ځکه ياد لاريونونه د کومې ځانګړې پروژې پر مټ نه رهبري کېدل او دغو لاريونونو آن مشر هم نه درلود – ټول ناکام نوماندان د لاريونوالو پر ضد ودرېدل، ياني دوی تش په نامه په ټاکنو کې ودرېدل د دې لپاره چې يادو ټاکنو ته په يو ډول مشروعيت ورکړي. په قزاقستان کې سياسي فضا ډېره پيکه ده آن که واکمن رژيم پرېکړه کړې وای چې په ټاکنو کې دې تش په نامه اشخاص او افراد برخه نه اخلي، بلکې واقعي اپوزيسون دې سيالي وکړي، نو هيڅ يو پياوړی نوماند به پيدا شوی نه وای. همدارنګه د يادوني وړ ده چې د شريعت له اړخه يادې ټاکنې باطلې او بې اعتباره دي، ځکه چې د ديموکراتيک کفري چوکاټ په اډانه کې ترسره شوې. متاسفانه په لاريونوالو کې اسلامي سياسي ويښتيا هم نه وه، دوی د ليبراليزم او ديموکراسۍ د لوېديځو نظرياتو څخه په الهام اخيستو يې په لاريونونو لاس پورې کړی وو. قزاقي رژيم په قزاقستان کې د اسلامي حرکتونو او ګوندونو په څنده کولو کې بريالی شو، په مهارت سره یې په ځينو حالاتو کې ياد ګوندونه سره بېل کړل او په فزيکي توګه يې يو په بل وګواښل. دا د نظربايف کورنۍ تګلاره وه او په خپله تګلاره کې بريالی شو.

دا د حيرانتيا وړ ځکه نه ده چې د نظربايف سلاکارانو د لوېديځوالو سياسيونو لکه ټوني بلېر څخه زده کړه کړې وه. په ۲۰۱۲ کې ټوني بلېر له نظربايف سره مرسته وکړه چې په هيواد کې د زرګونه تېلو کارګرانو يو مياشتانه اوږد اعتصاب پای ته ورسوي. ياد اعتصاب د منګيستو سيمې ژنوزين په ښار کې له وسلو څخه په کار اخيستنې چې په پايله کې ۱۶ تنه ووژل شول، پای ته ورسېد. همدغه د لوېديځوالو مشرانو او د اسلامي هيوادونو د يووالي بېلګه ده، که څه هم اوس هغه لوېديځ وال مشران په واک کې نه دي، خو د اسلامي واکمنو چارواکو سره خپلې اړيکې پالي. ياد طاغوتان او خودسره واکمنان آن د واک تر پای ته رسېدو وروسته هم ورسره مرسته کوي.

له همدې امله د لاريونونو ترځنګ، نوي ولسمشر کسيم ژومرت توکيوف چې په حقيقت کې د نظربايف مادون دی، تر ټاکنو وروسته لوړه وکړه او د لوړې د مراسمو په ترڅ کې د "ايلباسي" (ملي مشر) څخه مننه او ستاينه کوله او ژمنه يې کوله چې د پخواني ولسمشر لاره به تعقيبوي، که صلاحيت ولري.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ﴾

[ابراهيم: ۴۲]

ژباړه: او ته په الله باندې له سره (دا) ګمان مه كوه چې هغه غافله دى له هغو كارونو نه چې ظالمان يې كوي، بېشكه همدا خبره ده چې هغه، دوى هغې ورځې ته وروسته كوي چې په هغې كې به سترګې (له وېرې) خلاصې پاتې شي.

ليکوال: محمد منصور

ژباړن: صديق احمدزی

الرعيه ورځپاڼه- ګڼه ۲۴۰

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې